Sunday, 28 February 2010
يو مصرى سړى٢٦٠ اس پاوره زور لري
Saturday, 27 February 2010
د مارجې عملیات د کسپین د حوزې د تیلو د ژغورنده انتقال اول ګام دی
Friday, 26 February 2010
ميلاد النبي ص
سيدالمرسلين محمد مصطفى (ص) د احسن الخالقين په دغه مبارک فرمان چې ((جاءالحق وزهق الباطل)) ټولو ناروا ؤ ته د پاى ټکى کېښود ښځو ته يې ژوند وروباښه، په دې معنا چې عربو د جاهليت په زمانه کې دوى د نفقې، عار او شرم له ويرې ژوندۍ ښخولې دوى يې په دې وپوهول چې دوى د خداى بندگانې دى کوم حقيقي ذات چې دوى پيدا کړي دي هماغه ذات ورته رزق هم مقرر کړى ده او هغه به يې عزت ساتي.
د عکاظ په تجارتي مارکيټ کې چې ښځې د څارويو او پسونو په شان خرڅيدلې هغه د سپيڅلي نبي په بعثت سره منع شوي او ښځې ته يې د انسان په سترگه وکتل او په انسانيت کې يې هسک او منلى مقام ورکړ د اسلام له سپيڅلي او غوره دين څخه ترمخه چې د الله تعالى په نزد غوره دين دى ښځو ته په ميراث کې حق نه ورکول کيده خو د نبي کريم په بعثت سره دغه ناروا او ظالمانه رواج مردود شو او ښځو ته د مړي د اقرباؤ په حيث له مړى نه په پاتې شوي مال کې د ميراث حق ورکړل شو او له هغه محروميت څخه خلاصې شوى چې جابر انسان ورسره مخامخ کړى وي.
نبي کريم (ص) د اسلام غوره دين چې سپيڅلتيا يې ډېرو مغرورو اسلام دښمنانو هم منلې دنيا ته راوړي دي او ددغه مبارک او مقدس دين د خپرولو په لاره کې يې ډېر زحمت وويستو،د مردودوکافرانو مردودو ښځو له بام نه ورباندې خزلې او مرداري راغور زولې او دغې کافرې ښځې هره ورځ دغه کارکاوه خو يوه ورځ ترې دغه ناولى کارقضا شو حضرت محمد ص پوښتنه وکړه چې په فلاني کوڅه کې يوې ښځې تل مردارې راباندې غورځول خو نن يې دغه کار ونه کړ نه پوهيږم چې څه چل شوى دى ناروغه خو به نه وي چا ورته وويل چې : قربان هغه ښځه ناروغه ده حضرت رسول صلى الله عليه وسلم يې پوښتنې ته ورغى او ورته ويې ويل چې هره ورځ دې خزلې او مرداري راباندې غورځول خو نن دې دا کار ونه کړ خيريت خو به وي ناروغه خو به نه وي. ښځې چې د سيد المرسلين دغه اخلاق او دغه رويه وليدله ډېره خجالته شوه او سمدستې يې په حضرت محمد (ص) ايمان راوړ.
ددغه سپيڅلي ذات نيک اخلاق ؤ چې رب العزت يې د اخلاقو په باره کې فرمايلي دي ((وانک لعلى خلق عظيم)) ډېر وخت د رسول کريم نيک او غوره اخلاق ددې سبب شوي دي چې دښمنانه وضع لرونکي انسانان يې مسلمانان کړي او ددغه سپيڅلي ذات د اخلاقو په ليدلو سره يې د اسلام سپيڅلي دين قبول کړي د حضرت رسول کريم ص تبليغاتو دوه اړخه درلوده يو دا چې د اسلام دښمنانو ته به يې په وينا د نيکې لارې لارښوونه کوله او بل دا چې کله به کافرانو د نبي کريم (ص) نيک اخلاق ليدل نو دواړه به يې ايمان پرې راوړو او په ډېر عزت به ورته قايليدل د حضرت عمر فاروق رض د ايمان راوړلو او مسلمانيدلو قصه هر چاته معلومه ده چې د قريشو کفار يې له حيرت سره مخامخ کړل او دده په مسلمانيدلو سره اسلام خپل حقيقي او واقعي عزت پيداکړ او د مسلمانانو په شمېر کې زياتوالى راغى او په حجة الوداع کې يې چې د دوى وروستى حج ؤ مسلمانانو ته وفرمايل چې ((ما تاسې ته دوه شيان پريښي دي چې په هغو سره ستاسې عمل کول به تاسې له سمې لارې څخه نه ښويوي چې يو قرآن کريم دى او بل حديث دى چې په دغو دواړوشيانو باندې په عمل کولو سره به تاسې له سمې او نافعې لارې څخه نه بې لارې کيږئ چې له دغې نبوي لارښوونې څخه ځينو اصحابو دا معنا واخيستله لکه چې د خداى رسول (ص) نور له دې فاني نړۍ څخه گډه کوي او دايمي نړۍ ته رحلت کوي.
دا جهان د محمد په روى پيداشوى
محمد دى د تمام جهان ابا
رسول کريم د بشريت له پاره په زړه پورې خدمتونه کړي او هغه لاره يې ورته روښانه کړې ده چې لوى گړنگ ته ورروانه وه او د بشريت د تباهۍ سبب کيده.
دا وس او خضرج د قبيلو ترمنځ تباه کوونکي دوښمني د خداى ج دغه سپيڅلي پيغمبر ص چې د بشريت د نيکمرغۍ لپاره مبعوث اومامور شوي ؤ په دوستۍ بدله کړه د حجر الاسود د ايښودلو او ايښودونکو ترمنځ پيداشوى اختلاف همدغه مصلح ذات له منځه يوړو او په ټولو قريشو کې د محمدالامين په نامه مشهور ؤ صلوة او سلام دې وي د رب العزت په دغه محبوب
د حضرت محمد (ص) د ژوند مهمې پیښې
د حضرت محمد (ص) د ژوند مهمې پیښې دا دې
شپږم زېږيزه پېړۍ.
كال: ۵۴۵. د عبدالله بن عبدالمطلب زېږېدنه. ۵۷۱ م. د نبي عليه السلام زېږېدنه د فيل په كال كله چې د يمن واكمن حبشي ابرهه غوښتل په مكه مكرمه بريد وكړي، خو پدې بريد كې يې خپل سر وخوړ ۵۷۷م. نبي عليه السلام مدينې منورې ته له خپلې مور بي بي سره ځي، چې د لارې په اوږدو كې يې مور بي بي په حق رسېږي ۵۸۰ م. دنبي عليه السلام د تره عبدالمطلب مړينه ۵۸۳ م. له خپل تره ابو طالب سره د شام په لورې په سوداګريز كاروان كې يون پېل كول، كله چې يهودي راهب بحيرا په بصره كې د هغه ونې لاندې وليده چې ښاخونه يې په نبي عليه السلام باندې راښكه كړي وه، نو نوموړي راهب ابو طالب ته دده په خوندي ساتلو كې سپارښتنه وكړه ۵۸۶م. د حرب الفجار جګړه كې ګډون كول ۵۹۴ م . نبي صلى الله عليه وسلم له سيده خدېجه رضي الله عنها سره په سوداګرۍ كې مرسته كوي، او د هغې سوداګريزه مالونه د شام په لورې وړي.نبي عليه السلام له خديجې رضي الله عنها سره واده كوي. ۵۹۵ م
اووم زېږيز كال :
كال۶۰۵ م. نبي عليه السلام د توره ډبره (حجر الاسود) د ټولو قرېشو په استازيتون د كعبې شريفې په دېوال كې كېدې ۶۱۰ م . د لومړي ځل لپاره د حرا په غار كې وحې (قران) راغله، او د څښتن تعالى له لورې رسول غوره شو ۶۱۳ م. رسول عليه السلام د ساره غره په څنګ كې خلك اسلام ته راوبلل ۶۱۴ م . رسول عليه السلام بني هاشم اسلام ته راوبلل ۶۱۵م. د مسلمانانو زورول د قرېشو لخوا، او د ځينو كډه كېدنه حبشې ته په لومړي هجرت كې ۶۱۶ م. د مسلمانانو دوهمه كډه كېدنه حبشې ته ۶۱۷ م. د قرېشو لخوا د اړيكو پرېكول او د رسول صلى الله عليه وسلم او د بني هاشم راګېرول په شعب كې د مكې څخه له باندې ۶۱۹م د بنديزونو پورته كول. د ابو طالب او خديجې د( رسول الله صلى الله عليه وسلم
ماندينه) رضي الله عنمها مړينه. او دا كال د خپګان په كال ونومول شو۶۲۰ م . د رسول الله صلى الله عليه وسلم سفر طايف ته. او د اسرا او معراج سفر. ۶۲۱م. د عقبه لومړې تړون. ۶۲۲م. د عقبه دوهم تړون. او د رسول الله صلى الله عليه وسلم هجرت يثرت (مديني) په لورې. ۶۲۴ م . د بدر غزا چې د مسلمانانو په بري تمامه شوه. او د بني قېنقاع يهود له مدينې منورې څخه وشړل شول. ۶۲۵م. د احد پېښه او د ۷۰ صحابه ؤ په شهادت رسېدل د منى له كوهي سره، او د بني نظير يهودو شړل له مدينې منورې څخه. ۶۲۶م. د بني المصطلق غزا. ۶۲۶م . د خندق غزا.. ۶۲۷م. د رسول الله صلى الله عليه وسلم او قريشو ترمنځ د حدېبيې تړون. ۶۲۹م.حجة الرسول لمكة . د مؤتة غزا د روم پرضد. ۶۳۰ م .د مكې برې . ۶۳۱ م . د تبوك غزا. عام الوفود ۶۳۲م . حجةالوداع . د رسول الله(ص) مړينه . دحضرت ابوبکر صدیق (رض) غوره كول د رسول الله د خليفه په توګه. او د اسمامه (رض) په مشرۍ يوه ډله مجاهدين د شام په لورې لېږل..
نبوت په محمد(ص) باندې تمام شو
نشته پس له محمده انبيا
دمرجې عملیات که دیویشتمې پېړۍ دوحشت بېلګه
دمارجې دجګړې په اړوند دناټو او دولت له لوری دومره تبلیغات وشول چی ته به وایی دنړی ستر پوځی ځواک یعنې دناټو قواوی چی په افغانستان کې د ۴۲ هیوادونو ملاتړاو ګډون ورسره دی دبلی کومی کری (سیارې) له جګړه ییزه ځواکونه سره غواړی جګړه وکړی نه دافغانستان غوندې دبېوزلې هیواد دیو ه لرې پراته ولایت دیو ې کوچنۍ ولسوالۍ له یوې سیمې سره !؟ خو اوس چې لیدل کېږی نو همداسې ده .
دعملیاتو په پیل کې دناټو قوماندانانو او دولتی چارواکو وویل چی دملکی تلفاتو دنه رامنځته کیدو له کبله دغه عملیات پڅ روان دی اوهم وویل شول چې په کې ملکی تلفات به کم وی. خو څه ډول چې لیدل کېږی ملکی تلفات هم په کې ښه پریمانه دی اونورې سرغړونې خو لاپرېږده ، دمطبوعاتو اوبینوا ویب پاڼې له قوله ان داچې دې تلفاتو ته په لیدو سره دمارجې نارینه خو څه کړې چې ښځو یی هم دبهرنیانو په وړاندې وسله راپورته کړه او لکه عابده ترور چې په بدو امه مشهوره وه بهرنیانو باندې یی خپل ټوپک را اوچت کړ چې ددرې تنو په وژولو اوپنځو تنو په ټپی کولو سره یی خپله هم دشهادت مقام ترلاسه کړ. داسمه ده چې افغانان ډېر غیرتی دی او په سیمه کې مخالف جګړه کوونکی دخپل بری او ناټو ځواکونو ته دتلفاتو اړولو په هکله خبرې کوی خوخدای خبر چې په سیمه کې به څه ناتار جوړوی .
دلته سوالونه راپورته کېږی چې څه شول هغه دبشری حقونو ادعا لرونکی او څه شول هغه دافغانی هویت مدعالرونکی چې هیوادوال یی په اور سوزېږی او ددوی له خولې غږ هم نه پورته کېږی؟ څه شول هغه دسولې او پخلاینې ادعالرونکی چی مخالفین یی خپل ورونه بلل؟ ايا خپل ورونه وژني؟ او څه شول هغه دخلکو استازی چې ترپرونه یی دولس دوستی ټټرونه وهل خو اوس دخپل ولس قتل عام ته په رډو رډو ګوری؟
وسله وال خو به دخپل مورال لپاره هرڅه وایی خو څوک پوهېږی چی په مرجه کې به زموږ په ماشوم ، سپین ږیری ، ښځو او ځوانانو باندې څه تېریږی ، آیا ددوی پوره ځوریدو ،کړاو او ژوندی مرګ لپاره همدا دشوبلو ، الوتکو او مردکو غږونه کافی نه وی چې ووایو نه هلته ملکی مرګ ژوبله نشته ؟ ايا دهغوی لپاره همدا وژونکی نه ده چی ووینی په زرګونه بهرنی نامسلمان عسکر یی دشپې او دورځې په داسې حال کې چې ددوی زنانه په کورونوکې دی پرته له پوښتنې او په خورا وحشیانه ډول ددوی کورنو ته ورننوځی ؟
ای افغان اولسه اود مرجې مظلومو خلکو! الله مو حافظ او ناصر شه تاریخ پېښې ډېرې لیدلی چنګیز اونورو ظالمو جګړه مارو او ښکیلاکګر و هم ډېر کلی او ښارونه په همدې توګه جګړېزو عملیاتو لاندې کړی . تاسې دجګړو اوبېرحمیولومړنی قربانیا ن نه یاست. دیو یشتمې پېړۍ تکنالوژۍ چې څومره پرمختګ کړۍ ظلم وحشت او تیری یی هم په همغه کچه پرمختګ کړی دی خو څرنګه چې تیر تاریخ اوس بدل شوی دا وختونه به هم تیر شی. افسوس دهغو په حال چی تاریخ پری لعنت ووایی او الله هم هغه انتقام تر ې واخلی چې دمرجې وحشت به بیا ترې هېر کړی.
حقیق وردګ
که ولشمر ژاړي نود ولس دې بیا خداې مل شي
په حالاتو انګېرنه
په اوسنیو حالاتو کې زموږ هېواد او هېوادوال خو په ځانګړي توګه د ټولنې نیمه برخه لا زیات چې ښځې تشکیلوي د ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او د سینې څښېدو په حالت کې خپل ژوند پر مخ بيايي . لکه د ژرندې دل شوې دانه د دوؤ تیږو ترمېنځ په حیرانتيا کې د هر راز پرمختګ او ژوند کولو نه سل کاله وروسته پاتې شوي دي او د رنځ او مقاومت تر مېنځ د ژوندي پاتې کېدو هڅه کوي.
اوسني حالات دا راته په ګوته کوي چې زمونږ په وروسته پاتې هېواد کې ولس د امریکې او غربي هېوادو لخوا تر يوه عجیبه فشار لاندې راغلي دي چې په هېواد کې دننه او د باندې کوم هېوادوال چې د پوهانو په نوم ځانونه د تدبیر خاوندان بولي يا پدغه اوسني حکومت کې ښکېل شوي نامتو کسان چې د اشغال شوي وطن خدمتګاران دي د ملګرو ملتونو د جهاني پلي شوي قانون نه په بې خبرۍ کې نه يوازې ځانونه تباه کوي بلکه زمونږ هېواد لکه دا نن د تل لپاره د بدمرغۍ سره مخامخ کوي ځکه چې دغه کسان نه يوازې د امریکې اخیستي مريان دي بلکه د هغه سالم تفکر خاوندان ندي کوم چې د ولس هیله ده. يو خوا د ستونزو د حل مېړني ندي له بل پلوه پدې فکر نه کوي چې د نن ستونزې په هېواد کې له دوؤ افراطي ډلو نه رامنځ ته شوي دي . لمړی د امريکې او غربي هېوادو بې بنياده افراطي ډېموکراسۍ د پلي کولو وجه ده چې په يوه دودیزه او نالوستې ټولنه کې ېې راوستل نه يوازې ستونزمن کار دی بلکه له وخته مخکې ېې بللی شو.
دوېمه ډله چې د افراطي بنسټ پالونکو هغه غوښتنه ده چې لمړی د يویشتمې صدۍ سره په ټکر کې ده او دويم دا چې زمونږ په کلتوري ، فرهنګي ، او په غني ادب پالونکې ټولنه کې د احمدشاه بابا له دوران نه چې د قبایلي دورې نظام ؤ تر داؤد خان پورې چې د جمهوري رياست موسس ؤ، افغانستان په يوه داسې نظام کې روان و چې هېڅ راز افراطيت پکې ځای نشوای نیولی چې هم پکې د دین تحفظ حاکميت درلود او هم پکې د ملي حاکميت ډېموکراسي په تعدل سره محفوظه وه . چې ددغه په وجه زموږ په پېژندل شوې ټولنه کې په هېڅ صورت افراطي نظام که له هر پلوه وي، راتلای نشي .
زما په اند د دغو دواړو افراطي ډلو ترمېنځ زموږ په هېواد کې ډېره بې عدالتي او بې انصافي زموږ د ښځينه طبقې په وړاندې روانه ده چې دا روان حالت نه د او نه هم د منلو وړ ګڼل کېږي . موږ افغاني ښځې د امريکې او غربي نړۍ ډېموکراسي نه غواړو ، تر هرڅه دمخه موږ له خپلې ټولنې نه د انساني کراماتو له مخې انساني حقوق غواړو چې زموږ د شخصیت په وده کې موږ ته تحفظ راکړ شي زموږ د عزت ساتنه وشي موږ ته امن راکړ شي وروسته تر دې د موږ ته دلوست او لیک شرايط برابر کړای شي چې موږ د هرراز پوهې په لاس ته راوړو سره د خپل حقوق او د خپلې ټولنې او وګړو حقوق وپېژنو . زمونږ په هېواد کې تراوسه د سړو حقوق نه دي پرځای شوي کله چې زموږ په خلکو کې دا پوهه نه شته چې خپل د ځان د خپلې ټولنې او د خپل هېواد حقوق وپېژني، نو څنګه کېدای شي چې د ښځو حقوق وپېژني؟ له هرڅه مخکې پکار دا ده چې د نارینه ؤ لپاره د پوهې او زده کړې شرايط برابر شي هغه پوهه چې وتوانېږي د ښځو حقوقو ته درناوی وکړي.
په يوه هېواد کې چې امن نه وي د نارینه ؤ د حقوقو تحفظ نه وي ، کار نه وي کور نه وي، کر او کښت نه وي، ښوونکی او زده کوونکی نه وي ، ښوونځی او مدرسه نه وي په هغه هېواد کې څرنګه کولی شو چې د ډېموکراسۍ چیغې ووهو؟
زموږ په هېواد کې د امن د نشتوالي له سببه د زورواکۍ، بلواکۍ ، او د بې قانونه حکومت له وجې ملک الطوايفۍ نظام روان او چلېږي. هغه د چا خبره ، ٫٫ زیارت کې بنډاره ده، خورې تم پسې راځه ،،.
چې دا ټوله بدمرغي د امريکې او غربيانو د زورواکۍ او زموږ د بلواکه حکومت د آزاد بازار په نوم انارشي ده چې زموږ د مظلوم ولس او بې پولې هېواد ېې د هر راز بدبختۍ په جال کې د خپلو ګټو لپاره ښکېل کړی دی . د پوهې دروازې ېې پرې تړلي دي، د اقتصادي وحشت په ستونزو ېې اخته کړی دی. د کار او روزګار مخه ېې په وژلو، ټکولو، جېلونو او خپل منځي شخړو اړولی دی . لنډه دا چې په دا ټولو سربېره زموږ زړور ولس د يوه روحي فشار لاندې چې بهرنيانو او داخلي غرب پلؤو ترسخت تهدید لاندې دي چې ټولنه ېې د اخلاقي فساد پلور روانه کړېده په ماشومو نجونو او هلکانو باندې د جنسي تېريو لړۍ د زور او زرو له لارې ترسره کېږي د عدالت ، د انصاف تله د زورورؤ د زور په بدل کې سپکه شوې څه چې بلکل له منځه تللې ده.
په ټولنه کې د بې بزاعته ژوند له کبله ولس د مرګ په مېنځ کې راښکېل شوی دی د حق ناره او د ريښتيا وييلو خولې ګونګۍ شوي دي چې هغه بُږنوونکي غږونه چې د يوې مظلومې مور، بې ګناه ښځې او معصومې خور له خولې د نړۍ غوږو ته ورسوي. هغه خولې ماتې، هغه ژبې ګونګۍ او هغه سترګې ړندې شوي دي ، چې د انساني کراماتو له مخې د سپېڅلي مذهب د روایت ، د پښتو او افغانیت د پت او افغاني غیرت له مخې ېې په عقلي تفکر، په عمل کې څرګند کړي . دا ځکه چې سر نلرو نو سرور به له کومه کړو؟ په هېواد کې د انارشۍ (ګډوډۍ) بهران روان دی . امریکا او غربي زور واکان او زموږ د ټولنې بلواکان سره يوځای شويدي . د ولس د وينو په خړو کې خپل د ګټې کبان نیسي . د زمرو له نشتوالي ، ګیدړان چارواکي کوي . په اوسني بهراني حالاتو کې تاسو وواياست چې زمونږ د وران شوي ویجاړ شوي او اشغال شوي هېواد په ټولنه کې به ښځې څه حال لري؟
زه دخپل هېواد ټولوافغانو ښځو ته خواست کوم چې دا فکر مه کوۍ چې څوک ياست، په کوم ځای کې ياست څه کاره ياست؟ خو صرف او يوازې داسې وګڼۍ چې په هرځای کې د افغانې ښځې په حیث يو اتحاد اتفاق او يو لاس د نړۍ ښځو ته د خپل انساني حقوقو د تحفظ او امن غږ اوچت کړۍ او د خپل اسلامي او افغاني دود سره سم په خپلې ټولنې، د مهربانو میندو پشان زړه وسوځۍ او ټولنې ته د بدمرغۍ نه د خلاصون او سمون پخاطر، ښه سالم، د تفکر خاوندان ، کلتور او فرهنګ خاوندان د سالمو مسلمانانو په توګه خپل راتلونکی نسل وروزۍ چې د هېواد پالنې او انسان دوستۍ بېلګه شي. ځکه چې ښځه د سولې سمبول ده، ښځه د ټولنې د سمون او آبادۍ وجه ده ښځه په يوه لاس زانګو زنګوي او په بل لاس جهان.
نجیبه سارا بیاباني
په ایتلافي ټلوالې باندې دمشترکوعملیاتو منفي اغیزې
دعملیاتوپه پیل کې نړیوال پوځي اوسیاسي کارپوهان په دي نظرول چې حتما به دغه ځواکونه دلسګونو الوتکو اوزرګونوشوبلو اوزغروالونقلیه وسایطوپه ملتیا په دې توانیږي چې مارجه دطالبانوله شتون څخه تصفیه اوبیا به دغه پوځي لاسته راوړنه په افغانستان کې دبهرنیوځواکونودمشرجنرال سټانلي مکریسټال ترقیادت لاندې داوبامادپوځي استراتیژي دعملې بیلګې په توګه نړیوالوته واړندې کړي.
دعملیاتوپه پیل کې داخبره دټولونړیوالوخبري رسنیو له لوري اعلان شوه چې دمارجې مشترک عملیات دجګړې دطرفینولپاره دبُردوباخت(ګټل اوبایلل) وروستی چانس دی .
همدا لامل وه چې امریکایانودمعمول خلاف ددغوعملیاتوترپیلیدونیږدې یوه اونۍ تر مخه یوپراخ تبلیغاتي کمپاین په کارواچاووه،اوله هواڅخه یې دخبرپاڼوپه وسیله طالبانوته دتسلیمۍ اودمارجې اوسیدونکوته دطالبانوله ملاتړڅخه دلاس اخیستلو اخطارونه ورکړل .
بلآخره عملیات پیل اوله دې سره یوځای په مارجه کې دمیشتومحدودوطالبانواو۱۵۰۰۰نړیوالومجهزوځواکونوترمنځ دپوځي مسابقې خونړۍ صحنې دنړیوالوتلویزوني شبکوپرمخ يوپه بل پسې نندارې ته وړاندې کړل شوې.
خوپه دغوعملیاتوله یوې اونۍ تیریدو وروسته په مارجه کې دطالبانوسخت مقاومت هم دعملیاتودمنسجموونکو اوهم دسیاسي شنونکوهغه اټکلونه او وړاندوینې چې ددغې جګړې دپایلوپه اړه یې لرل ټول غلط ثابت کړل.
پنځلسوزروبهرنيو ځواکونو له خپلوټولوهغوپوځي احضاراتو،پرمختللیووسلو اوپراخ تبلیغاتي کمپاین سره ونه کړای شول چې دمارجې سیمه دطالبانوله محدودشمیروسله والوڅخه تصفیه کړي ؛ تصفیه څه چې په مارجه کې په مقاومت برسیره دهلمند په نوروسیموکې دهغو حملې لازیاتې او په نادعلي ، موسی کلا،ګرمسیراوخپله لښکرګاه ښارکې دبهرنیوځواکونوپوځي مراکزتربریدونولاندې ونیول.
دناټوتړون ټول غړي هیوادونه چې دافغانستان نه ګټونکې اونه خلاصدونکې جګړې سخت ستړي کړي ټول په ډیردقت سره دمارجې دمشترکوعملیاتولحظې څارې اوپه هغې کې دیوې یوې لویشتې په وړاندې والي اوشاته والې حساب کوي .
هغوﺉ چې دخپلودغودقیقوڅارنواومحاسبوله مخې دمشترکوعملیاتوپایلې ګوري هغه دځان په ګټه نه ورته ښکاریږي همدالامل دی چې ددې تړون ځیني غړي هیوادونه لا دمارجې دپوځي مسابقې ترپای لوبې له مخه لا له افغانستان څخه دخپلوپوځیانو په بیرته ایستلوغورکوي.
ددغوهیوادوله جملې څخه یوهم دهالنډهیواد دی چې خواشا۲۰۰۰ سرتیري یې په افغانستان کې دناټوترمشرۍ لاندې دطالبانوپه خلاف جګړه لګیا اودسږني کال اګست میاشت یې دلته دمیشتيدلواخیري نیټه ده .
دلندن له کانفرانس نه وروسته دناټوسرمنشي راسموسن داوباما په غوښتنه دهالینډ دایتلافي حکومت له لومړي وزیرجان پیتر بالکنندي نه وغوښتل چې په افغانستان کې دې دخپلوسرتیروموده د۲۰۱۱کال تراګست پوري تمدیدکړي .
خوکله چې دروان کال فروري په شلمه نیټه دجان پیترله لوري دناټودسرمنشي دغه غوښتنه دهالینډپرلمان ته وړاندې شوه دهالنډدایتلافي حکومت دغړیو له خوایې په ټینګه مخالفت وشو اوپه نتیجه کې یې د جان پیترایتلافي حکومت هم وشړیدو.
هالینډچې دامهال یې ۱۹۵۰ سرتیري په روزګان ولایت کې دطالبانوپه خلاف جګړه لګیادي غواړي چې له افغانستان څخه دخپلو ځواکونووتل په خپل تاکلي وخت چې دراتلونکی اګست له لومړۍ ورځې سره سمون خوري پیل کړي ؛چې دغه کارپه خپل ذات کې دناټوتړون په نوروغړیوهیوادونوپه تیره په افغانستان کې دجګړې په جبهه کې دهغوﺉ دسرتیروپه مورال یوه منفي اغیزه کوي.
همدا اوس دناټوتړون پوځي چارواکې ددغه تړون له یوه بل غړي هیوادجرمني څخه په ټینګه غواړي چې دهالینډي ځواکونوله عقب نشیني وروسته خپل ځواکونه دروزګان ولایت ته واستوي ترهالته منځته راغلې تشه ورباندې ډکه کړي خوجرمني دیته نه دی تیاردی چې خپل ځواکونه دشمال له نسبتا ارامه سیمې څخه دجنوب لویدیځ زون جنجالي سیمې روزګان ولایت ته ولیږي.
آسترالیا اوفرانسه دناټوتړون دوه نورغړی هیوادونه دي چې دامریکا له غوښتنوسره سره دیته تیارنشول چې افغانستان ته نورعسکرولیږي .
په هرصورت تراوسه لا دمشترکوعملیاتواوپه مارجه کې دروانې پوځي مسابقې دوې اونۍ ندې پوره شوي چې منفي اغیزویې داروپاپه زړه کې حکومتونه ولړزول نوربه وروسته ولیدل شي چې دمیاشتې په پوره کیدوسره خبره کوم ځای ته رسیږي .
دمارجه والو اوبهرنیوځواکونوترمنځ دروانې پوځي سیالۍ له لومړنیوپایلو څخه خودا جوتیږي چې دمارجې کلیوالې دښتې اورغونه دلندن او واشنګټن نازولیو ته د دوﺉ درالیږلو ښاغلیودمرګ ژوبلې ترخه پیغامونه لیږي ؛ خبره نوره په دغوښاغلیوپوري تړاولري چې له دغوپیغاموڅخه په عبرت اخیستوسره خپلوهیوادونوته درسیدولپاره کومه لاره خوښه وي :
له جګړې نه په لاس اخیستوسره په راغلیوجازونوکې دواپسي خوندوره لاره ؛ اوکه په مارجه کې له وژل کیدووروسته دحسرت په کفنونواوتابوتونوکې اوبیرغونوکې دتاویدلو لار!!!؟
شاهد غزنیوال
دوخت ملاله شهیده عابده ترور
عابده ترور\امه چي په « بیدوامه » مشهوره وه ،دهلمندولایت دنادعلي ولسوالۍ دمارجې د لوي چهارراهي اوسیدونکې وه .عابده دشوروي لښکروپرضدیوه نومیالۍ زړه وره اوځیرکه قوماندانه وه چي، تل به یې دخپلوبچیانواوقریبانودمشرپه توګه پرروسانواودهغوی پرګوډاګیانوداسي هېښونکي حملې کولې چي، په مقابل کي به یې داسلام اوهیواددښمنانوبېله مرګ ، تیښتي اوپښېمانتیاڅخه بله چاره نه درلوده .دځوانوزامنومورعابده دروسانودوتلوڅخه وروسته په کورنیواوټولنیزوخدمتونوبوخته سوه په ځانګړې توګه په افغاني اسلامي دودیزه ټولنه کي یې دخپلوهمجنسانو(ښځو)سره دکورني ژوند،ناروغیو اونوروستونزوپه حلولوکي نه ستړي کیدونکي هلي ځلي کولې هغوی به هم دخپلوستونزودرفعه کولوپه خاطر«بیدوامه» ته مراجعه کوله اولازمي لارښووني اومشورې به یې ځني اخیستلې ؛ آن کله ناکله به نارینه وولاهم دخپلومشکلاتوغوټه تردې پوري راوړله اودې به په ډیرمهارت اوتدبیرسره ورخلاصوله اوپه راتلونکي کي به یې دمشکلاتوسره دمبارزې اودیوډاډمن ژوندپه موخه خپلي مشورې اوتجربې ورسره شریکولې .په ټوله کي عابدې ترور(بیدوامه )پرټولي سیمي دیوې زړسواندي مورپه توګه دخواخوږۍ اومهربانۍ پلو(څادر)خپورکړی ؤ.
کله چي په ۲۰۰۱زکال کي دامریکاپه مشرتوب یرغلګرځواکونه افغانستان ته راغلل اوددغه لرغوني ویاړلي هیوادمځکه اوفضایې اشغال کړه لکه چي لوستونکي پوهیږي دهیوادپه ګوټ –ګوټ کي یې پرضدمخالفتونه راوټوکیدل اوبیایې ورو- ورو دیوپیاوړي ملي پاڅون بڼه غوره کړه آن تردې چي دپلارمېني کابل چي دیرغلګرواوټوپکسالانوترخوراقوي امنیتي پوښښ لاندي دی په زړه کي په سپینه ورځ وسلوالي اوفدایې حملې ترسره کوي اودعملیاتوڅخه وروسته بیرته خپلومرکزونوته په خوندي توګه ستنیږي .په ځانګړې توګه هلمندیوله هغوولایتونوڅخه شمېرل کیږي چي دنوروولایتونوپه پرتله پریرغلګروډیري حملې ترسره کیږي اوبرعکس په تېرواتوکلونوکي داشغالګروله خواهم په همدې ولایت کي ډیرعملیات ترسره سوي دي اولاهم متأسفانه روان دي چي، په نتیجه کي یې په زرهاووملکي هیوادوال شهیدان اوټپیان سوي دي اوپه لسهاووزره یې دخپلوکورونوپرېښوولوته اړایستل سوي دي .هلمندیوازي په تېر۲۰۰۹زکال کي دیرغلګرودڅوپرله پسې پراخواولویوعملیاتولکه : دخنجر،دپړانګ دپنجې ،دښاماردقهراو.....کوربه اوګټونکی ؤاودډیروصلیبی نابللومیلمنومغروري ککرۍ یې ورغړولې .
اوس دادی یوواربیاد۲۰۱۰زکال دفبروري په سړه میاشت کي دیرغلګرودکسات لمبې غړاندي سوي دي اودهمدې میاشتي پر۱۲مه نېټه یې دنادعلي ولسوالۍ مربوط دمارجې پرسیمه دپنځلس زره مجهزوپوځیانوپه بدرګه یرغل راوړترڅویاده سوې سیمه دطالبانودولکې څخه وباسي اوخپل اشغالي پلانونه پکښي پلي کړي ؛ خودمارجې ولس داسي مقاومت اوشهامت وښودچي نړیوال یې دحیرت په سمندرکي لاهوکړل .هودغو ددین اووطن په مینه مست شمله وروشازلمیانودصلیبي ټلوالي دپنځلس زره کسیزلښکرمخه داسي ډب کړه چي ،دوتلولاریې ځني ورکه کړې ده اوپه ډیرسرسامه حالت کي دلته اوهلته په لارو،فصلونواودویالوپرغاړودبودګانوپه څېرپنډوي . نه پوهیږي چي پرکوم لوري ،چیري اوڅنګه دتیښتي لاره خپله کړي .
عابدې دخپل کاله پرشاوخواد نیواکګرو پوځیانوډلې – ډلي لیدلې چي دخرواووحشي ځناوروپه شان منډي ،کریږي اورمباړي وهي اوچي دکوم افغان سره مخامخ سي بې پوښتني -ګروېږني یې لومړی پرمځکه راڅملوي لاسونه اوپښې یې ورتړي اوبیاپوښتني ځني کوي چي ،طالبان چیري دي ،هله ! ژرکوه طالبان راوښیه ! کنې ځای پرځای دي ضربه (پیر)کوواویادي دزندان میلمه کووچي بیابه هیڅکله هم دکورکلي ،بچیانواوقریبانومخ ونه وینې ! . دپورته یادسوي حالت په لیدلواوپه همدې سیمه کي دنیواکګروله خواد۱۲تنوملکي هیوادوالوچي زیاتره یې ښځي اوکوچینان وودشهادت په اوریدلو دعابدې زړه له درداوخروښه پړسیده اودصبرکاسه یې شېبه په شېبه ډکیدله ،بلاخره «عابدې امه » چي عمریې دپنځوس اوشپېته کلونوترمنځ ؤ،د۲۰۱۰ز،دفبروري پر۱۶مه نېټه دملالي میوندۍ په پیروي چي ۱۸۸۰زکال کي یې په ورڅېرمه سیمه میوندکي دفرنګي یرغلګروپرضددسپه سالارغازي محمدایوب خان دلښکرماته ددې ټپې په ویلوچي : «که په سنګرکي شهیدنه سوې خدایږولالیه بې ننګۍ ته دي ساتینه » په سوبه ورواړوله . یوواربیاخپل پخوانی ټوپک راواخیست اودفرنګي + امریکایې یرغلګروپریوې ډلګۍ چي دکورومخ ته یې پنډ ه وه دمرمیودډک شاجورپه ورپیرکولودرې تنه اشغالګرعسکر مړه اوپنځه یې ټپیان کړل چي، په متقابلوډزوکي یې دهمدې بې رحمه دښمن بې شمېره خوني مرمۍ پرټټرولګیدې اوداجل داعي ته یې لبیک ووایه .انالله واناالیه راجعون .روح دې ښادوي تل دي یادوي .
په ایتلافي ټلوالې باندې دمشترکوعملیاتو منفي اغیزې
دعملیاتوپه پیل کې نړیوال پوځي اوسیاسي کارپوهان په دي نظرول چې حتما به دغه ځواکونه دلسګونو الوتکو اوزرګونوشوبلو اوزغروالونقلیه وسایطوپه ملتیا په دې توانیږي چې مارجه دطالبانوله شتون څخه تصفیه اوبیا به دغه پوځي لاسته راوړنه په افغانستان کې دبهرنیوځواکونودمشرجنرال سټانلي مکریسټال ترقیادت لاندې داوبامادپوځي استراتیژي دعملې بیلګې په توګه نړیوالوته واړندې کړي.
دعملیاتوپه پیل کې داخبره دټولونړیوالوخبري رسنیو له لوري اعلان شوه چې دمارجې مشترک عملیات دجګړې دطرفینولپاره دبُردوباخت(ګټل اوبایلل) وروستی چانس دی .
همدا لامل وه چې امریکایانودمعمول خلاف ددغوعملیاتوترپیلیدونیږدې یوه اونۍ تر مخه یوپراخ تبلیغاتي کمپاین په کارواچاووه،اوله هواڅخه یې دخبرپاڼوپه وسیله طالبانوته دتسلیمۍ اودمارجې اوسیدونکوته دطالبانوله ملاتړڅخه دلاس اخیستلو اخطارونه ورکړل .
بلآخره عملیات پیل اوله دې سره یوځای په مارجه کې دمیشتومحدودوطالبانواو۱۵۰۰۰نړیوالومجهزوځواکونوترمنځ دپوځي مسابقې خونړۍ صحنې دنړیوالوتلویزوني شبکوپرمخ يوپه بل پسې نندارې ته وړاندې کړل شوې.
خوپه دغوعملیاتوله یوې اونۍ تیریدو وروسته په مارجه کې دطالبانوسخت مقاومت هم دعملیاتودمنسجموونکو اوهم دسیاسي شنونکوهغه اټکلونه او وړاندوینې چې ددغې جګړې دپایلوپه اړه یې لرل ټول غلط ثابت کړل.
پنځلسوزروبهرنيو ځواکونو له خپلوټولوهغوپوځي احضاراتو،پرمختللیووسلو اوپراخ تبلیغاتي کمپاین سره ونه کړای شول چې دمارجې سیمه دطالبانوله محدودشمیروسله والوڅخه تصفیه کړي ؛ تصفیه څه چې په مارجه کې په مقاومت برسیره دهلمند په نوروسیموکې دهغو حملې لازیاتې او په نادعلي ، موسی کلا،ګرمسیراوخپله لښکرګاه ښارکې دبهرنیوځواکونوپوځي مراکزتربریدونولاندې ونیول.
دناټوتړون ټول غړي هیوادونه چې دافغانستان نه ګټونکې اونه خلاصدونکې جګړې سخت ستړي کړي ټول په ډیردقت سره دمارجې دمشترکوعملیاتولحظې څارې اوپه هغې کې دیوې یوې لویشتې په وړاندې والي اوشاته والې حساب کوي .
هغوﺉ چې دخپلودغودقیقوڅارنواومحاسبوله مخې دمشترکوعملیاتوپایلې ګوري هغه دځان په ګټه نه ورته ښکاریږي همدالامل دی چې ددې تړون ځیني غړي هیوادونه لا دمارجې دپوځي مسابقې ترپای لوبې له مخه لا له افغانستان څخه دخپلوپوځیانو په بیرته ایستلوغورکوي.
ددغوهیوادوله جملې څخه یوهم دهالنډهیواد دی چې خواشا۲۰۰۰ سرتیري یې په افغانستان کې دناټوترمشرۍ لاندې دطالبانوپه خلاف جګړه لګیا اودسږني کال اګست میاشت یې دلته دمیشتيدلواخیري نیټه ده .
دلندن له کانفرانس نه وروسته دناټوسرمنشي راسموسن داوباما په غوښتنه دهالینډ دایتلافي حکومت له لومړي وزیرجان پیتر بالکنندي نه وغوښتل چې په افغانستان کې دې دخپلوسرتیروموده د۲۰۱۱کال تراګست پوري تمدیدکړي .
خوکله چې دروان کال فروري په شلمه نیټه دجان پیترله لوري دناټودسرمنشي دغه غوښتنه دهالینډپرلمان ته وړاندې شوه دهالنډدایتلافي حکومت دغړیو له خوایې په ټینګه مخالفت وشو اوپه نتیجه کې یې د جان پیترایتلافي حکومت هم وشړیدو.
هالینډچې دامهال یې ۱۹۵۰ سرتیري په روزګان ولایت کې دطالبانوپه خلاف جګړه لګیادي غواړي چې له افغانستان څخه دخپلو ځواکونووتل په خپل تاکلي وخت چې دراتلونکی اګست له لومړۍ ورځې سره سمون خوري پیل کړي ؛چې دغه کارپه خپل ذات کې دناټوتړون په نوروغړیوهیوادونوپه تیره په افغانستان کې دجګړې په جبهه کې دهغوﺉ دسرتیروپه مورال یوه منفي اغیزه کوي.
همدا اوس دناټوتړون پوځي چارواکې ددغه تړون له یوه بل غړي هیوادجرمني څخه په ټینګه غواړي چې دهالینډي ځواکونوله عقب نشیني وروسته خپل ځواکونه دروزګان ولایت ته واستوي ترهالته منځته راغلې تشه ورباندې ډکه کړي خوجرمني دیته نه دی تیاردی چې خپل ځواکونه دشمال له نسبتا ارامه سیمې څخه دجنوب لویدیځ زون جنجالي سیمې روزګان ولایت ته ولیږي.
آسترالیا اوفرانسه دناټوتړون دوه نورغړی هیوادونه دي چې دامریکا له غوښتنوسره سره دیته تیارنشول چې افغانستان ته نورعسکرولیږي .
په هرصورت تراوسه لا دمشترکوعملیاتواوپه مارجه کې دروانې پوځي مسابقې دوې اونۍ ندې پوره شوي چې منفي اغیزویې داروپاپه زړه کې حکومتونه ولړزول نوربه وروسته ولیدل شي چې دمیاشتې په پوره کیدوسره خبره کوم ځای ته رسیږي .
دمارجه والو اوبهرنیوځواکونوترمنځ دروانې پوځي سیالۍ له لومړنیوپایلو څخه خودا جوتیږي چې دمارجې کلیوالې دښتې اورغونه دلندن او واشنګټن نازولیو ته د دوﺉ درالیږلو ښاغلیودمرګ ژوبلې ترخه پیغامونه لیږي ؛ خبره نوره په دغوښاغلیوپوري تړاولري چې له دغوپیغاموڅخه په عبرت اخیستوسره خپلوهیوادونوته درسیدولپاره کومه لاره خوښه وي :
له جګړې نه په لاس اخیستوسره په راغلیوجازونوکې دواپسي خوندوره لاره ؛ اوکه په مارجه کې له وژل کیدووروسته دحسرت په کفنونواوتابوتونوکې اوبیرغونوکې دتاویدلو لار!!!؟
Tuesday, 23 February 2010
دکرزي داسلامي حکومت مذهبي چارواکې دې ځواب ووایي

کومې سیمې چې دطالبانو له ولکې وتلې هالته بهرني پوځیان دکورنیو عسکرولپاره دافغان حکومت بیرغونه دروي اوپه ځینوځایونوکې یې دمذهبي مراسموپه لمانځلوسره خپله دشکرانې مراتب په ځای کوي.چې http://www.daylife.com/ تصویري ویب پاڼې پرون ورځ دبهرنیوځواکونو ددغو مذهبي مراسمو رنګین تصویرونه په خپلې انټرنیټي صفحې کې نشرکړل:

که څه هم دالومړی ځل نه دی چې دسولې راوستلو په پلمه راغلي بهرني ځواکونه په افغانستان کې دخپل پوځي ماموریت خلاف داډول مذهبي فعالیتونه ترسره کوي ؛ بلکې تردې له مخه هم هغوﺉ په بګرام اوپروان کې په افغانانو باندې فارسي اوپشتو تحریف شوي انجیلونه ویشلي چې له امله یې په ګاونډي ولایت پنجشیرکې عبدالرحمن نومي شخص له اسلام څخه نصرانیت ته دارتداد لاره غوره اوبیادهمدغوبهرنیوځواکونوترحمایې لاندې دهغوﺉ په ځانګړې الوتکې کې دمسیحیانونړیوال مذهبي مرکز واتیکان ته ورسول شو.له هغه نه سیوا دمحقق نسب اوبیا پرویزکامبخش له لوري دمسلمانانو دعقایدو اومقدساتوته مکرر توهینونه اوسپکاوي ټول هغه څه دې چې دبهرنیو سوله ساتو!!! ځواکونو په لمسون اوهڅونه دکرزي داسلامي حکومت ترواکمنۍ لاندې په هغه هیوادکې چې ۹۹٪وګړي یې مسلمانان دي ترسره شول. دورکړل شویو دقیقواحصایو له مخې نن سبا په افغانستان کې تر۳۰۰۰ زیاتې تنصیري مؤسسې دخیرښېګړې دکارونوپه پلمه په تبشیري فعالیتونو لګیادي؛همدا لامل دی چې دملګروملتونو دمؤسسې په شمول د زرګونونورو مرستندویه ټولنو له موجودیت اودنړیوالې ټولنې له میلیاردونو ډالره مرستو سره سره په افغانستان کې دبیارغونې وضعیت په داسې حال کې قرارلري چې افغانان دخپلو اولادونوخرڅولو اوله لوږې څخه د وښو خوړلوته مجبوره دي ؛ خودمذهبي فعالیتونوکچه بیا دې مرحلې ته رسیدلې چې دارګ ترڅنګ دایټالیادسفارت په انګړکې دجوړې شوې کلیسا زنګونو دولس مشریزې ماڼۍ په ساحه کې دتاریخي مسجد دتکبیر انګازې له خاموشي سره مخ کړې. دارګ پردي پالوچارواکو دارګ دتاریخي مسجد مذهبي حیثیت له منځه وړی اوله هغه څخه یواځې داخترونو په لمانځه کې دتشریفاتي مراسمو دترسره کولولپاره کاراخلي ؛ هغه مراسم چې داختردلمانځه په لومړي صف کې دجنرال ایکنبیري په څیرښاغلي تراستاذ سیاف اورباني هم لاس په سینه لوړ نیولي وي. http://www.daylife.com/photo/0dsEfeUa9wcOX?q=Afghanistan
شاهد غزنیوال
Monday, 22 February 2010
امريکا سوله نه بلکي تسليمي غواړي
حقيقت دادي، هغه څه چي دوي يي غواړي ، هغي ته نه سوله ويلي شو او نه پخلاينه، بلکي هغه د تسليمي په معني ده. د مثال په توګه، امريکا وايي، اسلامي امارت بايد اوسني اساسي قانون ومني جهاد و غندي او وسله په ځمکه کښيږدي. ايا د کوم سليم عقل خاوند به ديته سوله او يا پخلا ينه ووايي؟ دغه د تسليمي نه بل څه کيداي شي؟
په کابل کې دملګروملتونواستازی کای ایده وویل دسولی او مذا کراتو په لړ کې دکابل داوسنی حکومت اواساسی قانون دتغیر خو سوال نه پیداکیږی طالبان دی عا دی ژوند ته را وګر ځی ایا دا دسولی طریقه ده که دتسلیمۍ ؟
له بلی خوا اسلامي امارت چی دغربي ادارو د څیړنو نه معلومیږی او اعلانیږی چې دافغانستان په اتیا فیصده خاوره کې تسلط یانفوذ لری خومقابل لوری یې دسولی اومذاکراتو له لاری مشرانوته په خارج کې دپناورکولو وړاندیزونه کوی اوبرعکس له زرګونو کلیومتره لیری نه په زور او ظلم د راغلو یر غلګرو په افغانستان کې پاته کیدل ضروری بولی ایادا اوس دسولی پیغام دی که له خپل هیواد نه دخپلوهیواد والو دشړلو؟
دلندن په کانفرنس کې له یوی خوا دسولی خبری کوي دمذاکراتورنګ ور کوی له بلی خوا په پیسودمجاهدینودرانیولو طرحی منظوروی
دوي هڅه کوي چي يو ځلي بيا د عوام فريبانه تاکتيکونو له لاري د خپل ولس خواخوږي ترلاسه او خپل استعماري اهداف د عامه انظارونه پټ وساتي.
اسلامي امارت يو متعهد او هدفمند ځواک دي او په کراتو يي خپله ستراتژي خپل ولس اود نړيوالو مخي ته ايښودي ده، يعني :
1. مونږ د ګران هيواد بشپړه خپلواکي غواړو.
2. په هيواد کي د يوسوچه اسلامي نظام چي زمونږ ددوو ميليونو شهيدانو هيله او د جهاد ثمره ده، پلي کول غواړو.
3- د ټولو دوست هيوادونو په مرسته او همکاري، د هيواد او ولس د اقتصادي پرمختګ او سوکالي هيله من يو.
د همدغو اهدافو لپاره مبارزه کوو.
بايد ووايو چي پورتني ټکي هغه اصولي اهداف دي چي د ملګرو ملتونو په منشور او د بشر د حقوقو په اعلاميي کي درج دي او د نړي ټولو ولسونو ته يي د هغي د حصول حق ورکړي دي. لا کن ددي په ځاي چي د سپيني ماڼي چارواکي، د افغانستان ولس ته د هغوي په طبيعي حقوقو قائل شي ، دوي د خپلي زړي فارمولي له مخي، چي بيل يي کړه ايل يي کړه ، د اسلامي امارت د مجاهدينو په مينځ کي د درز اچولو هڅي کوي او دي کار ته د سولي او پخلا يني نوم ورکوي.
په همدي کال کي د سپيني ماڼي چارواکو، د پنتاګون په اختيار کي يوه زياته اندازه بودجه ورکړي ترڅو د رشوت له لاري ، مجاهدين راجلب او له دي لاري خپلو شومو اهدافو ته ورسيږي . خو لله الحمد، دغه هڅي يي د پرله پسي ناکامي سره مخا مخ شوي دي.
لاکن خبره داده چي ايا څوک دغو مذبوحانه او معاندانه هلو ځلو ته د سولي خبري ويلي شي؟ په واقعييت کي، دغه دامريکي ددښمني او فريب يو نوي شکل دي چي غواړي په همدي ډول د خپلو روحيه بايللو عسکرو روحيه غښتلي کړي او د جنګ غوښتني اجندا د سولي او پخلايني تر درواغژنو شعارونو لاندي پټه وساتي.
همداشان داسي هم شوي چي يوه ورځ کرزي د اسلامي امارت سره د خبرو پيشنهاد کوي خو په سبايي د سپيني ماڼي چارواکي دهغه خبره ردوي. ددي نه علاوه، ځينو مغرضانه سياسي حلقو او استعماري هيوادونو، په نړي کي يوه درواغژنه ويره او ډار رامينځ ته کړي چي وايي که اسلامي امارت يوځل بيا واک ته ورسيږي، نو په نورو هيوادونو کي به لاس وهنه پيل کړي او هلته به تخريبي کارونه ترسره کوي. خو حقيقت دادي چي اسلامي امارت پخپلي اصولي بهرني پاليسي کي نورو هيوادونوته دضرر رسولوفکر نلری بلکي غواړي ددوه اړخيز احترام او همکاري په چوکاټ کي، د ګا ونډيو او نورو هيوادونو سره ښي اړيکي ولري. اسلامي امارت همیشه کو ښښ کړی او کوی یې چي ټولو هغوهيواودونوته چي د اسلامي امارت په هکله تشويش لري، خپله اسلامي اوروښانه تګلاره تشريح کړي.
د سلواغې ۲۶ مه، دسرو لښکرو ماتې او هر يرغلګر ته د عبرت درس
د ظلمونو او وحشيتونو لړۍ همداسۍ روانه وه او لايې زور اخيسته، خو افغان ولس به د ګوډاګې حكومت غندنه كوله او د خپلواکي شعار به يې زمزمه کاوه، د وخت د واكمنانو د افغان ولس په وژلو او بنديانولو زړه نه سوځيده ان تردې چې د ۱۳۵۸ هـ ش كال د مرغومي مياشتې په شپږمه نيټه يې په ډېره سپين سترګۍ د سره پوځ د مسقيم تيرې لپاره هم زمينه برابره كړه او د شوروي سرو لښکرو د افغانستان په سپيڅلې خاوره كې خپل ناولي قدمونه كيښودل، كه څه هم له پخوانه په تيت او پرك ډول د خلقيانو او پرچميانو د حكومت پر وړاندې د جهاد غږ په ډېرو ځايونو كې اوچت شوى و خو لا تر اوسه څه ناڅه خلك په دې تيروتي و چې که هر ډول حکومت دی خو افغاني دي، دسرو لښکرو له راتګ سره دا شبهه هم له منځه ولاړه، ټول افغان مسلمان ولس په يو غږ د جهاد جنډه اوچته كړه او د مبارزې ميدان ته راووتل، د مزدور حكومت پر وړاندې يې په عملي توګه په مسلحانه جهاد لاس پورې كړ، يو نيم ميليون افغانان شهيدان، بې شمېره ناوې كونډې، بې شمېره نازولي ماشومان يتيمان او بې شميره خلكو ټاټوبى پريښود، په ګاونډيو هيوادونو كې يې پناه واخيسته.
د ظلم او بربريت لمن ورځ په ورځ پراخيدا په ټول هيواد كې د وينو ويالې وبهيدې، خو افغان ولس خپله حوصله له لاسه ورنكړه، ځواكمن دښمن ته يې د غلامۍ سر ټيټ نه كړ او دا شعار به يې زمزمه كاوه ((د غلامۍ له ژوند نه زر ځله مرګ غوره دى)) له يوې لسيزي سختې مبارزې وروسته مغرور دښمن ته ثابته شوه چې د افغانانو غلامول له غرونو سره سر جنګول دي، په ريښتيا هم د عقيدې او مادياتو په جكړه كې هر وخت ماديات له ماتې سره مخ كېږي لكه چې يو شاعر وايي:
په تيارو او په ټانكو او په زغرو نشي
له عقيدې سره جنګونه په لښكرو نشي
د عقيدې او مادياتو ترمنځ مبارزه وه، په عصري وسلو او زغرو سنبال، د ټانکونو او هوايي ځواک له بشپړ ملاتړ نه برخمند سور پوځ د تش لاس مجاهدينو سره په جګړه کيوتی و، په ظاهر خو هر چا دا ويلای شواې چې حتما به روسان خپلو موخو ته رسېږي، امريکا او نور لويديځوال هېوادونه د شوري له نوم نه لړزيدل، خو د لايزال خالق پريکړه بل څه وه، په رښتيا هم هغه جل جلاله چې وغواړي چاته عزت ورکړي او چاته ذلت څوک يې په بله نشي کولی، حق او باطل سنګرونه ښه ګرم وو، په لويشت لويشت خاوره د افغانستان د اصيلو او مسلمانو بچيانووينې توىشوې، څوک د باروتو په اور کې لولپه شول، دچا پر بدن باندې ټانکونه وخېژول شول، څوک ژوندې تر خاورو لاندې شول او څوک هم تر اوسه لادرک دي خو له دې ټولو قربانيو وروسته هغه ورځ را ورسېده چې د غيورو افغانانو پروړاندې سره ښكلاك د مبارزې او جګړې توان ختم شو، دا ورته څرګنده شوه چې افغانان هيڅكله د غلامي ژوند نشي زغملى، نو د ۱۳۶۷هـ ش كال د سلواغې د مياشتې په ۲۶ نېټه يې خپلې ټولې لښكرې راغونډې او د افغانستان له خاورې يې پښې سپكې كړې، د سرو لښكرو دا ماتې يواځې د افغان ولس پر وړاندې نه وه بلكې په مركزي اسيا كې ۱۵ نور هېوادونو هم د دوى له ناولو منګلو څخه خپلواكي واخيسته، دا هغه ورځ وه چې د افغانستا د تاريخ يو نوی باب پرانستل کېده، د يونيم ميليون افغانانو د وينو ثمره وه، د تودو اوبو تږي وحشي ځناوران په خپل شوم پلان کې له ستري ناکامۍ او رسوايي سره مخ شول، په لومړي قدم كې په ګوڼدو او ارمانونه يې له خاورو سره خاورې شول.
امريكا او نورو او نورو لويديځو هېوادونو د ارام سا وا خيسته خو هماغه مهال د دوی يو شمېرسنيو د دوى د رهبرانو له خولې دا خبره هم وليكله چې ويل يې: زموږ يو موقتي دښمن مات شو خو اوس بايد د ابدي دښمن چې مسلمانان دي بيدار ووسو.
د افغان مومن ولس دا حماسه ورته د زغم وړ نه وه ځكه له دوی سره د كابو يونيم ميليون شهيدانو د ارمانونو د پوره کيدو يعنې د يوه بشپړ اسلامي نظام د د رامنځ ته كيدو وېره پيدا شوه، نو په دې هڅه كې شول چې د داسې يوه نظام د رامنځته کېدو په مخ كې بايد څه ډول خنډونه جوړ کړي، خپله ټوله ميډيا يې دې ته وقف كړه چې د افغان ولس په منځ كې درز پيدا كړي، د مجاهدينو ځينې هغه رهبران چې د روسانو تروتلو پورې ورسره لويديځ په مستقيمه توګه مرستې كولې خو د روسان له وتلوسره د امريكا په تور ليست كې شامل شول او د تروريست په نوم يې ونومول.
ځوريدلو افغانانو دغې ورځې ته ډېرې سترې هيلې درلودې خو د ځينو نااهلو او او ځان غوښتونكو د ځان غوښتنې له امله هغه ټولې هيلې په ناهيليو بدلې شوې او د افغان په كور يوه بله د بدبختۍ د سيلۍ څپه را والوته، د پرديو په نغوته د هېواد په بيلا بيلو سيمو كې د څوكۍ پر سر د تنظيمونو ترمنځ خپلمنحي جګړې پيل شوې، په كابل كې د دې جګړو په ترڅ كې په زرګونو بې ګناه مظومان په خپلو وينو كې ولمبېدل، كابل ښار هغه د شاعر په وينا خداى خبر د چا سپېره نظر وخوړ:
تېرې چړې دي د رقيب پر خپل ټټر وخوړې
كابله وايه چې د چا سپېره نظر وخوړې
يو ځل بيا نا اهل غدران واکمن شول، د مجاهد له نوم څخه په ګټه اخيستنه يې هغه څه وکړل چې د روسانو ظلمونه ورته هيڅ شول، د خلکو پرناموسونو يې تيري وکړل، د هېواد په هره برخه کې پاټکونه جوړ او له مظلومو هېوادوالو نه به ېې په يو او بل نامه پيسې اخيستې که با چا ورسره څه خبره وکړه وهل او ډبول خو څه کوې ان وژل کېدل به، اخلاقي فساد خپل اخري اوج ته رسېدلی و، په کندهار کې ان د هلک تر نکاح کولو خبره ورسيده، دا ټول ذکر شوي حالات ددې لامل شول چې د طالبانو اسلامي تحريک را پورته شو، په ډېره لږه موده کې د هېواد ډېر ولايتونه تر خپل کنترول لاندې راوستل، د دوی تر واک لاندې سيمو کې خلکو د ارام سا واخيسته او په ازدانه توګه په خپلو کارونو بوخت شول، پاټکونه له منځه ولاړل زورګويان د خپلو اعمالو په سزا ورسول شول، خو د هېواد په شمال کې د بيا هم د پرديو په نغوته يو شمېر ډلې ټپلي را ټولې او د يوه اسلامي نظام په مخ کې يې خنډ جوړ کړ، د ليلي د دښتي وحشيتناکه فاجعه را منځته شوه چې ډول ډول عقدې يې پيداکړې او په دې سيمو کې د جګړو لمنه پراخه شوه.
لويديځو او يوشمېر نورو دښمنو هېوادونو، د دغه اسلامي تحريک مخالفان تقويه او هر ډول مادي مرستې به يې ورسره کولې، خو د دې هر څه په وړاندې بيا هم د طالبان وتوانېدل چې د بدخشان تر پولو ځانونه ورسوي، لويديځ او امريکا چې په داخلي مخالفينو کې نور د مقابلې توان ونه ليد نو په خپله يې په ډېر په سپين سترګۍ مټې را بډوهلې او افغانستان ته يې ډول ډول بهانې جوړولې، اقتصادي بنديزونه يې ولګول خو افغانانو دا هر څه وزغمل، په دې هم کار ونه شو نو په ٢٠٠١ کال د سپتمبر ١١ مه په امريکا کې د نړيوال سوداګريز مرکز نړېدل يې افغانستان ته بهانه وګرځوله او په پوره بي شرمی يې په دغه له مادي لحاظه کمزوري او په معنوي لحاظ غښتلي هيواد خپل ناروا بمبارونه پيل کړل، طالبانو په شاتګ وکړ، صليبي ځواکونه د داخلي بادرانو په مرسته زموږ په ګران افغانستان کې پياده شول، خپل هر ډول تبلغات يې په کار واچول چې دادي تر اوسه يې په هېواد کې بې شمېره د فحشا او ګمراهۍ مرکزونه جوو کړي او لا جوړوي يې، چې بې شمېره راډيوګانې، تلويزيونونه يې غوره بيلګې دي چې له هر ډول خرافاتو ډکې او ګمراه کونکې خپرونې د بيان د آزادۍ تر چتر لاندې کوي، له اتو کالو تېرېدو وروسته بيا هم ګورو چې د هېواد د اتلو زامنو او لوڼو حوصلې کمزورې نه بلکې نورې هم پياوړې شوې، چې دا دی اوس نړيوال صليبي ځوک هم په ګونډو شوي او لرې نه ده چې دا کفري ځواک به هم د روسانو په څېر شرمنده او سرخوړلی له دې خاورې نه وزي، په اخير کې يې په دې شعر پاي ته رسوم
ټيټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مه کړه
زه په دې افتاده ګۍ کې لوی ګړنګ يم
ښکلا پښتنه له کابله
د ١٣٨٨ هـ ش کال د سلواغې ٢٥ مه نيټه
دمارجې عملیات دمارجې دخلګو ته د دژوند دآسانتیاووبرابرولوپه خاطر
تیره ورځ په افغانستان کې دبهرنیوځواکونوترټولومشرقومندان جنرال سټانلي مکریسټال دهلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښارکې دیوه خبري کانفرانس په ترڅ کې دهغوﺉ دځواکونوله لوري دمارجې سیمې د ژر لاندې کولو خبرورکړ.
جنرال ماکریسټال دغه خبري کانفرانس ته دافغانستان د دفاع اوکورنیوچارو وزیران هم له ځانه سره بیولي ول اودنیویارک ټایمزورځپاڼې دخبرپه حواله ماکریسټال دجګړې ډګرته دښاغلي وردګ اواتمرله ځانه سره حاضرول ؛ مارجې ته په صندوق کې دافغاني ادارې وروړل تعبیرکړل .
ښاغلي وردګ اواتمر هم دواړو دجنرال ماکریسټال ترڅنګ دهغه دځواکونوپه مټ له طالبانو څخه دمارجې دنیولو خبر ښه په بړه بړه اعلان او دکورنیوچارو وزیر ښاغلي اتمرخولا مخالفینوته په سختو الفاظوکې دعاجلې تسلیمې التیماتوم هم ورکړ.
دمارجې سیمې دنیولو په غرض پنځه ورځې مخکې پنځلسوزرو پوځیانو د۶۰ پوځي چورلکو،په لسګونواستکشافي اوبم غورځوونکوتورنیدو اوایف ۱۶بم غورځوونکوالوتکواو زرګونوزغروالوشوبلو په وسیله په برید لاس پوري کړ.
دبهرنیوځواکونواوافغاني چارواکوله لوري دنوموړي برید لامل له طالبانو څخه د دغې سیمې ترنیولو وروسته دهغې داوسیدونکولپاره دژوند دآسانتیاووبرابرول اوهالته په اصطلاح ددولتي حاکمیت تأمینول ښودل شوي.
دمارجې غوندې یوې محدودې سیمې لاندې کولوته دامریکایانو ،ناټو اوافغان دولت دومره زیاتو پوځیانو اوپوځي تجهیزاتوبرابرول خپله په افغانستان کې دبهرنیو یرغلګرو اودهغوﺉ په مرسته جوړ شوي حکومت دناکامي ،وارخطایي اود حکومتي چاروپه سمبالښت کې دهغوﺉ دپاتي راتللوترټولو لوي لامل بلل کیږي.
ځکه افغانستان دخپل اداري اوتشکیلاتي جوړښت له مخې ۳۴ ولایتونه اوشاوخو۳۵۰ ۰ ولسوالۍ لري او دنړیوالوڅیړنو دمرکز Snlis(سنليس) دوروستۍ احصایې له مخې ددغو ۳۵۰ ولسوالیوله جملې نه په سلوکې ۷۵ دطالبانوترمستیقم اوغیرمستقیم اثر لاندې دي
اوس نوکه بهرنیان غواړي چې دغه ۳۵۰ ولسوالۍ د دولتي حاکمیت تربشپړ کنټرول لاندې راولي داورته په کار ده چې دهغې هرې یوې دتصفیې لپاره ۱۵۰۰۰ پوځیان دلته راولي ؛چې په دې سره به افغان حکومت په افغانانوباندې دحکومت کولو لپاره په مجموعي توګه ۵۲۵۰۰۰۰ تنوبهرنیوپوځیانو ته اړتیالري .
اودافغان حکومت دغه حیرانوونکې اړتیا داسې اړتیاد ه چې ترسره کول یې دانساني عقل له مخې له محالاتوڅخه بلل کیږي.
دحیرانتیاوړخبره داده چې مارجه دهماغه حکومتي تشکیل له مخې د ولسوالیوپه جمله کې هم نه راځي ؛ بلکې هغه دهلمند ولایت دنادعلي ولسوالۍ اړوند یوه محدوده سیمه ده چې دټولواوسیدونکوشمیره شاوخوا اتیازروکسانوته رسیږي ،خو ددغې محدودې سیمې دتسخیرولوپه نیت امریکایي اودناټوتړون پوځي جنرالانو دپنټاګون دحربي ماهرینوپه ملتیاداسې پوځې استحضارات په کاراچولي چې دنظامي محاربې په تاریخ کې یې له لومړۍ اودوهمې جګړې راپه دیخوا ساری نه لیدل کیږي .
خو له دغو ټولو استحضاراتوسره سره بیاهم نن دبرید په پنځمه ورځ دبهرني ځواکونوداعتراف له مخې دهغوﺉ په مقابل کې دطالبانوله سخت مقامت سره مخ دي .
بهرني ځواکونه دطالبانو په مقابل کې دخپلو عملیاتو دنه موفقیت لامل په سیمه کې دملکي خلګو دتلفاتو دمخنیوي په خاطر دخپلوپوځي کړنو تدرج اومحتاطانه آجراآت ښیي.
خو دهغوﺉ په دغومحتاطانه اجراآتوکې تراوسه نیږدې ۲۵ ولسی کسان وژلي خدای دې نورخیرکړي چې د دوﺉ داجراآتوپه تیزیدلوسره به هالته دولسي خلګو دمړيوشمیره څوته رسیږي.
په هرصورت اوس خبره دلته ده چې بهرنیان اوحکومتي ځواکونه که وغواړې چې په مرجه کې دبیارغونې چارې پیل کړې هغه به دچالپاره پیلوي؟ ځکه دمارجې سیمې شاوخوا زرکورنۍ خو تربرید له مخه دخپلو کلیو اوکورونوپریښودلوته اړیستلې شوي ،کوم کسان چې دمجبورۍ له وجې هالته پاتې دي هغوﺉ خو یوڅه دبهرنیوځواکونودمحتاطانه عملیاتو په ترڅ کې ووژل شول اوهغه نورباقيمانده خوبه یې حتما دعملیاتو دتیزیدلو په حال کې له ژونده محرومیږي.
دغه ناموجه پلمه بهرنیو یرغلکروځواکونو یواځې دمارجې دلاندې کولولپاره نه ده کارولې بلکې اته کاله وړاندې یې دټول افغان ولس دهوسایي ،ترقي ،اودلته د دیموکراسي دپلي کولوپه نامه له عین همدغې بهانې څخه کارواخیست اوزمونږپه هیواد یې یرغل وکړ چې اوس یې خبره بلآخره دیوه کلي دنیولولپاره د۱۵۰۰۰ زرو عسکرو داستخدام مرحلې ته راورسوله .
دمشترک دښمن ( مشترک ) عمليات ترګوزارلاندې
دجنګي تجهيزاودجنګيالودشميراوسهولتونوله زاوې ، که وکتل شي چې دهلمندپه ولايت ١٠٠٠تنه خړپړمجاهدين چې پرمختللې وسله يې (پيکااوراکټ لانچر) بلل کيږي ، نه څارګرې اوبم خورځونکې چورلکې په لاس کې لري ، نه دبې باون ، تيارې په اختيارکې لري ، نه فاسفورس سوځونکي بمونه اوزهرجنې وسلې په واک کې لري ، نه غربي ميډيااودسيمې اجاره شوې ډالري خبري رسنى په چوپړکې لري ، نه يې ملګري ملتونه اوبشري سازمانونه په خوااوملاتړکې شته چې هره ناروايې رواوهره نادوده يې سمه اوپه تول پوره وګڼي ، خوبيا هم دغه بې وسه اوبې کسه خودخداى په دين مين لږکى لښکر ، پرخپل هغه دښمن چې دغه هرڅه اوهررازاسانتياوي په واک کې لري اوتردوغوږونوپوراوماموردى او يواځې دمارجي عملياتوته يې ۱۵۰۰۰عسکرليږلي ، ولې دمقابلې په ډګرکې
نړى ويني چې دافغان روان جهاد په برکت اوس د امريکې ملا بند په بند او څو ځايه ماته شوي ، پخپله د غربي ميډيا په اعتراف په زرگونو د امريکا او ناټو نازولي ! عسکر چې د مرگ او ټپي کيدو پر مهال يې د ويرې او وارخطايۍ چيغې د تاريخ په حافظه کې انځور دي ووژل شول، اقتصاد يې مات او د تباهۍ د پاڼ مورگې ته ورسيد، ذلت او رسوايي پرې دپاسه.د اتو کالو په وحشيانه بمباريو، وژنو، ورانيو، شکنجو او بېلا بيلو شيطاني حربو د کارولو باوجود، په افغانستان کې د جهادي خوځښت ځپل او ماتول خو پريږده ان چې د هغوى د پرمختگ او بريا مخه يې هم ډب نکړى شوه.
حقيقت دادى چې دسوپرپاورترشامادي اوشيطاني جنون ،قوت اومهارت شته ، ولې دمجاهدينوترشاالهي نصرت دومره څرګنداوشامل دى چې يواځې دهلمندپه ميړنى خاوره کې له تيرو٩کلونوراهيسې ، سوپرپاور، له وړواوپراګنده عملياتوعلاوه ، دمارجي له روانې جګړې سره دا ١٥ سترپوځي عمليات دي چې ترسره کيږي اوهرځل لکه ديوه هيواددنيولواوقبضه کولوپه څيرورته جنګي تابياوې نيسي ، پراخ اواوږده تبليغات په کاراچوي خو لله الحمد، تردې دمه په هلمندولايت کې يوه داسې ولسوالى اوپراخه سيمه هم څوک نشي ښودلى چې ددښمن ولکه اوسلطه پکې قايمه اوثابته ګرځيدلي وي !
دافغانستان اسلامي امارت ، دهلمندپه مارجي کې دمشترک دښمن ، دروانومشترکوعملياتووحشيانوته داښکاره پيغام لري ، چې دتيرو٩کلونوپه اوږدوکې مودغه غيرتمنه ځمکه تردې نه دلوړوجنګي عملياتواووحشيانه کړنوباوجودتابع اوولس موخپل نشوکړاى ، اوس چې دامريکا، برتانيااومتحدينوټولې حربې له کاره غورځيدلې ، ددوى په وړاندې دافغانستان په هرکونج اوکنارکې دجهادنغري تاوده اودمقاومت مورچلې فولادې ګرځيدلي! نوګرانه اوناشوني به وي چې په دغوسختو اوسنيو شرايطواوحالاتوکې چې هرڅه دمجاهدينوپه بري اوملاتړڅرخي ، تاسې به دهلمنداويانوروسيموکې دبري اودپام وړپرمختګ چانس ولري
هو! يوڅه کولاى شى ،لکه چې اوس يې هم عملا ترسره کوى، چې عام ولس به په هوايي ناترسوبمباريواوړندوتوغنديوووژنى ، بې دفاع خلک به زولانه اوترتوروزندانونوورسوي اوپه دې سورژمي کې به کلي اوبانډې له وګړوتشې اوخلک به يې هجرت ته اړ کړي ، پرته له دغه وحشت اوبربريت نه بله کومه لاسته راوړنه نلري!اونه به هم مکرسټال خپله له شرمه ډکه ماتي او تاریخې شکست دافغانستان له ۳۸۵ولسوالیو څخه دیوی ولسوالۍ دیوه کلی (مارجی)په نیولوپټه او جبیره کړی ان شا الله تعالی