د ولایت مقام او که د رشوت او خیانت مرکز؟
ګرانو هیوادوالو هسی خو د هلمند والی محمد ګلاب منګل په رسنیو کی د یوه کامیابه او په ولس مین والی په نامه را څرګندیژی، هره ورځ منګل صیب یو سړک پرانیستی وی هره ورځ منګل صیب یوی ولسوالي ته سفر کړی وی او د هغی ولسوالی د آزادیدو خبر ورکول کیږی. خو قدرمنو هیوادوالو دا هر څه فقط او فقط درواغ او د رسنیو په مخ کی دی . د رسنیو په مخ کی د یوه کامیابه والی اصلی څیره د هلمند ځوریدلی ولس ته ښه معلومه ده. او غواړمه تر څو ټول هیوادوال په دی خبر کړم چی ښاغلی منګل د هلمند او هلمندوالو سره هغه خیانتونه کړی چی څوک یی تصور هم نشی کولائ .ښاغلی منګل چی کله د لغمان ولایت څخه په لاریوننو وایستل سو او د هلمند ولایت ته راغی نو نوموړی په خپله لومړی وینا کی ویل چی کله چی زه په لغمان کی والی ووم هلته یوه جوړه بوټ په ۳ افغانی رنګیدل خو په هلمند کی یوه جوړه په ۱۰ افغانی رنګیږی نو ددی څخه معلومیږی چی په هلمند کی ډیری پیسی دی. او همدا خبره وه چی د هلمند ولایت په چور او چپاو یی شروع وکړه او په اول قدم کی یی ټول هغه پخوانی کمونیستان، پاپړ خرڅونکی، ساعت جوړونکی، پنچر لګونکی(ټایر مین)، سلمانان ، د موسیسو څخه د غلا په تور استل سوی کسان په ځان راټول کړل او د والی د سلاکارانو دندی یی وروسپارلی چی ټولیزه شمیره یی ۲۸ سلاکارانو ته رسیږی او د هر یوه سلاکار میاشتنی معاش ۲۵۰۰ امریکایی ډالره دی او په دی سربیره هر سلاکار۵۰۰ ډالره د دسترخوان او ۳۰۰ ډالره د تیلفون د مصرف لپاره تر لاسه کوی. ایا دا ډالرونه د ښاغلی منګل د کورڅخه راځی او که د مظلومو هلمندوالو حق دی؟ او نه یوازی دا بلکه ښاغلی منګل په هر ریاست کی هم یو یو سلاکار کشینولی چی تر ریس ډیر صلاحیت لری. نو په دی توګه صلاحیت د والی صیب د سلاکار او مسولیت د اداری د ریس دی. قدرمنو هیوادوالو اوس نو تاسی قضاوت وکړۍ چی دا په کوم قانون کی راغلی چی یو والی ۲۸ سلاکاران ولری او په هر ریاست کی د والی یو سلاکار ناست وی؟ګرانو لوستونکو موضوع یوازی په سلاکارانو نه خلاصیږی بلکه داسی نور ډیر خیانتونه دی چی یو یی هم د لښکرګاه څخه د ګرمسیر ولسوالی ته د غځیدلی سړک موضوع ده. په نوموړی سړک تقریباً ۴ میاشتی انجینرانو سروی وکړه بیا د مرکز کابل څخه ورته بودیجه مشخصه سوه چی ۹.۸ ملیونه ډالره وه. خبره تر قرارداده پوری ورسیده او د والی صیب د ملګرو شرکتونو څخه یوه شرکت ته ورکړل سوه او بیا والی صیب په خپل لاس دا پروژه پرانیستله خو د تعجب وړ خبره دا ده چی تر دوو میاشتو کار وروسته پروژه په ټپه ودریده او کله چی د سیمی اوسیدونکو د والی صیب نه پوښتنه وکړه نوموړی په ځواب کی وویل چی دا اصلاًً مرکز اشتباه کړی وه. او ښاغلی منګل یوه بله پروژه چی د ۴ ملیونه ډالرو په ارزښت د نادعلی ولسوالی ته د سړک جوړیدنه ده په دی پروژی پوری وتړله. او ویل یی چی اصلاًً د ګرمسیر د سړک پروژه هیڅ وجود نه درلود بلکه دا د نادعلی د سړک پروژه وه چی موږ اشتباهاًً د ګرمسیر په سړک شروع کړی وه.درنو لوستنکو ایا دا خبره امکان لری چی ۴ میاشتی انجینرانو سروی وکړه بیا د پروژی منظوری راغله او بیا قرارداد وشو او په دا ټولو مرکز اشتباه شوی وی. نو که رښتیا مرکز اشتباه شوی وی نو دا ۹.۸ میلیونه ډالره څه سوه.ښاغلی منګل په دغو ملینونو ډالرو موړ نه سو او بیا یی د (فوډ زون) په نامه پروژه پیل کړه چی په دی کی هم نوموړی تر خپل وسه خیانت وکړ. اول خو ښاغلی منګل او دده یوه سلاکار په عامه مجلسونو کی ویل چی دا پروژه د والی صیب ده او دا پیسی خپله د برتانیی ملکی ښاغلی منګل ته ورکړی او هم یی ټول صلاحیت د منګل صیب او دده د سلاکارانو وه چی پکی بی کیفیته غنم د بازار څخه من په ۶۵ افغانی رانیول کیده او بیا پلی کوونکی موسسی ته په ۱۲۵ افغانی یو من غنم ورکول کیدل چی په من کی ۶۰ افغانی د والی صیب او سلاکار جیب ته ولیدی او په مجموعی ډول ۴۰زره(څلویښت زره) مټرک ټنه غنم د بازار څڅه رانیول شول . استازو د غنمو د ټیټ کیفیت په هکله خپلی اندیښنی څرکندی او والی UNFAO که څه هم د کرهڼی د ریاست اوصیب یی په دی موضوع خبر کړ خو والی صیب په ځواب کی ددی پر ځای چی د غنمو کیفیت ښه کړی او یا هم مسول کسان مجازات کړی وویل چی دا پروژه زما ده او زه غواړم چی دا پروژه پلی شی او هر څوک چی پکی هر نوع خنډونه رامنځ ته کوی زه به هغه ګوانټنامو ته ولیږم. او پدی توګه د هغه ۱۲ ملیونه ډالره چی د غنمو د رانیولو لپاره مختص شوی وه ۶ ملیونه یی د والی صیب جیب ته ولاړی او خلګو ته بی کیفیته غنم ورسیدل چی هغه یی هم په دوا لړلی تر څو نه د خوراک شی او د کرلو خو د اوله سره نه وه. یوازی دا پیسی یی بس نه شوی نو یی د کیمیاوی سرو د بوجیو نه چی ۵۰ کیلو ګرامه وزن لری د هری یوی بوجی نه ۱۰ کیلوګرامه سره کمه کړه. د امراضو ضد دوا کی یی هم په لکاو ډالره جیب ته کړی. خو متعصفانه د والی صیب زړه لا هم نه شو یخ او بیا یی د ذکر شوو موادو په انتقال کی په لسګونه زره ډالره جیب ته کړل.اوس نو چی اولس ناری او سوری پورته کړی نو والی صیب یو څو بیګناه دولتی مامورین په زندان کی اچولی او هیڅوک نشته چی د هغو د برخلیک په هکله پوښتنه وکړی او والی صیب تر ګریوانه ونیسی چی ددغو بیګناه مامورینو جرم څه دی؟ او ولی په زندان کی دی؟د ښاغلی منګل د ناروا اعمالو یوه بله بیلګه دا ده چی نومړی اوس په هلمند کی نوی قانون رایستلی دی هغه دا چی د غیر حاضری په صورت کی دولتی مامورین بندیان کیږی حال دا چی د افغانستان اساسی قانون ۲۴ ماده د انسان د آزادی څخه په دفاع کی کاږی چی هیڅوک نشی کولای د یوه انسان آزادی صلب کړی او دولت مکلف دی چی د افغانستان د وګړو ازادی خوندی وساتی. خو د منګل صیب دا نوی قانون تر اساسی قانون هم با ارزښته او معتبر دی.دا پیسی خو د ښاغلی منګل هیڅ نه بسیږی نو یی د ښاروال صاحب د بریښنا د ریس او د ترانسپورت د ریس سره هم ونډه شریکه کړه او دا دری واړه نور ازاد دی چی هر څه کوی ودی کړی خو والی صیب ته دی پیسی را ټولوی.اوس نو که مخکی ښاروال صیب د مستریانو په دوکانو کی ۱۰ دوکانونه ځان ته غوښتل اوس نو ۳۰ غواړی ځکه د والی صیب او د معاون صیب ونډه هم باید ورکړل سی. مخکی که د ترانسپورت ریس د موټرانو څخه ۳۰ افغانی د یوه موټر پر سر اخیستی او ۵ یی دولت ته تحویلوی اوس به یوازی ۱ افغانی دولت ته تحولیږی او د موټر څخه به ۵۰ افغانی اخیستل کیږی. مخکی که د بریښنا ریس یوه کلی ته د بریښنا د غځولو لپاره ۲۵ لکه کلداری غوښتلی او نو تر ۵۰ لکه ښکته خبره هم نه کوی.قدرمنو هیوادوالو ددی لپاره چی د ګلاب منګل ټول خیانتونه ذکر شی ښایی یو مکمل کتاب ورځنی جوړ شی. اوس نو تاسی خپله قضاوت وکړۍ چی ګلاب منګل څومره کامیابه رشوت خور دی او آن اوس خو ځان د فساد پر ضد د مبارزی غړې هم ګنی.د هلمند ټول ولس د ښاغلی کرزی صاحب او د هغه د نوی کابینی څخه په ټینګه دا هیله لری تر څو هلمندوال دداسی یوه ظالم او خاین والی څخه خلاص او نوموړی هرو مرو محاکمه کړي .
هلمندوال

No comments:
Post a Comment