Monday, 22 February 2010

امريکا سوله نه بلکي تسليمي غواړي

امريکا سوله نه بلکي تسليمي غواړي
سحر
پدي وروستيو وختونو کي، امريکا او دهغي د ښي لاس انډ يوال، بريطانيا د اسلامي امارت سره د سولي او پخلايني چيغي وهي او ددي کار لپاره يي د لندن په کنفرانس کي ظاهرا د 140 ميليونو ډالرو نړيوال پولي صندوق هم تاسيس کړي دي . خو که ځير شو دغه ټولي هلي ځلي ددي لپاره دي چي له يوي خوا د مجاهدينو په مينځ کي درز واچوي او له بلي خوا د خپلو ولسونو قهر او غصه سړه کړي او نړي ته وښيي چي مونږ سوله غوښتونکي يو او اسلامي امارت په جګړه ټينګار کوي.

حقيقت دادي، هغه څه چي دوي يي غواړي ، هغي ته نه سوله ويلي شو او نه پخلاينه، بلکي هغه د تسليمي په معني ده. د مثال په توګه، امريکا وايي، اسلامي امارت بايد اوسني اساسي قانون ومني جهاد و غندي او وسله په ځمکه کښيږدي. ايا د کوم سليم عقل خاوند به ديته سوله او يا پخلا ينه ووايي؟ دغه د تسليمي نه بل څه کيداي شي؟
.
په کابل کې دملګروملتونواستازی کای ایده وویل دسولی او مذا کراتو په لړ کې دکابل داوسنی حکومت اواساسی قانون دتغیر خو سوال نه پیداکیږی طالبان دی عا دی ژوند ته را وګر ځی ایا دا دسولی طریقه ده که دتسلیمۍ ؟

له بلی خوا اسلامي امارت چی دغربي ادارو د څیړنو نه معلومیږی او اعلانیږی چې دافغانستان په اتیا فیصده خاوره کې تسلط یانفوذ لری خومقابل لوری یې دسولی اومذاکراتو له لاری مشرانوته په خارج کې دپناورکولو وړاندیزونه کوی اوبرعکس له زرګونو کلیومتره لیری نه په زور او ظلم د راغلو یر غلګرو په افغانستان کې پاته کیدل ضروری بولی ایادا اوس دسولی پیغام دی که له خپل هیواد نه دخپلوهیواد والو دشړلو؟

دلندن په کانفرنس کې له یوی خوا دسولی خبری کوي دمذاکراتورنګ ور کوی له بلی خوا په پیسودمجاهدینودرانیولو طرحی منظوروی
دوي هڅه کوي چي يو ځلي بيا د عوام فريبانه تاکتيکونو له لاري د خپل ولس خواخوږي ترلاسه او خپل استعماري اهداف د عامه انظارونه پټ وساتي.

اسلامي امارت يو متعهد او هدفمند ځواک دي او په کراتو يي خپله ستراتژي خپل ولس اود نړيوالو مخي ته ايښودي ده، يعني :

1. مونږ د ګران هيواد بشپړه خپلواکي غواړو.

2. په هيواد کي د يوسوچه اسلامي نظام چي زمونږ ددوو ميليونو شهيدانو هيله او د جهاد ثمره ده، پلي کول غواړو.

3- د ټولو دوست هيوادونو په مرسته او همکاري، د هيواد او ولس د اقتصادي پرمختګ او سوکالي هيله من يو.

د همدغو اهدافو لپاره مبارزه کوو.

بايد ووايو چي پورتني ټکي هغه اصولي اهداف دي چي د ملګرو ملتونو په منشور او د بشر د حقوقو په اعلاميي کي درج دي او د نړي ټولو ولسونو ته يي د هغي د حصول حق ورکړي دي. لا کن ددي په ځاي چي د سپيني ماڼي چارواکي، د افغانستان ولس ته د هغوي په طبيعي حقوقو قائل شي ، دوي د خپلي زړي فارمولي له مخي، چي بيل يي کړه ايل يي کړه ، د اسلامي امارت د مجاهدينو په مينځ کي د درز اچولو هڅي کوي او دي کار ته د سولي او پخلا يني نوم ورکوي.

په همدي کال کي د سپيني ماڼي چارواکو، د پنتاګون په اختيار کي يوه زياته اندازه بودجه ورکړي ترڅو د رشوت له لاري ، مجاهدين راجلب او له دي لاري خپلو شومو اهدافو ته ورسيږي . خو لله الحمد، دغه هڅي يي د پرله پسي ناکامي سره مخا مخ شوي دي.

لاکن خبره داده چي ايا څوک دغو مذبوحانه او معاندانه هلو ځلو ته د سولي خبري ويلي شي؟ په واقعييت کي، دغه دامريکي ددښمني او فريب يو نوي شکل دي چي غواړي په همدي ډول د خپلو روحيه بايللو عسکرو روحيه غښتلي کړي او د جنګ غوښتني اجندا د سولي او پخلايني تر درواغژنو شعارونو لاندي پټه وساتي.

همداشان داسي هم شوي چي يوه ورځ کرزي د اسلامي امارت سره د خبرو پيشنهاد کوي خو په سبايي د سپيني ماڼي چارواکي دهغه خبره ردوي. ددي نه علاوه، ځينو مغرضانه سياسي حلقو او استعماري هيوادونو، په نړي کي يوه درواغژنه ويره او ډار رامينځ ته کړي چي وايي که اسلامي امارت يوځل بيا واک ته ورسيږي، نو په نورو هيوادونو کي به لاس وهنه پيل کړي او هلته به تخريبي کارونه ترسره کوي. خو حقيقت دادي چي اسلامي امارت پخپلي اصولي بهرني پاليسي کي نورو هيوادونوته دضرر رسولوفکر نلری بلکي غواړي ددوه اړخيز احترام او همکاري په چوکاټ کي، د ګا ونډيو او نورو هيوادونو سره ښي اړيکي ولري. اسلامي امارت همیشه کو ښښ کړی او کوی یې چي ټولو هغوهيواودونوته چي د اسلامي امارت په هکله تشويش لري، خپله اسلامي اوروښانه تګلاره تشريح کړي.

No comments: