Saturday, 26 December 2009

په افغانستان باندې د سر ه پوځ دديرشمې کليزې په هکله د اسلامي امارت اعلاميه

په افغانستان باندې د سر ه پوځ دديرشمې کليزې په هکله د اسلامي امارت اعلاميه

د مرغومې شپږمه نيټه په افغانستان باندې د سره پوځ د ظالمانه يرغل له ديرشمې کليزې سره سمون خوري.
په دې ورځ د 1979 کال ددسمبر په 27 نيټه د پخواني شوروي اتحاد اتيازرویرغلګرو ځواکونو دټولو ملي اوبین المللي معیارونو خلاف په افغانستان یرغل وکړ، اودهغه په نتیجه کې ترهرڅه له مخه خپل کمونست ګوډاګی حفيظ الله امين ترتیغ تیر او په ځاي یې بل ګوډاګی ببرک کارمل دکابل دقدرت په ګدۍ کښيناو.
دوخت په تیریدوسره تدریجا په افغانستان کې د يرغلګر سره پوځ شمیره له اتیاو زرونه یولک اوشلو زروته لوړه شوه.
دیرغل په پیل کې د وخت د شوروي اتحاد د استخباراتو ادارې K.G.B د شوروي کمونست مشرتابه ته اطمنان ورکړي و چې سورپوځ به په دريو مياشتو کې افغانستان ترخپل کنټرول لاندې راولي .
ځکه دوي په دې فکروه چې مجاهدين په ولس کې ځاي نلري او له بهرنه هڅول کیږي.
خوکله چې له دريو مياشتو تيريد لو وروسته د يرغلګرو په مقابل کې دافغانانو جهادي پاڅون نورهم قوي اوپراخ شو، نو دسره فوځ جنرالانو وړاندوينه وکړه چې د 1-3 کلونو په موده کې به په افغانستان باندې په بشپړه توګه خپل حاکمیت مني.
خو روسي یرغلګر پوځ پوره لس کاله په افغانستان کې تیرکړل مګر په دي وياړمن هيواد باندې د واکمنۍ ارمان یې پوره نشو.
دشورویانو دخپلې احصايې له مخې، په دغو لسوکلونو کې یې په افغانستان کې له 13 نه تر 15 زرو پوري تیري کوونکي عسکر ووژل شول ،خو د نورو خپلواکو سرچېنو د شميري په اساس په افغانستان کې دوژل شویو شوروي پوځیانوشمیره تر دې ډیره زیاته ښودل شوې.
با‌لآخره یرغلګر و روسي ځواکونو زموږ له هيواد نه د 1989 کال د فبروري په مياشت کې په داسې حال کې پښي سپکې کړي چې هالته په اتحاد جماهیرشوروي کې دشورویانولویه امپراتوري دافغان اسلامي جهاد له برکته ټوټه ټوټه ، او دمسکو په زړه کرملین کې کمونستي مفکوره مسخره وګرځیده .
دافغان مجاهد اوغیرتي ولس دیونیم ملیون شهیدانو دوینوله برکته نه یواځې داچې افغانستان له روسانو وساتل شو بلکې دهغه ترڅنګ نورډیر دمنځنۍ آسیا اوختیځې اروپا محکوم ولسونه دهغوﺉ له استعمارنه خلاص شول.
دافغانانو د میړانې اوجهاد له برکته دنړۍ له مخې دسړي خورکمونیزم دکمونستي زبر واکې په راپرځولوسره ټوله نړۍ په اخلاقي لحاظ دافغانانو دقربانیو پوره وړې اومرهونه ده اوافغانان ددې شهکارۍ له امله دټولې نړۍ محسنین ګڼل کیږي .
خواحمقو امریکایانو اودهغوﺉ صلیبي ایتلافیانو ددې په ځای چې دځوریدلو محسنینو افغانانو ددغه لوی احسان شکر ګ‍‍ذاري یې کړیې وای د خپلو څوتنو بی مروته تش په نامه افغان نوکرانو په غلطومشورو اودهغوﺉ په دروغجنو وعدویې د تروريزم تر ناموجه نوم لاندې په افغانستان يرغل وکړ. دوﺉ هم ويل چې له دريو نه تر شپږو مياشتو پوري به په اصطلاح په افغانستان کې تروریزم ختم کړي.
د هغوﺉ افغاني اجنټانو په درواغو د پنتاګون او سپينې ماڼۍ چارواکو ته يقين ورکړي و و چې دطالبانو اسلامي تحريک د ولس په مينځ کې ځاي نلري او که يوځل ختم شي نو بيا یې دراتګ امکان نشته. پداسي حال کې چې د اسلامي امارت غړي او پلويان د همدي خاوري او ولس اصلي زامن دي ، او په دي ټاټوبي کې ټوکېدلی او غوړيدلی ځواک دي.
په تيرو اتو کالونو کې امريکا یانو له ټولو ظلمونو، شکنجو، بندي کولو او نور بربريت سره سره دغه ولسي جهادي ځواک ختم نشو کړاي.
په دي دومره اوږده موده کې ، د نظامي قوت د استعمال نه وروسته ، په افغانستان کې د امريکې د قواوو عمومي قوماندان مک کرسټال سپينې ماڼۍ ته خبراداری ورکړي وو، که نور عسکر راونه ليږي، د افغانستان جګړه بايلو.
د پينتاګو ن د جنګ خوښو جنرالانو د همدې فشار لاندې، د امريکې ولس مشر او باما د خپل ولس د غوښتنو په خلاف، د خپلې وروستۍ هڅې په توګه ، افغانستان ته د ديرش زرو عسکرو د ليږلو امر ورکړ.
خو اوس د مک کرسټال انګريزي مرستيال بريد جنرال نيک پارکر وایې : موږ د طالبانو په مقابل کې هرډول ابتکار له لاسه ورکړی او مخالفين د وخت په تيريدو سره خپلې سيمې نورې هم پراخوي.
دافغانستان اسلامي امارت د همدغو ميداني حقايقو په بنسټ امريکې چارواکو ته وايې مخکې له دي نه چې د پخواني شوروي اتحاد په برخلیک اخته اودمتحده ایالاتو لویه امپراتورې مو په مختلفه ایالاتو بدله شي بايدله افغانستان څخه چې څومره زرکیدای شي پښې سپکې کړﺉ.
تاسوچې دروسانوپه څیر په تیرو اتوکلونوکې په نیږدي سل زره پوځیانو په افغانستان کې بری ترلاسه نکړای شو نو داله محالاتوڅخه ده چې هغه بری دي په راتلونکواتلسو میاشتي کې د دیرشو زرو مورال بایللو پوځیانو په رالیږلو ترلاسه کړﺉ .
نوترټولو شه خبره داده چې افغانستان د افغانانو کور دي دهغه واک هم باید اصیلو افغانانو ته پريږدول شي.
په تيرو اتو کلونوکې افغانانو ستاسي دديموکراسۍ د دروغجنو شعارونو ماهيت ښه وليد.
نور د دروغجنو او أ زمویل شويو شعارونو په پلمه دافغانانو د طبيعي حقوقو دسلبولو هڅې له سره وباسي .
او که بيا موهم د افغانانو دبشري ارزښتونو او طبيعي حقوقو تر پښو لاندې کولو ته ملا تړلې وي، نو د امپراطوريو په دې لرغونې هديره کې دخپلې صلیبي امپراتورۍ داضمحلال اوشړیدو انتظار هم له پامه مه باسئ .
ونريد أن نمن على الذين استضعفوا فى الأرض ونجعلهم أئمة ونجعلهم الوارثين . القصص ايت 5
والسلام
دافغانستان اسلامي امارت

No comments: