امريكا+اوباما+ د نوبل دسولي جايزه_ جنګ = صفر
احمد (فرزان)
له تمي خلاف د ۲۰۰۹ كال د نوبل دسولي جايزه ،۴۴ امريكايي ولسمشرافریقاء ی الاصله تورپوستی ۴۷کلن باراک حسين اوباما (barrack Hussein Obama) ته وركړل سوه ، هغه چې څومياشتي كيږي د چينج په شعارسره يي د ډبلیوبوش په مشرۍ د جمهوري غوښتونکو دولسمشرۍ دوې پرلپسې دورې پایته ورسولي .
اوباما چې په امریکادننه یې دطبقاتي تساوی ، بشري خواخوږۍ اومثبت بدلون شعارله ځان سره ګرځوي ځکه دامریکا اونړۍ په کچه دپراخ محبوبیت وړوګرځید چې د بوش حکومت ته یې دپای ټکی کښیښود ، هغه بوش چې دامریکا ترټولوناخوښه ولسمشر، جګړه مار او غاصب ګڼل کیده.
بوش دخپل حکومت پرمهال پرعراق بریدوکړ، اوه نیم ملیون عراقيان يې مړه ، ټپی اوکډوال کړل ، په افغانستان اوسیمه کي یې دتروریزم سره دناانډولې ، نامناسبې اوناپایه مبارزې په نوم پراخه جګړه پیل کړه ، پرشمالي کوریا، ایران، سوریې اوفلسطیني حماس یې اقتصادی بندیزونه پراخ کړل اودمنځني ختیځ په کشاله کي یې دبشردښمنه اسرائیلومرستي ته ملاوتړل اوداټول هغه څه وچې په نړۍ کي یې امریکادیوه یرغلګر، بدمعاش اوتیري کوونکې هیوادپه توګه معرفي کړل.
دامریکاڅارګري ادارې اواستراتیژیستان په دی ښه پوهیده چې دهیواد له منځته تللې ابرو اوعزت يې بیله دغه ډول یوسمبولیک بدلون څخه بیرته نسي اعاده کیدای اوله همدی امله دی چې اوباما دیوه مهربانه ، خواخوږي اوبشردوسته انسان په بڼه راڅرګندیږي اوپه نړۍ کی یوه هنګامه جوړوي .
له كله چې اوباما واك ترلاسه كړي دخپل چينج دشعارداثبات لپاره يي په نړيواله كچه څوظاهرا نوي ګامونه اخيستي.
له عراقه د امريكايي سرتيرو ايستل ، دګونتانامو زندان تړل ، له ايران سره دهغه هيواد دايټومي لانجي پرسردخبرو دوام او داسلامي نړۍ سره ددوستانه اړيكود جوړولو په ترڅ كي دمصرپه پلازمينه قاهره كي دقاهري په اسلامي پوهنتون كي اسلامي نړۍ ته داوباما وينا هغه څه دي چې اوبامايي ددي جوګه كړچې دنوبل دسولي جايزه خپله كړي.
اوباما هغه ته دنوبل دسولي دجايزي تراعلان وروسته وويل چې ده تراوسه په نړيواله كچه دسولي لپاره چندان كارنه دي كړي او داته يوپيغام دي چي ګوندي نړيوال ورڅخه دنړيوال كړكيچ دختمولولپاره ډيركارغواړي.
داخوريښتاده چې اوباماتراوسه دنړيوال كړكيچ دختمولولپاره كارنه دي كړي ، نړۍ اوس هم دتمدنونواوتهذيبونودټكرداقتصاد پرسرجنګ او د ايډيولوژيودتصادم سره مخ ده ، خوپوښتنه داده چې له دي مخ په ايسته به اوباما وكولاي سي ترخپلوشخصي ګټو تیرسي ، بشري ګټی خوندي کړي ، دنړۍ دامن، ترقۍ اوبشریت لپاره هڅه وکړي ، دبی وزلۍ اووروسته پاته والي په وړاندي ودریږي اود۲۱تمي پيړۍ دادنیا له روان کړکیچه وژغوري؟
داپوښتنه ترلاندي څويادونو وروسته ځوابوو.
دامریکاسرمایداره نظام چې په ټوله کي له درویوډولوستروکمپنیو(تسلیحاتي ، نفتي اوکالایی) څخه وده مومي ،خپل بهرنی سیاست داسي جوړوي چې په بهرنړۍ کي خپلودریوواړوکمپنیوته دګټی وټی زمینه برابره کړي، په دی ماناچې امریکامجبوره ده دوسلودپلور، نفتوترلاسه کولواوخپلوصنایعودخپرولولپاره دنړۍ په چاروکي مداخله وکړي.
تردويمي نړيوالي جګړي راوروسته چي كله امريكا دجګړي ديوه فاتح په توګه وپيژندل سوه ، امريكا په دنياكي دنوي نظم او ګلوبلايزيشن (نړيوالتوب) په اعلان سره دنړۍ د څلرومشهورو نفتي زخيرو(دمنځني ختيځ حوزه ، دمنځنۍ اسيااوقفقازحوزه ، دافريقاحوزه اود كاناډا اولاتيني امريكاحوزه ) دترلاسه كولوپه فكركي سوه .
داسياد كنټرول لپاره چې په خپله سينه كي ترمځكي لاندي ستري ذخيري ، كاري نيرو اودكاروبارپراخ بازارلري، امريكادعراق په اشغال اوپه افغانستان كي په خپل نظامي حضورسره وكولاي سول ، په سعودي عربستان ، كويټ، امارات، قطر،پاكستان، تركمنستان، ازبكستان، تاجكستان، اذربايجان اوقرغيزستان كي عسكرځاي پرځاي كړي اوپه دي سره اسياكنټرول او روسيه منزوي كړي.
ددي لپاره چي روسيه بياپرځواك اوواك رانه سي د (سيا) سازمان ۹۰ په سلوكي لګښتونه يي دروسيي دانحصارلپاره ځانګړي كړه او په اسرائيلوكي يي د (پتريوت) په نامه پرمختللي توغندويي دفاع نصب كړه .
امريكادامهال له كاله ۱۰۱۰مليارډو ډالرو وسلي پلوري ، دنړۍ په كچه ۷۳۷نظامي اډي لري اودنړۍ له ۸۰ هيوادونوسره يي ستراتيژيكي طرحي لاسليك كړي دي .
منځنی ختیځ یوله هغوناسورونوڅخه دی چې ددویمي عمومي جګړي یاداسرائیلود فاشیستي نظام درامنځته کیدوله مهاله تراوسه همداسي پاته دی اوامریکاپه دي ټول دوران کي داسرائیلوله اصلي ملاتړکونکوڅخه پاته سوي .
ځکه داهغه سیمه ده چې دنړۍ څلویښت په سلوکي نفت ورڅخه صادریږي اودتسلیحاتي اوکالایی کمپنیودبازارلپاره هم ترټولومناسب ځای دی .
دامریکاتسلیحاتي ، کالایي اونفتي کمپنۍ له کاله ملیاردونه ډالرله منځني ختیځ څخه په لاس راوړي اویوازي په كال دوه زره اتم كي امریکااوبرتانیې په دي سیمه کي ۱۵۰ملیاردډالروزیاته وسله پلورلې ده .
دې ته په پام سره چې دامریکاسرمایه داري نظام له همدې کمپنیوڅخه دمالیې په اخستلوپرپښوولاړدی ، شوني ده چې اوباما دي دخپلوکمپنیودغه پرانیستی بازاروتړې ؟
ایادنجات دافرشته به دمنځني ختیځ کشالې ته دپای ټکی کښیښولای سی ؟ داسرائیلوڅخه به له ملاتړ لاس واخستلای سي؟ اودبیګناه فلسطینانوویني به ودرولای سي ؟
په هیڅ شکل به هم اوبامایی امریکا داسرائیلوله ملاتړه لاس وانخلي او په هیڅ ډول به هم اوباما ونه کړای سي چې دمنځني ختیځ کشاله په سمه اومناسبه توګه حل کړي.
عراق چي په اړه یې اوباما لاله اوله دبدلې ستراتیژۍ خبره کول ، اودادی اوس یې دسرتیرودایستلولړۍ هم پیل کړې بله هغه موضوع ده چې ترکاسې لاندي نیم کاسه لري .
دبش ترمشرۍ لاندي امریکا پرعراق دبیلوژیکي وسلودلرلوپه تورحمله وکړه ، اوه نیم ملیونه عراقیان يي مړه ، ټپي مهاجراوهغونه څوبرابره نوريي دربدره کړل ، دشیعه ، سوني اوکردي عراقیانوترمنځ یې جنجالونه لاپسي زیات کړه ، ویني یی وبهولي ، دابوغریب په زندان کي یې بشرضدجنایتونه وکړل اودادی لاهم ورڅخه ویني دارې وهي .
خواوس چې اوبامایی امریکاغواړي له دې هیواده خپل سرتیري وباسي په دې مانادي چې عراقیانوته یي سوله راوستل؟ امریکاغواړي جګړه اوتیری پایته ورسوي اوکه امریکانورخپلي موخي ته رسیدلې؟
حقیقت دادی چې امریکاپه عراق کي هغه څه ترلاسه کړي چې دې یې تمه لرل اونوراړتیانه ویني چې هلته دي پاته سي اوداهغه تګلاره ده چې که بوش هم په واک کي پاته سوای وای داکاریې کاوه.
له عراقه دامریکایی سرتیروایستل دستراتیژۍ تغیرنه بلکي په بل شکل دهغه سیاست دوام دی .
امریکااوس دعراق پرنفتوقبضه کړي ، هغه ۱۵زره ملیارډه ټنه نفت چې په دې هیوادکي سته ، دقرارداد له مخې تمه ده په ۲۵کلونوکي ددریوستروامریکایی کمپنیوله لوري وویستل سي اودادي اوس دورځي شپږعشاریه یوملیون بشکې استخراجیږی .
څه فکرکوئ ! اوبامابه وکولای سې دعراق په اړه دامریکادې سیاست ته بدلون ورکړي ؟ ایااوبامابه هغه ټول قراردادونه چې دعراقي نفتودایستلولپاره سوی لغوه کړای سي اوداچوراوتالان به بندکړي ؟؟؟
په اصل کي به اوباما داسرائیلو، فلسطین، عراق ، ایران اوخلیج په اړه همهاغه سیاست ته دوام ورکوی چی لاله وړاندي دبوش پرمهال جوړسوی و اویوازی به دڅوظاهري کارونوپه کولوسره دچنج خپله هغه وعده ریښتیني وښیی چې دکمپاین پرمهال يی ورکړې وه .
اوباما به هیڅ صورت هم دایران په اړه خپل سیاست بدل نه کړای سي هغه ایران چې دنړۍ دنفتودڅلورمي زخيرې په توګه یادیږی ، اوکه دې هیواد ایټومي قوت وموند نواوباما له دې پرته چې اسرائیل وهڅوي ایران تربیدلاندي ونیسي بله لاره نلري اوداهغه څه دي چې بوش لاله وړاندي غوره کړي و.
اوباما دبوش په څیراړدی چې روسیه په انزواکي وساتي ، دچین اوروسیې داړیکودنیژدی کیدومخه ونیسي اوپری نه ږدی چې روسیه په اسیا ، افریقااولاتینه امریکاکي دوسلوپلورته دوام ورکړي.
اوباما به ونه زغمي چې روسیه پرهند، ایران ، سوریه ، اندونیزیا، وینزویلا، چین، كيوبا اوشمالي کوریاوسلي وپلوري اویایي تسلیحاتي کمپنۍ چي له پخوانه په ښه کیفیت مشهوري دي ښه بازارپیداکړي.
له اوباماسره په افغانستان کي دامریکادستراتیژۍ دبدلون خبره هم راپورته سوه ، هغه چې زه ورته دستراتیژۍ بدلون نه بلکي دتکتیکونوبدلون وایم.
اوباما زموږ په منطقه جګړه لاپراخه كړه ، دافغانستان دمختلفوسيموپه كليواوبانډو كي يي دتروريزپرضد اعلان كړي نړيواله جګړه نه يوازي داچې ختمه نه كړه بلكي له ډيورنډهاغاړه سيموته يي هم وغځول.
پايله داچې فكركيږي له اوباماسره تړلې ټولي هغه هیلي چې ګوندي په واقعي توګه به دنړۍ دانوی واکمن بشردوستانه فکروکړي، بشري ګټی به خوندي کړي ، ترخپلوشخصي ګټوبه تیرسي، دنړۍ دامن، ترقۍ اوبشریت لپاره به هڅه وکړي ، دبی وزلۍ اووروسته پاته والي په وړاندي به ودریږي اود۲۱تمي پيړۍ دادنیابه له روان کړکیچه وژغوري ، یوازي دسراب حیثیت ولري.
No comments:
Post a Comment