Sunday, 25 April 2010

د كندهار ولايت او اداري ټيكه داران وپيژنى

د كندهار ولايت او اداري ټيكه داران وپيژنى
اصل كي خو د افغانستان دولت دري قواوي اجرائيه ،مقننه اوقضايه لري چي د اجرائيه قوي وروسته په كابل كي د جيلاني پوپل په مشرى د سيمه ايزه ارګانونو خپلواكه اداره هم جوړه سوي چي د سيمه ايزه حكومت يا ولايتو مشرتابه په غاړه لري د كاغذ پر مخ هر څه سم دي سيستم جوړ دى خو په عمل كي داسي نده . په عملي ډګر كي هر ولايت ځان ته ځانګړي ټكه داران لري چي يو په يو به معرفي كړل سي اوس خبره د كندهار كوو چي د دي ځاى د سيمه ايزه حكومت اصلي ټيكه داران څوك دي .
په ظاهره خو والي امنيه قوماندان څارنوال د محكمي رئيس او وزارتو دوهم واحدونه دلته دمركزي سيستم استازي دي چي بايد اداري كارونه پر مخ بوزي خو په حقيقي او روښتيا سره بيا پر كندهار نور خپل راج چلوي.
د ملا عمر د كور ټيكه داران :دا هغه استخباراتي كړى او ډله ده چي هر څه د بهرني هيوادو لكه امريكا كاناډا برتانيا څخه ورته امر كيږي دوى د بل هيچا خبره او امر نه مني هر څه چي غواړي هغه كوي او خپل كارونه د څو ارتباطي كسانو پرته د بل هيچا سره نه شريكوي .
هوايي ډګر: داسيمه خو پريږدى د پلار اومور شړلي او د اروپا او امريكا غله او كوڅه ډبه ټوله دلته راټول دي په ظاهره يي نوم ورته سوله ساته او ناټو ځواكونه وركړي خو په عمل كي خپل سري لوټماري او جګړه ساتي ځواكونه ورته ويلاى سو.
ولايتي پرمختيايي ټيم :هدف يي پرمختيايي كارونه خو په عمل كي شيطاني او د بهرنيو ډونرانو يا مرسته كونكو لپاره د غلا مركزدى.
ولايت: كمواكه والي چي اوس يي په راس كي توريالى ويسا ا و ددي وړاندي واليان د ده په څير غلا او اداري فساد په پيخر اجرات صفر ځكه پرمختايي بودجه په اته كاله چا وركړي ده نه نو كار به يي د كومي خوا تر سره كړى وي.
ولايتي شورا : صلاحيت لرونكى لوړ ارګان صلاحيت شته مسؤليت نشته مراجيعين يي تر ولايت ډير ټول عدلي، اداري او قضايي كارونه دوى تر سره كوي وكيلاني يي يا په رشوت او يا هم په ۱۰۰ او ۱۲۰ رايو كاميابه دي حال دا چي په لوړه غاړه ځانو ته د ملت استازي وايي.
مقتدر ټكه داران:۱ احمد ولي كرزى: د جنوب حوزي اصلي پاچا سواد نشته انګريزي ژپه ماته ګوډه زده يوازي پر پوپل زو اعتماد لره نور قومونه استعمالوه ، دى خپل ځان ته وسله واله ډله لري هر څوك يي چي په نظر بد سي په ۲۴ ساعته كي يي له منځه وړي په بهرني قراددادو او دولتي پوستو كي د مامورينو ټاكل ټول دى كوي څوك چي يي خوښ وي و آسمان ته يي پورته كوي او څوك چي يي تر نظر بد سي د ترور دستور يي وركوي ، ده او تر برو يي دولتي مځكي او ملكيتونه قبضه كړي تكس او ماليه نه وركوي ښه مثال يي د كوماندو او دوراهي په سيمه كي د ده د تر بور احمدشاه خپل سري ده د كندهار ريګريشنونه مفت استخراجوي د واالي د ساتونكو څخه نيولي بيا د استخباراتي او هفه پوستو ګمارل ټول د ده كار دى چي تر ولكي يي لاندي دي البته په كندهار كي يو ډول ملك الطوايفي نظام دى احمد ولي پر ځينو سيمو حاكميت لري نه پر ټولو ، د ى وو چي جنرال رحمت الله رؤفي يي په ۲۴ ساعتته كي تبديل كړ . دقاچاقبرانو ډله بيله د تروريستي ده بيله او د بيت المال د استعمال لپاره بيلي بيلي ډلي لري.
حامد كرزي كه غواړي اداري فساد ورك كړي او يا يي له منځه يوسي نو لده څخه دي پيل كړي چي اته كاله پخوا يي څه درلودل او اوس يي سرمايه څومره ده او بل داچي د اوسني سرمايه يي د كوم مدركه پيدا كړي ده يوازي په ۵ عرادو د مرمى ضد موټرو كي سپريږي چي د هر يوه قيمت يي دوه لكه امريكايي ډالره دى
عبدالرازق: رتبه يي د جنرال سويه يي د ډلګى مشر دسرحد عوايد ټوله دى په خپله خيټه كي اچوي كه كرزي فساد وركوي نو دده څخه دي پوښتنه وكړي چي اته كال پخوا يي حال څه وو او اوس يي پيسي د كوم مدركه پيداكړي دي ښاغلى رازق د ښار پر يو شمير سيمو سربيره پر څو سرحد ولسواليو كامل تسلط لري او د بل هيچا امر نه مني كه دا رشتيا نده نو ځوك دي لا تبديل كړي د ده پر ځاى نوي مقرر سوي قوماندان په كابل هوايي ډګر كي و كندهار ته د تګ څخه مني سو .
د شيرزيانو ډله : اته كاله پخوا يي په كندهار كي د وخت والي ګل اقا شيرزي په وينا په ټول كندهار كي يوه نمره مځكه نه درلوده خو اوس يي نيم آسمان پر مځكه او جايداد باندي ولاړي دى. د بازسازى تر عنوان لاندي ي په سلو سك ۶۰ پيسي د خپل حكومت پر مهال غلا كړي تر اوسه يي چاته حساب نشته چي څو پيسي يي تولولي او څو يي مصرف كولي ځكه ډيره ماهرانه غلا وه تر اوسه يي پوره وړي لالهانده ګرځي څوك پيسي نه وركوي دغه دى د بازسازى بلدوزر ګورو به چي وننګرهاريانو ته به څو پور ورپريږدي
د هوايي ډګر ټوله قراردادونه د دوى ډله كوي حتي د بانديو سرتيرو تشنابونه لا هم دوى ورپاكوي دغه دى آزاد بازار راځه كي يي ګوري خبره خو مي د ريګريشنو كوله يو يي د شيرزي او بل يي د كرزي دى وايي ولي نور قومونه د دولت مخالف دي دوى وايي موږ به سرداري كوو نور دي چوكيداري ......
داسي ځوك شته چي د شيرزيانو څخه پوښتنه وكړي چي اوسنى سرمايه مو د كومه كړه . دغه ډله هم د كندهار پر يو شمير سيمو تسلط لري او خپل ملك الطوايفي پر چلوي ځانو ته د كندهار فاتحين وايي خو تاريخ يي هير دى چي پلار او ور نيكه يي د سپو د جنګولو مشران تير سوي وه.
ملا سيد محمد او ګلالى: نوم يي دملا عمل يي بلا ځانو ته د جهاد ټيكه داران وايي يو يي ۱۵۰۰ او بل يي ۵۰۰ ډالره معاش لري خو اوس په كندهار كابل دوبى كي په صل هاو جريبه مځكه لري آيا حامد كرزى به داسي يو ټيم راوليږي چي د دوى دمدرك په هكله څيړنه وكړي كه به بيا په اداري فسادككړ اسد وفا راواستوي چي خپله يي په بولدكي كي مځكي قبضه كړي او ماركيټونه يي پرجوړ كړي دي
د تور غني ،جاجي لالا او عبدالحكيم جان ډله :دوى هم د كندهار د ژړى ولسوالى پر يو شمير سيمو تسلط لري خو د دوى په سيمه د طالبانو د موجوديت له كبله يي فعاليت لږ دى خو ورځنى عايد يي د نورو په پرتله لږ دى اما د فساد يوه اډه ده او د خپلو سيمو مالكان ورته ويلى سو.
د ملا نقيب ډله : پله بينه او چالاكه ډله ځيني يي د مزليانو په نامه په ښار كي دننه مځكي قبضه كړي د شاهي كانال ټولي مځكي دوى خرڅي كړي د پرمختيايي شركتو سربيره امنيتي لوجستكي كمپنۍ هم لري ځانو ته د ارغنداب وارثين وايي كله د كرزي او كه بيا د ده له مخاليفينو سره لاس پټوي د پاكستانيانو په څير دوه مخى سياست پرمخ وړي
كرزيه جاردي سم داغورځكه سترګه ازبكي چپنه او كابلى قره قولي خولى كه په رښتيا د شملي څخه فارغ سياستمداريي نو د كندهار لپاره سمي پلان جوړ كړه په گوډ اتمر يي سر نه سره ورځي چي تر چاودنو او انتحاري حملو وروسته يي كندهار ته راليږي
اوس دي نو ګران لوستونكي قضاوت وكړي چي په كندهار كي حكومت څه معني لري دلته سيمه ايزه حكومت اصلا سته نه ټول په توكل چليږي.
پ، ع ، پوپل

Saturday, 20 March 2010

دقرآن او لمانځه برکتونه

اَلْحَمْدُلِلّهِ نَحْمَدُه وَنَسْتَعِينُه وَنَسْتَغْفِرُه وَنُوْمِنُ بِه وَنَتَوَکّلُ عَلَيه. وَنَعُوْذُبِاللهِ مِنْ ش‍ُرُوْرِ اَنْفُسِنَا وَمَنْ سَياٰتِ اَعْمَالِنَا. مَنْ يهْدِهِ اللهُ فَلاَ مُضِلَّ لَه وَمَنْ يضْلِلْهُ فَلاَهَادِيَ لَه ...وَنَشْهَدُاَنْ لاََّ اِلهَ اِلاَّاللهُ وَحْدَه لاَ شَرِيکَ لَه وَنَشْهَدُاَنََّ مُحَمََََّّداًعَبْدُه وَرَسُوْلُه...

اَمَّابَعْد..فَاَعُوْذُبِاللهِ مِنَ الشَََََََّيطنِ الرَّجِيمِ ... بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرحِيمِ ...قُلْ هذِه سَبِيلِي اَدْعُوْا اِلَي الله عَلى بَصِيرَةٍ اَنَاوَمَنِ اتَبَعَنِي وَسٌبْحَانَ الله وَمَا اَنَا مِنَ الْمُشْرِکِين ...وَقَالَ النَّبِي صلى الله عليه وسلم :

يا اَبَاسُفْيان جِئتُکُمْ بِکَرَامَةِ الدُّنْيا وَاﻻَخِرَة.

زماوروڼواوعزيزانو!موږ داسي ژوندنه کووچي مقصد مو پکښي الله وي.موږ په خپل مقصد سره نه يو، بلکي ورڅخه ډير لري يو.نه دالاره دنژديوالي ده او نه هم د خلاصون.

نه لارښود پاته وي،نه منزل،سامان ورک شوي او له کاروان څخه هم ګوښه يو.نه دراتلونکي څرک لګيږي او نه دوروسته پته شته. موږ هغه پرديس ته ورته يو چي، مال او شتمنې یی ورکه کړي او له کاروان څخه هم پاته وي. راتلونکي شپه تياره ده،سفر خورا اوږد دى،دمنزل څرک هم نه لګيږي،دپتنګ په څير نه پوهيږو، په کوم تار بنديو او په کوم حال کښي راګير يو.په کومه ونه کښي ختلي او کومي څانګې مو سينه راته څيرلې ده...

په تبليغ کښي ددي محنت اوزيارګاللو مقصددالله ج لورته ددي ړانده انسانيت متوجه کول دي.زموږ دسړو او ښځو هيله ده چي،هغوي ته وښيو.ترڅو الله جل جلاله مقصدوګرځوي او ژوند وکړي. دالله لپاره ورته مړينه وښيو ....الله ته ورتلل وښيو.خوښې هغه ده چي دالله خوښه وي.

غم هغه ده چي الله ته خوښ وي..اظهار هغه دى چي الله ته خوښ دي او اخفا هغه ده چي الله ته خوښه وي.

داحمقانو نړۍ

موږ دخلګو په نظر ارزول کيږو.خو په دي مسئله نه حل کيږي. ياد ولرئ،دالله په نظرپه ارزولو مسئله حل کيږي. يوه نجلۍ ناوې کېږي،ښکلي کيږي،همزولي ورته کيسي کوي چي داخورا ښکلې ده،هغي ته ژړا ورځي.هغه وايي :ستاسو دنظرونو په قضاوت زما کار نه کيږي،زه چي چيري ځم تر هغه چي دهغوي په نظر زما ارزونه ونشي؛ زما مسئله نه حل کيږي.

زما وروڼو او خويندو! دايوه ړنده نړۍ ده ،دادليونيانو نړۍ ده ، داداحمقانو نړۍ ده.ددوي د نظرونو په قضاوت سره نه دچا کارجوړيږي او نه دچادميرمني کار جوړيږي.

يوازي دالله په قضاوت زموږکارونه جوړيږي. نوښايي :

کوم راسره مينه کوي ،کوم مينه نه کوي،کوم مو مني، که مو نه مني،څوک مو ويني،که مو نه ويني،کوم رانه پوښتنه کوي اوکه يي نه کوي،کوم ښايي اونه ښائي ،کوم مو نژدي کوي، که مو لري کوي، کوم مينه کوي، که کرکه کوي،څوک سلام راکوي ،که راسره نښلې.

له زړه او دماغ څخه ناولتيا لري کول

زموږ مسئله له پاسه حل کيږي.زموږ کار جوړيږي،موږ الله راضي کوو...دامطلوب دى.دهري کارخاني څښتن، دهري ريړۍ څښتن، هر بينوا،هر امير،هر زوړ او هر ځوان هر سړي او هري ميرمنې ته داپوهيدل لازم دي چي، په زړه او دماغ کښې الله جل جلاله او دهغه درسول ياد ولري. ګناه ده او ګناه ،ناولتياده اوناولتيا.دالله لپاره څه وينو، دا څرنګه کاروان دى چي لاره لا درکه شي،منزل لادرکه شي،متاع ورکه شي،بياهم مست وي،داڅرنګه کاروان دى؟

زما په خبره ځانونه پوه کړئ ،زه کوم مقرِر نه يم،زه په پخپله دردمند يم،زه په خپله دي منزل ته رسيدل غواړم ....روږدي کيدلاي شي،نورهم څوک راسره ملګري شي. يوازي سفر کول ستونزمن دى،منزل ورکيږي،انسانيت ورکيږي،توبه وکړي وروڼو،داژوند چي موږ پکښې لګيا يو.داکوم ژوند دى، نڅيدل، خوړل، څښل، اغوستل، داهم څه ژوند دى. مړينه ده او په قبرونوکښي ويده کيدل او داستان مو دژوند له ډګر نه لري کيدل؛ داهم ژوند دى .

اي زما امته !لمونځ مه پريږدئ

زما وروڼو! رسول الله صلى الله عليه وسلم چي په خپل امت کوم احسان کړى دى،کوم بل نبي کړى نه دى،دمړيني په مهال هر څوک خپل اولاد ورغواړي، رسول الله دمړيني په مهال، کړکۍ پرانستله، خپل امت ته يي وکتل او په وروستنۍ شيبه کښې يي هم خپل امت ته ناري وهلي :

"الصلوة وما ملکت ايمانکم ....

اي زما امته !"لمونځ مه پريږدي..لمونځ کوئ له غلامانو سره ښه سلوک کوئ."

اخري شيبه يي ميرمنو ته ويل،څه يي حسن او حسين رضى الله عنهما ته ويل.خودټول امت غم ورسره وو، بيايي غږ ټيټ شو.الصلوة،الصلوة، الصلوة يي وويل او روح يي لاړه.لمونځ ،لمونځ يي ويل او له نړۍ يي سترګې پټې کړي.

لمونځ دالله جل جلاله اوبنده ترمنځ دخبرو،اترو ذريعه ده.الله جل جلاله په قدسي حديث کښې فرمايي :

"لمونځ زما او زما دبنده تر منځ خبري دي."

زما بنده وايي :الحمدلله ....زه جواب ورکوم: حمدني عبدي....زما بنده زما ستاينه کوي....زما بنده وايي الرحمن الرحيم...زه وايم اثني عبدي ...زما بنده ثناء بيانوي ...بنده وايي مالک يوم الدين...زه وايم.... مجدني عبدي ... زما بنده زما لويې بيانوي.

زما بنده وايي: اياک نعبد واياک نستعين....زه وايم هذا بيني وبين عبدي ....دازما او زما دبنده ترمنځ دي، عبادت مالره دى او غوښتنه زما دبنده ده ...اي بنده! غواړه زه ستا لورته متوجه يم اوس چي ته څه غواړي،زه يي درکوم.

دلمانځه پابندي کوئ

آذان وشي ،ټول بازار بند شي،څه عجيبه خبره ده.هر ټال وشي په زور يي بندوي...

تر آذان وروسته بازار بند کړئ، بيا وګورئ څرنګه سره زر ستاسو په دوکانونوکښي څومره زياتيږي.

که بازار وران شي څه کيږي؟چيري لمونځ کيږي. دوکانونه هم دلمانځه تابع دي،څوک په يوه بجه څوک په يوه نيمه، څوک په دوو بجو لمونځ کوي.يو ورور يي هلته کوي او بل هلته ...دوکانونه چليږي ،بند نه دي...دوکانونه تر آذان وروسته بند کړي.

کوم کار چي تر آذان وړاندي کيده، اوس هغه کارد دوکان په بندولوکيږي.دالله په وړاندي سر ټيټ کړئ چي

له لمانځه سره مينه وشي.... په حديث کښي دي:

"جلعت عيني في الصلوة"....زما دسترګوسوړوالى لمونځ دي.

چي په سمه طريقه لمونځ وشي، په الله سوګند په مصلي به ناست يي،مسئله به دي حل کيږي.بيابه تاڼه دار،ياوزير ته ورتلل نه وي...ددي لپاره لمونځ کافي دى ...کوم لمونځ ؟

کله چي ووايي الله اکبر، بيا دسلام ترګرځولونورڅه درسره نه وي،ساتونکي شي،باخبر چي بل شي رانشي،دا لمونځ تاته درښيي.الله اکبر ...اوس پرته له الله هيڅ نشته تر سلام ګرځولو پوري بس ته يي او الله.بيا ګوره چي له دي لمانځه څخه څه جوړيږي.

لمونځونه زده کړئ

زما وروڼو! دا زده کړئ....لمونځ وکړئ .لمونځ دغسي نه راځي زيارايستل غواړي...په زيارهمدالمونځ پيدا کيږي ...په لمانځه کښې دومره جاذبيت دى....يوشخص وايي :

زه په حرم شريف کښي وم ...علي (رض) راغى ....چپلي يي په لاس کښې، له ږيري يي داوداسه اوبه بهيدلي ...چپلي يي کښيښودلي ... دلمانځه نيت يي وکړ...ما کتل چي څه وخت به رکوع ته لاړ شي.وايه يي ترڅو په والناس رکوع ته لاړ.په يوه رکعت کښي بشپړ قرآن......

موږ ته قل هوالله احد هم تر نظر اوږد راځي.

وروڼو!لمونځ زده کړئ.خلک په څلورو رکعتونو کښي يوازي قل هوالله احد وايي.څلور سورتونه خوياد کړئ، تر څو چي په هر رکعت کښي يو،يو سورت تلاوت کړي. يو سورت په څلورو رکعتونو کښي مکروه دى. لمونځ کيږي خو لږ تر لږه څلور سورتونه خو ياد کړئ .

چي دعايي قنوت يي زده نه وي، هلته هم قل هوالله احد لولي. وروڼو! دقل هوالله احد په لوستلوڅرنګه دعا قنوت اداء شي. که ربناء اتنا في الدنيا وواياست نوذکر خو کيږي. که مودقنوت دعاء زده نه وي، "رب اجعلني مقيم الصلوة "وواياست يا "ربنا اتنا في الدنيا..." وواياست ...لمونځ موکيږي.دا ترهغه چي دقنوت دعا ياده کړئ. وِتر دقل هو الله احد په ويلو نه اداکيږي....

زما وروڼو! لمونځونه زده کړئ،هسي لمونځ چي له الله اکبر څخه تر سلام پوري مو فکر بل لور ته لاړ نشي.

دالله په مينه کښي دژړا خوند

زما وروڼو!په الله قسم،موږ پرديسيان يو...موږ لارويان يو... موږ نه پوهيږو چي خوند څه شي دى؟ژوند څه ډول تيريږي؟. هغه چي د ډوډۍ خوړلوخوند وويني. څه پوهيږي چي، دذکرخوند څه شي دى.هغه چي دنظر کولو په خوند پوهيږئ، نوهغه څه خبردي چي دنظرپه راګرځولوکښي څومره خوند دى.هغه چي دلمانځه خوند ورته محسوس نه وي.ترهغه به څوک بي برخي وي... افسوس، افسوس...په کروړونو خلګوکښي کم داسي ليدل کيږي چي دلمانځه ،خوند ورته په برخه شوي وي.

دا ژړا خو مو په هغه چا ده چي لمونځونه کوي،هغه چي لمونځونه ،نه کوي،په هغوي خو داوښکو په ځاى دويني دبهيدلو ژړا هم کمه ده.

څوک چي لمونځونه کوي،هغه کله هم کښيناستلي او دا فکر يي کړي دى چي اي مولا! ستادميني وړ سجده مو درته نه ده کړي...ستا په تعلق کښي مو يورکعت هم کړي نه دي. اي الله ! اوس ته په (رحمت سره) راشه.

هره هيله له زړه څخه رخصت شوه ....اوس ته راشه چي خلوت شو.

دلمانځه حيرانوونکې فضېلتونه

جبرائيل (ع) راغى...يارسول الله! آسمان ښکلې کيږي .... الله دعرش دپاسه ستا انتظار کوي...نو له بيت الله څخه بيت المقدس ته لاړ شه ،دلمانځه سوغات درته په عرش کښي درکول کيږي.

دادومره ستر شى دى،کوم وخت چي آذان کيږي او لمونځ کوي، کله چي آذان کيږي، ترکومه ځايه چي غږ رسيږي،دهغي سيمي هره تيږه به دقيامت په ورځ درباندي ګواهي وايي، هره ونه به درباندي شاهدي وايي ...چيري چي سجده لګوئ ،تر تحت الثرى به ځمکه پاکيږي ....په حديث شريف کښې راځي :

کله چي انسان په ځمکه سرکښيږدي،دالله تعالى په قدمونوکښي سر ږدي.کله چي الله اکبر ووايي دځمکي او آسمان فضا له نورڅخه ډکه شي،دعرش پردي پورته شي. دجنت دروازي پرانستلي شي،دجنت حوري دجنت دروازي پرانيزي او لمونځ کوونکي ته ګوري.څومره چي اوږدقيام وکړئ، هغومره به دمرګ سختي درباندي اسانه تيريږي.اوږدلمونځ کول دمړيني سختي کموي.

چي له رکوع څخه راهسک شي،الله تعالى ورته په مهرباني ګوري.چي سجدي ته لاړ شي، ټولي ګناوي يي مينځل کيږي.چي التحيات لولي، دصابرينو اجر ورکول کيږي. چي په لمانځه کښې درود وايي، الله تعالى ورباندي لس ځله درود استوي. چي سلام ګرځوي، له ګناهونو څخه پاک شي.

دلمونځ کوونکو دپنځو درجو تفصيل

ابن قيم (رح) دلمونځ کوونکو پنځه درجه ښودلي دي :

١- لومړي درجه دسست ده چي کله لمونځ کوي او کله يي پريږدي دادوزخ ته ځي.

٢- دوهمه درجه هــــــــغه ده چي، بي قاعدي يي کوي،په خپل فکريي کوي، کله الله ته متوجه نه وي په هغــــوي

ملامتي ده.

٣- معافه معفوعنه، دادريمه درجه ده،کوشش کوي، متوجه نه وي، کله يي توجه وي او کله بي فکره، دابه په مراعاتي ډول بريالي کيږي.

٤- څلورمه درجه دمهجور ده چي الله اکبر ووايي، له دنيا څخه يي علاقه غوڅه شي،الله ته متوجه شي څو چي سلام واړوي، حکمت يي دادى :

کله چي الله اکبر ووايي له ځمکي هسک شي، په آسمانونو کښي دننه شي، هغه نو په ځمکه نه وي.بلکي تللي وي چي لمونځ ختم شي، بيرته راځي.دي لوري ته هم سلام وايي، هغي لوري ته هم سلام وايي. دا درجه ده چي دلمــــــــــــــــانځه اجرورکول تري پيل کيږي.دداسي لمونځ کوونکي ژوند کله هم نه خرابيږي.

٥- دلمانځه پنځمه درجه هغه ده چي دمقربينودلمانځه دانبياءاوصديقينودلمانځه ده،دهغوي دسترګو سوړوالى لمونځ وي.

دجمعي دلمونځ کوونکو لپاره خبرتيا

دهغه قدمونه دنورو پنځو لمونځونو لپاره ولي نه اخستل کيږي ... داچيري ځي؟

ايا دى دالله په ځــــــــــمکه، اته نوري ورځي نه اوسيږي.

ايا يوازي اتمه ورځ دالله په ټنونوډيره هوا تنفس کوي ؟

ايايوازي اتمه ورځ دالله له ورکړل شوي نورڅخه ګټه اخلي؟ايا يوازي په اتمه ورځ په خپلو غوږونو اورئ ؟ ايايوازي په اتمه ورځ دخپل جسم له نعمتونو ګټه اخلي. ايا يوازي اتمه ورځ دلمر له رڼا ګټه تر لاسه کوي؟ ايا اتمه ورځ دستورو له ځلا څخه خوند اخلي؟ ايا يوازي اتمه ورځ دخپلي ميرمنې او اولاد سره ناسته ولاړه کوې؟

په دي سخت زړي څه شوي دي؟ ولي يي دروازه بنده ده ولي روان شوي دي؟ ايا دا تر تيږې سخت نه دى؟!

سخت زړى انسان

عطاء الله شاه بخاري رحمه الله ويل:اي دهندوستان هستوګنو! تاسو ته دومره قرآن اورل شوي دى.که موحرم ته اورولي واى، صابون به جوړ شوي وو.که موتيږو ته اورولي واى،موم شوي به وو. سيندونو ته مو اورولاي واى، طوفان شوي به وو.څپو ته مو اوروالي واى، څپې به يي ختمي شوي وي.نه معلوميږي له تاسوڅه شي جوړشوي دي ؟ستاسو په سينو کښي زړونه نه دي. ترډبرو هم سخت دي."اشد قوة من الحجارة ...."ډبره هم دالله له هيبت څخه لړزيږي...

تاسو څرنګه انسانان ياست .....په څه ډول سينوکښي مو زړونه پراته دي....؟

دعثمان رضى الله تعالى عنه دلمانځه کيفيت

عثمان رضی الله تعالی عنه راځي ...مسجد ته راځی... خپل انفرادی لمانځه ته راځي،چمپلی ږدي،نيت کوي. الله اکبر وايي، په آلم لمونځ پيل کوي،عبدالرحمن تميمي رضى الله عنه يي خوا کي ناست دى،هغه اوري. لمونځ په آلم پيل کوي،ګوري څه وخت به رکوع ته لاړ شي.

بقره وويل شو،آل عمران ختم شو، نساء وويل شو مائده،انعام ،اعراف وويل شول.

لس سپاري ختمي شوي ،شل سيپاري اوديرش سيپاري وويل شوي،والناس ته ورسيد.عثمانرض رکوع ته لاړ ...رحمة منتظرة .... دانفرادي اعمالوحلقه يي جوړه کړي وه.

په لمانځه کښي دعبدالله رضى الله تعالى عنه اهتمام

عبدالله ابن زبير رضى الله عنه ولاړ ؤ،نن شپه يي دقيام وه،دسهار په آذان رکوع ته لاړ. وايي نن شپه مي رکوع ده، ټوله شپه په رکوع ؤ، دسهار په آذان رکوع ختمه شوه....

وايي نن مي دسجدي شپه ده،ټوله شپه په سجده ؤ. ...دسهار په آذان يي له سجدي سر راهسک کړ، دا د انفرادي اعمالو کړۍ وه ...

زه عرض کوم، که يوازي لمونځ ژوندي شي، په ټول سيند کښي بي نمازه پاته نشي،دادسيندځمکه چي مايي ټولي لاري ليدلي .... دښتي دي داځمکه به له سرو زرو ډکي شوي وي .

دزړه اسري لاړي اوس ته راشه

دحضرت انس رضى الله عنه نوکر راغى ويل يي : باغ وچيږي که اوبه نه وي هغه به وچ شي ،هغه مهال نهرونه نه وو،ژوری څاګاني نه وې .ويي ويل :ښه مصلى راوړه،وبه ساتل شي.الله اکبر ...نفل يي پيل کړل،اوږده رکعتونه يي وکړل ...سـلام يي واړاو...

وګوره وروره! څه شي ليدل کيږي. ويي ويل :جناب څه شيى نن نشته . ويي ويل :ښه ،بيا الله اکبر ....بيا يي نفل پيل کړل.دوه رکعته يي وکړل.ويي ويل:وروره څه شى ويني؟ويي ويل :لري دپردي په څيرورايځ راغله.دباغ د پاسه ولاړه وه.سلام يي واړاووباران وشو.نوکرته يي وويل : لاړشه وګوره باران چيري ،چيري اوري؟نوکر لاړ، ويي ليدل باران دباغ دديوالونودننه اوري،بهرتري يوڅاڅکي هم نه ؤ.که يوازي لمونځ په سيند(هيواد)کښي ژوندى پاته شي.کوم بي نمازه نه وي...دننه ذوق پيدا شي. ددي لپاره نه چي شتمني پيداشي...ددي دپاره چي زموږ الله،زموږ سره مل شي...

په خونه کښي هيره

ابوريحانه رضى الله عنه دجهاد له سفرڅخه څخه راغى ،کور ته راورسيد،دماخستن ترلمانځه وروسته يي خپلي ميرمني ته وويل: دوه رکعته نفل به وکړم،بيا به کښينو خبري به سره کوو،دوه رکعته نفل ...الله اکبر ،اوس هغه ناسته ده....قل هوالله به وايي رکوع به وکړي له اوږده سفر څخه راغلي دي، څه وخت به کښيني او خبري به وکړي.

هغه آلم پيل کړ،ويل يي :دسهار آذان وشو...ابوريحانه سلام واړاو.. ميرمني ته يي قهر ورغي ويي ويل :

اما انا منک نصيب ....زماحق چيري لاړ...؟

تبعت واتبعتني ....موږ ته هم زيان رسوي اوځان ته هم. يودبيلتون ناخوالي بل دنژدي راتللوتلوسه.زماحق چيري دى؟ ويي ويل :وبخښه ،هيره مي شوي .ويي ويل:الله درسره نيکي کړي، څرنګه دي هيرشول .ته چي له دي ځاى څخه لاړشي، زه دي لري نه هيروم اودلته په يوه خونه کښي هيره شوم، څرنګه هيره؟ ويي ويل :کله چي مي الله اکبر ووايه، جنت مي څنګ ته راغىهرڅه هير شول .

مړ خر، ژوندى شو

زما وروڼو! دالله لپاره دهغه ژوند لوري ونيسي چي،په هغه کښي ددنيا اواخرت کاميابي نغښتي ده.هغه دالله او درسول دخوښي ژوند دى.

نباته بن يزيد نخعي رحمه الله، دالله په لارکښي ووت ... خر يي مړشو... ملګرو ورته وويل :سامان دي موږ ته راکړه ... ويي ويل :نه تاسولاړشئ، زه درځم ...يولوري ته شو ...الله اکبر ...نيت يي وکړ....دوه رکعته يي وکړل .سلام يي واړاوو.ویی ویل : ای الله عبدک في سبليک...

اي مولا!ستا بنده ستا په لارکښي دى ."يحيي العظام" اي هغه ذاته چي هډوکي ژوندي کوي....زما دي مرکب ته اړتياده ... ته غني اوزه اړ يم....زه پرته له مرکب څخه څرنګه سفر وکړم...دامرکب را ولاړ کړي...مړ خر يي وواهه ...پورته شه ...هغه غوږ وښوراوو،پاڅيد .... دچا په لمانځه چي په مړوکښي روح ننوزي...هغه ددنيا مسئلي حل کولاي نشي؟ هو خو چي لمونځ ،لمونځ وي .

دالله دحبيب خبر ده ...دلمانځه کول زده کړئ ...هلته چي دلويو پاچهانو او دجهان کارونه وران وي اولاري بندي وي ستا لمونځ به تا هلته هم ورسوي .

په سمندرکښي دآسونو منډه

علي رضى الله عنه دسمندرغاړي ته راغي، په بحرين يي بريدکاوو. په لارکښي سمندرؤ.بيړۍ نه وي ،که بيړۍ چمتوکيږي دښمن را وړاندي کيږي او سفر د٢٤ ساعتونو ده ،هلته لښکر ولاړ ؤ....کوز شو....دوه رکعته لمونځ يي وکړ ...لاسونه يي اوچت کړل :

اي الله! ستا په لاره کښې ،ستا ددين په دعوت کښي ...ستا دنبي مريي يم .بيړۍ راسره نشته ..تاته خومشکل نه دي... موږ ته لاره جوړه کړه.

دادعا يي وکړه ،دسمندر په غاړه پوځ ته يي وويل :

بسم الله وواياست ..آسونه ورواچوي.

هيچا ونه ويل :چي امير صاحب دماغ دي سم دى ....؟

په سمندرکښې دآسونو اچول خوغرقيدل دي ...دا څرنګه وايي ... دادعقل غوښتنه ده؟

هغوي وويل :سمه ده زموږ امير دوه رکعته وکړل،له الله څخه يي وغوښتل.آسونه وراچول زموږ کار دى .تر اوبو تيرول يي دالله کار دى .

ابوهريرة رضى الله عنه وايي: فسمعنا وقتحمنا ...ټول لښکر وويل : بسم الله او ټول اوبوته ولويدل ،آسونه او اوښان ټول ...ابوهريرة رضى الله عنه وايي :

وقتحمنا .... موږ روان شوو. فاعبرنا ومابلل ماء اسفل خفاف ابلنا ... موږ په اوبو باندي تير سوو او اوبو زموږ پښې تر بيډيو لمدې نکړي .

دادلمانځه برکت دي،دابو دپاسه ځي...

وروه ! دسائنس ټوله نړۍ ناکامه ده، زموږ دحبيب علم بريالى دى . دهغه ژوند،دهغه خبر،تر ټولوخبرونو لوړه ده. ټول سائنس دلته ناکاميږي، دلته دالله دنبـــي خبر بريالۍ کيږي....دوه رکعته وکړه؛ ځه داوبو دپاسه...

اي سمندره ! زما لوښې بيرته راکړه ...کنه!

ابومسلم خولاني رحمه الله يوتابعي دى.دشام په غرونو کښي يوسيند دى، دغرونوسيندونه په تيزي بهيږي. نوموړى هلته تيريده .... ويي ليدل چي سيندڅومره تيز دى. دري زره تنه پوځ ورسره ؤ.هغه ترسيند اوښت خو بيړۍ نه وه.هلته يي دوه رکعته لمونځ وکړ. دعايي وکړه :

اي الله ! ستادنبي امتي يم.تابني اسرائيل له سيند څخه پوري ايستل .موږ له دي سيند څخه تيرکړه..

بيا يي اعلان وکړ، زه مي آس اوبو ته کښته کوم،په ما پسي آسونه راخوشي کړئ.که دچا کوم سامان ورک شو. هغه زما په ذمه دى. ځان خولويه خبره ده، که سامان هم ورک شو،زه ذمه وار يم.

آس يي اوبوته واچاو،داوبوپه سرروان شو...په منځ کښې يوه سړي خپل يولوښې(بدنۍ) په خپله اوبوته وغورځاوو. دازمويلو لپاره يي واچاو.کله چي ددرياب غاړې ته ورسېدل .پوښتنه يي وکړه :دچاکوم سامان ؟

هو! زما بدنۍ ولويدله ....بدنۍ معمولي شى دى،هغه يي له کومه راوړي،هلته به له ډبرو سره وي...ويي ويل :ښه ستابدنۍ ورکه شوه....راځه.بيرته دسيند څنډې ته ورغى ...بدنۍ پخوا لادسيندپه څنډه کښي پرته وه...واخله بدنۍ دي درواخله...

دمسنون اذکارو له پاره وخت وټاکئ

دادلمانځه برکت دى....لمونځ کول زده کړئ ...ټولي مسئلي به حل شي...

وروڼو!خپلوميرمنو،خپلوزامنو،خپل لوڼوته لمونځونه ور زده کړئ .....لمونځ ورته ياد کړئ،که مو په خپله زده نه وي،زده يي کړي.دقرآن دتلاوت لپاره وخت وسپموي. درود ويلوته وخت ورکړئ....داستغفاراو درود ويلو لپاره په ناسته،ولاړه ځانونه عادت کړئ...دقرآن دتلاوت عادت خپل کړئ...دالله کلام دى،واياست يي ...دمحبوب کلام دى... ددنيا اواخرت دبرياليتوب علم دى،دنجات ټول اسباب پکښي ښودل شوي دى،صحيح ده وروره.

په مياشت کښي دري ورځي دجناح سوپرمارکيټ تللو ته ورکوي ...دلته په کلي کورکښي،دري ورځي وخت تبليغي جماعت ته ورکړئ .دا انتظار مه کوئ چي څه مو زده نه دي .ته ووزه دعوت ورکول پيل کړه .داخبره دومره زوراوره ده،چي ته ووزي نور به راځي او درسره وزي به .

تر بي لمانځه سړې بل لوي مجرم نشته

چي په ځمکه سجده نه لګوي،ترهغه بل لوي مجرم څوک دى؟ زناکول ګناه ګڼي.دلمانځه پريښودل ترزنا ستر جرم دى .رشوت خوړل ګناه ګڼي،دلمانځه پريښودل تر رشوت خوړلوستره ګناه ده....وژل ستره ګناه پيژني .... د لمانځه نه کول تر قتل لويه ګناه ده. له سجدي څخه چي چا انکار کړى دى هغه شيطان دى.

شيطان زناکړي؟کوم قتل يي کړي ؟څه شراب يي څښلې دي؟ څه قمار يي وهلي ؟ څه دشرک کار يي کړي دي؟

شيطان له سجدې څخه انکاروکړ.له سجدې په انکار د تل لپاره مردود وګرځيد.

مسلمان دي پام نه کوي چي، په ورځ کښې دسلګونو سجدوله کولوانکارکوي، ناست وي نو بيا؟

په ارامه ډوډۍ خورې، په ډاډسره چاي څښې .... په ارام سره خاندې ....په ارامه اخبارلولئ.په ډاډسره دميرمني خواکښي ناست وي.

له يوي سجدې په انکارسره شيطان دتل لپاره مردود شو.

هغه څوک چي دسهارله سجدي انکارکوي.د ماسپښين په سجده ملنډي وهي.مازديګر،ماښام اوماخستن هم هغسي ....

دکورلمونځ هم څه ترنه کولو ښه دى. داهم په لمانځه ملنډي دي... اتمه ورځ په سرخولۍ کښيږدي ...اته ورځي .... ددومره سجدوانکار ....له دي خبري نه ويريږي چي الله به يي مردود کړي.

دالله رسول چي دقيامت په ورځ زموږ نافرماني وويني وايي به : (يارب ان قومي اتخذوا هذا القرآان مهجورا)

"اي زما مولا! دازما امت دى،هغه چي زما قرآن يي پري ايښي ؤ."

قرآن ورته ناري وهلي مسجد ته راشئ .هغوي دمسجد لوري پري ايښي وو.

دجمعي دلمانځه کوونکو ته تنبيه!

دا راته وواياست، دادومره غونډه له کومه راغله...؟ داخلک دريمه برخه له بهرڅخه راغلي دي، له دريو څخه دوه برخي ددي کالوني (ګلستان کالوني) خلک دي.ددي قدم دنورولمونځونو لپاره ولي نه اخستل کيږي؟

داچيري ځي؟اياديوه الله په ځمکه اته ورځي هستوګنه نه کوي؟ ايا يوازي اتمه ورځ دالله رزق خوري ؟ايا يوازي اتمه ورځ دالله اوبه څښې ؟ يوازي اتمه ورځ په ټنونو هوا تنفس کوي؟ ايا يوازي اتمه ورځ دالله له ورکړل شوي رڼا څخه ګټه اخلي؟ يوازي اتمه ورځ په خپلو غوږونو اورئ؟

ايايوازي اتمه ورځ دخپل بدن له نعمتونو څخه استفاده کوي؟ايا يوازي اتمه ورځ دلمر له رڼا څخه نفع اخلي ؟ ايا اتمه ورځ دستوريو له ځلا څخه خوند اخلي؟

ايايوازي اتمه ورځ له خپلي ميرمنې اوماشومانوسره کښينې؟په دي سخت زړيوڅه شوي دي.ولي يي دروازي بندي دي؟ولي وران شوي دي.ايا ددوۍ زړونه ترډبرو کلک نه دي؟

لمونځ دالله له پاره وکړئ کنه!

څومره ناپوهي ده چي په پنځه وخته لمانځه داګمان وکړي چي آخرت جوړ شو.موږ پنځه وخته لمونځ وکړ. هلته چي تل پاته وي دهغه لپاره دوه ساعته زيارګالل ،دوه ساعته هم نه ،لس دقيقي دماخستن لمونځ چي هغه اوږد لمونځ دى .

په کلونو ما په مسجد کښي يوکس ليدلى دى. موږ دننه يوچي په وينوبايد وژاړو ...دادلمونځ کوونکوحال دى، د لمونځ نه کوونکو حال به څه وي؟

هغه چي په دوه ،دوه نيمي دقيقي کښې لمونځ وکړي. وايي بس جنت زما شو،هلته چي تل نه اوسيږي،هلته ټوله ورځ دماغ هم مصروف وي او زړه هم لګيدلي وي اوهلته چي به تل اوسيږي، دهغه لپاره پنځه وخته لمونځ هغه هم ٩٥% خراب.

څومره کسان دي چي،تر اوسه يي سهار وختي مهال نه دى ليدلى... له لمرختلو سره راپاڅيږي....کله يي هم سهار دسجدي توفيق په برخه شوي نه دى.

څومره کورونه يي دي چي هلته په يوه ژبه هم قرآن ويل شوي نه دى .څومره کورونه دي چي دقرآن له تلاوت څخه بي برخي دي. څومره کورونه دي چي دلمانځه له سجدي څخه بي برخي دي؟

داهل الله په نزد دپاچهانواهميت

نه ماشوم ته نه ماشومي ته ...نه سړي ....نه ميرمنې ...نه زاړه ....نه زړي، يوه ته هم دسجدي توفيق ورپه برخه شوي نه دى....څومره ستره بدمرغې ده.....څرنګه هلاکت دى. هر مسلمان سړى او ميرمن چي دالله دربار ته ځي،هغوي دي تياري ونيسي او هلته دي حاضر شي....

مياميرمحمدلاهوري ناست ؤ،يومريديي راغى حضرت حضرت ناري يي وهلي .هغه وپوښتل څه وشول؟ويي ويل: شاه جهان راځي ...هغه ويل :څه خبره ده ماويل څه وشول .

مريد وويل :داده...شاه جهان په دعوتونوکښې لا نه ليدل کيږي...

څوک چي لمونځ کوي دهغه ټول کارونه دمصلىٰ(جاي نماز) څخه کيږي....

لمونځ زده کړئ....دلمانځه زده کول څه دي؟ الفاظ زده کړي چي په هغوي موعلم وي...

او بيا له الله اکبر څخه ترسلام پوري ...پرته له الله جل جلا له نور څوک نه راځي...خو دالمونځ په کورکښيناستلو کښي نه کيږي....نه راځي... الله اکبر.... څوک به نه راځي....دزړه دروازي بندي کړئ...ددي لپاره کور پريښودل په کار دي. دکور په ناستي کيدلاي نشي .

دامفته سودا نه ده ،په کورکښې به ناست يي ....ته لاړ شه الله به يي درپه برخه کړي.

ته هغه کوه چي الله جل جلاله يي غواړي،دالله خوښه دمحمد صلي الله عليه وسلم خوښه ده.... ددي لپاره لنډه لاره لمونځ دى چي په توجه اوفکر سره وشي ... له پيسو پرته کار ....په دعاوو کارکيږي ....په دعا هغه کارکيږي چي په کائناتو کښې يي څوک کولاي نشي...

زه تامفتي نه جوړوم

دفيصل آباد د دارالعلوم مهتمم مفتي زين العابدين وويل : ما په ريل ګاډي کښې سفر کاوو.دماښام دلمانځه وخت شو، زه ولاړ شوم دقبلي دمعلومولولپاره مي بهر ته وکتل .يوه شخص راته وويل : صوفي صاحب هرځاى لمونځ کيږي،په سيټ کښينه لمونځ وکړه ...

تاسي ويني خلک په سيټ ناست دي لمونځ کوي،نه دقبلي لورى .نه قيام دا دواړه فرض دي.خلک وايي لمونځ کيږي.په ناولي سيټ کښينه لمونځ وکړه ،کيږي ... هغه ته مي وويل: لمونځ نه کيږي ... ويي ويل: ته څه خبر يي ... هغه نه پوهيده چي له مفتي سره خبري کوي.مفتي ورته وويل : اوس خو مي تاته دفتوى کارنه دى سپارلى ...قبله ښود يي وکوت، لمونځ يي وکړ....هغه شخص له چاپوښتنه وکړه داڅوک دى؟ورته ويي ويل:دامفتي زين العابدين دى. دفيصل آباد دى.هغه شخص هم دفيصل آباد ؤ.مفتي يي پيژاند خو ليدلي يي نه ؤ....دلمانځه ترفراغت وروسته يي ورته وويل: وبخښه ماونه پيژندلي....مفتي ورته وويل: تاسوګرم نه ياست، نن ټول امت مفتي دى ....خلکوڅه ،څه خبري جوړي کړي دي؟

وګورئ داڅه ډول تبليغ دى .... سپين ږيرى پلار، سپين سرې مور پريږدي ،لاړشي.... د مور تر تلو لاندي جنت دى. دهغي خدمت وکړه ....داجنت دى ....حلال وخوره...داجنت دى....لمونځ وکړه، داجنت دى.

په ٦ ارب مسلمانانو ظلم کيږي،هغوي دوزخ ته ځي ... موږ وايو،زموږ په ذمه نه دي...ښه چي زموږ په ذمه نه دي ... نو مسئول يي څوک دى؟

هغوي کتاب واخلي .... کتاب مړ شى دى.... له هغه څخه پوهه څرنګه ترلاسه شي.... کتاب نقشونه دي.... څه څرک لګيږي چي اخلاق څه ته ويل کيږي؟

دڅلورو کارونو اهتمام وکړئ

لومړۍ کاردذکر زياتوالى: لومړي کارچي په کثرت سره وشي.دهغه تفصيل مي درته ووايه .بس لمونځ دالله دقرب ذريعه وبولئ او اداء يي کړئ .

دوهم کار،دقرآن کريم تلاوت کوي:قرآن کريم ډير لولئ دا زموږ دمحبوب کلام دى.دمحبوبي ليک په مينه لولئ ...په غور سره،خودخالق کلام په بي توجهي سره لولئ. تاسو ته او موږ ته ددي کلام دزور اندازه نه معلوميږي .

موږدقرآن په آهنګ نه پوهيږو،چي داپه روح څرنګه برلاسي مومئ.

که کافروي اوپه قرآن وپوهيږي...هغوي ته جذبه ورکوي ...تودوخه ورکوي ..ابوجهل ،عمر رضى الله ته وويل : رښتيا داده.... چي په مکه کښې محمدصلى الله عليه وسلم ووژني، بل داسي څوک نشته.بغض اوکرکه دومره وه چي، د هغوي په هکله دام ليليه خاوند وايي :

دخطاب نيکه به مسلمان شي،خودخطاب زوى به مسلمان نشي.

قرآن سخت زړه دموم په څيرکړ

همدا عمر بن الخطاب ... دپردوشاته کښيناست ....له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه يي قرآن کريم اوريده .کله چي به دشپي رسول الله صلى الله عليه وسلم دکعبي حرم ته راغى، په نفلونوکښي به يي قرآن لوست،عمربه پټ،پټ قرآن اوريده . رسول الله تلاوت کاوو او هغه اوريده :

الْحَاقَّةُ 1 مَا الْحَاقَّةُ 2 وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْحَاقَّةُ 3 كَذَّبَتْ ثَمُودُ وَعَادٌ بِالْقَارِعَةِ 4 فَأَمَّا ثَمُودُ فَأُهْلِكُوا بِالطَّاغِيَةِ 5 وَأَمَّا عَادٌ فَأُهْلِكُوا بِرِيحٍ صَرْصَرٍ عَاتِيَةٍ 6 سَخَّرَهَا عَلَيْهِمْ سَبْعَ لَيَالٍ وَثَمَانِيَةَ أَيَّامٍ حُسُومًا فَتَرَى الْقَوْمَ فِيهَا صَرْعَى كَأَنَّهُمْ أَعْجَازُ نَخْلٍ خَاوِيَةٍ 7 فَهَلْ تَرَى لَهُم مِّن بَاقِيَةٍ 8 وَجَاء فِرْعَوْنُ وَمَن قَبْلَهُ وَالْمُؤْتَفِكَاتُ بِالْخَاطِئَةِ 9 فَعَصَوْا رَسُولَ رَبِّهِمْ فَأَخَذَهُمْ أَخْذَةً رَّابِيَةً 10 إِنَّا لَمَّا طَغَى الْمَاء حَمَلْنَاكُمْ فِي الْجَارِيَةِ 11 لِنَجْعَلَهَا لَكُمْ تَذْكِرَةً وَتَعِيَهَا أُذُنٌ وَاعِيَةٌ 12 فَإِذَا نُفِخَ فِي الصُّورِ نَفْخَةٌ وَاحِدَةٌ 13 وَحُمِلَتِ الأَرْضُ وَالْجِبَالُ فَدُكَّتَا دَكَّةً وَاحِدَةً 14 فَيَوْمَئِذٍ وَقَعَتِ الْوَاقِعَةُ 15.( سورة الحاقة)

واوريدل عمر رضى الله عنه ،حيران پاته شو... له ژبي يي ووتل: ما اشعاه، زورور شاعر دى ...عمر رضى الله عنه دا الفاظ وويل ،هلته رسول الله تلاوت کړل :

فَلاَ أُقْسِمُ بِمَا تُبْصِرُونَ 38 وَمَا لاَ تُبْصِرُونَ 39 إِنَّهُ لَقَوْلُ رَسُولٍ كَرِيمٍ 40 وَمَا هُوَ بِقَوْلِ شَاعِرٍ.(سورة الحاقة)

دعمررض اټکل غلط شو. په زړه کښي يي وګرځيدل (نعوذ بالله) څومره لوي جادوکوونکى دى ...دومره لري يي زما خبره واوريدله ..سمدستي رسول الله صلى الله عليه وسلم دآيت ولوست :

وَلاَ بِقَوْلِ كَاهِنٍ ....دا جادوګر هم نه دي. قَلِيلاً مَا تَذَكَّرُونَ .....تاسوته درک شته ،هيڅ نشته.تَنزِيلٌ مِّن رَّبِّ الْعَالَمِينَ دادرب العالمين نازل شوى کلام دى....اوس به څه کوي....

موږ دقرآن اهنګ هير کړى دى.

يوه اعرابي دا آيت واوريد:

فَاصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِينَ . إِنَّا كَفَيْنَاكَ الْمُسْتَهْزِئِينَ. (سورة الحجر)

اعرابي قرآن نه مانه ....خو پوه شو ...ځمکي ته لاړ ...ځان يي قابو نکړاي شواى...موږ دډمي آواز بي قراره کوي... دالله کلام مو نه بي قراره کوي...که موږ ته دقرآن څرک لګيدلاى،بي قراره کيدلوبه اوترنوروبه وړاندي ،وړاندي وو.دقرآن داوريدلو لپاره ...قرآن ټول کائنات کم وسه کړل. ...يوازي په توروکښي دومره قدرت دى ...دا هغه کلام دى چي محمد صلى الله عليه وسلم په کوم ډول وايه ..... چا يي مقابله کولاي نه شواى.

دا داسي کلام دى چي غرونه هم ميده،ميده کوي .

دمکي مشرکو قريشو به هره ورځ سپکي سپوري ويلي .... خودشپي چي به رسول الله صلى الله عليه وسلم دتهجد په لمانځه کښي قرآن لوست .هغوى به په پټه غوږ ورته نيولي ؤ .همداسي کشش الله تعالى په قرآن کريم کښې ايښې ؤ. ابوسفيان ،ابوجهل، اخنس بن شريح ... قرآن داسي جذب کړل چي دزړونو قلفونه يي ورته مات کړل.

يو صحابي دى ....عماد رضى الله عنه ...هغه ته خلکو ويل ... زموږ يو قريشي ځوان دى،دهغه دماغ برابرنه دى....له هغه څخه ځان وساته ... هغه وايي ما چي داخبري وارويدلي په زړه کښي مي وويل :زه به دهغه درملنه وکړم. دهمدي جنياتو...زه به يي جن ولاړکړم. دا دومره خبره نه ده.... نوموړى وايي :زه مسجد ته ورغلم،ورته ومي ويل:زويه ! غم مکوه ما ستر ،ستر جنيات ولاړکړي دي او ستا جن به هم ولاړ کړم.رسول الله په غور سره راته وکتل.قرآن يي ونه لوست يوازي خطبه يي وويله :

الحمدلله نحمده ونستعينه ونستغفره ونؤمن به ونتوکل عليه... ومن يهده الله فلا مضل له ومن يضلله فلا هادي له.... ونشهدان لا اله الا الله وحده لاشريک له ونشهد ان محمداً عبده ورسوله.

رسول الله صلى الله عليه وسلم لوستله ترڅو دي ځاى ته ورسيد... وايي :زما زړه ټوکرټوکرشو.په الله سوګند داسي کلام ما په ژوند کښي اوريدلي نه ؤ.... ورته ومي ويل: بيا يي ووايه .هغه ولوستله ...نو ما کلمه وويله.

زما عزيزانو! الله جل جلاله راته داسي سترکتاب راکړي دى .په نړۍ کښي داسي کتاب نه موندل کيږي .... کله چي دانعام سورت له آسمان څخه نازليده اويا زره ملايکي ورسره وي...داڅومره فضيلت دى.

داد انسان کلام کيدلاى نشي

يو ايرانى علامه تيرشوي دى .هغه ته عيسايانو ډيري پيسي ورکړي څو دقرآن په مقابله کښې يوکتاب وليکې . هغه ورته وويل: تاسو زما اولاد ته يو کال روزي ورکړي زه به يي وليکم. يوکال يي ورته په زياته اندازه خوراکي توکې ورکړل. کورته به يي هم ورکول اوکتابونه يي برابر کړل ....ترشپږومياشتو وروسته ورغلل پوښتنه يي تري وکړه ...هغه يوه لېکه هم لېکلې نه وه....

کله چي دکوثر سورت رانازل شو.په عربوکښې يوستر شاعر ؤ ... دهغه له خولې بي اختياره داخبره راووتله :

ما هذا قول البشر .... دادکوم انسان کلام نه دى.

داسي عظيم الشان قرآن الله رانازل کړي دى او زموږ په کورونوکښي يي همدا دولت لورولي دى .

" فَاصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِينَ. إِنَّا كَفَيْنَاكَ الْمُسْتَهْزِئِينَ."

دا آيت يو عرابي واوريد،سجدي ته ټيټ شو.... ورته وويل شول څه شي ته دي سجده وکړه ؟ ويي ويل: همدي کلام ته مي سجده وکړه..څومره ښکلې کلام دي..... مسلمان نه ؤ، خو دکلام په قدرت کښې يي سجده وکړه ... زموږ بدبختې داده چي، دقرآن په خوند اوحلاوت نه پوهېږو.... داڅرنګه په روح اغېزکوي اوڅرنګه دزړونو تل ته رسېږي....

دقرآن اغيز

جبير بن مطعم رضى الله عنه وايي :زه مديني ته ورسېدم مسجد ته ننوتم. رسول الله صلى الله عليه وسلم دماښام په لمــانځه

کښې دا آيت تلاوت کاوو:

أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَيْءٍ أَمْ هُمُ الْخَالِقُونَ . أَمْ خَلَقُوا السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ بَل لاَّيُوقِنُونَ . أَمْ عِندَهُمْ خَزَائِنُ رَبِّكَ أَمْ هُمُ الْمُصَيْطِرُونَ . (سورة الطور)

جبير رضى الله عنه وايي:دکلام له زوره نژدي ؤزړه مي وچوي. هلته مي کلمه وويله ،کم وسى شوم ... قرآن کريم ته مات او تسليم شوم.

اميه بن الصلت يو لوي شاعرتير شوى دى. درسول الله صلى الله عليه وسلم به دهغه اشعارډير خوښېدل. آها،ها...رسول الله وفرمايل :

امن لسانه وکفر قلبه . دده ژبي ايمان راوړى،خو زړه يي کافر پاته دى.

دهغه کلام داسي ؤ.رسول الله به دهغه اشعاراوريدل. يو ځل يي دهغه سل شعرونه واوريدل ... ويل يي نور را واوره نور راواوروه، ترڅويي سل واوريدل . يوه ورځ يي په مکه کښي وويل: تادنبوت دچل ،ول جال غوړولى دى .راشه راسره مقابله وکړه ...زه به هم څه ووايم اوته هم خپل کلام وړاندي کړه ...ويل يي راشه په حرم کښې به کښېنو.

له دي لوري عبدالله ابن مسعود او بلال رضى الله عنهما وو او بس همدا دوه کسان . هغه لور ته دمکي ټول قريش.هغه خپل نظم ،نثر او هرڅه وويل .خپـــــــل کمال يي ښکاره کړ

رسول الله ورته وويل : له ما څخه يي هم واوره.

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيم . يٰس . وَالْقُرْآنِ الْحَكِيمِ . إِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ.عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ.تَنزِيلَ الْعَزِيزِ الرَّحِيمِ.

(سورة ياسين)

ځه وروره يٰس پيل شو. غونډېوال په اوريدلوکښې ډوب شول، عربانو اوريدل.... ددنيا دګټې لپاره انګريزي زده کوي .له الله سره دتعلق جوړولو لپاره دهغه کلام نه زده کوي...يوازي ژباړه لانه وايي چي قرآن څه شي دي... کله چي دي آيت ته ورسيد :

أَوَلَمْ يَرَ الإِنسَانُ أَنَّا خَلَقْنَاهُ مِن نُّطْفَةٍ فَإِذَا هُوَ خَصِيمٌ مُّبِينٌ وَضَرَبَ لَنَا مَثَلاً وَنَسِيَ خَلْقَهُ قَالَ مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ وَهِيَ رَمِيمٌ.

ويي ويل :ګورئ ،ګورئ ... ما په خپله جوړ کړى دى،ما پيداکړى له ماسره مقابله کوي ...څوک مړه هډوکې ژوندي کولاي شي....داد قرآن زور دى ،هغه په سينه پسې ونيسي،پړۍ يې کلک کړ‌ى.

دریم کار ،ددعا ډیروالی دی

ډیری دعاوي کوئ.مایوځل مولانا احسان الحق صاحب ته چی زما استاد دی، دسبق په هکله دستونزو بيان وکړ. هغه راته وويل دورځي شل ځلي ددعا کول خپل عادت کړه او په دعا کښې له الله څخه وغواړه.

(نن موږ دعا نه کوو دطوطي په څير جملي وايو.)

دالله بندګانو! دعا چي دزړه له تل څخه راووزي . اه، ورسره وي سمه عرش ته ځي او الله ته رسېږي.

ستا هاي ماته خوښ دى

يوه سړې دعا کوي :يا الله!

الله تعالى وايي :ژريي ورکړي...ژر يي ورکړي.... نه يي اوري.... نافرمانه دي ژر يي ورکړي.

يوه شخص ژاړي،يا الله ،ياالله ،يا الله! ...دوهمه شپه يا الله، الله ... دريمه شپه يا الله،ياالله کله مياشتي تيري شي کله کلونه تير شي. دي دومره ياالله، ياالله وايي چي، اخر ملايکي عرض وکړي :يا الله! ستاسوامرمنونکى دى، ولي يي نه ورکوي.... الله تعالي جل جلاله فرمايي :

{اني احب ان اسمع عنينه} دهغه هاي ،هاي او زاري راته خوښي دي ....

څه اوښکې تويي کړئ...که يي ورکړي بيا کله ژاړې ... که يي ورکړي ،بيا کله ژاړي...

خوښېږي، وژاړي.... ژړا الله ته خوښه ده.داچي موږ ددين له حقيقت څخه خبرنه يوځکه حالات راته پريشاني پيدا کوي،ناشکري کوواوکښينو.

که چاته څه ورنکړل شي هغه الله ازمايي ...زموږ ژړل دي او ....

په امانت کښي دخيانت سزاء

زما وروڼو! الله راضي کړئ،څومره دکانونه دي چي، لمونځونه پکښې پاته دي...څومره دوکانونه دي چي هلته سپيڅلتيا او رښتيا والي ته طلاق ورکړل شوي دي... څومره دکانونه دي چي ديانت ورڅخه تللى دى....بي ديني ورته راغلي ده،خيانت ورته راغلى دى.

الله تعالى به دقيامت په ورځ بددينه ته وايي :کوم امانت چي دي خوړلي هغه راوړه. وايي به :ياالله ! له کومه يي راوړم.هغه چي تا راکړي وو راڅخه پاته شول.

الله تعالى به وفرمايي :جهنم ته يي واچوئ ....

هغه به دوزخ ته څرنګه ځي؟ ملايکي به يي وهي ځه،ځه .... هغه به ځي اوځي به ترڅو ددوزخ خطرناکي برخي ته ورسيږي... هاويه... هغه به هغه ځاى ته ورسوي چيري چي منافقين اوسي...له ايمان سره،سره خيانت کوونکي خلک به ...هاويه.... ته ځي، هغه چي دمنافينولپاره پکښې اور دى ....

هلته به وويني،هغه مال چي په دنيا کښي ورکړل شوي ؤ، هلته پروت دي ...ښه دلته پروت يي،زه خو تباه شوم. هغه به راواخلي او پاس به يي راوړي چي ددوزخ څنډۍ ته يي ورسوې له لاسه به يي ولويږي.او"هاويه" ته به ورسيږي....فرشـــــتې به يي وهي ورته وايي به، ځه بيا يي

راوړه ... خو هغه به يي خيژولاي نشي.

له داسي ګټې څخه توبه وکړئ داګټه مودوزخ ته رسوي.

دعقل خلاف هم دى ...الله تعالى وايي بد ديانتي او خيانت حرام دي... بيا په خپله پريکړه وکړې ... دهغه مقدر دبد ديانتي رزق وليکي .. دا ناممکن دي .الله تعالى وايي: رشوت حرام دى . بيابه په خپله په مقدرکښې رشوت وليکي... داسي نه کيږي....داممکن نه دي... داپه دنيا کښي هم کوم پاچا کولاي نشي. له يوه شي څخه دي خلک منع کړي...بيا يي په خپله خلګو ته چمتو کړي او بيا يي ...هم وکړي. نو دځمکو اوآسمانونو پاچا به يي څرنګه وکړي...رزق ټول حلال ليکل کيږي .

دا دعبدالله بن عباس رضى الله تعالى عنه روايت دى...

الله تعالى چاته دسود رزق نه ليکي ،چاته درشوت رزق نه ليکي، چاته زنا نه ليکي ....داپريکړه الله نه کوي.... هغه وايي زه ظـــــــــالم نه يم، زه عادل يم،زه رحيم يم،خوبنده بي صبره کيږي، هغه اختياروي .

څلورم کار،حلال خورئ

زما وروڼو! په لږ حلالوکښې برکت دى.موږ په تقدير نه پوهيږو.... دخپلي ګټي دحلالولو هڅه کوي .که لږ وي خو حلال وي،حرام نه وي؛الله پکښي برکت ږدي.هغه ډيروي ....داخبري په کورکښيناستونه کيږي.ددروغوويلولپاره تبليغ تللو ته ضرورت نشته. له ننه يي پريښودلاي شي. دلمانځه دکولو لپاره تبليغ تللو ته اړتيا نشته،له نن څخه يي کولاي شئ،داپيل کړي .بيا دوتلوکوشش وکړئ .

زموږ په لومړنيو دوروکښې حکومتونه داسلام د خپرولو لپاره ذريعه وه.هغه وخت تجارت داسلام د خپرولو واسطه وه. نن زموږ تجارتونه داسلام دريښو دايستلو لپاره سبب دي .

په يمن کښي زموږ يوې ډلي تبليغ کاوو.دکراچي يوه ملګري عبدالرشيد خبرې کولي ...ديوه ستر دوکان څښتن ؤ. هغه ته يي وويل :موږ ستاسو وروڼه يو. له پاکستان څخه راغلي يو ،هغه سمدستي ترګريوان ونيو.ويي ويل : تاسو له پاکستان څخه راغلي ياست او په زوره يي کش کړ. ټول وارخطا شول،نه پوهيدل څه وشول. هغه يي وړاندي مغازي ته بوت .هلته دغوړيو هټۍ وه. ويل يي داټول غوړې له پاکستان څخه راغلي دي .يوپيپ يي خلاص کړ... چپه يي کړ. لږ پکښي غوړي او نوره خاوره وه.

دي پاکستاني خو روپي وګټلې، اما دومره نه پوهيږي چي، همدا يي دوزخ ته رسوي...

دخوږو او ترخو توپېر

لومړي دديانت دوره وه.مبارک نومي يوغلام ؤ.دهغه مولاباغ ته راغى...دانارو باغ ؤ.يوانارخوراوړه ... يويي راوړ، هغه تريخ ؤ. ويي ويل :عجيب سړي يي. لس کاله کيږي، په باغ کښې کارکوي، دومره نه پوهيږي کوم انار خواږه دي او کوم بې خونده...

تاسودکومو دڅلکلو اجازه راکړي وه،لس کلونه مي د کارتير شول.ديوه دانه انار څکه راباندي حرامه ده.... نو څه پوه شم چي کوم خوندور دي او کوم بي خونده؟

سترګي يي ورته توري شوي...داديانت ؤ...

دبل روزي پټول اوخپله روزي ډيرول

يو ځل زه فيصل آباد ته لاړم.سهارمي لمونځ وکړراوتلم . يوريړۍ والا ولاړ ؤ، سپينه ږيره...سپينه پکړۍ ... له ريړۍ سره ولاړ او ژړل يي .ورسره ودريدم...داسي موقرشخص ښکلې څهره لري او مزدوري کوي... ولي ژاړي ؟

ماورته وويل :بابا جي ولي ژاړي؟ دمڼوکريټ يي خوا کښي ؤ. هغه يي واړاوو. دهغه په سرلس دوولس مڼي سمي او نوري ټولې خرابي وي.

ويل يي :زويه! زه بي وزله کس يم .يوکريټ مڼي راوړم تريوولس دوولس بجو ورته ولاړيم هغه خرڅوم.کومي پيسي چي وګټم په هغوي ډوډۍ اخلم اوکورته يي وړم.نن دي ظالم زما دماشومانو روزي غلا کړه ...

داتجارت دى خو دچا دماشومانو له خولې روزي باسي. دخلکو په مجبوريتونو تجارت کوي.دادشيطان تاجر دى.

درحمٰن تاجر نه دى.

هغه تجارت زده کول او ښودل په کار دي چي، ورباندي دنيا هم جوړه شي اواخرت هم.جنت هم ورباندي وګټل شي او اسلام هم ورباندي خپورشي...دانه ښيم چي هسي وخت ورباندي تير شي.

ديوه صحابي زوي جامي خرڅي کړي .روا ګټه ٢٠٠ روپۍ وه خو هغه په څلورو سوو ګټه خرڅه کړي وه ... پلاريي هغه زياتي ٢٠٠ بيرته اخستونکي ته ورکړي.... نن زمان که يي زوي همداسي وکړي پلار ورته آفرين وايي شاباسىورکوي او دايي کمال ګڼي...

زماوروڼو! خپل تجارت په جايزه طريقه کوئ....

په لکونو رياله يي تر ميني قربان کړل

پنځلس کاله وړاندي خبره ده.له مدينې منوري څخه يو شيخ راغى، سالم قرظي نوميده،هغه دمديني دټول ولايت دبانک تر ټولو ستر مامور ؤ.

له نن څخه پنځلس کاله وړاندي يي يولک رياله معاش اخست. دلته راغى چي شل ورځي تيري کړي....يوازي شل ورځي...دمديني هستوګن نه پوهيږي چي سوداودسود کار وبارحرام دى .پوهيږي،هغوي په نبوي مسجدکښي لمونځونه کوي.خوهلته کمزوري وه .... زما په اټکل يي څلورمياشتي هم نه دي تيري کړي...

هغه لومړي شل ورځي تيري کړي.ترشل ورځوورسته لاړبانک يي پريښود...استعفي يي ورکړه.هلته دقانون شرايط داوو چي څوک کار پريښودلاي نه شواي.که يي پريږدي،جرمانه به پرې کوې.په جرېمه کښې يې ټوله شتمنې او جايداد بانک ته ورکړ او ځان يي خلاص کړ.

له مديني وتلي يي يوخام کوردرلودهلته هستوګن شو.

په ١٩٨٩ کال زه حج ته لاړم.دهغه کورته ورغلم، ډوډۍ مي ورسره وخوړله .زوړکور ؤ او له مديني څخه شپږ اوه کيلومتره وتلي ؤ.

اوس يي بل کارپيل کړي دى.له بيديا څخه وزي راولي په مدينه کښي يي په ګنج کښي پلوري. يولک رياله ګټونکى اوس له پنځه سوه رياله سره کورته ځي ...کورته لاړ شي هغه پيسې ميرمنې ته ورکړي ... دواړه خوښ دي ... نن موکورته حلاله روزي راغله...له خوشحالې ژاړې ... پنځه سوه چيري اويولک رياله چيري؟ خوهغوي دواړه له خوښې ژاړي، چي نن موحلال رزق کورته راغى.

هغه کال چي زه ورغلم ،ويي بللم،ډوډۍ يي راباندي وخوړه .هغه پخواهم پوهيده چي داکارحرام دى ،نوهـــغه

مهال يي ولي نه پريښود؟

هجرت اوکورپريښودل ذوق پيداکوي خوشرط دادى چي وخت سم ولګوي.

تر څو چي حرام په ګيډه کښې وي،پريشانې به وي

ټولو وروڼوته عرض کوم ... په دي لاره کښي ضرور وخت تيري کړئ... نيت ورته وکړئ، که ويره لري، له دريو ورځو يي پيل کړئ... له خپله مسجده ... تاسوله مختلفو ځايونو تشريف راوړى دى،ناست ياست .له خپله مسجده څخه د دريو ورځو لپاره وتل پيل کړئ. دا دري ورځي وتل به يوه ورځ ستاسو دژوند دبدلولو سبب شي.

لمونځ کوئ ...دالله لپاره مسجدونه ودان کړئ... له خپلو ګټوڅخه حرام لري کړي.که ګټه کمه شوه، حتماً به کميږي نو مه خواپوري کيږئ . لمونځ وکړئ له الله وغواړي....بيا وګورئ چي الله جل جلاله درته څرنګه لاري پرانيزي.

ستا ژړا به درته درزق دروازي پرانيزي

پاچا عبدالعزيز له ټوله هيواده غله ختم کړل،په داريي وخيژول. يوه عرب راته وويل :سلطان عبدالعزيز مکي ته راغى، دکعبي له ديوال سره به کښيناست .په لاس کښې به يي توره وه اوژړل به يي....دعبدالعزيز استاد تري وپوښتل: ولي دومره ژاړي؟

ويي ويل :ما دغلاوومخه ونيوله.اوس به هغوىرزق له کومه خوري؟ . اوس الله جل جلاله ته ژاړم چي :

ياالله!ستاحکم خو مي راژوندى کړ...

الله هم ورته خواړه پيل کړل ....له اوو سمـــندونو ها خوا

ورته خلک راځي اوپه ځمکه کښي يي ورته تيل راپيدا کړل. دادحرامو پريښودلو او دحلال خوړلو برکت دى....

اوس هغوي نه پوهيږي چي،خپلي پيسې څرنګه خوندي کړي .نن چي هغوىڅه غواړي وخورې،هغه خوړلاي شي.

دحرامو په خوړلو يي دکليمې ويل په برخه نه شول

علامه قرطبي رح يوه واقعه ليکي :يودکاندارسهار وختي دکان ته راغى.دخپل دکان تله يي ماته کړه.ګاونډي ورڅخه پوښتنه وکړه : ولي يي ماتوي؟ ويل يي زموږ يو ګاونډى مړ شو.موږ ورته وويل : لا اله الا الله ..لا اله الا الله يعني کلمه وايه .هغه وويل :زه يي ويلاي نشم.

موږ ورته وويل :ولي يي ويلاي نشي؟

هغه وويل :زما ددکان دتلي (ترازو) کړۍ زما په غاړه کښې لويدلي ده،زه کلمه ويلاي نشم.

يودکاندار چي غلط تلل کوي..... وايي :ما سل روپۍ وګټلي. لس روپي مي بجت کړي، پنځوس روپي مي وګټلي. چي مړ شي دايي حال وي چي کلمه ويل يي نه په برخه کښږي.زماوروڼو!دخلکومعامله خوراګرانه ده.

نو ځانونه وساتئ دمسلمان حق درباندي پاته نشي.الله په خپله معامله کښي ډيرسخي دى. ډيرسخي..دهغي سخا هيڅ حدنشته .

دامانت دار حوالدار خواړه

په بهاول نګر کښې يو حوالدار په تبليغ کښي وخت تير کړ.حلال يي خوړل.ستونزي ورته راتلي لاس تنګى ؤ. هغه قصه کوله : يوه ورځ افسر راته وويل :ته په څه شي ګذاره کوي؟ماورته وويل :که څوک قناعت وکړي ګذاره کيږي. او که قناعت ونکړي،نه کيږي.

ويي ويل :راوښيه ،ګذاره څرنګه کوي؟ ماوويل:خبره داده چي يو کال تير شو.زموږ په کورکښي څه پاخه نه شول، له چټني سره ډوډۍ خورو...يوکال بشپړ تير شو... زموږ په کورکښې قطغ ونشو. دا د الله هغه ولي دى چي دقيامت په ورځ به دالله جل جلاله ستر،ستر دوستان دهغه ګرد ته رسيدلاي نه شي.

پنځم کار ،چي تيرى درباندي وکړي ويي بخښه

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي :

صل من قطع ....چي مقاطعه کوي ورسره رابطه وکړه.

واعط من حرمک ....چي څه نه درکوي هغه ته يي ورکړه.

وعف عن ظلم .... چي ظلم کوي هغه وبخښه.

بعثت لاتمم مکارم الاخلاق،بعث لاتمم محاسن الاخلاق. داخلاقو دبشپړتيا لپاره را استولى شوى يم.زه داخلاقي ښيګڼو دتکميل لپاره را استولى شوي يم.داخلاقو د ښيګڼې دتکميل لپاره يي را استولى يم.

په عبادتونوکښې غوره عبادت اخلاق دي

زماوروڼو! دلمانځه کول اسانه دي.اخلاق جوړول مشکل دي، ذکرکول اسان دي، اخلاق جوړول مشکل دي.څلويښت ورځي(په تبليغ کښې) تيرول اسانه دي. اخلاق جوړول ګران دي.رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي :

"احسن خلق يکمل ايمان ."

يو اعرابي راغى درسول الله صلى الله عليه وسلم ترڅنګ کښيناست ويي ويل:

يارسول الله ما الدين؟ ....دين څه شي دى؟

رسول الله وفرمايل :حسن الاخلاق .... غوره اخلاق.

اعرابي ولاړ سو ،بل لوري ته کښيانست.

يا رسول الله ما الدين ، دين څه شي دى؟

رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل :حسن الاخلاق-ښه اخلاق.

بيا مخته کښيناست.

يارسول الله ما الدين ....دين څه شى دى؟

رسول الله صلى الله عليه وسلم چي هغه وړاندي بي خبره وليد ويي وفرمايل :ته به څه وخت پوهيږي؟

ښه ....دين دادى چي غصه مه دروله ....وهو الاتغضب.

دين دادى چي قهرمه دروله .له هغه سره اخلاق نه سميږي، دهغه سره ټول نيکي بل ته ځي. دچاچي خبري خوږې نه وي ، هغه به له خپلي خولې څخه دوزخ ته ځي.

افلاادلک على ملاک الامرکل...

بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل :په يوه کار کښي وړوکي شي درته وښيم. تر ټولو کوچنى شى درته وښيم؟ بيا يي خپله ژبه را وايستله ويي نيوله او ويي ويل :

امسک عليک لسانک ...خپله ژبه نيولي وساته.

دکوم مسلمان خلاف دي ژبه ونه خوځيږئ.

يارسول الله ايا دژبي له امله هم څوک نيول کيږي؟

ويي فرمايل : ډيرکسان دبدي ژبي يعني غيبت او چغلي له امله دوزخ ته ځي.

ددښمن ددوست کولو نسخه

په اختلاف کښي هم مينه کيدلاي شي.که څه هم راي به يي سره يوه نه وي.خو شپږ خبري دي چي زړونه ماتوي او څلور خبري دي چي زړونه جوړوي .داڅلورخبري دښمن هم خپلوي او داشپږ خبري دي چي دوستان اوخپلوان هم لري کوي .ورورګلوي ختميږي .دوست ، ددوست دښمن ګرځي.ديوي کلمي ويونکي ديوه او بل غاړي وهي. داڅلورخبري ژوندي کړي کافر به هم درته راشي .

ما اخلاق وليدل اسلام مي ومانه

رسول الله صلى الله عليه وسلم بيده ؤ. يو اعرابي راغى ،توره يي پورته کړه.رسول الله صلى الله عليه وسلم سترګي را پرانستلي.

اعرابي وويل :اوس به دي څوک راڅخه وژغوري ؟

رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل :الله به مي وژغوري.

جبرائيل (ع) راغى هغه يي په سينه يو سوک وواهه. هغه ولويد اوتوره هم تري ولويدله.....

رسول الله صلى الله عليه وسلم توره واخستله او اعرابي ته يي وويل :اوس به تا څوک راڅخه وژغوري؟

هغه الله نه پيژاند، ويي ويل:مابه نورڅوک وژغوري ؟ ته به مي وژغوري ،ته به مي وژغوي.....

رسول الله وفرمايل :ځه لاړشه .مادنبي په توګه مني که نه ؟

ويي ويل: نه دي منم.

قوم ته لاړ،هغوي ته يي همداوويل،بيرته راغى اوپه اسلام مشرف شو.

وروڼو! درسول الله صلى الله عليه وسلم اخلاق زده کړئ.

داخلاقو له امله به دښمن ستاسو پښو ته راشي

يوه چا،عبدالله بن جعفررض ته سپکي سپوري وويلي هغه کورته ورغى. ورته ويي ويل :

وروره! څه چي دي ويلي دي، که هغه رښيتا وي دازما لپاره مصيبت دى اوکه تا غلطي کړي وي.الله دي درته عفوه وکړي .هغه يي په پښوکښي ولويد. نه ،نه ما ښکنځل کړي دي،ته ما معاف کړه.....دادي نبوي اخلاق.

يوصحابي راغى،رسول الله ته يي وويل :زموږ په ګاونډ کښې يوه مېرمن ده ،دورځي روژه نيسي اودشپي تهجد کوي. خو نور ګاونډيان په تکليف کوي .رسول الله وويل :ښه والي پکښي نشته، هغه به دوزخ ته ځي، هيڅ خير پکښې نشته...

کامل ايمان ! خوڅرنګه ؟

يوه صحابي وويل :يارسول الله ! زه غواړم چي ايمان مي کامل شي ...رسول الله ورته وفرمايل :اخلاق سم کړه ايمان به دي بشپړ شي. ته خپل اخلاق سم کړه ،دنړيوالو ددعوت لپاره همدا اعمال دي .اخلاق سمول ....بلنه ورکول ....تعليم ...خدمت کول.

امام زين العابدين رح ته چا ښکنځلي کولي .بلي خواته يي مخ واړاوو ناست ؤ.پوه شو چي هغه په دي نه پوهېږي چي زه ورته سپکي وايم.نژدي ورغى ورته ويي ويل :تاته ښکنځل کوم ... تاته.

امام صاحب ورته وويل :مابخښلى يي.

شپږم کار، دالله دمخلوق خدمت کوئ

زما وروڼو! په عبادت جنت ګټل کيږي،خو په خدمت خداي جل جلاله مومئ. دالله دمخلوق اړتياوي پوره کول څومره ستر عمل دى. تاسو يي فکر هم کولاي نشي. دقيامت په ورځ به الله فرمايي :

[يا بني آدم استطعمک فلم تستطعمني]

"اي زما بنده! زما ډوډۍ ته اړتياوه،تاراباندي ونه خوړه."

هغه به وايي :يا الله ته له هرعيب څخه پاک يي . وبه فرمايي : زما فلاني بنده چي تاته راغى که تا ورته ډوډۍ ورکړي واى.دهغي اجر تا له ما څخه غوښت، لکه زما په خزانه کښې چي جمع کيده .

(يا بني آدم استقيتک فلم تستقيني)

اي زما بنده! ما له تا څخه اوبه وغوښتلي،تاراباندي اوبه ونه څښلي.

بنده به وايي :يا الله ! ته رب العالمين يي. وبه فرمايي : زما بنده چي تږي ؤ او درغى، که دي اوبه ورباندي څښلې واى، داسي وي لکه ماته چي دي راکړي واى.

(يا بني آدم مرضت فلم تعدني .........الله اکبر)

دمسلمان پوښتنه کول څومره ستره خبره ده.

هغه به وايي :ياالله ! ته له هرعيب څخه پاک يي .الله به وفرمايي : زما فلانى بنده ناروغ ؤ .که دي دهغه پوښتنه کړي واى داسي وو لکه زما پوښتنه چي دي کړي واى. داسي وخت په اړتيا پوره کولو. الله څومره خوشحاله کيږي.

دښه چاپېريال اهميت

زه دکوم تبليغي جماعت دشمول بلنه نه درکوم.نه زه له کوم تبليغي جماعت سره معاوضه کوم،نه زه کوم سکرتر جوړيږم.هلته چي کوم ممبر نه وي سکرتر چيري دي؟ صدربه چيري وي ،مشر له کومه کيږي؟ زه دالله او دهغه رسول ته جواب ورکوونکى يم. زه دهغه لپاره تياري کوم. نن مسمومو فضاګانو زموږ محيط ناولى کړي دى .نن خو په کورنوکښي کتاب موندل کيږي،چاپيريال ته يي له کومه راوړو.

موږ زهد مطالعه کوو،زاهد چيري ووينو؟..تقوى لولو متقي چيري ومومو؟..حيا لولو،حياناک چيري وګورو. موږ خو پاک لمني لولو،دپاک لمنو خبري له کومه کړو موږ سخاوت لولو،سخي له کومه کړو.

زما وروڼو! همداسي لامبو زده کوي اوبه نه ليدلي کيږي،لامبوڅرنګه وهله کيږي.ايماني صفات په لوستلو نه راځي دالله په لارکښې په وتلو راځي.

وآخر دعوناان الحمد لله رب العلمين .

دژباړي پاى : ١٥/٤/١٣٨٦هـ ش

هجرت نړۍ

د ريان ويب پانى څخه په مننه