Tuesday, 15 December 2009

پرافغانستان داکتوبراوومهدصليبي يرغل اته کلنه توره دوره

پرافغانستان داکتوبراوومهدصليبي يرغل اته کلنه توره دوره
سيد سعيد
اته (۸) کاله وړاندي دسپټمبرپر۱۱مه نیټه پرنیویارک اوواشنګټن دالوتکتښتونکودبریدونوڅخه سمدستي ان څودقیقې وروسته امریکایې ولسمشر (بش)د نوموړو بریدنو پړه پراسامه بن لادن چي هغه مهال یې په افغانستان کي دیومجاهد میلمه په توګه ژوندکاوه ور واچوله
.کوربه اسلامي امارت ته یې هم اخطارونه ورکړل ؛ چي ژرترژره بې" چون وچرااسامه امریکاته وسپاري ،کنه نو،کوربانه اومېلمانه دواړه به په نښه اوووژل سي اوحتی دټولي اسلامي نړۍ پرضدیې پراخه صلیبي جګړه اعلان کړه!!! .
پوښتنه داده چي امریکایې استخباراتودمتحده ایالاتوپه زړه کي دداډول لویوپیښومخه ونسوای نیولای،نوڅنګه یې بیاددې پیښي څخه څودقیقې وروسته دومره معلومات تر ګوته کړل چي ؛ددې حملوسرته رسونکي القاعده اوبن لادن دي .
لوستونکي پوهیږي چي اسامه بن لادن پرافغانستان دصلیبي یرغل یوه بهانه وه ،ځکه چي دافغانستان داسلامي امارت له لوري نړیوالوته واضح کړه سوه چي،که کوم هیوادد اسامه لخوا په افریقاامریکااویاکوم بل ځاي کي دبریدونودترسره کولوشواهدلري راوړاندي دي سي چي په افغانستان کي دننه اویاپه کوم بل دریم هیوادکي یې په یوه ازاده محاکمه کي عدلي تعقیب پیل کړو. اوددې څخه علاوه کله چي امارت په ۱۹۹۹زکال کي نړیوالوته په ډاګه کړه چي اسامه دافغانستان څخه وتلی اوکوم بل ځاي ته تللی دی . نودسپيني ماڼۍ چارواکو یې په غبرګون کي وویل : «زموږ اودطالبانوترمنځ په افغانستان کي یوازي داسامه دشتوالي پرسر ستونزه نه ده موجوده ، بلکي دښځوحقوق،دبیان ازادي ،مخده مواداو.....هغه څه دي چي لویدیځ په خاص ډول دامریکامتحده ایالاتوته یې خوراستري اندېښنې راولاړي کړي دي » .خوکله چي بیا اسلامي امارت دتاریاکودنه کرلوحکم صادرکړاوپه بشپړه توګه د افغانستان په«۹۵سلني »کي دتاریاکوکرل بندسول .پرځاي ددې چي نړیوالي ټولني مخصوصاغربي نړۍ اسلامي امارت په رسمیت پیژندلی واي اودافغان غریبوبزګرانوسره یې داصلاحي توخمونو،کیمیاوي سري ،ټکټرانو،بلدوزرانواونغدي پېسومرسته اوهمکاري کړی وای ،بلکي نوریې لاسیاسي اواقتصادي یوطرفه بندیزونه هم پر ولګول اوان داسلامي امارت ددغه نیک قدم په وړاندي یې تش یولفظي مثبت عکس العمل هم ونه ښود .
د غربي رسنیوپه حواله کله چي پخواني امریکایې ولسمشر(بیل کلینټن )بش ته واک سپارئ پر افغانستان یې دبریدپلان اومسوده هم ورته تسلیم کړه . دغه رازامریکایې مشهورلیکوال " باب وډ وارډ " دخپل کتاب بش اټ واردپنځم څپرکي په ۵۰مخ کي لیکي چي :د۲۰۰۱زکال دجولایې په میاشت کي دکارشناسانوجرګګۍ دیوه داسي جامع پلان دپلي کولومنظوري ورکړه چي ترمخه یې په بشپړه توګه دالقاعده شبکې دله منځه وړلوپریکړه سوې وه .په پلان کي دطالبانوپه خلاف له واک څخه دهغوی دراپرزېدولپاره دپوځي یرغل طرحه هم شامله وه.دسپټمبرپر۴مه نیټه ددغه پلان دپلي کولومنظوري ورکړه سوه اودسپټمبرپر۱۰مه نیټه دبش لخواهم دالقاعده اوطالبانوپر خلاف دپوځي عملیاتو پالیسي اوطرحه منظورسوه .
بله خوادهمدې سپټمبرپه وروستۍ لسیزه کي داسلامي امارت په نوښت دکابل په ښارکي ددې ستونزودحل په مقصد یوه بېړنۍ لویه جرګه دایره سوه چي ،دهیواددګوټ ګوټ څخه پوهانو،علما‌ؤاومشرانوګډون پکښي درلودی اوپه پایله کي یې دې پریکړي ته ورسیدل ،چي دافغانستان داسلامي امارت مشرتابه دي داسامه بن لادن څخه وغواړي چي ؛افغانستان پخپله خوښه پریږدي .خومتاسفانه چي دنړۍ دظلم اودهشت اتلانوددې مسئلې پرسوله ییزحل بېخي باورنه درلود ا وډیرژریې نړیوالوته خپلي دجنګ ، ظلم اوتیري کرغېړني اووحشي څېرې بربنډي کړې .
بالاخره د۲۰۰۱ زکال داکتوبرپر۷مه نیټه نړیوال صلیبي ټروریزم دسرلاري شیطان امریکاپه مشرتوب دافغانستان پرپاکه خاوره وحشیانه یرغل وکړاودافغانستان پرمظلوم ملت دهواڅخه دبي ۵۲ډوله الوتکو،دهندي سمندرګي څخه تومهاکروزاوپه داخل کي داجیروستمي اوګیلم جمي ملېشولخوا دسکروټوبارانونه اوریدل .هره ورځ دسلهاووشهیدوارواحوترڅنګ دبورومندوزګیرویو،دکونډوساندواودیتیموماشومانوکریږواوغلبلودعرش عظیم په لورپروازونه کول .بمبارونه ،کړاونه اوغمونه وو، لنډه داچي بېخي دغم سحنې دوینوویالې اودوطنوالوبې شمېره جنازې وې . دباوري سرچینو په قول وحشي یرغلګرو تردې دمه د« دووسوو زرو »څخه زیات ملکي افغانان شهیدان اوټپیان کړي اوتر یوملیون ډیریې دخپلوکورونوپرېښوولوته مجبور کړي دي .
ددې افغان وژني اواسلام ضد جګړې په دوران کي دیرغلګرولخوادجرمني په بن ښارکي دملي خائینانو، پېژندل سووقاتلانواوسګشویانوڅخه یوه ګډه اداره جوړه او دبهرڅخه پرافغانانو وتپل سوه دکارپوهانو اومؤرخینوله نظره دافغانستان په طول دتاریخ کي داډول پردۍ پاله اونااهله اداره نده رامنځته سوې چي ؛افغانستان ته یې په اقتصادي ،سیاسي ،علمي ،تاریخي اوفرهنګي ډګرونوکي داډول بېساري زیانونه وراړولي وي .اوس به په افغانستان کي دنړیوالي یرغلګري ټلوالي اودهغوی دملاتړوایمان پولورنکوافغانانو وکتابونودریابونو جرمونواو جنایاتوته لنډه اوسرسري کتنه وکړوکوم چي یې دډیموکراسۍ اوبیارغوني په نامه ترسره کړي دي .
