Monday, 14 December 2009

دامريکايي وحشت يوکرغېړن انځور

دامريکايي وحشت يوکرغېړن انځور
همدرد
2009.12.10

زه هرځل په تلو اوراتلوكې له دې عذاب څخه نشم تېرېداى ! ستاسې په حكم له ماسره ناوړه سلوك اوظلم كيږي !! زه دغه چلند به هيڅكله هېر نكړم ! قاضي وويل په محكمه كې ستا راتلوته اړتيا ده او دا ستاحق دى ! ته بايد ګډون ولرې ! نو هغې په ځواب كې كړل : تاسې زما دنوروحقوقو كله پروا ساتلې چې ددې حق راكولو پلوي مې كوې ؟!
درنو لوستوالو ! دامكالمه په امريكا كې دقيد مسلمانې مېرمنې ډاكټر عافيه صديقي اودامريكاد محكمې دقاضي ترمنځ شوې ! ډاكټر عافيه صديقي چې هركله په امريكا كې محكمې ته بيول كيږي نو لومړى دهغې پوره تلاشي اخيستل كيږي ! دامريكا پوليس په لوڅوي بيا هغه تلاشي كوي ، بيايې وروسته محكمې ته بوزي ! دنړۍ په هيڅ يوه هيواد كې داسې وحشي قانون نشته چې يوقيدي دې دتلاشي كولو لپاره لوڅ كړاى شي !! اوبيا په تېره چې هغه مېرمن وي !!؟ دانصاف په نوم دومره لوى وحشت تردې دمه دنړۍ دهيڅ يوه ظالم هيواد ددولت له لوري هم ندى اورېدل شوى ! امريكا په دروغو نړۍ كې دانصاف ناره پورته كړې ! كنه دخپلو ګټو په خاطر امريكي ټول مروج بشري قوانين په كراتومراتو ترپښو لاندې كړي ، امريكا په خوله دانصاف چېغي وهي خو په عمل كې هغه څه كوي چې هغه دانصاف اوعدالت څخه ښكاره سرغړونه ده ! امريكايان په خوله نړۍ كې دټولو خلكو ترمنځ دبرابروالي ناري وهي خو په عمل كې دنړۍ داديانو ترمنځ اوربلولو ته پوكى وهي ! اوس مهال لويديځ كې داسلام اومسلمانانو پرضد جارحانه هڅې اوكړنې عروج ته رسېدلى ! كله غربيان دڅپليو اوبوټانو لاندې دمسلمانانو دسترو اوددرناوي وړ شخصيتونو نومونه چاپوي ! كله دسپكاوي څخه ډك كارتونونه خپروي ! اوكله دعظيم الشان قرآن بېحرمتي كوي ! كه په وړاندې يې څوك دنارضايت اومخالفت غږ پورته كوي نو هغه سملاسي ترهګرنومول كيږي ! كله شراب خانې ( نعوذ بالله ) دبيت الله په طرز اوشكل باندې تعميروي او په دې سره دمسلمانانو زړونه ازاروي ! اوكله په مكه اومدينه باندې ديرغل ګواښونه كوي ! اوكله دالقدس دشهيدولو اوپرځاى يې دسليماني هيكل دجوړولو هڅه كوي ! اوكله دسلمان رشدي په څېر ملعون داسلام اومسلمانانو پرضد شيطاني ليكنوته لمسوي ! اوكله دتسليم نسرين په څېر بدبختو څخه داسلامي اقدارو اوسپكاوي لپاره كاراخلي اوكله بيا داسرانعماني په څېر ملعونه دامامت لپاره وړاندي كوي ! كله په ګوانتناموكې عظيم الشان قرآن كمودونو ته غورځوي او كله بياپه ابوغريب زندان كې په مسلمانوقيديانودنارو ظلمونو اووحشتونو باران كوي ! كله په اسلامي اخلاقو ، عقايدو اواقدارو پورې ملنډې اوټوكي ټكالي كوي اوكله ږيره اوشرعي حجاب دترهګرۍ نښه ګرځوي ! او ورباندې بنديزونه لګوي ! ديني ولولې اوجذبې قتلوي !
كله دمسلمانانو په لباس اوكاليوباندې نيوكې كوي اوكله بيا مسلمانان جبراً له دندو څخه شړي اوكله دمسلمانانودښمنانو ته ډالۍ انعامونه اوالقابونه وركوي دمسلمانانو په زخمونو مالګه شيندي !
كه دامريكادولسمشرله لوري دعيسويت دتبليغ لپاره ځانګړى صندق كېښودل كيږي او ورڅخه دعيسويت تبليغي اوتنصيري ډلوته 40 ارب ډالرو وركول كيږي ! نو هغه ميانه رو ګڼل كيږي ! خوكه څوك شتمن مسلمان دكومې مدرسې سره مرسته كوي ! يادمسلمانانو دټولنيزو چارو په سمون كې برخه اخلي هغه ته دميانه رو دښمن ويل كيږي ! دا توپير ولې كيږي ؟ ! ايا امريكا ددې لپاره چې خپله ټولنه ديني ، سخت دريځه ، اوپه خپل دين باندې ولاړه پاتي وي په ملياردو ډالرنه لګوي ؟ داكومه فلسفه ده كه دامريكا ولسمشر دعيسويت دترويج لپاره يوګام پورته كوي نو هغه ته ښه ويل كيږي ! كه كوم شتمن مسلمان داسلام دپراختيا اودعوت په لاره كې خپله پانګه اوپيسه لګوي نو سملاسي له هغه څخه پوښتنې اوپلټنې پيل كيږي ! هغه دتحقيق اوپلټنو په موخه دپوليسو له لوري نيول كيږي ! دهغه اړيكې دترهګرۍ سره تړل كيږي ! داكوم اوڅه ډول انصاف دي ؟ كه څوك هولو كاسټ باندي ليكنه وكړي ، هغه دنيولو اوقيدكولو حقدار ګڼل كيږي ! اوكه څوك ديونيم ارب مسلمانانو ته ددرناوي وړ شخصيتونو اولويانو سپكاوى كوي نو هغه ته امان وركول كيږي !!؟
په 1988 كې يهودو دشيطاني اياتونوپه نوم شر اچونكى كتاب چاپ كړ په ټول غرب كې وپيرل شو خوكله چې دمليزياپخواني صدراعظم مهاتير محمد دنړۍ د 523 نفوس يهودو پرضد څو الفاظ وويل نو اروپا اوامريكا په ګډه هغه ته ګواښونه وكړل داڅه ډول انصاف دى ؟ كه عيسويان دعيسويت دتبليغ لپاره يومليارد ته نږدې ويب پاڼې كاروي ! نو ښه كاردى ! خو كه مسلمانان څو سوه ويب پاڼې داسلام په پلوي اوننګه كې كاروي نو هغه تړل كيږي ! دهغوى ګډون لغوه كيږي ! په ابوغريب زندان كې كه وحشي امريكايان له مظومي فاطمې سره هره ورځ لس واره زنا كوي ! خو هيڅ باك نلري اونه ورباندې دبشري حقونو ساتندويه ټولنې غوغا كوي ! اوكه په سوات كې يوه دروغژنه ويډيو خپريږي چې په هغه كې يوه مېرمن په درو وهل كيږي نو ټوله نړۍ په سراخلي ، داسلام اومسلمانانو پرضد دناوړه تبليغ يوه لړۍ پيليږي ! اوكه په فرانسه كې پلارله خپلې لور سره زناكوي هغه ماشوم زيږوي ! څوكاله په قيدكې ساتل كيږي دهغه ددې عمل پرضد دهيڅ لوري څخه غږ پورته نشو ! كه دجرمني په ډكه محكمه كې دقاضي په وړاندې دمسلمانې مېرمن '' مروه الشربيني '' په څېر سپېڅلې اومعصومې باندې دچاقو 18 ګوزارونه كيږي ! اودهغې مېړه ټپي كوي ! په دې باندې دبشري حقوقوهيڅ كومې ټولنې غږ پورته نكړ چې داښه ونشول ...او بدوشول .. داسې كول دبشر له حقوقو سرغړونه ده ......! اوهم كه اسرائيل په غزه باندې شپه ورځ بمبارونه كوي څوك يې ترهګري نه بولي ...... اوكه حماس په مقابل كې پورته كيږي اسرائيل ګواښي نو ټوله نړۍ حماس ترهګر پېژني !! دا آخرڅه ډول انصاف دى ؟ كه يو عيسايي په خپل دين باندې عمل كوي نو هغه امن خوښوونكى دى ! اوكه يومسلمان پنځه وخته لمونځ كوي هغه ته ترهګرويل كيږي ! كه يوعيسايي خپلې عبادت خانې ته ځي نو هغه تشويقول كيږي اوملاتړ يې كيږي اوكه څوك مسلمان حج يا عمره وكړي هغه دترهګرو په لست كې شمېرل كيږي !
درنو لوستوالو داپورته داسې پوښتنې دي چې ددې ځواب له ټولې نړۍ اوپه خاصه توګه له اسلامي هيوادو سره نشته !! ولې چې هغوى ( مسلمان ) پخپله په دې ظلم اونارواوو كې دزبرځواكو هيوادو ملاتړي دي ! هغوى دهغوى دحكم اوفرمان لاندې دي ! هيڅ ډول ذهني اوجسماني ازادي نلري ! دمسلمانانو چارواكي اوواكمن دخپلې ارادې څښتنان ندي ! امريكا په نړۍ كې دامن سپېن څادرغړولى تردې لاندې خپل تور اهداف پلي كوي !
دامظلومه ډاكټره عافيه صديقي اوس مهال امريكاكې په يوه زندان كې دمظلوميت شپې سباكوي امريكايي محكمې اعلان كړى كه هغه تورن كړل شوه نو څلوېښت كاله قيد به ورباندي وخيژي ! عافيه محكمې ته دبيا غوښتنو له امله دوه پوزوته راغلي نو له دې وجې اړشوي چې دمحكمې قاضي ته يې وويل : زما په اړه چې هره پرېكړه كوي ژر يې وكړه ! هروار په تلو اوراتلو كي داذلت اورسوايي نشم زغملاى !
لوستوالو ! دادهغه هيواد محكمه اوعدالت دى كوم چې ځانته دبشري حقوقو ددفاع اوساتنې علمبردارهيوادو يې لعنت دې وي دبش دحقوقو په دې دفاع اوساتنه ! چې هروار قيدي محكمې ته راوستل كيږي اوبيا بيول كيږي دهغه تن لوڅ كړې تلاشي يې اخلي !اوبيا دستم له پاسه ستم داچې هغه دې يوه مسلمان مېرمن وي !! زه چې كله په دې پېښه سوچ كوم نو دزړه ويني مې خولې ته راشي اوله ځان سره داوايم چې دا آخرولې ...او دچا له لاسه ؟!!!

No comments: