Sunday, 25 April 2010

د كندهار ولايت او اداري ټيكه داران وپيژنى

د كندهار ولايت او اداري ټيكه داران وپيژنى
اصل كي خو د افغانستان دولت دري قواوي اجرائيه ،مقننه اوقضايه لري چي د اجرائيه قوي وروسته په كابل كي د جيلاني پوپل په مشرى د سيمه ايزه ارګانونو خپلواكه اداره هم جوړه سوي چي د سيمه ايزه حكومت يا ولايتو مشرتابه په غاړه لري د كاغذ پر مخ هر څه سم دي سيستم جوړ دى خو په عمل كي داسي نده . په عملي ډګر كي هر ولايت ځان ته ځانګړي ټكه داران لري چي يو په يو به معرفي كړل سي اوس خبره د كندهار كوو چي د دي ځاى د سيمه ايزه حكومت اصلي ټيكه داران څوك دي .
په ظاهره خو والي امنيه قوماندان څارنوال د محكمي رئيس او وزارتو دوهم واحدونه دلته دمركزي سيستم استازي دي چي بايد اداري كارونه پر مخ بوزي خو په حقيقي او روښتيا سره بيا پر كندهار نور خپل راج چلوي.
د ملا عمر د كور ټيكه داران :دا هغه استخباراتي كړى او ډله ده چي هر څه د بهرني هيوادو لكه امريكا كاناډا برتانيا څخه ورته امر كيږي دوى د بل هيچا خبره او امر نه مني هر څه چي غواړي هغه كوي او خپل كارونه د څو ارتباطي كسانو پرته د بل هيچا سره نه شريكوي .
هوايي ډګر: داسيمه خو پريږدى د پلار اومور شړلي او د اروپا او امريكا غله او كوڅه ډبه ټوله دلته راټول دي په ظاهره يي نوم ورته سوله ساته او ناټو ځواكونه وركړي خو په عمل كي خپل سري لوټماري او جګړه ساتي ځواكونه ورته ويلاى سو.
ولايتي پرمختيايي ټيم :هدف يي پرمختيايي كارونه خو په عمل كي شيطاني او د بهرنيو ډونرانو يا مرسته كونكو لپاره د غلا مركزدى.
ولايت: كمواكه والي چي اوس يي په راس كي توريالى ويسا ا و ددي وړاندي واليان د ده په څير غلا او اداري فساد په پيخر اجرات صفر ځكه پرمختايي بودجه په اته كاله چا وركړي ده نه نو كار به يي د كومي خوا تر سره كړى وي.
ولايتي شورا : صلاحيت لرونكى لوړ ارګان صلاحيت شته مسؤليت نشته مراجيعين يي تر ولايت ډير ټول عدلي، اداري او قضايي كارونه دوى تر سره كوي وكيلاني يي يا په رشوت او يا هم په ۱۰۰ او ۱۲۰ رايو كاميابه دي حال دا چي په لوړه غاړه ځانو ته د ملت استازي وايي.
مقتدر ټكه داران:۱ احمد ولي كرزى: د جنوب حوزي اصلي پاچا سواد نشته انګريزي ژپه ماته ګوډه زده يوازي پر پوپل زو اعتماد لره نور قومونه استعمالوه ، دى خپل ځان ته وسله واله ډله لري هر څوك يي چي په نظر بد سي په ۲۴ ساعته كي يي له منځه وړي په بهرني قراددادو او دولتي پوستو كي د مامورينو ټاكل ټول دى كوي څوك چي يي خوښ وي و آسمان ته يي پورته كوي او څوك چي يي تر نظر بد سي د ترور دستور يي وركوي ، ده او تر برو يي دولتي مځكي او ملكيتونه قبضه كړي تكس او ماليه نه وركوي ښه مثال يي د كوماندو او دوراهي په سيمه كي د ده د تر بور احمدشاه خپل سري ده د كندهار ريګريشنونه مفت استخراجوي د واالي د ساتونكو څخه نيولي بيا د استخباراتي او هفه پوستو ګمارل ټول د ده كار دى چي تر ولكي يي لاندي دي البته په كندهار كي يو ډول ملك الطوايفي نظام دى احمد ولي پر ځينو سيمو حاكميت لري نه پر ټولو ، د ى وو چي جنرال رحمت الله رؤفي يي په ۲۴ ساعتته كي تبديل كړ . دقاچاقبرانو ډله بيله د تروريستي ده بيله او د بيت المال د استعمال لپاره بيلي بيلي ډلي لري.
حامد كرزي كه غواړي اداري فساد ورك كړي او يا يي له منځه يوسي نو لده څخه دي پيل كړي چي اته كاله پخوا يي څه درلودل او اوس يي سرمايه څومره ده او بل داچي د اوسني سرمايه يي د كوم مدركه پيدا كړي ده يوازي په ۵ عرادو د مرمى ضد موټرو كي سپريږي چي د هر يوه قيمت يي دوه لكه امريكايي ډالره دى
عبدالرازق: رتبه يي د جنرال سويه يي د ډلګى مشر دسرحد عوايد ټوله دى په خپله خيټه كي اچوي كه كرزي فساد وركوي نو دده څخه دي پوښتنه وكړي چي اته كال پخوا يي حال څه وو او اوس يي پيسي د كوم مدركه پيداكړي دي ښاغلى رازق د ښار پر يو شمير سيمو سربيره پر څو سرحد ولسواليو كامل تسلط لري او د بل هيچا امر نه مني كه دا رشتيا نده نو ځوك دي لا تبديل كړي د ده پر ځاى نوي مقرر سوي قوماندان په كابل هوايي ډګر كي و كندهار ته د تګ څخه مني سو .
د شيرزيانو ډله : اته كاله پخوا يي په كندهار كي د وخت والي ګل اقا شيرزي په وينا په ټول كندهار كي يوه نمره مځكه نه درلوده خو اوس يي نيم آسمان پر مځكه او جايداد باندي ولاړي دى. د بازسازى تر عنوان لاندي ي په سلو سك ۶۰ پيسي د خپل حكومت پر مهال غلا كړي تر اوسه يي چاته حساب نشته چي څو پيسي يي تولولي او څو يي مصرف كولي ځكه ډيره ماهرانه غلا وه تر اوسه يي پوره وړي لالهانده ګرځي څوك پيسي نه وركوي دغه دى د بازسازى بلدوزر ګورو به چي وننګرهاريانو ته به څو پور ورپريږدي
د هوايي ډګر ټوله قراردادونه د دوى ډله كوي حتي د بانديو سرتيرو تشنابونه لا هم دوى ورپاكوي دغه دى آزاد بازار راځه كي يي ګوري خبره خو مي د ريګريشنو كوله يو يي د شيرزي او بل يي د كرزي دى وايي ولي نور قومونه د دولت مخالف دي دوى وايي موږ به سرداري كوو نور دي چوكيداري ......
داسي ځوك شته چي د شيرزيانو څخه پوښتنه وكړي چي اوسنى سرمايه مو د كومه كړه . دغه ډله هم د كندهار پر يو شمير سيمو تسلط لري او خپل ملك الطوايفي پر چلوي ځانو ته د كندهار فاتحين وايي خو تاريخ يي هير دى چي پلار او ور نيكه يي د سپو د جنګولو مشران تير سوي وه.
ملا سيد محمد او ګلالى: نوم يي دملا عمل يي بلا ځانو ته د جهاد ټيكه داران وايي يو يي ۱۵۰۰ او بل يي ۵۰۰ ډالره معاش لري خو اوس په كندهار كابل دوبى كي په صل هاو جريبه مځكه لري آيا حامد كرزى به داسي يو ټيم راوليږي چي د دوى دمدرك په هكله څيړنه وكړي كه به بيا په اداري فسادككړ اسد وفا راواستوي چي خپله يي په بولدكي كي مځكي قبضه كړي او ماركيټونه يي پرجوړ كړي دي
د تور غني ،جاجي لالا او عبدالحكيم جان ډله :دوى هم د كندهار د ژړى ولسوالى پر يو شمير سيمو تسلط لري خو د دوى په سيمه د طالبانو د موجوديت له كبله يي فعاليت لږ دى خو ورځنى عايد يي د نورو په پرتله لږ دى اما د فساد يوه اډه ده او د خپلو سيمو مالكان ورته ويلى سو.
د ملا نقيب ډله : پله بينه او چالاكه ډله ځيني يي د مزليانو په نامه په ښار كي دننه مځكي قبضه كړي د شاهي كانال ټولي مځكي دوى خرڅي كړي د پرمختيايي شركتو سربيره امنيتي لوجستكي كمپنۍ هم لري ځانو ته د ارغنداب وارثين وايي كله د كرزي او كه بيا د ده له مخاليفينو سره لاس پټوي د پاكستانيانو په څير دوه مخى سياست پرمخ وړي
كرزيه جاردي سم داغورځكه سترګه ازبكي چپنه او كابلى قره قولي خولى كه په رښتيا د شملي څخه فارغ سياستمداريي نو د كندهار لپاره سمي پلان جوړ كړه په گوډ اتمر يي سر نه سره ورځي چي تر چاودنو او انتحاري حملو وروسته يي كندهار ته راليږي
اوس دي نو ګران لوستونكي قضاوت وكړي چي په كندهار كي حكومت څه معني لري دلته سيمه ايزه حكومت اصلا سته نه ټول په توكل چليږي.
پ، ع ، پوپل

No comments: