Tuesday, 22 December 2009

بنګ حبيب الله

د ښو ځوانانو تاريخي بېلګو ته لنډه كتنه

ښه ځوان د دو كلمو څخه جوړه سوې اصطلاح ده چي يو يې (ښه) او بل يې د (ځوان) كلمه ده، (ښه) هغه مفهوم دى چي د بد او يا ناوړه پر ضد او مقابل كي كارول كيږي او (ځوان) د نارينه تن له پاره د وړكتوب او سپين ږيري توب تر منځ د سن ټاكلي مرحله ده.په لغت كي د (ښه ځوان) اصطلاح مانا د يوه نارينه انسان د ظاهري څېرې ښكلا او وړتيا تعبير كيدلاي سي، چي په دې تعبير كي د نوموړي انسان څېره د هغه تر شخصيت او سيرت زيات مرجح شمېرل كيږي، مګر د (ښه ځوان) نوم د يوې منل سوي اصطلاح په توګه خپل ځان ته مانا لري چي د كندهار د سيمو خلګو ته بېله كومي توضيح او بيان څخه د پوهېدلو وړ ده.د تاريخ په اوږدو كي د (ښه ځوان) نوم د عيار، فتي،شبرو، كاكه، الوفته، پهلوان او نورو نومونو سره په يوه مانا ياد سوي چي هدف يې همدا (ښه ځوان) دى، د ښه ځوان د پېژندلو لپاره په بېلابېلو زمانو كي د زيات شمېر پوهانو او ليكوالانو له خوا ليكني سوي او د هغو د معرفي لپاره يې د خپل وخت هغه مميزات او مشخصات بيان كړي او ليكلي دي چي د هغو په وسيله يې (ښه ځوانان) پېژندل، د بېلګي په توګه په لغت نامه دهخدا كي د عيار پېژندنه داسي سوېده:شخصيكه جامه وسلاح مخصوص در جنګ همراه داشته باشد و مخفى كار ها بكند، مانند عمرو عيار(449:3) د سيستان تاريخ ليكوال په خپل اثر كي ليكي: (رجل عيار راكان كثيرالطوائف، ذكيا و حرب، اشخاص كارى و جلد و هوشيار را كه از طبقه عوام الناس مردم حامل الذكر بوده اند و در هنګامه ها و غوغا ها خود نمايى كرده يا در حروب جلدى و فراست به خرچ داده، عيار ناميده اند) (161:36).واعظ كاشفي په خپل اثر (فتوت نامه سلطانى) كي داسي ليكلي: (بدان كه علم فتوت علمى شريف است و شعبه است از علم تصوف و توحيد. . . مبدا فتوت را ابراهيم خليل الله است. . . و موضوع ان نفس انسان باشد. . . . بعضگى از ائيمه لغت بر ان اند كه فتوت جوانمردي باشد) (12_9،5)علامه حبيبي په خپله يوه مقاله كي د ښه ځوان تعريف او پېژندنه په لاندي ډول كړېده (ښه ځوان به اصطلاح كندهار بركسى اطلاق ميګردد كه احتياجات زنده ګى خود را از راه پيشه ورى و كديمنى بدست مى اورد، و انچه كمايي ميكرد در همان روز نثار ياران مينمود و براى فردا نه مى اندوخت، از صفات برجسته اين طائفه سخاوت و توكل بود، مردمى بود خوش پوش و سر شار وازاده، ولى متواضع و غيور با غربا كومك ميكردند و از اقويا پروايى نداشتند. . .) (10:2)د اوسني كندهار ښه ځوان د افغانستان د لرغونو پېړيو د پهلوانانو د منځنيو پېړيو د عيارانو او د اوسنيو پېړيو د ښه ځوانانو پرله پسې سلسله ده چي زموږ د هيواد په تاريخي او ټولنيزو پېښو كي يې د يوه خپل واكه ټولنيز نهاد په څېر د پاملرني وړ كار نامې لري او په ځانګړو كړو وړو سره يې د تاريخ بېلا بېل بابونه رنګين كړيدي. (112:3)زموږ په هيواد كي د پهلوانانو، عيارانو او ښه ځوانانو سلسلې د زمانې په بېلا بېلو مرحلو كي په يوه او بل نوم ياد كړل سوي دي، چي د نومونو دا بېلوالى په يقين سره د دې ډلو تر منځ د تفاوت او بېلتون مانا نه لري، ځكه چي دا نومونه د زمانې د غوښتنو له مخي ايښودل سوي دي او د بلي خوا د هغي زمانې د مقتضياتو پر بنا د هغو كړنلاره او يا دكړو وړو حدود ټاكل سوي دي.د ښه ځوانانو ډلو د تاريخ په اوږدو كي د زمانې اساسي اړتيا ته پاملرنه كړې ده او د هغو اړتياو په پام كي نيولو سره يې خپل اعمال او افعال تنظيم كړي او يا يې د هغو اړتياوو د تامين په خاطگر خپلي هڅي تر سره كړي دي، د ښه ځوانانو همدې ډلو كله د محلي او سيمه ايزو زور ګويانو او ظالمانو په وړاندي مقاومت كړى او كله هم په ټولنه كي د لوى مصيبت او بد بختۍ په وړاندي درېدلي دي، او بېله كومي طمعي او هيلي څخه يې په خپله خوښه حيرانوونكي هڅي تر سره كړي دي خاصتاً كله چي د هيواد د خپلواكۍ مساله رامنځ ته سوې ده، همدا ډلو د ټولو هيواد والو په مخكني صف د يرغلګرو په وړاندي جنګېدلي دي (91:10)ښه ځوانان چي په تېرو زمانو كي د ځوانمرد، شبرو، عيار او يا نورو په نومونو ياد سوي زموږ د ټولني د هغو خپلواكو ډلو غړي دي چي د ښه ځوان مقام ته د رسېدو له پاره يې زياتي ازمويني په بري تر سره كړي او په دې لاره كي يې د اردلي، يار مرحلې تيري كړي او بيا يې د ښه ځوان مقام ګټلي دي، د دې لپاره چي د ښه ځوانانو په هكله مو بشپړه پېژندنه او معلومات تر لاسه كړي وي، اړينه يې ګڼم چي په تاريخي متونو كي د ښه ځوانانو هغه مميزات او مشخصات په ګوته كړم چي د هغو په وسيله ښه ځوانان د هيواد د يوه ټولنيز قشر په توګه پېژندلاي سو.د قابوس نامي ليكوال ليكي چي:ځوان مردي دري اصله لري، لومړي دا چي د رښتيا خلاف و نه وايي، دويم دا چي څه چي وايي هغه وكړي او دريم دا چي شكيب او هوښيار اوسي. (246:1)او د همدې مطلب په دوام ليكي چي: (پوه شه چي ځوانمردي او عياري هغه وي چي لاندي خصلتونه ولري: يو دا چي زړه ور مېړنى او صابر وي، د هر كار په كولو كي صادق وي، پاك عورته او سپېڅلي زړه ولري، د نورو خلكو تاوان په خپلو ګټو ونه كړي، پر اسيرانو لاس پورته نه كړي، له بېچاره ګانو سره مرسته وكړي، څرنګه چي رښتيا واوري حق د خپله ځانه څخه وركړي، پر هغه دستر خوان چي ډوډۍ وخوري بد ونه كړي، د نيكۍ په بدل كي بدي ونه كړي.) (246:1)د ښه ځوان د ځانګړتياوو په هكله د سمك عيار اثر كي راغلي چي: (كله چي شهزاده خورشيد شاه د عيارانو د مشر كور ته پناه يووړه د هغه مشر څخه يې وپوښتل چي ځوانمردي څو حده لري؟ د عيارانو مشر وويل: چي د ځوانمردى حدود زيات دي خو زه يوازي د دوو يادونه كوم چي يو ډوډۍ وركول او بل راز ساتل دي) (1073:11).د سياست نامې نومي اثر ليكوال د عيارانو د يو مشر په هكله ليكي چي: (. . . بفرمود تا تره و ماهى و پياز چند بر طبق چو بين نهاده پيش اورند، انګاه فرمود تا رسول خليفه را در اورند و بنشاندند پس روى به سوي رسول كرد و ګفت: برو خليفه را بګوى كه من مرد رويين زاده ام و از پدر رويين ګرى اموخته ام و خوردن من نان جو و ماهى و تره و پياز بوده است، اين پادشاهى والات و ګنج از سر عيارى و شير مردى بدست اورده ام نه از ميراث پدر و نه از تو يافته ام، از پاى نه نشينم تا سر تو به مهديه نفريستم و خاندان ترا ويران نه كنم، تا اينكه ګفتم بكنم، يا به نان جوين و ماهى و تره باز شوم. . .) (19:2)د لطائف الطوائف ليكوال ليكي: (د حلب ښار يوه ښه ځوان د يوې غريبي كورنۍ سره د مرستي په خاطر د هغه ښار د يوه كاروان سراى څخه يو شمېر مالونه د يوه كوهي له لاري چي هلته يې نغم (نقب) رسولى وو غلا كړل، غلا شوي مالونه يې د كورنۍ د مشر په واك كي وركړل او خپله بيرته حلب ښار ته ولاړ، په سبا ورځ غوغا جوړه شوه او په دې تور يې د هغه كاروان سراى څوكيداران را ونيول او د عام ولس په وړاندي يې د هغو په وهلو ټكولو پيل وكړ، هغه يې ووهل خو څوكيداران چي له غلا خبر نه وه نو يې په ژړا او زاريو د غلا څخه انكار كاوه، په دې وخت كي هغه ښه ځوان راپېښ سو او وې ليدل چي د غلا په تور په ناحقه نور كسان تر وهلو لاندي دي، دا كار يې د خپلو اصولو څخه بېل وګاڼه او د خلكو په منځ كي يې خپل ږغ پورته كړ او وې ويل چي: اې خلكو! دا څوكيداران په غلا نه دي خبر دا غلا ماكړېده، او هم يې د غلا سوو شيانو ټوله نښاني وويل په دې كار يې د ټولو باور حاصل كړ او بيا يې وويل: چي دا ټوله شيان ما دې كوهي (څاه) ته اچولي دي او بيا يې وويل چي تاسي زما ملا په يوه رسۍ كلكه وتړئ او زه به د دې كوهي څخه ستاسي ټول شيان راوباسم، همداسي وسول د عيار ملا يې وتړله او كوهي ته يې وركښته كړ، ښه ځوان چي پخوا د همدې كوهي د نغم له لاري ټوله شيان وړي وو نو دا ځل يوازي په خپله كوهي ته كښته سو او پر خپله لار ولاړ حاضرينو چي يو دوه ساعته انتظار وايست خو د هغه احوال معلوم نه سو بيا يو بل تن كوهي ته كښته سو چي ګوري د كوهي په منځ كي يو نقب سته چي د هغه نقب له لاري هغه ځوان تللى و، د دې خبر په اورېدو ټولو خلكو وويل چي: صد آفرين، هم يې ساتونكي وژغورل او هم يې خپل ځان ته نجات وركړ.(136:18)د حبيب السير موْلف د خپلي زمانې د يوه عيار د ژوند يوه پېښه داسي ثبت كړې ده: (و يعقوب. . . در ان اوقات شبى نقب زد به خزانه درهم بن رافع كه به تقلب برسيستان استيلا يافته بود، رفت جوهر بيشمار و امتعه بسيار در هم بسته، بوقت بيرون امدن پايش بر چيزى خورد يعقوب انرا صلب شفاف يافته ګوهرى پنداشت و برداشت، جهت امتحان زبان بر ان زده، ان نمك نيشاپوري بوده، انګاه اورا غايت حق نمك پر اخذ اموال غالب امده و انچه باهم بسته بود ګذشته به منزل خود شتافت، علي الصباح خزانه چي متحير ګرديد و نزد درهم رفت و اورا بر صورت واقعه مطلع ګردانيد، درهم فرمود تا در شهر منادى كردند كه هر كس اين حركت كرده است به امن است و بايد كه به ملازمت بشتابد تا به انصاف و الطاف اختصاص يابد، و ليث صفار به دربار شهريار درهم امد و از وى سبب نه بردن اموال خزانه را سوال نمود جواب داد كه رعايت حق نمك از تصرف در ان جهان مانع امد. . . ) (345:6)د سمگك عيار نومي اثر ليكوال د خورشيد شاه د مردۍ په اړه ليكي: (خورشيد شاه دارويى بيهوشى در شراب معشوقه اش (ماه پرى) ريخته است شهزاده بر خاست تا كام خود را ګرفته برود، بار عنان خود را كشيده داشت سپس چون ماه پرى در مى يابد كه خورشيد شاه در جامه دختران به مطربى نزد او امده است با خود ميګويد: جوانمردى كارى فرمود كه من تنها در پيش وى افتاده بودم و در من نګاه نه كرد، با اين ګفته خورشيد شاه انصراف نمود. . .) (1075:11)د همدې اثر ليكوال په يو بل مطلب كي د سمك په اړوند ليكي چي يوه ورځ سمك عيار په يوه پېښه كي زخمي سو او د خپلو مخالفينو تر تعقيب لاندي و چي يو ملګري يې هغه د همدې كلي يوه طبيب ته په پټه بوتى، طبيب د سمك عيار تداوي په يو پټ ځاي كي كوله چي د هغه مخالفين را ورسېدل او د سمك پوښتنه يې وكړه خو طبيب د سمك د ځاى ويل او د هغه مخالفينو ته د هغه ځاى ښودل د فتوت او ميړاني خلاف وګڼل او د سمك پته يې وه نه ښوده، د سمك مخالفين چي پر طبيب بد ګمانه سوي وو نو يې هغه تر وهلو لاندي واچاوه، وايې چي په دې وخت كي طبيب تر وهلو لاندي وويل چي: (اى تن ترا بيش از چوب نخواهند زد مردى كن و خود را به دست چوب باز ده و اين راز را اشكار مه كن كه نا مردى باشد. . . اين را ګفت و تن در چوب داد جلاد اورا چوب ميزد تا چنان چوب زد كه هفت اندام او پاره پاره شد و خون روانه ګشت و زرند جراح به هيچ ګونه اقرار نه كرد و نياورد. . .) (911:11)شيخ عطار د ښه ځوانانو او عيارانو د ښه پېژندلو لپاره 72 مميزې يادي كړي چي دلته را نقلول به يې بگې ګټي نه وي (راستى، انديشه از بدى، يارى به ديګران ازادى از بند نفس، پاك داشت چشم و دامن، وفا، بخشيدن بر دوست و دشمن خواستن براى ديګران انچه براى خود ميخواهد، جان و دل بستن در راه كسى كه مهر بريده باشد، زبان را به ګفتن نيا موختن در روز خود را كمتر از مور دانستن، بر اوردن مراد نا مرادان، كردن كارى را نا ګفتن و كردن انچيزى كه از دست برايد، فرو خورى چشم، دل ازار نبودن، خويشتن بين نه بودن، برده بار بودن، نان دادن، زبان و دل يكى داشتن، از پس و پيش يكى بودن، نكر دن كار يكه ديدن و شنيدنش را نه شايد، از برده بارى دم نه زدن، راه پارسايى ورزيدن، تزويز نه كردن، رفتن به جايكه او را بخواند و اګر هم بيم جان باشد، دماغ از كبر خالى داشتن، متواضع بودن، از كبر دورى جستن، سخن نرم و تازه به اندازه ګفتن، راز دل به هر كس نه ګفتن، حسگد نه ورزيدن، به فرزند طمع نه داشتن، به جا اوردن هر ان چي بګويند، رياضت كشيدن، نا خوانده به جاى نه رفتن، به چشم شهوت به دوست نه نګريستن، كجبين نه بودن، خود كام نه بودن، به كام خود و به ضرر ديګران يك ګام نه ورداشتن، به اهل زمانه مروت كردن، مردم سخى را دوست داشتن، مدارا كردن به پيران و بخشودن بر جوانان، با دوست و دشمن لاف نه زدن، داد خلق دادن و دستګيرى كردن، به خود مغرور نه بودن، اداب نګهداشتن، با عزت بودن، نام كسى را جز به نيكى نه بردن، ګرد عصيان نه ګشتن، هواى نفس خود را شكستن، پير و جوان را چنان تر بيه كردن كه شرمساز نه شوند، نصيحت در نهان كردن، لباس خود را به هر نا سزا نه دادن، همه كس را مانند فرزند تربيت كردن، قناعت داشتن، به طاعت كوشيدن و ديندار بودن، پيرو و فرمان بودن، صبورى كردن، در نعمت شكر كشيدن، در محنت صبر كردن، بر مهمان شرين زبان بودن، تكلف از ميان برداشتن و هر چه باشد پيش اوردن، دلها را به احسان و كرم به دست اوردن، چون شمع در ميان جمعيت سوختن، ګفتار را با كردار راست داشتن، و درون را از كين پاك داشتن) (174:4).خوشال خان خټك په دستار نامه كي د يوه منلي شخصيت لپاره شل هنرونه او شل خصلتونه په لاندي ډول بيان كړيدي: ( باب اول مشتمل په شل هنره: د ځان معرفت، علم چي كسب او كمال باله شي، هنر د خط چي لازم او ملزوم د كسب او كمال دى، هنر د شعر چي هيرا د علم دي، تير اندازي، اب بازي، اسپ تازي، ښكار، شجاعت، سخاوت، ازدواج د معاشرت، د اولاد تربيت، د تاديب حزم او حشم، اسباب معيشت، زراعت او دهقانيت، تجارت، تحقيق د نصب، علم د موسيقي، سطرنج، تصوير د نقاشي دي)(باب د خصلتونو دي: مشورت، عزيمت، عدل او انصاف، توكل خوف او رجا، د ملك انتظام، همت، حلم، غيرت، حزم او احتياط او بيا ليكي چي حميده خصائل ډير دي كه دا هومره چي وكښل سوه واړه ونيسي لكه سترګي چي د چا د سواد وشي نور هر كتاب په خپله لولي په دا خصائل به هغه وفور خصلتونه بيا مومي) (5: 8_9)دا دي تر دې لنډو يادونو وروسته تاسي د هغي ليكني لوستلو ته رابولم چي د ښاغلي امين باوري په زيار ليكل سوې ده، په دې ليكنه كي ټول هغه مميزات او ځانګړتياوي چي په يوه منلي ښه ځوان كي بايد وي او يا په بله مانا ښه ځوان بايد هغه ځانګړتياوي ولري، د دې ليكني د قهرمان يا بنګ حبيب الله د شخصيت اصلي برخه جوړوي، هيله ده چي د لوستلو څخه يې خوند واخلئ

د پښتني كلتور و سپيڅلو دودونو ته په درنښت.
پوهنوال رسول باوري
ښه ځوان به خپل هوډ پري نږدي له لاسه
كه يې سر شي د خوني زمري تر زامه
خوشال خټك
بنګ حبيب الله
د لوى كندهار په كوڅه او بازار كلي او كور د ځوانانو د مجلس او ناستو ځايونو ګرمه او توده خبره د حبيب الله ماما يا بنګ حبيب الله د هغو كارنامو يادونه وه چي نوموړي د كندهار په ښار او شاوخوا كي تر سره كړي دي، ځوانانو بيله كوم رقابت او حسادت څخه د بنګ حبيب الله كيسې او كار نامې اورېدلې او همدا شان به يې ټكي په ټكي په بل مجلس كي اورولې. او په دې ډول به د ځوانانو مجالس ګرم او تاوده ساتل كېدل.صوفي مادريم (محمد رحيم) يو له هغو ځوانانو څخه و چي د بنګ حبيب الله كيسې به يې د ځوانانو د مجلسو اصلي موضوع ګرځولې.مادريم (محمد رحيم) به د بنګ هغه كيسې په خاصه مينه بيانولې چي د ميړاني غيرت او مهارت څرګندونه يې كوله، كله به د يوې پيښي هغه برخه پيل او دوام به يې وموند چي د حبيب الله ماما د غيرت لورى به يې څرګنداوه، او كله به بيا هغه كيسه پيل سوه چي د بنګ د ورځني مهارت څرګندونه يې كوله.د ژمي فصل لنډ مازيګر به د دنګانو (پاي كوب) په پيتاوي كي د صوفي مادريم مجلس پر ځوانانو لا زيات لنډ كړ،زيات شمېر ځوانان به د ورځي په اوږدو كي د بنګ په هكله د صوفي مادريم له خولې اورېدلي كيسې يو او بل ته كولې او كله نا كله به ځوانانو د بنګ حبيب الله د لنګوټې د تړلو نكل اورېدلى و هغه به د بنګ د لنګوټې په شان خپله لنګوټه تړله، او كوم ځوان ته به چي د بنګ د لاري تګ كيسه خوند وره سوې وه هغه به بيا د نورو ځوانانو په منځ كي د حبيب الله ماما په شان پر لار روانېدى، او چا به د حبيب الله ماما يوه بله كارنامه يادوله او په دې ترتيب به ځوانانو د ورځي زياته برخه په دې اميد او انتظار تېروله چي بيا به مازيګر صوفي مادريم (محمد رحيم) راشي او د حبيب الله ماما په هلكه به نوي او نوري كيسې وكړي.زما ياد دي چي د يوه ژمي څو ورځي د ځوانانو دا مجلسونه پاشلي او بې مزې ښكارېده، د دې بې خوندۍ سبب دا و چي صوفي مادريم كندهار ښار ته سفر كړى و نو ځكه به د مجلس پخوانۍ كيسې تاو را تاوكېدلې، او د حبيب الله ماما په اړه به نوې كيسه نه وه، خو له يوې اونۍ وروسته د ځوانانو دا مجلس بيا ګرم سو صوفي مادريم د كندهار د بنګ نوي او په زړه پوري كيسې او خبري راوړي وې.يوه ورځ د ځوانانو په دې مجلس كي پر صوفي مادريم سگربېره لنډ ور خداى نظر خان،مامد شاه خان (محمد شاه خان) استاد مد انور (محمد انور) كلك ماجتي (مسجدي) بسم الله جان او نور ځوانان ناست وو چي د حبيب الله ماما په اړه بحث لا ګرم سوى و، صوفي مادريم چي تازه له كندهاره راغلى و د حبيب الله ماما د نوو او حيرانوونكو كيسو څخه يې يوه ډېره جالبه داسي پيل كړه، وايې چي يو وخت ظاهر بابا كندهار ته راغلي و، د كندهار نائب الحكومه عبدالغني خان د هغه لپاره ډېر تياري نيولې وه، ډېر زيات خلګ د ظاهر بابا د ليدلو له پاره عيد ګاه دروازې ته راغلي وو، كله چي ظاهر بابا د سړك په منځ كي روان و زيات پوليس پر راګرځېدلي وو او خلګ به هغه ته د لاس وركولو په خاطر ور كيدلتاسي به اورېدلي وي چي هر څوك د پاچا مخ وويني پر هغه د دوږخ اور حرام دى، نو ځكه زيات بېروبار جوړ و او هر چا غوښتل چي سپين چرګ سي، په دې وخت كي چي د ظاهر بابا سپايانو (سپاه) د هغه د تګ لاره خلاصوله كه ګوري چي د دې زياتو خلګو په منځ او مخامخ خوا كي يوه بله لويه لاره خلاصيږي او خلګ بېله ځنډه يوه تن ته لاره وركوي چي د ظاهر بابا خواته ور سي.د خلكو په منځ كي يو تن چي منځنۍ ونه يې درلوده، د تور پاج لنګوټه يې تړلې، د ترخځو كالي او د ريبكاټ سدرۍ يې پر تن او چار اشه موچڼي يې په پښو او په كيڼ لاس كي يې د خپلي سدرۍ او لمني ښي خوا نيولې وه په ډير غرور را څرګند سو، په دې وخت كي ظاهر بابا د نايب الحكومه څخه پوښتنه وكړه چي دا څوك دى نايب الحكومه د ظاهر بابا غوږ ته ځان كړ او ورته يې وويل صيب دا بنګ دى د كندهار بنګ، ځني خلك ورته حبيب الله ماما هم وايي.وايي چي ظاهر بابا بيا وپوښتل چي هغه څه غواړي او ولي هغه ته خلكو داسي لار پرېيښېده؟ وايې چي بيا نايب الحكومه سر ور كى او وي ويل: زه هم نه پوهېږم بنګ خو داسي مجالسو ته نه راتلى او دا چي نن څنګه راغلى دى زه هم نه پوهېږم.په دې وخت كي حبيب الله ماما د ظاهر خان خواته ورغلى او په لوړ ږغ يې وويل چي: سلام عليكم (بس زياتره) ته زموږ ياچا يې زه يوه پوښتنه كوم بس زياتره چي كه چيري يو څوك ستا د پلار قبر خراب كي ته د هغه سړي سره څه كوې؟ ظاهر خان چي دا پوښتنه واورېده سمدلاسه يې ځواب وركى چي زه څوك نه پرېږدم چي زما د پلار قبر خراب كي وايي چي حبيب الله ماما په زوره زوره وخندل او بيا يې و ظاهر خان ته مخ واړاوه او ويې ويل چي اي زموږ پاچا دا لويه هديره چي ستا ښاروال يې غواړي خرابه كړي دا د كندهاريانو د پلار او نيكه هديره ده بس زياتره تا ته چي د خپل پلار قبر ګران دى، موږ ته هم زموږ پلرونه همداشان ګران دي او څوك نه پرېږدو چي زموږ د پلار او نيكه هديره ورانه كړي، خپل ښاروال ته ووايه چي زموږ د هديرې عزت وكړي بس زياتره.ظاهر بابا چي دا خبره واورېده نايب الحكومه ته يې مخ واړاوه او پوښتنه يې وكړه دا څه خبره ده؟ نايب الحكومه سمدستي ځواب وركړ چي صيب د كندهار ښاروالي غواړي چي دا ښار پراخ سي، او د نوي ښار نخښه (نقشه) پر همدې هديره راغلې ده په دې هكله څو ځله د كندهار خلګو او سپين ږيرو هم غوښتنه كړې وه خو د ښاروالۍ له خوا ورته منفي ځواب وركول سوي و دا دى نن بنګ هم همدا غوښتنه وكړه، په دې وخت كي ظاهر بابا امر وكى چي ښاروالي ته امر وكړي چي د نخشې لورى تغير كي، حبيب الله ماما چي كله دا امر واورېد نو بيا يې لاس د خداى په اماني په ډول پورته كړ او وې ويل زما همدا عرض و، اباد اوسې د خداى په امان، نو حبيب الله ماما په دې ډول د لويي هديرې د ورانېدو او بربادۍ مخه ونيوله.د صوفي مادريم دې كيسې ته ټول ناست ځوانان يو غوږ سوي او د صوفي مادريم خولې ته داسي ځير وو ته به وايې چي د نه هېرېدلو خبره اوري، په دې وخت مد انور (محمد انور) استاد د صوفي د خبرو په دوام وويل: هو هو څوك خو بنګ نه سي كېداي، د چا پلار هم نه سي كولاي چي و ظاهر بابا ته داسي خبره مخامخ او په مېړانه وكړي، هغه يو غيرتمن سړى دى او د غريبانو لاس نيوى كوي او د ظالمانو مخه نيسي، تاسي به اورېدلي وي او كه نه، وايي چي يوه ورځ د برو دروازې په يوه سماوار كي بنګ د څو نورو انډيوالانو سره ناست و چي نا پامه يو چار شانه ځوان چي غټه لنګوټه يې تړلې وه، د ترخزو كالي او د ريبكاټ سدرۍ يې اغوستې او چار اشه مچڼه يې په پښو وه سماوار ته راغى او د سماوارچي څخه يې پوښتنه وكړه چي وروره بنګ حبيب الله به دې نه وي په سترګو سوى؟ سماوارچي بېله ځنډه او په بې فكري ورته وويل چي هغه د ناستو خلكو په ميان كي يو بنګ دى، راغلي ځوان هم د ځوانانو پر خوا ورغى او د سلام وروسته يې وويل چي وروڼو په تاسي كي كوم يو حبيب الله دى؟ په دې وخت كي يوه تن وويل چي واليكم سلام، وروره ستا كوم حبيب الله په كار دى كه دي وچ حبيب الله په كار دى خو زه يم او كه بنګ غواړې نو خبره دي وكه، راغلي ځوان وويل چي يا هغه ستا بنګ غواړم، په دې وخت كي حبيب الله ماما مخ ورته راواړاوه او وې ويل چي وروره زه هم حبيب الله نومېږم خو ځيني خلګ لكه چي تا وويل ما په همدې نوم هم يادوي، وايه وروره چي زما سره دي څه كار و؟ هغه ځوان ورته وويل چي هو ستا سره مي كار دى وطن دي په اوازو ډك كړى او ته لكه بوم پټ ناست يې، زه راغلم چي درسره مالومه يې كړم، نور مي ستا د نومه خوا ګرځي، پوهېږي زياته زه غواړم چي يا ته يې او يا زه، په يوه وطن كي دوه اسمانه نه ځايېږي، ناستو ځوانانو د دې راغلي ځوان خبري تر حده تيري وليدې او په دې وخت كي د حبيب الله ماما يوه انډيوال هڅه وكړه چي راغلي ځوان ته د هغه د دې بې پروايي يو سپك درس وركړي چي د حبيب الله ماما ورته فكر سو او پر خپل انډيوال يې ږغ وكړ چي پام كوه دې ورور زما نوم اخستى، ته كرار كښېنه چي لاس ونه ښوروې، د حبيب الله ماما په دې ږغ د هغه ټول انډيوالان هل پك پاته سول او هيچا د هغه د امر خلاف كار ونه كړ هر يو پر خپل ځاي كښېناست او څار يې كاوه.حبيب الله ماما بيا راغى ځوان ته يې وويل چي وروره بس زياتره ما خو هيچا ته نه دې ويلي چي زما صفت وكړي په رښتيا چي دا مي ښه نه ايسي، خو ستا نوم زه نه پېژنم او تا زما نوم اورېدلى دى اوس ته خپل نوم ماته ووايه زه چي هر ځاى كښېنم ستا صفت به كوم او تا به يادوم چي ډېر ښه ځوان دى او له دې زيات كه بله كومه خبره لرې هغه هم راته ووايه چي هغسي وكړم، حبيب الله ماما لا خپله خبره نه وه خلاصه كړې چي راغلي ځوان په تند اواز وويل چي ډېر غور او پور مه كوه زياته بس را ولاړ سه چي دا اور پر لاس كښېږدو او نر او ښځه مالومه كړو كه تا ږغ وكړ بيا به ځان ته بنګ نه وايې او كه ما ږغ وكړ بيا به زه روْپ نه يم خپل نوم به اړوم او ښار به پرېږدم، راځه را ولاړ سه زياته بس.بنګ حيبب الله چي د دې ځوان دا خبري واورېدې وې ويل: روْپ جانه راځه كښېنه زه او ته څه بدي لرو زه ستا پر پل نه يم ختلى او ته زما، راځه د انډيوالۍ خبري وكړو بس زياتره ولي يو او بل سره ازار كړو په اور كي به زما او ستا د غوښو سوځول څه مړانه وي، دا هيڅ مړانه نه ده بس زياتره راځه خپلي توري او شنې وچښو.په دې وخت كي روْف جان د حبيب الله ماما لاس ونيوى او د سماوار د دروازې پر لور يې د بېولو هڅه وكړه او وې ويل: زويه زياته بس زه د مسخرو لپاره نه يم راغلى راځه راولاړ سه او بنګ يې د سماوار د دروازې په لور روان كړ، حبيب الله ماما هم د ځوان د حركت سره ور ولاړ سو او د دروازې خواته ورغى، په سماوار كي ناست خلك ټول هك پك دي چي اوس به څه پيښيږي وار په وار د ناستو خلګو د زړه دربى زياتېدى او په ځير يې د دې زور ازمايي سيل كاوه.بنګ او روْف جان دواړه د سماوار دروازې ته سول چي هلته د سماوار د چاينكو لپاره د سروسكروټو لمبې په پيك وهلو لاسرې سوي وې، اول روْف جان يوه لويه سكروته د اتشدان څخه را واخيسته او پر خپل لاس يې كښيښوده، بيا يې د حبيب الله ماما خواته په يوه مانا داره ډول وكتل او ورته وې ويل زويه زياته بس څه ته ګورې در واخله يوه سكروټه در واخله، فرق نه لري لويه وي كه كوچنۍ يوه خوښه كړه، په دې وخت كي حبيب الله ماما د خپل راسته لاس لستوڼى پورته كۍ چي پر لاس يې نور د اور ايښودلو ځاى نه وو، بيا يې د چپه لاس لستوڼى پورته كړ هغه لاس يې تر ها بل بد تر و بيا يې د روْف جان خواته وكتل چي ګويا د لاس پر كوم ځاى اور كښېږدي، په دې وخت كي بيا روْف جان ورته وويل څه راته ګورې زياته بس سكروټه در واخله،كه يې زور نه لري بس بيا رخصت يې.حبيب الله ماما چي دا تر خولې تيري او زياتي خبري واورېدې نو د اتشدان څنګ ته كښېناست او د سكروټو په خوړلو يې پيل وكى، يوه يوه سكروټه را اخلي او خولې ته يې اچوي او هره سكروټه تر غاښو لاندي داسي ژويي ته به وايې چي لانده كورت يې خولې ته اچولي دي، روْف جان چي دا حالت وليدى سمدستي يې د بنګ لاس ونيوى او په لوړ اواز يې وويل چي بس دى زياته بس نور ته بنګ يې او دا ښار زما څه پاته دى نوش جان دي سه ته پوهېږې او ستا ښار زه درڅه ولاړم. او بيا يې ناستو ځوانانو ته مخ ور وګرځاوه او و يې ويل چي يارانو كه چا په ښار كي د روْپ پوښتنه كوله ورته وواياست چي روْپ مات سو او ښار يې بنګ ته پرېښوى حبيب الله ماما چي د روْف جان خبري واورېدې دستي يې وانډيوالانو ته مخ واړاوه او وې ويل چي يارانو روْپ شين زمرى دى او په ښار كي د حكومتيانو څه نيولې تر نورو په دې ښار كي ژوند كوي دلته يو څو ګيډران هم شته چي د مخ نيوي لپاره يې زمري ته اړتيا ده دا غټ ښار ته يوازي موږ او تاسي دا څو كسه نه سو رسېدلاى موږ او تاسي به ټول ښار د ګيدړانو او داړيانو څه خلاصوو، زه غواړم چي روْپ جان زما خبره ومني او زموږ او ستاسي سره يو ځاى بس زياتره د غل او غدو لاسونه بند كړي، څنګه يارانو داغسي ده كه نه؟ د حبيب الله ماما ناستو يارانو ټولو په يوه ږغ وويل چي هو همداسي ده په دې وخت كي روْف جان د حبيب الله ماما لاس ونيوى او د اتشدان څخه يې راولاړ كى په خپله شمله يې د حبيب الله ماما خوله ور پاكوله چي ګوري د بنګ د يوې زامي خوا لويه تڼاكه سوه او وچاوده اوس هم چي سړى ورته وګوري د حبيب الله ماما د مخ يوه زامه په يوه لږ پوستكي پوښلې ده د خولې د ننه غوښه يې هغه وخت وسوځېده چي بيا جوړه نه سوه.د استا مد انور (محمد انور) خبري لا پاى ته نه وې رسېدلي چي مامد شاه خان (محمد شاه) ور ږغ كړه او وې ويل چي هو بنګ خو هم د ننګ سړى دى او هم د جنګ، هر څوك رښتيا هم د بنګ په ركم نه سي كېداى، كله چي مامد شاه خان غوښتل چي د حبيب الله ماما په اړه يوه بله نوې كيسه وكړي بسم الله جان د هغه خبري لنډي كړې او وې ويل، وايي چي بنګ د تور پاج لنګوټه تړي، د ترخځو كالي، د ريبكاټ سدرۍ او چار اشه مچڼي په پښو كوي دا مي هم اورېدلي چي هغه ډيري خبري هم نه كوي پر يوه ځاى چي كښېني تر څو چي بل كار نه وي ورپيدا سوى پر هماغه ځاى ناست وي، وايي چي كله ناكله د يارانو سره د چلم پر وخت خاندي خو ډېر لږ، ماته يوه كندهاري په برو دروازه كي وويل چي حبيب الله ماما هيڅ وخت خپل لمونځ نه قضا كوي او همېشه په اودس ګرځي د چا مال ته په تمه نه دى چي طلا پرته وي نه يې اخلي زيات وخت د شپې ګرځي او كله چي كوم ظالم وويني د هغه لاس نيسي او د مظلوم مرسته كوي، په لښته خورا ټينګ او داسي خردوم چلوي چي هر څوك يې توان نه لري، ظالمان خو څه كوې وايي چي حكومتيان هم ځان ځني چپوي.مامد شاه خان د بسم الله جان د خبرو په پاى كي د ناستو ځوانانو پام د لمانځه وخت ته واړاوه او وې ويل چي د حبيب الله ماما يو عادت د لمانځه ادا كول دي راځئ لمونځ وكړو، زه بيا تاسي ته د بنګ يوه داسي كيسه كوم چي تر اوسه چا نه وي اورېدلې، خو يو صوفي مادريم كه په خبر وي نسم ويلاى زما ګمان نورو به نه وي اورېدلې، ټول ناست ځوانان په دې هيله چي سبا به د مامد شاه خان څخه د حبيب الله ماما نوې كيسه واوري د لمانځه پر خوا روان سول.ورځي ورځي به د ځوانانو په مجلس كي د يوه او يا بل ځوان كيسه كېدله خو داسي ورځ به نه وه چي په مجلس كي به د حبيب الله ماما كيسه نه يادېده بيا خاصه چي په مجلس كي به صوفي مادريم ناست و، يوه ورځ ماجتي (مسجدي) ته ياد سول چي مامد شاه خان هم يوه ورځ د حبيب الله ماما د يوې نوي كيسې وعده كړې وه، په دې ورځ چي د ځوانانو مجلس بيا د صوفي مادريم په كيسو ګرم سوى و، ناڅاپه ماجتي پر مامد شاه خان ږغ وكى چي خانه تا خو هم د يوې كيسې وعده كړې وه خو بيا دي هېره كړه اوس به يې حتمي كوې، په دې وخت كي ټولو ځوانانو په يوه اواز وويل چي هو خانه، هو خانه نن به حتماً هغه كيسه كوې نن دي نه پرېږدو خامخا به هغه كيسه كوې مامد شاه خان چي كله دځوانانو مينه د حبيب الله ماما له كيسې سره وليده نو يې په يو خاص انداز وويل چي زما هېره ده تاسي كومه كيسه يادوئ؟ حبيب الله ماما خو ډيري كيسې لري، مامد شاه خان چي لا خپلي خبري نه وې خلاصي كړي بسم الله جان ور ږغ كړه هغه كيسه وكړه چي موږ تر اوسه نه ده اورېدلې، ښه هغه كيسه تاسي اورېدلې كه نه چي د يوې سارايي ښځي څخه يوه كيسه بر پيسي غلا كړي وې، په دې وخت كي يو شمېر كسانو وويل چي هو دا كيسه موږ اورېدلې ده، يوه بله كيسه وكړه يو نور شمېر چي د بوډۍ او كيسه بر كيسه نه وه اورېدلې، هغو بيا غوښتل چي همدا كيسه وكړي صوفي مادريم چي د مجلس حال دوه ګونى وليدى نو يې په څو لنډو جملو كي د همدې كيسې په اورولو پيل وكړ او په دې ترتيب يې مجلس ته بيا رنګ وركړ او وي وېل: چي دا كيسه خو څو واره دلته سوې ده ټوله ښار خبر دى چي يو وخت يوه سپين سرې ښځه كندهار ته د زوى د واده په خاطر د ځينو مالونو د رانيولو لپاره تللې وه هلته كيسه بر د هغې خواره كۍ څخه پيسې وهلي وې، او سپين سري په ژړا او نا امېدى د سړك پر غاړه ناسته او بد او رد يې ويل، په دې وخت كي حبيب الله ماما د هغه ځايه تېرېدى چي د ښځي ور فكر سو او په لوړ ږغ يې د حبيب الله ماما پر خوا ناره وكړه او وي ويل اې تاته وايم ګوره تاته وايم چي غټه لنګوټه دي تړلې ده بنګ حبيب الله چي تر خپل بغل وكتل يوه سپين سرې ښځه يې وليده چي ده ته ګوري او خبري كوي، بنګ ور وګرځېدى او له سپين سري څخه يې پوښتنه وكړه چي مور تا ماته څه ويل او كه. . . بنګ لا خپله خبره نه وه خلاصه كړې چي سپين سري ږغ وكى او ورته ويې ويل مور دي سر وخوره هو تاته وايم ته چي غټه لنګوټه دي تړلې ده، تاته وايم و شرمېږه ته هم ځان ته پښتون وايې غټه لنګوټه دي تړلې او كوږ كوږ ګرځې اود ښځو څخه په غلا سوو پيسو ځان ته كالي كوې او بيا داسي په خيال هم ګرځې، حبيب الله ماما چي د سپين سري په درد پوه سو نو لا ور نژدې سو او په حال د پوهېدو هڅه يې وكړه، بيا يې ورته وويل چي موري پېښه څه ده چي داسي راته دردېږې؟ سپين سرې داسي په غوصه وه چي ته به وايې چي همدا يې غل دي، د بنګ د خبري جواب يې په خبرو نه بلكي به تو كولو وركى مخامخ د حبيب الله ماما خواته ودرېده او پر مخ يې ناړي ور تو كړې، بنګ پوه سو چي كوم چا د سپين سري سره ناځواني كړېده، نو ځكه يې څه ونه ويل او بيا يې د هغې څخه پوښتنه وكړه چي موري ته راته ووايه چي څه پېښ سوي؟ زه خو په هيڅ نه يم خبر سپين سري جبيب الله ماما ته وويل چي ولي دي ځان ناګاره واچاوه زما پيسې دي جېب ته كړې او اوس پوښتنه هم كوې ما په څه خواريو او كبوتيو دا زر روپۍ زار مړي پيدا كړي وې او هغه هم تا را څخه غلا كړې وشرمېږه پخوا به ځوانانو د ښځو عزت كاوه خو اوس ځوانان د ښځو له جېبه پيسې غلا كوي او خپلو ځانو ته غټه لنګوټه رانيسي وشرمېږه دا لنګوټه نه ده دا پوړنى دى.سپين سري ښځي چي خپله خبره ورته وكړه حبيب الله ماما سمدستي د هغه دوكان مخ ته ورغى چي هغه سپين سرې ښځه هلته ناسته وه، دوكاندار ته يې وويل چي وروره زه حبيب الله نومېږم او په برو دروازه كي مي كور دي زما يو زر روپۍ په كار دي كه در سره وي په پور يې راكړه، زه تر هغه وخته دلته ستا سره ګرو كښېنم تر څو چي ستا زر روپۍ زما له كوره رارسيږي، دوكاندار چي د خپل دوكان په مخ كي د كندهار بنګ وليدۍ نو بېله ځڼده يې د خپل دخل څخه پيسې را وايستلې او يو څو پاته يې د خپل څنګ دوكاندار څخه واخيستلې او د حبيب الله ماما اړتيا يې پوره كړه، حبيب الله ماما د دوكاندار څخه پيسې واخيستې او هغه سپين سري ښځي ته يې ور كړې او ورته ويې ويل چي دا دي موري خپلي پيسې دي واخله وې شمېره چي پوره دي او كه نه؟ خو موري بس زياتره دوې خبري واوره اول خپل مال ټينګ ساته او دوهم هر ځوان غل مه بوله پښتانه هر وخت د خور پوړنى ور پر سر كوي خو كله نا كله يو ظالم هم پكښي پيدا كيږي.بوډۍ مور پيسې د حيرانتيا سره يو ځاى وشمېرلې او وې ويل چي، خير ووينې زويه اوس چي دي زما پيسې راكړې نور توبه وباسه دا غلا مه كوه خلګ به بدواوي درته كوي چي هم به دي دنيا او هم به دي اخيرت خراب سي، بنګ چي سپين سري ته پيسې وركړې او هغه يې رخصت كړه بيا بيرته هغه دوكان ته ورغى او دوو يارانو ته يې چي د همدې پيښي په وخت كي را پيدا سول وويل چي حقداده وروره ته او زمرى دواړه نن په ښار كي وګرځئ او شا او خوا ټولو بد سترګو ته وواياست چي د نن ورځي تر ماپښين لمانځه د مخه كه د دې كونډي خور پيسې را و نه رسېدې نو بيا به هغه سړى ګيله زما څه نه كوي بس زياتره، هر څه چي بيا ور پېښ سول ګناه به يې پر خپله غاړه وي، زمريه وروره ته هم بس زياتره د حقداد سره يو ځاى وګرځه هغه ببر لكيان خو ځيني پېژنې هغو ته هم خبر وركړه، ځئ ولاړ سئ او زه بيرته تر لمانځه دمخه بس زياتره دلته راځم او د همدې ورور په دوكان كي ناست يم، زموږ او ستاسي نښاني همدا دوكان دى.د ماپښين د لمانځه وخت رانژدې سو او حبيب الله ماما هم د هغه دوكان په لوري راغى،كله چي راورسېدى اول يې و دوكاندار ته سلام وكړ او بيا يې پوښتنه وكړه چي دوكانداره وروره ته خو به خوا بدى سوى نه يې چي زه لږ څه وځنډېدم دوكاندار ورته وويل چي يا حبيب الله ماما زه يوازي دې ته خوشاله وم چي كله به ته راسې چي زما په دوكان كي لږ مجلس وكړو ما د خدايه دا غوښتل چي يوه ورځ ستا سره پر كراره كښېنو او مجلس وكړو، ما نن ورځ ډوډۍ هم ستا له پاره ماتله (معطل) كړېده ښه سو چي راغلې بنګ د دوكاندار خبري لنډي كړې او وې ويل چي خداى دي خير دركړي زه پرېشانه وم بس زياتره چي تا به څنګه خيال كاوه چي دا حبيب الله خو ورك سو دا دى زه راغلم رښتيا ستا په دوكان كي خو به چا زما پوښتنه نه وي كړې؟ خو يوازي يو نفر چي په ځان لږ څه تيټ و دوه واره راغى او ستا پوښتنه يې وكړه او وې ويل چي وروسته به بيا هم راسي.دوكاندار او حبيب الله ماما لا د ډوډۍ په سمولو بوخت وو چي يو ځوان راغى او سلام يې واچاوه او د حبيب الله ماما سره يې ښه ګرمه ستړې مه سې وكړه دوكاندار ډوډۍ تياره كړه او حبيب الله ماما پر دې نوي راغلي ځوان هم ږغ وكړ چي راځه وروره څه چي تيار وي هغه د يار وي راځه چي ډوډۍ وخورو، مېلمه حبيب الله ماما ته وويل چي زه ډوډۍ نه خورم ستا سره مي لږ كار دى زه ځم.بنګ ورته وويل چي راځه وروره كارونه به خداى خير كړي، اول به ډوډۍ وخورو بيا به د كارونو غم كوو راځه.مېلمه هم را ولاړ سو له دوكاندار او بنګ سره يې يو ځاى ډوډۍ وخوړه چي ډوډۍ خلاصه سوه حبيب الله ماما لمانځه ته ولاړ سو، راغلي مېلمه بيا وويل چي حبيب الله ماما زما ستا سره لږ كار و چي دمخه تر لمانځه بايد ووايم، بنګ پوښتنه وكړه چي خداى دي خير كي څه پېښگه ده چي تلوار دي دى ووايه چي زه څه خدمت كولاى سم؟ مېلمه يې غوږ ته ځان نژدې كړ او پټ يې ورته وويل چي حبيب الله ماما نن سهار مي يو غلط كار كړى او راغلى يم چي خپل عذر وغواړم بنګ چي په خبره پوه سو نو ورته وې ويل چي ښه هغه ته يې، ولي دي بس زياتره دا د بېمانۍ كار ته ملا تړلې ده ته نه شرمېږې چي د سپيتاني په ډوډۍ دي ځان چاغ كړى، دا غريب خلك خولې تويوي او يو څو پيسې پيدا كوي خو ته هغه پيسې په نامردۍ كي ځني غلا كوې ولي دا كار كوې؟ بڼګ لا خبري نه وې خلاصي كړي چي راغلي سړي په عذر شروع وكړه او په پرله پسې زاريو يې عذر وغوښت، دوكاندار چي دا حال وليدى نو د حبيب الله ماما څخه يې د دې سړي د عذر منل وغوښتل، حبيب الله ماما وويل چي په يو ډول د ده غذر منم هغه دا چي دى توبه وباسي او بيا هيڅكله دې بې ننګه كار ته زړه ښه نه كړي، د همدې خبري سره سم راغلى سړى په توبو سو او وې ويل چي زما توبه ده بيا به هيڅ وخت داسي بد كار ونه كړم، بنګ په پاى كي ورته وويل چي ځه ورك سه چي دا تور مخ دي بيا و نه وينم، سړى چي له دروازې وتى د خپله جېبه يې نه سوه روپۍ راوايستې او دوكاندار ته يې وركړې او وې ويل چي سل روپۍ مي بايللي او نور دا دي سته كه غواړې چي را يې وړم نو د خوارۍ غريبۍ تر پيدا كېدو راته وګورئ د خداى په امان.مامد شاه خان چي د صوفي مادريم له خوا د پيل سوي كيسې لنډول غوښتل نو ږغ يې وكړ چي ګورئ د حبيب الله ماما امر پر ټول ښار چلېږي هر څوك د بنګ عزت او مراعات كوي، د كندهار په ښار كي د بنګ امر لكه د فرقې د قومندان امر داسي چليږي په دې وخت كي استاد مد انور د مامد شاه خان خبري ته پيوند وركړ او وې ويل ما خو تر اوسه د بنګ سره نه خبري كړي او نه مي ليدلي دي خو دا چي په رښتيا د كندهار ښه ځوان دى او ټوله يې مني كه زه هم د هغه امر واورم خامخا به يې منم او كه مي په بل چا زور ورسيږي هغه به هم خامخا مجبور كړم چي د حبيب الله ماما امر ته غاړه كښېږدي، او كه پوه سم چي غاړه نه ږدي نو خامخا به يې تر څټ نيسم او هغه ته به يې ورولم، مامد شاه خان د استاد مد انور خبره ونيوله او وې ويل چي هو هغه كيسه چي ما غوښتل تاسي ته يې وكړم را په ياد سوه راځئ چي اوس د ماښام لمونځ وكړو او بيا به سبا ان شاْالله دا كيسه درته وكړم.د سبا ورځي ماځگيګر ته د ځوانانو زياته تلوسه وه د ورځي كارونه يې په دې نيت چي نن ماځيګر د مامد شاه خان څخه د حبيب الله ماما نوې كيسه اوري ټول په ډگير شوق او خوند سره خلاص كړل او ماځيګر بيا د دنګانو پيتاوي ته را ټول سول د دنګانو پر پيتاوي د يو شمېر ځوانانو شالۍ هم غوړېدلي پرتې وې، ټولو ځوانانو د مامد شاه خان د راتلو لاره څارله، يو وخت د برنډو پر سر الله داد نورو ځوانانو ته ږغ كړ چي هغه دى مامد شاه خان راغى په دې ږغ ټولو ځوانانو خپل نيمګړي كارونه ژر ژر پوره كړل او د مامد شاه خان تر رارسېدو يې ځانونه له كاره بېغمه كړل،كله چي هغه راورسېدى ټولو په يوه ږغ وويل چي خانه نن به هغه كيسه نه هېروې هغه چي پرون دي وعده كړې وه، خان هم تر سلام او حال و احوال اخيستلو وروسته وويل چي هو نن به هغه كيسه كوم ما هم خپله وعده نه ده هېره كړې، خو نن پر دنګ د چا ورجي دي چي د شنو چايو تاوان هم ور دغاړي سي په دې وخت كي د صمد جان ورور وويل چي د چاي غم مه خورئ ما تياره چاى جوشه پر اور ايښې ده تاسي خپل بانډار تودكى زه چاى راوړم، مامد شاه خان چي دا بهانه هم وركه وليدله نو د صوفي مادريم څنګ ته نژدې يې خپل پټو غبرګ واچاوه او دمجلس لپاره يې ځان تيار كړ اول يې ځوانان د هغو د كارونو په خاطر وستايل چي خير يوسئ چي كارونه مو خلاص كړيدي كه نه بيا مشران خوا بد وي او وايي به چي د كار در ك مو نسته او د ښه ځوانۍ خبري خو هر يو په قاف او لام كوي، دا دى زه نن هغه كيسه كوم چي ما په كندهار كي د غونډ مشر صيب په كور كي اورېدلې ده.يوه ورځ زه د غونډ مشر صيب كورته تللى وم او هلته مي يو كندهارى وليدى چي په پخوا وختونو كي يې ډېري سختي ليدلي وې، د وهلو او ټكولو څخه بيا تر محبس او كوټه قلفۍ پورى د ښه ستر خانه بيا تر اوږدو مسافريو پوري د ملكي كارونو څخه بيا تر خواريو او مزدوريو پوري ټولي خانې تيري كړي وې، ويل چي يو وخت د سرپوزې د كلي نماينده و كور او دوكانونه يې درلودل يو وخت بيا د حكومت توري سو، بيا زندان ته تللى او له زندانه تر تښتېدو وروسته بيا د خپل كلي كور او بيا وروسته د كندهار د ښو ځوانانو سره په بانډارونو كي شپې او ورځي تيري كړيدي، خير نو د دې سړي سره مي د غونډ مشر صيب په كور كي شناخت وسو هغه ډېر خوږ ژبى سړى و، زه پوه نه سوم چي د غونډ مشر صيب او هغه ملګر توب څنګه پيدا سوى و، خو غونډ مشرصيب هغه ته په ډېره درنه سترګه كتل هره د جمعې شپه به هغه د غونډ مشر صيب كورته راتلى او په هغه شپه به غونډ مشر صيب هم د شپې تر ډېره وخته مجلس كاوه.يوه شپه يار ماد خان اكا (يار محمد خان) د روژې تر پېشلمي پوري داسي خوږ مجلس وكړ چي ټوله حيران پاته وو چي څنګه پېشلمي سو، يار محمد خان اكا د كندهار د بلوا خبري كولې هغه بلوا چي د كندهار ښار سېنما په كښي وسوځېده دوكانونه چور سول، ګاډيو او حكومتي موټرو ته اور واچول سو، او په كندهار كي زياتي خرابۍ وسوې نور يې څه كوې د حكومت او رعيت تر منځ تياره جګړه وه، يار ماد خان اكا دا كيسه داسي كوله ته به وايې چي همدا اوس هغه اړو دوړ روان دى،د كيسې په يوه برخه كي د حبيب الله ماما خبره هم راياده سوه او ويل يې چي د كندهار د بلوا څه څو ورځي وروسته د كندهار امنيي قومندان د كندهار ځيني نامتو مشران لكه قدوس خان باركزى صالح محمد خان پوپلزى او د كندهار سر زوره خلګ ونيول او بنديان يې كړل، خو د خان محمد خان په مشوره د ټولو مشرانو څخه بخښنه وغوښتل سوه او په دې ډول يې د بيا بغاوت د نه كولو ضمانت هم واخيستى او د كندهار ښار ټول مشران يې له بندي خانې څه ازاد كړل، خو په دې جمله كي يوازي حبيب الله ماما د نورو بنديانو څخه بيل سو او د سر مامور په امر د بنديخانې په يوه بله برخه كي پټ وساتل سو، نور ټول مشران او قومي سپين ږيري خپلو كورونو ته ورسېدل خو د حبيب الله ماما درك ورك سو د بنګ انډيوالان د نن او سبا به انتظار ناست وو خو حبيب الله ماما پسي ورك سو.وايي چي په سر ماموريت كي د څلورو ورځو كوټه قلفيو وروسته دكندهار دسر مامور په امر د هغه و شعبې ته وروستل سو، په دې وخت كي دكندهار د امنيې قومانداني او سرماموريت دواړه د يوه نفر په لاس كي وه چي په ظلم او زور يې په ډيرو خلګو كندهار خوشي كړى او يا يې د مات ږغ په كړى چي بيا د شرمه ښار ته نه دى راوتلى، زمان جان غېږ باز يې په پښو شل كى، په لالو ماما يې تر لښتو لاندي د مات ږغ وكى چي مجبوره سو كندهار خوشي كي، د بريت رحيم بريتونه يې په چور وشكول هغه هم د خپلو شونډو د بدرنګۍ په وجه د خپل كور بندي سو، او ډير نور ځوانان يې هم ژړ مخي كړي وو او دا ځل د كندهار بنګ په لاس ورغلى وايي چي د څو ورځو كوټه قلفيو وروسته د سر مامور په امر حبيب الله ماما د هغه دفتر ته ور وستل سو كله چي حبيب الله ماما دفتر ته ننوت سمدستي اكبر خان سر مامور ږغ پر وكړ چي ته دكندهار لچك ما پر اسمان غوښتې ته خداى پر مځكه په لاس راكړې، ستا مي اورېدلي وه چي ځانته يو څه وايې زه خو دي اوس وينم لكه موږك په كالو كي پټ يې، اوس به دې لكه چرګ پرو بال وباسم او چيغي به دي په برو دروازه كي سماوار چيان كاڼه كي، په دې وخت كي حبيب الله ماما د دفتر د دروازې خواته حركت وكړ چي اكبر خان بيا ور ږغ كړه چي چيري ځغلي تا خو تر وخت دمخه ځان خراب كړ حبيب الله ماما بيا هم دروازې ته نژدې سو او په ډېره چالاكي يې د دفتر دروازه د دننه د خوا وتړله او بيا يې اكبر خان ته وويل چي ګوره بس زياتره زما په مردي كي خو كندهار شك نه لري ته چي شك لرې تاته يې بايد وښيم چي زه نر يم كه ښځه، بيا يې لكه قهرېدلى زمرى د اكبر خان د ميز پر خوا ور ټوپ كړه او تر څو چي اكبر خان ځان پيدا كاوه حبيب الله ماما بيا د ميز پر سر ورته ولاړ و او د اكبر خان په ستوني كي يې منګلي ښخي كړي وې، اكبر خان چي په خپل عمر د داسي صحنې سره نه و مخامخ سوى حيران پاته و چي دا څه پېښ دي، اكبر خان چي د حبيب الله ماما ځواب ته منتظر و د حملې اميد يې هيڅ نه كاوه، نو ځكه يې دځان د دفاع واك هم له لاسه ووت، خو هغه هم غښتلى افسر و اول يې د ميز شاته ځاى خالي كړ او بيا يې د حبيب الله ماما سره د مقابلې تر څنګ د دروازې د خلاصولو هڅه وكړه، كله چي دروازه خلاصه سوه نو د دفتر حاضر باش په يوه ساه راغى او حبيب الله ماما يې د شا له خوا په غېږ كي ټينګ ونيو او د حاضر باش سره نور عسكر هم ملګري سول او حبيب الله ماما يې ځنځير پېچ او د اكبر خان په امر يې بيرته كوټه قلفۍ ته بوتى او ورته وې ويل چي هـر وخت ما وغوښت بيا يې را حاضر كړئ.د دفتر حاضر باش او نورو محافظينو هم د خپل امر په امر حبيب الله بيا د كوټه قلفي په لور روان كړ په دې ټيل ما ټيل كي حبيب الله ماما د اكبر خان په خوا مخ واړا وه او وې ويل چي ګوره نا ځوانه بيا د بل كندهاري په مخ كي د نر او ښځي خبره ونه كړې، زما خو لاس در و نه رسېدى كه د بل چا په مخ كي داسي خبره درڅه را ووزي بيا به تر ياسينه ونه رسېږې، زما خبره دي ستا په ياد وي هير يې نه كړي بس زياتره، نور دي چي څه په وسه وي هغه وكړه.حبيب الله ماما درې هفتې (اونۍ) پرله پسې په كوټه قلفي كي تيري كړې په يوه كوچنۍ كوټه كي چي لمر يې نه درلود او يوازي يې په ناستي د بيدېدو ځاى درلودى، فقط يو سهار او بل سهار به يې د اودس تازه كولو لپاره دباندي را وتلو ته پرېښودى هغه چي به د ورځي په سهار اودس تازه كړ بيا به يې تر ماخستن پوري په هغه اوداسه لمونځ كاوه، حبيب الله ماما بېله دې چي كوم شكايت وكړي په خورا مردۍ يې شپې ورځي تېر ولې.وايي چي درې هفتې تيري سوې خو حبيب الله ماما را مالوم نه سو د برو دروازې ځوانانو هره ورځ د يو او بل څخه پوښتنه كوله چي كه څوك د حبيب الله ماما حال او احوال ولري، ورځي زياتي تيري سوي خو د حبيب الله ماما خبر معلوم نه سو چي په پاي كي د برو دروازې يو څو تنو ځوانانو دي خوا او ها خوا پوښتني ګرويږني وكړې او په دې جريان كي درې هفتې تيري سوې، درېيمه هفته ښكاپر دروازې ته د حبيب الله ماما انډيوالان ورغلل او د لطيف جان چي بيا وروسته د (حاجي لطيف په نوم مشهور سو) سره يې د حبيب الله ماما د درو هفتو د يو مخ غيبېدو خبره وكړه لطيف جان په دې خبره اګاه و چي بنګ حبيب الله د دولت كسانو د كندهار د يو شمېر نورو مشرانو سره يو ځاى نيولى و، خو كله چي د وطن نور مشران خوشي سول د هغه په خيال نو بنګ هم خوشي سوى دى، خو داسي نه وه سوې خان ماد خان د وطن نور مشران خوشي كړي خو د حبيب الله ماما په حال څوك نه دي خبر سوي چي هغه ته څه پېښ سويدي.لطيف جان چي له حاله خبر سو نو بېله ځگنډه يې خپله سدرۍ پر اوږو كړه او د بنګ انډيوالانو ته يې وويل چي يارانو تاسي ولاړ سئ زه نن تاسي ته د بنګ د حال او احوال خبر برو دروازې ته راوړم زه ولاړم د خداى په امان.د بگنګ ياران د برو دروازې پر خوا ولاړل او په خورا بې صبرۍ سره يې د لطيف جان لاره څارله، د ماځيګر د لمانځه وخت و چي د برو دروازې په چوك كي د بنګ يارانو لطيف جان وليدى او يو تن په ځعاسته د لطيف جان خواته راغى اوهغه ته يې د بنګ د يارانو د ناستي ځاى ور وښودى، لطيف جان هم هغه سماوار ته راغى اود حبيب الله ماما انډيوالانو ته يې د خپل كار جريان ووايه، او هغه يې خبر كړل چي بنګ د سر مامور په خاص امر كوټه قلفه دى، او دا يې هم ورته وويل چي تاسي غم مه كوئ زه يې سبا ته غم خورم يا به را خلاص سي او يا به زه هم هلته ورسره كښېنم. د بنګ انډيوالان له يوې خوا بېغمه سول چي د هغه درك معلوم سو خو له بلې خوا يې انديښنې نوري هم زياتي سوې چي حبيب الله ماما يوه ډېر ظالم قومندان ته په لاس ورغلى دى، خو خير دي وي كه يوه لاره پيدا سي چي را خلاص سي او بيا د يارانو مجلس په رنګين او خوندور سي.وايي چي لطيف جان د كور پر خوا ولاړى او د حبيب الله ماما ياران په سما وار كي د چورتونو ټالو واخيستل، په دې وخت كي د مرجې صمد كاكو پر نورو يارانو ږغ وكړ او وې ويل چي يارانو لار په مزله لنډيږي د كندهار بنګ په سر ماموريت كي پروت دى او موږ لكه د ډيلي سوالګر چورتونه وهو په دې چورتونو دا لار نه لنډيږي، په دې وخت كي د منارې فيض الله وويل چي كاكو رښتيا وايي څه بندوبست دي په خيال راغى چي پر ورځو به، صمد كاكو بيا وويل چي زه خو وايم چي دا سر ماموريت خو دونه ليري نه دى راځ چي ورسو كه پوليسو زموږ بنګ خوشي كړ خو ښه خبره ده او كه نه بيا به نو د زوره كار واخلو او نا چاره يو چي مابس (محبس) به ماتوو، بيا كه حكومت موږ وژلو او كه يې بنديانولو هغه به بيا هغه وخت سره ګورو، څنګه يارانو بله خبره هم سته او كه نه؟ په دې وخت كي معلم راز مامد (راز محمد) وويل چي وايي چي وخت لكه سره زر زما په خيال دا اوس ښه وخت دى چي سرماموريت ته ورسو اول به د سر مامور عذر وكو او په دې وخت كي ور تلل به د هغو غرور پر ځاى كي او په دې ترتيب به زموږ كار هم نتيجه وركړي، خو كه يې ونه منل بيا به موږ خپل كار وكړو او بيا به مو نور كندهاريان نه ملامتوي چي پرون هغه پېښه وه او نن بيا تاسي دا را پېښگه كړه، او بله خبره هم دا ده چي دا اوس چي موږ او تاسي ور ورسېږو تر هغو به ماښام وي كه كش او كوك جوړ سو نو بيا به نورو خلكو ته تكليف نه وي يوازي موږ او سر ماموريت به سره كښېوزو، د معلم راز مامد خبري لا نه وې خلاصي سوي چي صمد كاكو ږغ وكړ چي ښه خبره ده نو يا الله او بسم الله.په سماوار كي ناست كسان ځوانان ټول را ولاړ سول په دې وخت كي غوثو كاكړ وويل چي يارانو وايي چي د پيشي په غېږ ورځې نو تهيه به د زمري نيسې څوك چي وسله لري نو را وادې خلي چي هر چا چي څه درلوده هغه يې له ځانه سره را واخيستله او ټول دوه دوه سول او د يو بل تر شاه پرله پسې روان سول، وايي چي غوثو كاكړ د ځوانانو د سر دوو نفرو ته ور چټك سو او هغه يې ودرول او ورته ويې ويل چي ګورئ يارانو دې خبري ته بايد په يوه خوله سو هغه دا چي كه يې خبره ومنله خو ښه كار دى د خپل يار سره به يو ځاى برو دروزاې ته راځو او كه خبره غړكه سوه نو داسي نه سي چي ټول پر يوه عسكر را واچوو او بيا نور عسكر راسي موږ لكه د ماپښين چگرګان يو يو تر پښي ونيسي او د حبيب الله ماما سره مو پښه په پښه كي، بيا به مو نو د خامۍ نارې تر ښار او كلي خپرې سي او د كلي كشر او مشر به راباندي خاندي او وايي به چي دا ګوره بنګ خو يې راخلاص نه كى چي نه كى، لايې نور هم بار ور دروند كى په دې وخت كي وروسته پاته ياران هم دوه دوه را ورسېدل او ودرېدل نو د پير پايمال عزيز جان و غوثو كاكړ ته وويل چي وايه غوثو ياره د پاى خبره دي وكه، غوثو بيا خبره واخيسته او وې ويل چي زه وايم كه خبره ونه منل سوه نو هر يو دي خپل ځان د يوه عسكر خواته نژدې كي او چي معلم يار د يا الله ږغ وكړي بيا نو هر څوك پوه سه او د هغه عسكر انډيوال ټولو وويل چي ښه خبره ده هو معلم راز مامد ږغ وكى چي ګورئ يارانو هر يو دي د ځان سيال عسكر وګوري او هغه ته دي ودريږي، د بنګ ياران بيا دوه دوه سول او د محبس پر خوا يې حركت وكړ.د ماځيګر او ماښام تر منځ وخت و چي د بنګ ياران سرماموريت ته ورسېدل او هلته ولاړ پيردار ته معلم ور نژدې سو او پوښتنه يې وكړه چي وروره نوكريوال څوك دى؟ عسكر وويل چي قومندان اعاشه نن نوكريوال دى. معلم بيا پوښتنه وكړه چي د نوكريوالۍ دفتر چيري دى؟ عسكر جواب وركړ چي خير دى د نوكريوالۍ له فتر سره مو څه كار دي؟ معلم ورته وويل چي موږ د بنګ ياران يو د نوكريوال صاحب سره ګورو، عسكر وويل چي تاسي دلته ودرېږئ زه به ورسم چي نوكريوال صاحب تاسي غواړي اوكه يا هو زه هغه ته څه ووايم چي څوك راغلي دي؟ د يارانو څخه يوه ږغ كړ ورته ووايه چي دسرپوزې جبار خان او دبنګ نور ياران دي، وايي چي عسكر ولاړى او نوكريوال ته يې دا خبر ورساوه، نوكريوال چي حسن خان نومېدى ژر يې عمومي قومندان اكبر خان ته تيلفوني خبر وركړ او د هغه څخه يې هدايت وغوښتى چي څه وكړي اكبر خان چي د كندهار د ځوانانو په راتګ خبر سو نو يې ورته وويل چي ټوله راغلي خلګ وساته او ورته ووايه چي زه اوس خبرو ته راځم.عسكر همدا خبره همداسي راغلو ځوانانو ته وكړه چي نوكريوال صاحب د امنيې قومندان سره خبري وكړې او هغه وويل چي زه اوس راځم تاسي ولاړ سئ په انتظار خانه كي كښېنئ، غوثو كاكړ يارانو ته مخ واړاوه او وې ويل چي، يارانو معلم او جبار خان دي ولاړ سي نور ياران به دلې ته شا او خوا ګرځو تر څو چي خبره ښكاره كيږي، ټولو خوښه كړه او دوه تنه انتظار خانې ته ولاړل او نور د سر ماموريت پر شا او خوا منتظر ولاړ وو، د يوه نيم ساعت وروسته د قومندان مگوټر راغى او سر ماموريت ته ننوت، ياران بيرته راټول او دوه دوه سر ماموريت ته ننوتل او له وعدې سره برابر هر يوه خپل ځاي پيدا كړ، په دې وخت كي اكبر خان د معلم راز ماد سره خبري كولې چي له دفتر څخه د خندا اواز راووت نورو يارانو داسي خيال وكړ چي خبره حل سوه نو هغو هم د يو او بل سره لاس وركړ او د بري په ډول يې يو او بل ته وخندل. يو ګړى وروسته د قومندان له دفتره معلم او جبار خان راووتل او پر صمد كاكو يې ږغ وكړ چي كاكو ته راسه موږ ته خو يې يوه بنده واچول ستا خيال څه دى، ياران راټول سول او خبري ته يې غوږ ونيوى معلم كيسه وكړه چي اكبر خان وايي چي بنګ زما په لاس راغلى دى زه يې په يوه شرط پريږدم چي هغه له دوو شيانو توبه وباسي يوه دا چي پر خپل سر چاته جزا ور نه كړي او بل دا چي نور دي ځان ته بنګ نه وايي، او قومندان وايي چي كه دا خبره ونه مني نو اول خو به يې زه تر وهلو لاندي مات كړم او بيا به يې لكه خيرو او ملا غفار په يوه تهمت و ځړوم، غوثو وويل چي زه خو وايم يارانو دا يوه خبره هم بگنګ ته د منلو نه ده معلم دي دا ځل بيا ورسي او ورته ودي وايي چي كه يې خوشي كوې خو ښه او كه يې نه منل نو بيا دي جبار خان يو دروند ټوخ وكي بيا نو هغه حال او هغه جال.معلم راز ماد او جبار بيا دفتر ته ننوتل او تر سلام وروسته معلم قومندان وويل چي قومندان صاحب دا دى موږ بيرته د يوې مشورې دپاره راغلو، ته خو د پاچا قومندان يې نن دلته او سبا هلته خو موږ د همدې ښار او كلي خلګ يو يا به مرو او يا به اوسو موږ د باندي د يارانو سره ستا خبره وكړه خو ټولو ته دا خبره نا شونې ښكاره سوه، اول خو بنګ زموږ د ښار د غيرت او مېړانې تاج دى او بل هغه ته خلګ بنګ وايي اوس كه څوك هغه ته ووايي چي ته ځان ته بنګ مه وايه هغه يې نه مني بيا چي خبره زور ته سي خو بيخي يې نه مني، نو موږ فيصله وكړه چي د بنګ دپاره چي هره جزا تا په زړه كي نېولې ده هغه جزا ماته راكړه خو هغه خوشي كړه، اكبر خان چي د بنګ خبرو سودايي كړى و د معلم راز ماد خبرو بيخي په غضب كړ او بيا يې جبار خان ته مخ واړاوه چي ښه جبار خانه ته څه وايې، معلم او بنګ خو زما سره پاته سول زه به د دوى سره جوړ سم، جبار خان په دې وخت كي معلم ته ځان نژدې كۍ او په غوږ كي يې ورته وويل چي معلمه زويه چالاكي به نه كوې چي زه يم نو تاته صبر دى، او بيا يې وويل چي قومندان صاحب زموږ د يارانو په منځ كي خو ټول ياران داسي پرله پسې خبري نه سي كولاي لكه معلم چي يې كوي، دا چي معلم وويل هغه د يارانو فيصله ده نو تاسي خپل عسكر ته وواياست چي بنګ ته اجازه وركړي چي خپل كورته ولاړ سي، تر هغه وروسته به معلم زموږ يارانو ته زيرى ور كړي هغوى به هم خپلو كورو ته ولاړ سي زه ستا هري جزا ته حاضگر او اماده كښينم، نو اول كار ستاسو دى دوهم اجرات زموږ.قومندان چي دا دواړه تر خپل حد تېر وګڼل نو يې ورته وويل چي ښه نو تاسي دواړه غواړئ د هغه پر ځاى جزا ووينئ نو تاسي دواړه سر له اوسه زما بنديان ياست اول به زه تاسي ته وښيم چي د بل پر ځاى جزا غوښتل څه مانا لري بيا به د هغه سره ګورم، جبار خان ورته وويل چي نه قومندان صاحب موږ دواړه نه يو زموږ يارانو يوازي زما فيصله كړې ده معلم نه دى، ته بنګ خوشي كه زه دلته يم په عين حال كي يې و معلم ته وكتل او په كراره يې ورته وويل چي كه په خبره پوهېږې نوهمدا ده ځه ولاړ سه او يارانو ته ووايه چي زما او قومندان صاحب تر منځ فيصله وسوه هغه بنګ خوشي كوي او زه يوه دوي ورځي په ضمانت ناست يم خو ګوره چي دا خبره بل ځاى او يا د نورو يارانو سره وه نه كړې كه ما واورېدل نو دا به ستا لويه نامردي وي، ځه ورسه او يارانو ته ووايه چي خبره حل سوه، معلم لا خبري نه وې شروع كړي چي قومندان ور ږغ كړه او ورته وې ويل چي ورسه يارانو ته دي چي هر څه وايې ووايه خو ته به نه تښتې زه چي ستاسي ياغي بڼكي ونه باسم نه مو پرېږدم.
د جبار خان په وينا معلم له دفتره راووت او يارانو ته يې وويل چي يارانو خبره خللاصه سول، زه او جبار خان دلته يو، تاسي ولاړ سئ قومندان صاحب وويل چي زه حبيب الله ماما خوشي كوم ماته جبار خان وويل چي تاسي ته خبر در كړم چي تاسي ولاړ سئ، بيا صمد كاكو وويل چي بنګ به نو كله راخلاص كي؟ معلم چي د روان حال بيان نه سو كولاى نو يې ځان ناګمانه واچاوه او ويې ويل چي ګورئ يارانو دا چي هغه څه وخت خلاصيږي څه يې كوئ اوس زه او جبار خان دواړه د ضامن په رقم ناست يو قومندان وويل چي بنګ خوشي كوي اوس تاسي ولاړ سئ بيا به موږ خبر دروړو چي خبره څنګه سوه اوس تاسي ولاړ سئ. د بنګ نور ياران د معلم او جبار خان په خبره د سر ماموريت څخه ولاړل او جبار او معلم راز ماد دواړه د قومندان په دفتر كي پاته سول.قومندان چي له يوې خوا پر بنګ په غضب و له بلې خوا د بنګ له داسي انډيوالانو سره مخ سو چي هر يوه يې تر بل تيري كوي قومندان هم د دفتر نوكريوال ته امر وكړ چي شكور چپه دست راولي، شكور چپه دست راغى او هغه پوهېدى چي په دې وخت كي يې قومندان د څه دپاره غواړي، نو د خپل راتګ سره يو ځاي يې يو بار د انارو لښتي له ځانه سره راوړې او حاضگر سو، قومندان امر وكړ چي شكوره بچو، دوى ضرب خانې ته كه، هر وخت چي په ژړا يې ستا زړه وسوځېدى بيا نو ما په خبر كړه، تر هغه يې ډبوه چي كالي يې لانده او ژړ سي.شكور چپه دست هم دا څو هفتې وهل نه وه كړي نو اول خو منتظر و چي پر بنګ به زړه خالي كي، خو تر بنګ دمخه د هغه د يارانو سره مخ سو اول يې جبار خان او معلم سره بېل كړل يو يې يوې كوټې ته او بل يې بلې كوټې ته بوتلى او هلته يې د دواړو سدرۍ او لنګوټې ځني خلاصي كړلې او په يوه يوه جوړه نازكو كالو سره يې په نوبت كړل، اول يې راز مامد معلم د وهلو هغه مخصوص دهلېز ته را وست چي هلته قومندان او نوكريوال دواړو خپلې چوكۍ ايښي وې، كله چي معلم يې راوست نو قومندان و معلم ته وويل چي دا اوس لا سر، وخت دى كولاى سې چي خپله خبره واخلې او ځان له وهلو څخه بېغمه كړې او كه مي يو ځل د عسكر لاس درباندي پورته سو بيا دي په توبه هم نه پرېږدم، معلم په ډېري ارامۍ سره جواب وركړ چي، قومندان صاحب زه پر خپله وعده ولاړ يم خو ته هم بايد پر خپله وعده ودرېږې، او يو بل خواهش مي دا دى چي جبار خان په عمر پوخ سړى دى زه غواړم چي د بنګ او جبار خان د دواړو جزا ګاڼي ماته راكړې. قومندان چي معلم لا تېز وليدى نو يې و شكور چپه دست ته امر وكړ چي شكوره بچو، را چپه يې كړه او داسي غر غړې په وكړه چي د كندهار لوى او كوچني يې ټوله واوري.معلم د قومندان د امر سره سم دوو عسكرو د شا پر تخته پرېيست او پښې يې په رسۍ ور وتړلې او وهل شروع سول د انار غبرګي لښتي په توبت د دوو خواو پر پښوو داسي په شړق لګېدلې ته به وايې چي پر خټو مښلي، قومندان په دې انتظار دى چي اوس به د معلم ږغ پورته سي، او اوس به يې ږغ پورته سي، خو لښتي يو په بل پسي ماتېدلې ولي د معلم ږغ نسته، ښه ډير وخت وروسته نوكريوال ولاړ سو او د شكور چپه دست خواته ورغى او پوښتنه يې ځني وكړه چي هلكه تاسي دا معلم وهئ خو د هغه ږغ نسته تاسي يې وګورئ هغه به بېسده وي خو پخوا تر دې چي شكور جواب وركړي معلم ږغ پر وكړ چي نوكريوال صاحب ستا په دې څلورويشت ساعته نوكري كي خو نه بېسده كېږم ته بېغمه خپلي شنې او توري چښه، نوكريوال د قومندان خواته وكتل چي ګويا چي نوې خبره يې اورېدلې ده خو قومندان ورته وويل چي راځه نوكريوال صاحب تا يې ډير وختي احوال واخيستى دا خو كندهاريان دي عادي ځوانان يې لا په دومره وهلو ږغ نه كوي دا خو لا ځان ته يو څه وايې راځه كښېنه كه دي سطرنج ته زړه كېږي نو را وايې خله، خو راز ماد دي په دې خبره پوه وي چي نن د هغه ژړا په ټول كندهار وانه ورم نيې پرېږدم.نوكريول چي د اول ځل له پاره د داسي حالت سره مخامخ سوي و، نو يې دا ښه وګڼل چي په سطرنج ځان اخته كړي نو يې د نوكريوال له دفتر څخه د سطرنج تخته را واخيسته او د قومندان مخ ته يې كښېښوله، قومندان هم يو كوچگنى ميز را كش كړ او د سطرنج بازي يې د نوكريوال سره پيل كړه، د نوكريوال د تلوار خلاف د قومندان له خوا بازي دېره په كرارۍ سره روانه ده، يو وخت چي قومندان نوكريوال ته د كشت ږغ وكړ نو نوكريوال بېله دې چي بازي اوږده كړي وې ويل چي زه مات يم،قومندات وويل چي هو زما سره څوك بازي نه سي كولاى ما ډېر مات كړي دي، په دې وخت كي شكور چپه دست را نژدې سو او وې ويل چي نوكريوال صاحب ته خو بايد مات ومنې د قومندان صاحب سره چي څوك مخ سوي حتماً مات سوي دي، وايي چي قومندان د خپل عسكر خبره نيمه كړه او وې ويل چي ته خبري مه كوه ته ورسه وګوره چي هغه بل هم مات دى كه نه او كالي يې هم وګوره چي لانده او ژړ دي كه نه، عسكر د معلم پر خوا روان سو هلته چي دوه نور عسكر هغه تر لښتو لاندي نيولى و، خو د عسكره سره يو ځاى نوكريوال هم ور ولاړ سو كله چي معلم ته ور نژدې سو نو نوكريوال تر عسكر دمخه ږغ وكړ چي قومندان صاحب د سړي خو د ماتي ږغ نه سته چي نه سته خو كالې يې هم ژړ نه بلكي په وينو سره دي، زه خو وايم قومندان صاحب دا سړى خوشي كه، نور يې مه وهه چي تر اوسه يې ستا په خوښه څه ونه ويل له دې وروسته هم خيال نه كوم چي ستا په خوښه دي خبري وكړي، او بله دا چي زه خو نه پوهېږم چي ګناه يې څه ده، دوى خو په خپله راغلي وو موږ خو په كومه ګناه نه دي نيولي، كه هغه بل سړي كومه ګناه ولري خو هغه ته بايد جزا وركول سي، معلم چي دا خبري واورېدې نو يې د خپلي لنګوټې شمله له خپله مخه ليري كړه او تر هم هاغه وهلو لاندي يې پر نوكريوال ږغ وكړ، او وې ويل چي نوكريوال صاحب ته زموږ په كار كار مه لره ما د قومندان صاحب سره وعده كړې زه هغه وعده پر ځاى كوم، كه ته زموږ په منځ كي خبره تا او بالا كې نو به بيا زموږ تر منځ د پښتنو وعده ماته سي زه خو به يې هېڅ وخت ماته نه كړم خو بېره مي له دې ده چي قومندان صاحب ته به بانه پيدا سي او تله به تېره كي او خپله وعده به پرېږدي، نو زه غواړم چي ته زموږ په منځ كي څه ونه وايې پرېږده چي موږ خپلي وعدې پر ځاى كو، په دې وخت كي شكور چپه دست د قومندان غوږ ته ځان نژدې كړ او ورته وې ويل چي قومندان صاحب يو خو دا نوكريوال چندان زړه نه لري او بله خبره خو دا ده چي موږ اوس يو ناحقه سړى را چپه كړى دى، معلم به پريږدو سبا به د دوي مشر بنګ ته خپل زور وښيو، كه مو په هغه ږغ وكړ نو د هغه ټوله ډله ګويا ماته ده، قومندان چي د شكور په ستړيا پوه سو نو يې وويل چي هلكانو بس دى نور يې مه وهئ بيا به سبا ته سره ګورو اوس يې پر پښو اوبه واچوئ چي ويني يې ودرېږي، قومندان ولاړى او معلم يې كوټي ته يووړى.سبا ورځ قومندان تر خپل وخت دمخه وظيفې ته راغى او په سهار وختي يې نوكريوال رخصت كړ او د قومندانۍ چاري يې خپله واخيستې، اول يې د قومندانۍ شا او خوا وكتل چي كومه بده ورانه نه وي پېښه سوې، بيا يې خپل حاضر باش ته امر وكړ چي اول هغه دوه تنه خوشي كړي او حبيب الله راولي او شكور ته هم وواياست چي د خپلو انډيوالانو سره يو ځاي راسي، قومندان چي كله خپل دفتر ته ورسېدى ورسره سم يې امرونه هم اجرا سوې وو، د يوې خوا حبيب الله ماما راوستل سو او له بلې خوا شكور او د هغه په لښتو بار انډيوالان دفتر ته يو ځاي سره ورسېدل، حاضر باش اول شكور او د هغه انډيوالان دفتر ته پرېښودل او بيا يې حبيب الله ماما دفتر ته راوست، قومندان چي لا پخوا حبيب الله ماما ته درد من و، نو ځان يې پوه نه كړ چي ګويا راغلى سړى يې ونه پېژندى په لوړ اواز يې پوښتنه وكړه چي نوم دي و وايه څوك او څه عرض لرې؟ حاضر باش يې ژر جواب وركړ چي قومندان صاحب دا هغه حبيب الله دى چي تاسي وغوښتى قومندان په غضبي خندا وويل چي تا ته نه وايم دې بل ټګمار ته وايم، ووايه چي نوم دي څه دى؟ حبيب الله ماما په ډېره كراري سره وويل چي زه بنګ يم بس زياتره د كندهار بنګ، قومندان ته دا خبره تيلو ته اور اچول سوه او مخ يې داسي سور سو چي ته به وايې چي سور رنګ دي پر اچولى دى، په غضب د خپلي چوكۍ څخه را والاړ سو او حاضر باش ته يي امر وكړ او وې ويل چي دا سپين سترګى تر لښتو لاندي واچوئ تر هغو يې ووهئ چي د خپل نوم سره يو ځاي يې د خپل پلار او مور نومونه هم له ياده ووزي، حاضر باش هم له امر سره سم حبيب الله ماما د وهلو مخصوصي كوټې ته بوت او د حبيب الله ماما سره يو ځاى شكور چپه دست هم د خپلو انډيوالانو سره را ورسېدى، شكور چي د حبيب الله ماما حاضر جوابي واورېده نو ډېر يې تلوار سو چي د حبيب الله ماما د ماتي خبر خپل قومندان ته ورسوي او حبيب الله ماما يې د دواړو خواوو داسي تر لښتو لاندي واچاوه لكه خپل مدعي، له دوو خواوو دوه تنه عسكر ولاړ دي او شكور چپه دست له يوې او بلي خوا پر راګرځي او كله يې پر يوې خوا او كله يې پر بلي خوا په لغتو وهي داسي لټه پېر يې پر حبيب الله ماما جوړ كړ چي خداى دي يې پر هيچا نه راجوړ وي خير خو د وهلو شړق او شړوق داسي تود و چي عسكرو او حاضر باش ټولو داسي ګڼل چي اوس به حبيب الله ماما ږغ وكړي چي بس دى او س به ږغ وكړي خو په دې وهلو او ډبولو كي عسكر دواړه داسي ستړي سول چي نور يې نفس په اوږو شړى او په لاسونو كي يې هغه زور نه و چي په اول كي يې درلود، شكور چي دا حالت وليدى نو يې ژر په خپله لښتو ته حمله كړه او په وهلو يې شروع وكړه، شكور چي يوه نوې غېږ لښتي خپل ځان ته نژدې كښېښوولې نو يې پر حبيب الله ماما ږغ وكړ چي بچو اوس دي ځان ټينګ كړه هر چا چي اكبر خان ته د ماتي ږغ كړى هغو زما د لښتو په زور كړى دى، اوس نو ځان ټينګ كړه، حبيب الله ماما د خپل مخه خپله شمله پورته كړه او ورته وې ويل چي شكور ماما كه دي زما د ماتي ږغ واورېدى نو بيا به مي مخ هم و نه وينې او كه مي ږغ ونه كړ نو خامخا به مي د خپلي كورنۍ په غلامي منې، شكور چي د دې خبري په خيال نه و، نو يې د څنګ عسكر ته وويل چي يوه بله غېږه لښتي هم را نژدې كړه او بيا و قومندان صاحب ته و وايه چي زما دي په ذات اقدس قسم وي چي يا يې ژړا او چيغي تر چارسو ونه رسوم او يا يې هډوكي په پوست كي ميچن نه كړم كه يې پرېږدم، او دا هم ورته ووايه چي تا خو يې د مور او پلار نومونه په هېرول ورته و وايه چي زه به له ده څخه د نيكه نوم هم هېر كړم، عسكر ته چي د چپه دست غضب معلوم و نو پوه سو چي نور نو يا حبيب الله ماما نسته او يا به كه ژوندى پاته سو هغه به نو د سرماموريته ژړا او واويلا د هغه وتل وي بله لاره نه سته، نو اول يې حبيب الله ماما ته سر وركښته كړ او ورته وې ويل چي وروره دا چي اوس يې لښتي را واخيستې دا شكور خان چپه دست دى ته يې پېژنې كه نه؟ ښه به دا وي چي همدا اوس عذر وغواړې چي معيوبه نه سې او كه نه په وهلو به هم د پښو او ملا معيوب سې او هم به په اخير كي ژړا او واويلا كوې چي بيا به ګته نه لري، حبيب الله ماما بيا د خپل مخه شمله پورته كړه او عسكر ته يې وويل چي عسكره وروره ته ولاړ سه د شكور خان ماما خبره قومندان ته وكړه خو دا هم ورته ووايه چي بنګ او شكور خان هم يو شرط تړلى دى، كه خداى كول بنګ به د كور او اور خاوند سي خسر او خسرګنۍ به پيدا كړي، او بيا يې په خندا عسكر ته وويل چي، عسكره وروره ته به هم بيا زما واده ته راځې بس زياتره خامخا به راځې او كه زما په ياد سول خامخا دي بس زياتره راغواړم، عسكر چي د شكور چپه دست په غضب پوهېدى نو بېله دې چي څه ووايي له كوټې ووتى او مخ د قومندان پر خوا روان سو، خير چي قومندان ته ورسېد نو تر سلام ادا كولو وروسته يې وويل چي قومندان صاحب دا سړى داسي نه دى لكه نور دا بل ډول سړى دى چي هر څه يې وهې نه خبريږي ته به وايې چي بنګ نه دى مځكه ده، زه او جليل خو ستړي سولو اوس د چپه دست نوبت دى او هغه ته يې هم داسي خبره وكړه چي اوس ډېر ورته په غضب دى، د هغه دي خداى خير پېښ كي چپه دست به يې يا مات كي او يا شوټ، ماته يې وويل چي زه هم دا خبره تاسي ته ورسوم.اكبر خان چي د عسكر خبري واورېدلې غضب يې نور هم زيات سو او دا ځل پخپله د حبيب الله ماما د وهلو ليدلو ته ورغى، هلته يې وليدل چي پر حبيب الله ماما داسي د انار لښتي يو په بل پسي اوريږي ته به وايې چي د منګي لپاره خټي پخوي قومندان يو ګړى ودرېد او بيا يې و شكور ته وويل چي شكوره زويه څه دي وكړه نوم دي ځني هېركړكه نه؟ ته يې پرېږده چي زه پوښتنه ځني وكړم، بيا يې پوښتنه وكړه چي هلكه نوم دي هېر دى كه نه؟ حبيب الله ماما د خپل عادت په ډول بيا شمله دمخه ليري كړه او د يوي نرمي خندا سره يې ورته وويل چي زه هغه يم چي په دفتر كي مي درته وويل. زه بنګ يم، بس زياتره د كندهار بنګ، وادي ورېدل كه نه؟ قومندان چي لا يې پخوانى غضب نه وو ارام سوى لا نور غضبي سو او پر شكور يې امر وكړ چي تر هغو يې ووهه چي توبي يې تر ما راورسيږي.قومندان ولاړ او په دواړو لاسو ستړى شكور د حبيب الله ماما سره پاته سو، د قومندان تر وتلو وروسته شكور بيا هم څو لښتي پر ماتي كړې او نور نو داسي ستړى و لكه د بګۍ اس، ساه يې په اوږو شړله، د يو څه ارامي لپاره د ديوال يوه اړخ ته ودرېد په دې بانه چي ګويا ستړى نه دى يوازي غواړي چي پوښتنه وكړي نو يې پر بنګ ږغ وكړ چي، تر اوسه خو دي ځان ټينګ كړ خو زه دي نه پرېږدم چي يا دي مات نه كړم او يا دي شوټ، تر هغه وخته دي نه پرېږدم، اوس لا د كور نښاني راته ووايه كه بيا پر خپلو پښو نه سوي تللاى چي عسكر دي ورسوي؟ حبيب الله ماما په ښه مينه ورته وويل چي شكور خان ماما شرط هېر نه كړې كه دي د عسكر په لاس وركولم هم خپل د كور نښاني ورته ووايه، شكور چپه دست چي دا خبره واورېدله بيا په غضب سو او دا ځل يې هغه شلاخه (شلاق) را واخيستله چي هم درنه وه او هم په ګل مېخيو پټه، دا ځل يې نه سر ګوري او نه پښې پر هر ځاى چي شلاخه برابره سي هغه ځاى داسي تغمه سي ته به وايې چي تر پوست لاندي يې تور ټوكر پېچلى خير په دې وخت كي د سرمامور دفتر ته لطيف جان را ورسېد، او د سرمامور سره يې د بنګ خبره ياده كړه، سر مامور چي د يو غښتلي ځوان سره خپله ناحقه بنده خلاصول غوښتل نو يې د لطيف جان خبرو ته ښه غوږ ونياوه او هغه يې اورېدلې چي شكور چپه دست دفتر ته راغى او بېله فكره يې وويل چي قومندان صاحب دا سړى زما څخه مړكيږي كه مړ سو نو بيا زه نه يم مسول، هغه چي هر څه وهم لاري ته نه راځي يا اجازه راكړه چي تر پايه يې ورسره ووهم او يا بل چاته وظيفه وركړه زه خو نور د دې سخت سړي سره په تنګ سوم، په دې وخت كي قومندان چي د حل يوې لاري ته اړ سوى و نو يې لطيف جان ته مخ واړا وه او وې ويل چي لطيف جانه دا عسكر د هغه د لاسه شكايت كوي چي ته يې عذر ته راغلى يې هغه حبيب الله درته يادوم، ته ورسه او ورته ووايه چي سم تحقيق راكړي او خپل ځان د جنجاله خلاص كړي، لطيف جان چي د قومندان خبره واورېده نو يې وويل چي ښه دى زه دا اوس ورځم او د هغه سره خبري كوم چي تحقيق در كړي، دا خبره خو په ده پوري اړه نه لري هغه خو نه په بلوا كي و او نه يې د بلوا په كارونوكي كار سته هغه خو به تاسي پېژنئ چي د بلوا او ملوا سړى نه دى قومندان صاحب تاسي هغه خوشي نيولى دى هغه په خپل ټول ښار او شا او خوا كي نامتو ځوان دى، د همدې بنګ له بركته په برو دروازه او برو دروازه لا څه كوي په ټول ښار كي بد لاري په لار دي كه دى نه وي ته به وګورې چي دا يو شمير غل او غدو به پر دې خوارو او بيكسه خلكو څه توره شپه جوړه كړي، نه به د چا په جوب كي پيسي خوندي ووينې او نه به د چا په كور كي مال او منال، د همدې بنګ له بركته په ښار كي غل او غدو ځان نه سي پټولاى، رښتيا ته به وايې چي دا خو زما ژاندارم دى چي امنيت يې راوستى دى خو داسي نه ده د ښار په كلي اوكوڅو كي ډيري داسي پيښي كيږي چي حكومت ته نه رسيږي هغه د ښار او كلي مشران او ښه ځوانان سره حل او فصل كوي، دا څو ورځي چي بنګ په برو دروازه كي نه معلوميږي د ښار هغه خوا ټوله تشه ده، ياران يې په ده پسي سرګردانه ګرځي او ملك و چغالانو ته خوشي سوى دى، اوس د برو دروازې د خلكو مشكلات دونه ډېر سوي چي تر چارسو يې خبري رارسيږي، خير ووينې قومندان صاحب زه همدا اوس ورځم او هغه ته وايم چي تحقيق در كړي او هغه خپل جاى او جايګير ته ولاړ سي، لطيف جان دا خبري وكړې او ولاړ سو د شكور څخه يې پوښتنه وكړه چي بنګ چيري دى چي زه ورسم، په دې وخت كي شكور د قومندان خواته وكتل، خو لطيف جان ته يې ځواب ور نه كړ، لطيف جان بيا وويل چي عسكره تا ته وايم بنګ چيري دى راځه راته وېښيه، په دې وخت كي قومندان وويل چي شكوره زويه ورسه ولاړ سه او هغه ورته وښيه.شكور دمخه او لطيف جان په پسې چي دواړه هغه ځاى ته ورسېدل چي حبيب الله ماما يې د وهلو لپاره بېولى و، هلته چي ګوري د بنګ تر پښو لاسو او د بدن تر نورو ځايونو ويني جاري دي او بنګ لا هغسي يوه پښه پر بله داسي اړولې چي ګويا هيڅ خبره نه ده سوې، هماغه ډول يې پر خپل مخ د شملې ول اړولى پروت دى او په دې نيت چي د وهلو بله دوره به شروع كيږي، لطيف جان چي دا حال وليد نو يې پر حبيب الله ماما ږغ وكړ چي بنګه وروره خيريت دى څه پېښه ده ولي دا حال، ته څه كوې نور ټوله مشران ولاړه خپلو كورو ته او ته دلته ناست يې دا خو ستا كار نه و او نه تا شروع كړى و نو تاته څه پېښ دي چي د بل په ګور ننه وزې را ولاړ سه او هغه خبري ورته وكړه چي تا ليدلي دي او بيا ځه په خپل كار او بار پسي، راځه را ولاړ سه، ما د بلوا ټوله خبري و قومندان صاحب ته وكړې او هغه هم په ټوله خبره پوه دى، خو د حكومت كارونه دي يو او دوې پوښتني به ستا څخه هم كوي، ته يوازي هغه ورته ووايه چي تا ليدلي دي او بس.وايي چي حبيب الله ماما د لطيف جان خبري لنډي كړې او ورته وې ويل چي لطيف جانه وروره اول ستړى مه سې بس زياتره دوهم دا پوښتنه كوم چي دلته څنګه راغلې خيريت خو و په ښار كي ياران ښه وه؟ په دې وخت كي لطيف جان پوه سو چي خبره د بلوا نه ده بنګ د بلي كومي خبري په تور قومندان كښېنولى دى بيا يې وويل چي هو په ښار كي ياران ټوله جوړ تيار دي يوازي ستا احوال معلوم نه و نو زه نن راغلم چي حال او احوال دي پيدا كړم، اوس راته ووايه چي څه پېښه ده او ستا فقره هغه د بلوا خبره ده او كه بله څه خبره پېښه ده؟ حبيب الله ماما ورته وويل چي لطيف جانه وروره مه پسي ګرځه، بلوا ملوا خو تېره سوه خير خو د ښار تر ټېل ماټېل وروسته يې دلته راوستلم او دوې ورځي وروسته قومندان وغوښتلم او راته وې ويل چي بنګ يې او كه مات؟ كه بنګ يې نو دي ځان ټينګ كړه او كه مات يې نو بيا به ببر ببر نه ګرځې نو ما هم ورته وويل چي تر اوسه خو چا نه يم مات كړى نو ځكه خلك بنګ راته وايي، او كه ته غواړې چي زما حال معلوم كړې نو ستا خوښه زه خو ځان ته بنګ وايم كه دي مات كړم نو بيا به دا بنګ نوم زما نه وي او زه به هم ببر ببر نه ګرځم، اوس همدا خبره ده نور بس زياتره كومه خبره نه سته، ته زما له خوا يارانو ته ووايه چي بنګ داسي بنګ نه دى چي ياران وشرموي زه كه يار نه سوم بار كېږم خو نه، يا به مي قومندان ګټلى وى او يا به زه د سر ماموريته ژړي تلي وزم دا دوې لاري دي نور نو ته ولاړ سه او يارانو ته مي سلامونه ورسوه.لطيف جان چي له حاله خبر سو بيا قومندان ته ورغى او هغه ته يې وويل چي قومندان صاحب زما خو خيال و چي د بتګ فقره بلوا ده نو ځكه زه ورغلم كه داسي پوه سوى واى چي ستا او د بنګ تر منځ كش او كوك دى نو بيا زه ميان ته نه راتلم اوس چي زه پوه سوم نو ستاسي په ميان كار نه لرم تاسي پوهېږئ او زموږ د كندهار بنګ، خو يوه خبره مي واوره چي ته به پر كوم چغال مغال پېښ سوى يې چي درته ژړلي به يې وي په دې پوه سه چي دا بنګ دى او د كندهار بنګ چي پوست يې جلا كې ږغ به يې ستا تر غوږه ونه رسيږي نور نو ته پوهېږې او كار دي لطيف جان چي د دروزاې پر خوا رهي سو نو شكور چپه دست هم قومندان ته وويل چي قومندان صاحب دې سړي رښتيا خبره وكړه زه چي دا سخت سرى وينم، د ماتي نه دى، مړ به سي خو ږغ به يې موږ وا نه ورو، قومندان چي يو په بل پسي د خپلي خوښي خلاف خبري اورېدلې نو يې وار په وار غضب زياتېدى، د شكور د خبرو په لنډېدو يې حاضر باش ته امر وكړ چي، داوده چيري يې؟ ولاړ سه شكور په كوټه كي قلف كړه او دوه نوي غښتلي عسكر و هغه لچك ته ودروه تر هغه يې ووهئ چي ژړا يې ټول ښار واوري ځه ولاړ سه او دكار د اجراتو راپور ژر راوړه.وايي چي عسكر هم د امر مطابق اجرات وكړل او د څه ځنډ وروسته دفتر ته راغى او د راپور په ويلو يې قومندان خوشحاله كړه، هماغسي وسول دوو نوو او غښتلو عسكرو د حبيب الله ماما د وهلو په كار شروع وكړه دا چي د غرمې شا او خوا وه چي قومندان د خپلو امرونو د نتيجې لپاره راووت او حاضر باش ته يې امر وكړ چي داوده څنګه سول كارونه؟ هغه لچك ته مو جزا وركړه كه نه؟ حاضر باش په نا اميدۍ وويل چي هو قومندان صاحب هغه خو د هماغه وخته تر وهلو لاندي دى ما دوه نور عسكر هم وروستل چي كه يوه جوړه ستړې سي نو بېله ځنډه دي هغه بله جوړه په وهلو شروع وكړي ،نو زه هم دا يو ساعت كيږي چي نه يم ورغلى.وايي چي قومندان د هغې كوټې خوا ته روان سو چي هلته حبيب الله ماما تر وهلو لاندي دى، هلته چي ورسېدى نو چي ګوري حبيب الله ماما پړ مخي پروت دى او د ملا پر تخته دوه عسكر د دوو خواوو پر هغه د شلاخو ناتار جوړ كړيدى، داسي ناتار چي د هري شلاخي سره يو ځاى د وينو څاڅكي پر ديوالونو پاشل كيږي قومندان چي دا حال وليدى نو يې عسكرو ته وويل چي نور يې بس كړئ چي زه څو پوښتني ځني وكړم بيا يې وويل چي هلكه پوښتنو ته مي سم جواب وايې او كه لا نور هم په ځان غره يې؟ حبيب الله ماما چي عسكرو پر چپه مخ وهلو ته پري ايستلى و نو يې د يوي اوږي تر څنډه مخ راواړاوه او ورته وې ويل چي د بنګه څخه پوښتنه كوې او كه د بل چا سره ګډ يې؟قومندان ورته وويل چي اول خو دا جواب راكړه چي نوم دي هېر سو او كه نه؟ بنګ بيا ورته وويل چي زما خو خپل نوم په ياد دى خو ستا هم بايد هېر نه سي چي زه بنګ يم او د كندهار بنګ، بيا قومندان امر وكړ چي دا لچك و اوبو ته واچوئ او بيا به زه ورسره ګورم.قومندان بيرته د دفتر پر خوا روان سو او حبيب الله ماما يې د سر ماموريت حوض ته واچاوه او بيا يې بيرته كوټه قلفه كړ، قومندان چي دفتر ته راغى نو يې د شكور چپه دست پوښتنه وكړه او هغه يې را وغوښتى، هغه چي را ورسېدى نو يې ورته وويل: چي شكوره ستا همدومره جزا بس ده بله ورځ ستا څخه وا نه ورم چي دا څنګه دى او دا څنګه، هغه چي زه وايم هغسي بايد وسي كه ما ويل چي وهه يې نو ته بايد د هغه پوست وباسې او كه ما وويل چي پوست يې وباسه نو ته بايد د هغه د مرګ فيصله وكړې، بيا زه پوهېږم او د هغې خبري مسوْليت پوه سوې او كه نه؟ شكور چي په سنګدلي كي نوم درلود نو دا خبري يې د ځان دپاره سپكي وګڼلي او په پټه خوله يې د قومندان خبري واورېدلې او د سلام تر كولو وروسته له دفتره څخه ووت، وايي چي د ماپښين د لمانځه وخت و چي شكور د حبيب الله ماما كوټې ته نژدې ورغى او بيا يې ږغ وكړ چي حبيب الله ژوندى يې كه مړ؟ خو هغه د كوټې څخه ږغ وانه ورېدى بيا يې په لوړ ږغ همدا پوښتنه وكړه چي حبيب الله ماما د خپل عادت په ډول اول وټوخل او بيا يې وويل چي هو ژوندى يم، بنګ مرګ نه لري بيا د يوه سرمامور د لاسه خو بېخي نه، خو اوس د ماپښين د لمانځه وخت دى زما كالي هم لمانځه ته ښه نه دي او پټو مي هم په هغه كوټه كي پاته دى كه يوه ځواني وكړې چي هغه پټو مي راوړې او د اودس لپاره اوبه راته پيدا كړې نو بس زياتره يار مي يې، شكور چي دا خبري واورېدې نو په يوه ځغستا يې د كوټې څخه پټو او د خپل كاغوشه څخه د اوبو كوزه راوړه او بيا يې د حبيب الله ماما د كوټي مخ ته كښېښوله او پر هغه يې ږغ وكړ چي حبيب الله دا دى پټو او اوبه مي د اوداسه لپاره راوړې، حبيب الله ماما هم اوبه او پټو واخيستل اول يې اودس تازه كړ او بيا يې د پټو څخه د حج ډول لونګ وواهه او په ناستي يې خپل لمونځ وكړ، دا ورځ تېره سوه او حبيب الله ماما هغسي د خپلو زخمونو سره د ماخستن تر لمانځه په خپله كوټه كي پاته سو هيڅ څوك د قومندان له ډاره هغې كوټې ته ور نغلى خو چي قومندان ولاړى او قومنداني نوكريوال ته ورسېده په ډېر تلوار شكور چپه دست د حبيب الله ماما كوټې ته ورغى او يو لږ واسلين يې د شا بازول ګوليو سره وروړل او پر حبيب الله ماما يې ږغ وكړ چي حبيب الله دا لږ واسلين او ميده سوي ګولۍ دي خپلي تغمې او زخمونه دي غوړ كړه، حبيب الله ماما ورته وويل چي زه خو لا جوړ يم دا خو دي ډېر وختي پر ما پوښتنه وكړه ته خو يوه دوې هفتې تر وهلو صبر وكړه وروسته بيا كه پوښتنه وكړې نو به دي واسلينو ته اړ يم اوس خو خير خيريت دى زه واسلين نه غواړم خير ووينې، شكور چي د خپلي پيرزويني څخه پښېمانه ښكارېدى نو يې پر ماما ږغ وكړ چي ته خو لا د خپله خره نه يې اوښتي ما د پيرزويني دوا درته راوړه او ته لا نوري خبري هم كوې، چي اوبه دي غوښتې خو داسي دي ورېشل اوس بيا څه ټكه درباندي پرېوته چي چپه واوښتې، حبيب الله ماما په جواب كي وويل چي ته رښتيا وايې هغه خو مي د اودس لپاره اوبه غوښتې زه خو خداى ته نه يم ياغي سوى د خداى د فرض د ادا كولو لپاره خو مي بايد زارۍ كړي واى، خو واسلين زما د درد د كرارولو لپاره دي نو ځكه يې نه غواړم بس زياتره پوه سوې، خير ووينې ماته ورسېدل، شكور نا اميده بيرته ولاړ خو د شپې يې يو دروند تلتك د حبيب الله ماما كوټې ته د يوه بل عسكر په لاس ولېږى او هغه هم په دې بهانه چي نن د تلتك د تبديلۍ نوبت دى، خير څه سر دي پرله ګرځوم شپه تېره سوه بيا سهار سو او بيا هغه بازار. قومندان راغى او حاضر باش ته يې امر وكړ چي، داوده ته ولاړ سه او هغه لچك را حاضر كړه، داود هم د امر سره سم ولاړى او حبيب الله ماما يې دقتر ته راوست په دې وخت كي قومندان خپل مخ د كلكين خواته نيولي و او د هغه ځايه څخه يې د حاضر باشه پوښتنه وكړه چي داود څوك دى؟ داود جواب وركړ چي هغه چي تا ويل رايې وله دا دى را مي وستى، قومندان بيا پوښتنه وكړه چي هغه څوك دي؟ او ما. . . د قومندان خبره لا نه وه خلاصه سوې چي حبيب الله ماما ور ږغ كړه چي زه يم بنګ، د كندهار بنګ قومندان مخ راواړاوه او بيا يې حاضر باش ته وويل چي دا لچك زما دمخه ليري كړئ او بيا يې تر وهلو لاندي واچوئ، چي ما نه وي ويلي تر هغو يې مه خوشي كوئ، حاضر باش بيا حبيب الله ماما هاغه ځاى ته بوت چي پرون يې بېولى و او هلته بيا هغسي وهل شروع سوه لكه پرون چي وه.يارانو څه سر مو پرله ګرځوم په دې ورځ بيا حاجي لطيف د كندهار ښار د څو تنو مشرانو سره يو ځاى د پوليسو قومندانۍ ته راغى، او ل يې د قومندان څخه د حبيب الله ماما د حال او احوال پوښتنه وكړه او په يو مانا داره ډول يې وويل چي قومندان صاحب موږ د ښار څو مشران راغلي يو چي كه چيري د حبيب الله ماما دوسيه او فقره خلاصه سوې وي او ستاسي اجازه وي هغه ته د ښار ډېر ياران سترګي پر لار دي موږ ويل چي كه ستاسو اجازه وي هغه به زموږ سره ولاړ سي او كه يې دوسيه هم ډېره درنه وي نو دا دي موږ د دې ښار څو مشران راغلي يو او هغه زموږ په ضمانت راته پرېږده، د حاجي لطيف خبري لانه وې خلاصي سوي چي پاشمول حميد خان خبره ورسره غبرګه كړه او وې ويل چي قومندان صاحب لطيف جان ښه خبره كوي،كه هغه نه منې نو دا دى زه د حبيب الله ماما پر ځاى په محبس كي كښينم خو هغه ته اجازه وركړه چي ولاړ سي، ته باور وكړه چي يوازي د برو دروازې ياران نه دي پسي خفه سوي د كندهار زوړ او ځوان چي خبر سوى په هغه پسي خفه سوى دى.قومندان چي د پاشمول د حميد خان خبري واورېدې نو يې و ليطف جان ته مخ راواړاوه او وې ويل چي ګوره لطيف جانه تاته خو مي هغه بله ورځ هم اختيار دركى چي ورسه او خبري ورسره وكړه، تاسي واياست چي حبيب الله ماما، خو زه چي د هغه څخه پوښتنه كوم چي نوم دي څه دى هغه خپل نوم نه وايي دا دى اوس بيا تاسي ته وايم چي ورسئ او ورته و واياست چي هغه زما پوښتنو ته سم ځواب راكي نور هغه رخصت دى هغه به ستاسي سره يو ځاى ولاړ سي، په دې وخت كي باري خان ږغ وكړ چي دا څه وايې، بنګ خو ياغي او د حكومت توري نه دي چي ستا پوښتنو ته جواب نه وايي دا كار خو زموږ د ښه ځوانانو عادت دى چي د حكومتيانو خبرو ته جواب ونه وايو د باري خان خبره لا نه وه خلاصه سوې چي قومندان وويل: دا دى لطيف جان شاهد دى خو دا چي تاسي بيا راغلي ياست زما خبره هم هغه ده، ورسئ او ورته وواياست چي زما پوښتنو ته سم جواب راكي هغه به رخصت كړم، ځئ همدا اوس يو يا دوه تنه ورسئ او دا لانجه حل كئ، د قومندان د خبرو وروسته لطيف جان مخ يارانو ته وګرځوى او وې ويل چي يارانو خبره دا نه ده چي بنګ پوښتنو ته جواب نه وايي اصلي خبره په مات كي ده قومندان صاحب غواړي چي حبيب الله ماما ماته ومني خو هغه موږ او تاسي ته معلوم دى چي مرګ مني ولي مات نه مني، د لطيف جان د دې خبري سره ټولو په يوه ږغ وويل چي هو هغه خو د كندهار بنګ دى هغه مات نه مني، په دې وخت كي د پاشمول حميد خان وويل: چي قومندان صاحب زه خو ستا په خبره پوه نه سوم د حكومت صاحب منصب يې چي د هغه څخه پوښتنه كوې او كه د بنګ سوست او ټينګ معلوموې؟ كه ته غواړې چي د هغه مات واورې نو دا ارمان به ګور ته يوسې بنګ ته ډېر په دې نيت راغلي چي مات يې واوري خو هغه خپله مات سوي دي زه خو وايم چي ته د حكومت سړى يې كه چا كومه كاڼه واڼه پېښه كړه نو يې راوله او پوښتني ځني وكړه، خو په دې خبره زه اوس پوه سوم چي ته حكومتي نه يې بل ډول يې كه دا خبره وي نو بيا زه ستا امر نه منم او دا اوس ولاړېږم چي يا به مي حبيب الله ماما د كوټه قلفۍ را ايستلى وي او يا به مي پر چهار پايي سپېرې ته بيايي بس بله خبره نه سته يارانو راځئ.قومندان چي په خپل دفتر كي بلوا وليدله نو يې لطيف جان ته مخ واړاوه او وې ويل چي لطيف جانه دا خبري ستا انډيوال ته ګټه نه رسوي كه نوري داسي خبري وسي نو بيا به هغه ته يوه جزايي دوسيه جوړه سي او د عمرو بنديخانې ته به برابر سي لطيف جان د قومندان خبري لنډي كړې او وې ويل چي قومندان صاحب دا خبره خو لكه ته چي غواړې داسي نه كيږي بنګ، بنګ دى هغه ته مرګ منلى دى نه مات خو زه وايم چي راځه يو څه ته تر خپلي خبري تېر سه او يو څه به ياران په حبيب الله ماما ومني، قومندان چي د ډبري سره مخ سوى و نو لطيف جان ته يې وويل چي ښه نو ته څه وايې چي څنګه سي؟ لطيف جان وويل چي ما برايي شپه ډېر فكر وكى اوس يارانو بنده داده چي قومندان صاحب د حبيب الله ماما نوم غواړي او حبيب الله ماما د خپل نوم پر ځاى هغه نوم وايي چي په كندهار كي په هغه مشهوره دى نو بيا مي دا وويل چي دا خبره به داسي حل كړو چي قومندان صاحب دي ورسي او دحبيب الله ماما څخه دي پوښتنه وكړي چي ستا نوم حبيب الله دى؟ د دې پوښتني په جواب كي به حبيب الله ماما ورته ووايي چي هو زه بنګ حبيب الله يم، په دې ډول به د قومندان صاحب د پوښتني جواب هم سوى وي او حبيب الله ماما ته به هم هغه خپل حال پاته سوى وي، قومندان چي د يوې هفتې وهلو ټكولو څخه نور ستړى و نو يې د لطيف جان دا خبره ومنله، د مجلسه دري څلور تنه ياران د حبيب الله ماما په لور روان سول د قومندان حاضر باش ټول هغه ځاي ته بوتلل چي هلته حبيب الله ماما تر وهلو لاندي و، يارانو چي د حبيب الله ماما دا حال وليدى نو ډېر غمګين شول، حبيب الله ماما دواړه لاسونه تر خپل سر لاندي كړي او د لنګوټې شمله يې پر خپل مخ را كش كړې وه داسي پروت و چي ته به وايې په هغه كي ساه نسته، د تن كالي يې ټول په وينو داسي لژند وو ته به وايې چي د سره نيلي رنګ دي پر پاشلى دى، څنګ ته يې د ماتو لښتو خرمن پروت و او لا نوري لښتي په پېخر پاته وې، د حبيب الله ماما يارانو د قومندان حاضرباش ته وويل چي عسكرو ته ووايه چي نور وهل بس كي، ګوره چي هغه مړ دى او كه ژوندى، حاضگر باش هم وويل چي نور وهل بس كړئ، د دې ږغ سره يو ځاى حبيب الله ماما د خپل مخه شمله پورته كړه او بيا يې و حاضر باش ته وويل چي څه خبره ده كوم ګيدړ به په دې لښتو مړكيږي، د حبيب الله ماما د دې خبري سره سم يوه يار ږغ وكړ چي، ماما زه يم، ملا كمال ودي پيژندم؟ بنګ چي خپل ياران وليدل نو سر يې را پورته كړ او چارزانو كښېنستى بيا يې وويل: چي خير دي وي يارانو څنګه را پېښ سواست خيريت خو دى؟ بيا ملا كمال ورته وويل چي موږ څو ياران راغلو چي ستا او د قومندان تر ميان خبره خلاصه كو، اوس نور ياران د قومندان په كوټه كي ناست دي او موږ راغلو چي ته هم زموږ سره ولاړ سې را ولاړ سه كه پر پښو نه سې تللاى نو زه به دې په شا كم، په دې وخت كي د ګوشخانې شاه محمد ورته وويل چي ياره راځه موږ خبره خلاصه كړې ده، حبيب الله ماما چي خپل ياران په ډېر تلوار وليدل نو يې د خپلې لنګوټې په تړلو كرار كرار شروع وكړه او بيا يې وويل چي يارانو تاسي خفه نه سئ زما او د قومندان تر منځ وختي خبره خلاصه سوې ده ما هغه ته ويلي چي لاس دي خلاص، اوس تاسي ولاړ سئ او قومندان ته مه ورځئ كرار خپلو كورو ته ولاړ سئ ما او قومندان پرېږدئ موږ كه نن وي كه سبا سره جوړېږو، ملا كمال بيا ورته وويل چي نه موږ نه ځو موږ اوس راغلي يو قومندان ته مو وويل چي خبره سمه ده يوازي به قومندان دا پوښتنه وكي ته حبيب الله يې او ته به په جواب كي ورته ووايې چي هو، بس همدا خبره ده راځه چي ځو، ته هم سر زوري كوې د حكومت د سړي سره دي نيولې ده، راځه چي ځو، حبيب الله ماما و ملا كمال ته مخ واړاوه او وې ويل چي ملا زويه بس زياتره ته پوهېږې چي زه څوك يم؟ ملا ورته وويل چي هو تا به څنګه څوك نه پيژني، بنګ بيا وويل چي ښه ته ووايه چي زه څوك يم، ملا ورته وويل چي دا څه پوښتني كوې بنګه وروره تا لكه چي زه ونه پېژندلم زه ملا كمال يم، بنګ بيا ورته وويل چي هو ته مي ښه وپېژندلې خو ما ويل داسي نه چي زه دي هېر سوي يم اوس چي دي زه په ياد سوم نو ورسه او قومندان ته ووايه چي زه بنګ يم بل نوم نه لرم، ملا ورته وويل چي هو موږ هم همداسي خبره غوټه كړې هغه به پوښتنه كوي چي ته حبيب الله يې ته به ورته وايې چي هو زه بنګ حبيب الله يم نو به خبره خلاصه سي، د ملا او بنګ تر ميان خبري اوږدې سوې چي په دې وخت كي لطيف جان قومندان ته وويل چي قومندان صاحب كه ستا خوښه وي موږ او تاسي به ټول ورسو هم به خبره خلاصه سي او هم به حبيب الله ماما ته د وتلو اجازه وركړې، ټولو ناستو خلګو خوښه كړه او له قومندان سره يو ځاى د حبيب الله ماما پر خوا راغلل، لكه چي وعده سوې وه قومندان حبيب الله ماما ته وويل چي ته حبيب الله يې؟ بنګ په جواب كي وويل چي هو زه بنګ يم د كندهار بنګ قومندان چي د خپل مرضي جواب وا نه ورېدى نو يې لطيف جان ته مخ واړاوه او وې ويل چي دا دى هغه لا نه وايي چي څوك دى، لطيف جان وويل قومندان صاحب دا چي هو يې وويل دا هم زموږ د يارانو په خاطر ده دا هم زموږ لپاره ده همدا ومنه او موږ ته اجازه را كړه چي د خپل بنګ سره يو ځاى ولاړ سو.وايي چي قومندان د يوې خوا د بنګ مړانه وليده او د بلي خوا يې د بنګ د انډيوالانو ټينګار نو د بنګ خواته نژدې سو او ورته وې ويل چي حبيب الله جانه ته نور يوازي د خپلو انډيوالانو او كندهار بنګ نه يې، زما بنګ هم يې اوس به تا و ډاكتر ته ولېږم چي دوا دي وكړي نور ته ازاد يې زما په قومندانۍ كي ته بنګ يې په دې ورځو كي چي ته زما سره وې ستا په باره كي مي ډېر څه واورېدل ډېرو راته وويل چي بنګ غښتلى دينداره او د ورېنداري سړى دى، اوس چي دي دا معلومه كړه، نو ته زماله خوا هم بنګ يې، بنګ چي د قومندان د انډيوالۍ او دوستۍ خبري واورېدلې نو خپله لنګوڼه يې وتړله او وې ويل چي يا قومندان صاحب دا د خلګو خپل ښه والى دى زه يو عاجز بنده يم دا چي تا ماته بنګ وويل دا ستا كار دى خو زه د خپل پاچا امر پر سر او سترګو منم او ته زموږ د پاچا صاحب منصب يې او زه خاوري حبيب الله اوس نو خبره خلاصه ده، لطيف جان چي د بنګ د غروره ډكي خبري واورېدې نو يې قومندان ته وويل چي قومندان صاحب دا بنګ دى ټول كندهار يې پېژني كه دي خپل ږغ پر لوړكى دى خپل ږغ ستا تر ږغ خامخا لوړوي او كه دي ورو ورته وويل بيا نو ځان درباندي قربانوي دا د ښه ځوانانو عادت دى او بنګ هم د كندهار يو ښه ځوان دى، په دې وخت كي د بنګ يارانو بنګ د ځانه سره د كور پر لور روان كړ او تر څو ورځو دارو او درمل وروسته بيا د برو دروازې مجلسونه په تازه سول.بنګ حبيب الله چي په حبيب الله ماما مشهوره دى اوس د برو دروازې په يوه پخوانۍ كوڅه كي ژوند كوي، او په همدې كوڅه كي يې د خپل ژوند سل پسرليه په پوره ميړانه او سر لوړۍ تېر كړي دي، د بنګ پلار مشكو اكا نومېده په قوم سليمان خيل و، چي د خپل ژوند په ځوانۍ كي يې يو كور ودان كړ او بنګ د خپلي ټولي كورنۍ سره يو ځاى په همدې كوركي اوسيږي، د خپل ملكيت دوه سماواره لري چي يو يې د پلار ميراث او بل د هغه د يو ملګري له خوا ورته بخښل سوى دى بنګ دوې مېرمني لري يو ځل يې د خپلو دوستانو په منځ كي واده كړى او بل ځل په زندان كي د هغه يوه انډيوال خپله لور ورته بخښلې ده د لوڼو او زامنو شمېر يې اوولسو تنو ته رسيږي، د بنګ مشر زوى فيض الله او كشر زوى يې محمد داود نوميږي چي اوس تقريباً (16) كلن دي حبيب الله ماما اوس د خپل كور په څنګ كي د مسجد د ملا امام په مرسته د قران عظيم الشان د حفظ كولو په هڅو مصروف دي.
1374هجري شمسي كال
د كندهار ښار، برو دروازه
يادونه:دا ليكنه د بنګ په ژوند كي سوې ده خو اوس دا نامي وفات سوى دى، خداى ج دى وبخښي

No comments: