Tuesday, 29 December 2009

د مرغومي شپږمه ولی ونه غندل شوه ؟

د مرغومي شپږمه ولی ونه غندل شوه ؟
څرنګه چی د مرغومی په شپږ مه سور وحشي ښکیلاک زموږ هیواد ته راغۍ چی په نتیجه کی يي په میلونو افغانان شهیدان،په میلونو معیوب او هجرت کولو ته اړ شول،دهیواد ټول جوړښتونه له منځ څخه ولاړل،په میلونو کونډي او یتیمان راپاتی شول خوپه نتیجه کی يي هغه لوی ځواک چی هغه ټولي نړی ته خپل ناولۍ کومۍ خلاص کړی وو او غوښتل ي چی ټوله نړۍ تیره کړی دنړی هر ځای ته ځان ورسوي همدي افغانانو په خالی لاس اودتکبیر دناري په برکت په ګونډو او غاښ ماتونکی ځواب يي ورکړ،د کمونیزم ناولۍ ټغريي دنړۍ له مخ څخه ټول کړاوهغه نړی چی دهمدي سره ښامار له لاسه ددوی خوبونه تښتېدلي وو، ټول ژوند يي په ډار او وهم کی وود ډاډ او هوسایني ژوند يي ورپه برخه کړ. اوس چی پوره دیرش کاله د دي یرغل تیر شول دا پوښتنه کیږي چی ولی دا ورځ دچارواکو له خوا ونه غند ل شوه په ځواب کی باید وویل شي چی څوک به دا ورځ وغندی جهادي رهبران چی جهاد د دوی تر مشرۍ لاندشروع وو ځني يي په حق رسید لي دي،ځني يي لا اوس هم جهاد پای ته نه بولي په تورو جګو غرونو کی په سنګر کی خپل عمر تیروي او ځني نور يي که دروسانو په شړلو کی مرسته کړي دامریکا یانو په راوستلو کی يي هم بی شمیره هلي ځلی کړی دی حتی ځینو خو هغه وخت دروسانو سره تړونونه کړی وو چی یو پر بل به یرغل نه کوي او روسان به هغه مجا هیدین چی د دوی تړون کونکی يي نه غواړي ښي حملي کوي اود اوسني او هغه یرغل هیڅ تو پیر نشته هغه وخت دافغانستان اداره په مسکو او دو شنبي کی جوړیده او اوس دبن په ښار کی جوړه شوله ،دروسانو هغه پروژه دکی جی بی اوخلق پرجم په مرسته پلي شوه دا پروژه د سي ای ايي، اف بی ای ، شمالي ټلوالی(نظار،جنبش،حزب وحدت) په زیاته مرسته او قربانۍ پلي شوه. هو د پارلمان وکیل صیبان خو اوس ډیر بخت دی،دهغوی له کورو څخه یوه ډله نومول شوي وزیران وزي اویوه ډ له ورته راځی او درايي غوښتنه کوی،دهغوی څخه دمرغومی دشپږمي غندنه اوداورځ هیره ده ،دوالی صیبانو زړونه هم خپه دی ځکه دوی نه پو هیږي چی دوی به په خپلو چوکیو پاتي شي اوکه به لري شي له همدی کبله ددوی زړه نه غواړی چی دمرغومی دشپږمی په اړوند څه ووايي .خوار اومظلوم اولس چی یوځل يي هیلی دامریکا نوي اولس مشر اود هغه نوي ستراجیدۍ ورماتی کړی دنورو ډیرو ځناورو ځواکونواوډیروجګړو زیري يي ورکړ ، له بل لوری يي زړونه هغه کابیني ورمات کړی چی کرزی صیب دټاکنو مخکی ددوی سرو وعدی کړی وي او بیا ټول هغه څوک دده له خوا ټاکل شول چی څوک په اداري فساد ککړ بلل شوي،څوک په ژبنی اوقومی کړنو ګرم بلل شوی ... لا نور هم نا امید شول ،نو مظلوم اولس به دمرغومی دشپږمی په اړوند څه ووايي څکه داسی نوری ورځی هم پری راغلی، خو یواځنۍ هیله او دامید سترګی يي ښاغلیو وکیل صیبانو ته نیولی دی چی یوازی داسلامیت ،ریښتني افغانیت،مخلص او صادق شخصیت او تیری کړنی يي په نظر کی ونیسي اوبیا نومول شویووزیرانو ته رایه ورکړی ، هغه وزیر صیبان چی تیر ځل په قومی او ژبنیو شخړو کی اخته ول او یا په اداری فسادککړ او د سم خدمت کولو جوګه نه شول په غوځ اکثریت دفارلمان او وزارت څخه وشړی،په پای کی ټول مظلوم اولس دخپل لوی څښتن څخه غواړی چی لکه څرنګه چی د مرغومی شپږمه دسره یرغل ورځ او دسلواغي ۲۶ دهغوی د ماتی ورځ زموږپه تاریخ کی لیکل شوي دا ځل بیا دیرغل او ماتي ورځی زموږ په تاریخ کی ولیکل شی .

(۲۰۰۹): دمجاهدینو بریا او داشغالګرو اضطرار

(۲۰۰۹) : دمجاهدینو بریا او داشغالګرو اضطرار
تیرمیلادی کال دالله په نصرت او د مجاهدینو دبریالیو عملیاتواو کلک مقاومت او دافغانستان د اسلامی امارت دمنسوبینو دسیاسی پوهی او بصیرت له امله له پوځی ،سیاسی او مطبوعاتی اړخه د پخوا په نسبت یو له بریاوو او لاسته راوړنو ډک کال وو .
تیرکال په اشغالګرو ځواکونو او دهغوی په لاسپوڅو باندی دمجاهدینو له لوری جبهی ،چریکی او مخامخ جنګونه او دمځکی لاندی دښخ کړل شویوماینونو بریدونه او حملې د نورو کلونو په پرتله دومره زیاتی وې چی مغرور دښمن یې په نارو کړ او له مجاهدینو سره یې دروغی جوړی اوسولې دخبرو اوازې اوګنګوسی پیل کړل چي داخپله د اشغالګرو فوځی او سیاسی ماته او دافغانستان داسلامی امارت یوه لاسته راوړنه ده .
له سیاسی پلوه دافغانستان داسلامی امارت دمشرتابه سیاسی بصیرت ، پوهی او دهرې پېښی او مسلې په وړاندی په برحقه دلایالو ولاړ دریځ او دمجاهدینو پرله پسې او نه ستړی کیدونکی کارنده بریدونو، دشمن په اضطرار اونا قرارۍ کی اچولی او په کوردننه له زیات شمیر جنجالونو او ولسی مخالفتونو سره مخ کړی ،ثابته او پخه پالیسی نلری ،له یوې خوا کله دنورو ډیرو فوځونو درالیږلو خبرې کوی او له بلې خوا یی ډیرژر په بیرته وتلو غیرمعقول نظر څرګندوي اوله سیاسی لوری دمسلې د حل په لارو چارو دغور کولو غوښتنه کوی.
همداراز له سیاسی بریاوو نه یو ه داچی دتیرکال دولسمشرۍ دانتخاباتود لوبې او ډرامې په مهال ، ولس داسلامی امارت بلنې ته لبیک ووایه او دا پروسه دولس په عام پریکون او دمجاهدینو دکارنده بریدونو اوقبلی پلان شویو تکتیکونو له برکته ناکامه او دلویدلو رایو شمیره یی تر اټکل زیاته ټیټه او دټولو سیاسی کتونکو او مبصرینو په وینا یوازې د راواردې شوې دیموکراسۍ دبقا لپاره یوه نمایشي پروسه وه او بس .
که تیرکال ته نظروکړو په مجموع کې داویلی شوچې دمجاهدینو دبریالي اوافغانستان شموله مقاومت له برکته دملګروملتونو دادارې اواروپايي ټولنې په شمول زیاتره غربي مغرورقدرتونه داسلامي امارت دسیاسي ځواک اوپرستيژ په منلو اړشول هغه نړۍ چې یووخت یې داسلامي امارت مجاهدین یوسطحي او لنډمهالی خوځښت باله بالاخره دیوه معتبر افغاني اواسلامي تحریک په توګه ددوی دسیاسي ځواک په منلوقائل شول .
تیرمیلادي کال دالله تعالي دنصرت او دمخلصو مجاهدینو دهلو ځلو په برکت له پوځي او جهادي اړخه دپخواپه نسبت یوتراټکل لوړ بریالی کال وه چې یرغلګرو ځواکونو په کې دسراومال درانه تلفات وزغمل دکال په سرکې له پسرلي وړاندې ددرست افغانستان په سطحه دمجاهدینو په تشکیلاتو کې داسلامي امارت دمشرتابه شورا له تصمیم سره سم ژور ادلون بدلون او نوي تقرري راغله دغه راز دجهادي جبهاتو دلاموثریت لپاره په ټولو ولایاتو کې په نوې بڼه نظامي اوملکي تشکیلات رامنځته شول چې الحمدلله دجهادي بریاوو په لاسته راوړلو کې یې سترنقش درلود.
دتیرکال دمارچ دمیاشتې په پيل کې امریکایی اولس مشر بارک اوباما دافغانستان په اړه نوې ستراتیژي اعلان کړه اوویې ویل چې دې هیوادته به لسګونه زره اضافي عسکر ولیږي دهمدې پیښې په تعقیب دثور دمیاشتې له لسمې څخه داسلامي امارت دمشرتابه شورا لخوا په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې په درست افغانستان کې مجاهدینوته دنصرت په نامه دنویوعملیاتو دپیل امرورکړل شو اوپه دې ډول په درست هیوادکې ددښمن په ثابتو او سیارو ځواکونو او نورو اهدافو بریالي او همآهنګ عملیات پیل شول داعملیات دپخواپه نسبت خورابریالي اومنسجم چې دهرې ورځې اومیاشتې په تیریدو ورسره ددښمن دسرتیرو مرګ ژوبله او مالي زیانونه لوړیدل.دثبوت لپاره به په لاندي ترتیب شوی جدول کي یرغلګرواودهغوی ومزدورانوته د تیرکال په مهموفوځی عملیاتو کې د وراوښتوزیانونودقیقه اومستنده احصائیه وړاندي کړو، چي جزئیات یې وخت په وخت داسلامي امارت دویندویانولخوادرسنیوپه واک کي ورکړل سوي دي .

5587 وژل شوي او ژوبل شوې بهرنيان عمومي مجموعه
7254 وژل شوې داخلي عسكر عمومي مجموعه
2069 ټپي شوې كورني عسكر عمومي مجموعه
3667 ويجاړشوي عراده جات او شوبلې عمومي مجموعه
44 رانسكوري شوي الوتكې عمومي مجموعه
540 شهيدان او ژوبل شوي مجاهدين عمومي مجموعه

په تأسف سره چي په همدې کال کي دوحشي یرغلګروپه ړندوبمباریواومخامخ ډزوکي دهیوادپه بېلابیلوسیموکي په سلګونوملکي افغانان هم شهیدان سوي اوکورونه یې وران سوي دي چي ؛دبېلګې په توګه یې دفراه دبالابلوک اودکندزدچهاردرې خونړۍ اوبوږنونکي پیښي یادولای سوچي ،په ترڅ کي یې تر«۵۰۰»سوه زیات هیوادوال چي ډیری یې ښځي اوماشومان ووشهیدان اوټپیان سول . دافغانستان اسلامی امارت لکه څرنګه چی دهرې یادې شوې دردونکی پیښې دپيښېدو پرمهال دخواخوږۍ او تسلیت پیغام خپورکړی یوځل بیا دشهیدانو کورنیو ته الله تعالی له درباره دصبرجمیل او اجرعظیم غوښتنه کوي .
دافغانستان اسلامي امارت به په راتلونکي (۲۰۱۰)زکال کي دنړیوالونیواکګروځواکونوپه وړاندي دلوی او ځواکمن څښتن په نصرت او دډول ډول پوځي مهارتونواوپرمختللوتاکتیکونوپه کارولوسره دسپیني ماڼۍ اوبروکسل مغروراوجنګ خوښي چارواکي اړکړي چي له افغانستان څخه پښې سپکي کړي .

په هندوستان کې د افغان محصلينو سر خلاصى ليک

په هندوستان کې د افغان محصلينو سر خلاصى ليک
د افغانستان د ولسي جرگې په اسلام مينو، کلتور پالو او هېواد دوستو وکيل صاحبانو اسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته!د لوى خداى (ج) نه مو برياليتوب غواړ و. محترمينو تېرې ولسمشريزې ټاکنې پاى ته ورسېدې او د ولسي جرگې ټاکنې په مخ کې لرو، په تېرو ټاکنو کې افغان ولس او په ځانگړې توگه پښتون قوم ډېره قرباني ورکړه د دوى په قربانۍ نامطلوبه کرزى بيا واک ته ورسېد؛ خو کرزي د تل په څېر دې لوى قوم سره بې وفايي وکړه، يوځل بيا د دې قوم او هېواد قسم خوړلې او پردي پالي کسان يې د وزيرانو په توگه تاسو محترمينو ته در معرفي کړل. په دې لست کې د فاشيستو رهين او عبيد الله عبيد نومونه هم راغلي دي، عبيد الله عبيد هغه څوک دى چې په طبي پوهنتون کې يې ملي جامه اغوستل او په اسلامي سيرت سمبالېدل جرم بللي او په لسگونو محصلين يې په دې جرم او مختلفو نومونو له پوهنتون نه ايستلي دي. د سيد مخدوم رهين په اړه څه ويلو ته اړتيا نشته ځکه چې د ده په اړه يو مستند کتاب ( مخدوم د انصاف په تله کې ) ليکل شوى دى، له بلې خوانه زموږ د سمستر د پاى آزموينې دي د اسنادو د راټولو لپاره د وخت د نه لرلو له کبله له تاسو محترمينو نه بښنه غواړو.

پښتون قوم د شلمې او يويشتمې پېړۍ د سترو لوبو قرباني قوم دى په ځانگړې توگه په تېرو اتو کلونو کې پښتون قوم په مختلفو نومونو وځپل شو او داسې ظلمونه پرې وشول چې فلسطينيان او کشميريان له خلکو نه هېر شول په کورونو يې بمونه وغورزول شول، ځوانان يې د القاعدې او طالب په نومونو تر گوانتانامو ورسول شول، قومي مشران يې د جاسوسانو په نامه په شهادت ورسېدل، ماشومانو پورې يې بمونه تړل کېږي او د بې دينۍ په نامه يې ښوونځي سوزول کېږي چې زموږ په نظر دا ټول د هغه لويې دسيسې يوه برخه ده چې ددې عظيم ملت پر ضد جوړه شوې ده چې څوک يې د ملا په جامه کې عملي کوي او څوک يې د تکنوکرات.

د تکنوکراتانو له جملې نه يې پورتني دوه تنه پېژندل شوې څېرې دي، مخدوم رهين مخکې هم دافغانستان د فرهنگ وزير ؤ؛ خو د افغانستان د فرهنگ پرځاى يې ايران ته ډېر خدمت وکړ او تر څو ورځې مخکې پورې په هند کې د افغانستان سفير ؤ؛ خو ډېرو محصلينو به د افغانستان په سفارت کې ايرانى سفير باله. ده د سفارت په ټول دوران کې يا به نشه و يا خمار، په داسې حال کې چې موږ به له هندوستان سره ډېرو نژدو او هر اړخيزه اړيکو ته اړ يو خو په سياسي او ستراتيژيکو مسايلو د سفير صاحب سر نه خلاصېږي، يوازې فارسي يې ښه زده ده او په تدبير منزل کې د خلاص مټ خاوند دى. ډېرى وخت به موږ په رسمي غونډو کې د نورو اسلامي هېوادونو محصلينو ته دا نشواى ويلى چې رهين صاحب په هند کې زموږ د هېواد لوى سفير دى، ځکه چې نوموړى به په يو نه يو غير اسلامي عمل بوخت ؤ. يابه له يوې ښکلې نجلۍ سره په غير اسلامي توګه په ټوکو ټکالو بوخت ؤ او يابه يې د شرابو پيک په لاس کې ؤ او همدارنګه هلته يی د پښتنو سره دومره بد چلند کاوه چی ټول پښتانه محصلين ورسره په تکليف وو او آن په سفارت کې به ده په ډاګه ويل چی دا د خراسان سفارت دی نه د افغانستان. نوموړی په هېڅ راز ديپلوماتيکو اصولو نه پوهېږي.يوه ورځ د افغانستان په سفارت کې په يوه رسمي غونډه کې له ګڼو فارسي ژبو محصلينو سره په قطغني رقص داسې مصروفه ؤ چی په دې خبر هم نه شو چی کله د نورو هيوادو سفيران د نوموړی د دې سپک عمل له لاسه د محفل څخه ووتل. او وروسته يې بيا پاتې ميلمنو ته ويل چی دا خو د افغانستان ملی رقص دی په داسې حال کې چې دا د افغانستان د اسلامي هويت او يونيم مليون شهيدانو سره لوى خيانت ؤ، که څه هم موږ سره ډېر نور ظلمونه شوي دي. په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت کې موږ ته تحصيلي پاسپورت نه راکول کېږي ځکه چې پښتانه يو، هند کې مو افغان سفارت افغاني هويت نه تاييد وي، پښتونوالى مو لوى جرم دى، دلته ډېرى ځوانان په سياحتي ويزو په زده کړو بوخت دي؛ نو په دې اساس اړ دي چې هر درې مياشتې يو ځل کابل ته لاړ شي او هلته بيا ويزه واخلي دا نه يوازې يوه اقتصادي ضربه ده؛ بلکې ډېرى محصلين د زده کړو له عادي بهير نه وروسته پاتې کېږي او په سلگونو نورې ستونزې، ددې لپاره چې دا ملي مسله شخصي نه شي موږ به له خپلو صنفي ستونزو نه تېرشو. اوس نو دا په تاسو محترمينو پورې اړه لري چې دوى ته په رايه ورکولو سره خپل نوم په تاريخ کې په توره کرښه ليکئ او يا د دوى په ردولو سره د تاريخ پاڼې په خپلونومونو سره زرينې کوئ.
د فرعون د کور په شان يې دا حصار خاورې ايرې که
دا مغرور سر يې تسنس که دا غرور زرې زرې که
پاڅــــــه وښــــيه دنيـــــاته د پښــــتون د بچــــو ننـَـــــگپ
اڅه واوروه شـــغال ته د ويســـــــتلو تورو شرنګ
N. Hemat

پرافغانستان دکمونستي ښکېلاک دیرغل دېرشمه کلیزه

پرافغانستان دکمونستي ښکېلاک دیرغل دېرشمه کلیزه
ليکنه : سیدسعید
دېرش کاله مخکي (۱۳۵۸\دمرغومي پر۶مه نېټه )چي دپخواني شوروي اتحاددسره کمون سرو لښکرودبین المللي قوانینواوبشري ارزښتونوپرخلاف دافغانستان پرخاروه یرغل وکړاووفادارلاسپوڅی «ببرک کارمل »یې پرټانګ سپورافغانستان ته راوست اودکابل پرپلازیې نصب کړ.نوپه نړیواله کچه یې دملګروملتونو،اسلامي کنفرانس ،اروپایې اتحادیې او.....لخوا په کلکه غندنه وسوه اوپه داخل کي بیادترکي اوامین دلاسپوڅواوبې دینوحکومتونوپرضددافغاني غازیانووړو وړو غورځنګونو وروسته له دې چي شوروي بربنډپوځي تېری وکړد یوپیاوړي اوغښتلي ملي پاڅون بڼه غوره کړه او په ډېره لنډه موده کي یې دهیوادپه ختیځ اولویدیځ شمال اوجنوب کي دشوروي داشغالګرو لښکرواودهغوی دافغان مزدورانو(خلقیانواو پرچمیانو) په وړاندي داسي ګړندی اوبریالی مقاومت پیل کړچي ،نړیوالویې بیخي اټکل هم نه کاوه .

شوروي قواوو دخپلي وحشي تګلاري اوجنګي ستراتیژۍ له مخي یونیم ملیون افغانان شهیدان ،همدومره یې معلول اومعیوب اوپنځه ملیونه یې هم دخپل کورکلي پرېښوولوته مجبوراودنړۍ په بېلابیلوهیوادونومخصوصاایران اوپاکستان کي په ډېروستونزمنوحالاتوکي مېشتیدني ته اړکړل .دکمونیزم دمکتب شاګردانود«مرګ برامپریالیزم ، زنده بادکرګران جهان »ترشعارلاندي په قفقاز،منځنۍ اسیا،ختیځه اروپااوافغانستان کي په ملیونونوبې دفاع عوام غریبکاران ،ښځي ،کوچنیان اوبوډاګان په داسي وحشت اودهشت له تیِغه تېرکړل چي ؛دچنګېزیانواونازیانودظلمونوریکارډیې مات کړ.که دنوروڅخه صرف نظروکړواویوازي دکابل دپلڅرخي په کرغېړن زندان کي دمظلومواسیرانودنوکانوایستلو،دسرپه وریښتانودراځړولو،په ایشیدلواوبوکي دغوټه کولواونوروغیربشري کړنووبوږنونکوداستانونواوکیسوته غوږاوځیرسونوبېله شکه چي دکاڼي غوندي سخت زړونوبه هم نرم سي اودکمونیزم پرپیروانوبه لعنتونه ووایې .

دازادوسرچینوپه حواله دڅرخي پله په زندان کي دکابل دکمونستي رژیم اوکي جي بي لخواد۱۲۰ــــ ۱۵۰زره پوري افغانان ترډول ډول شکنجواوتعذیبونولاندي شهیدان اوبیادهمدې محبس شاوخوااودپلیګون په دښتوکي په ډله ییزه توګه دبلدوزرونوپه واسطه ترخاورولاندي کړل سوي دي چي؛ ډېری کورنۍ اوس (دېرش کاله وروسته) هم دوخت دکمونست رژیم لخوادکورنۍ دبندي سووغړودمرګ اوژوندله حال نا خبره اوپه رواني لحاظ ځني کړیږي اوځوریږي .

بلخوابیادافغان بهادرملت دسپېڅلي پاڅون او کاري ګذارونوله امله دشوروي اشغالګروځواکونوپه زرهاووحربي نقلیه وسایط،په سلهاووجنګي اوترانسپورټي الوتکي اوپه ملیاردونوډالرتوري خاوري اوایري سول اودغه رازیې ترسل (۱۰۰)زره زیات عسکرټپیان اوشل (۲۰)زره یې مړه اودافغانستان په غرونواوډاګونوکي دکارغانواولیوانوخوراک سول .روسان له افغانستان څخه ترلس کلني خونړۍ جګړې وروسته د۱۳۶۸\دسلواغې پر۲۶مه نېټه په تېښته بریالي سول .دافغان ولس دبې دریغه قربانیوپه برکت نورمحکوم ولسونه اوملکونه هم دسره ښکېلاک له پنجوڅخه خلاص اوازادسول اوآن دبرلین دیوال دافغانانودجهادله شرمه پرمځکه را پرېوت اونورنود«وارسا»په نوم دخوني ښامارله شره نړیوال خوندي سول .

متأسفانه چي جفاکاري نړۍ اوپه ځانګړې توګه ناټوـــ امریکادافغانانوددې ستراحسان په بدل کي نه یوازي داچي مرسته ونکړه ،بلکي پرهمدې مظلوم خوغیورملت یې دنړیوالومقرره قوانینوپرخلاف وحشیانه یرغل وکړاودوی (امریکایانو)هم دشورویانوپه شان کلي اوکورونه وران ،ښځي اوکوچنیان شهیدان کړل اوپه نیموشپوکي دافغانانودکورونودروازې په بمونوالوزوي ،بې موجبه یې بندیانوي اوحتی په سپیویې داړي .خوافغان میړني ولس دصلیبي امپریالیزم په وړاندي هم ملي پاڅون کړی دی اودهیوادټوله سمه اوغر،کلي اوښارونه یې ورته سره اورونه ګرځولي دي ان په قرارګاووپسي ورننوزي اوهورې دمرمیوډک شاجورونه پرتشوي اوپه بارودي واسکټونوپوښلي شرین بدنونه اوښایسته اندامونه پرپټاووي اواشغالګران پخپلووینولمبوي اودمرګي وکندي ته یې ورټېل وهي چي ؛له امله یې هرورځ دلسهاووصلیبي اشغالګروعسکروتابتونه دغرب په ویرجنه فضاکي راکښته کیږي اوجسدونه یې خپلوان په لویولویوکریږواورمباړوبدرګه کوي اودخپلوحکومتونوپرضدشعارونه ورکوي چي :«نوردي زموږبچیان دخپلوشخصي ګټواودامریکاسره ددوستۍ په خاطردافغانستان په اوږده اوتاواني جنګ کي نه وژني اوژرترژره دې له دغه ملکه راوباسي ».

تاریخ ثابته کړې ده چي، هریرغلګر افغانستان ته راغلی بیایې روغ سرنه دی ایستلی اوپه نژدې ماضي کي خودوارسادعروج همدااوسني اشغالګران هم شاهدان دی ،داسي عروج چي په اروپااوامریکاکي یې دغربي واکمنوخوبونه تښتولي وو،خودافغان میړني ولس په وړاندي یې د ماتي سرونه ټیت کړل .نوامریکابه هم دعسکرواوتجهیزاتوپه زیاتوالي ،دمتعددوستراتیژیوپه جوړیدواودلاسپوڅورژیمونواوڅېروپه رداوبدل اوتحمیلولونه تنهاسوبه ترلاسه نه کړي ،بلکي دوی به هم په ډېرلنډراتلونکي کي دیرغلګروپه قبرستان ویاړلي افغانستان کي دحتمي زوال په مرګ محکوم کړل سي .انشاءالله

Monday, 28 December 2009

نړۍ ته متوجه ګواښونه

نړۍ ته متوجه ګواښونه
چارشنبه, 09 December 2009 05:51 دشهريار باچا ژباړه
د نړۍ د موسمى منفى تغيراتو ناوړه اغيزى به گرده نړۍ له گواښ سره مخامخ کړي.
په را روانو وختونو کې به د تودوخى درجه لوړه شى چې له لامله به يې په نړۍ کې د واورې غرونه په ويلى کيدو شي، په سمندرونو کې به د اوبو سطحه لوړه شى توند بادونه، تيز بارانونه به سمندرونو ته دومره قوت ورکړى چې د نړۍ ډير ودان ښارونه به له منځه يوسي.
دا به څنگه وى؟ او کله به وى؟ ځوابول يى خورا ستونزمنه ده، خو داسې څه کيدونکى دي چې په دى مځکه د استوگنو لپاره به ښي پايلي ونلري
د نړۍ د موسمى تغيراتو د ادارى پوهان انديښمن دي چې څرنګه به نړۍ ته متوجه د دغه گواښونو مخه ونيول شي، چې له لامله يې د نړۍ پر ځمکه دغه غميزى راتلونکى دي.
د استراليا غرونه له منځه تلوونکي دي:
د نړيوالو موسمى تغيراتو له لامله به دغه د ښکلا او ښايست بيلگى د مرجان او ياقوتو په نوم غرونه به په راروانو شلو کلونو کى په بشپړ ډول له سترگو ورک شي. د دغو غرونو اوږدوالى ٢٠١١ کيلو متر دى او د استراليا شمال شرق ساحل ته هسک ولاړ دى چې د الله جل جلاله د قدرتونو نمونه او د نړۍ ښايست دى د سمندر تودى اوبه او څپانده څپي به يى لومړى په ښکلا اور پورى کړى او بيا به يى له ستونى تير کړي، دا به د نړۍ د موسمى تغيراتو د نړۍ په ښکلا لومړى وار وي.
د اميزون ځنگلى به په دښتو بدلى کړى شي:
د نړۍ د موسمى تغيراتو دويم وار به داميزون په ځنگلو وشي، په دغو ځنگلو کې په لکونو د حيواناتو قسمونه ژوند کوى، کال و سر پرې بارانونه اورى نړۍ ته د پاکو او تازه اوبو پنځمه برخه پوره کوي دغو ځنگلو ته د نړۍ (ايرکنډيشن) هم ويل کيږى خو د نړۍ د موسمى منفى تغيراتو بدى اغيزى به دغه ځنگلونه وچ او د ځمکى له مخ څخه فنا کړى د سائنس پوهانو په اند د دغو ځنگلو ژوند اوس تر ٢٠٥٠ کاله پورې پاتې دى وروسته پاتې کيدل به يى يوه معجزه وي.
نړۍ ته د تيز او توندو بادونو بارانونو خطر
دنړۍ دموسمى تغيراتو د ادارى پوهان وايى نړۍ ته بل سترگواښ دهغو طوفانونو دى چى دتيزوبارانو نو او توندوبادونو له لامله به په پوره زور او شور سره دنړۍ ابادې سيمى په ويرانو بدلى کړي.
ددغو بارانونو اوبه به دسمندرونو په اوبو کې جوش پيداکړى او دسمندرونو غاړو ته پرتى ابادى سيمى به له ستوني تيرى کړى داسى چى نوم اونښان به يى ورک شي.
لندن به دځمکى له مخه ورک شي.
دنړۍ دموسمى تغيراتو د ادارى پوهان دلندن استوگنو ته خبرور کوى چى ددوى په اند دلندن ژوند تر ٢١٠٠ پورى دي ځکه چى داښار دسمندر خيټى ته تلونکى دي دواورو دغرونو ويلى کيدل دتيزو بارانونو اوريدل به ددى لامل وگرځى چى سمندرونه په مورگو واوړى او دلندن په څير ډيرودان ښارونه دځمکى له مخى ورک کړى دسمندر له ستونى تيريدونکى ښارونو کى يواځى لندن نه په لسگونو هغه ښارونه چى دبحر غاړوته آباد دى به له منځه ولاړ شى د امريکا دنيويارک ښار هم دهمدغو ښارونو ملگرى دى . په نړۍ کې دتودوخى دلوړيدا بده اغيزه همدا ده چى دنړۍ دواورو غزونه په چټکتيا سره ويلى کوى اوبه به يى بحرونه ته را غورځى او دسمندرونو اوبوته به جوش ورکوى . اوس هم دپخوا په پرتله په سمندرونو کى اوبه له خپلى پيمانى څخه په زياتيدو دي که داوبو د ډيروالى سلسله په همدى ترتيب روانه وى ډير ژر به ډير ښکلى ښارونه داوبو خوراک شي.
حيوانات به ډنگر شي.
دپوهانو په اند دنړۍ منفى موسمى بدلون به په حيواناتو هم خورا ناوړه اغيزى وکړى داوسيدنى ځايونه به يى په ورکيدوشي، خوراک به يى په کميدوشى، چى له لامله به يى جسامت کوچنى او ډنگرشي. په ډيرو جزيروکى لادمخکى څخه دتودوخى د ډيرښت له لامله ډير حيوانات ناروغ او ډنگر شوى دى په حيواناتو کى دغه بدلون له تيرو ديرشو کلوراپديخوا ليدل کيږي داب وهواچټلتيا په حيواناتو هم بدى اغيزى لرى حيوانات په پاکه اب وهوا کى ښکلى اوغښتلى جسمونه لري.
له يوى خواموسمى تغيرات اوله بلى خوا په نړۍ کى دمکروبونو څخه د ډکو باروتو استعمال که يو خوا انسانيت ته خطر متوجه کړى نو حيوانات هم ترى خوندى نه دي پاتى دوىهم له دغى ستونزى سره لاس او ګريوان دى په بحرونو کى دکبانو او داوبو دنورو سالر ونکو هم دا حال دى چى موسمى تغيراتو او داب وهوا چټلتيايى په صحت او جسم خورا بدى اغيزى کړى دي ښکارى مرغان به هم دتودوخى د ډيروالى او دخوراک دکمښت له ستونزى سره مخامخ شي.
په اندونيزيا کى به دوه زره جزيرى له منځه ولاړى شي.
موسمى منفى تغيرات به اندونيزيا ته هم ضربه ورکړى او دوه زره کوچنۍ جزيرى به يى له منځه ولاړى شي دا گزار به ډير وخت وانخلى د ٢٠٣٠ پورى به دغه جزيرى داندونيزيا له گوتو ووځي.
اندونيزيا ١٧٥٠٠ جزيرى لرى چى تراوسه يى ٢٤جزيرى داوبو خوراک شوى دى او دنورو دووزرو جزيرو دخوړلو لپاره يى سمندر خوله وازه کړى ده په بحر کى داوبو ډيرښت به ددى لامل شي چې داندونيزيا جزيرى خپلى خيټى ته ورواچوى . دنړۍ دموسمى تغيراتو له لامله به دمالديپ هيواد هم دنړۍ له نقشى ورک کړى شى مالديپ دسمندر په غاړه پروت هيواد دي. سمندر به په دى وتواتنيږى چى مالديپ هم خيټى ته تير کړي. دسائنس پوهانو په اند دغه پيښه به هم ډيروخت وانخلى موسمى تغيرات به روسيه هم وځپي:
دنړۍ موسمى تغيرات به دروسي لپاره هم شى پايلى ونلرى له واورو او يخ موسم سره اروږدې دغه اولس به په نړۍ کې دتودوخى ددرجې لوړيدل له ستونزو سره مخامخ کړي دسيلابونو طوفانونو او دواورو دغرونو ويلى کيدنه به روسيه هم وځپي. روسى ساينس پوهان له اوسه پدى هڅه کى دى چى څرنگه به خپله سيمه دنړۍ دموسمى بدلون دناوړه اغيزو څخه خوندى وساتلى شى ځکه چى روسيه د نړۍ پرمخ په واورو پوښل شوى هيواد دى ددغه هيواد دسابئيريا دغرونو دواورو ويلى کيدل به په بحرونو کى داوبو سطحه نوره هم پسى لوړه کړي. دگوتو په شمار يوڅوساينس پوهان په دى باور دى چى دنړۍ موسمى تغيرات به دروسي لپاره گټور وى ځکه هغه مځکى چى تل پرى دواور سپين څادر غوړيدلى و راښکاره شى او روسيه به له دغو مځکو څخه دکښتونو اوباغونو زرغونولو کار واخلي. خو د ډيرو ساينس پوهانو په اند دنړۍ موسمى تغيرات به په روسيه هم بدى اغيزى ولرى اودغه لس به هم وځپلى شي.
دنړۍ اقتصادى بحران :
دنړۍ منفى موسمى تغيرات به اقتصادى بحران وزيږوي چى له لامله به يى ډير ولسونه له گواښ او خطر سره مخامخ شي دنړۍ دموسمى تغيراتو بدو اغيزوته په کتو سره به پرمخ تللى هيوادونه چى ځانو ته يى دلويوطاقتونو نومونه ايښى دى دکمزورو ولسونو او هيوادونو استحصال ته ملاوتړي او په دى هڅه به کى شى چى دزمکى پرمخ پرټولو معدنياتو او وسايلو دى ددوى تسلط او واک وي دهمدى هدف دترلاسه کولو لپاره به په مختلفو پلمو په ډيرو هيوادو کى امنيتي وضعه کړکيچنه کړي چې له لامله به يى ډير ولسونه دخپلو سيمو څخه کوچيدو ته اړشي ځوانان په په دى هڅۀ کى وى چى يا پرمختلفو هيوادو ته ځانونه ورسوي اويا وسله راواخلى اوله ظالم څخه په زور خپل حق ترلاسه کړي ځکه نه به پرمختللى هيوادونه دوى ته پناه ورکوى او نه به له دوى څخه نيول شوى وسايل دوى پريږدى له همدى لامله به اقتصادى بحران دنړۍ سوله او امنيت هم تالاترغه کړي. چى دغه نړۍ به داوسنى حالت څخه بل حالت ته ولاړه شي.

Sunday, 27 December 2009

پرافغانستان دکمونستي ښکېلاک دیرغل دېرشمه کلیزه

پرافغانستان دکمونستي ښکېلاک دیرغل دېرشمه کلیزه
سیدسعید

دېرش کاله مخکي (۱۳۵۸\دمرغومي پر۶مه نېټه )چي دپخواني شوري اتحاددسره کمون سرو لښکرودبین المللي قوانینواوبشري ارزښتونوپرخلاف دافغانستان پرخاروه یرغل وکړاووفادارلاسپوڅی «ببرک کارمل »یې پرټانګ سپورافغانستان ته راوست اودکابل پرپلازیې نصب کړ.نوپه نړیواله کچه یې دملګروملتونو،اسلامي کنفرانس ،اروپایې اتحادیې او.....لخوا په کلکه غندنه وسوه اوپه داخل کي بیادترکي اوامین دلاسپوڅواوبې دینوحکومتونوپرضددافغاني غازیانووړو وړو غورځنګونو وروسته له دې چي شوروي بربنډپوځي تېری وکړد یوپیاوړي اوغښتلي ملي پاڅون بڼه غوره کړه او په ډېره لنډه موده کي یې دهیوادپه ختیځ اولویدیځ شمال اوجنوب کي دشوروي داشغالګرو لښکرواودهغوی دافغان مزدورانو(خلقیانواو پرچمیانو) په وړاندي داسي ګړندی اوبریالی مقاومت پیل کړچي ،نړیوالویې بیخي اټکل هم نه کاوه .

شوروي قواوو دخپلي وحشي تګلاري اوجنګي ستراتیژۍ له مخي یونیم ملیون افغانان شهیدان ،همدومره یې معلول اومعیوب اوپنځه ملیونه یې هم دخپل کورکلي پرېښوولوته مجبوراودنړۍ په بېلابیلوهیوادونومخصوصاایران اوپاکستان کي په ډېروستونزمنوحالاتوکي مېشتیدني ته اړکړل .دکمونیزم دمکتب شاګردانود«مرګ برامپریالیزم ، زنده بادکرګران جهان »ترشعارلاندي په قفقاز،منځنۍ اسیا،ختیځه اروپااوافغانستان کي په ملیونونوبې دفاع عوام غریبکاران ،ښځي ،کوچنیان اوبوډاګان په داسي وحشت اودهشت له تیِغه تېرکړل چي ؛دچنګېزیانواونازیانودظلمونوریکارډیې مات کړ.که دنوروڅخه صرف نظروکړواویوازي دکابل دپلڅرخي په کرغېړن زندان کي دمظلومواسیرانودنوکانوایستلو،دسرپه وریښتانودراځړولو،په ایشیدلواوبوکي دغوټه کولواونوروغیربشري کړنووبوږنونکوداستانونواوکیسوته غوږاوځیرسونوبېله شکه چي دکاڼي غوندي سخت زړونوبه هم نرم سي اودکمونیزم پرپیروانوبه لعنتونه ووایې .

دازادوسرچینوپه حواله دڅرخي پله په زندان کي دکابل دکمونستي رژیم اوکي جي بي لخواد۱۲۰ــــ ۱۵۰زره پوري افغانان ترډول ډول شکنجواوتعذیبونولاندي شهیدان اوبیادهمدې محبس شاوخوااودپلیګون په دښتوکي په ډله ییزه توګه دبلدوزرونوپه واسطه ترخاورولاندي کړل سوي دي چي؛ ډېری کورنۍ اوس (دېرش کاله وروسته) هم دوخت دکمونست رژیم لخوادکورنۍ دبندي سووغړودمرګ اوژوندله حال نا خبره اوپه رواني لحاظ ځني کړیږي اوځوریږي .

بلخوابیادافغان بهادرملت دسپېڅلي پاڅون او کاري ګذارونوله امله دشوروي اشغالګروځواکونوپه زرهاووحربي نقلیه وسایط،په سلهاووجنګي اوترانسپورټي الوتکي اوپه ملیاردونوډالرتوري خاوري اوایري سول اودغه رازیې ترسل (۱۰۰)زره زیات عسکرټپیان اوشل (۲۰)زره یې مړه اودافغانستان په غرونواوډاګونوکي دکارغانواولیوانوخوراک سول .روسان له افغانستان څخه ترلس کلني خونړۍ جګړې وروسته د۱۳۶۸\دسلواغې پر۲۶مه نېټه په تېښته بریالي سول .دافغان ولس دبې دریغه قربانیوپه برکت نورمحکوم ولسونه اوملکونه هم دسره ښکېلاک له پنجوڅخه خلاص اوازادسول اوآن دبرلین دیوال دافغانانودجهادله شرمه پرمځکه را پرېوت اونورنود«وارسا»په نوم دخوني ښامارله شره نړیوال خوندي سول .

متأسفانه چي جفاکاري نړۍ اوپه ځانګړې توګه ناټوـــ امریکادافغانانوددې ستراحسان په بدل کي نه یوازي داچي مرسته ونکړه ،بلکي پرهمدې مظلوم خوغیورملت یې دنړیوالومقرره قوانینوپرخلاف وحشیانه یرغل وکړاودوی (امریکایانو)هم دشورویانوپه شان کلي اوکورونه وران ،ښځي اوکوچنیان شهیدان کړل اوپه نیموشپوکي دافغانانودکورونودروازې په بمونوالوزوي ،بې موجبه یې بندیانوي اوحتی په سپیویې داړي .خوافغان میړني ولس دصلیبي امپریالیزم په وړاندي هم ملي پاڅون کړی دی اودهیوادټوله سمه اوغر،کلي اوښارونه یې ورته سره اورونه ګرځولي دي ان په قرارګاووپسي ورننوزي اوهورې دمرمیوډک شاجورونه پرتشوي اوپه بارودي واسکټونوپوښلي شرین بدنونه اوښایسته اندامونه پرپټاووي اواشغالګران پخپلووینولمبوي اودمرګي وکندي ته یې ورټېل وهي چي ؛له امله یې هرورځ دلسهاووصلیبي اشغالګروعسکروتابتونه دغرب په ویرجنه فضاکي راکښته کیږي اوجسدونه یې خپلوان په لویولویوکریږواورمباړوبدرګه کوي اودخپلوحکومتونوپرضدشعارونه ورکوي چي :«نوردي زموږبچیان دخپلوشخصي ګټواودامریکاسره ددوستۍ په خاطردافغانستان په اوږده اوتاواني جنګ کي نه وژني اوژرترژره دې له دغه ملکه راوباسي ».

تاریخ ثابته کړې ده چي، هریرغلګر افغانستان ته راغلی بیایې روغ سرنه دی ایستلی اوپه نژدې ماضي کي خودوارسادعروج همدااوسني اشغالګران هم شاهدان دی ،داسي عروج چي په اروپااوامریکاکي یې دغربي واکمنوخوبونه تښتولي وو،خودافغان میړني ولس په وړاندي یې د ماتي سرونه ټیت کړل .نوامریکابه هم دعسکرواوتجهیزاتوپه زیاتوالي ،دمتعددوستراتیژیوپه جوړیدواودلاسپوڅورژیمونواوڅېروپه رداوبدل اوتحمیلولونه تنهاسوبه ترلاسه نه کړي ،بلکي دوی به هم په ډېرلنډراتلونکي کي دیرغلګروپه قبرستان ویاړلي افغانستان کي دحتمي زوال په مرګ محکوم کړل سي .انشاءالله

د جدي شپږمې کابل په وينو ولمباوه

د جدي شپږمې کابل په وينو ولمباوه
ابوبلال

د افغانستان تاريخ او تېرو کارنامو ته که سړی وګوري دا غريب او د تل لپاره د پرديو په خوښه او د شاه شجاع د بچو په لاسونو ربړول شوی هېواد دا په ګوته کوي چې زمونږ سرلوړي ولس تل د پرديو په مقابل په هر مېدان کې په کلکه دفاع کړې ده د کريملين سړيخواره په خپل هغه شوم او ناشونی هدف کې پاتې راغلل چې غوښتل يي د دې خاورې تام اختيارات خپلو ګوتو ته راولی او په دې خاوره د خپلې خوښې کسان واکمن کړې چې د دې ناروا زياتي د اور لمبو ته هغه وخت لمنې ووهل شوې چې د محمد ظاهر شاه د واکمنې په موده کې سردار محمد داود د لومړي وزارت څخه ګوښه شه او پر ځای يي ډاکټر محمد يوسف د هېواد د لومړي وزير په ټوکه وټاکل په افغانستان کې ټولو سياسې ډلګيو ته د فعاليت تامه اجازه ورکړل شوه چې د نورو ګوندونو تر څنګ د خلق ديموکراتيک ګوند د وخت څخه په استفادې خپل فعاليت توند او ګړندی کړ څه موده وروسته ورڅخه يوه بله ډلکۍ بېله شوه چې د پرچم په نوم وپېژندل شوه چې د مشرۍ په سر ېې د ميراکبر خېبر او ببرک کارمل تر منځ يوه پټه تنازعه روانه وه په ۱۳۵۲ کال سردار محمد داود يوه سپينه کودتا وکړه او د افغانستان شاهي نظام په جمهوري نظام بدل شو
سردار محمد داود چې د کمونستو ډلګيو په همکارۍ د کابل واکداره چوکۍ نيولې وه نو د هغوی سره يي خپله انډيوالي نوره هم وغزوله او د کورنيو چارو وزارت يي په ورين تندي وروبښلو هغوی د وخت نه
ګټه پورته کړه او که د خپل ګوند غړي يي په الف او ب هم نه پوهېدل خو چې ګوند ته په ګټه وو په لوړو چوکيو يي وټاکل کمونستو ډلګيو غوښتل چې د افغانستان په پاکه او سپېڅلې خاروه هغه څه تحميل کړي چې د روس يرغلګر ښکيلاک يي ورپه ګوته کوي خو داودخان يي په دغه ډول پټو طوطيو لا د مخه خبر و
نو همدا وو چې کمونستان يي د قدرت څخه وغورځول او عربي هېوادونو ته يي پښې وغزولې کمونستو ډلګيو چې د داودخان دغه ترخه څپېړه په مخ وخوړه نو هغوی هم ورنه په قرار پاتې نه شول او په خپلو بډو يي ګوتې ووهلې تر څو وکولی شي چې د داودخان نظام له منځه يوسي او د مشرۍ شمله په خپلو سرونو وتړي خو داسې شمله چې د خپل ملت په پلورلو يي ګټلي وي
کمونستې ډلګۍ په دې وتوانېدې چې د خپلو روسي بادارانو ملاتړ او همکاري تر لاسه کړي او د داودخان په سر خاورې وډبوي نو د يوې بدمرغې کودتا له تر سره کولو وروسته يي د ماښام په ۷ اوو بجو جنرال قادر او اسلم وطنفروش د راډيو تلويزيون له لارې د سردار داود د وژل کېدو او د خپلې منحوثې او بدمرغې کودتا د برياليتوب ډنډوره وغږوله او نورمحمد تره کی د ريس جمهور په صفت وټاکل شو د خلق او پرچم کمونست ګوندونه چې د روسي مشاويرينو لخوا په يو محور څرخېدل نو همدا وو چې ببرک کارمل يي د صدراعظم په صفت وټاکه حفيظ الله امين چې د قدرت سره زياته علاقه ښوده نو داسې کارونه يي وکړل چې د تره کي او کارمل څخه يي قدرت خپلو ګوتو ته راوړ او هغوي يي خوشې د ايرو په ډېران پرېښودل امين د قدرت د ګټلو په لوبه کې دومره مخکې ولاړ چې د تره کي په سر يي خاورې وډبولې او کارمل ورنه په يوه ترخه منډه د کريملين ليونو ته ځان خلاص که او د هغوي هم ورباندې زړه وسوزېده او د امين د مرګ لپاره يي ورته په شريکه سينې وډبولې څرنګه چې امين په امريکا کې زده کړې کړې وي او د ( کی ، جي ، بي ) ورباندې سم باور نه و نو ټول روسې چارواکي د امين د نسکورولو لپاره يوه خوله شول امين د ( ۱۲۰۰) هغه بنديانو د شهادت ليست د زندان په دېوال راځوړند کړ چې په وينو يي د امين لاسونه سره وو خو ددې کرغېړن عمل تور يي په تره کي وروتاپه او غوښتل يي چې مجاهدينو ته ځان پاک او سپېڅلی وښايي خو مجاهدين چې له پخوا نه په مورچو کې ګوته په ماشه ناست وو په دې بې ځايه چاپلوسيو ونه غولېدل او خپل مقاومت ته يي نور هم دوام ورکړ په کابل کې د روسيي استازي او د سياسي چارو مسول جنرال فوزانوف په روسيه کې اندريکوزيروف ته خبر ورکړ چې د امين لينګي ګړبېدلي
نو همدا و چې د چهارشنبې په ورځ د روسيې زغروال فوځ د خپلو شوبلو مخې د کابل لوري ته راوګرځولې او د پنجشنې په ورځ چې د جدي د شپږمې نېټې سره سمون خوري روسي ځواکونو د کابل کوڅې ګزو ګام کړې او د ۸۵۰۰۰ کسيز لښکر په زور يي خپل ګوډاګيان په کابل مسلط کړل کله چې روسي ځواکونو په کابل کې د خپلو شوبلو په زور خپل بړيڅي ځای پر ځای کړل د ډېرو بې ګناه مسلمانانو وينې يي توی کړې چې زياتره يي تر اوسه هم نادرکه دي کمونستانو او د هغوی بادارانو غوښتل چې په داسې کړنو سره به مجاهدين وويروي او کمزوري به يي کړي خو د خدای د حقې وعدې په برکت دغه پلاستيکي رژيم هم دړې وړې شو او باداران يي هم داسې در په در شو چې تر اوسه هم خپل شلېدلی ګرېوان نه شي
ګنډلی انقلاب کامياب شو او مجاهدينو کابل ونيو
خو د مجاهدينو له دغې تاريخي بري وروسته مسلمان امت ته غټې او پټې ستونزې پاتې شوې چې يو يي د مجاهدينو په نوم د روسي روزل شوې ډلګۍ وې او بل د بهرنيو استعمارچيانو لخوا د مسلمان امت د ځپلو لپاره ترتيب شوي پلانونه وو چې په نتيجه کې افغانان په خپل منځي جګړو اخته کړل د کار سړي ووژل شول وطن کنډواله شو اقتصاد صفر ته راکوز شو هغه وسلې چې د مجاهدينو لاسته ورغلې وې له منځه ولاړې چې غربي استعماچيان د همدې حالت تمه کوله .
خو د اسلام يو شمېر ويښ زامن چې دغسې ګډوډ حالات يي نور نه شو زغملی مېدان ته يي د طالبانو د اسلامي تحريک په نوم راودانګل او د خپلې قربانۍ په برکت يي د هېواد واګي په لاس کې واخيستل او د اسلامي شريعت قوانين يي پلي کړل غربي سړيخواره له روسي استعمار نه دومره په ويره کې نه وو لکه د اسلامي امارت نه چې يي کومه وېره درلوده هغوی دا فکر کاوه چې د دې امارت سره داسې يو روحاني قوت موجود دې چې هيڅ ډول وسايل او ځواکونه يي نه شي ماتولی نو د ټولې نړۍ صليبيانو يي د له منځه وړلو هڅې پېل او خپل شوم اهداف يي هماغه د روسانو په لاس روزل شوي ډلګۍ او يو شمېر بې ضميره انسانانو په لاس لاسته راوړل امارت د دوی به اصطلاح مات شو خو دوی په دې نه پوهېږي چې دا خو د خدای له خوا په مسلمانانو يو امتحان او د ريښتيني مسلمانانو د موندلو لپاره يو غوره چانس دې ځکه د امارت تر وخته هر سړي خپل ستونی د زنده باد او مرده باد په نارو پړسولی وو او دا به يي وېل چې مونږ مجاهدين يو خو د امارت له ړنګېدو وروسته يي اکثره د پرديو د لاس الې شو او ډېر کم هغه انسانان چې دوی ته خدای ګران دی او دوی په خدای ګران دي د هغې خبرې د ريښتيا کېدو لپاره چې جهاد به تر قيامته جاري وي راووتل د خپل سر مال او اولاد خيال يي ونه ساته يوازې ورسره د خدای د دين د اوچتوالي ارزو وه د داسې يرغلګر ښامار مخې ته ودرېدل چې ځان يي د دې دور فرعون باله او چا يي په وړاندې د اف ويلو جرأت هم نه کاوه او په خپله مېړانه يي دغو راغلو ښکېلاکګرو ته داسې درس ورکړ چې تر عمره به يي په ياد وي د خدای وعدې ريښتينې دي او بری به هم د خدای د د دين د مرستندويانو وي خو کله چې امتحان راځي د دې نه مقصد د پاک او پليت بېلول وي د خدای او د شېطان د لښکرو جداوالي پکې وي تر اوسه د اسلام په روحيه ځوانان شته او تر اوسه لا هغه مېندې نه دي مړې شوي چې خپلو زامنو ټوپک په لاس او چانټه له ملا وتړي دا جهاد که د شرق سره وي که د غرب سره وي که له روسې سره وي که د امريکا سره او که د نړۍ د هر کافر سره وي دابه جاري وي او د اسلام دښمنان به د تل په څېر مات او شرمېدلي وي او مسلمان به تل د داسې ورځو لکه د جدي شپږمه چې تر اوسه يي اثرات نه دي ختم په کلکه غندي او محکوموي به يي .
نابود دې وي د اسلام دښمنان ژوندي دې وي مجاهدين او رپانده دې وي د اسلام سپين بېرغ
ابو بلال

د احمقو حکومت


د احمقو حکومت
لیکوال : نثار احمد صمد

بسم الله الرحمن الرحیم ـ د احمقو د حکومت څخه می مطلب کوم مشخص حکومت نه بلکی د رسول الله (ص) د یو حدیث اقتباس دی . خو که موږ لیری او نږدې د هر اسلامی حکومت کړني مشاهده کړو ، نو بشپړ اکثریت یې په همدې تعریف کی راځی یعنی تقریبأ هر یو یې « د احمقو حکومت » دی . په مسند احمد کی راغلی چی « یوه ورځ رسول الله (ص) کعب بن عُجزه (رض) ته وفرمایل چی : الله دې د سفهاوو ( احمقو ) د حکومت څخه وساته . کعب (رض) پوښتنه ځنی وکړه چی یا رسول الله (ص) ! د سفهاوو حکومت څه شي دی ؟ رسول الله (ص) ارشاد وفرمایه چی : تر ما وروسته به داسی امیران او واکمنان راسي چی زما هدایات به نه عملی کوی او نه به هم زما اُسوه ( یعنی بېلګه ) مراعاتوی . نو که هر چا د هغوی درواغ تصدیق او ومنل ، او د هغوی په ظلم او زیادتیو کی ورسره ودرېدل ، د هغوی زما سره او زما د هغوی سره هیڅ تعلق نسته او نه به هم هغوی پر حوض کوثر باندی زما سره یو ځای سی . او هغه کسان چی د دوی درواغ و نه منی او د ظلم او تیریو ملاتړ یې و نه کړی ، نو هغوی زما دي او زه هم د هغوی یم او همدغه خلک به پر حوض کوثر زما سره ملګري وی . » ښه ، اوس نو که موږ لیری او نږدې هر دولت ، هر حکومت ، هر حاکم او هر واکمن او د هغوی نمایندګانو ته عمیقأ ځیر سو ، آیا هر یو یې ( لږ یا ډیر ) درواغ نه وایی ؟ لږ یا ډیر ظلم او زیادتی نه کوی ؟ تقریبأ هر یو یې په وچ زور ، تقلب ، فریب ، ټګۍ او د رایو په غلا کولو سره نه دﺉ واکمن ؟ آیا هر یو یې د رحمن پر ځای د شیطان دوست نه دی ؟ آیا هر یو یې سیاسی قدرت نه دی غلا کړی ؟ آیا هر یو یې د کافرانو او منکرانو صمیمی او قلبی ملګری نه دی ؟ حتی ځینی یې همدغو کفارو نه دي واکمن کړي یا یې نه دي ساتلي ؟ په هر صورت ، یوه جالبه ټوکه را په یاد سوه . وایی په کوم اروپایی هېواد کی یو ولسمشر یوې لویی غونډې ته خپله وینا اوروله . دا مهال ناببره یو چا د غونډې څخه ور ږغ کړه چی « ښاغلی ولسمشره ، تاسو خو یو احمق یاست ! » ټول خلک چُپ سول او امنیتی کسان په بیړه راغلل دا سړﺉ یې ونیوﺉ او وروسته یې محکمې ته بوت . هلته قاضی دغه سړﺉ ۱۰۰۰ یورو جریمه کړ . سړي ورته وویل چی قاضی صاحب ، دا خو باالکل ظلم دی ، ځکه ټول خلک پوهیږی چی ولسمشر واقعأ هم یو تقلب کاره ، درواغجن او احمق انسان دی . نو ولی دې دومره ډیري پیسې جریمه کړم ؟ قاضی ورته وویل چی ۱۰۰ یورو دې په عام محضر کی د ولسمشر د توهین جریمه ده ، او متباقی ۹۰۰ یورو جریمه د دې لپاره ده چی تا یو پټ دولتی راز افشأ کړ .هو ، نن لیری او نږدې واکمنان ، سیاسی لیډران ، چارواکي په څه نا څه ټولو اسلامی هېوادو کی په همدې وجدانی تکلیف او ناروغۍ مبتلا دي . هر څوک ښه پوهیږی خو بیا هم ډیر کسان حق پټوی او باطل برېښوي . د قرآن د القصص سورت ۸۳ نمبر آیت فرمایی چی مشر باید امین وی او باید فاسد نه وی ، خطا ایستونکی نه وی ، زیانمن او درواغجن نه وی . همدا علت دی چی د مسلمانانو مشر باید خپل رعیت ته مسؤل وی ، باید صادق ، عادل ، رښتین او فعال وی ( نه دا چی مفسد ، غولونکی او پر طاغوت متکی وی لکه نن چی یې عملأ وینو. ) خو نن موږ ګورو چی اکثریت اسلامی واکمنان فاسد ، درواغجن ، د کفارو د پښو خاوری او حتی منافق دي . د النسأ سورت ۹۱ نمبر آیت فرمایی چی په هغه ژمنه چی کړې مو ده ، وفا وکړﺉ . د آل عمران سورت ۱۵۹ آیت د مسلمانانو سره د مشورې هدایت فرمایی نه د کافرانو او طاغوتیانو سره . د البقره سورت ۴۲ نمبر آیت فرمایی چی حق د باطل سره مه ګډوﺉ او مه یې پټوﺉ حال دا چی ښه پوهیږﺉ . د الاحزاب سورت ۲۱ نمبر آیت فرمایی چی د رسول (ص) طریقه اختیار کړﺉ . ښه ، اوس نو که موږ لیری او نږدې وګورو ، کوم رهبر یا د هغه نماینده د الله او رسول (ص) د هدایاتو څخه سرغړونه او سرکښي نه ده کړې ؟ د آل عمران ۱۳۷ نمبر آیت فرمایی چی تر تاسی دمخه ډیری دورې تیري سوي دي نو په مځکه کی وګرزﺉ او وګورﺉ چی ( د الله د حُکمونو او لارښوونو ) د درواغ ګڼونکو برخلیک څنګه سو . په بخاری شریف کی حدیث دی چی عبدالله بن عمر (رض) بیان کړی چی رسول الله (ص) وفرمایل : « ستاسو څخه هر یو حاکم دی او د هغه د رعیت په باره کی به ورڅخه وپوښتل سی ، ځکه نو اول د خلکو امیر واکمن دی او د هغه څخه به د ده د رعیت په باره کی پوښتنه کیږی ، دوهم هر سړی د خپل کور پر اعضاوو امیر ( حاکم ) دی او د هغه د رعیت په باره کی به ورڅخه پوښتل کیږی ، درېیم ښځه د خپل میړه د کور او د هغه پر اولادو حاکمه ده او د هغې څخه به د دې د رعیت په هکله پوښتنه کیږی ، او څلورم مرییً د خپل بادار د مال حاکم دی او د هغه څخه به د ده د رعیت پوښتنه کیږی . نو پوه سیً چی ستاسو څخه هر یو حاکم دی او د هر یوه څخه به د هغه د رعیت په هکله ( په قیامت ) پوښتنه کیږی . »خو نن موږ په سترګو وینو چی لیری او نږدې تقریبأ ټول اسلامی واکمنان او د هغوی نمایندګان ښه پوهیږی چی درواغ وایی مګر بیا هم دوام ورکوی ، ښه یې منی چی ناروا او غیر اسلامی کارونه کوی یا یې ګوری مګر نه یې ختموی یا یې نه منع کوی ، حال دا چی د قرآن او سنت د احکامو څخه ښکاره تیرﺉ کوی . د آل عمران ۱۰۴ نمبر آیت پر ښه کارونو د کولو امر او پر بدو کارونو د منع امر فرمایلی دی ، مګر کوم واکمن دا اوامر عملی کړي دي ؟ په حدیث کی داسی راغلي دي : « کله چی خلک په منکراتو کی اخته سی او هیڅوک نه وی چی دوی له هغو څخه وژغوری ، نو د عمومی عذاب د راتګ اندیښنه سته . » آیا همدا نن هر ځای پر اسلامی ټولنو همدا عذاب ( لږ یا ډیر ) نازل نه دی ؟ په بخاری او مسلم کی صحیح حدیث دی چی رسول الله (ص) داسی وفرمایل : « که خدای هر څوک پر خلکو د واکمن په توګه مقرر کړی او هغه په داسی حال کی مړ سی چی د خپلو خلکو سره یې خیانت کړی وی ، نو خدای به پری نږدی چی هغه جنت ته داخل سی . » د مسلم شریف بل حدیث دی چی عبید بن عامر خپل زوی عبیدالله ور وغوښت او داسی یې ورته وویل : « اوه زما زویه ، ما د رسول الله (ص) څخه اورېدلي چی ویل یې : خراب ترین ولی ( ساتونکی ) ظالم واکمن دی . د هغوی د جملې څخه نه سې . » له همدې امله پر هر مسلمان واجب ده چی د دغسی ناروا کړنو په وړاندی حتی الوسه روا مبارزه وکړی . رسول الله (ص) فرمایلي چی : « که ستاسو څخه څوک خراب کارونه ووینی نو هغه دې په لاس سره ایسته کړي ، که یې وس و نه لری نو په ژبه سره دې یې ختم کړی ، او که داسی هم ونسی کړای نو په زړه کی باید کرکه ورڅخه ولری او پوه سیً چی دا د ضعیف ایمان نښه ده . » همدا حدیث په صحیح مسلم او مشکوت کی داسی راغلی دی : « . . . که چا د دغسی خلکو ( چی خبره او عمل یې یو ډول نه وی ) مقابله په لاس سره وکړه ، هغه مؤمن دی او چا چی دا مقابله په ژبه سره وکړه هغه مؤمن دی او څوک چی په زړه کی جهاد ورسره وکړی یعنی په زړه کی هغه بد وګڼی ، دا هم مؤمن دی . خو د دې څخه پرته نور خلک په زړونو کی د یوې آورۍ دانې په اندازه هم ایمان نلری . » نو ځکه هر مسلمان باید حق ته حق او ناحق ته ناحق ووایی او دا یې ایمانی مسؤلیت دی .سید قطب وایی چی « دا په انسانیت کی نسته چی انسان دې د انسان بنده وی . تر دې به بل شر او ناوړه عبودیت کوم وی چی یو انسان هغه څه ته سر ټیټ کړی چی بل انسان یې د قانون په توګه په منی ؟ او تر دې به بل شر او ناوړه عبودیت کوم وی چی د یوه انسان زړه د بل انسان په اراده ، او د هغه په خوښه یا غضب پوری تړلی وی ؟ . . . او تر دې به بل شر او ناوړه عبودیت کوم وی چی یوه انسان ته بل انسان واګي وراچولي وی او هررنګه چی یې خوښه وی هغسی یې کشوی ؟ » د البقره ۲۰۸ نمبر آیت امر کوی چی ټول قرآن ومنیً ( نه نیم یا یوه برخه ! ) پوښتنه را پورته کیږی چی کوم واکمن او کوم حکومت پوره قرآن عملی او تطبیق کړی دی ؟ آیا دغو ټولو الهی « حدود » تطبیق کړي دي ؟ آیا دوی د قاتل ، غله ، زناکاره ، ظالم او فاسد سره قرآنی برخورد کړی یا قرآنی جزا یې ورکړې ده ؟ آیا هغوی په دې هکله قرآن تطبیق کوی او که غربی ډوله قانون چی د انسان په لاس جوړ سوی دی ؟ فلهذا ، دغسی حکومت بېله شکه د مخکني حدیث له مخی د « احمقو حکومت » باله سی ، او د هغوی دغسی اعمال د منافقت سره موافقت لری . رسول الله (ص) داسی فرمایلي دي : « د منافق نښي درې دي : چی خبري کوی نو درواغ وایی ، چی وعده وکړی نو خلاف ورزي کوی ، چی امانت ور وسپارل سی نو خیانت پکښی کوی » ( متفق علیه ) . اوس نو که موږ لیری او نږدې د هر اسلامی واکمن او حکومت ګفتار او کردار ته عمیقأ ځیر سو ، همدغسی نه ده ؟ هر یو « درواغ » نه وایی ؟ « وعده خلافی » نه کوی ؟ او « په امانت کی خیانت » نه کوی ؟ حتی ځینو پخپله هم اعتراف نه دی کړی ؟ آیا نو هر ریښتنی مسلمان حق نه لری چی تر وسه وسه د دې دوه مخۍ ، منافقت ، حماقت او ظلمت مخه ( د پورتني حدیث له مخی په لاس ، یا ژبه ، یا په زړه کی د نفرت په وسیله ) و نیسی ؟ هسی نه چی رسول الله (ص) باالاخره داسی شکایت وکړی : « اې زما ربه ! زما قوم په واقعیت کی دغه قرآن ترک کړی و » ( الفرقان : ۳۰ ) . الله (ج) د عنکبوت سورت په ۱ ـ ۳ آیتونو کی فرمایی چی آیا خلکو دا ګڼلې ده چی یوازی په دومره ویلو به پرېښودل سی چی : موږ ایمان راوړی دی ، او و به نه ازمویل سی ؟ په داسی حال کی چی موږ هغه ټول خلک ازمویلي دي چی تر دوی دمخه تیر سوي دي . الله به هرومرو معلوموی چی څوک رښتینی دی او څوک درواغجن . بیا د آل عمران په ۱۷۸ نمبر آیت کی فرمایی چی : دا مُهلت موږ کافرانو ته ورکوو ، دا دې د ځان لپاره خیر نه ګڼی . دا مهلت د دې لپاره دی چی دوی په ګناهونو کی نور هم زیادتوب وکړی او د هغوی لپاره خواروونکی عذاب دی ( اوس دغه مهلت امریکایانو او یهودانو ته ورکول سوی ، چی پخپله یا په نوم د مسلمانو واکمنانو په ذریعه پر مسلمانانو ډول ډول ظلمونه کوی . ) خو دغسی ګوډاګي ، احمق ، منافق او سرکښه واکمنان او د هغوی رژیمونه به ژر یا وروسته د الله د غضب میلمانه کیږی . والسلام ،
( ن . صمد )

Saturday, 26 December 2009

آیانوې ستراتیژي همداده ؟


آیانوې ستراتیژي همداده ؟
له تیروڅوکلونو راپدیخوا چې امریکایانو په افغانستان کې داور اووینو لوبه پيل کړې اوپه دې لړکې یې دپوځي بریا دترلاسه کولو لپاره ټول امکانات کارولي دي تراوسه یې ظاهرا دبریالیتوب کوم څرک نه دی لګولی دوی دافغانستان په خاوره دغه لوبه دوروستیو پرمختلییو وسلو له استعمال سره پيل کړه لومړی یې کروز میزایل په هیواد راوویشتل بیایې په وړاند ې د مقاومت لیکې دفرشي بمباریو اوډيزي کټر په نامه ددرنو بمونو ترګزارونو لاندې ونیوې دغه را ز دډار او وحشت دتولید لپاره یې قصدا ړندې بمبارۍ هم پيل کړې اوهغه مهال چې افغانستان دنړۍ دمطبوعاتو له سترګو پناه وه بې شمیره کلي له شته انسانانو سره ترخاورولاندې کړل چې تراوسه ترې بشري تاریخ ناخبره پاته دی .بیاکله چې یې په دې خاوره یوڅه دپښو ایښودلو او پیاده عملیاتو موکه ومونده نود کمونیستي استخباراتیانو غوندې یې دنیمې شپې چپاوونه پيل کړل دیرغل په لومړیو کلونو کې هغه مهال چې زمونږ په سیمه کې په امریکایانو چا یو ډز هم لانه وه کړی دوی په ګڼو ناخبره ولسی کلیو چاپې واچولې اویوازې دپخوانیو ارتباطاتو په تورونو یې ډېر تنکي ځوانان اوسپین روبي دګوانتانامو ترزندانه ورسول .ددوی همدااعمال وه چې اولس یې ددوی په وړاندې یوې ترسرلوړې جګړې ته مجبورکړدمسلح جهاد له پيل سره ددوی دمظالمو لپاره هم ښه بهانه په لاس ورغله اودلته یې نو تربیلابیلو نومونولاندې دعملیاتو په پيل سره دمظلوم افغان ولس دځور او محکومولو یو نوی باب پيل کړ .په تیرو کلونوکې دوی دعملیاتو اوورسره دسرتاسري ظلم او تشدد هرډول اوقسم تجربه کړهوايي بمبارونه ،دزهرجنو بمونو استعمال ،دکورنو تلاشۍ ،دسپيانو په واسطه دانسانانو ذلیلول اووېرول ،عامه لوټ او تالان اوداسې نور زړه دردوونکي مظالم یې ټول په دې مظلوم اولس ترسره کړل خوخپل هدف چې دناروا اشغال پرې منل وه ترې ترلاسه یې نکړای شو .په دې وروستیو کې چې دلته له راغلیو ټولو یرغلګرو څخه دبریالیتوب چل او چاره ورکه وه نو نوي امریکايی ولسمشر بارک اوباماته یې سترګې نیولې وې چې که ددې سترې ناکامۍ دجبران لپاره یې یوڅه دخټوپوزه ورپيداکړه اوباماهم دخپل نوي پوځي قومندان په مشوره نوې ستراتیژي اعلان کړه چې افغانستان ته به پوځي سامان الات الوتکې څرخکې او پیاده سرتیري زیاتوي اوددې ستراتیژۍ له اعلان سره هم مهال امریکايی ځواکونو په افغانستان کې ددې پلان ددتطبیق اتلس میاشتنی دور هم پيل کړ اوورسره امریکايی جنرال مکرسټل دالاپه هم ووهله چې ددې عملیاتو په نتیجه کې به په راتلونکو اتلسو میاشتو کې دافغانستان وضعیت دځان په ګټه واړوي او پوځي بریابه یقیني کړي . مګراوس چې دغه عملیاتي دور پيل شوی دمتاثرو سیمو ډیری او سیدونکي وايي چې دجنرال مکرسټل نوی پلان سوچه عام وژنه ،دوېرې اووحشت خپرول ،ولسي ځور اودعامه شتمنیو لوټ اوتالان دی .دهغومعلومات له مخې چې دافغانستان له بیلابیلو سیمو څخه ترلاسه شوي دیخنۍ دموسم دپيل سره سم امریکایي پولنډي برطانوي اودنورو هیوادونو ځواکونو په ولسي کلیوالو سیمو کې په سخت وحشت لاس پورې کړی له کنړه نېولې بیاتر اوزبین ،لغمان ،نرخ ،سیداباد ،زرمت ،خوست ،قره باغ ،کټواز ،وازیخوا،دایچوپان ،قندهار نوزاد او بیادبادغیس تر بالامرغابه پورې دهیواد له زیاترو سیمو نه اولسي خلک وايی چې له څه مودې راپدیخوا ددوی په سیمو دبې پيلوټه الوتکو ټیټ پروازونه اوچورلکو له لارې چاپې زیاتې شوې دي چې هره ورځ ددې سیمو دبې دفاع وګړو کورنۍ دویرپه ټغرکینوي .دلته به دبیلګې په توګه دپکتیادزرمت دولسوالۍ دیوه اوسیدونکي دسترګو لیدلی حال واورو چې وايي !له تیروڅواونیو راپدیخوازمونږپه سیمه دبي پيلوټه الوتکو پروازونه بیخي زیات شوي دي دغه راز چاپې هم ډيرې شویدي اوهره شپه په یوه کلي یاکورباندې امریکایان کوز شوي وي نوموړي څلورداسې موارد یادکړل چې امریکایانو چاپې اچولې اوپه هرځل یې یوازې بې ګناه کلیوال ځورولي اویاشهیدان کړي دي دی وايي لومړۍ یې دزرمت دشاکریز په کلي کې په یوه کور دچورلکوله لارې چاپه واچوله او دوه تنه بې ګناه کلیوال یې یووړل بله شپه یې د روحاني بابازیارت ته نزدې دسرمست خیلو په کلي کې درحم الدین په نامه یوعام سپین ږیری افغان له ځانه سره یووړ او دده اتلس کلن وراره فضل الرحمن چې دښوونځي زده کوونکی وه هغه یې په شهادت ورساوه له دې وروسته یې دزرمت دسهاکو په سیمه کې هم دپان او عالم خیلو په کلیو چاپې واچولې کلي یې په نیمه شپه محاصره کړل اوبیایې چې چاته زړه وه هغوته یې زولنې ورواچولې او څرخکو ته یې وغورځول چې بیایې ترننه چاڅرک نه ده لګولی چې په کومه پي آرټي کې بندیان دي .دغه راز دنوموړي دویناله مخې دبې پیلوټه الوتکو (چې ولسي خلک یې بونګنې یابوزبوزکې تیارې بولي ) همیشني پروازهم خلک له ډيرې وارخطایي سره مخامخ کوي دچورلکو ډيرټيټ الوت دکوچنیانو له کړولو او ویرې سربیره بې وسه کلیوالو ته ځینې نورې ستونزې هم ورپيښې کړیدي څرنګه چې دپیو غواوې اونورکورني حیوانات دولسي افغانانو دژمي ستره پانګه بلل کیږي چې مړۍ یې پرې لمده وي مګر دتیرو څوکلونو په څیراوس هم کله چې دیرغلګرو پوځي چورلکې دولس میشتو کلیو دپاسه ټیټې الوتنې کوې نوزیاتره حیوانات له ویرې خپل حمل له وخت نه مخکې ضایع کوي چې داډول ضیاع بیا دیوې غریبي کورنۍ په اقتصاد مرګونی ګذار بلل کیدای شي .زماپه یاد دي چې څوکاله وړاندې یوحکومتي والي زمونږ سیمې ته راغلی وه اوله خلکو یې دخپلو غوښتنودمطرح کولو وپوښتل .یوه سپین ږیري ورته په ډيره دردیدلې لهجه وویل چې امریکایان پوه کړه چې څرخکې لږ لوړې ګرځوې ځکه زمونږ غواوې میږې اونورحیوانات ترې سخت ویریږي .په هرحال .داخو یوازې زمونږ دیوه وطنوال دسترګولیدلی حال وه حقیقت دادی چې په زیاتره جنوبي ولایاتو کې چې همدااوس دجنرال مکرسټل دپوځي وړتیا دتجربې په ډګر بدلې شوې سیمې دي اوس حالات پوره ځورونکي دي دنوزاد عملیات چې ټولې رسنې ترې یوازې دطالبانو دمرګ ژوبلو راپورونه لري یو اوسیدنکی یې وایي چې دعملیاتو له پيل راپدیخوا په هغو ړندو توغندیو چې دښورآو له پوځي اډې نه یې امریکایان دې ولسوالۍ ته راولي ترسلو ډير ولسي خلک پکې شهیدان شویدي دغه راز ګڼ کورونه پکې نړیدلي دي .دسیمې خلک وايي چې دامریکایانو دعملیات ځکه دمقاومت په ماتولو کې کوم رول نه شي لوبولی چې ټول زوریې اولسي خلکو ته متوجه دی او تراوسه یې کوم ښکاره لاسته راوړنه هم نه ده درلودلې .که پورتنیو حقایقوته وګورو ویلای شو چې بیاهم دنوې ستراتیژي په نامه اعلان شوی پلان هماغه زوړ وحشت دی چې په نویو امکاناتو اوسرتیرو په ګمارلو سره له سره پيل شوی بیاهم په ولسي خلکو بمباردی ولسي وګړي دزندان تورو شپوته بیول کیږي اوکورونه یې لوټ کیږي دغه راز ویلای شوڅرنګه چې دمکرسټل پلان عیني هماغه پخوانۍ کرداردی نوپایله به یې هم لزوما هماغه پخوانۍ وي .زمونږ باوردی چې دیوځل بیاوینو تویولو اوکورونو ورانولو په مټ به اوباما او مکرسټل ونه توانیږي په دې اولس خپل ناروا حاکمیت ومني نوې ستراتیژي به دبشردتاریخ په سترو قاتلانو کې دوه نورو نومونه (اوبامااومکرسټل )هم ورزیات کړي اونوربه له همیشنۍ شرمندګۍ نه سوا دوی ته هیڅ پایله په لاس ورنکړي .
قاري حبیب

په افغانستان باندې د سر ه پوځ دديرشمې کليزې په هکله د اسلامي امارت اعلاميه

په افغانستان باندې د سر ه پوځ دديرشمې کليزې په هکله د اسلامي امارت اعلاميه

د مرغومې شپږمه نيټه په افغانستان باندې د سره پوځ د ظالمانه يرغل له ديرشمې کليزې سره سمون خوري.
په دې ورځ د 1979 کال ددسمبر په 27 نيټه د پخواني شوروي اتحاد اتيازرویرغلګرو ځواکونو دټولو ملي اوبین المللي معیارونو خلاف په افغانستان یرغل وکړ، اودهغه په نتیجه کې ترهرڅه له مخه خپل کمونست ګوډاګی حفيظ الله امين ترتیغ تیر او په ځاي یې بل ګوډاګی ببرک کارمل دکابل دقدرت په ګدۍ کښيناو.
دوخت په تیریدوسره تدریجا په افغانستان کې د يرغلګر سره پوځ شمیره له اتیاو زرونه یولک اوشلو زروته لوړه شوه.
دیرغل په پیل کې د وخت د شوروي اتحاد د استخباراتو ادارې K.G.B د شوروي کمونست مشرتابه ته اطمنان ورکړي و چې سورپوځ به په دريو مياشتو کې افغانستان ترخپل کنټرول لاندې راولي .
ځکه دوي په دې فکروه چې مجاهدين په ولس کې ځاي نلري او له بهرنه هڅول کیږي.
خوکله چې له دريو مياشتو تيريد لو وروسته د يرغلګرو په مقابل کې دافغانانو جهادي پاڅون نورهم قوي اوپراخ شو، نو دسره فوځ جنرالانو وړاندوينه وکړه چې د 1-3 کلونو په موده کې به په افغانستان باندې په بشپړه توګه خپل حاکمیت مني.
خو روسي یرغلګر پوځ پوره لس کاله په افغانستان کې تیرکړل مګر په دي وياړمن هيواد باندې د واکمنۍ ارمان یې پوره نشو.
دشورویانو دخپلې احصايې له مخې، په دغو لسوکلونو کې یې په افغانستان کې له 13 نه تر 15 زرو پوري تیري کوونکي عسکر ووژل شول ،خو د نورو خپلواکو سرچېنو د شميري په اساس په افغانستان کې دوژل شویو شوروي پوځیانوشمیره تر دې ډیره زیاته ښودل شوې.
با‌لآخره یرغلګر و روسي ځواکونو زموږ له هيواد نه د 1989 کال د فبروري په مياشت کې په داسې حال کې پښي سپکې کړي چې هالته په اتحاد جماهیرشوروي کې دشورویانولویه امپراتوري دافغان اسلامي جهاد له برکته ټوټه ټوټه ، او دمسکو په زړه کرملین کې کمونستي مفکوره مسخره وګرځیده .
دافغان مجاهد اوغیرتي ولس دیونیم ملیون شهیدانو دوینوله برکته نه یواځې داچې افغانستان له روسانو وساتل شو بلکې دهغه ترڅنګ نورډیر دمنځنۍ آسیا اوختیځې اروپا محکوم ولسونه دهغوﺉ له استعمارنه خلاص شول.
دافغانانو د میړانې اوجهاد له برکته دنړۍ له مخې دسړي خورکمونیزم دکمونستي زبر واکې په راپرځولوسره ټوله نړۍ په اخلاقي لحاظ دافغانانو دقربانیو پوره وړې اومرهونه ده اوافغانان ددې شهکارۍ له امله دټولې نړۍ محسنین ګڼل کیږي .
خواحمقو امریکایانو اودهغوﺉ صلیبي ایتلافیانو ددې په ځای چې دځوریدلو محسنینو افغانانو ددغه لوی احسان شکر ګ‍‍ذاري یې کړیې وای د خپلو څوتنو بی مروته تش په نامه افغان نوکرانو په غلطومشورو اودهغوﺉ په دروغجنو وعدویې د تروريزم تر ناموجه نوم لاندې په افغانستان يرغل وکړ. دوﺉ هم ويل چې له دريو نه تر شپږو مياشتو پوري به په اصطلاح په افغانستان کې تروریزم ختم کړي.
د هغوﺉ افغاني اجنټانو په درواغو د پنتاګون او سپينې ماڼۍ چارواکو ته يقين ورکړي و و چې دطالبانو اسلامي تحريک د ولس په مينځ کې ځاي نلري او که يوځل ختم شي نو بيا یې دراتګ امکان نشته. پداسي حال کې چې د اسلامي امارت غړي او پلويان د همدي خاوري او ولس اصلي زامن دي ، او په دي ټاټوبي کې ټوکېدلی او غوړيدلی ځواک دي.
په تيرو اتو کالونو کې امريکا یانو له ټولو ظلمونو، شکنجو، بندي کولو او نور بربريت سره سره دغه ولسي جهادي ځواک ختم نشو کړاي.
په دي دومره اوږده موده کې ، د نظامي قوت د استعمال نه وروسته ، په افغانستان کې د امريکې د قواوو عمومي قوماندان مک کرسټال سپينې ماڼۍ ته خبراداری ورکړي وو، که نور عسکر راونه ليږي، د افغانستان جګړه بايلو.
د پينتاګو ن د جنګ خوښو جنرالانو د همدې فشار لاندې، د امريکې ولس مشر او باما د خپل ولس د غوښتنو په خلاف، د خپلې وروستۍ هڅې په توګه ، افغانستان ته د ديرش زرو عسکرو د ليږلو امر ورکړ.
خو اوس د مک کرسټال انګريزي مرستيال بريد جنرال نيک پارکر وایې : موږ د طالبانو په مقابل کې هرډول ابتکار له لاسه ورکړی او مخالفين د وخت په تيريدو سره خپلې سيمې نورې هم پراخوي.
دافغانستان اسلامي امارت د همدغو ميداني حقايقو په بنسټ امريکې چارواکو ته وايې مخکې له دي نه چې د پخواني شوروي اتحاد په برخلیک اخته اودمتحده ایالاتو لویه امپراتورې مو په مختلفه ایالاتو بدله شي بايدله افغانستان څخه چې څومره زرکیدای شي پښې سپکې کړﺉ.
تاسوچې دروسانوپه څیر په تیرو اتوکلونوکې په نیږدي سل زره پوځیانو په افغانستان کې بری ترلاسه نکړای شو نو داله محالاتوڅخه ده چې هغه بری دي په راتلونکواتلسو میاشتي کې د دیرشو زرو مورال بایللو پوځیانو په رالیږلو ترلاسه کړﺉ .
نوترټولو شه خبره داده چې افغانستان د افغانانو کور دي دهغه واک هم باید اصیلو افغانانو ته پريږدول شي.
په تيرو اتو کلونوکې افغانانو ستاسي دديموکراسۍ د دروغجنو شعارونو ماهيت ښه وليد.
نور د دروغجنو او أ زمویل شويو شعارونو په پلمه دافغانانو د طبيعي حقوقو دسلبولو هڅې له سره وباسي .
او که بيا موهم د افغانانو دبشري ارزښتونو او طبيعي حقوقو تر پښو لاندې کولو ته ملا تړلې وي، نو د امپراطوريو په دې لرغونې هديره کې دخپلې صلیبي امپراتورۍ داضمحلال اوشړیدو انتظار هم له پامه مه باسئ .
ونريد أن نمن على الذين استضعفوا فى الأرض ونجعلهم أئمة ونجعلهم الوارثين . القصص ايت 5
والسلام
دافغانستان اسلامي امارت

Tuesday, 22 December 2009

صليبان د څه لپاره راغلل

صليبان د څه لپاره راغلل
ابوبلال

اشغالګروپوځونوبې کچې ظلمونو ته په کتوسره به داخبره بي ځايه نه وي چې داسره شين سترګي وحشي پوځونه نه داچې زمونږ هيوادته دسولي اوامنيت لپاره راغلي دې ، بلکه دوئ هغي تاريخي دښمنۍ چې له مسلمانانوسره يي له پخوا راهیسي لري زمونږ د هېواد او نورې اسلامي نړې اشغال ته هڅولي دي تر څو د مسلمان امت خپلواکي ، دين ، کلتور او نور ارزښتونه اومنافع له منځه یوسي
نړيوال صليبيان له مسلمان امت سره اوږدي دښمنۍ دومره لالهانده کړي وو چې په خپلو کورونو کې يي له خپلو بچيانو سره د ارام ژوند د تيرولو لپاره پرېنښودل او په يوه غږ د ټولې نړۍ کفار د اسلام د محوه کو لولپاره په يوه ټغر راغونډ شول او خپلو شومو او فاسدو اهدافو ته يی د سولې ، امنيت ، بيا ودانولو او ډيموکراسۍ تر شعارونو لاندې داسې لايتناهي باد ورکړ چې؛ د ټولې کفري نړۍ فرد فرد يي له ځان سره په لومړي سر کې د دې صليبي جنګ لپاره ملاتړي کړل او ړندې او کڼې نړۍ هم په پټو سترګو د طاغوتانو په پخواني سر لښکر ډبليو بوش پسې خپله لار په مالي او فوځي لحاظ په بشپړه توګه تعقيب کړه او يو څو بې احساسه او کاغذي انسانان يي د قدرت او بې شمېره ډالرو په ورکولو داسې وغولول چې خپل مسلمان ورونه يي پرې ووژل او ځان يي خپل هدف ته پرې ورساوه، صليبيانو غوښتل چې ټوله اسلامي نړۍ او په ځانګړي توګه افغانستان چې په اسيا کې د ډير ستراتيژيک موقعيت درلودونکی دی ترخپلې ولکې لاندي راولي . د اسلامي خاورې لاندې کول او په نړې کې د يهودو په خلاف تحريکونه او غورځنګونه ځپل د اسلامي امت په ځمکه فوځي قبضه د هغوي خام مواد په خپل واک کې راوستل او مسلمانان دومره کمزوري کول وو چې ؛په خپلو پښو د ودريدو توان ونلري چې دغه هدف ته د رسېدو لپاره يي په بشپړ ځواک له خپلو ټولو هغه امکاناتو نه چې د دوی په لاس کې وو کار واخيست او په اسلامي خاوره کې يي ددغه پولو د نړولو لپاره خپل ټول ځواک په کار اچولی دی .
د اسلامي امارت نړول : کله چې په افغانستان کي د طالبانو اسلامي تحريک واک ته ورسېد او د اسلامي امارت د قايمېدو اعلان يي وکړ د ټولې نړې کفارو ورته ډېر په ځير او حېرانتيا سره کتل او ټول په دې سوچ کې وو چې، د استعمار ستنې به د همدې امارت له خوا يوه ورځ نړېږي نو له اولې ورځې نه يي خپل ټول کوششونه شروع کړل تر څو په ټوله اسلامي خاوره کې دغه يواځني امارت کمزوری او له خپو وغورځوي تر څو په اسلامي نړې کې بل محمد بن قاسم پېدا نه شي چې له بغداده تر سنده د خپلو مسلمانو ورونو او خوېندو د فرياد د اورېدو لپاره خپل اسونه وزغلوي
د نړۍ صليبيانو د اسلامي امارت د نړېدو لپاره ځکه هلې ځلې کولې چې هسې نه چې د نړۍ مسلمانان د يو بل صلاح الدين ايوبي تر بېرغ لاندې راټول شي او د فلسطين د ماشومانو وينې او اوښکې وچې کړې د بيت المقدس نه پليت يهودان وباسي او د اسلام په پاکه خاوره د خدای ريښتيني بنده ګان د ريښتيني دين ارکان پلي کړي .د نړۍ صليبيانو د يوه بل بوت ماتونکي له ويرې په داسې پلمو جوړولو لاس پورې کړ چې اسلامي امارت راونړوي چې دغه هدف ته د رسېدو لپاره يي په يو شمېر بې ضميره او وطن پلورونکو افغانانو لاسونه ووهل او دې ته يي تيار کړه چې د امارت په خلاف ورنه کار واخلې او همداسې يي وکړل .
دغه خرڅې شوې ډلګۍ ته يي د افغان ولس د غولولو لپاره يوه دروغجنه ډرامه جوړه کړه او څو لوي مطبوعاتي شعارونه يي ورکړل .
الف : ډيموکراسي : په لومړي سر کې د پرديو د رارواني ډرامي غټ ټکي په هېواد کې د ډيموکراسۍ منځ ته راتګ وو تر څو د ټولو خلکو حقوق سره مساوي شي ، ښځو ته دفتر ته د تلو اجازت او په هر ډول سياسي چارو کې د فعاليت زمينه برابره شي تر څو وکولی شي چې په افغانو ښځو کې هم داسې بې حيايي او فحاشي عامه کړي چې له زړونو يي افغاني غېرت ، ايمان او حيا وباسې يوه بې کلتوره ټولنه رامنځ ته کړي ځکه له هغوي سره دا ويره وه که اسلامي امارت همداسې په خپو ولاړ او مخکې روان وي نو هسې نه چې بيا په افغانستان کې ښځينه قشر د ملالۍ په روحيه وروزل شي
.
ب : د بيان ازادي : دا هغه پوچه او تشه ډونډوره وه چې استعمارچيانو د دې په وسيله په اولس کې داسې مفکوره وشيندله چې څوک څه وغواړي کولې او وېلې يي شي .خو کله چې صليبي استعمار په واک کې راغې نو د خلکو ستوني يي داسې وچ کړل چې د غږ د وېستلو توان ونلري او دومره خلک ويریږي چې روا ته روا او ناروا ته ناروا نه شي وېلې او که څوک د دوي له خوښې خلاف خوله خوځوي نو ددوی په اصطلاح د ترورستانو له انډيوالانو څخه دي حتی تر دې چې د مسلمانانو د ديني مقدساتو په بشپړه توګه سپکاوي روان دي په قران ملنډې وهل کېږي ، کاريکاتورونه نشريږي ،خو که د دې په خلاف څوک غږ اوچتوي نو ترورېست دی
.

ج : د بشر حقوق : بله خبره چې ډېره په زغرده استعمارچيانو او د دوی ډنډورچيانو په واز کومې د بشر د حقوقو نارې وهلې ولې اوس ټولې نړې ته دا خبره ډيره څرګنده شوه چې ،دوی رښتيا د بشر د حقوقو پلويان دي او که د بشر د حقوقو لېلام ګر چې څرګندې نمونې يي د ګوانتانامو ، بګرام ، قندهار او نورو زندانونو کې د بنديانو سره سلوک او همدارنګه په ملکي وګړو بې شمېره بمبارۍ دي چې بلاخره ټولې توطيي او دروغ يي نړیوالو ته ښکاره شول
.
د : انتخابات : همدارنګه يي د ټاکنو په نوم يوه تشه او جعلي لوبه هم روانه کړه چې غوښتل يي خپل کېنول شوي ګوداګي ته يوه غولونکې جامه ورواغوندي او خلک د ټاکنو په نوم په دې قانع کړي چې دا ستاسو حکومت دی او ستاسو په خوښه ټاکل کېږي؛ خو دغه پردۍ او جعلي پروسه يي هم د خارجیانو په خوښه وه د افغانانو خوښې ته هيڅ ونه کتل شول .
صليبيانو غوښتل چې دبمونواوډالرو په زور سره خپل هغه وحشي هدفونه ترلاسه کړي چې له پخوانه ورته تږي وو، چې هغه دمسلمانانوکمزوري کول اواسلامي هيوادونه ترخپل واک لاندي راوستل وو ؛خو اوس په اسلامي خاوره کې داسلام داتلومجاهدینولخواپه داسې ستونزه اخته دي چې د ځان د خلاصون لارې ورنه ورکې دي .امريکاپه لومړيو ورځو کې داسې نه وه انګېرلې چې له دومره ستونزو اوکلک مقاومت سره به مخ شي او نه يي دا خبرې يادې وې چې د کفارو په مقابل کې د مجاهدو افغانانو حوصلې لوړې دي ارادې يي نه ماتېدونکې دي هر ډول ستونزې ګاللی شي .نو ټولې نړۍ په ډېر وياړ خپلو لښکرو ته له تيارسۍ وروسته دې خاورې ته د راتلو امر وکړ،خو اوس ټولي نړۍته خپله ماتي او د امريکا دروغجن پلانونه ثابت شول .نو ټوله نړۍ ورنه خفه او ورځ په ورځ يي له دوستۍ لاس په سر کيږي ، اشغالګروته چې کله دا معلومه شوه چې د اسلام په وړاندې نور مقاومت نه شي کولی ،اوپه دې هم وپوهېدل چې کله هم خپلو ناروا اهدافو ته نه شي رسېدلی نو په داسې ناروا کړنو يي لاس پوري کړچې له اسلام ،قانون، اوانسانيت نه خلاف بلکه حيوانات لاپه داسي کړودخپل څښتن لخوارټل کيږي چې ښکاره بيلګي په بې ګناه اولس بې شمېره بمباري ، وژل او د کورنو نړول دې ، چې پکي په سلهاووتنه ماشومان،ښځي اوعام خلک په ډيرظلم او وحشت شهيدان شول ، اوکورونه يي له خاوروسره خاوري شول ، په دي کي هيڅ شک نشته چې له ټولي ورځي بمباروروسته دبخښني غوښتنه داپه ډاګه کوي چې داکاريي بي ځايه بي هدفه اويواځي دمسلمانانودزوريدااودخپل فرعونيت دڅرګندوالي په خاطرترسره کړیدی
.
په پاي کي له ټولو صلیبي یرغلګرانوپه ځانګړي ډول دکابل ادارې له خرڅ شویوچارواکوڅخه غوښته کوم چې يوڅه خوداخپل ګريوان ته سرونه ټيټ کړئ اودااحساس وکړئ چې ولي دنړۍ کافران دډالروپه بدل کي ورځني هغه اصل جوهرلکه ايمان ،اسلامي غيرت ، پت اوعزت اوخپلواکي وړي ، اويواځي په مقابل کي شرمندګي دکفاروغلامي سرټيټي اوناکامي اونه زائيليدونکي ذلالت ورپه برخه کيږي ا وبس ، آياداوحشي قواوي به دنړۍ هيوادونوته دهمدي خپلوناروااوبي انتهاء ظلمونودترسره کولولپاره همداسي په ارزانه قيمت ورداخليږي ؟ ولي څوک دخپلي دفاع حق نه لري ؟ دخپل اسلام اوپاک دين پت اوعزت اوابرودبي ځايه کيداپه خاطرقرباني نشي ورکولاي ، چې دپنځوورځودژوندپه قرباني کولوسره ورته په دنيااواخرت کي ستراووياړمن بري ورپه برخه شي ژوندي دې وي مجاهدين ژوندي دي وي د اسلام غازيان او ژوندي دې وي د خدای د دين خادمان

د پلو د پخلى لپاره څو څرګندوني

پلو ښايي چي په ډېر دقت او ښه سليقې سره پوخ سي. تر هر څه د مخه بايد ډېري ښې ورجي پخې سي. د ښو ورجو نخښي دا دي: ښې ورجي اوږدې، نرۍ او يو ډول وي، رنـګ يې لږ څه ژړ وي او ماتي نه لري او چي تر غاښ يې لاندي كړى بيخي ټينـګي او كلكي وي. بله خبره د ورجو په خيشتېدو كي ده چي ښايي په لاندي ډول تر سره سي

ورجي لومړۍ ښې پاكوو بيا يې په نيم ګرمو اوبو څو ځلي بېله دې چي لاس په ووهو مينځو څو د ورجو اوبه رڼگـي سي. بيا يو څه تودې اوبه چي لاس ونه سوځي خو تودوالې يې بشپړ احساس سي پر اچوو.

اوبه بايد څه نا څه څلور ګوتي تر ورجو لوړي وي. وروسته بيا د مالګي ډبره مينځو او په يوه پاك سپين ټوكره كي يې پيچو او پر ورجو يې ايږدو. ښه به دا وي چي ورجي يوه شپه يا ورځ يا لږ تر لږه درې يا څلور ساعته د مخه تر پخېدو خيشتې كړى.3- د پخېدو لوښى بايد ارت وي تر څو ورجي سره ونه موښلي او د ورجو د پخېدو اور ښايې چي لږ او ډېر نه وي په داسي ډول چي د دېګ لاندي برخه ټوله ونيسي خو ډېر تند نه وي.


قابلى پلولازم مواد :

- ورجي يو كيلو 2- پاك سوى چرګ يوه دانه، يو يا يونيم كيلو. 3- كشميش ( 100) ګرامه 4- خلال سوي بادام ( 100 ) ګرامه 5- غوړي ( 200 ) ګرامه 6- د پستې خلال ( 100 ) ګرامه 7- د نارنج خلال دوه ګيلاسه ( چي تريخوالى يې اخيسته سوى وي او خواږه وي )د نارنج د خلال د تريخوالي د له منځه وړلو طريقه په 38 مخ كي وګورى.

د پخېدو ترتيب :- ورجي د مخه پاكوو او خيشتې كوو يې، چرګ پاكوو او د يو ګيلاس اوبو او يوه دانه پياز سره يې پخوو او لږ مالګه ور اچوو. كله چي پوخ سو بايد نيم ګيلاس ښوروا ولري. بيا د چرګ غټ او كلك هډوكى ځني باسو او يو رنـګه يې ټوټه ټوټه كوو. كشميش مينځو او په يوه كاچغه غوړو كي يې لږ سره كوو. بادام هم په لږ ګرمو اوبو كي خيشته كوو، تر څو پاسته سي او تيار يې ايږدو بيا ورجي ايشوو او صافوو يې وروسته لږ غوړي او اوبه په دېګ كي اچوو چي و ايشي بيا نيمى ورجي په دېګ كي اچوو بيا د چرګ ټوټگـې بيا ورجي او ورسته نيمى د نارنج او بادام خلال پر اچوو او پاته ورجي يې پر سر ور اچوو ( كه د نارنج خلال نه وي د زردكو خلال ور واچوى ) او د دېګ سر ور بندوو. او په اور باندي يې ايږدو چي خوله وكي بيا د چرګ ښوروا صافوو او د درو كاچغو غوړو سره يې ګډوو او پر ورجو باندي يې اچوو او د دېګ سر ور بندوو. او لږ اور يې پر سر باندي ور اچوو او دموو يې.ډېره د پام وړ خبره د دې پلو په كښلو كي ده چي ښايې په ډېره ښه سليقه يې تر سره كړو‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏، يو لوي دېش يا سپين، غټ غوري ږدو او د ورجو له مخه دوه، درې كفګيره اخلو او د زعفران سره يې ګډوو. د بادامو او نارنج خلال په كفګير په يو بل لوښي كي اچوو، لږ بادام، نارنج يا زردكي او سره كړي كشميش په دېګ كي د ورجو سره ګډوو. او پلو په دېش يا غوري كي كاږو او د چرګ ټوټگـې يې پر سر باندي ور اوډو او بيا يې ورجي پر سر باندي اچوو او پاته د بادام او نارنج خلال او سره كړي كشميش او د پستې خلال په ډېر ځېر سره پر ورجو باندي د اوږدو، اودو ليكو په شان يا څلور كونجه اوډو او يو څه سره سوي غوړي يې پر سر ور اچوو ( پسته بايد په پخولو كي دېګ ته وانه چول سي، پدې چي د هغې رنـګ ور اړوي كله چي پلو پوخ سي د پلو پر سر يې ور شيندو ).
د نارنج د پوټكي د تريخ والي د له منځه وړلو لاري چاري پر اور يې كښېږدى تر څو و اېشي او پاسته سي. بيا يې په صافي كي واچوى. ورسته په يوه لوښي كي يخي اوبه واچوى او خلال پكښي واچوى او څو ساعته يې دغسي پرېږدى په دغه وخت كي د خلال اوبه ور بدلوي. او هره پلا د خلال خوند ګورى هر كله چي يې تريخ والى ولاړى د پخېدو لپاره اماده دى.
ماش پلو
لازم مواد :-1- ورجي ( 750 ) ګرامه 2- ماش ( 500 ) ګرامه 3- غوړي ( 750 ) ګرامه4- بې هډوكي غوښي ( 750 ) ګرامه سره كړي پياز دوې درې كاچغي 6- د روميانو رُب درې كاچغي 7- كوركومن نيمه د چايو كاچغه 8- مالګه د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :- غوښي كوچنۍ ټوټگـې كوو او د سره كړو پيازو سره يې لږ په غوړو كي سرې كوو او دوه ګيلاسه اوبه ور اچوو او پر خام اور باندي يې پخوو كله چي غوښي پستې سوې بيا لږ مالـګگـه، مرچ او د روميانو رُب ور اچوو او پر اور يې ايږدو چي اوبه يې وچي سي. ماش د مخه لا خيشته كوو او بيا يې سپينوو كه چيري ماش كلك وه يو وار يې ايشوو كله چي مو ورجي صافي كړې ورجي او ماش سره ګډوو او په دېګ كي نيمى ورجي اچوو او بيا غوښي ور اچوو او وروسته يې په پاته ورجو باندي غوښي پوښو يا يې پټوو او سر يې ور بندوو او پر خام اور يې ايږدو چي دم وكاږي، پسله يوه يا يونيم ساعته يې را اخلو په، دېش كي ورجي اچوو او پر سر يې غوښي ور ايږدو او پر مېز يې ږدو.
د آلو بالو پلو يا ياقوت پلو
لازم مواد :-1- ورجي يو كيلو 2- آلو بالو يو كيلو 3- بوره يو كيلو 4- چرګ يوه دانه 5- غوړي ( 500 ) ګرامه 6- زعفران يوه كاچغه 7- پسته او بادام هر يو ( 50 ګرامه ).
د پخېدو ترتيب :- ورجي خيشتوو. د آلو بالو مندكي كاږو او بوره ور اچوو، پر اور باندي يې ايږدو چي ښگـه و ايشي او خټه مربا ځني جوړه سي. كله چي ښه خټه سول بيا يې را كښته كوو او ايږدو يې چي ساړه سي( كه چيري يوه ورځ د مخه مربا پخه سي ډېر به ښه وي ). چرګ يا غوښي مينځو او د يو، دوو دانو پيازو، لږ مالګي او اوبو سره يې پخوو داسي چي تر پخېدو وروسته نيم ګيلاس ښوروا ولري. بيا چرګ ټوټه ټوټه كوو او غټ هډوكي يې ځني باسو. ورجي صافوو او دوې، درې كاچغي غوړي او نيم ګيلاس اوبه په دېګ كي اچوو او پر اور يې ايږدو چي و ايشي. بيا نيمي صافي كړي ورجي په دېګ كي اچوو بيا مربا ور اچوو او دري، څلور كاچغي مربا ځني را ګرځوو ( چي بيا يې د ورجو پر سر ور اچوو ) او لږ ورجي يې پر سر باندي ور اچوو بيا چرګ يا غوښي پر ورجو باندي ايږدو او پاته ورجي يې پر سر باندي ور اچوو او د بادام خلال د دېګ په يوه كُنج كي اچوو او په لږ ورجو يې پټوو او دېګ پر اور باندي ايږدو او بيا ښوروا صافوو او د درو يا څلورو كاچغو غوړو سره يې ګډوو او پر ورجو باندي يې اچوو او ددېګ سر وربندوو او د يو يا يونيم ساعت لپاره يې پرېږدو ترڅو دم وكاږي ددېګ لاندي اوربايد ډېرخام وي ځكه چي دالوبالوپلو ژر سوځي.د الو بالو پلو په كښلو كي ښايې ډېره ښه سليقه په كار واچوو؛ دوه كفكيره ورجي د دېګ د سره اخلو، لږ زعفران ( چي په ايشيدلو اوبو كي خيشته سوي وي ) يوه غټه كاچغه مربا او د بادام او پستې خلال ور سره ګډوو او جلا يې ايږدو د غوري د سر دپاره د غوښو ټوټگـې د دېګ څخه را باسو او ورجي په دېګ كي سره ګډوو او په دېش يا ګردي غوري كي يې اچوو، د غوښو ټوټگـې يې پر سر باندي اوډو او هغه ورجي چي د مربا، زعفرانو پستې او بادامو د خلال سره ګډي سوي دي د ورجو پر سر باندي اچوو او لږ غوړي يا كوچي سره كوو د ورجو پر سر يې ور اچوو او پر ميز يې را اخلو.
سبزي پلو يا زمرد پلو
لازم مواد :-1- ورجي يو كيلو 2- سبزي پالك يو كيلو 3- غوښي يا چرګ يو كيلو 4- غوړي ( 500 ) ګرامه 5- آلو بخارا ( 300 ) ګرامه 6- مستې يونيم ګيلاس 7-د هګۍ ژړ دوې دانې8-سره كړي پياز درې كاچغي9- زعفران يوه كاچغه
د پخېدو ترتيب :- د سبزيو پاڼگـي پاكوو، نارونه يې ځني ليري كوو او په ډېر ځېر سره يې مينځو. بيا يې د يوه ګيلاس اوبو او لږ مالګي سره ايشوو چي لږ نرم سول د سبزيو دېګ را كښته كوو، په صافي كي يې اچوو چي اوبه يې وننيږي بيايې د دوو، درو كاچغو غوړو سره لږ سره كوو او سره كړي پياز ور اچوو او د اور څخه يې را كښته كوو. بيا غوښي يا چرګ پخوو؛ چي نيم ګيلاس ښوروا ولري. ورجي د مخه لا خيشتې كوو، بيا يې صافوو د هګۍ ژړ، مستې او لږ زعفران چي په ايشولو اوبو كي حل سوي وي ګډوو او نيمى سبزي ور سره ګډوو، د كاچغي په شا باندي سبزي ټكوو او بيا لږ ورجي ور اچوو بيا غوښي يا چرګ يا كوفته پر اوډو بيا آلو بخارا ور اچوو پاته سبزي يې پرسر ور اچوو او پاته ورجي پرسبزيو باندي اچوو او سبزي په پټوو بيا يخني ددرو، څلورو كاچغو غوړو سره ګډوو،لږ زعفران ور اچوو او پر ورجو باندي يې اچوو، سر يې پرايږدو او ديونيم ساعت لپاره يې پراور باندي دموو البته لږ اور يې پر سر باندي هم ور اچوو.


خـوږ پـلـو

لازم مواد :-1- ورجي يو كيلو 2- غوښي يا چرګ دوه كيلو 3- دبادامو خلال(100 ګرامه)4- د پستې خلال ( 50 ګرامه ) 5- د ګاجرو يا نارنج يا سنترې خلال نيم ګيلاس 6- غوړي 300 ګرامه 7- زعفران يوه كاچغه 8- بوره نيم كيلو ياهرڅومره چي مو خوښه وي
د پخېدو ترتيب :- د سنترې يا نارنج د خلال څخه لكه څنګه چي مو وړاندي په (38 ) مخ كي ويلي دي هغسي تريخ والى ځني ليري كړى. بيا بوره په درې ګيلاسه اوبو كي واچوى او يو دوه واري يې و ايشوى څو شربت ځني جوړ سي. بيا د سنـترې يا د نارنج خلال دغو شربتو ته واچوى او يو دوه واره يې و ايشوى تر څو د خلال مغز خوږ سي. ورجي يوه شپه د مخه خيشتې كړى. چرګ يا غوښي د يوه دانه پياز، مالګي او لږاوبو سره پخې كړى. كله چي پخې سوې بايد نيم ګلاس يخني ولري. يخني صافوو او د دوو، درو كاچغو غوړو او يوې غټگـي كاچغي د خلال د شربتو سره يې ګډوو او زعفران په ايشولو اوبو كي حلوو او د چرګ د اوبو سره يې ګډوو. چرګ ټوټه ټوټه كوو او غټ هډوكي يې ځني باسو. ورجي صافوو او په دېګ كي دوې درې كاچغي غوړي او نيم ګيلاس اوبه اچوو او پر اور يې ايږدو چي و ايشي بيا نيمي ورجي ور اچوو او خلال د شربتو څخه را باسو او پر ورجو باندي يې اچوو بيا نيمى د بادامو خلال ور اچوو بيا دوه، درې كفګيره ورجي پر خلال باندي اچوو او دېګ پر اور باندي ايږدو، وروسته بيا د چرګ هغه اوبه چي د شربتو، زعفرانو او غوړو سره مو ګډي كړي وې پر ورجو باندي اچوو، د دېګ سر ور بندوو لږ اور يې پر سر ور اچوو او د يونيم ساعت لپاره يې دموو. وروسته تر دمېدو دوه، درې كفګيره ورجي د پستې او نارنجو د خلال او زعفران او د بادامو د پاته خلال سره ګډوو او د غوري د سر دپاره يې جلا ايږدو. د چرګ غوښي را باسو او پلو ټوله سره ګډوو؛ په دېش يا غوري كي يې كاږو پر سر يې دچرګ غوښي ور اوډو او هغه ګډ سوي مواد او لږ سره سوي غوړي يې پر سر ور اچوو بيا نو خوږ پلو تيار دى.


ګاجر پلو

لازم مواد :-1- ورجي يو كيلو 2- چرګ يا غوښي دوه كيلو 3- ګاجري نيم كيلو 4- زعفران يوه كاچغه 5- بوره ( 200 ) ګرامه 6- غوړي د ضرورت په اندازه 7- مالګه يو څه.د پخېدو ترتيب :- ورجي خيشتوو، ګاجري خلالوو او بيا يې په لږ غوړو كي لږ سرې كوو او بوره په يوه ګيلاس اوبو كي حلوو او ګاجرو ته يې ور اچوو او پرېږدو يې چي لږ و ايشي. چرګ پخوو او هډوكي يې ځني باسو او نيم ګيلاس يخني يې د څلورو كاچغو اوبو سره ګډوو. ورجي صافوو، چرګ او ګاجري د ورجو په منځ كي اچوو او دموو يې. د پلو د كښلو په مهال ورجي په غوري كي كاږو او چرګ يې پر سر ور ايږدو، د ګاجرو خلال يې پر سر وراچوو او لږ بادام او پسته يې پر سر ور شيندو. كه امكان ولري يو ګيلاس د نارنج خلال چي تريخ والى يې ايسته سوى وي د ګاجرو سره ګډوو او پر ورجو باندي يې شيندو.


د ملخوزو ورجي

لازم مواد :-1- پنډي ورجي 2 كيلو 2- ملخوزي 100 ګرامه 3- غوړي 375 ګرامه 4- بوره يا ګوړه 750 ګرامه.د پخېدو ترتيب :- ورجي پاكي كړى او د دوو ساعتو لپاره يې خيشتې كړى. وروسته بيا غوړي په دېګ كي واچوى او پر اور باندي يې كښېگـږدى چي سره سي بيا ملخوزي ور واچوى او لږ يې سرې كړى چي ونه سوزي بيا ورجي ور واچوى او په كفګير باندي يې سره واړوى او را واړوى، وروسته بيا اوبه او خوږ رنـګ ور واچوى او كښې يې ږدى چي ورجي پخې سي. كله چي پخې سوې بيا نو بوره يا ميده سوې ګوړه ور واچوى او وې لړى چي سره ګډ سي ، بيا يې د نيم ساعت لپاره دم كړى.


ماچې

اوړه غلبيل كړى، كلك يې واغږى، وروسته ماچې په لاس جوړي كړى يا يې تر ماشين وباسى او لمر ته يې واچوى چي وچي سي كله چي وچي سولې پر تاوه يا په كړايې كي يې برياني كړى.


د ماچو د پخېدو ترتيب :- لومړى اوبه و ايشوى بيا ماچې ور واچوى چي ښه و اېشېدلې او دانه يې پسته سول بيا يې لكه ورجي داسي صافي كړى كله چي مو صافي كړلې لږ شكنه وركړى او دم يې كړى وروسته يې په غوري كي واچوى او پر سر باندي يې بوره وپاشى.ماچې او ورجي ورجي و ايشوى، صافي يې كړى، ماچې جلا و ايشوى او صافي يې كړى بيا ورجي او ماچې دواړى په دېګ كي واچوى، شكنه ور كړى او دم يې كړى. وروسته تر د مېدو يې په غوري كي وكاږى او پر سر يې بوره ور واچوى او ويې خورى.


د څو هيوادونو څو ډوله پلو


د اسلامبول پلو

لازم مواد :-1- ورجي يو كيلو 2- بې هډوكي غوښي ( 750 ) ګرامه 3- روميان درې كيلو 4- سره كړي پياز درې څلور كاچغي 5- غوړي ( 100 يا 150 ګرامه ) 6-د روميانو رُب يوه دښوروا خورۍ كاچغه7- مالګه، مرچ د ضرورت په اندازه.

د پخېدو ترتيب :- ورجي پاكوو او په نيم ګرمو اوبو باندي يې څو پلا مينځو. د روميانو اوبه باسو او د لږ مالګي او درې ګيلاسه اوبو سره يې ګډوو او پر ورجو يې اچوو او دري،گ څلور كاچغي غوړي ور اچوو او دغسي يې پريږدو چي لږ خيشتې سي. غوښي كوچنۍ كوچنۍ ټوټگـې كوو او د سرو كړو پيازو سره يې ګډوو او پر خام اور باندي يې ايږدو تر څو د غوښو اوبه وچي سي. بيا دوه، درې ګيلاسه اوبه ور اچوو تر څو غوښي پكښي پخې سي بيا د روميانو رُب او مالګه غوښو ته اچوو او ايږدو يې چي اوبه يې وچي سي ( بايد غوښي د مخه تر ورجو پخې كړى او تياري يې كښېږدى ) بيا د ورجو دېګ پر خام اور باندي كښېږدى تر څو و ايشي او اوبه يې وچي سي كه چيري د ورجو مغز اوم وو بيا يو ګيلاس اوبه نوري ور واچوى كله چي دغه نوري اوبه هم وچي سوې او ورجي پخې سوې بيا د ورجو منځ ور سوري كوو او تياري پخې غوښي پكښي اچوو. او غوښي په ورجو باندي پټوو. او د دېګ سر ور بندوو او د يو يا يونيم ساعت دپاره يې دموو. اسلامبولي پلو كولاي سو چي د كوفته شويو غوښو او روميانو سره هم پوخ كړو پدې صورت كي د روميانو رُب جوړوو دوي،گ درې كاچغي رُب په كوفته كي اچوو او پاته رُب ټوله د ورجو په اوبو كي اچوو او لكه مخكي چي مو ويلي دي هغسي اسلامبولي پلو پخوو. او بيا يوه كاچغه رُب په يوه ګيلاس اوبو كي اچوو او بيا يې كوفتې ته اچوو او سر يې ور بندوو تر څو يې اوبه وچي سي. وروسته له هغه يې را اخلو.په ياد مو وي چي د يوه ګيلاس دم پخته وروجو لپاره دوه ګيلاسه اوبه په كار دي.


د انډونيزيا يو ډول مخصوص پلو

لازم مواد :-1- ورجي ( 750 ) ګرامه 2- د چرګ پخې ميده سوي غوښي دوه ګيلاسه 3- ميګو ( يو ډول كوچني دريابي ملخان دي ) 500 ګرامه 4- د روميانو رُب دوې كاچغي 5- اوږه يوه غوزه 6- ادرك يوه كوچنۍ ټوټه 7- خلال سوي پلۍ يوه كاچغه 8- غوړي دوه سوه ګرامه 9- مالګه د ضرورت په اندازه.

د پخېدو ترتيب :- ورجي پخوو. ميګو په ايشولو اوبو كي ايشوو او اوږه كوټو او په يو دوو كاچغو غوړو كي يې سره كوو. او ميګو او چرګ ور اچوو وروسته بيا د روميانو رُب، شونډ، پلۍ مالګه، مرچ د يوه ګيلاس اوبو سره ور اچوو او پر اور يې ايږدو چي و ايشي او اوبه يې وچي سي. بيا د ورجو منځ ور خالي كوو او دا مواد ور اچوو او په ورجو يې پټوو او د دېګ سر ور بندوو، اور يې پر سر ور اچوو چي دم وكاږي. ايټالوى پلولازم مواد :-1- پياز يوه دانه 2- د چرګ ښوروا يو كيلو 3- ورجي 500 ګرامه 4- غوړي يا كوچي د ضرورت په اندازه 5- پوڅه يوه ښوروا خوري كاچغه.د پخېدو ترتيب :- پياز ميده كړى او په غوړو كي يې سور كړى، كله چي طلايې رنـګه سو، ورجي ور واچوى او سره وې وهى، بيا د ورجو دوه برابره د چرګ ښوروا ور واچوى او وې ايشوى. وروسته د اور حرارت ور لږ كړى او تر 30 دقيقو پوري ورجي پر ملايم اور پخې كړۍ . له هېره ونه باسى چي كله كله ورجي په كفګيرسره وهى څو په دېګ پوري ونه نښلي.د ورجو تر سړېدو د مخه يوه كاچغه پوڅه باندي وشيندۍ .


يو ډول اروپايي پلو

د پخېدو ترتيب :- ورجي دمپخته يا صافي كړي پخوو. غټ مرچك ګردي ګردي ميده كوو، پياز ميده كوو او په نيمى غوړو كي پياز او مرچك سره كوو ( پاته غوړي د ورجو لپاره دي ) بيا د روميانو رُب په يوه ګيلاس اوبو كي حلوو او مرچكو ته يې اچوو او مالګه ور اچوو او پريږدو يې چي لږ و ايشي. بيا د چرګ غوښي ور اچوو او سره لړو يې كله چي اوبه وچي سوې ورجي په ديش يا غوري كي اچوو او منځ يې ګردى خالي ور پرېږدو او په خالي ځاي كي يې دغه دچرګ غورمه وراچوو اوبيا يې پرسترخوان را اخلو


يو ډول ټايلندۍ پلو

لازم مواد :-1- ميګو نيم كيلو 2- روميان نيم كيلو 3- سره كړي پياز دوې كاچغي 4- هګۍ 4 دانې 5- ورجي 750 ګرامه 6- غوړي 300 ګرامه 7 د روميانو رُب دوې كاچغي 8- اوږه درې دانې 9- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.د پخېدو ترتيب :- ورجي خشتې كړى وې ايشوى او صافي يې كړى. اوږه او پياز سره كړى او يو تفت وركړى او څلور كاچغي غوړي ور واچوى بيا هګۍ په يوه لوښي كي ماتي كړى او سره وې وهى او سره كړو پيازو ته يې واچوى او پر خام اور باندي يې كښېگـږدى او سر يې ور بند كړى تر څو سره ونيول سي. ميګو پاك كړى او وې ايشوى بيا يې په هګۍ كي واچوى او سره وې لړى. بيا د روميانو رُب په لږ اوبو كي حل كړى، مالګه، مرچ ور سره ګډ كړى او هګيو ته يې واچوى او سره وې لړى چي ګډ سي بيا دغه مواد د صافي كړو ورجو په منځ كي واچوى او پلو د يو ساعت لپاره دم كړى. لږ ايشولي اوبه پر روميانو باندي واچوى او پوست يې ځني ليري كړى بيا روميان ميده كړى او په درو، څلورو كاچغو غوړو كي يې سره كړى، لږ مالګه او مرچ ور واچوى . د ورجو د كښلو په مهال ورجي په ديش يا غوري كي را وكاږى او د چرګ هګۍ او ميګو يې په منځ كي ور واچوى او سره سوي روميان يې پر سر لاري لاري ور واچوى.


يو ډول يوناني پلو

لازم مواد :-1- ورجي ( 750 ) ګرامه 2- سره مرچك يو ګيلاس ( چاك سوي او په غوړو كي سره سوي ) 3- پاخه شنه نخود دوه ګيلاسه 4- د چرګ پخې ميده سوي غوښي 100 ګرامه 5- يخني دوه ليټره 6- غوړي ( 150 ) ګرامه 7- ميده سوي پياز يو ګيلاس 8- زعفران يوه كاچغه.د پخېدو ترتيب :- ورجي ښه په ځېر سره مينځو، پياز په غوړو كي سره كوو. ورجي ور اچوو او تفت ور كوو. د چرګ يخني، زعفران، مالګه هم ورجو ته اچوو ايږدو يې چي پخې سي او اوبه يې وچي سي بيا يې اور ور خاموو او د يوه ساعت لپاره يې دموو. او د ورجو د كښلو په مهال دغه ټوله شيان سره ګډوو او لږ غوړي يا كوچي سره كوو او پر سر يې ور اچوو.


د بمبئي پلو

لازم مواد :-1- ورجي يو كيلو 2- غوښي يو كيلو 3- پټاټگـې 250 ګرامه 4- مټگر 250 ګرامه 5- پياز 125 ګگرامه 6- اوږه يوه غوزه 7- شونډ يوه كوچنۍ ټوټه 8- مستې 250 ګرامه 9- ميده سوي كوپړه څلور كاچغي 10- غوړي 250 ګرامه 11- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه 12- د كټوي دارو ( لونـګ ، لوي هېل ، زيره ، دار چيني ). يوه د چايو كاچغه.د پخېدو ترتيب :- پياز په غوړو كي سره كړى. وروسته غوښي ور واچوى، سرې يې كړى چي ښې سرې سوې اوږه او شونډ، مستې، مالګه، مرچ ور واچوى كله چي د مستو اوبه پر وچېدو سوې بيا كوپړه او لږ اوبه ور واچوى او غوښي كښېږدى چي پخې سي. بيا پټاټگـې، مټر او غټه مساله ور واچوى او كه تاسي غواړى چي پر پټاټو او مټرو سربيره نور سبزي هم ور واچوى؛ لكه ګوبى او داسي نور هم يې ور اچولاى سى. كله چي سبزي پاخه سول او اوبه يې وچي سوې. بيا نو ورجو ته عليحده مالګه ور واچوى او دوه ساعته يې خيشتې كړى او بيا يې و ايشوى او وروسته يو دېګ را واخلى يوې خوا ته ورجي او يوې خوا ته يې غوښي او سبزي واچوى او بيا لږ ورجي په دېګ كي واچوى بيا پر ورجو باندي غوښي او سبزي واچوى او وروسته پاتي سپيني ورجي پر سر ور واچوى او د پنځلسو دقيقو لپاره يې دم كړى. چي اوبه يې وچي سي. نو يې را كښته كړى.


يو ډول هندى

پلولازم مواد :-1- چرګ يو كيلو 2- ورجي 750 ګرامه 3- غوړي 250 ګرامه 4- اوږه دوې غوزي 5- شونډ كوچنۍ ټوټه 6- پياز درې دانې 7- د ورجو غټه مساله يوه د چايو كاچغه 8- خواږه ولني يوه د چايو كاچغه 9- وچ ګشنيز يوه د چايو كاچغه 10- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.

د پخېدو ترتيب :- چرګ يوه ورځ د مخه پاك كړى او په يخچال كي يې كښېږدى بيا يوه غوزه اوږه سپينه كړى او درسته يي د چرګ د غوښو د ټوټو او لږ مالګي سره دېګ ته واچوى، خواږه ولني غټه مساله او ميده سوي شونډ هم ور واچوى، اوبه دومره ور واچوى چي چرګ پكښي پوخ سي او يو كيلو اوبه ولري. دا چرګ پر خام اور باندي پوخ كړى. كله چي ښوروا تياره سول او چرګ پوخ سو را كښته يې كړى. بيا نو په يوه دېګ كي غوړي سره كړى او ميده سوي پياز ور واچوى او د ورجو مساله غټه ور واچوى كله چي د پيازو رنـګ لږ واوښتى نو د چرګ ټوټگـې ور واچوى او يوه غوزه ميده سوې اوږه ور واچوى او ښه يې سره كړى. د سره كېدو په مهال يوه يوه كاچغه يخني هم ور اچوى، كله چي چرګ ښه سور سو بيا نو يخني صاف كړى او ور وايې چوې ( ليكن په ياد ولرى چي 750 ګرامه ورجي په 1250 ګرامه اوبو كي پخيږي ) كه چيري د يخني اوبه لږ وي لږ نوري اوبه ور واچوى او هغه پرېږدى چي و ايشي ( ورجي بايد لږ تر لږه دوه ساعته د مخه خيشتې سوي سوي وي ) بيا يې دغه يخني ته واچوى او اور ته مو پام وي چي نه ډېر تيز وي، نه ډېر خام وي.د اوبو د وچيدو په مهال ورجي وګورى چي پخې دي كه نه؟ كه پخې وي دم يې كړى او د دم كېدو په مهال كي توره زيره ور واچوى.او كه پخې نه وې لږ نوري اوبه ور واچوى څو پخې سي .


يو ډول پاكستانى پلو

لازم مواد :-1- كوچني كبان يو كيلو 2- ورجي نيم كيلو 3- غوړي 250 ګرامه 4- پياز نيم كيلو 5- مستې 250 ګرامه 6- ليمو دوې دانې 7- د كټوي دارو( لونـګ ، لوي هېل ، دارچيني ، زيره ) يوه د چايو كاچغه مالګه د ضرورت په اندازه.

د پخېدو ترتيب :- كبان پاك كړى، پياز ميده كړى او په غوړو كي يې سره كړى. كله چي سره سول را وې باسئ او ميده يې كړى. په دې غوړو كي كبان واچوى او كرار، كرار يې سره كړى. لږ چي اوبه وچي سي بيا د ليمو اوبه، مالګه، مرچ او د كټوي دارو غټ ور واچوى او لږ يې نور سره كړى او مستې ور واچوى كله چي د مستو اوبه پر وچېدو سوې بيا نو سره كړى پياز ور واچوي او لړى يې. كله چي ښه سره سول بيا لږ اوبه ور واچوي چي كبان پكښي پاخه سي او اوبه يې وچي سي. اوس نو په ورجو كي مالګه او د دارچيني ټوټگـې واچوى او وې اېشوى. او تر صافېدو وروسته په يوه غټ دېګ كي لږ ورجي بيا كبان بيا ورجي بيا كبان او بيا يې پر سر ورجي ور واچوى او دم يې كړى. چي ورجو دم وكيښ را كښته يې كړى.


بل ډول د كبانو پلو


لازم مواد :-1-كبان نيم كيلو 2 - ورجي نيم كيلو 3 - غوړي 250 ګرامه4- اوږه دوې غټگـي غوزي 5 � پياز دوې داني 6- زيره نيمه دچايو كاچغه7- وچ ګشنيز نيمه دچايو كاچغه 8 � دكټوي دارو نيمه د چايو كاچغه 9 � مالـګه او مرچ د ضرورت په اندازه.

د پخېدو ترتيب :- كبان پاك كړئ او پرې يې منځئ او ټوله لكه ډبل روټگـي داسي پرې كړى ( ډبل روټگـي يو ډول پنډه ډوډۍ ده؛ لكه د سېلو ډوډۍ )، اوږه سپينه كړى، مالګه، مرچ، دوه لونـګه، لږ سپينه زيره، لږ توره زيره، وچ ګشنيز څلور دانې، تور مرچ يوه دانه او غټ هېل ټوله سره واچوى او ميده يې كړى او لږ اوبه ور واچوى او مساله ځني جوړه كړى.اوس نو دغه د كبانو ټوټگـې را واخلى په دغه مساله كي يې و وهى او په يخچال كي يې لږ تر لږه دوه ساعته كښېږدى او كه مو ډېر اېښول دوې ورځي يې د يخي په ځاي كي كښېږدى. اوس نو كبان په غوړو كي سره كړى البته پر خام اور باندي چي ونه سوگگ ځي. ورجي د مخه لا خيشتې كړى بيا نو پياز په غوړو كي سره كړى او مساله ور واچوى او لږ اوبه ور واچوى چي اوبه و اېشېدلې ورجي ور واچوى. كله چي ورجي پخې سوې د دم كېدو په مهال سره كړي كبان ور واچوى او هغه مساله او غوړي هم ور واچوى، دم يې كړى. پسله څو دقيقو دم څخه د كبانو پلو تيار دى.


يادونه :- كبان بايد بې هډوكو وي، هډوكي يې ځيني وباسى.


چاينيز پلو

لازم مواد :-1- ورجي نيم كيلو 2- غوړي 125 ګرامه 3- هګۍ دوې دانې 4- ايشولي غوښي يا چرګ يو څو ټوټگـې 5- اېشولي ګاجري دوې دانې 6- د اېشولي ګل پې ( ګل ګوبي ) لاندي برخه يو څو ټوټگـې 7- د بلګو سره شنه پياز څلور دانې.د پخېدو ترتيب :- ورجو ته مالګه ور واچوى او وې اېشوى، صافي يې كړى. ټوله سبزي او د چرګ ټوټگـې و ايشوى او جلا ، جلا يې كښېږدى. په يوه دېګ كي غوړي واچوى، چي لږ تاوده سي، شنه بلګونه او پياز اېشولي سبزي او د چرګ ټوټگـې او درې دانې شنه مرچك ميده كړى ور وايې چوى، يو دوه واره يې ولړى بيا نو دواړۍ هګۍ ور ماتي كړى او ژر، ژر يې ولړى او ډېر يې مه سره كوى ځكه چي دا ډېر سره كېدل نه غواړي، بس سر بېره ورجي پر واچوى، دم يې كړى. پنځلس دقيقې وروسته چي ورجي دم وكاږي را كښته يې كړى، چاينيز پلوتيار دى.


د چرګ برياني

لازم مواد :-1- چرګ يو كيلو 2- ورجي 750 ګرامه 3- مستې 250 ګرامه 4- اوږه يوه غوزه 5- پياز 750 ګرامه 6- تور مرچ شپږ دانې 7- لونګ شپږ دانې 8- دار چيني، يوه ټوټه 9- توره زيره نيمه د چايو كاچغه 10- سپينه زيره نيمه د چايوكاچغه 11- وچ ګشنيز نيمه د چايو كاچغه 12- لوي هېل څلور دانې 13- كوچني هېل څلور دانې 14- غوړي 300 ګرامه 15- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.

د پخېدو ترتيب :- چرګ پاك كړى او بيا يې كوچنۍ كوچنۍ ټوټگـې كړى. پياز ميده كړى او په غوړو كي يې سره كړى او تر سره كېدو وروسته يې را وباسى او ميده يې كړى. اوس نو په غوړو كي د چرګ ټوټگـې او لونګ واچوى او سور يې كړى، وروسته تر سور كېدو مالګه ور واچوى او مستې سره و وهى ور وايې چوى. كله چي مستې وچي سي، اوږه ميده كړى ور وايې چوى سره ويې لړى بيا ميده سوي د كټوي دارو ور واچوى په پاي كي لږ سره كړي پياز، مرچ او يو څه اوبه ور واچوى، سر يې ور بند كړى تر څو چرګ پوخ سي، كله چي پوخ سو دېګ را كښته كړى او كښې يې ږدى. بيا ورجي پاكي كړى. ( ورجي بايد لږ تر لږه دوه ساعته د مخه تر پخېدو خيشتې سي ). بيا اوبه په يوه دېګ كي واچوى، ور سره دار چيني او مالګه واچوى او وې اېشوى بيا ورجي ور واچوى. كله چي يې دانه پسته سول صافي يې كړى او تر صافېدو وروسته يو څه سړې اوبه پر واچوى.بيا په دېګ كي لږ ورجي،نيمى دچرګ غوښي، بيا ورجي پر واچوى، بيا د چرګ غوښي، بيا ورجي پرواچوى او غوښي پكښي پټگـي كړى او دورجو مساله پر واچوى.كه چيري ورجي كلكي وي په يو ګيلاس شيدو كي هېل ميده كړى او پر ورجو يې واچوى او دم يې كړى. او كه پستې وې شيدو ته ضرورت نسته. پام كوې د ورجو د دمېدو په مهال كي لاندي اور خام كړى او پر سر باندي يې اور واچوى. كله چي دم سوې راكښته يې كړى. نو ستاسي د چرګ برياني تياره ده.


دوهم ډول د چرګ برياني

لازم مواد :-1- چرګ يو كيلو 2- ورجي 750 ګرامه 3- غوړي ( 300 ) ګگرامه 4- مستې 250 ګرامه 5- ايشولي هګۍ څلور دانې 6- كشميش دوولس دانې 7- بادام لږ څه 8- زعفران نيمه د چايو كاچغه 9- شونډ لږ څه 10- لونـګ څلور دانې 11- دارچيني يوه غټه ټوټه 12- غټ هېل درې دانې 13- خشخاش دوې د چايو كاچغي 14- پياز 125 ګرامه 15- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه. د پخېدو ترتيب :- ټوله مساله سره واچوى او سره ميده يې كړى. شونډ هم ور سره ميده كړى، بادام خيشته كړى او سپين يې كړى، زعفران خيشته كړى، چرګ پاك كړى بيا دا ټوله مساله په مستو كي واچوى او چرګ پكښي اخته كړى او دوه ساعته يې كښېږدى. بيا پياز په غوړو كي سره كړى او په مستو كي اخته سوى چرګ ور واچوى او سر يې ور بند كړى تر څو چرګ پكښي پوخ سي كله چي پوخ سو را كښته يې كړى او كښې يې ږدى.وروسته بيا ورجي و اېشوى او صافي يې كړى. بيا په يوه غټ دېګ كي لږ ورجي واچوى بيا چرګ پكښي كښېږدى او بيا مساله او بيا ورجي پر واچوى او چرګ په ورجو كي پټ كړى، بيا زعفران پر واچوى او دم يې كړى. كشميش په غوړو كي سره كړى، بادام هم خلال كړى، هګۍ سپيني كړى او كښې يې ږدى هر كله چي مو برياني په غوري كي واچول دغه شيان يې پر سر ور ووډى.

د چرګ د ډول ډول پخولو لپاره څو څرګندوني

چرګ چي مو حلال كى پاك يې كى او ( 24 ) ساعته يې په يخچال كي كښېږدى. كه يخچال نه وي لږ مالګه او مرچ يې پر نس او نور ځان باندي ور وپاشى او په يوه يخ ځاى كي يې كښېگـږدى. بيا يـې د پخېدو په مهال پرېمنځى او هر ډول چي مو خوښه وي هغسي يـې پوخ كړى. پدې ډول د چرګ غوښي خوندوري كيږي. او كه چرګ تر حلالولو وروسته دستي پوخ كړى غوښي يـې ريښه ريښه او كلكي وي. كه چرګ د كبابولو او سره كولو له پاره په اوبو كي اېشوى بايد په ډېرو لږو اوبو كي يـې د څو شنو، تازه پاڼو لكه ګشنيز، نعناع او ناز بو سره و اېشوي.د اېشولي چرګ د ټوټه، ټوټه كېدو لپاره په لاندي ډول كړنه كوو : كله چي چرګ سوړ سو پر تخته باندي يې ږدو وزرونه يې داسي پري كوو چي لږ د سينې غوښي ورسره پاته سي. سينه بايد په ډېر ځېرتيا سره د هډوكو څخه جلا سي څو سره پرې نه سي. ادومونه هم د شا د هډوكو څخه جلا كوو او ماهيچه يې ځيني بېلوو.
ډك نسى چرګ
لازم مواد :-
1- چرګ يوه دانه 2- شكرپاره ( كيشته ) 250 ګرامه 3- پسته، بادام دوې كاچغي 4- كشميش يوه كاچغه 5 - غوړي 150 ګرامه 6- پياز دوې دانې 7- د لېمو اوبه نيم ګيلاس 8- بوره دوې كاچغي 9- د نارنج د پوست خلال چي تريخ والى يې اخيسته شوى وي يو ګيلاس10- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :-
شكر پاره څو ساعته د مخه مينځو او خيشته وو يې. بيا چگرګ پاكوو او ميده ورېښتان يې پر اور باندي ور سوځو او ښه يې مينځو وروسته بيا شكرپاره، كشميش، پسته او بادام د نارنج د پوست خلال د لږ مالګي او مرچكو او پنځوس ګرامه غوړيو سره ګډوو او د چرګ نس ځيني ډكوو او نس يې په تار ور ګنډو. پاته غوړي په دېګ كي اچوو او پر اور باندي يې اېږدو تر څو سره سي بيا د چرګ شا و خوا په غوړو كي سره كوو بيا يوګيلاس اوبه او پياز او كه چيري د نارنج پوست وي يوه ټوټه ور اچوو او د دېګ سر ور بندوو تر څو چرګ پوخ سي. بيا د دېګ سر ور خلاصوو، لږ مالګه، مرچ، نيم ګيلاس د لېمو اوبه او دوې كاچغي بوره ور اچوو او اېږدو يې څو يو دوه واره و اېشي. كله چي چرګ پوخ سو او يو دوې كاچغي اوبه ولري چرګ را باسو، په دېش كي يې اېږدو او د نس تار يې خلاصوو او د چرګ پاته لعاب يې پرسر ور اچوو.او لږګشنيز او نعناع يې پر سر ور ميده كوو.
د چرګ كتلت
د كتلت دپاره بايد د چرګ د سينې څخه كار واخلو. سينه بايد داسي د هډوكو څخه جلا سي چي د وزرونو آخري برخه پكښي پاته وي. بيا د غوښو پوست ځني ليري كوو. او لږ يې سره كوټو چي پلني او نازكي سي. وروسته نو د سينې ټوټگـې په وچه، ميده سوې ډوډۍ كي وهو، بيا يې په هګۍ كي وهو او بيا يې د دوهم ځل لپاره په وچه ډوډۍ كي وهو او دواړي خواوي يي په غوړو كي سرې كوو. چي سرې
سوې را باسو يې.يادونه :- د چرګ سينه بايد د مخه ايشول سوې وي.
لازم مواد :-
1- د چرګ چيچى يو كيلو 2- تر ماشين ايستل سوي بادام ( د بادامو ميده سوى مغز ) يو ګيلاس 3- د سپيني ډوډۍ يا بريډ مغز د يوه ګيلاس په اندازه 4- هګۍ څلور دانې 5 - شيدې يو ګيلاس 6- غوړي پنځوس ګرامه 7- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخيدو ترتيب :-
چرګ ښه په ځير سره پاك كړى. ميده ورېښتان يې پر اور باندي وسوځى او پرې يې مينځى، په دېګ كي يې واچوى او دوې دانې ميده پياز، لږ مالګه او يو څه تازه بلګونه لكه ګشنيز يا نعناع ور سره واچوى لږ اوبه هم ورسره واچوى او پر اور يې كښېږدى، تر څو چرګ پوخ سي او اوبه يې دومره وچي سي چي، دوې،گ درې كاچغي لا پاته وي، بيا نو د چرګ اوبه د شيدو سره ګډوو. او غوړي يا كوچي ويلي كوو د شيدو او لږ مالګي او مرچو او د ډوډۍ د مغز سره يې ګډوو. د چرګ هډوكي ځيني ايسته كوو او غوښي يې يو وار تر ماشين باسو، بيا غوښي او تر ماشين ايستل سوي بادام، د شيدو او ډوډۍ مغز ټوله ګډوو او ښه يې په لاسو سره اغږو تر څو ښه غاز وكړي. بياد دغو موادو څخه يو رنـګه ګردۍ ، ګردۍ كوفتې جوړوو. او پر مېز باندي لږ اوړه يا ميده شوې وچه ډوډۍ پاشو او دغه كوفتۍ د هګۍ په څېر جوړوو. پدې شرط چي پنډوالى يې دوي سانتۍ وي او ډېري پنډي نه وي بيا هګۍ په يوه لوښي كي ماتوو او لږ مالګه ورسره ګډوو او ښه يې سره وهو بيا غوړي په كړايې كي اچوو چي سره سول كتلت په هګۍ كي وهو او دواړي خوا وي يې په غوړو كي طلائي رنـګه سرې كوو او را باسو يې. بيا يې په دېش كي اوډو او شا و خوا يې په سره كړو پټاټو باندي ښايسته كوو.يادونه :- د چرګ كتلت كولاي سي چي بېله بادامو هم جوړ كړى او د ډوډۍ د مغز پر ځاى د يوه ګيلاس وچي ډوډۍ څخه كار واخلى.
هيلۍ د روميانو سره
لازم مواد :-1
- هيلۍ يوه دانه 2- روميان دوه كيلو 3- غوړي درې سوه ګرامه 4- اوږه دوې دانې 5 - د ليمو اوبه نيم ګيلاس 6- ګشنيز او نعناع يوه دسته 7- د غوښو اوبه(ښوروا) دوه كيلاسه 8- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه. د پخيدو ترتيب :- هيلۍ ښه پاكوو او مينځو يې. د ليمو اوبه، مالګه او مرچ سره ګډوو او هيلۍ پكښي اچوو 24 ساعته يې په يخچال يا بل يخ ځاي كي ايږدو. وروسته بيا په يوه دېګ كي غوړي اچوو او د هيلۍ شا و خوا په غوړو كي سره كوو. وروسته بيا د غوښو اوبه ( ښوروا ) ور اچوو او كوټل شوې اوږه، ګشنيز او نعناع ور اچوو. او د دېګ سر ور بندوو. تر څو هيلۍ پكښي پخه سي خو اور يې بايد خام وي او وروسته تر پخېدو يې بايد اوبه تر دوو كاچغو زياتي نه وي. په پاې كي لږ مالګه او مرچك ور اچوو. بيا وروسته د روميانو پوټكي ځني ليري كوو. ( كه د روميانو د پوټكى د ليري كولو دپاره لږ ايشيدلي اوبه پر روميانو باندي واچوى په ډېره اساني سره يې پوټكي ځني اوړي ) بيا روميان ميده كوو او په يوه دېګ كي لږ غوړي اچوو او روميان ور اچوو او يو تفت وركوو چي روميان خوړين شي او اوبه يې وچي شي بيا مالګه او مرچ ور اچوو او په دېش كي يې اچوو او هيلۍ درسته پكښي ايږدو او د روميانو پر سر باندي د زيتون دانې اوډو.
د چرګ كوفته
لازم مواد :-1
- د چرګ پخې، كوفته سوي غوښي دوه ګيلاسه 2- وچه ميده سوې ډوډۍ يو كيلاس 3- غوړي 100 ګرامه 4- هګۍ دوې دانې 5 - د هګۍ ژړ دوې دانې 6- د غوښو ښوروا يا ساده اوبه درې ګيلاسه 7- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخيدو ترتيب :-
د چرګ كوفته سوي غوښي د وچي ډوډۍ سره ګډوو. بيا غوړي ويلي كوو او هګۍ يوه يوه دانه پكښي ماتوو او په غوړو كي يې ښه سره وهو او بيا د هګۍ ژړ ور اچوو او لږ مالګه او مرچك پر دوړوو ښه يې سره وهو وروسته بيا كوفته شوي غوښي دغسي هګۍ ته اچوو او ښه يې په لاسو سره اغږو چي غاز وكړي او په لاسو پوري ونه مښلي. د غوښو اوبه يا ساده اوبه په دېګ كي اچوو او پر اور باندي يې ايږدو كله چي و ايشيدلې لږ مالګه او مرچ ور اچوو. بيا له دغو موادو څخه د يوې هګۍ په اندازه اخلو او په لاس كي يې لكه هګۍ داسي جوړوو او په دېګ كي يې اچوو. كه چيري كوفته په اوبو كي ايله شوه يوه دانه د هګۍ ژړ نور ور سره اضافه كوو. بيا نو دا ټوله كوفته په دغه ډول جوړوو كله چي پخې سوې بيا يې په پنجه يا كاچغه باندي د دېګ څخه را باسو او په صافي كي يې ايږدو تر څو اوبه يې وچي شي.
د كوفتې د ښايست لپاره څو لازم مواد :-
سره شوي ډوډۍ 12 ټوټگـې د روميانو رُب يو ګيلاس او يوه پخه سوې ژبه.ترتيب :- سره شوې ډوډۍ يا ساده ډوډۍ لومړى په دېش كي اوډو او پر سر يې كوفتې اوډو او بيا رُب پر كوفتو باندي اچوو او ژبه كوچنۍ ، كوچنۍ ټوټگـې كوو او پر سر يې ور اچوو او لږ ګشنيز يې پر سر ور ميده كوو. كه چيري ژبه نه وي هم پروا نه لري.
درست چرګ
لازم مواد :-
1- ژوندى چرګ يوه دانه 1250 ګرامه 2- مستې 250 ګرامه 3- غوړي 250 ګرامه 4- توره زيره د چايو يوه كاچغه 5 � سپينه زيره نيمه د چايو كاچغه 6- تور مرچ 6 دانې 7- لونـګ 12 دانې 8- لوې هېل 4 دانې 9- دار چيني يوه كوچنى ټوټه 10- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېگـدو ترتيب :-
چرګ حلال كړى او پاك يـې كړى په يخچال كي يـې د يخي په ځاى كي كښېږدى. 24 ساعته وروسته يـې را وباسى پرې يـې مينځى او په مستو كي لږ اوبه واچوى او ښه يـې ووهى مساله ميده كړى خو لونګ درست پرېږدى. دا ټوله مساله او درست لونـګ په مستو كي واچوى او ګډ يـې كړى. او وروسته غوړي يا كوچي ويلي كړى او په مستو كي يـې ګډ كړى اوس نو چرګ هم په مستو كي كښېږدى. چرګ ټوټه ټوټه كوى مه دغسي درست يـې په مستو كي كښېږدى او په كاچغه باندي يـې منځ او شا وخوا ټوله په مستو ولړى او په يوه لوښي يا دېګ كي يـې د دوو ساعتو لپاره كښېږدى. دوه ساعته وروسته دېګ پر يو داسي ضعيف اور باندي كښېږدى چي د مستو اوبه وچي سي او مساله پر غوړو راسي بيا يـې نو د اور څخه كښته كړئ.په ياد ولرى چي دا قسم چرګ سور كېدو ته ضرورت نه لري نه لومړى نه وروسته او نه يې مساله بايد ډېره وچه وي بس چي د مستو داوبو دوچيدو سره لږسورسي كفايت كوي.پدې ډول ساده درست چرګ تياردى. دى.
دوهم ډول ډك نسى درست چرګ
250 ګرامه مټر په اوبو كي واچوى او پاخه يې كړى. اته ټوټگـگې پټاټگـې و ايشوى او مالګه پر واچوى او وروسته يې په غوړو كي واچوى. بيا لږ پياز په غوړو كي واچوى او سره يې كړى وروسته تر سره كېدو يې بيرته را وباسى اوكښي يې ږدى چي ساړه سي. دوې دانې هګۍ و اېشوى بيا پياز په ګوتو كي وموږى چي ميده سي. اوس نو دغه ټوله شيان سره ګډ كړى او مالګه او مرچ ور واچوى او د چرګ نس ځني ډك كړى او په تار يې وګنډى بيا يې نو د لومړى درست چرګ په څېر په مستو كي اخته كړى او هغسي يې پوخ كړى.
دريم ډول درست چرګ
لازم مواد :-
چرګ يوه دانه ( 1250 ) ګرامه 2- اوږه يوه غوزه 3- پياز 125 ګرامه4- شونډ كوچنى ټوټه 5 - د ګشنيز تخم 40 ګرامه 6- لونـګ لس دانې 7- تور مرچ شپږ دانې 8 � شنه مرچك د ضرورت په اندازه 9- مالګه د ضرورت په اندازه 10- ميده شوې كوپړه 100 ګرامه 11- خشخاش 50 ګرامه 12- مستې 250 ګرامه 13- غوړي 250 ګرامه.
د پخېدو ترتيب :-
لومړى چرګ پاك كړى او تر 24 ساعتو پوري يې په يخچال كي كښېږدى. وروسته يې د اوږي او مالګي په اوبو كي واچوى. بيا يې ښه پرېمنځى او وچ يې كړى. ټوله مساله ميده كړى او په مستو كي يې ګډه كړى. بيا 125 ګرامه پياز په غوړو كي سره كړى. كله چي مو د غوړو څخه را و ايستل جلا جلا او شيندلي يې سره واچوى څو ښه وچ سي. بيا دغه پياز ميده كړى او په مستو كي يې واچوى. دا پياز مساله او مستې نيمي د چرګ په نس كي واچوى او نيمي د چرګ پر شا و خوا باندي واچوى او د نيم ساعت دپاره يې اخته كړى. وروسته څلور دانې لونـګ په سره كړو غوړو كي سره كړى او دوې، درې دانې كوچني هيل ور واچوى وروسته چرګ ور واچوى او ورو ورو يې سور كړى د سور كېدو وروسته د پخېدو په اندازه اوبه ور واچوى څو چرګ پكښي پوخ سي په پاي كي يې بيا په خپلوغوړو او مساله كي سور كړى او دېګ د اور څخه را كښته كړى.
څلورم ډول درست چرګ
لازم مواد :-
چرګ يوه دانه ( 1250 ګرامه ) 2- پياز 375 ګرامه 3- مستې 125 ګرامه 4- شونډ يوه كوچنۍ ټوټه 5 - د كټوي دارو دوې د چايو كاچغي 6- بادام 12 ګرامه 7- وچ انځر يوه دانه 8 - كشمش 12 ګرامه 9- ميده سوې كوپړه 24 ګرامه 10- د نخودو اوړه 48 ګرامه 11- خشخاش 6 ګرامه 12- لونګ څلور دانې 13- اوږه څلور دانې 14- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.د پخېدو ترتيب :- لومړى چرګ پاك كړى او تر 24 ساعتو يې په يخچال كي كښېږدى وروسته يې ښه پرېمنځى او په دېګ كي يې واچوى څلور دانې اوږه، څلور دانې لونـګ او لږ اوبه هم ور واچوى او پر خام اور باندي يې كښېږدى چي اوبه يې وچي سوې راكښته يې كړى. چرګ په يوه دېش كي كښيږدى چي سوړ سي بيا يې په ګوتو كي ښه وموږى وروسته پياز په غوړو كي سره كړى او را ويې باسى جلا جلا يې وشيندى څو ښه وچ شي بيا يې ميده كړى. اوس نو شونډ، پسته، بادام، كشمش، كوپړه، مرچ او مالګه سره ميده كړى او په مستو كي يې واچوى او چرګ پكښي واچوى او په مستو كي يې پټ او اخته كړى. بيا نو دوه دانې د كباب سيخان را واخلى او چرګ په وپييى او پر سكرو باندي يې كباب كړى كله چي ښه كباب شو وروسته بيا غوړي ښه سره كړى او لږ لږ پر چرګ باندي واچوى؛ داسي يې پر واچوى چي پر ځمكه باندي يې مساله او غوړي توي نه سي بلكي چرګ يې جذب كړي. كله چي كباب تيار سو بيا يې نو د سكرو څخه را كښته كړى او په دېش كي يې كښيږدى او شا و خوا ته يې روميان ووډى او را وا يې خلى.هيلۍ هم د چرګ په شان په هماغو موادو ډكيږي او هغسي پخيږي.
د چرګ غورمه
لازم مواد :
-1- ژوندى چرګ 1250 ګرامه 2- پياز دري دانې 3- اوږه كوچنۍ غوزه 4- شونډ لږ څه 5 - غوړي 250 ګرامه 6- مستې 65 ګرامه 7- توره زيره نيمه د چايو كاچغه 8 - سپينه زيره نيمه د چايو كاچغه 9- وچ ګشنيز نيمه د چايو كاچغه 10- تور مرچ شپږ دانې 11- لونګ شپږ دانې 12- دار چيني يوه كوچنى ټوټه 13- غټ هېل درې دانې 14- زعفران يو څه 15- كوچني هېل څلور دانې 16- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.د پخېدو ترتيب :- چرګ حلال او پاك كړى او كوچنى يا غټگـي ټوټگـې يې كړى او لږ تر لږه يې ( 24 ) ساعته په يخچال كي كښيږدى. پياز نازك نازك ميده كړى. اوږه او شونډ بېل بېل سره وكوټگـى او د لونـګ او دارچيني پرته نور ټوله شيان ميده كړى او كښې يې ږدى. غوړي ښه سره كړى او پياز ور واچوى چي سره شول را وې باسى او ميده يې كړى بيا پدې غوړو كي د چرګ ټوټگـې او درست لونـګ او دارچيني واچوى او لږ يې سره كړى. كله چي چرګ سور شو بيا مستې سره ووهى او ور وايې چوى او سره يې كړى تر څو د مستو اوبه پر مخ وچي سي بيا ميده اوږه او مالګه ور واچوى او درې څلور واره يې سره واړوى بيا شونډ ور واچوى او د دوو دقيقو لپاره يې بيا سره كړى او بيا ميده سوي پياز، سره مرچ او لږ رُب ور واچوى او د دوو دقيقو دپاره يې ولړى. بيا دونه اوبه ور واچوى چي غوښي پكښي پخې سي. بيا كوچني هېل او زعفران ميده كړى او ور وايې چوى او د پنځو دقيقو د پاره يې دم كړى. څو چي خوشبويې يې پورته سي او پر غوړو راسي او بيا يې د اور څخه را كښته كړى او په خوند خوند يې وخورى.
د چرګ كباب
لازم مواد :-
لازم مواد :-1- د چرګ چيچان يو يو كيلو دوه دانې 2- مستې 250 ګرامه 3- اوږه لس دانې 4- ګردي الغه (حلقه) سوي پټاټگـې 250 ګرامه 5 - شونډ كوچنى ټوټه 6- غوړي 250 ګرامه 7 � مالګه، مرچ د ضرورت په اندازه.د پخېدو ترتيب :- چرګان پاك كړى او 24 ساعته يې په يخچال كي كښېږدى. مالګه شونډ او اوږه سره كړى او په 125 ګرامو مستو كي يې واچوى او چرګ د يخچال څخه را و باسى او په دغو مستو كي يې اخته كړى او بيا يې د يوه ساعت لپاره په يخچال كي كښېږدى. تر يوه ساعت وروسته غوړي ښه سره كړى او چرګان ور واچوى او پر خام اور باندي يې سره كړى او پاته مستې لږ لږ ور اچوى كله چي لږ سره شول بيا الغه الغه پټاټگـې ور واچوى او پكښي سرې يې كړى. تر سره كېدو وروسته يې په لاس وګورى چي غوښي پخې دي كه نه؟ كه پخې نه وې لږ مرچ او يو ګيلاس اوبه ور واچوى چي غوښي پستې سي. كه پخې وي ضرورت نسته، دېګ را كښته كړى. دابه ډېر خوند ور اوښه سره كړي چرګان وي.
سور كړى چرګ په تازه مساله كي
لازم مواد :-
1- دوې دانې د چرګ چيچان چي يو يو كيلو وي پاك كړي او 24 ساعته يې په يخچال كي كښېږدى 2- مستې 250 ګرامه 3- اوږه دولس دانې 4- شونډ كوچنۍ ټوټه 5 - سره ثابت مرچ دولس دانې 6- تور مرچ دولس دانې 7- غوړي 250 ګرامه 8- كوچني ګردۍ ګردۍ پټاټگـې 250 ګرامه.د پخېدو ترتيب :- چرګ د يخچال څخه را وباسى او په پنجه يې ښه كښې كاږى. اوږه او شونډ ښه وكوټگـى، په 125 ګرامه مستو كي يې واچوى، مالګه هم ور واچوى او په چرګ باندي دغه مستې ښه ووهى او بيا يې دوهم ځل د يوه يا دوو ساعتو لپاره په يخچال كي كښېږدى. بيا چرګ په غوړو كي سور كړى او د سره كېدو په مهال لږ لږ مستې ور څڅوى. كله چي چرګ سور كېدوته نژدې سو بيا پټا ټگـې او شپږ دانې سره مرچك ور واچوى اوسره يې كړى ترڅو چرګ ښه سور سي. وروسته پاته سره مرچك او تور مرچ او لږ اوبه ور واچوى چي چرګ پكښي پوخ او اوبه يې وچي سي. بيا يې دم كړى څو دقيقې وروسته يې را كښته كړى.
انګريزي سور كړى چرګ
لازم مواد :-
1- ژوندى چرګ يوه دانه چي وزن يې يو كيلو وي 2- غوړي 250 ګرامه 3- تور مرچ 24 دانې 4- سركه نيمه پياله 5- شونډ كوچنۍ ټوټه 6- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه. د پخېدو ترتيب :- شونډ ، تور مرچ ، او مالګه سره ميده كړى. او په سركه كي يې واچوى. چرګ پاك كړى او څگـنـګه چي مو خوښه وي ټوټگـې ټوټگـې يې كړى يا يې درست كښيږدى. يوه پنجه را واخلى داسي يې په چرګ كي ووهى چي د چرګ غوښي سورى سورى سي. بيا نو پر چرګ باندي دغه مساله واچوى چي چرګ دننه او د باندي په مساله ولړل سي بيا يې په غوړو كي سور كړي، كله چي ښه سور سو اوبه يې وچي شوې بيا يې غوړي ځني ايسته كړى، دومره غوړي پكښي پرېږدى چي ستاسي خوښه وي. بيا يو څه اوبه ور واچوى څو چرګ پوخ سي كله چي چرګ پوخ سو بيا دغه چرګ په خپلو غوړو كي سور كړى او را كښته يې كړى. سور كړى چرګ تيار دى.
دوهم ډول سور كړى چرګ
لازم مواد :-1
- ژوندى چرګ يو كيلو 2- غوړي 275 ګرامه 3- توره او سپينه زيره نيمه د چايو كاچغه 4- هګۍ درې دانې 5- تور مرچ څلور دانې 6- لونګ شپږ دانې 7- وچ ګشنيز يوه د چايو كاچغه 8- تازه ګشنيز او نعناع يوه كوچنۍ دسته 9- شنه مرچك څلور دانې 10- اوږه څلور دانې 11- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :-
چرګ حلال كړى، پاك يې كړى او كوچنۍ كوچنۍ ټوټگـې يې كړى، په دېګ كي يې واچوى، نعناع ، ګشنيز ، اوږه ، مرچك او مالګه دا ټوله سره وكوټگـى او چكني ځني جوړ كړى. نوره مساله ټوله سره ميده كړى، لږ اوبه ور واچوى او كښې يې ږدى. چرګ ته دونه اوبه ور واچوى چي پكښي پوخ سي او اوبه يې وچي سي بيا هغه جوړ سوي چكني او څلور دانې لونـګ ور واچوى او پر اور يې كښيږدى چي چرګ ښه پوخ سي خو خوړين نه سي كله چي د مسالې اوبه وچي سوې را كښته يې كړى او د چرګ ټوټگـې په يوه لوښي كي كښيږدى چي سړې سي. اوس نو يوه پياله را واخلى درې دانې هكۍ پكښي ماتي كړى او ښه يې سره ووهى او ميده سوې مساله په ګډه كړى. مرچ او مالګه لږ ور واچوى چي چرګ ډېر تند او تيز نه سي. وروسته بيا په كړايې كي غوړي واچوى ښه يې سره كړى بيا د چرګ يوه يوه ټوټه په هګۍ كي وهي او په غوړو كي يې اچوى او لږ يې سره كوى وروسته تر سره كېدو يې په دېش يا غوري كي كښيږدى او را وايې خلى ډېر ښه، خوندور چرګ به وي.
متنجن چرګ
لازم مواد :-
1- ژوندى چرګ يو كيلو او 250 ګرامه
2- ورجي 750 ګرامه
3- غوړي 250 ګرامه
4- غټ ليمو دوې دانې
5- بوره نيم كيلو
6- زعفران د چايو دكاچغي څلورمه
7- شنه هيل اته دانې
8- بادام پنځوس دانې
9- كشميش پنځه ويشت دانې
10- پياز يوه غټه دانه
11- اوږه دولس دانې
12- خواږه ولني او د كټوي دارو چي سره واچوى يوه د چايو كاچغه
13- وچ ګشنيز يوه د چايو كاچغه
14- مالګه د ضرورت په اندازهد
پخيدو ترتيب :-
چرګ پاك كړى او ټوټگـې ټوټگـې يې كړى په دېګ كي يې واچوى او لږ اوبه او مالګه ور واچوى، بيا د خاصې يو پاك ټوكر را واخلى، پياز درې څلور ټوټگـې كړى، اوږه سپينه كړى او وچ ګشنيز او خواږه ولني په دغه ټگـوكره كي وتړى په دېګ كي يې واچوى او سر يې ور بند كړى او پر اور باندي يې كښېږدى څو چرګ پوخ سي كله چي پوخ سو او دوه ګيلاسه اوبه يې پاته سي دېګ را كښته كړى.اوس نو په يوه بل دېګ كي غوړي واچوى او هېل سپين كړى ور وايې چوى چي ښه سره سي بيا نو د چرګ ټوټگـې ور واچوى او ورو ورو يې سره كړى بيا د بورې څخه يوه پياله خټه شربت جوړ كړى او ور وايې چوى چي لږ و اېشېدل بيا خيشتې سوي ورجي د ليمو اوبه، كشميش او بادام ور واچوى كله چي ورجي دم سوې يعني اوبه يې وچي سوې بيا نو زعفران ور واچوى كه ورجي كلكي وې يو څه شيدې يا اوبه ور واچوى كه سمي وې نو ضرورت نسته او دم يې كړى. د دم كېدو په مهال د دېګ لاندي او سربېره اور بايد يو برابر وي نيم ساعت وروسته يې وګورى چي متنجن تيار دى او په دېش كي يې واچوى.
د حيدر آباد چرګ
لازم مواد:-
1- چرګ يو كيلو او 250 ګرامه 2- پياز 125 ګرامه 3- اوږه يوه غوزه 4- شونډ يوه كوچنۍ ټوټه 5- پپيتا يا شينكى يو څه 6- د كټوي دارو يوه د چايو كاچغه 7- غوړي 125 ګرامه 8- دال نيمه د چايو كاچغه 9- كوپړه دوې د چايو كاچغي 10- مستې 250 ګرامه 11- ميده سوي خشخاش دوې د چايو كاچغي 12- تازه ګشنيز د ضرورت په اندازه 13- مالګه، مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :-
چرګ پاك كړى او ټوټگـې ټوټگـې يې كړى. پپيتا يا شينكى ميده كړى او په غوښو يې ګډ كړى او د پنځلس يا شلو دقيقو دپاره يې كښېږدى. بيا په يوه دېګ كي غوړي واچوى او پياز سره كړى كله چي پياز سره سول چرګ ور واچوى او كرار كرار يې سور كړى. وروسته بيا ټوله ميده سوې مساله ور واچوى او سره يې كړى بيا مستې ور واچوى او په كاچغه يې لړى تر څو د مستو اوبه وچي سي وروسته بيا شنه مساله او د ليمو اوبه ور واچوى او دم يې كړى. كه مو ښوروا په كار وي نو لږ اوبه ور واچوى او د ليمو اوبه بيا وروسته ور واچوى او د څو دقيقو دپاره يې دم كړى.
سره كړې زركه
لازم مواد :-
1- زركه يوه دانه 2- اوږه اته دانې 3- وچ ګشنيز يوه د چايو كاچغه 4- سپينه زيره يوه د چايو كاچغه 5- د كټوي دارو يوه د چايو كاچغه 6- مستې250ګرامه 7- غوړي125ګرامه 8- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخېدو ترتيب :-
ټوله مساله سره ميده كړى مالګه او مرچ په ګډ كړى او مستو ته يې واچوى او ښه يې سره و وهى، بيا زركه پاكه كړى او پرې يې مينځى په مستو كي يې واچوى او په مساله يې ښه ولړى. دوه، درې ساعته يې دغسي په يخچال كي كښېږدى. بيا يې په يوه دېګ كي واچوى او پر اور باندي يې تر هغو چي مساله او د مستو اوبه وچيږي كښېږدى.يايې د بخار په دېګ كي واچوى، پخه يې كړى وروسته تر هغه يې بيا پنځه، شپږ ټوټگـې كړي په كړايې كي غوړي سره كړى او دغه ټوټگـې پكښي سرې كړى كله چي سرې سوې را وې باسى. ډېره خوندوره سره كړې زركه به وي.
يادونه :- تاسي كولاي سى چي زركه غورمه هم كړى، خو دزركي غوښي د سالن په ډول داسي خوندوري نه وي لكه سرې كړي چي خوندوري وي
سره كړي كركان
لازم مواد :-
1- كركان دولس داني 2- غوړي 125 ګرامه 3- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.د پخېدو ترتيب :- كركان پاك كړى او پرې يې مينځى. بيا مالګه ور واچوى او وې ايشوى. اوبه دومره ور واچوى چي كركان پاخه سي بيا يې را وباسى او كښې يې ږدى چي ساړه سي وروسته په كړايې كي غوړي واچوى او كركان پكښگـي سره كړى. كله چي بادامي رنګه سول را وې باسى ( ډېر يې مه سره كوى ).يادونه :- د كركانو څخه غورمه هم پخيږي او په مستو كي سالن هم ځني پخيږي خو سره كړى ښه خوند كوي.
درست سور كړى فيل مرغ لازم مواد :-
1- كوچنى فيل مرغ يوه دانه چي درې كيلو وي. 2- غوړي يا كوچي ( 300 ) ګرامه 3- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه. د پخېدو ترتيب :- فيل مرغ په ډېر ځير سره پاكوو، بيا غوړي يا كوچي په يوه غټ دېګ يا كړايې كي اچوو. بيا د فيل مرغ شا و خوا پكښي سره كوو، وروسته دوه ګيلاسه اوبه ور اچوو، لږ مالګه، مرچ ور اچوو او سر يې ور بندوو او پر خام اور باندي يې ايږدو څو فيل مرغ پوخ سي. كه چيري نه وي پوخ سوى لږ اوبه نوري ور اچوو. په پاي كي چي فيل مرغ پوخ سو بيا يې پر اور باندي ايږدو چي اوبه يې پر مخ وچي سي او په خپلو غوړو كي ښه سور سي. بيا يې په دېش كي ايږدو او د فيل مرغ پښې په مخصوصو كاغذو باندي ښايسته كوو. كه چيري امكان ولري يو څو د كاهو يا د كرم پاڼگـي يې هم شا و خوا ته اوډو.