دزوال په لوري، روسي اوامريکايي سيالي
زه په دې مضمون کې نه تحقيق کوم او نه هم تاريخ ليکم ، نه دچا اوريدل ليکم او نه هم ليکل . فقط زه خپله مشاهده ليکم او قضاوت هم تاسو ته پريږدم.
د ١٣٥٨ هـ ش کال، دجدې دمياشتې دريمه ،څلورمه اوپنځمه نيټه، دکابل فضا خورا مصروفه وه .داسې شيبه نه لېدله کيدله چې، دکابل په فضاء کې به يوه الوتکه نه وه .موږ په بنديخانه کې په دې نه پوهيدلوچې څه شوي اوڅه کيږي؟
دري ورځې همداسې تيري شوي .بله ورځ ماښام يوخورا دروند فير وشو، داسې ويل کيدل چې له هوائي ډګرڅخه دامين دهستوګني ځاى (دارلامان – دتاج بيګ غونډۍ )وويشتله شوه.
زما اټکل داوو چې تر دې لا وړاندې، امين او ملګري يې دروسانو او پرچميانو له لوري محاصره و او يا بې وسلي شوي وو. ځکه امين دروسانود نيغ په نيغه تيري مخالف و ،دهغه وژلو هم داخبره وښودله .
په هرحال فيرونه ډير شول ، وضع بدله شوه ، زه په بنديخانه کې رښتيا هم نه پوهيدم خوکمونستان دتره کي ملګري او پرچميان لکه چې خبر شوي وو. ماخستن يوه راڅخه پوښتنه وکړه :دابه څوک وي؟
ما ورته وويل :که هر څوک وي ، وي به ، خو داښځينه ګروپ دي خداى تعالى نه راولي .
په بنديانو کې دتره کي له ملګرو څخه يو دشينوارې په نوم ؤ. (غالباً محمدرسول چې دببرک په وخت کې دهلمند والي شو.) او دوه تنه دطب محصلين وو چې، له پرچميانو سره په تړاو، دامين بانډ بنديان کړي وو. هغوى راته وويل : ښځينه ګروپ څوک دي؟
ما ورته وويل : پرچميان ، ځکه خلقيانو موږ نه پريښودلو، دملت خلک، علماء او په خبره پوه کسان ، آن يوازې لمونځ کوونکي يې بنديان کړل ، شهيدان يې کړل او هجرت ته يې اړ کړل .خو موږ وسله ورپسې واخستله .دې ځاى ته مو راورسول . خوکله چې دخلقيانو او پرچميانو ترمنځ دښمنې رامنځته شوه او پرچميان يې وشړل ، ډيرې غلاوې او خبرې يې پسي وتړلي ، هغوى هيڅ کوم ميړنى اقدام ونکړ. يوازې شب نامې به يې خپرولي او داکار زموږ دښځمنو او ماشومانو کار ؤ ...
څو شيبې وروسته، روسانو ته عقيدتاً دوفادار، ببرک کارمل غږ له پردۍ راديو څخه راپورته شو... سهار وضع بدله پرچميان او دتره کي ملګري خلاص شول او ...
په هرحال روسان راغلل ، هر ډول بې قانونه کارونه يي وکړل ، دظلمونو او تيريو ، فساد او کړولو ټول پخوانې ريکارډونه يې مات کړل . په دوى هم هغه څه وشول چې دغسې په زور کې سور پوځ راتلل او دغسې شرميدلي ، سرټيټي په ژيړه بڼه ماتې، تاريخ نه ليدلي او نه ليکلي وه.
خوروسان دبوټې تربيخ خلک نه وو،نظر امريکايانو ته يې راتګ نسبتاً په تدبير و او امکانات ورته برابر وو . هغوى په افغانستان کې دراتلو لپاره خورا ډير کار کړى ؤ. دهرې کابيني نيم وزيران دهغوى پلوي وو. په شاهې کورنۍ کې مرحوم داودخان ورته نژدي ؤ. زما ياد دي (له موسى شفيق پرته) هر صدراعظم چي به مقرر شو، لومړنۍ لېدنه به يې له ماسکو څخه وه ...
پوځې کسان يې روزل . قرار دادونه يې درلودل .که پرتله شوي واى دروسانو قرار دادونه دټولې اروپا او امريکا په پرتله ډير وو. کمونستې حزبونه يې دخپلو ګټو لپاره جوړ کړي وو او ... په راتلوکې يې هم پرچميان او خلقيان په عقيدوي او سياسي لحاظ ملګري وو. ددوى په روزنه برابر پوځ ورته پاته و. سرحدونه يې خلاص ، کوم موانع ورته نه وو او واټن يې کم ؤ.ترکمنستان ،ازبکستان اوتاجکستان چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، ټول يي خپل اقمار او ملګري وو.
پوځيان يې ډير راغلل او ښه مجهز وو، قومانده يې يوه او پوځې ځواک پکې مرکزيت درلود .خو هغه ټوکه ورباندې وشوه چې اوس افغانستان ته په امريکايې ملګرتيا، دهغوى په الوتکو او ټانکونوکي لا دراتلو زړه کولاى نشواى. دانه چې په خپله سهو اقرار کوي ، علني وايې چې امريکايان زموږ خطا او سهوه تکراروي.
دامريکايانو دراتلو په مهال هم زه په کابل کې وم . خو دامهال بندي نه وم.
امريکايانو ته دروسانو په پرتله هيڅ مادې ، سياسي او پوځې امکانات برابر نه وو. نه يې کوم پلوى ګوند درلود ، نه يې دلته په پوځ اوحکومت کې کار کړى ؤ . نه يې دومره تعلق ؤ چې آن افغانان يې پيژندلي واى . فقط يو وزر يې زور او بل يې زر ؤ چې ورباندې راغلل .
زور خو يې لومړى په بمباريو کې څرګند شو چې، دطالبانو جنګې کرښې يې په شمال کې بمبارد کړي .دکابل په فضا کې يې هليکاپتر او بې پيلوټه الوتکو وښودله چې فقط په زور راغلي دي او ظلم يې په جنګې کلا کښې ښکاره شو.
دزرو خبري يې اوس اسرار نه دي ،هرڅوک پوهيږي چې څوک يې واخيستل ،څرنګه يې واخستل او په څو يې واخستل ...
خو امريکايان دروسانو په پرتله، خورا کمزوري دي، نه هغومره ډيردي ، نه هغسې سرحدي امکانات لري او نه هم کومه سياسي پشتوانه . نه يې دپوځې کارونو مرکز يو دى او نه هم خپل ملګري ورسره وفادار او نژدې دي. نژدې ملګري يې داستعمار زړه مور، بريتانيا ده چې داوباما د ٣٠٠٠٠ تنه پوځ په مقابل کې يي د٥٠٠ تنه راتللو وعده وکړه ...
اکمالاتې لارې يې له دښمنو سيمو تيريږي چې، آن تاريخي دښمن، روس ته په دې هکله دمرستي په تمه اړولي دي.هغوى کله لاس ورکړي او کله په وازه خولي وايې :له امريکايانو سره مرسته ونشي، بلکې مخالفينو ته يې لاس ورکړل شي، ځکه ممکن هغوى يوه ورځ قدرت ته ورسيږي .
(ازادې راديو ،٢٦/١٢/٢٠٠٩ ديوه روسي وکيل له خولي.)
نوکه يې سړي پسرلي ته ګوري منى يې معلوم دى :
(ازبهارمن به بين خزان مرا)
هيڅ ورته پاته نه دي ، دلته يې تر راتلو، دتللو تلوسه زياته شوې ده .خو پښې يې نښتې دي ، که يوه کاږي په بله زورکيږي او نوره هم نښلي...
يوازينۍ لاره داده چې اوباما دتللو اراده خورا په شف ، شف څرګنده کړه. همدا اراده دي شفتالو کړي . څرګنده دې کړي . دتللو وعده دې وکړي .
افغانان دومره هم بې حوصلي نه دي چې، دتللو په مهال يې په جسدونو، معيوبينو او مات ګوډ پوځ باندې بريدونه وکړي. نه ،که ځې ممکن ورته دعزت لاره ورکړي. هغه يوځل دملت دقهر په څپه کې پيښه شوه چې، دټول انګريزي پوځ په ځاى فقط داکتر برايدن ژوندى ووت . افغانانووروسته انګريزانو ته هم ودوتلو لاره ورکړه او روسانو هم دپزې دکرښې په ايستلو،پاته سرونه ژوندي وايستل .
په افغانستان کي دامريکايانوپه وتلويا شړلو، دسوکالۍ په هيله .
No comments:
Post a Comment