ميلاد النبي ص
د ٥٧١ کال د ربيع الثاني په ١٢ نېټه د فيل په کال د قريشو په يوه شريفه کورنۍ يو داسې نو رانى شخصيت وزيږيد چې نورانيت يې درسته نړۍ روښانه کړه، دغه نوراني شخصيت محمد مصطفى د عبدالله زوى ؤ، چې په نړۍ کې يې د باطلو نوغي وويستې او حق ته يې خپله اعلى بڼه ورکړه د محمد رسول الله (ص) په بعثت سره د کعبې شريفې خېټه له اباطيلو څخه پاکه شوه، دلات، منات او عزا په نامه بتان رانسکور شول هغه چې عربو د جاهليت په زما نه کې ورته سجدې کولى او دغه باطل خدايان چې دوى په خپل لاس جوړ کړي وه ټوټې ټوټې او له خاورو سره برابر شول.
سيدالمرسلين محمد مصطفى (ص) د احسن الخالقين په دغه مبارک فرمان چې ((جاءالحق وزهق الباطل)) ټولو ناروا ؤ ته د پاى ټکى کېښود ښځو ته يې ژوند وروباښه، په دې معنا چې عربو د جاهليت په زمانه کې دوى د نفقې، عار او شرم له ويرې ژوندۍ ښخولې دوى يې په دې وپوهول چې دوى د خداى بندگانې دى کوم حقيقي ذات چې دوى پيدا کړي دي هماغه ذات ورته رزق هم مقرر کړى ده او هغه به يې عزت ساتي.
د عکاظ په تجارتي مارکيټ کې چې ښځې د څارويو او پسونو په شان خرڅيدلې هغه د سپيڅلي نبي په بعثت سره منع شوي او ښځې ته يې د انسان په سترگه وکتل او په انسانيت کې يې هسک او منلى مقام ورکړ د اسلام له سپيڅلي او غوره دين څخه ترمخه چې د الله تعالى په نزد غوره دين دى ښځو ته په ميراث کې حق نه ورکول کيده خو د نبي کريم په بعثت سره دغه ناروا او ظالمانه رواج مردود شو او ښځو ته د مړي د اقرباؤ په حيث له مړى نه په پاتې شوي مال کې د ميراث حق ورکړل شو او له هغه محروميت څخه خلاصې شوى چې جابر انسان ورسره مخامخ کړى وي.
نبي کريم (ص) د اسلام غوره دين چې سپيڅلتيا يې ډېرو مغرورو اسلام دښمنانو هم منلې دنيا ته راوړي دي او ددغه مبارک او مقدس دين د خپرولو په لاره کې يې ډېر زحمت وويستو،د مردودوکافرانو مردودو ښځو له بام نه ورباندې خزلې او مرداري راغور زولې او دغې کافرې ښځې هره ورځ دغه کارکاوه خو يوه ورځ ترې دغه ناولى کارقضا شو حضرت محمد ص پوښتنه وکړه چې په فلاني کوڅه کې يوې ښځې تل مردارې راباندې غورځول خو نن يې دغه کار ونه کړ نه پوهيږم چې څه چل شوى دى ناروغه خو به نه وي چا ورته وويل چې : قربان هغه ښځه ناروغه ده حضرت رسول صلى الله عليه وسلم يې پوښتنې ته ورغى او ورته ويې ويل چې هره ورځ دې خزلې او مرداري راباندې غورځول خو نن دې دا کار ونه کړ خيريت خو به وي ناروغه خو به نه وي. ښځې چې د سيد المرسلين دغه اخلاق او دغه رويه وليدله ډېره خجالته شوه او سمدستې يې په حضرت محمد (ص) ايمان راوړ.
ددغه سپيڅلي ذات نيک اخلاق ؤ چې رب العزت يې د اخلاقو په باره کې فرمايلي دي ((وانک لعلى خلق عظيم)) ډېر وخت د رسول کريم نيک او غوره اخلاق ددې سبب شوي دي چې دښمنانه وضع لرونکي انسانان يې مسلمانان کړي او ددغه سپيڅلي ذات د اخلاقو په ليدلو سره يې د اسلام سپيڅلي دين قبول کړي د حضرت رسول کريم ص تبليغاتو دوه اړخه درلوده يو دا چې د اسلام دښمنانو ته به يې په وينا د نيکې لارې لارښوونه کوله او بل دا چې کله به کافرانو د نبي کريم (ص) نيک اخلاق ليدل نو دواړه به يې ايمان پرې راوړو او په ډېر عزت به ورته قايليدل د حضرت عمر فاروق رض د ايمان راوړلو او مسلمانيدلو قصه هر چاته معلومه ده چې د قريشو کفار يې له حيرت سره مخامخ کړل او دده په مسلمانيدلو سره اسلام خپل حقيقي او واقعي عزت پيداکړ او د مسلمانانو په شمېر کې زياتوالى راغى او په حجة الوداع کې يې چې د دوى وروستى حج ؤ مسلمانانو ته وفرمايل چې ((ما تاسې ته دوه شيان پريښي دي چې په هغو سره ستاسې عمل کول به تاسې له سمې لارې څخه نه ښويوي چې يو قرآن کريم دى او بل حديث دى چې په دغو دواړوشيانو باندې په عمل کولو سره به تاسې له سمې او نافعې لارې څخه نه بې لارې کيږئ چې له دغې نبوي لارښوونې څخه ځينو اصحابو دا معنا واخيستله لکه چې د خداى رسول (ص) نور له دې فاني نړۍ څخه گډه کوي او دايمي نړۍ ته رحلت کوي.
دا جهان د محمد په روى پيداشوى
محمد دى د تمام جهان ابا
رسول کريم د بشريت له پاره په زړه پورې خدمتونه کړي او هغه لاره يې ورته روښانه کړې ده چې لوى گړنگ ته ورروانه وه او د بشريت د تباهۍ سبب کيده.
دا وس او خضرج د قبيلو ترمنځ تباه کوونکي دوښمني د خداى ج دغه سپيڅلي پيغمبر ص چې د بشريت د نيکمرغۍ لپاره مبعوث اومامور شوي ؤ په دوستۍ بدله کړه د حجر الاسود د ايښودلو او ايښودونکو ترمنځ پيداشوى اختلاف همدغه مصلح ذات له منځه يوړو او په ټولو قريشو کې د محمدالامين په نامه مشهور ؤ صلوة او سلام دې وي د رب العزت په دغه محبوب

No comments:
Post a Comment