افغانستان ،صليبي يرغل ،ډيموکراسي اوبيارغونه :
په تېرواتوکلنوکي دکابل ادارې اوخارجي یرغلګرو لخواپه ټول افغانستان کي حتی یوه فابریکه اویوداوبوبند هم جوړنکړای سوپرته دڅولارودپخولوڅخه هغه هم پداسي حال کي چي ؛دملیاردونوډالروبهرنیومرستوسربېره یې دافغان غریب ملت پراوږودپورونودرانه پېټي هم ورواچول اوفقروغربت دې حدته رسېدلی چي دافغانستان په تاریخ کي په لو مړي ځل خلګودیوې ګولې ډوډۍ پیداکولو په خاطر خپل اولادونه وپلورل خودپام وړداده چي ،دافغانستان اسلامي امارت پخپل کمزوري ځواک اواقتصاد دلویولارو جوړولواوداوبو اوبرېښنا دبندونورغولوته ملاتړلې وه؛دبېلګي په توګه یې دکابل-کندهارلویه لارچي په ډیرلنډوخت کي یې دکابل څخه ترغزني پوري جوړه کړه یادولای سواودغه رازیې دهلمنددکجکي بنداوبرېښنافعاله اوترلښکرګاه اوکندهار پو ري یې دبرېښنامزي وغځول اودهیوادوالوتیاره کورونه یې په برېښناښائسته اوروښانه کړل اوحتی دملګروملتونودیوطرفه ظالمانه بندیزونواوګڼواقتصادي ستونزوسره سره یې افغانستان ته یوه روپۍ پورهم رانه وړ .
صليبي يرغل ،ډيموکراسي اوارتداد:
په تېرواتوکلنوکي دنړۍ دګوټ ګوټ څخه وافغانستان ته دعیسوي مبلغینودجوپوچوپوراتګ اوومنسوخ عیسویت ته یې دبلني دپراخوهڅواوسفرونو شاهدان یو؛دبېلګې په توګه د۲۰۰۷په جولایې کي په غزني ولایت کي د۲۳تنوکویایې عیسوي مبلغینونیول کیدل ښوولای سواوددې ترڅنګ دارتدادپیښي هم خوراډیري دي دنمونې په ډول به دڅوهغویادونه وکړوچي ؛رسنیویې رپوټونه خپاره کړي دي لکه : دعلي نسب محقق،مرتد عبدالرحمن ، غوث ځلمی اوپروېز کامبخش ارتداد اوپه عوض کي یې لوړ امتیازات البته ډیري نوري داډول خواشنونکي واقعې سته په تأ سف سره چي چارواکواورسنیوتر ددې دمه دولس څخه پټي ساتلي دي .
صليبي يرغل ،ډيموکراسي اواخلاقي فساد:
په تېرواتوکلنوکي دصلیبي اشغالګرواو جنګسالارانو له لوري دافغاني پتمنومیرمنوپرعفت دجنسي تېریوپه زرهاووپیښي درج سوي دي اونه تنها دابلکي سپین ږیري اوآن « اته کلن » ماشومان هم ددوی دوحشت اوبربریت څخه خوندي نه دي پاته سوي .یوازي په دې وروستیو کي دهیواد په شمال کي په لسهاوودجنسي تېریوپیښي رامنځته سوي دي اوټولي یې په دولتي چوکاټ کي دداخلوافرادواوډلوټپلولخواترسوه سوي او په اصطلاح دملي اوردو اوملي پولیسوله لوري داډول جنایات ترسره سوي اوکیږي .
صليبي يرغل ،ډيموکراسي ،جسمي اوروحي ناروغۍ :
دغربي یرغلګري ډیموکراسۍ په راتګ سره ډیروروحي اوجسمی وژنکوناروغیوهم افغانستان ته مخه کړه ، داسي ناروغۍ چي دصلیبي یرغل څخه مخکي یې هیوادوال دنامه سره هم نااشناوو لکه :دایډز ناروغي ،په خواشينۍ سره چي دامهال یې په ډیري چټکۍ سره دناروغانو شمېر مخ پرزیاتېدودی ؛که څه هم دصحت عامې وزارت چارواکي "دایچ ،آئی ،وي "په وایروس دککړوافغانانوشمېرډیرکم ښیې ؛خوخپلواکوپلټونکو اداروتائیدکړې چي تر«دېرش زره »زیات افغانان پدې وایروس ککړدي .دغه رنګه هیوادوال دډول ډول رواني ناروغیوسره هم لاس اوګریوان دي ،دمثال په ډول به یې په ټول افغانستان اومخصوصا هرات کي دانجنوګڼي ځان سوځوني یادي کړو،ویل کیږي چي ،په تېرواتوکلنوکي یوازي په یاد سوي ولایت کي «دووسوو»انجونوځانونه سوځولي دي .
صليبي يرغل ،ډيموکراسي اومخدره مواد:
کله چي امیرالمؤمنین ملامحمدعمر "مجاهد" دیوفرمان په صادرولوسره دولس څخه دکوکنارودنه کرلوغوښتنه وکړه ،بې له ځنډ اوخنډ څخه یې ولس غوښتني ته لبېک ووایه اوپه ټول هیوادکي یې بیاان یوګل هم ونه لیدل سو؛خودډیموکراسۍ په راتلوسره دکوکناروکښت دهیوادزېب اوزینت وګرځېد اودشرابوبې شمېره کارخانې اومغازې هم جوړي سوې چي په سلهاوزره کسان یې په رازرازتباکونکونشواخته اومعتادکړل .
دکابل ادارې دمخدره موادوضدوزیرڅخه پوښتنه وسوه،چي طالبانوڅنګه وکولای سوای چي ؛په ټول هیوادکي تاریاک بند کړي تاسي هم هغه کړنلاره غوره کړئ چي په پایله کي به یې افغانان اونړیوال ددې زهرجن بوټي دتباهۍ څخه نجات ومومي .وزیرصاب پرځاي ددې چي اعتراف وکړي چي ،هغه خو(دافغانستان اسلامي امارت )دخلګودخوښي یوملي اوبشپړاسلامي حکومت ؤ،نوځکه یې، ولس ته هرفرمان اوحکم دقدروړؤاوعمل یې ورباندي کاوه ،په ډیري ناځوانۍ سره دولس په سترګوکي دخاورووراچولوناکامه هڅه وکړه او پرورزیاته یې کړه چي:" دطالبانونظام خویودیکتاتونظام ؤخلکویې له بېري امرونه منل اوس تاسي خبریاست چي افغانستان ته ډیموکراسي راغلې ده نوبنأموږپه زوراوجبرپر ولس څه نه سوتحمیلولای . "وزیرصاب په تجاهل عارفانه سره اویایې دحافظې دخوارځواکۍ له امله دپامه غورځولې وه چي ،ددوئ ډیموکرات رژیم اوزېږونکواشغالګرویې دکوکنارودکرلوپه جرم پرولسي خلګوڅومره بې رحمه بمبارۍ وکړې ،کلي اوکورونه یې وران کړل ،ښځي اوکوچنیان یې شهیدان کړل اودکېمیاوي موادوپه پاشلویې دباغونواوفصلونودتباهۍ ترڅنګ حیوانان اوانسانان هم په رازراز ناروغیواخته کړل .اوس که فرض کړوچي دطالبانوحکومت یودیکتاتونظام ؤ؛خوددې ډیموکرات رژیم څخه ډیر ځله ښه اوګټورځکه ؤچي ،لږترلږه خویې دافغانستان وجودته دحتمي تجزیې څخه خلاصون ورکړ اودیومستقیل خپلواک هیوادپه توګه یې سرتاسري امنیت اواسلامي شریعت پکښي تطبیق کړ.
په داسي حال کي چي په ګران هیوادافغانستان کي دنړیوال صلیبي ښکېلاک لخواپر روانه ملي تراژیدۍ اته کلونه اوړي بیا یې هم ددغه هیوادپه لراوبر کي دبمباریو،ورانیواووژنوګڼ شمېر رپوټونه خپریږي .خودنیکه مرغه چي ،دازادۍ ګټونکي مجاهد ولس ټولوورڼوقومونو(تاجک ،پښتون ،اوزبک ،هزاره ،پشه یې،ترکمن او..... اوږه پراوږه دخپلواکۍ اواسلامي نظام دحاکیمت په مقصد دنړیوال صلیبي استکبارپرضدملي پاڅون کړې اودکائیناتودپنځونکي ځواکمن څښتن (ج)په مرسته به انشا‌ء اﷲ ډیرژر دچنګېز،ګورګین ،انګرېزاوروس په څېراوسني یرغلګران هم دهیوادڅخه وتیښتي ته مجبور اوپه تاریخي ماتي اوشکست محکوم کړي . انشاءالله تعالی

No comments: