Sunday, 24 January 2010

د کابل په زړه کې دورستیوپراخوعملیاتو دتنظیمونکی فتح الله (مجاهد) څرګندونې

د کابل په زړه کې دورستیوپراخوعملیاتو دتنظیمونکی فتح الله (مجاهد) څرګندونې

بسم الله الرحمن الرحیم



الحمد لله الواحد، المتوحد، العزيز، الجبار، القادر، المقتدر، المنتقم، القهار، منزل الکتاب ومجرى السحاب وهازم الاحزاب الذى کتب القتال علينا لمحق الکفار والمرتدين والمنافقين والمفسدين وانجاء عباده من الضعفاء والمظلومين والصلاة والسلام علىٰ امام الانبياء والمرسلين المؤسس لاصول الهدايه والشهادة والحق اليقين المبين لقواعد الاسلام والجهاد وفروع الدين وعلىٰ اله واصحابه الذين سارو سيرته باليقين وشادوا بنيانه بالفداء وبذل الانفس فى اقامة الذين حتىٰ صاروا بهذه الخدمة الغراء ائمة وقدوة للمجاهدين وشهد رب السماء والارض بالرضوان عنهم اجمعين ومن حذا حذوهم واقتفىٰ آثارهم من التابعين.

قال الله تعالى:
مَثَلُ الَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ أَوْلِيَاء كَمَثَلِ الْعَنكَبُوتِ اتَّخَذَتْ بَيْتاً وَإِنَّ أَوْهَنَ الْبُيُوتِ لَبَيْتُ الْعَنكَبُوتِ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ (٤١) العنكبوت
ترجمه: کومو کسانو چې له الله نه پرته نور سرپرستان نيولي دي دهغو مثال دغڼې غوندې دى چې خپل ځان ته يو کور جوړوي او له
ټولو کورونو څخه ډير کمزورئ کور دغڼې وي کاشکې دغو خلکو علم درلودلائ

دروان هجري قمري کال دصفرالمظفر په (٣) دريمه نيټه ددوشنبي په ورځ داسلامي امارت يوه استشهادي شل کسيز ټولي دپلازمينې کابل په زړه کې دولسمشرۍ په ماڼۍ ، دماڼۍ شاوخوا پرتو دعدليې،معادن صنايع او ماليې پر وزارتونو، افغانستان بانک ، اداره امور، سرينا هو ټل او دکابل زړه ته په ورغلو لارو له سپکو ، درنو وسلو، چاوديدونکو واسکټونو، موټر بم او د سړک غاړې بمونوڅخه په استفادې دصليبي اشغال په اته کلنه توره دوره کې تر ټولو سخت بريدونه او اوږده توده جګړه ترسره کړه ،دې شل کسيزټولي ددښمن ټول عادي او دولس مشرئ په ماڼئ کې دکرزي دنوو وزيرانو دسوګند يادولو دمراسمو لپاره فوق العاده جوړشوى فزيکي او استخباراتي امنيتي کمربندونه مات، په پرمختللي ټکنالوجئ سمبال امنيتي نظام يې پوده او صليبي تيرئ يې مخ په زوال وښود، دبريد اهميت ته په پام سره دښمنان سخت وارخطاء دي او هڅه کوي ترڅو دبريد اهميت کم وښيې اويا کم تر کمه دحق دلارې دسرښندونکو شازلميانو دغه ستره سرښندنه داغداره کړي دلته ددغو هڅو څو بيلګو ته سرسري کتنه کوو او هڅه کوو چې حقايق په ګوته کړو


اول: دبريد داهدافو په رابطه ښکرور دروغ :
دبريد له پيل سره سم دښمن ادعاوکړه چې استشهاديان دکابل تجارتي پلازوته ننوتلي او دقاري امان،خيرخوا او ګلبهار سنټر ودانۍ يې نيولي دي حال دا چې ددوى دا ادعا سوچ دروغ وو،اصلی واقعیت په دې ډول ووچی ، يوې ډلې استشهاديانو دسرينا هوټل جنوب ديوال ته دپوسته خانې په يوه برخه کې سنګر نيولئ وو ،دوهم ګروپ له ماليې وزارت سره پيوسته د اريانا سينما په جنوبي برخه کې مورچه وو او دريم ګروپ دسينما په شمالي څنډه کې ځاى پر ځاى شوى وو


دوهم: تجارتي پلازو کې دننه چاودنې او اور اچونه:
دبريد په اوږدو کې دښمن ادعا وکړه چې استشهاديانو په تجارتي پلازو کې ځان وژونکې چاودنې تر سره کړي دي اوپه پلازو کې اور لګيدلئ حال داچې ټولې پنځه چاودنې ترسره شوې ،چې لومړئ يوه يې دارګ په جنوبي دروازه دشهيد حافظ همايون لخوادچاوديدونکي واسکټ په توسط تر سره شوه ، دوهمه چاودنه دموټر بم په واسطه دبريد له پيل يو نيم ساعت وروسته دملک اصغر په څلور لارې کې دمجاهدينو د حملو دمهارکولو په موخه دکرزي دامنيتي ارګانونو دقوماندې په ګډ بيړني مرکز تر سره شوه درې نور ې چاودنې دسرک دغاړې دبمونو چاودنې وې چې يوه يې دسينما پامير او نورې دوې يې دښار زړه ته د ورغلو لارو په اوږدو کې په امنيتې قطارونو ترسره شوې
په حقيقت کې اغفال شوئ د ښمن وارخطا وو او په دې نه پوهيده چې استشهاديانو چيرته سنګر نيولئ له همدې امله يې په سيمه کې په موجودو ټولو لوړو ودانيو او تجارتي مرکزونو دسپکو او درندو وسلو ډزې کولې
پلازو ته ددوئ له ډزو نه اور ولګيد ، دوى په تجارتي مرکزونو ناتاره اور اچوونکې ګولئ وارولې


· ددښمن په دروغو ترټولو ښه دليل په سينما اريانا کې ترپايه داستشهاديانو مقاومت او هلته ددريوو استشهاديانود جسدونو موجوديت وو چې په دې بريدونوکې په شهادت ورسيدل


· همدغه راز بل ښه دليل پخپله ددښمن دادعواوه چې استشهاديان ګلبهار سنټر ته داخل شوي حال داچې هلته استشهاديان نه وو داخل شوي ،ترهيدلي دښمن له ویرې په دې سنټر دسپکو او درنو وسلو ډزې کولې ،ګلبهار سنټر ددوئ دډزو له امله اور واخيست خو کله چې دښمن په دې پوه شو چې ګلبهار سنټر ته فدايان نه وو داخل شوي او دوى هسې له ویرې پرې ډزې کړي دي نو دعوا يې وکړه چې داستشهادي موټر بم دچاودنې له امله سنټر وسوځيد خو ددښمن دا ادعا هم له حقيقت نه عاري او بعيده وه ځکه کومه داستشهادي موټربم چاودنه چې دې سنټر ته نږدې ترسره شوه هغه له سنټرنه لرې وه ،په موټر کې تر ٥٠ کيلو پورې پلاستيکي چاوديدونکي تو کي ځاى په ځاى شوي وو
او په دې مقدار چاوديدونکي توکي له دومره لرې فاصلې نه دومره لوى تعمير نه شي سوځولئ

· دښمن دارګ په دروازه کې د ولس مشرئ په ساتونکي ګارډ دترسره شوې حملې دپټولو هڅې ته ترپايه دوام ورکړ او دغه چاودنه به يې کله په پښتونستان واټ کې يادوله او کله دپلازې مخې ته ،حال داچې که چيرې دا چاودنه په واټ يادپلازې مخې ته شوې وائ لسګونه ملکي موټر او سلګونه کسان به تلف شوي وائ ،دښمن به ددې تلفاتو انځورونه ډیرژر خپاره کړي وائ اما دوى تر پايه دبيلګې په ډول يوه پايه موټر هم اونه ښود چې کم تر کمه يې په دې بريد کې شيشې ماتې شوي وي

دريم:دملکي تلفاتو ادعا:
دښمن چې کله پلازو ته اور ورته کړ ډير خوشحال معلوميده، په دې فکر وو چې مارکيټونه به حريق شي، دپلازو په( تکاویو) کې راګير ملکيان به له منځه لاړ شي او په دې ډول به يې تبليغاتي ماشين ته ښه موکه په لاس ورشي ترڅو اسلامي امارت دملکيانو په وژنه بدنام او دکابل په زړه کې دغه ستر بريد داغداره کړي

خو څه چې لوى الله(جل جلاله) غواړي هغه کيږي - نه هغه څه چې دښمن يې دکولو اراده لري الله (جل جلاله) په قرآن کريم کې دحق دمنکرانو دتوطيو دشنډولو وعده کړې او فرمايي :
· وَأَنَّ اللّهَ مُوهِنُ كَيْدِ الْكَافِرِينَ ١٨ (الانفال
ترجمه : او له کافرانو سره معامله داده چې الله دهغو دچلونو کمزورئ کوونکئ دى
· إِنَّهُمْ يَكِيدُونَ كَيْداً (١٥)وَأَكِيدُ كَيْداً ( ١٦ (الطارق )
ترجمه : داخلک څه دسيسې جوړوي او زه به هم يو تدبير کوم

له وعدې سره سم الله (جل جلاله) دکفر دپلويانو دسيسه شنډه کړه، هغه خلک يې وونه وژل چې دښمن يې وژل غوښتل او الله (جل جلاله) دبريد په پاى کې دخپل دښمن ( زمري بشري) په ژبه درسنيو له لارې دنيا والو ته دا اوښوده چې هيڅ ملکي نه دئ وژل شوئ – زمري بشري وويل :( الحمدلله هيڅ ملکي تلفات نه لرو)
صليبيان او د امريکا جرمي شريک ملل متحدهم دملکيانو وژنې ته سخت هوسيدل ددوى يقين وو چې له پلان سره سم به ددوى اجيران ملکيان وژني ،پړه به يې په طالبانو غورځوي ،طالبان به پرې بدنامه کيږي او دوى ته به دطالب ضد پوچ پرو پاګند ښه موکه په لاس ور ځي
له همدې امله په کابل کې د ملګرو ملتونو ددفتر وياند حليم صديق په ډيره بيړه او مخکې دحقيقت له څرګنديدو دجګړې په اوږدوکې دملکې تلفاتو ادعا وکړه، طالبان يې وغندل او هالبروک دده سندره بدرګه کړه
خو الله (جل جلاله) ددوى دا کيد مکر له خاوروسره برابرکړ، الحمدلله دمجاهدينو په ډزو يو ملکي وګړى هم ونه وژل شو
په دې حقيقت په خپله دهغو دوکاندارانو خبرې ګواه دي چې له رسنيو سره يې دجګړې په اوږدو کې دعيني شاهدانو په توګه کولې او ويل يې چې استشهاديانو ورته له سيمې نه دوتلو امر وکړ

څلورم:دکرزي دامنيتي ارګانونو ستاينه

دناټو سرمنشي، په کابل کې دامريکا سفارت او دصليبي یرغلګرو نورو چارواکو همدغه راز پخپله دکرزي ددفاع ،کورنيو چارو او امنيت وزيرانو په ګډخبري کانفرانس کې داستشهاديانو په مقابل کې دخپلو قواوو ددفاعي کړنو ستاينه وکړه او ادعايې وکړه چې
· بريدونه ډير زر کنټرول شول
· افغاني قواوو له ځانه ډير مهارت وښود
· ملکيان په دفاعي عملياتو کې تلف نشول
خو ددوى د دغې خندنۍ ادعا په حقيقت دبصيرت خاوندان لاڅه چې ډير ساده لوحه وګړی هم پوهيږي چې څومره سپين سترګې دروغجنه ادعا ده او څومره له حقايقو سره په ټکر کې ده هغه داسې چې
:
١- په کابل تير ترسره شوي ټول وسلوال استشهادي بريدونه يواځې په يوه نکته کې وو او نوربه ورسره انفجاري استشهادي بريدونه وو
خو داځل په دريوو نکتو وسلوال بريدونه ، په يوه خورا مهم ځاى يعنې دارګ په جنوبي دروازه له واسکټ نه په استفادې استشهادي بريد، دقوماندې په بيړنې مرکز موټر بم استشهادي بريد او درې بريدونه له لرې نه کنټروليدونکې چاودنې وې

٢- مخکنيو ټولو بريدونو له څلورو ساعتونو څخه زيات دوام نه ده کړئ حال داچې داځل يې ددښمن له قوله ٦ شپږ ساعته دوام وکړ

٣- په مخکنيو بريدونو کې به يواځې يوه- يوه نکته دکابل دزړه نه تر اور لاندې وه او داځل ټول بريدونه په درانه کميت او ښه کيفيت دکابل دزړه په زړه کې وې

٤- په مخکنيو بريدونو خصوصاً په عدليې وزارت او د محابسو په عمومي رياست په بريد کې چې په دوه نکتو کې وې اته کسه استشهاديان په شهادت ورسيدل
او داځل په درې نکتو کې په وسلوالواستشهادي حملو، په دوه نکتو کې په انفجاري استشهادي بريدونو او په دريو نکتو کې په بمي حملو کې له شلو استشهاديانونه اووه کسه په شهادت ورسيدل او پاتې ديارلس ١٣ کسه استشهاديان روغ رمټ خپلو قرار ګاوو ته ستانه شول

٥- داځل استشهاديانو دخپلو سنګرونو سره پيوسته ماليې وزارت او سرينا هوټل سربيره ارګ، افغانستان بانک، اداره اموراو عدليه وزارت هم په نښه کړل او تير ځل بريدونه صرف تر سنګرونو پورې په پيوسته دولتي ودانيو متمرکز وو
پورتنيو حقايقو ته په پام سره ويلائ شو چې دغه بريدونه دکابل په ښار کې دصليبي يرغل په اته کلنه توره دوره کې تر ټولو سخت او ستر بريدونه وو او په دې حقيقت دبي بي سي په څير نسبتاً باوري رسنيو هم اعتراف وکړ، چی تل یې په داډول حقیقتونو سترګې پټی کړی
.
ددښمن دامنيتي ځواکونو داصلي توان په اړه له توضيحاتو وروسته دا پوښتنه را ولاړيږي چې له دې ادعاوو او ستاينو نه ددښمن هدف څه ده؟
ځواب ساده ده او هغه داسې چې
:
١- صليبي اشغالګر دتيښتې لارلټوي ، دخپلوتالي څټو دتسلي لپاره يې همدا شا باسئ او ستاينه پيل کړې، دښمن ماته خوړلې اوټول تدبيرونه يې بې ګتې ثابت شوي دي
٢- امريکا اوملګري يې داسې ستاينې دخپلو ولسونو دقهرجن احتمالي غبرګون دمخنيوي په موخه تر سره کوي، ځکه دوى خپلو ولسونو ته په افغانستان کې دموجود وضعيت په اړه تل دروغ وايې ، دکابل په زړه کې ددې ستر سرښندونکي بريد له وجې دکرزي دامنيتي ارګانونو دامنيت دټينګښت وړتيا له صفر سره ضرب شوه ؛ نو حتمي ده چې له اشغالګرو ځواکونو نه به خپل ولسونه پوښتنه کوي چې :
· ترکومه به مونږ دکرزي دواکمنئ دمراندو دټينګولو لپاره دسراو مال قرباني ورکوو ؟
· ترڅوبه په صليبي ائتلاف کې دڅو سرمايه دارو کورنيو دګټو قرباني کيږو؟
· ترڅوبه د صليبي ولسونو په اند دابې مفهومه او بې هدفه جګړه روانه وي؟

پنځم: درسنيو تهديد:
· دبريد په اوږدو کې دآريانا تلويزون خبريال چې مخامخ يې دجګړې له ميدانه انځوريز راپور ورکاوو دبريد له ځايه وشړل شو
· دطلوع افغان په خپرونه کې ديوه ګردي ميز کوربه ته دکرزي ديوه وياند له خوا مخامخ تليفون اوشو او ورته وويل شول چې ولې دمخالفينو دروحيې داوچتوالي خبرې کوي؟
او ولې حقايق وايې؟
· دازادئ راديو په خبريال چې دجګړې له سيمې يې خبرورکاوو تليفوني لين قطعه کيده ، دازادئ دراديو مشر مدير دمشال له راديو سره په مرکه کې دقرآن کريم آيتونه ويل ، غلط تفسير يې کاوو او په ښکاره يې مانا تحريفوله او له ډيره قهره يې سختې جاهلانه خبرې وکړې ده وويل چې کله ځانمرګئ _ ځانمرګئ بريد وکړي بيا دهري شي (معاذالله) او ويل يې داد اسلام لارښوونه ده ( معاذالله) ،حال داچې دهري له خداى نه منکر ته وايې او ژونديومنکرانوته دا اصطلاح کارول کيږي
· او کومو رسنيو چې حقايق نشر کړل په هغوى باندې ددښمن دتبليغاتي ماشين له خوا په يوه او بل نامه دمختلفو ليکنو له لارې په ويبپاڼو کې نيوکې کيږي او په غير مستقيم ډول تهديديږي

شپږم:دتلفاتو کم ښودل:
له عادت سره سم ددې بريدونو له امله هم دښمن خپل تلفات بيخي ونه منل او نه يې رسنيو ته اجازه ورکړه چې دپيښې ځايونوته ځان ورسوي خو دکابل ښاريان او دپيښې عيني شاهدان ، ژورنالستان په دې پو هيږي چې !
١- دارګ په جنوبي دروازه کې دکرزي دنوو وزيرانو دسوګند دمراسمو دامنيت لپاره دجمهوري رياست دګارډ څومره کسان ډلې ډلې ولاړوو ؟
او استشهادي مجاهد په څومره مهارت ددوى په منځ کې استشهادي بريد تر سره کړ ؟
آيا دي بريد هيڅ تلفات نه لرل ؟
يقيناً : دې بريد دښمن ته ډير تلفات واړول ، ځکه په استشهادي واسکټ کې له
دريو زرو ٣٠٠٠ څخه زياتې چرې ځاى پر ځاى شوې وې او واسکټ په ٣٠ متره مربع کې دژوندي سري دله منځه وړلو په طاقت جوړشوي وو، په يقيني ډول په دې بريد کې ددښمن لسګونه تنه ووژل شول
٢- په پوسته خانې کې موجود استشهادي ګروپ دسرينا دهوټل دهغه مستطيل شکله څو پوړيز تعمير هره کوټه په دقيق ډول دنارنجک په مرميو وويشته چې بانک ته يې شاه ده يعني دهوټل په شرقي برخه کې واقع ده او ترپايه يې پرې دپيکاماشيندارو او کلاشنکوفونو ډزې کولې
له استخباراتي معلوماتو سره سم په دې اطاقونو کې لوړ رتبه خارجي ميلمانه او ديپلوماتان او سيږي ، افغانان دې تعمير ته د ورتګ اجازه نلري ،دنارنجک مرمۍ که په داخل ديوه اطاق کې ولګيږي هلته څوک ژوندي نه پاتې کيږي (الا ماشاءالله )
٣- په اريانا سينما کې موجودو دواړ ګروپونو پوره شپږ ساعته له دښمن سره جګړه وکړه
· په شرقي برخه کې دماليې وزارت موجود دفترونه ددوئ تر بريد لاندې وو
· دمعادن صنايع او دچارو اداره يې په زَد کې وه
· په عدليې وزارت حاکمه نکته ددوئ په لاس کې وه
· افغانستان بانک يې په اسانئ په نښه کاوه
· او له پلان سره سم دوئ د ارګ داخل ته هم مرمۍ وارولې
دغه ټوله عمليه شپږ ساعته روانه وه نو کوم دسليم فکر څښتن به ددښمن له تلفاتو انکار وکړي
٤- استشهادي موټر بم دامبولانس په شکل کې جوړ شوئ وو، په ډيره اسانئ ددښمن له امنيتي موانعو تير شو او کله چې ددفاعي عملياتو په موخه ددښمن دقوماندې بيړني ګډ امنيتي مرکز ته ورسيد هلته يې ځانته انفجار ورکړ، ټولو تلويزونونو دبريد سحنه نشر کړه نو قضاوت پرتاسو چې ددښمن د تجمع په دې ځاى کې به څومره کسان وژل شوي وي ؟
٥- دښمن پخپله ٧١ تنه ټپيان ومنل نو چې يو اويا تنه ټپيان وي - مړه به څومره وي ؟
ځکه ژوندي سري ديوه انفجار يامرمۍ لپاره دتخمين شوې مؤثرې فاصلې له دائرې نه بهر ټپيان کيږي نو په اسانئ فهميداى شئ چې دانفجار په مؤثره دائره کې به ددښمن څومره کسان راګير او وژل شوي وي
هوکې!
دوژل شوو شمير به له ټپيانو څخه خامخا زيات وي ځکه ټول انفجارات ددښمن په تجمعاتو تر سره شو
اووم : په استخباراتي سازمانونو پورې تړاو :
کله چې داسلامي امارت مجاهدين داعلاء کلمة الله په لاره کې دصليبي تيريګرو او ددوى داجيرانو په وړاندې کومه کارنامه ترسره کړي
صليبيان ،ددوى استخباراتي سازمانونه ، ددوى اجيران ،دکرزي دامنيت اداره ، منافقين او دکمزورې عقيدې خاوندان دبيلا بيلو مقاصدو دتعقيب په موخه دبيلابيلو شيطاني اووهمي دلايلو په اساس ددغې کارنامې دداغداره کولو په هدف فوراً وايې
· طالبان ساده جنګيالي دي
· دداسې منظمې برنامې دطرحه کولو اويا دداسې شان حملو دسرته رسولو وس نلري
· داهرڅه دپاکستان ( I.S.I) کوي
ځينې جُهال په ډير شدمدد دغه تړاو د تثبيتولوهڅه کوي ،په سيميزه سطحه دغه تبليغ
اوس يوه عقيده ګرځيدلې
- په سياسي او نظامي ميدان کې هرهغه منظم عمل ته چې دمنافقينو عقل پرې احتواء نشي کولائ تر ( I.S.I) پورې تړاو ورکوي،يعنې دوئ په حقيقت کې ( I.S.I) ته الوهيت يا خدايي ثابتوي او دهر خارق العاده او متحيرالعقول کار انجامونکې ېې ګڼــي (معاذالله)
زه دې ته حيران يم چې ددې خلکو په دماغو کې بوس دي که ماغزه ؟
زه له دوى پوښتنه کوم چې !
· که يو مزدورکار په يوه فابريکه کې عملاً څو کاله کاروکړي آيا هغه به دفابريکې له هغه انجينر نه تکړه نه وي چې دفابريکې په اړه يې صرف نظري پوهه حاصله کړې وي ؟
· همدغه راز يوعلم ،يو فن، يومهارت آيا يوازې دکوم پوهنتون په ويلو پورې مشروط ده ؟
که په تجربه هم لاسته راتلاى شي؟
سمه ده دامنم چې طالب حربي ښونځئ نه ده لوستئ، نظامي جنرال نه ده !
خو طالب داديرش کاله کيږي جنګيږي او په ديرش کاله جنګ کې به کوم ددماغو خاوند انسان دجنګ مهارتونه حاصل نکړي؟
هوکې ! دطالب ذهن ، طالب ده، هرڅه لټوي ، حاصلوي او پورته کوي يې ؛ نو له شک پرته دمنظمو عملياتو دطرحې وس لري ، دالله په نصرت يې سرته رسوي او که دعملياتو دطرحې فکري قوه په دومره اوږده جګړه کې له ښکيلتيا باوجودهم و نلري نو بيا خو د انسان اطلاق پرې نکيږي ، بيا هسې يو جامد ده
او بس .
- بله داچې افغانان مسلمانان دي ، اسلام ددوئ دين ده او داسې نه ده چې هر افغان جنرال هر دجګړې تجربه لرونکئ او په عصري علومو پوه افغان په صليبي تيري خوښ ده
بلکې حقيقت داده چې همدا فى الحال په سلګونو دعصري بيلابيلو علومو پوهان له طالبانو سره اوږه په اوږه ددښمن په مقابله کې جنګيږي ،دا دلايل دهغه چا لپاره دي چې
( I.S.I) خداى ګڼي !؟
او دهغه چا لپاره چې مسلمانان دي خو دې تبليغاتو متاٴثره کړي دومره ويل غواړو چې هغه ذات چې زمکې او اسمانونه يې پيداکړي خپل يو ضعيف ټولئ په يوه قوي لښکر نشي غالبولئ ؟ آيا تاسې دالله دا قول ندئ اوريدلئ ؟ ::
وَاذْكُرُواْ إِذْ أَنتُمْ قَلِيلٌ مُّسْتَضْعَفُونَ فِي الأَرْضِ تَخَافُونَ أَن يَتَخَطَّفَكُمُ النَّاسُ فَآوَاكُمْ وَأَيَّدَكُم بِنَصْرِهِ وَرَزَقَكُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ (٢٦) الأنفال
ترجمه : هغه وخت در په زړه کړئ چې کله تاسې لږ وئ په زمکه کې تاسې کمزوري ګڼل کيدئ تاسې ويريدلئ چې خلک مو له منځه يونسي بيا الله تاسې ته دپناه ځائ برابر کړ په خپله مرسته يې ستاسې مټ قوي کړ او ښه روزي يې د ر ورسوله ښايي چې تاسې شکر وستونکي او سئ
دا قول دمسلمانانو هغه مستضعف ټولي ته خطاب وو چې د بدر په ميدان کې الله دمشرکينو په لوئ لښکر غالب کړ، هغه مستضعف ټولئ چې مدينې ته په پټه مهاجر شول او په مکه مکرمه کې يې علناً عبادت نه شو کولئ
- آيا تاسې دالهي نصرت معنى او مفهوم مطالعه کړئ ؟ ځان پرې پوه کړئ !!!
د نصرت معنى‌ داده چې دمسلمانانو ضعيف لښکر په دې شرط چې تقوىٰ ولري دکفارو په قوي او لوئ لښکر غالب شي
بناءً ويلائ شو چې تر ( I.S.I) پورې دهرې منظمې کړنې تړاو يوه مشرکانه مفکوره ده دښمن يې دخپلو مقاصدو لپاره خپروي او هدف يې دخپلو ماتو پټول او دطالبانو دکارنامو داغداره کول دي

په پا‌ى کې راځم دامرالله صالح څرګندونوته :
امرالله صالح دغه بريد ډرامه وبلله ادعايې وکړه چې ددې حملو دسرته رسونکې شبکې پاتې شوني به دقانون پنجو ته دهغو شواهدو په اساس چې دحملې نه لاسته راغلي اودمخکنيو معلوماتو په بنسټ سپارو
امرالله صالح چې د(پيريانودجګړې) دکتاب دليکونکي په قول د( C.I.A) او مسعود ترمنځ داسلامي امارت په ضد دامريکا دپټو فعاليتون منتظم وو، دکرزي په اداره کې ترټولو ظالم، درواغجن، منحرف او لاپې وهونکئ شخص ده
ده ته ( دامنيت کرزي ) څوکۍ ( C..I.A) داسلام ضد خدمتونو په بدله کې ورکړې ده يعنې په حقيقت کې دکرزي دامنيت اداره په افغانستان کې د( C.I.A ) دشبکونه يوه شبکه ده
-امرالله صالح بايد پوه شي چې فدايان پلورنځيو ته نه وو ننوتلي،تاسو له وامه پلورنځي تر اور لاندې نيولي وو، تاسې ته په پلازو کې موجود افغانان دښمنان او خطرناک ښکاريدل ځکه مو پرې بې توپيره ډزې کولې ،له افغانانو سره دښمني او له افغانانو نه ويره ستاسې عادت ده، ستاسې په موټرو لګیدلې لو حې چې د( لَا مِسَاسَ )اخطارونه مو پرې ليکلي ، له دفترونونه را چاپير دخاورو دبوجيو ديوالونه ، خاردار سيمونه او سيمنټي موانع ديوڅو فدايانو دحملوله ويرې څخه ندي بلکې خپل اعمال درته بلا شوي، په افغانانو کې منفور ياست ځکه له هر افغان څخه ويريږئ او بې باکه دکوم خطر داحساس په مهال ډزې کوئ
-دابريدونه لکه ته چې وايې ډرامه نه وه ، په ډراموکې شراب تقسيميږي لکه چې:
· دتاجکستان او نيويارک دتياترونو شراب او ډرامې درياديږي؟
· يادې لا تر اوسه هم دمجاهدينو په شهادت د(C.I.A) په اډو کې دخوښيو دميلو په مهال دشرابو دګيلاسونو په سر اړول په خيال کې راګرځي؟
ځکه داسې څرګندونې کوې !؟ دلته مرمۍ تقسيميدلې ،چرې پارچې وې ، دمظلومو افغانانو درندې څپيړې ستاسې تور مخونه او دسرشارو ځوانوجذبو قهر او غضب وو، تاوليدل چې ستادڅومره کارمندانو په ککريو مرمۍ خښې شوې! څرنګه دسينما آريانا په زينوکې را رغړيدل؟
په ډرامه کې خوښئ وي خو دتابڼې دحال په ژبه ګواهي ورکوله چې ،
څومره بده ورځ دې دارګ په تکاوئ کې تيره کړې وه ؟
- امرالله صالح دهر بريد په پاى کې عام ښاريان نيسي او په وهلو ډبلو يې دکامرې مخ ته کښينوي تر څو دبريد دطراحئ په اړه ترې په زور اعتراف واخلي او دخلکو دغولولو لپاره يې خپور کړي او هم پرې کاواکه اداره تم او غښتلې وښيي
- امرالله صالح دغه بريدونه ديوې شبکې کارونه يادکړل؛ خو په حقيقت دکفر په اجيرانو دغه بريدونه ديوې نظريې کار وو ،هغه نظر يه چې دطالبانو اسلامي تحريک يې په بنياد منځ ته راغلئ او ددنيا ټول طاقتونه يې نه شي ختمولئ ، اودا نظريه داسلام مبين دين په اساساتو ديوې متحدې اسلامي ټولنې رامنځ ته کول دي
خوارکئ امرالله صالح دانظريه کله هم نه شي ختمولئ، داهسې يوه دعوا نه ده يو حقيقت ده يو تاريخي حقيقت
که دامرالله صالح خبره سمه وائ او دابريدونه ديوې شبکې کار وائ نو داشبکه به لا دوخته ختمه شوي وائ او اوس به په کابل کې چا دپټاکئ دچاودولو توان هم نه لاره ، خو دا پر لپسې سخت بريدونه د سپيڅلې اوحقې نظريې کار ده ؛ ځکه يې امرالله او دده باداران له خپلو ټولو موډرنو امکاناتو باوجود هم دمخنيوي توان نلري ، داچې دئ به خامخا په زور او جبر ددې حملو دعاملينو په توګه يو څوک دخبريالانو مخ ته کينوي – يوه حتمي خبره ده ځکه دا دده عادت ده، دئ به دخپل موقف دبقا او خپلې ماتې دپټوالي لپاره خامخا داکاروکړي
خو زه وايم:
١-په الله قسم چې کله به هم داسلام بله ډيوه دامرالله صالح په څير خلک مړه نکړي ځکه دادالله (جل جلاله) وعده ده ، الله(جل جلاله) فرمايي:
يُرِيدُونَ لِيُطْفِؤُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ (٨) الصف
ترجمه: دوئ دخُلو په پوکيو سره دالله درڼا مړه کول غواړي او دالله فيصله داده چې هغه خپله رڼا بشپړه خوره کړي که څه دکافرانو هرڅومره دابده ايسي هم
٢-په الله قسم چې دامرالله صالح، دَ په اصطلاح دداخله چارو دتکړه وزير( اتمر ) او دامريکا دوفادار وزير( رحيم وردګ ) توطيې او تدبيرونه به خامخا ناکاميږي ، الله به زمونږ مرسته کوي ، الله (جل جلاله) فرمايې :
وَكَانَ حَقّاً عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ (٤٧) الروم
ترجمه : او دئ حق (تفضلاً) په مونږ نصرت دمؤمنانو
په الله قسم برئ دريښتينو مسلمانانو په برخه ده که هغه دفتحې په شکل کې وي يا دشهادت ، داسلام دښمنان بايد پوه شي چې ددې عملياتو هدف :
· راتلونکو صليبي فوځيانو او دنوې ستراتيژئ ډنډورچيانوته يو پيغام وو، دلته پردي او دپرديو مزدوران دزمکې په تل کې هم دايمان دلښکرو له ګذارونوڅخه خوندي نشي پاتې کيدائ (بنصرالله
· ددوئ هره نوې او زړه توطيه به شنډيږي، دوئ داسې سرشارې ايماني جذبې په ډالرو نشي پيرودلئ ، داد نظريې جګړه ده، مونږ دالله لښکر يو، مونږ داعلاء کلمة الله او اسلامي نظام دحاکميت لپاره قرباني ورکوو ، مونږ دمادياتو په خاطر جګړه نه کوو
له مونږ سره دالله مرسته او نصرت ده ، دالله په نصرت به انشاءالله په نږدې راتلونکې کې له دې سترې حملې سرته ورسوو
٣-امرالله ستادې قسم په هر هغه څه وي چې ته پرې باور لرې !! ته په کامل ډول ځان اماده کړه! ټوله ټيکنالوجې وکاروه! ټولې امنيتي خلاوې ډکې کړه ! ددنيا له ټولو امنيتې ماهرينو او مشاورينو سره سلاوې وکړه ! مونږ دالله په مرسته باور لرو، په الله قسم له دې نه به لا سخت ګذارونه درباندې وکړو ، ستا دماغ به سرته راولو، تاته دبه دجګړې په ډګر کې داثابته کړو چې دکفر په ملګرو باندې سرښندونکي بريدونه ديوې شبکې کار ندئ ؛ بلکې ديوې نظريې کار ده اوته يې دختمولو او بندولو وس نلرې ( فاانتظرو اِنامنتظرون)
وما ذالک على الله بعزيز
الهم صلى على سيدنا محمد الذى اشرقت بنوره الظلم

Saturday, 16 January 2010

د مسلمان ځوان اووه ګوني مسؤلیتونه

د مسلمان ځوان اووه ګوني مسؤلیتونه


لیکنه: عبدالله ناصح علوان


د اسلام ځوانانو! د لاندې لوړو او عالي مفاهيمو په عملي کولو سره د ډېر عزت او کرامت خاوندان کيږی او د شخصيت په دې جوړوونکو عواملو باندې ډېر ستر، ستر داعيان جوړیږی. هغه څه چې زه غواړم تاسې یې تر سره کړی، په لاندې توګه درته بیانوم.



1. د هغه هدف د پېژندلو له پاره هڅه وکړئ چې د هغه له پاره پيدا شوي ياست
2. د هغه ګواښونو نه ځان خبر کړﺉ چې ستاسې امت او هېواد ورسره مخ دی
3. همېشه په بري سره فال نيسئ، تر څو چې د ياس او نهيلۍ ريښې ستاسې له احساس او شعور نه پرې شي
4. د تاريخ د هغو لارښودو رجالو پر پلو روان شئ چې سترې کارنامې یې پرې ایښې دي، تر څو ستاسې شخصيت کامل شي
5. د دعوت او داعي د فضليت په باب پوره مالومات تر لاسه کړئ؛ تر څو وشئ کولای چې خپل امت ته نصيحت وکړئ او د خپل پروردګار رسالت خلکو ته ورسوئ
6. او د خداى تعالى دين ته په منطقي اسلوب سره دعوت ورکړئ، تر څو خلک ستاسې په اقوالو باندې تر اغيزې لاندې راشي او ستاسې دعوت ته لبيک ووايي!
7. د قضا او قدر عقيدې ته د خپل روح په ژورو کې ځاى ورکړئ، تر څو د هغو پېښو په مقابله کې صبر وشئ کړای چې تاسې ته رسيږي، او پر هغه شي باندې چې خداى جل جلاله در ته مقرر کړي دي راضي واوسئ.
پایلې به څه وي؟
ځوانانو! د دې ټولو ارزښتونو نتايج دا دې چې:
1. ځوان په هغه راسخ ايمان باندې چې تزلزل نه منونکي وي او تنبلې نفي کوي اراسته کيږي.
2. په ريښتني اخلاص سره چې تظاهر او چاپلوسي نه پېژني اراسته کيږي.
3. د هغه ټينګ عزم خاوند ترې جوړيږي چې وېره او ډار نه پېژني.
4. د پرله پسې زيار او مثمر کار په لوري او جهت کې ګړندي ګامونه اخلي چې په هغه کې د ضعف، کمزورۍ، ماتې او سستۍ له پاره ځاى نه شته.
5. همدارنګه د هغې ارزښتمنې قربانۍ په لور چې له شهادت او بري نه پرته بل څه نه پېژني په منډه، منډه ځغلي.
دا پنځه ګوني صفات د هغو ځوانانو بيلګې او خصوصيتونه دي چې په خپله وعده کې يې له خداى تعالى سره وفا کړې او د هغو مېړونو له ښو اخلاقو څخه دي چې د خداى جل جلاله په لاره کې جهاد په تکل د ملامت کوونکي له ملامتيا نه، نه وېريږيدا ټول صفات په ډېره ښه توګه د ځوانانو له وجود نه پرته د بل چا په وجود کې نه سره ټوليږي او پرته له هغو ځوانانو نه چې پر خپل پالونکي خداى تعالى باندې ايمان لري او الله جل جلاله د هغوى ايمان د هدايت په ګاڼه باندې ښکلي کړي دي، مختص شوي نه دي.
ځوانانو!
هر کله چې تاسې په دې ډول رشد وکړئ او د تکامل لوړو پوړيو ته ورسيږئ او دغه شيان ستاسې خصلتونه او مواصفات جوړ شي، نو خپل نقش په ژوندانه کې وپېژنئ چې څه شي دي او په کايناتو کې ستاسې لوى مسؤوليت څه شی دي؟
ځوانانو!
ستاسې نقش دا دى چې د خپل مسؤوليت د سرته رسولو له پاره پاڅون وکړئ او د خپلو امانتونو د حملولو له پاره تيار واوسئ.او د حق په لاره کې د مبارزې په دروان کې هر ډول خنډونه له خپلې مخې نه ليرې کړي؛ که هر څومره په فضا کې د اذيت وريځې خيمې ووهي او که ستاسې د عمل په ډګر کې د حوادثو او ازميښتونو هر څومره باران واوري.
ځوانانو!
ستاسې وظيفه دا ده چې د مبارک جهاد په تګ لوري او مسير کې ګړندي ګامونه واخلئ، تر هغه چې د اسلام مبارک توغ د سر په سترګو ووينئ او داسې يې ووينئ چې عملا له ټولو بيرغونو نه لوړ او هسک وي او د اسلام دولت وګورئ چې په خپل عزت او ازادۍ کې له لويو دولتونو سره سيالي کوئ.
د اسلام ځوانانو!
نن ستاسې له نسل نه تقاضا دا ده چې لوى مسؤوليت سر ته ورسوئ او د نوي اسلامي تمدن په جوړولو کې خپل نقش ولوبوئ او د سر کښه ماديت له تروږمويو نه او هم دا رنګه د بې بندوباري او خپلسري الحاد او بې لارېتوب له څپو او جاذبونه اسلام ته خصوصاً او د بشريت نړۍ ته عموماً نجات ورکړئ او ټوله نړۍ د حق او عرفان رڼا ته، د توحيد نور ته، د ايمان ډيوې ته او د اسلام حق لمر ته هدايت کړئ.
ځوانانو!
دا کار له دې نه پرته په بل څه نه شي ممکن کېداى چې په ريښتينولۍ او پوخ عزم سره د دعوت په کاروانونو کې ننوزئ او د خداى تعالى په لور د بلنې په بهير کې جذب شئ او په دې مقدسه او سپېڅلې لاره کې خپل سفر ته دوام ورکړئ (او د دې لويې لارې مسافر شئ). تر څو اسلامي امت اسلام ته بيرته راو ګرځي او د ژوند په ډګر کې يې قران شريف حاکم شي؛ نو ځوانانو همغه وخت دي چې تاسې د اسلام رسالت له سره نړيوالو ته رسوئ او په نړۍ کې د هوساينې، امنيت او ثبات حاکميت استقرار پيدا کوي، او انسانيت يو ځل بيا د ايمان او اسلام له نور او رسالت نه او هم دا رنګه د توحيد له حقيقت نه برخمن کيږي او خوند ترې اخلي!! او دا کار پر خداى تعالى باندې ګران نه دى.
تعلیم او تبلیغ په ټکر کې ندي
ځوانانو! شايد له تاسې نه ځينې کسان داسې ووايي چې: ايا د دې ليکنې ليکوال غواړي چې ځوانان خپل درس او تعليم شا ته وغورځوي او په دې ډول خپل نقش د امانت په حملولو کې، د رسالت په تبليغ کې او د امت په نصيحت کې سرته ورسوي؟ د دې پوښتنې جواب (نه) دى؛ ځکه د يو ځوان علمي او فکري تکامل په دې مرحله کې له خورا سترو اهدافو څخه شمېرل کيږي (د دعوت په مرحله کې د ځوانانو علمي سويه پورته کيږي او د دې فکر نور هم پسې وده او تکامل کوي؛ ځکه دعوت په خپل ذات کې علمي زده کړه ده)؛ مګر موږ غواړو چې تعليم يافته او روښان فکره ځوانان په داسې حال کې چې د درس او تعليم دنده هم سرته رسوي، خپل نقش نورو ته د خداى جل جلاله د بلنې په لور هم سرته ورسوي، په دې ډول چې:
1. په ټولګي کې خپل هم صنفيان دعوت کړي.
2. په کور کې د خپل کور اهل دعوټ کړي.
3. په کلي کې خپل کليوال دعوت کړي.
4. د خپلو خپلوانو په مينځ کې خپل قريبان او خپلوان دعوت کړي. هو! دا ټول کسان د خداى تعالى په لور وبلي او د اسلام حقيقت دي ورته زده کړي.
ځوانانو!
زما دا پېشنهاد ستاسې د تعليمي دورو سره هيڅ منافات نه لري او نه ستاسې د فکري او علمي تکامل مخ نيوى کوي او تاسې کولاى شئ د اوزګارتيا او فراغت په وخت کې دغه ستر نقش سرته ورسوئ او دا لوى مسؤوليت ادا کړئ. بل دا چې دعوت موسمي عمل نه دي چې ځان ته خاص وخت ولري؛ بلکې يو داسې جاري او ساري عمل دى چې ان په ټولګي کې د ډېر لږ وخت له مخې او يا د درس د مناقشې او پوښتنو په وخت کې هم سر ته رسېدلاى شي، په درسي ساعت کې په تفريح کې، په کانتين کې، په جومات کې، په ليليه کې، ښاري موټرونو او تفريح ځايونو کې او.
ځوانانو!
د حضرت پېغمبر صلى الله عليه وسلم د وينا له مخې، کله چې يو بې لارې سړي ستاسې په وسيله (د حق لارې ته) هدايت شي، تاسې ته له هر هغه شي نه ډېر ښه دى چې د لمر خاته او لمر پرېواته په قلمرو کې ځاى لري. مګر هغه څه چې زه غواړم تاسې ته توصيه کړم دا دي چې ستاسې ټولې ويناوې بايد په مجموعي توګه ستاسې له کړو، وړو سره مطابقت او برابري وښيي؛ تر څو ستاسې د وجود اغيزه د بلنې په باره کې پر نورو ښه ترا پرېوزي، او خلک په ډېره ښه توګه سره ستاسې بلنې او دعوت ته لبيک ووايي. دا هم راشد خليفه حضرت عمر فاروق رضي الله تعالى عنه دى چې کله به د خلکو د امر او نهي له پاره له کوره وتلو نو په اوله کې به يې د خپل کور غړي سره را ټول کړل او هغوى ته به يې ويل: (زه خلکو ته په فلاني شي باندې امر کوم او له هغه او دغه نه يې ايساروم، په لوى خداى تعالى سوګند يادوم چې که چيرې ستاسې يو تن هغه کار وکړي چې زه خلک ترې ايساروم او يا هغه کار ونه کړي چې خلک يې کولو ته هڅوم البته هغه ته به ډېره سخته جزا ورکړم)، دا به يې ويل او وبه ووت او خلک به يې د خداى تعالى لارې ته بلل همغه و چې هيچا به د ده دعوت په اورېدلو او اطاعت کې ځنډ نه کاوه!
ځوانانو!
که چيرې ستاسې کړه، وړه، ستاسې له ويناوو نه په مخالفت کې واقع شي، په هغه وخت کې تاسې خداى مګړه د خداى جل جلاله د قهر او غضب او عذاب مورد ګرځئ. ځکه الله جل جلاله په خپل مبارک کتاب کې فرمايي: يايهاالذين ءامنوا لم تقولون ما لا تعلمون، کبر مقتا عندالله ان تقولوا ما لا تفعلون. يانې: اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړئ، ولې هغه څه واياست چې کوئ کې نه، د خداى تعالى په وړاندې دا لويه ګناه ده چې هغه څه واياست چې کوئ يې نه. بخاري او مسلم له اسامه رضي الله تعالى عنه څخه روايت کړى دى چې هغه ويل: سمعت رسول الله صلى الله عليه سلم، يقول: يؤتى بالرجل يوم القيامة فيلقى في النار، فيقولون: يا فلان! مالک؟ الم تکن تامر بالمعروف و تنهى عن المنکر؟ فيقول: بلى! کنت امر بالمعروف ولا اتيه و انهى عن المنکر و اتيه. يانې: له رسول الله صلى الله عليه وسلم نه مې اورېدلي دي چې ويل يې: د قيامت په ورځ داسې يو سړى راوستل کيږي او دوزخ کې غورځول کيږي او هغه ته وايي: فلانيه! په تا څه شوې؟ ايا تا امر بالمعروف او نهي عن المنکر نه کاوه؟ هغه په جواب کې وايي: هو! هم دغسې وم! مګر ما خلکو ته په ښو کارونو امر کاوه؛ مګر ما په خپله هغه ښه کار نه عملي کاوه، او هغوى به مې له بدو کارونو نه ايسارول او ما په خپله هغه کار سر ته رساوه!
ځوانانو!
کله چې انسان پر خپل نفس غالب، پر ايمان متصف، د تقوى په زيور ښايسته او د يقين په وسله سنبال شي، ژوند ورته له دومره ارزښت نه، نه وي برخمن چې خپل هر څه د هغه په لاره کې قربان کړي؛ نو له هم دې امله د خداى جلا جلاله په لاره کې ربړونو او ستونځو ته ارزښت نه ورکوي او نه خو د هغه پر روح باندې منفي اغيزه کوي، او د خداى تعالى لارې ته د بلنې په چارو کې خورا ستر او مهم کارونه سرته رسوي او الله جل جلاله د هغه په لاس ډېرو بې لارو خلکو ته د حق په لور هدايت ورکوي. نه يوازې دا؛ بلکې د غوره بلونکو، وتليو لارښوونکو او د الله تعالى د بريالو سپاهيانو په کتار کې ځاى نيسي.
او په پاى کې:
مسلمانو ځوانانو! تاسو ته توصيه کوم چې د بلنې په لارو چارو کې نرموالى د ځان کسب وګرځوئ او ستاسې دعوت او بلنه بايد د حکمت او نيکې موعظې په ګاڼه سنبال وي. ځکه د يو بريالي داعي له ډېرو غورو اوچتو صفاتو او بيلګو نه يو هم دا دي چې نرم خويه د ښو اخلاقو خاوند او بلنه يې بايد له نرموالي نه برخمنه وي. او دا د نرموالي او حلم صفت له هغو سترو لاملونو څخه دي چې خلک دعوت ته را اړوي او پر هغوى ښه اغيزه کوي نه يوازې دا؛ بلکې له هغو ښو اخلاقو څخه دي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم خپل امت ته د هغه په سر ته رسولو باندې توصيه کړې ده. مسلم له نبي صلى الله عليه وسلم نه روايت کوي چې هغه صلى الله عليه وسلم وفرمايل: ان الرفق لا يکون في شي الا زانه و لا ينزع من شي الا شانه.)
يانې: په تحقيق سره په يوه شي کې نرموالى نه وي؛ مګر هغه ته ښکلا ور کوي، او له يو څه نه نه ليرې کيږي؛ مګر دا چې د هغه ښکلا له مينځه وړي.
او هم دا رنګه د مسلم په روايت کې راغلي دي چې: ان الله رفيق يحب الرفق و يعطي على الرفق ما لا يعطي على العنف و ما لا يعطي على سواه. يانې: خدا ى تعالى مهربان دى، مهرباني او نرموالى خوښوي او په هغه عمل کې چې نرموالى ښودل شوى وي هسې بدله ورکوي چې له زيږوالي او تشدد سره يو ځاى عمل کې يې نه ورکوي.
ځوانانو!
موږ او تاسو ته مالومه ده چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د اخلاقو غوره نمونه وو او دا چې هغ مبارک به خلک څه ډول د خداى تعالى لارې ته بلل؟ او له خپلو اصحابو او ملګرو رضي الله تعالى عنهم سره يې څه شانې معامله درلوده؟
او په څه ډول به يې د هغوى زړونه او عقلونه لاسته راوستل؟ نو پر تاسې ده چې د ښو اخلاقو په ګاڼه باندې سنبال شئ او پر نورو باندې د اغيزې ښندلو ښې لارې-چارې غوره کړئ او خلکو ته دحق لارې ته د بلنې په چارو کې د انحضرت صلى الله عليه وسلم له غوره اخلاقو نه پيروي وکړئ. ځوانانو! کله چې په هم دې پيماني سره له نرموالي، ښې رويې او ښو اخلاقو نه برخمن و اوسئ، په دې کې شک نه شته چې ستاسې د بلنې اغيزه پر خلکو باندې لازياتيږي او خلک دې بلنې ته لا مخه کوي او ستاسې په مبارکو لاسونو باندې حق ډېر ښه تحقق پيدا کوي.
ژباړه او لنډیز

Tuesday, 12 January 2010

امريكا+اوباما+ د نوبل دسولي جايزه_ جنګ = صفر

امريكا+اوباما+ د نوبل دسولي جايزه_ جنګ = صفر

احمد (فرزان)


له تمي خلاف د ۲۰۰۹ كال د نوبل دسولي جايزه ،۴۴ امريكايي ولسمشرافریقاء ی الاصله تورپوستی ۴۷کلن باراک حسين اوباما (barrack Hussein Obama) ته وركړل سوه ، هغه چې څومياشتي كيږي د چينج په شعارسره يي د ډبلیوبوش په مشرۍ د جمهوري غوښتونکو دولسمشرۍ دوې پرلپسې دورې پایته ورسولي .
اوباما چې په امریکادننه یې دطبقاتي تساوی ، بشري خواخوږۍ اومثبت بدلون شعارله ځان سره ګرځوي ځکه دامریکا اونړۍ په کچه دپراخ محبوبیت وړوګرځید چې د بوش حکومت ته یې دپای ټکی کښیښود ، هغه بوش چې دامریکا ترټولوناخوښه ولسمشر، جګړه مار او غاصب ګڼل کیده.
بوش دخپل حکومت پرمهال پرعراق بریدوکړ، اوه نیم ملیون عراقيان يې مړه ، ټپی اوکډوال کړل ، په افغانستان اوسیمه کي یې دتروریزم سره دناانډولې ، نامناسبې اوناپایه مبارزې په نوم پراخه جګړه پیل کړه ، پرشمالي کوریا، ایران، سوریې اوفلسطیني حماس یې اقتصادی بندیزونه پراخ کړل اودمنځني ختیځ په کشاله کي یې دبشردښمنه اسرائیلومرستي ته ملاوتړل اوداټول هغه څه وچې په نړۍ کي یې امریکادیوه یرغلګر، بدمعاش اوتیري کوونکې هیوادپه توګه معرفي کړل.
دامریکاڅارګري ادارې اواستراتیژیستان په دی ښه پوهیده چې دهیواد له منځته تللې ابرو اوعزت يې بیله دغه ډول یوسمبولیک بدلون څخه بیرته نسي اعاده کیدای اوله همدی امله دی چې اوباما دیوه مهربانه ، خواخوږي اوبشردوسته انسان په بڼه راڅرګندیږي اوپه نړۍ کی یوه هنګامه جوړوي .
له كله چې اوباما واك ترلاسه كړي دخپل چينج دشعارداثبات لپاره يي په نړيواله كچه څوظاهرا نوي ګامونه اخيستي.
له عراقه د امريكايي سرتيرو ايستل ، دګونتانامو زندان تړل ، له ايران سره دهغه هيواد دايټومي لانجي پرسردخبرو دوام او داسلامي نړۍ سره ددوستانه اړيكود جوړولو په ترڅ كي دمصرپه پلازمينه قاهره كي دقاهري په اسلامي پوهنتون كي اسلامي نړۍ ته داوباما وينا هغه څه دي چې اوبامايي ددي جوګه كړچې دنوبل دسولي جايزه خپله كړي.
اوباما هغه ته دنوبل دسولي دجايزي تراعلان وروسته وويل چې ده تراوسه په نړيواله كچه دسولي لپاره چندان كارنه دي كړي او داته يوپيغام دي چي ګوندي نړيوال ورڅخه دنړيوال كړكيچ دختمولولپاره ډيركارغواړي.
داخوريښتاده چې اوباماتراوسه دنړيوال كړكيچ دختمولولپاره كارنه دي كړي ، نړۍ اوس هم دتمدنونواوتهذيبونودټكرداقتصاد پرسرجنګ او د ايډيولوژيودتصادم سره مخ ده ، خوپوښتنه داده چې له دي مخ په ايسته به اوباما وكولاي سي ترخپلوشخصي ګټو تیرسي ، بشري ګټی خوندي کړي ، دنړۍ دامن، ترقۍ اوبشریت لپاره هڅه وکړي ، دبی وزلۍ اووروسته پاته والي په وړاندي ودریږي اود۲۱تمي پيړۍ دادنیا له روان کړکیچه وژغوري؟
داپوښتنه ترلاندي څويادونو وروسته ځوابوو.
دامریکاسرمایداره نظام چې په ټوله کي له درویوډولوستروکمپنیو(تسلیحاتي ، نفتي اوکالایی) څخه وده مومي ،خپل بهرنی سیاست داسي جوړوي چې په بهرنړۍ کي خپلودریوواړوکمپنیوته دګټی وټی زمینه برابره کړي، په دی ماناچې امریکامجبوره ده دوسلودپلور، نفتوترلاسه کولواوخپلوصنایعودخپرولولپاره دنړۍ په چاروکي مداخله وکړي.
تردويمي نړيوالي جګړي راوروسته چي كله امريكا دجګړي ديوه فاتح په توګه وپيژندل سوه ، امريكا په دنياكي دنوي نظم او ګلوبلايزيشن (نړيوالتوب) په اعلان سره دنړۍ د څلرومشهورو نفتي زخيرو(دمنځني ختيځ حوزه ، دمنځنۍ اسيااوقفقازحوزه ، دافريقاحوزه اود كاناډا اولاتيني امريكاحوزه ) دترلاسه كولوپه فكركي سوه .
داسياد كنټرول لپاره چې په خپله سينه كي ترمځكي لاندي ستري ذخيري ، كاري نيرو اودكاروبارپراخ بازارلري، امريكادعراق په اشغال اوپه افغانستان كي په خپل نظامي حضورسره وكولاي سول ، په سعودي عربستان ، كويټ، امارات، قطر،پاكستان، تركمنستان، ازبكستان، تاجكستان، اذربايجان اوقرغيزستان كي عسكرځاي پرځاي كړي اوپه دي سره اسياكنټرول او روسيه منزوي كړي.
ددي لپاره چي روسيه بياپرځواك اوواك رانه سي د (سيا) سازمان ۹۰ په سلوكي لګښتونه يي دروسيي دانحصارلپاره ځانګړي كړه او په اسرائيلوكي يي د (پتريوت) په نامه پرمختللي توغندويي دفاع نصب كړه .
امريكادامهال له كاله ۱۰۱۰مليارډو ډالرو وسلي پلوري ، دنړۍ په كچه ۷۳۷نظامي اډي لري اودنړۍ له ۸۰ هيوادونوسره يي ستراتيژيكي طرحي لاسليك كړي دي .
منځنی ختیځ یوله هغوناسورونوڅخه دی چې ددویمي عمومي جګړي یاداسرائیلود فاشیستي نظام درامنځته کیدوله مهاله تراوسه همداسي پاته دی اوامریکاپه دي ټول دوران کي داسرائیلوله اصلي ملاتړکونکوڅخه پاته سوي .
ځکه داهغه سیمه ده چې دنړۍ څلویښت په سلوکي نفت ورڅخه صادریږي اودتسلیحاتي اوکالایی کمپنیودبازارلپاره هم ترټولومناسب ځای دی .
دامریکاتسلیحاتي ، کالایي اونفتي کمپنۍ له کاله ملیاردونه ډالرله منځني ختیځ څخه په لاس راوړي اویوازي په كال دوه زره اتم كي امریکااوبرتانیې په دي سیمه کي ۱۵۰ملیاردډالروزیاته وسله پلورلې ده .
دې ته په پام سره چې دامریکاسرمایه داري نظام له همدې کمپنیوڅخه دمالیې په اخستلوپرپښوولاړدی ، شوني ده چې اوباما دي دخپلوکمپنیودغه پرانیستی بازاروتړې ؟
ایادنجات دافرشته به دمنځني ختیځ کشالې ته دپای ټکی کښیښولای سی ؟ داسرائیلوڅخه به له ملاتړ لاس واخستلای سي؟ اودبیګناه فلسطینانوویني به ودرولای سي ؟
په هیڅ شکل به هم اوبامایی امریکا داسرائیلوله ملاتړه لاس وانخلي او په هیڅ ډول به هم اوباما ونه کړای سي چې دمنځني ختیځ کشاله په سمه اومناسبه توګه حل کړي.
عراق چي په اړه یې اوباما لاله اوله دبدلې ستراتیژۍ خبره کول ، اودادی اوس یې دسرتیرودایستلولړۍ هم پیل کړې بله هغه موضوع ده چې ترکاسې لاندي نیم کاسه لري .
دبش ترمشرۍ لاندي امریکا پرعراق دبیلوژیکي وسلودلرلوپه تورحمله وکړه ، اوه نیم ملیونه عراقیان يي مړه ، ټپي مهاجراوهغونه څوبرابره نوريي دربدره کړل ، دشیعه ، سوني اوکردي عراقیانوترمنځ یې جنجالونه لاپسي زیات کړه ، ویني یی وبهولي ، دابوغریب په زندان کي یې بشرضدجنایتونه وکړل اودادی لاهم ورڅخه ویني دارې وهي .
خواوس چې اوبامایی امریکاغواړي له دې هیواده خپل سرتیري وباسي په دې مانادي چې عراقیانوته یي سوله راوستل؟ امریکاغواړي جګړه اوتیری پایته ورسوي اوکه امریکانورخپلي موخي ته رسیدلې؟
حقیقت دادی چې امریکاپه عراق کي هغه څه ترلاسه کړي چې دې یې تمه لرل اونوراړتیانه ویني چې هلته دي پاته سي اوداهغه تګلاره ده چې که بوش هم په واک کي پاته سوای وای داکاریې کاوه.
له عراقه دامریکایی سرتیروایستل دستراتیژۍ تغیرنه بلکي په بل شکل دهغه سیاست دوام دی .
امریکااوس دعراق پرنفتوقبضه کړي ، هغه ۱۵زره ملیارډه ټنه نفت چې په دې هیوادکي سته ، دقرارداد له مخې تمه ده په ۲۵کلونوکي ددریوستروامریکایی کمپنیوله لوري وویستل سي اودادي اوس دورځي شپږعشاریه یوملیون بشکې استخراجیږی .
څه فکرکوئ ! اوبامابه وکولای سې دعراق په اړه دامریکادې سیاست ته بدلون ورکړي ؟ ایااوبامابه هغه ټول قراردادونه چې دعراقي نفتودایستلولپاره سوی لغوه کړای سي اوداچوراوتالان به بندکړي ؟؟؟
په اصل کي به اوباما داسرائیلو، فلسطین، عراق ، ایران اوخلیج په اړه همهاغه سیاست ته دوام ورکوی چی لاله وړاندي دبوش پرمهال جوړسوی و اویوازی به دڅوظاهري کارونوپه کولوسره دچنج خپله هغه وعده ریښتیني وښیی چې دکمپاین پرمهال يی ورکړې وه .
اوباما به هیڅ صورت هم دایران په اړه خپل سیاست بدل نه کړای سي هغه ایران چې دنړۍ دنفتودڅلورمي زخيرې په توګه یادیږی ، اوکه دې هیواد ایټومي قوت وموند نواوباما له دې پرته چې اسرائیل وهڅوي ایران تربیدلاندي ونیسي بله لاره نلري اوداهغه څه دي چې بوش لاله وړاندي غوره کړي و.
اوباما دبوش په څیراړدی چې روسیه په انزواکي وساتي ، دچین اوروسیې داړیکودنیژدی کیدومخه ونیسي اوپری نه ږدی چې روسیه په اسیا ، افریقااولاتینه امریکاکي دوسلوپلورته دوام ورکړي.
اوباما به ونه زغمي چې روسیه پرهند، ایران ، سوریه ، اندونیزیا، وینزویلا، چین، كيوبا اوشمالي کوریاوسلي وپلوري اویایي تسلیحاتي کمپنۍ چي له پخوانه په ښه کیفیت مشهوري دي ښه بازارپیداکړي.
له اوباماسره په افغانستان کي دامریکادستراتیژۍ دبدلون خبره هم راپورته سوه ، هغه چې زه ورته دستراتیژۍ بدلون نه بلکي دتکتیکونوبدلون وایم.
اوباما زموږ په منطقه جګړه لاپراخه كړه ، دافغانستان دمختلفوسيموپه كليواوبانډو كي يي دتروريزپرضد اعلان كړي نړيواله جګړه نه يوازي داچې ختمه نه كړه بلكي له ډيورنډهاغاړه سيموته يي هم وغځول.
پايله داچې فكركيږي له اوباماسره تړلې ټولي هغه هیلي چې ګوندي په واقعي توګه به دنړۍ دانوی واکمن بشردوستانه فکروکړي، بشري ګټی به خوندي کړي ، ترخپلوشخصي ګټوبه تیرسي، دنړۍ دامن، ترقۍ اوبشریت لپاره به هڅه وکړي ، دبی وزلۍ اووروسته پاته والي په وړاندي به ودریږي اود۲۱تمي پيړۍ دادنیابه له روان کړکیچه وژغوري ، یوازي دسراب حیثیت ولري.

Sunday, 10 January 2010

دسې آى اې جال په افغانستان کې راپريوتى!!

دسې آى اې جال په افغانستان کې راپريوتى!!
خبيراحمد

افغانستان په رښتياچې ديرغلګرودهضم اواشغال ځمکه نده ، که بهرنيان، دوسايلو، تکنالوجي، لښکرو، استخباراتواومادي امکاناتوله وجې تردوغوږونوپورې مجهزاوبسيادي ، خودادى لنډپه لنډدسرپه سترګوليدل کيږي چې دافغانانوهمت اوجهادي عزم ته مات بې وسه اوسلامي دي
امريکايانوچې ٩ کاله وړاندې دافغانستان اشغال ته بډې ووهلې ، تربل هرڅه چې ډيرپرې نازيدل اوافغانستان يې له لوى زيان نه پرته دخپل نيواک يوه وړوکې ګوله بلله ،هغه پرپوځي پرمختللې تکنالوجى سربيره دسې آى اې داستخباراتي شبکې سريعه اومسلطه کارګردګي وه ، ځکه دسې آى ې چارواکواوسرچينوبه ويل چې دوى په افغانستان اوسيمه کې دومره ډلې ټپلې ، شبکې ، شخصيتونه اوافرادډالرواونوروسياسي لالچونواورشوتونوپه بيه ايجنټان اوخپل کړي چې ترډيرې مودې کولاى شي خپلې موخې دخپلودغونوکرانوپه زريعه پلې اوبريالى وساتي
په پيل کې همداسې وو، په افغانستان چې امريکايانواومتحدينويې يرغل پيل کړاودملامحمدعمرمجاهدپه مشري دطالبانواسلامي حرکت يې مقابلې ته راودانګل ، دسې آى اې دايجنټانوبازاردومره ګرم اوپه جنون کې وو، چې دګوتوپه شمير، له رښتينواوباهمته مسلمانانوپرته په ټوله سيمه دامريکادويرې او هيبت خپسکې ،دبې باون دالوتکووحشت ، دسې آى اې دموډرنوجاسوسي الاتواوسټلايټونو پريماني هغه امريکايي حربې وي چې په هغه مهال يې امريکايي يرغل ته څه ناڅه مورال وربښلى ؤ چې ان دخپل منځي تربګنيواودښمنيوخاوندانوهم ترډيره ځايه دسې آى اې له خورجاسوسى جال نه ښه استفاده وکړه ، خپل دښمن يې دامريکاددښمن اوغليم په نوم معرفي ، دسې آى اې امريکايي ځناوروهم پرته له کومې دقيقې پلټنې اوپوښتنې ورپه ګوته شوي خلک اوکورنى ياله يوې مخې بمباراويايې دبګرام ، ګوانتنامواونوروامريکايي زندانونوتوروتمبوته ورسول
له بلې خوا، فضااوشرايط دومره دامريکاپه ګټه وه ، چې سې آى اې دخپلوبې خرته ډالروپه واسطه دسياسي ګوندونو، بشري سازمانونو،ازادي خوښومدعيانو، ميډيااوحقوقي حلقوپه خولوباندې هم کلک مهرونه لګولي ؤ ، درښتينواوبااحساسه مسلمانانوڅخه علاوه ، چادامريکااويرغلګروپه خلاف سوڼ قدرې هم نه کاوه ، فکر، ژبه ، قلم ، جرئت اوهڅي يې ټولې دلوى استعمارتائيد، دفاع اوديرغل توجې کولوته وقف اوپه چوپړکې وي
ددوى ټولوله ژبو، قلمونواودريځونوڅخه دسوله ساتو، بين المللي قواوو، ديمکراسى ، مدني ازاديواوهاغه دغوپه نومونوغوړوشعارونه راپورته کيدل اوهغه به يې ټول دامريکا اوبهرنيوقواوودروان يرغل په خدمت کې استعمالول
دصليبي يرغل تائيداومرستې ته يوشميرپخواني اوکټر بنسټپال اخوانيان ، مخکښ کمونيستان ، ستميان ، افغان ملتيان ، په پيسواوچوکيومين ځينې قلموال ، يوشميردرباري ملايان ، حضرتان اوپيران هم په ګډ موقف اويوه امريکايي دريځ کې سره يوځاى شول ، خپلې مذهبي ،عقيدوي نشلستي اوهرډول نارې اوشعارونه يې د امريکايي تجاوز دفاع ته وقف کړل ، چا ويل چې امريکايي عسکرځکه يرغلګرې قواوې نه بلل کيږي چې هغو دافغانانو(دوى ) ! په خوښه راغلي اوبين المللي هوکړه هم له ځان سره لري ،چاويل امريکايان اومتحدين يې چې افغانستان ته راغلي نيت اواصلي موخه يې بيارغونه ده اوپه ضمن کې يې چې عام خلک وژني دغه کار سهواْ ترې پيښيږي ، قصدي يې نکوي ، چاويل چې افغانان ښايي له دغه حالته ګټه پورته کړي ، دامريکايانوله حضورنه استفاده وکړي ،له ګاونډيانونه دتيروجفاوو، غچ اوس واخلي !! چاڅه ويل اوچاڅه .......
خوڅنګه چې دوى ټول دسې آى اې ، مامورين ؤ اودهغوى ډالرواومکافاتوپه حقايقو، دين ، مذهب ، هيواداوملي وجدان ددوى سترګې پټې کړې وي ، تورته يې سپين اوسپين ته يې تورويل ، دوخت په تيريدوچې کله سې آى اې پوه شوه چې نوردغه سوليدلې سټې په نوکرى نه ارزي اولدې زيات لګښت پرې هسي اوتې بوتي دي ! مخ يې ترې په بله کړ، راشن يې پرې بندکړاو دوى يې عملااستفراق کړل ،
دغوايجنټانو هم کرارکرارپه ګيلو، مانوپيل وکړ، چې امنيت نشته ، ولسي وژنې کيږي ، داسلامي قوانيوسپکاوى ترسره کيږي ، په دولتي اداروکې فساداودرغلي موجوده ده ، کاراهل کارته ندى سپارل شوى اوداسې نور........
په داسې حال کې چې دوى ټول امريکايي چاکران ؤ، دهغوى دتوپ ، ټانک اوالوتکوپه زور، افغانستان ته راغلل ، ډالرودوى ته حثيت وروباښه اوترهغه چې ددوى چربه وه ، دامريکايانوپه هرې فجايع ، ناورين ، جنايت اووحشت به يې پرده غورځوله ، سکوت به يې پرې کاوه اوحيلې به يې ورته جوړولې ، دانن هم که هاغه تيره چربه بياورته راوګرځي ، نه به سياف ، رباني ، قاضي وقادګيلمن ووينې ، نه به ګلابزوى ، جنرال دوستم ، سيدکان ، اشرف غني ، جلالي اونورامثال يې دخفګان اظهاروکړي !
اصلي خبره مودسې آى اې کوله چې په پيل کې دخپلوزيره خوروپه واسطه چې په هرقشراوطبقې کې موندلي اوپه کرايه کړي ؤ ، دموقت بري کوله ، داسمه اورښتينې خبره وه چې په سرکې دغې تورې شبکې دخپلوايجنټانوپه شيطانت ديوشميرمجاهدوافغانانواودنړى دڅوسووتنوميړنيومسلمانانوپه نيولواو شکنجو بريالى شوه اويو څودقيق توغندي يې په سيمووويشتل ، خومجاهدينوډيروخت دغونړيوالوجنايتکارانوته ورنکړ، ورته متوجه شول ، دهيوادپه هرکونج اوکنارکې پرې راوګرځيدل ، دسې آى اې دايجنټانودپيژندلو، څارلواوتصفيه کولوپه برخه کې يې هڅي پيل کړي ، څه يې ووژل ، څه يې وويرول اوڅه يې توبګارکړل ، مطلب داچې ترډيره حده يې دامريکايي استخباراتي وحشت هغه کمبله چې دماهرواوروزل شووجاسوسانوپه توسط يې خوره کړې وه ، ټوله دافغانستان پراخه اوقاطع ځمکه يې له دغه لعنت نه پاکه اوستره وګرځوله اودځمکې له سرنه يې دسې آى اې لښکرې چې په افغاني جامه کې وي رسوا، خنثى اوشنډې کړي ، خبره يواځې ، هواته پاتې شوه ، دهوااوفضاله لارې يې دبې پيلوټه الوتکوپه استخدامولوخپلې ماتې اوګوډې توطيې وغزولې چې دمعلوماتوله مخې دامريکايي شبکې لدې لارې اهداف تعينول اوموخې ته رسيدل ډيرکمزورى ، بې پايلواوپه سلوکې يوفيصد دى!
اوترټولوزيات ګوزارچې دسې آى اې ، خونکار اواسلام دښمنه جال ته ورسيداوعملايې راپريويست اودغه شبکه يې دامريکايي ولس اودنړى دنوروجاسوسي شبکوپه وړاندې په دوه توته کړه ، هغه تيره اونۍ دخوست په ولايت کې ديوه اتل مجاهدله لوري دنوموړې جاسوسي ادارې په ګڼولوړپوړوغړوفدايي حمله اودهغووژنه وه
چې داسوشیټیډ پریس دراپورپه اساس چې د سی آی اې افسرانو خبر ورکړی وايي چی د خوست په حمله کی چی کوم اته سی ای اې وال وژل سوي وو ، یوه یې په خوست کی د سی آی اې ، خوراماهر اوکارنده آمره وه چی د درو اولادونو مور وه .
په واشنګټن کی د سی آی اې لوی رییس « لیون پنیتا » د دې افسري او ۷ نورو ایجنټانو په وژنه سره خپل ژور غم او ماتم ښکاره کړ او دا پیښه یې په اتو کالو کی د سی آی اې لپاره عظیم ترینه ضایعه وبلله .
سی آی اې وویل چی د هغوی نومونه د وظیفې د حساسیت له امله نسي معرفي کولائ .
خبر زیاتوی چی په تیرو اتو کالو کی د سی آی اې فقط درې افسران په افغانستان کی وژل سوي وو، خو دتيرې اونى په حملې سره اته نور افسران په صرف څو دقیقو کی د مرګ کندی ته ولوېدل او شپږ نور یې هم ژوبل سول چی دا د مجاهدينو لپاره یو ډیر ستر بریالیتوب ګڼل کیږي ، ددغه بريالي ګوزاراندازه بائيدلدې هم معلومه شي ، چې دخوست يوه لوړرتبه مقام اوسرپرست والي رسنيوته ددغې پيښې په اړه وويل چې نورپه خوست کې شپه ګرانه ده ، ځکه دسې آى اې په مهم مرکزبريداودمخې چارواکووژنه يې څرګندوي چې له دښمن نه نورنشوپټيداى ، ديادولووړده چې دسرپرست والي خبره رښتياهم وخته ، درى ورځې وړاندې دخوست ولايت په مقام کې هم بمي چاودنه وشوه اودسرپرست والي په ګډون ګڼ مهم دولتي مامورين کلک ټپيان اويوشميريې ووژل شول
په دې توګه دې بريدپه ډاګه کړه چې دسې آى اې ، دځواک اومهارت خيالي داستان نور، هيڅ اوکوم ارزښت نلري ، دغه شبکه نوره محکومه اودمجاهدينوترګوزاراوبريدلاندې ده ، سې آى اې ، والوکه څه هم پخواويل چې په نړى کې څوک داجرئت اوصلاحيت نلري چې دوى ووژني ، شکنجه يې کړي اووې ويروي ، ځکه دغه هرڅه بائيددوى ترسره کړي ، خواوس هغه ده خبره برعکس ده ، دلوى خداى په فضل به سې آى اې ، يواځې ددفاع حالت غوره کوي ، دبريداوغچ ځواک به له مسلمانانوسره وي ( انشاالله تعالى )

Tuesday, 5 January 2010

ای دايران دفاشيستانو خدمت ګار کرزيه

ای دايران دفاشيستانو خدمت ګار کرزيه
تا دپښتون په نوم برباد کړو لوئ غدار کرزيه
ای دايران دفاشيستانو خدمت ګار کرزيه
له کندهاره تر اټکه دپښتون دښمنه
تا پښتانه کړه له قدرت ځنې بيرون دښمنه
دستميانو تاجکانو طرفدار کرزيه
ای دايران دفاشيستانو خدمت ګار کرزيه
تادپښتون شملې پرځای قره قلي رواج کړه
تا داچپنه اغوستل ډيره ډولي رواج کړ
داټول کارونه کړې په خوښه داغيار کرزيه
ای دايران دفاشيستانو خدمت ګار کرزيه
سياسی قدرت دې دی ورکړي تاجکانو لره
دپښتنودې قاتل قام هزاره ګانو لره
يو دې ښې لاس بل دې چپ لاس دی جفاکار کرزيه
ای دايران دفاشيستانو خدمت ګار کرزيه
لس کاله کېږی چې تا دلته امريکا راوستې
پښتون کشئ پسې دې ټوله اروپا راوستې
په ماشومانو او ودونو کړې ببمار کرزيه
ای دايران دفاشيستانو خدمت ګار کرزيه
هليکوپترې دي ټانکونه دي توپونه دلته
زمونږه خلکوته يې راوړي دی مرګونه دلته
له بې پيلوټه طيارو کوې ګوزار کرزيه
ای دايران دفاشيستانو خدمت ګار کرزيه
ته پښتنو جمهور ريس کړې بې وفا کرزيه
خو تا ددوئ سره پوره وکړه جفا کرزيه
کړي کونډې رنډې يتيمان درته ازار کرزيه
ای دايران دفاشيستانو خدمت ګار کرزيه

Sunday, 3 January 2010

دزوال په لوري، روسي اوامريکايي سيالي

دزوال په لوري، روسي اوامريکايي سيالي
زه په دې مضمون کې نه تحقيق کوم او نه هم تاريخ ليکم ، نه دچا اوريدل ليکم او نه هم ليکل . فقط زه خپله مشاهده ليکم او قضاوت هم تاسو ته پريږدم.

د ١٣٥٨ هـ ش کال، دجدې دمياشتې دريمه ،څلورمه اوپنځمه نيټه، دکابل فضا خورا مصروفه وه .داسې شيبه نه لېدله کيدله چې، دکابل په فضاء کې به يوه الوتکه نه وه .موږ په بنديخانه کې په دې نه پوهيدلوچې څه شوي اوڅه کيږي؟

دري ورځې همداسې تيري شوي .بله ورځ ماښام يوخورا دروند فير وشو، داسې ويل کيدل چې له هوائي ډګرڅخه دامين دهستوګني ځاى (دارلامان – دتاج بيګ غونډۍ )وويشتله شوه.

زما اټکل داوو چې تر دې لا وړاندې، امين او ملګري يې دروسانو او پرچميانو له لوري محاصره و او يا بې وسلي شوي وو. ځکه امين دروسانود نيغ په نيغه تيري مخالف و ،دهغه وژلو هم داخبره وښودله .

په هرحال فيرونه ډير شول ، وضع بدله شوه ، زه په بنديخانه کې رښتيا هم نه پوهيدم خوکمونستان دتره کي ملګري او پرچميان لکه چې خبر شوي وو. ماخستن يوه راڅخه پوښتنه وکړه :دابه څوک وي؟

ما ورته وويل :که هر څوک وي ، وي به ، خو داښځينه ګروپ دي خداى تعالى نه راولي .

په بنديانو کې دتره کي له ملګرو څخه يو دشينوارې په نوم ؤ. (غالباً محمدرسول چې دببرک په وخت کې دهلمند والي شو.) او دوه تنه دطب محصلين وو چې، له پرچميانو سره په تړاو، دامين بانډ بنديان کړي وو. هغوى راته وويل : ښځينه ګروپ څوک دي؟

ما ورته وويل : پرچميان ، ځکه خلقيانو موږ نه پريښودلو، دملت خلک، علماء او په خبره پوه کسان ، آن يوازې لمونځ کوونکي يې بنديان کړل ، شهيدان يې کړل او هجرت ته يې اړ کړل .خو موږ وسله ورپسې واخستله .دې ځاى ته مو راورسول . خوکله چې دخلقيانو او پرچميانو ترمنځ دښمنې رامنځته شوه او پرچميان يې وشړل ، ډيرې غلاوې او خبرې يې پسي وتړلي ، هغوى هيڅ کوم ميړنى اقدام ونکړ. يوازې شب نامې به يې خپرولي او داکار زموږ دښځمنو او ماشومانو کار ؤ ...

څو شيبې وروسته، روسانو ته عقيدتاً دوفادار، ببرک کارمل غږ له پردۍ راديو څخه راپورته شو... سهار وضع بدله پرچميان او دتره کي ملګري خلاص شول او ...

په هرحال روسان راغلل ، هر ډول بې قانونه کارونه يي وکړل ، دظلمونو او تيريو ، فساد او کړولو ټول پخوانې ريکارډونه يې مات کړل . په دوى هم هغه څه وشول چې دغسې په زور کې سور پوځ راتلل او دغسې شرميدلي ، سرټيټي په ژيړه بڼه ماتې، تاريخ نه ليدلي او نه ليکلي وه.

خوروسان دبوټې تربيخ خلک نه وو،نظر امريکايانو ته يې راتګ نسبتاً په تدبير و او امکانات ورته برابر وو . هغوى په افغانستان کې دراتلو لپاره خورا ډير کار کړى ؤ. دهرې کابيني نيم وزيران دهغوى پلوي وو. په شاهې کورنۍ کې مرحوم داودخان ورته نژدي ؤ. زما ياد دي (له موسى شفيق پرته) هر صدراعظم چي به مقرر شو، لومړنۍ لېدنه به يې له ماسکو څخه وه ...

پوځې کسان يې روزل . قرار دادونه يې درلودل .که پرتله شوي واى دروسانو قرار دادونه دټولې اروپا او امريکا په پرتله ډير وو. کمونستې حزبونه يې دخپلو ګټو لپاره جوړ کړي وو او ... په راتلوکې يې هم پرچميان او خلقيان په عقيدوي او سياسي لحاظ ملګري وو. ددوى په روزنه برابر پوځ ورته پاته و. سرحدونه يې خلاص ، کوم موانع ورته نه وو او واټن يې کم ؤ.ترکمنستان ،ازبکستان اوتاجکستان چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، ټول يي خپل اقمار او ملګري وو.

پوځيان يې ډير راغلل او ښه مجهز وو، قومانده يې يوه او پوځې ځواک پکې مرکزيت درلود .خو هغه ټوکه ورباندې وشوه چې اوس افغانستان ته په امريکايې ملګرتيا، دهغوى په الوتکو او ټانکونوکي لا دراتلو زړه کولاى نشواى. دانه چې په خپله سهو اقرار کوي ، علني وايې چې امريکايان زموږ خطا او سهوه تکراروي.

دامريکايانو دراتلو په مهال هم زه په کابل کې وم . خو دامهال بندي نه وم.

امريکايانو ته دروسانو په پرتله هيڅ مادې ، سياسي او پوځې امکانات برابر نه وو. نه يې کوم پلوى ګوند درلود ، نه يې دلته په پوځ اوحکومت کې کار کړى ؤ . نه يې دومره تعلق ؤ چې آن افغانان يې پيژندلي واى . فقط يو وزر يې زور او بل يې زر ؤ چې ورباندې راغلل .

زور خو يې لومړى په بمباريو کې څرګند شو چې، دطالبانو جنګې کرښې يې په شمال کې بمبارد کړي .دکابل په فضا کې يې هليکاپتر او بې پيلوټه الوتکو وښودله چې فقط په زور راغلي دي او ظلم يې په جنګې کلا کښې ښکاره شو.

دزرو خبري يې اوس اسرار نه دي ،هرڅوک پوهيږي چې څوک يې واخيستل ،څرنګه يې واخستل او په څو يې واخستل ...
خو امريکايان دروسانو په پرتله، خورا کمزوري دي، نه هغومره ډيردي ، نه هغسې سرحدي امکانات لري او نه هم کومه سياسي پشتوانه . نه يې دپوځې کارونو مرکز يو دى او نه هم خپل ملګري ورسره وفادار او نژدې دي. نژدې ملګري يې داستعمار زړه مور، بريتانيا ده چې داوباما د ٣٠٠٠٠ تنه پوځ په مقابل کې يي د٥٠٠ تنه راتللو وعده وکړه ...

اکمالاتې لارې يې له دښمنو سيمو تيريږي چې، آن تاريخي دښمن، روس ته په دې هکله دمرستي په تمه اړولي دي.هغوى کله لاس ورکړي او کله په وازه خولي وايې :له امريکايانو سره مرسته ونشي، بلکې مخالفينو ته يې لاس ورکړل شي، ځکه ممکن هغوى يوه ورځ قدرت ته ورسيږي .

(ازادې راديو ،٢٦/١٢/٢٠٠٩ ديوه روسي وکيل له خولي.)
نوکه يې سړي پسرلي ته ګوري منى يې معلوم دى :

(ازبهارمن به بين خزان مرا)
هيڅ ورته پاته نه دي ، دلته يې تر راتلو، دتللو تلوسه زياته شوې ده .خو پښې يې نښتې دي ، که يوه کاږي په بله زورکيږي او نوره هم نښلي...
يوازينۍ لاره داده چې اوباما دتللو اراده خورا په شف ، شف څرګنده کړه. همدا اراده دي شفتالو کړي . څرګنده دې کړي . دتللو وعده دې وکړي .

افغانان دومره هم بې حوصلي نه دي چې، دتللو په مهال يې په جسدونو، معيوبينو او مات ګوډ پوځ باندې بريدونه وکړي. نه ،که ځې ممکن ورته دعزت لاره ورکړي. هغه يوځل دملت دقهر په څپه کې پيښه شوه چې، دټول انګريزي پوځ په ځاى فقط داکتر برايدن ژوندى ووت . افغانانووروسته انګريزانو ته هم ودوتلو لاره ورکړه او روسانو هم دپزې دکرښې په ايستلو،پاته سرونه ژوندي وايستل .
په افغانستان کي دامريکايانوپه وتلويا شړلو، دسوکالۍ په هيله .

افغانستان دامپراطوريو هديره

افغانستان دامپراطوريو هديره
دا اصطلاح اوس دومره عامه شوې ده چې آن دتيري کوونکو په خوله لا هم د ورد په څير جاري ده. داخبره داښيې چې امريکايان په خپلو معنوياتو ،جنګې مورال او سياسي کړو ، وړو کې دي ځاى ته رسيدلي دې چې ددوى ماتې په افغانستان کې حتمي او ددوى دامپراطوري هديره هم افغانستان ده . خو دلته راته دا پوښتنه ضروري ښکارې چې ولي امپراطورۍ په تيري راځې او بيا ولې ماتې خوري؟ دنشه اى روسانو او امريکايي شرابيانو په څير ديوه جسد وينې، بل ورباندې روان وي...

دافغانستان جغرافيايې موقعيت داسې جوړ دى چې له يوه لوري دتجارتې کاروبار ديوه څلور لارې حيثيت لري ، له بلې خوا په سوق الجيشي لحاظ دسنګر په څير دی. که څوک پکې ځاى ونيسي ،بل ورباندې ورتلاى نشي . همدغه موقعيت يې دى چې امپراطورې ګانې ورته هوسيږي، څوک له شمال څخه ورباندې بريد وکړې جنوب ته لاره پرانيزي او څوک دجنوب څخه بريد وکړي شمال ته ورباندې رسيدل غواړي . څوک له غرب څخه شرق او څوک يې په عکس تکل کوي. خو تر اوسه کومه امپراطوري په دې بريالۍ شوې نه ده چې دلته پکې ځاى ونيسي او دبلې امپراطورۍ مخه ډب کړي. کله ، کله داسې شوي دې چې په کمزوري ځاى دويش چاړه کښيږدي ،شمال ، جنوب ، شرق او غرب يي راوسکڼې . همداسي سازشونه دې چې روسانو او انګريزانو ټوټې ورڅخه سکڼلي دي، اما ټوله قبضه يې ورباندې راغلي نه ده.

تر اسلام وړاندې يونانيانو او فارسيانو دلته يرغلونه کړي او ان دهند دنيولو لپاره يي همدا ميدان او معبر ګرځولى دى . خو هيڅ يې کړې نه دي. ديونانې امپراطورۍ ، افراد او پوځونه دلته ختم شول.
دافغانستان په شمال کې ديونانيانو پوځ پاته شو،مرکز يې جوړ کړ ،خو دتاريخ په تيريدلو يې نه کوم فرد يونان ته لاړ او نه يې اوس دلته ديونانې قوم په نوم څوک شته ، له امپراطورۍ سره ،سره يې فرهنګ او تاريخ هم ختم شو ان دلته نژاد يې لا خلطيت او دهويت بدلون ته اړ شو.

فارسيانو که څومره بريدونه وکړل هغومره يي مقابله شوې ده.
د اسلام تر راتلووروسته، په نړۍ کې خورا خونړى چنګيزې تيرى و چې په وحشت کې يي دتاريخ په هنداره کې مثل نه ليدل کيږي.
دهمدې وحشې تيري په وړاندې هم افغانستان و چې مقابله يي وکړه . دسلطان محمد خوارزمشاه زوى، جلال الدين افغانستان ورته سنګر ونيو او په باميانو کې دچنګيزې وحشي پوځ دزرګونو جسدونو په منځ کې يې دلمسي جسد هم ليدل کېده . دسيف کلا تاريخې مقابله هم هغه تاريخې حماسه ده چې دچنګيزيانو دماغونه يې ورته خراب کړل .

دوروستنيو پيړيو امپراطورې چې دبريتانيا ستره امپراطورې وه ، رښتيا هم له اروپا رانيولي تر اسيا ،افريقا او امريکا پورې يې دومره خاورې نيولې وي چې شپه ورباندې نه راتله ، که به يې په شرقې څنډه کې لمرولويد په غربې څنډه کې به راوخوت. له شرقې اسيا ترامريکاپورې انګريز مسلط و.

خو په افغانستان کې همدا ستره امپراطورۍ ،دهندې پوځونو په ملګرتيا نژدې يوه پيړۍ وجنګېدله ، هغوى غوښتل دافغانستان په خپلولو داستعمارې روسيې پولو ته ځان ورسوي او دمنځنۍ اسيا زيرمې خپلې کړي ،خو دانه چې هلته ونه رسيدل، بلکې دلته يې لا ککرۍ وخوړې. له سلامت پوځ څخه يې يو تن د ډاکټر برايدن په نوم ژوندى پاته سو . بل ځل يې په ميوند کې ککرۍ له ډبرو ولګېدلې او په وروستنې ځل يې دافغانستان داستقلال په رسميت پيژندلو سره يې امپراطورۍ سوړه وکړه. افغانستان لومړنى هيواد ؤ چې ترې ازاد سو او دنورو هيوادونو دازادۍ لاره يې ورته پرانيستله .

روسانو پخوا له دې چې کمونستې بدلون پکې راشي ، لايې دافغانستان نيولو ته بډوګې خوږيدل ، څنډو ته يې ځان رارسولى و او دکمونستانو په رامنځته کيدلو يې دا عمل ګړندى کړ. افغانې پوځ يې په روسې وسلو مجهز کړ ، پوځيان يې وروزل، دملکې محصلينو لپاره يې دروزنې زمينه مساعده کړه ، حکومتې واکمنان يې واخستل. په شاهې کورنۍ کې يې خواخوږې وموندل. دخلق ،پرچم او ستم په نوم کمونستې ګوندونه يې جوړ کړل، اقتصادي پرواګرمونه يې په حکومت وتپل او ...
لنډه داچې دکودتا او بيا مستقيم اشغال لپاره يې خورا ډير کار وکړ ،ترڅو يې په ١٣٥٨ هـ کال په لومړي ځل د ١٠٥ زره پوځيانو په بدرګه حمله وکړه ، حکومت يې خپل و، پوځ يې خپل و، خو افغانانو دايمان په قوت ورسره مقابله وکړه . پنځه لکه روسې پوځيان دلته راغلل او ولاړل . سرحدونه ورته خلاص،فاصله يې لنډه وه ، امکانات ورته برابر وو خو چې يوه لسيزه يې لا پوره شوې نه وه ، پښېمانه شول .

په توبو شول ، يو په بل يې خاورې اړولې ، تره کي ،امين او نور کمونست عناصر يې قربانې کړل. ببرک يي ذليل او ګوښه کړ تر څو يې نجيب دې ته اړ کړ چې دټولو کمونستانو په ځاى توبه وکړي ، اسلام او ملت دځان لپاره ډال کړي ،خلک وغولوي او دنظام په بدلون دڅو شپو ژوند واخلي.

خو دعامې کليې په تقاضا ، له استعمار سره يي لاس پوڅې هم ختميږي...
دروسانو هر څه ختم شول ، درسمي ارقامو په حساب يې ديارلس زره جسدونه او پنځه څلوېښت زره زخمې او ناروغ پوځيان بيرته بوتلل او نو رچې ترې ورک سول په هډوکو يې شيلي ډکې شوي . روسانو دجينوا په خبرو ځان ته لاره جوړه کړه ،پاته عسکر يې ووتل خو له سياسې خلکو سره يې پوځيانو هم پښيمانې وښودله او دحيرتان په پله يې دخپلو مشرانو حماقت دوروستې پوځې په ژبه اعلان شو.

عجيبه داده چې له انګريزانو څخه هم افغانستان لومړى استقلال تر لاسه کړ او له روسې کمونستې بلاک څخه هم ؛چې ورپسې يې دوارسلا بلاک هم مات شو. شوروې اتحاد يې ړنګ شو، هيوادونه ټول سره بيل شول .ځينې خو يې لا آن دغرب بلاک، ناتو ته پناه يووړه .

نن سبا امريکايان راغلي ، تيري يې کړى دى. په خپلو ګوډاګيانو، دشاه شجاع او ببرک تمثيل کوي ، خو امريکايانو ته دروسانو لس فيصده امکانات هم برابر نه دي.نه ورته دخلق او پرچم په څير ګوندونه وفادار دي، نه ورته جوړ پوځ پاته دى ، نه ورته لاره لنډه ده او نه هم سرحدونه ورته خلاص دي. په پاکستان کې يې کاروانونه خوندې نه دي، ايران ورته ددښمنې په سنګر کې ناست دى او له خورا ډيرې مجبورۍ له خپل تاريخې دښمنانو روسانو څخه دلارې مرسته غواړې .خوپه دې امکاناتو ګمان کيږي،د استقرار په ځاى، دفرار فکر ته رسيدلي او که يې فرار ته ترقرارترجيح ورنکړه ،نو بيا خو يې رښتيا هم افغانستان هديره ده . ددې مدعا دثبوت او تائيد لپاره، ديوه امريکايې جنرال دا اعترافونه چې له بهرنيو منابعو څخه ژباړل شوي دی ،وګورئ :

دیو ه امریکایي جنرال اعترافات

افغانستان دمنځنى آسيا هغه هيواد دى چى له څلورو خواو په وچه محاط او سمندر ته لاره نه لري دغه هيواد ته په تاريخى لحاظ دامپراطوریو هديره هم ویل کیږي، دامپراطوریو دهديرې اصطلاح امریکایي جنرال (پيټرياس) هم دافغانستان لپاره استعمال کړى دى کوم چې له څوکلونو راهيسې د ناټو له لښکرو سره یوځای په افغانستان کې دخلکو په وژلو او دهغوﺉ دشتمنيو په لوټولو لګيادى.
نوموړی وایې چى افغانستان ته ولى دامپراطوریو قبرستان ویل کیږي ؟!

ځکه دلته له کال ۲۳ قبل المیلاد څخه تراوسه دنړۍ څو مستکبرې امپراطورۍ له منځه تللې .
اسکندر مقدوني دلته ماتې خوړلې ، صفوي اوچنګیزي لښکرې همدلته تباه شوې اولهغه راوروسته دانګلستان دوخت داستعمارى قدرت نوبت راغى څوځلې چې له افغان مجاهدينو سره په ډغرو شول په زرګونو او لسګونو زرو مړى يې پر يوتل او دوى ترې وتښتيدل .

له انګلستانو وروسته دشوروى اتحاد دکمونستى امپرياليزم دوره راغله او پرافغانستان يې پربنډ تيرى وکړل روسان هم له لسو کلونو جګړو وروسته خپل لسګونو زره مړي، ويجاړ تجهيزات او په سلګونو زره معلولين دجنګ په ډګر کې پريښودل اوله دې هيواده وتښتيدل، مګر په دې ټولو استعماري قوتونو کې يو يې هم بريالى نشو چى افغانستان لاندې کړي.... اوس ديو امریکایي په توګه زموږ په ذهن کى دا پوښتنه راولاړيږي چې موږ دلته څه کوو، څه غواړو اوانجام به موڅه وي؟! اوبامه د څه لپاره هلته نور ۳۰۰۰۰زره تنه پوځ ليږي؟ آيا داضروري ده چې افغانستان دې د امریکایي پوځيانو هم قبرستان جوړ کړى شي؟! لکه چى ويتنام لامخکې د امریکایي پوځيانو دقبرستان وياړګټلى دي!!

جنرال ((پيټرياس)) ويلي دي : (( که په خلاصوسترګو حقايق ووينو موږ يو سلطنت يو او په يو استعمارى جګړه کې ښکيل شوي يو او پريو کمزورى قوم خپل فرهنګ په زور تپل غواړو، سربيره پردې موږ دا هم غواړو چى دهغوﺉ له طبيعى منابعو څخه هم ترخپلې وسې ګټه واخلو، ګوياموږ غواړو هغوﺉ استثمار کړو، لکه چى په تير تاريخ کى هم همدغسې شوي دي، دنورو هيوادونو طلا اوتيل مو لوټ کړ، ځکه چى د امريکا داستعمارى دورى پيل هغه وخت وشوه چې امريکا له هسپانيې سره په جګړه شوه، ١٨٩٩ له هغه وروسته دمنځني او جنوبى امريکا په اړه مو دټوپک دشپيلى ډپلوماسي خپل کړه .

په ويتنام کې له ترخې تجربې له ترلاسه کولو نه وروسته په کار داوه چې استعمارى سياست پريږدو، مګر په دې اړه له مجرمانه غفلت نه کارواخيستل شو، اوبامه ته مناسب ولکه چې څنګه يې په خپل انتخاباتي مبارزو کې ملت ته وعده ورکړې وه دعراق په اړه يې امريکايې استعمارى سياست پريښى واى، اوس مهال زموږ ٧٠٠ زره پوځ دنړۍ په وچه او سمندر کې ميشت دي، که چيرې دوى د امريکا په حدودو کې واى اوله امريکا يى دفاع کړى واى، ټوله نړۍ به يې شاته ولاړه اودغې استراتيژى ته به يې صحيحه استراتيژي ويله، په داسې حال کې چى موږ دنورو هيوادو په حدودو کې دځينو نورو پرضد جنګيږو، بربنډه خبره ده چى موږ تيري کړى په غلط يو، په دوهمه نړيواله جګړه کې موږ معقول دريځ درلود، ځکه موږ تيري کوونکي جرمنان او جاپانيان له خپلې خاورې ويستل او په دې لاره کې جنګيدو... موږ په افغانستان کې اوس مهال له نوى دښمن سره چې مجاهدين يې بولې جنګيږو ، صحيح ده چې دوى به دخپلې عقيدې او نظر يې پراساس نظريات لري داخو په دوﺉ پوري تړلې موضوع ده ، خوایا دوﺉ په ریښتیا د امريکا لپاره خطر دي؟!

دلته بيا هم هماغه پوښتنه راولاړيږي چې آخر زموږ مقصد څه شى دى، موږ نورو څو سوويازرو امريکايانو وينه تويول غواړو چې د افغانستان مځکه پرې خړوبه شي؟!
تراوسه پورې به حتماً د امريکايي پوځيانو دومره هډو کي په افغانستان کې راټول شوي وي چې د امريکا دسلطنت هديره ورته ووايو، موږ چې څومره بى ګناه عراقيان او افغانان د امريکا دورلډټريډسنټر دقربانيانو په بدل کې وژلى دي، دوژل شوو افرادو شمير ددى سنټر له قربانيانو څخه څو چنده زيات دى... تر دى وروسته له موږ سره پرته له دى نوره چاره نشته چى دافغان ملت پرټپونو مرهم کيدو، له هغوﺉ نه په دواړو لاسو معافي وغواړو او څومره ژر چې کيږي ځو ړند سرونه افغانستان پريږدو، که په افغانستان کې دافغانانو ترمنځ اختلاف شته هغوﺉ به په خپله خپل اختلافات پای ته رسوي.

Friday, 1 January 2010

رښتينى څوك دى ؟

رښتينى څوك دى ؟
چارشنبه, 09 December 2009 06:00 سميع الدين افغان
که چيرې د بشريت او انساني نړۍ پس منظر ته ځير شو انسانانو د ابتدا څخه بيا تر يويشتمې پېړۍ پورې د انسا ني ژوند دبقا لپاره ډېرې هلې ځلې تر سره کړي او د غير مترقبه او طبعي حوادثو په مقابل کې دطبيعت سره لاس ا و ګرېبان او د ډيرو قربانيو تر څنګ لازمې بریاوې هم تر لاسه کړي او پدې برخه کي دډیرو اکتشافاتو شاهدان دي ٠بشر وکولای شودګرمۍاو یخنۍ له مختلفو افتونو اوامراضو سره مبارزه وکړي د خورا ک پوښاک ، سرپنا او نور حیاتي اړتیاو دلاسته راوړلو لپاره زحمت وګالي ٠خو اساسي پوښتنه داده چې ولې پدې عصر او زمان کې هم انسانان د لوګې ، بدبختۍ او ناخوالو سره مخ دئ ؟ ایا ددې مشکلاتو اساسي عوامل به په څه کي وي ؟ ایا لامل به یې داوي چې بشریت ددې نیمګړتیا په له مینځه وړلو کې ناکامه راغلی او ندی توانېدلی چې داوږ د انساني ژوند په جریان کې دا ناخوالې له مینځه وېسي ؟ او که علت په خپله انسانانو کې دئ ؟
دا هغه پوښتنې دي چې که چیرې په رښتینې اودقیقه توګه وڅېړل شي اوددې مرض اساسي عوامل تشخیص او دحل نسخه ورته پیدا شي دا به یو بل ستر ګام وي په بشري ټولنه کې دیوعادلا نه او انساني ژوند د احیا لپاره ٠ددې او نورو پوښتنو د ځواب لپاره لازمه ده چې لاندې موضوګانو ته د لوستونکو پام راوګرځوم ٠لمړی ؛د بشري ټولنې د ژوند د تفاوتنو اصلي عوامل په څه کې دئ ولې یو تعداد زیات وګړي په فقر او بې عدالتیو کې ژوند کوي او یو تعداد نور بیا دهرډول هوسااو لازم انساني ژوند د مزایا او امکاناتو څخه برخورداره دي ؟دمثال په توګه که افریقا ، اسیا اوپه مجموع کې مخ په انکشافه یا دریمې نړۍ هیوادو ته پام شو د فقر بدبختیواومحرومیتونو کچه یې ډېره جګه اوبرخلاف دیو شمېر هیوادونو دژونددژوندسطحه لوړه او د قوي اقتصاد خاوندان ګرځېدلي دي ٠
دوم ؛ کوم هغه مصارفات چي نن سبا د بشر د نابودۍ لپاره پکارول کیږي پدې مانا هغه کارخانې چې د ټوپکو ، ټانکونو ، جنګي طیارو او دټولنیزو وژنو سلا ګانو دتولید لپار ه جوړې شوي اویا د جوړېدو په حال کې دي چې د بشریت او ځمکي دنابودۍ لپاره پکارول شوي او پکاریږي که چیرې پدغه مصارفو د انسانانو دخیراو فلاح لپاره ترې استفاده شوې وای او وشي،مکاتب ، روغتنونه او نور عام المنفعه تاسیسات جوړشوي وای او یاجوړ شي اوس به په نړۍ کې دانساني تراژدیوته دپای ټکی ایښودل شوی وای دهر انسان لپاره به دیو ارام ،مرفعه او انساني ژوندزمینه به برابره وای ٠
ایا په یو ټانک به څومر مکاتب او په یوې جنګي طیارې به څومره روغتنونه او همدا رنګه په یوې اتومي سرګلولې به څومره عام المنفعه تاسیسات جوړ وای چې په دقیقه توګه به په افریقا او نورو هیوادوکي ماشومان په سوی تغذیه نه وه مصاب او نه به جنګونو دمیلونهاو انسانانو ژونددنابودۍسره مخامخ کړی وای٠ که په دقیقه توګه ددې ناخوالواوپرابلمونولاملونه وڅېړل شي دې نتجې ته رسیږو چې ددې بې عدالتیو ، ظلم او استبداد عامل یو انسان دبل انسان ، یوه ټولنه د بلې ټولنې او همدا رنګه یو ملک د بل ملک د اتباعو په حقوقو تېری دی او د نورو د بدبختیو عاملین ګرزېدلي دي اود ټوپک اوماشینګنو په زوریې د نورو ژوند د خطر سره مواجه کړی او دخلکو په وینو یې لاسونه سره او نن د ارګاه او بارګاه خاوندان دي چې ژوندي مثالونه یې زموږ هیوادوالو په هیوادکې ددېرش کلنې تپل شوي جګړې په جریان کې په سرسترګوولیدل او هره ورځ د نوو تراژیدیو شاهدان دي٠ استعمار دنوردهستیودغصب لپاره د دووتکتیکونو اوروشونو نه استفاده کړې چې هغه د فزیکي ګرمې جګړې اوسړې جګړې طرزونه دي چې پدې وسیله یې پردې ملکون ولجه او د منطقې د خلکو هستي یې تاراج او وګړي یې خپل غلامان ګرځولي دي ٠
د تودې جګړې مثال هغه مستقیم اشغالګره تجاوزونه دي چې د تاریخ په جریان کي قوي هیواد ونو په ضعیفه هیوادونو تر سره کړي او هغه ملک یې دخپلې مستقیمي سلطې لاندې راوستی او د هغوی هستي او دارایي یې خپل کړې او هغه ملک یې خپله مستعمره ګر ځولی ده ٠
او بل تکتیک یې ساړه یا تبلیغاتي جنګونه دي چې د هغه په وسیله یې د منطقې یا ملک خلک خطااو خپلوشومو اهدافو لپاره یې ذهنیتو نوته دخپل په ګټه تغیر ورکړی دی٠په دغسې مواردو کې دانسانانو بعضا د پاکو او سپیڅلو احساساتو نه ګټه پورته کړې ده ٠
که ددې لیکنې اصلي مطلب ته راشو تاریخ دا ښودلې ا و هر چاته د منلو وړ ده چې په وطن کي هیڅکله یوې ډلې ، یوتنظیم ، ګوند یا یو قوم په تنهائي سره د حاکمیت چارې په بریالیتوب سره پر مخ ندي بېولې نو لازمه ده چې دوطن په بیا رغونه کې د افغانستان ټول ولسونه او خلک په ګډه برخه واخلي ، زما په اند صرف یووالی او ورورګلوي کولی شي چې د وطن خلک ددې بدبختیو څخه نجات ورکړي او بس ، دا چې څنګه دا یووالی مینځ ته راځي اوڅوک یې راوستلی شي او کوم علمي وړاندیز ددې معضلې اساسي نسخه ده ؟دا د وطن دبادردو، وطنپالواوخداپرسته علماوو، مشرانواوټولو دنده ده چې پدې برخه کې مثبتي (ګټوري ) هلې ځلې وکړي او د افغانستان او د بشریت د خیر لپاره کار وکړي، داسي طرحې وړاندي کړي چې ټولو ته دمنلو وړ وي او د افغاناستان هر وګړی ته چې په رښتیني ډول دا وطن ورته ګران وي او پدغه پاک احساس سره په مختلفو لارو روان کړ شوی دی ورته د امیدوارۍ او د ژوند کولو زمینه برابره شي٠باید د بې باوریو او اختلافو نو د مینځه وړلو لپاره مشترک او عملي کارونه تر سره شي ٠
زما په اند د افغانستان خلک په وطن مین خلک دي د هریو په زړه کې د وطن د ابادۍ مینه شته چې پدې لارکې د هیوادوالو ریښتنې مبارزه د قدر وړ ده زموږ خلکود وطن ، ازادۍ اود خدای په لاره کې خپل ژوند اوهستي هرڅه قربان کړل چې په خواشنۍ سره باید وویل شي ددې قربانیو څخه نا اهلو او خرڅ شوو لېډرانو د ځان او خپلو مافیایي انډیوالانو په نفعه ګټه پورته کړه دوطن ، خاورې او اسلامیت تر شعارو لاندې یې ځانونه دشیشه یي قصرونو او میلونونو ډالرو خاوندا ن کړل٠
که موږ دخپلي لاري حقانیت بل ته کوو او دنورو څخه غواړو چې دده په لار دې لاړ شي دا به عملي نه وي ښه به داوي چې دیوه شعار لاندي داسلام په خاطر دافغانیت په خاطردانسانیت په خاطر دهغه پاکوشهیدانو د سپیڅلو وینو په خاطر دهغه کونډویتیمانوپه خاطر کوم چې دیوې مړۍ ډوډۍ لپاره د محنت شپې او ورځي تېروي نور دې بې باوریو ، تعصب ، ډلو او ټپلوته خاتمه ورکړو اودیو افغان ، هموطن او مسلمان تر نامه یو بل ته د ورورۍ لاس ورکړو ، صرف همدا د بدبختیو د نجات لار ده صرف همدا په مختلفو ډلواوتنظیونو تقسیم کړل شوي خلکو یووالی دی چې دوطن دټولواقشارو خلکو او ولسونو په صادقانه همکاري د وطن مشکلات حل او یو بل ته دورورۍ لاسونه ورکړو او دنیاته وښیوچې افغانان دا استعدادلري اوکولای شي چې په شریکه دا وطن جوړ او خپلو خلکو ته د نجات ورکړي ٠دا هغه ریښتنې لاره ده چې په غورکولو سره کېداى شي زموږ وطن ددې ناخوالو څخه وژغوري اوپه ګران افغانستان کې د خلکودخیر او فلاح لپار اسلامي ،وطني اوانساني ګامونه اوچت کړي ٠
واعتصمو بحبل الله جمیعا لا تفرقو