پــردي معـيـــارونــــهد مسمانانو د بيرته پاتيوالي اصلي عوامل
د تعليم ډګر :
دولسونو دترقۍ او زوال راز په تعليم او تربيه كې نغښتى دى. هر هغه ولس چې د تعليم او تربيې په ډګر كې تر نورو مخكې وي ، هغه په مادى پرمختګ كې هم تر نورو مخكې وي. او هر كله چې تعليم او تربيه د ولس له عقائدو، افكارو، نظرياتو، او اجتماعي فرهنګ سره همغږى وي نو بيا ئې ولسونه په منلو او خپلولو كې هيڅ مشكل او حساسيت نه ښي. او په ډيره بيړه اوپه پراخه پيمانه خپريږي. د حالاتو او شرائطو د بدلون په نظر كې نيولو سره وده هم كوي. چې په هر پړاو كى دولس ، هيواد، او سياسي حاكميت د ارتقا سبب ګرځي.
خو كه چيرته تعليم او تربيه د هيواد دخلكو د دين، اخلاقو، سياسي او اجتماعي فرهنګ ترجمانه نه وي، بلكه د بل چا لخوا او د بل چا د اهدافو د تر سره كولو لپاره دبل قوم او دين په سياسي، فكري، او اجتماعي بنسټونو ولاړ وي، او په مسلمانې ټولنې دجبر په صورت كې ورتپل شوې وي. او ددغه ډول تعليمي نصاب او نظام په نيتجه كې را لوى شوي نسل عملاً دا ثابته كړې هم وي چې د خپل دين او عقايدو په هكله نه يواځي بى اعتنا دى، بلكه ښكاره دښمني هم ورسره كوي. دا ئې هم ثابتهكړې وي چې دخپل هيواد او ولس پرګټو د بل استعماري هيواد ګټو ته ترجيح وركوي. له خپل تاريخ څخه كركه لري، خو د غرب په تاريخ وياړي. او خپل خلك په زوره د كفري هيوادونو غلامۍ ته اړ باسي. نو بيا به طبيعي وي چې دولس د فكراو فرهنګ ساتونكي ددغه ډول وارد شويو او پرديو نصابونو او نظامونو پر خلاف راپورته شي.
كيداى شي ځينې خلك داسې فكر وكړې چې اوسنيو حاكمو نظامونو ځكه غربي ډوله تعليمي نظام او نصاب خپل كړى چې په مادي ډګر كې پرمختګ وكړي. او د غرب دتعليم او ټكنالوژۍ له تجربې څخه استفاده وكړي. دا خبره تر ډيره حده معقوله ده. خو پدې هكله لاندې دوه مهمې خبرې ديادولو وړ دي.
۱ – مونږ كه ضرورت لرو نو هغه دغرب علومو او تخنيك ته دى، نه د غرب فرهنګ ، اخلاقو، نظرياتو، دين، او دژوند فلسفې ته خوپه اسلامي نړۍ كې وينو چې د تعليم او تربيې وزارتونه د غرب د علومو له خپلولو دهغه د فرهنګ خپلولو ته ډير ليواله دي. او په دې ډګر كې هر كال په لس ګونه ميليونه ډالره مصرفوي. كه دغه درانه مصارف د غربي فرهنګ او اخلاقو د ترويج په ځاى د علومو په ترويج، دلابراتوارونو ، په رامنځته كولو. او د تعليمي سامان آلاتو او وسائلو په اخستلو مصرفيدلاى ، نو پايله به ئې تر اوسنې حالت ډيره غوره وه.
۲ – كه دا ومنو چې د غرب د تعليمي نظام او نصاب خپلول د پرمختګ سبب ګرځي، او د پرمختګ په صورت كې به هيوادونه آزاد، او ولسونه دخپلې ارادي خاوندان شي، خو دا هم په عمل كې نه ليدل كيږ:ي. ډير اسلامي هيوادونه ښه لوړ صنعتى ميعار ته ورسيدل، ښې درنې وسلې او پوځي تجهيزات ئې هم جوړل كړل، ځينو ئې اتوم بم هم جوړ كړ. خو بيا ئې هم نه هيواد ونو ريښتنې آزادي وليدله، او نه ئې خلك دخپلې ملي ارادې خاوندان شول. له هر څه سره د استعماري هيوادونوپه خدمت كې پاتې دي. او دا له دي امله چې تعليمي نصاب ئې خپلو لوستونكو ته د آزادۍ او خپلې سياسي او ملي ارادې پيغام نه لري.
د اسلامي نړۍ دتعليم وزارتونو په تعليمي نصاب كې د تعليم معيار يواځې دومره ايښى چې لوستونكي ئې يواځې حكومتي ماموريت ورباندې وكولى شي او بس. دا چې تعليمي ميعارونه دې دومره لوړوي چې په لوستونكي كې ئې ابتكاري صلاحيتونه پيداكړي، او علم دې له نظريې څخه عمل ته واړوي ډير لږليدل كيږي. همدا سبب دى چې سره له دې چې په اسلامي نړۍ كې په ميليونونو ځوانان په مكتبونو او پوهنتونو كې عصري علوم لكه كيميا، فزيك، رياضي، بيالوژي، جيولوژي، او نورعلوم زده كوي، خو تقريباً يواځې يوفيصد ئې په دغو علومو كې د عمل ډګر ته راوځي. او له پاتې نورو څخه ئې زده كړي نظريات هم بيرته هير شي. كه په شلمه پيړۍ كې په اسلامي نړۍ كې دعصري تعليم بهير ته وګورو نو وينو چې څومره چې دعصري تعليم لمن خوره شوې په هماغه اندازه ددغه ډول تعليم لرونكي له دين ، معنويت، اسلامي اخلاقو او تهذيب څخه هم ليرې شوي دي. دا سمه ده چې دعصري تعليم په درلودونكو كې هم د اسلامي فكر ځينې ستر ستر پوهان رامنځته شوي. خو هغوى دعصري تعليم د پانګې او محتوى دخپلولو په نيتجه كې نه، بلكه هغوئ له دغه نصاب او نظام څخه دباندې په بل چاپيريال كې د اوسيدو، اوله مسلمانو مفكرينو څخه د تاثر په نتيجه كې رامنځته شوي دي.
كه په شلمه پيړۍ كې د اسلامي نړۍ سياسي او تحريكي بهيرته وګورو، نو بيا هم وينوچې ټول سيكولر( لادينه ) او يا الحاد ته مائل ( چپي ) احزاب او دهغوئ پلويان ټول دهمدغه عصري تعليم دمحيط چې له ديني روح څخه تش دى زيږنده دي. او دا هم ټولو مسلمانانو وليدل چې اسلامي نړۍ ددغه احزابو او دهغو له حاكميتونو څومره وكړيده. دهمدغه بې معنويته عصري زده كړې خاوندانو په اسلامي نړۍ كې په لكونو مسلمانان په منځنۍ آسيا، افغانستان، عربي او فريقائي هيوادو كې پدې خاطر ووژل، او يا يې په زندانونو كې بند كړل، چې هغوئ د معاصر جاهليت وارد شوي قوانين او نظامونه نه منل. او دخپلو اسلامي او ملي نواميسو او ارزښتونو په ساتلو ئې ټينګار كاوه. او له هغو څخه د دفاع په لاره كې هر ډول قربانيو ته حاضريدل.
كه په يوه عميق نظر د اسلامي نړۍ تعليمي بهير ته وګورو نو وبه وينو چې د تعليم په ډګر كې هر څه دغرب له لوري په ډيزاين شوې طرحه روان دي. او نتائج ئې هم په هماغه بڼه كې راڅرګنديږي چې غرب ئې غواړي. دغه ډول تعليمي انحراف له مسلمانو پوهانو او نظامونو څخه يو هر اړخيز سنجول شوى او انقلابي علاج غواړي. خو دا چې په اسلامي نړۍ تپل شوي پردي پالونكي حاكميتونه ددغه ډول جذري علاج په مخ كې خنډ واقع كيږي، نو طبيعي ده چې لومړى بايد د امت ريښتيني او مجاهد بچيان ددغه خنډ د له منځه وړلو لپاره راپورته شي، كه څه هم دغه كار به ديوې عبوري مرحلې لپاره په اسلامي هيوادونو كې يو څه اضطراب رامنځته كړي چې د تدبير، ثبات او استقامت په نتيجه كې به په خپله له منځه ځي.
د تقنين او نظام ډګر :
نظام او قوانين هغه څه دي چې د ټولنو او افرادو حقوق ، وجايب او مسؤليتونه تعينوي. او په ټولنو كې د فساد او اضطراب مخه نيسي .
خو د نظام جوړول او دقوانينو تصويب بايد د ټولنې د دين ، فرهنګ، اخلاقي او معنوي ارزښټونو، سياسي، اجتماعي، اقتصادي، تاريخي اوطبيعي واقعيتونواو حقائقوپه رڼا كې اود ټولنى درواني كيفيت په نظر كې نيولو سره تر سره شي. تر څو داسي نشي چې غوښتنې او ضرورتونه يو ډول وي، او نظامونه او قوانين بل ډول رامنځته شي. چې پدې حالت به بيا د ټولنې او قوانينو تر منځ جګړه او كشمكش يوه طبيعي نتيجه وي. له يوې خوابه خلك دخپلوديني، اخلاقي، اجتماعي، سياسي او نورو ارزښتونو د خوندي پاتې كيدلو لپاره مبارزه كوي، او له بلې خوا به نظام له خلكو څخه د قوانينو د تطبيق او رعايت دغوښتنې په لار كې له زوره كار اخلي.
كه د پورتني فطري او طبيعي فارمول په رڼا كې د اسلامي نړۍ اوسني وضعيت ته وګورو، نو وينو چې تقريبا په ټوله اسلامي نړۍ كې دولسونو او نظامونو ترمنځ له تيرې يوې پيړۍ راهيسې ترخه او نه تماميدونكې جګړه روانه ده. ددې جګړې يوطرف هغه مسلمان ولسونه، اسلامي تحريكونه او نهضتونه دي چې انسانان د الله بنده ګان ګڼي، او د هغوئ لپاره د الله دقانون پلي كيدل د ټول بشريت دسعادت مصدر ګڼي. هغوئ وايې چې انسانان الله پيداكړي، او هماغه الله د دوئ په غوښتنو، ضرورتونو، او استعدادونو تر هر چا ښه پوه دى. نو طبيعي خبره ده چې دهغه له لوري راليږل شوي قانون دې د بشريت دچارو تر ټولو ښه تنظيموونكى او سمبالوونكى وي، چې دهغه د تطبيق لپاره مسلمان ولسونه او اسلامي نهضتونه دخپل پايښت او يا له منځه تللو په جګړه اخته دي.
دجګړې بل لورى بيا هغه مستبد نظامونه ، او يا هغه جابر او سيكولر نظامونه دي چې دين اود مسلمانو ټولنو غوښتنو ته په هيڅ اهميت قائل ندي. مستبدو نظامونو د غرب او غربي استعماري قوتونو د برلاسۍ او د اسلامي قوانينو د له منځه وړلو لپاره داسې قوانين رامنځته كړي چې د ټولنې د فطري او طبيعي غوښتنو سره هيڅ اړخ نه لګوي. خو په عين وخت كې په خپل ټول قوت او فشار سره په مسلمانو ولسونو دخپلو نظامونو حاكميت او دخپلو وضعي قوانينو تطبيق ته دوام وركوي. چې پدې لاره كې د لكونو او يا ميليونونو مسلمانانو او آزدي غوښونكو دوژلو لپاره هم د هماغو قوانينو لمنه نيسي چې دوئ په خپله جوړ كړي دي .
د مسلمانې نړۍ دهيوادونو تقريباً ټول اساسي، حقوقي، مدني، جنايې، اقتصادي او نور قوانين له تيرې يوې يا يوې نيمې پيړۍ راهيسې په غربي بنسټونو ولاړ دي، چې د غربي هيوادونو داستعماري هڅو په نتيجه كې رامنځته شوي دي.
د اسلامي نړۍ په هيوادونو كې تقريباً ټول ملي او بين المللي تصاميم او فيصلې دهغو قوانينو او تړونونو په رڼا كې تر سره كيږي چې دغرب دمصالحو دخوندي ساتلو لپاره وضع شوي دي. د قوانينو په ډګر كې نه يواځې دا چې په سيمه ايزه توګه په هيوادونو كې غربي ډوله قوانين نافذ دي، بلكه د اسلامي هيوادونو حكومتونه په ټينګه دهغو نړيوالو او د بشري حقوقو او د ملګرو ملتو لخوا دجوړو شويو قوانينو منلو ته هم ژمن ګرځولي شوي، چې دهغوئ په وضع كې اصلاً اسلامي شريعت او د اسلامي نړۍ غوښتنو ته ځاى ندى وركړل شوى، خو غربي هيوادونو، دملګروملتو ادارې، د امنيت شورى، او نورو غربي ادارو خپلو دغو قوانينو ته داسې قداست وربښلى دى چې د قرآن او شريعت قداست ئې په مقابل كې ورته هيڅ اهميت نه لري.
دمثال په ډول كه يو كار هرڅو دين حرام كړى، او يا لازم كړى وي، خو چې د بشري حقوقو او يا نورو نړيوالو قوانينو سره چې اصلاً دغربيانو دمصالحو دخوندي كولو لپاره ليكلي دي، مغايرت ولري هلته به هرو مرو د شريعت په پرتله دغو غربي قوانينو ته ترجيح وركول كيږي، او دشرعي قانون د تطبيق مخنيوى به كيږي. او كه چيرې كوم هيواد د شرعي قوانينو په پلي كولو اصرار وكړي ، نو بيا به له ډول ډول تعزيراتو، او بنديزنو سره مخ كيږي او يا به په هغه هيواد كې د شرعي نظام د له منځه وړلو لپاره دسيسې او كودتا ګانې په كار اچول كيږي. او يابه ئې هم په مقابل كې د داخلي جګړې لپاره ځينې اقليتونه دحقوقو دغوښتلو په بهانه راپورته كوي او له هغو څخه به د بين المللي ملاتړ لپاره هر اړخيزې هڅې په كار اچوي. .
له دغه ډول غير فطري او تپل شويو قوانينو او نظامونو څخه د خلاصون په لاره كې له ډيرو اوږدو تكراري تجربو، مسلسل زغم، او صبر وروسته مسلمانو مفكرينو ته دا ثابته شوه چې د خلاصون يواځې يوه لاره شته او بس. او هغه لاره د مسلطو نظامونو پر خلاف ديوه مسلح جهادي او انقلابي پاڅون لاره ده، چې په نتيجه كې ئې بايد دغه د پرديو په لاس جوړ شوي نظامونه او دهغوئ لخوا نافذ شوي قوانين په يو مخيز ډول له منځه ولاړ شي. او په ځاى ئې پداسې حال كې اسلامي قوانين نافذ شي چې له هغو څه ددفاع په خاطر په سياسي، فكري، اجتماعي پوځي ، او علمي ډګرونو كې نه ستړې كيدونكې هڅې په لار واچول شي.

No comments:
Post a Comment