Friday, 1 January 2010

رښتينى څوك دى ؟

رښتينى څوك دى ؟
چارشنبه, 09 December 2009 06:00 سميع الدين افغان
که چيرې د بشريت او انساني نړۍ پس منظر ته ځير شو انسانانو د ابتدا څخه بيا تر يويشتمې پېړۍ پورې د انسا ني ژوند دبقا لپاره ډېرې هلې ځلې تر سره کړي او د غير مترقبه او طبعي حوادثو په مقابل کې دطبيعت سره لاس ا و ګرېبان او د ډيرو قربانيو تر څنګ لازمې بریاوې هم تر لاسه کړي او پدې برخه کي دډیرو اکتشافاتو شاهدان دي ٠بشر وکولای شودګرمۍاو یخنۍ له مختلفو افتونو اوامراضو سره مبارزه وکړي د خورا ک پوښاک ، سرپنا او نور حیاتي اړتیاو دلاسته راوړلو لپاره زحمت وګالي ٠خو اساسي پوښتنه داده چې ولې پدې عصر او زمان کې هم انسانان د لوګې ، بدبختۍ او ناخوالو سره مخ دئ ؟ ایا ددې مشکلاتو اساسي عوامل به په څه کي وي ؟ ایا لامل به یې داوي چې بشریت ددې نیمګړتیا په له مینځه وړلو کې ناکامه راغلی او ندی توانېدلی چې داوږ د انساني ژوند په جریان کې دا ناخوالې له مینځه وېسي ؟ او که علت په خپله انسانانو کې دئ ؟
دا هغه پوښتنې دي چې که چیرې په رښتینې اودقیقه توګه وڅېړل شي اوددې مرض اساسي عوامل تشخیص او دحل نسخه ورته پیدا شي دا به یو بل ستر ګام وي په بشري ټولنه کې دیوعادلا نه او انساني ژوند د احیا لپاره ٠ددې او نورو پوښتنو د ځواب لپاره لازمه ده چې لاندې موضوګانو ته د لوستونکو پام راوګرځوم ٠لمړی ؛د بشري ټولنې د ژوند د تفاوتنو اصلي عوامل په څه کې دئ ولې یو تعداد زیات وګړي په فقر او بې عدالتیو کې ژوند کوي او یو تعداد نور بیا دهرډول هوسااو لازم انساني ژوند د مزایا او امکاناتو څخه برخورداره دي ؟دمثال په توګه که افریقا ، اسیا اوپه مجموع کې مخ په انکشافه یا دریمې نړۍ هیوادو ته پام شو د فقر بدبختیواومحرومیتونو کچه یې ډېره جګه اوبرخلاف دیو شمېر هیوادونو دژونددژوندسطحه لوړه او د قوي اقتصاد خاوندان ګرځېدلي دي ٠
دوم ؛ کوم هغه مصارفات چي نن سبا د بشر د نابودۍ لپاره پکارول کیږي پدې مانا هغه کارخانې چې د ټوپکو ، ټانکونو ، جنګي طیارو او دټولنیزو وژنو سلا ګانو دتولید لپار ه جوړې شوي اویا د جوړېدو په حال کې دي چې د بشریت او ځمکي دنابودۍ لپاره پکارول شوي او پکاریږي که چیرې پدغه مصارفو د انسانانو دخیراو فلاح لپاره ترې استفاده شوې وای او وشي،مکاتب ، روغتنونه او نور عام المنفعه تاسیسات جوړشوي وای او یاجوړ شي اوس به په نړۍ کې دانساني تراژدیوته دپای ټکی ایښودل شوی وای دهر انسان لپاره به دیو ارام ،مرفعه او انساني ژوندزمینه به برابره وای ٠
ایا په یو ټانک به څومر مکاتب او په یوې جنګي طیارې به څومره روغتنونه او همدا رنګه په یوې اتومي سرګلولې به څومره عام المنفعه تاسیسات جوړ وای چې په دقیقه توګه به په افریقا او نورو هیوادوکي ماشومان په سوی تغذیه نه وه مصاب او نه به جنګونو دمیلونهاو انسانانو ژونددنابودۍسره مخامخ کړی وای٠ که په دقیقه توګه ددې ناخوالواوپرابلمونولاملونه وڅېړل شي دې نتجې ته رسیږو چې ددې بې عدالتیو ، ظلم او استبداد عامل یو انسان دبل انسان ، یوه ټولنه د بلې ټولنې او همدا رنګه یو ملک د بل ملک د اتباعو په حقوقو تېری دی او د نورو د بدبختیو عاملین ګرزېدلي دي اود ټوپک اوماشینګنو په زوریې د نورو ژوند د خطر سره مواجه کړی او دخلکو په وینو یې لاسونه سره او نن د ارګاه او بارګاه خاوندان دي چې ژوندي مثالونه یې زموږ هیوادوالو په هیوادکې ددېرش کلنې تپل شوي جګړې په جریان کې په سرسترګوولیدل او هره ورځ د نوو تراژیدیو شاهدان دي٠ استعمار دنوردهستیودغصب لپاره د دووتکتیکونو اوروشونو نه استفاده کړې چې هغه د فزیکي ګرمې جګړې اوسړې جګړې طرزونه دي چې پدې وسیله یې پردې ملکون ولجه او د منطقې د خلکو هستي یې تاراج او وګړي یې خپل غلامان ګرځولي دي ٠
د تودې جګړې مثال هغه مستقیم اشغالګره تجاوزونه دي چې د تاریخ په جریان کي قوي هیواد ونو په ضعیفه هیوادونو تر سره کړي او هغه ملک یې دخپلې مستقیمي سلطې لاندې راوستی او د هغوی هستي او دارایي یې خپل کړې او هغه ملک یې خپله مستعمره ګر ځولی ده ٠
او بل تکتیک یې ساړه یا تبلیغاتي جنګونه دي چې د هغه په وسیله یې د منطقې یا ملک خلک خطااو خپلوشومو اهدافو لپاره یې ذهنیتو نوته دخپل په ګټه تغیر ورکړی دی٠په دغسې مواردو کې دانسانانو بعضا د پاکو او سپیڅلو احساساتو نه ګټه پورته کړې ده ٠
که ددې لیکنې اصلي مطلب ته راشو تاریخ دا ښودلې ا و هر چاته د منلو وړ ده چې په وطن کي هیڅکله یوې ډلې ، یوتنظیم ، ګوند یا یو قوم په تنهائي سره د حاکمیت چارې په بریالیتوب سره پر مخ ندي بېولې نو لازمه ده چې دوطن په بیا رغونه کې د افغانستان ټول ولسونه او خلک په ګډه برخه واخلي ، زما په اند صرف یووالی او ورورګلوي کولی شي چې د وطن خلک ددې بدبختیو څخه نجات ورکړي او بس ، دا چې څنګه دا یووالی مینځ ته راځي اوڅوک یې راوستلی شي او کوم علمي وړاندیز ددې معضلې اساسي نسخه ده ؟دا د وطن دبادردو، وطنپالواوخداپرسته علماوو، مشرانواوټولو دنده ده چې پدې برخه کې مثبتي (ګټوري ) هلې ځلې وکړي او د افغانستان او د بشریت د خیر لپاره کار وکړي، داسي طرحې وړاندي کړي چې ټولو ته دمنلو وړ وي او د افغاناستان هر وګړی ته چې په رښتیني ډول دا وطن ورته ګران وي او پدغه پاک احساس سره په مختلفو لارو روان کړ شوی دی ورته د امیدوارۍ او د ژوند کولو زمینه برابره شي٠باید د بې باوریو او اختلافو نو د مینځه وړلو لپاره مشترک او عملي کارونه تر سره شي ٠
زما په اند د افغانستان خلک په وطن مین خلک دي د هریو په زړه کې د وطن د ابادۍ مینه شته چې پدې لارکې د هیوادوالو ریښتنې مبارزه د قدر وړ ده زموږ خلکود وطن ، ازادۍ اود خدای په لاره کې خپل ژوند اوهستي هرڅه قربان کړل چې په خواشنۍ سره باید وویل شي ددې قربانیو څخه نا اهلو او خرڅ شوو لېډرانو د ځان او خپلو مافیایي انډیوالانو په نفعه ګټه پورته کړه دوطن ، خاورې او اسلامیت تر شعارو لاندې یې ځانونه دشیشه یي قصرونو او میلونونو ډالرو خاوندا ن کړل٠
که موږ دخپلي لاري حقانیت بل ته کوو او دنورو څخه غواړو چې دده په لار دې لاړ شي دا به عملي نه وي ښه به داوي چې دیوه شعار لاندي داسلام په خاطر دافغانیت په خاطردانسانیت په خاطر دهغه پاکوشهیدانو د سپیڅلو وینو په خاطر دهغه کونډویتیمانوپه خاطر کوم چې دیوې مړۍ ډوډۍ لپاره د محنت شپې او ورځي تېروي نور دې بې باوریو ، تعصب ، ډلو او ټپلوته خاتمه ورکړو اودیو افغان ، هموطن او مسلمان تر نامه یو بل ته د ورورۍ لاس ورکړو ، صرف همدا د بدبختیو د نجات لار ده صرف همدا په مختلفو ډلواوتنظیونو تقسیم کړل شوي خلکو یووالی دی چې دوطن دټولواقشارو خلکو او ولسونو په صادقانه همکاري د وطن مشکلات حل او یو بل ته دورورۍ لاسونه ورکړو او دنیاته وښیوچې افغانان دا استعدادلري اوکولای شي چې په شریکه دا وطن جوړ او خپلو خلکو ته د نجات ورکړي ٠دا هغه ریښتنې لاره ده چې په غورکولو سره کېداى شي زموږ وطن ددې ناخوالو څخه وژغوري اوپه ګران افغانستان کې د خلکودخیر او فلاح لپار اسلامي ،وطني اوانساني ګامونه اوچت کړي ٠
واعتصمو بحبل الله جمیعا لا تفرقو

No comments: