Sunday, 3 January 2010

افغانستان دامپراطوريو هديره

افغانستان دامپراطوريو هديره
دا اصطلاح اوس دومره عامه شوې ده چې آن دتيري کوونکو په خوله لا هم د ورد په څير جاري ده. داخبره داښيې چې امريکايان په خپلو معنوياتو ،جنګې مورال او سياسي کړو ، وړو کې دي ځاى ته رسيدلي دې چې ددوى ماتې په افغانستان کې حتمي او ددوى دامپراطوري هديره هم افغانستان ده . خو دلته راته دا پوښتنه ضروري ښکارې چې ولي امپراطورۍ په تيري راځې او بيا ولې ماتې خوري؟ دنشه اى روسانو او امريکايي شرابيانو په څير ديوه جسد وينې، بل ورباندې روان وي...

دافغانستان جغرافيايې موقعيت داسې جوړ دى چې له يوه لوري دتجارتې کاروبار ديوه څلور لارې حيثيت لري ، له بلې خوا په سوق الجيشي لحاظ دسنګر په څير دی. که څوک پکې ځاى ونيسي ،بل ورباندې ورتلاى نشي . همدغه موقعيت يې دى چې امپراطورې ګانې ورته هوسيږي، څوک له شمال څخه ورباندې بريد وکړې جنوب ته لاره پرانيزي او څوک دجنوب څخه بريد وکړي شمال ته ورباندې رسيدل غواړي . څوک له غرب څخه شرق او څوک يې په عکس تکل کوي. خو تر اوسه کومه امپراطوري په دې بريالۍ شوې نه ده چې دلته پکې ځاى ونيسي او دبلې امپراطورۍ مخه ډب کړي. کله ، کله داسې شوي دې چې په کمزوري ځاى دويش چاړه کښيږدي ،شمال ، جنوب ، شرق او غرب يي راوسکڼې . همداسي سازشونه دې چې روسانو او انګريزانو ټوټې ورڅخه سکڼلي دي، اما ټوله قبضه يې ورباندې راغلي نه ده.

تر اسلام وړاندې يونانيانو او فارسيانو دلته يرغلونه کړي او ان دهند دنيولو لپاره يي همدا ميدان او معبر ګرځولى دى . خو هيڅ يې کړې نه دي. ديونانې امپراطورۍ ، افراد او پوځونه دلته ختم شول.
دافغانستان په شمال کې ديونانيانو پوځ پاته شو،مرکز يې جوړ کړ ،خو دتاريخ په تيريدلو يې نه کوم فرد يونان ته لاړ او نه يې اوس دلته ديونانې قوم په نوم څوک شته ، له امپراطورۍ سره ،سره يې فرهنګ او تاريخ هم ختم شو ان دلته نژاد يې لا خلطيت او دهويت بدلون ته اړ شو.

فارسيانو که څومره بريدونه وکړل هغومره يي مقابله شوې ده.
د اسلام تر راتلووروسته، په نړۍ کې خورا خونړى چنګيزې تيرى و چې په وحشت کې يي دتاريخ په هنداره کې مثل نه ليدل کيږي.
دهمدې وحشې تيري په وړاندې هم افغانستان و چې مقابله يي وکړه . دسلطان محمد خوارزمشاه زوى، جلال الدين افغانستان ورته سنګر ونيو او په باميانو کې دچنګيزې وحشي پوځ دزرګونو جسدونو په منځ کې يې دلمسي جسد هم ليدل کېده . دسيف کلا تاريخې مقابله هم هغه تاريخې حماسه ده چې دچنګيزيانو دماغونه يې ورته خراب کړل .

دوروستنيو پيړيو امپراطورې چې دبريتانيا ستره امپراطورې وه ، رښتيا هم له اروپا رانيولي تر اسيا ،افريقا او امريکا پورې يې دومره خاورې نيولې وي چې شپه ورباندې نه راتله ، که به يې په شرقې څنډه کې لمرولويد په غربې څنډه کې به راوخوت. له شرقې اسيا ترامريکاپورې انګريز مسلط و.

خو په افغانستان کې همدا ستره امپراطورۍ ،دهندې پوځونو په ملګرتيا نژدې يوه پيړۍ وجنګېدله ، هغوى غوښتل دافغانستان په خپلولو داستعمارې روسيې پولو ته ځان ورسوي او دمنځنۍ اسيا زيرمې خپلې کړي ،خو دانه چې هلته ونه رسيدل، بلکې دلته يې لا ککرۍ وخوړې. له سلامت پوځ څخه يې يو تن د ډاکټر برايدن په نوم ژوندى پاته سو . بل ځل يې په ميوند کې ککرۍ له ډبرو ولګېدلې او په وروستنې ځل يې دافغانستان داستقلال په رسميت پيژندلو سره يې امپراطورۍ سوړه وکړه. افغانستان لومړنى هيواد ؤ چې ترې ازاد سو او دنورو هيوادونو دازادۍ لاره يې ورته پرانيستله .

روسانو پخوا له دې چې کمونستې بدلون پکې راشي ، لايې دافغانستان نيولو ته بډوګې خوږيدل ، څنډو ته يې ځان رارسولى و او دکمونستانو په رامنځته کيدلو يې دا عمل ګړندى کړ. افغانې پوځ يې په روسې وسلو مجهز کړ ، پوځيان يې وروزل، دملکې محصلينو لپاره يې دروزنې زمينه مساعده کړه ، حکومتې واکمنان يې واخستل. په شاهې کورنۍ کې يې خواخوږې وموندل. دخلق ،پرچم او ستم په نوم کمونستې ګوندونه يې جوړ کړل، اقتصادي پرواګرمونه يې په حکومت وتپل او ...
لنډه داچې دکودتا او بيا مستقيم اشغال لپاره يې خورا ډير کار وکړ ،ترڅو يې په ١٣٥٨ هـ کال په لومړي ځل د ١٠٥ زره پوځيانو په بدرګه حمله وکړه ، حکومت يې خپل و، پوځ يې خپل و، خو افغانانو دايمان په قوت ورسره مقابله وکړه . پنځه لکه روسې پوځيان دلته راغلل او ولاړل . سرحدونه ورته خلاص،فاصله يې لنډه وه ، امکانات ورته برابر وو خو چې يوه لسيزه يې لا پوره شوې نه وه ، پښېمانه شول .

په توبو شول ، يو په بل يې خاورې اړولې ، تره کي ،امين او نور کمونست عناصر يې قربانې کړل. ببرک يي ذليل او ګوښه کړ تر څو يې نجيب دې ته اړ کړ چې دټولو کمونستانو په ځاى توبه وکړي ، اسلام او ملت دځان لپاره ډال کړي ،خلک وغولوي او دنظام په بدلون دڅو شپو ژوند واخلي.

خو دعامې کليې په تقاضا ، له استعمار سره يي لاس پوڅې هم ختميږي...
دروسانو هر څه ختم شول ، درسمي ارقامو په حساب يې ديارلس زره جسدونه او پنځه څلوېښت زره زخمې او ناروغ پوځيان بيرته بوتلل او نو رچې ترې ورک سول په هډوکو يې شيلي ډکې شوي . روسانو دجينوا په خبرو ځان ته لاره جوړه کړه ،پاته عسکر يې ووتل خو له سياسې خلکو سره يې پوځيانو هم پښيمانې وښودله او دحيرتان په پله يې دخپلو مشرانو حماقت دوروستې پوځې په ژبه اعلان شو.

عجيبه داده چې له انګريزانو څخه هم افغانستان لومړى استقلال تر لاسه کړ او له روسې کمونستې بلاک څخه هم ؛چې ورپسې يې دوارسلا بلاک هم مات شو. شوروې اتحاد يې ړنګ شو، هيوادونه ټول سره بيل شول .ځينې خو يې لا آن دغرب بلاک، ناتو ته پناه يووړه .

نن سبا امريکايان راغلي ، تيري يې کړى دى. په خپلو ګوډاګيانو، دشاه شجاع او ببرک تمثيل کوي ، خو امريکايانو ته دروسانو لس فيصده امکانات هم برابر نه دي.نه ورته دخلق او پرچم په څير ګوندونه وفادار دي، نه ورته جوړ پوځ پاته دى ، نه ورته لاره لنډه ده او نه هم سرحدونه ورته خلاص دي. په پاکستان کې يې کاروانونه خوندې نه دي، ايران ورته ددښمنې په سنګر کې ناست دى او له خورا ډيرې مجبورۍ له خپل تاريخې دښمنانو روسانو څخه دلارې مرسته غواړې .خوپه دې امکاناتو ګمان کيږي،د استقرار په ځاى، دفرار فکر ته رسيدلي او که يې فرار ته ترقرارترجيح ورنکړه ،نو بيا خو يې رښتيا هم افغانستان هديره ده . ددې مدعا دثبوت او تائيد لپاره، ديوه امريکايې جنرال دا اعترافونه چې له بهرنيو منابعو څخه ژباړل شوي دی ،وګورئ :

دیو ه امریکایي جنرال اعترافات

افغانستان دمنځنى آسيا هغه هيواد دى چى له څلورو خواو په وچه محاط او سمندر ته لاره نه لري دغه هيواد ته په تاريخى لحاظ دامپراطوریو هديره هم ویل کیږي، دامپراطوریو دهديرې اصطلاح امریکایي جنرال (پيټرياس) هم دافغانستان لپاره استعمال کړى دى کوم چې له څوکلونو راهيسې د ناټو له لښکرو سره یوځای په افغانستان کې دخلکو په وژلو او دهغوﺉ دشتمنيو په لوټولو لګيادى.
نوموړی وایې چى افغانستان ته ولى دامپراطوریو قبرستان ویل کیږي ؟!

ځکه دلته له کال ۲۳ قبل المیلاد څخه تراوسه دنړۍ څو مستکبرې امپراطورۍ له منځه تللې .
اسکندر مقدوني دلته ماتې خوړلې ، صفوي اوچنګیزي لښکرې همدلته تباه شوې اولهغه راوروسته دانګلستان دوخت داستعمارى قدرت نوبت راغى څوځلې چې له افغان مجاهدينو سره په ډغرو شول په زرګونو او لسګونو زرو مړى يې پر يوتل او دوى ترې وتښتيدل .

له انګلستانو وروسته دشوروى اتحاد دکمونستى امپرياليزم دوره راغله او پرافغانستان يې پربنډ تيرى وکړل روسان هم له لسو کلونو جګړو وروسته خپل لسګونو زره مړي، ويجاړ تجهيزات او په سلګونو زره معلولين دجنګ په ډګر کې پريښودل اوله دې هيواده وتښتيدل، مګر په دې ټولو استعماري قوتونو کې يو يې هم بريالى نشو چى افغانستان لاندې کړي.... اوس ديو امریکایي په توګه زموږ په ذهن کى دا پوښتنه راولاړيږي چې موږ دلته څه کوو، څه غواړو اوانجام به موڅه وي؟! اوبامه د څه لپاره هلته نور ۳۰۰۰۰زره تنه پوځ ليږي؟ آيا داضروري ده چې افغانستان دې د امریکایي پوځيانو هم قبرستان جوړ کړى شي؟! لکه چى ويتنام لامخکې د امریکایي پوځيانو دقبرستان وياړګټلى دي!!

جنرال ((پيټرياس)) ويلي دي : (( که په خلاصوسترګو حقايق ووينو موږ يو سلطنت يو او په يو استعمارى جګړه کې ښکيل شوي يو او پريو کمزورى قوم خپل فرهنګ په زور تپل غواړو، سربيره پردې موږ دا هم غواړو چى دهغوﺉ له طبيعى منابعو څخه هم ترخپلې وسې ګټه واخلو، ګوياموږ غواړو هغوﺉ استثمار کړو، لکه چى په تير تاريخ کى هم همدغسې شوي دي، دنورو هيوادونو طلا اوتيل مو لوټ کړ، ځکه چى د امريکا داستعمارى دورى پيل هغه وخت وشوه چې امريکا له هسپانيې سره په جګړه شوه، ١٨٩٩ له هغه وروسته دمنځني او جنوبى امريکا په اړه مو دټوپک دشپيلى ډپلوماسي خپل کړه .

په ويتنام کې له ترخې تجربې له ترلاسه کولو نه وروسته په کار داوه چې استعمارى سياست پريږدو، مګر په دې اړه له مجرمانه غفلت نه کارواخيستل شو، اوبامه ته مناسب ولکه چې څنګه يې په خپل انتخاباتي مبارزو کې ملت ته وعده ورکړې وه دعراق په اړه يې امريکايې استعمارى سياست پريښى واى، اوس مهال زموږ ٧٠٠ زره پوځ دنړۍ په وچه او سمندر کې ميشت دي، که چيرې دوى د امريکا په حدودو کې واى اوله امريکا يى دفاع کړى واى، ټوله نړۍ به يې شاته ولاړه اودغې استراتيژى ته به يې صحيحه استراتيژي ويله، په داسې حال کې چى موږ دنورو هيوادو په حدودو کې دځينو نورو پرضد جنګيږو، بربنډه خبره ده چى موږ تيري کړى په غلط يو، په دوهمه نړيواله جګړه کې موږ معقول دريځ درلود، ځکه موږ تيري کوونکي جرمنان او جاپانيان له خپلې خاورې ويستل او په دې لاره کې جنګيدو... موږ په افغانستان کې اوس مهال له نوى دښمن سره چې مجاهدين يې بولې جنګيږو ، صحيح ده چې دوى به دخپلې عقيدې او نظر يې پراساس نظريات لري داخو په دوﺉ پوري تړلې موضوع ده ، خوایا دوﺉ په ریښتیا د امريکا لپاره خطر دي؟!

دلته بيا هم هماغه پوښتنه راولاړيږي چې آخر زموږ مقصد څه شى دى، موږ نورو څو سوويازرو امريکايانو وينه تويول غواړو چې د افغانستان مځکه پرې خړوبه شي؟!
تراوسه پورې به حتماً د امريکايي پوځيانو دومره هډو کي په افغانستان کې راټول شوي وي چې د امريکا دسلطنت هديره ورته ووايو، موږ چې څومره بى ګناه عراقيان او افغانان د امريکا دورلډټريډسنټر دقربانيانو په بدل کې وژلى دي، دوژل شوو افرادو شمير ددى سنټر له قربانيانو څخه څو چنده زيات دى... تر دى وروسته له موږ سره پرته له دى نوره چاره نشته چى دافغان ملت پرټپونو مرهم کيدو، له هغوﺉ نه په دواړو لاسو معافي وغواړو او څومره ژر چې کيږي ځو ړند سرونه افغانستان پريږدو، که په افغانستان کې دافغانانو ترمنځ اختلاف شته هغوﺉ به په خپله خپل اختلافات پای ته رسوي.

No comments: