په ایتلافي ټلوالې باندې دمشترکوعملیاتو منفي اغیزې
یوه نیمه اونۍ مخکې ۱۵۰۰۰بهرنیوځواکونو له طالبانوڅخه د هلمند ولایت مارجې سیمې دنیولوپه منظور د"مشترک" په نوم پوځي عملیات پیل کړل.
دعملیاتوپه پیل کې نړیوال پوځي اوسیاسي کارپوهان په دي نظرول چې حتما به دغه ځواکونه دلسګونو الوتکو اوزرګونوشوبلو اوزغروالونقلیه وسایطوپه ملتیا په دې توانیږي چې مارجه دطالبانوله شتون څخه تصفیه اوبیا به دغه پوځي لاسته راوړنه په افغانستان کې دبهرنیوځواکونودمشرجنرال سټانلي مکریسټال ترقیادت لاندې داوبامادپوځي استراتیژي دعملې بیلګې په توګه نړیوالوته واړندې کړي.
دعملیاتوپه پیل کې داخبره دټولونړیوالوخبري رسنیو له لوري اعلان شوه چې دمارجې مشترک عملیات دجګړې دطرفینولپاره دبُردوباخت(ګټل اوبایلل) وروستی چانس دی .
همدا لامل وه چې امریکایانودمعمول خلاف ددغوعملیاتوترپیلیدونیږدې یوه اونۍ تر مخه یوپراخ تبلیغاتي کمپاین په کارواچاووه،اوله هواڅخه یې دخبرپاڼوپه وسیله طالبانوته دتسلیمۍ اودمارجې اوسیدونکوته دطالبانوله ملاتړڅخه دلاس اخیستلو اخطارونه ورکړل .
بلآخره عملیات پیل اوله دې سره یوځای په مارجه کې دمیشتومحدودوطالبانواو۱۵۰۰۰نړیوالومجهزوځواکونوترمنځ دپوځي مسابقې خونړۍ صحنې دنړیوالوتلویزوني شبکوپرمخ يوپه بل پسې نندارې ته وړاندې کړل شوې.
خوپه دغوعملیاتوله یوې اونۍ تیریدو وروسته په مارجه کې دطالبانوسخت مقاومت هم دعملیاتودمنسجموونکو اوهم دسیاسي شنونکوهغه اټکلونه او وړاندوینې چې ددغې جګړې دپایلوپه اړه یې لرل ټول غلط ثابت کړل.
پنځلسوزروبهرنيو ځواکونو له خپلوټولوهغوپوځي احضاراتو،پرمختللیووسلو اوپراخ تبلیغاتي کمپاین سره ونه کړای شول چې دمارجې سیمه دطالبانوله محدودشمیروسله والوڅخه تصفیه کړي ؛ تصفیه څه چې په مارجه کې په مقاومت برسیره دهلمند په نوروسیموکې دهغو حملې لازیاتې او په نادعلي ، موسی کلا،ګرمسیراوخپله لښکرګاه ښارکې دبهرنیوځواکونوپوځي مراکزتربریدونولاندې ونیول.
دناټوتړون ټول غړي هیوادونه چې دافغانستان نه ګټونکې اونه خلاصدونکې جګړې سخت ستړي کړي ټول په ډیردقت سره دمارجې دمشترکوعملیاتولحظې څارې اوپه هغې کې دیوې یوې لویشتې په وړاندې والي اوشاته والې حساب کوي .
هغوﺉ چې دخپلودغودقیقوڅارنواومحاسبوله مخې دمشترکوعملیاتوپایلې ګوري هغه دځان په ګټه نه ورته ښکاریږي همدالامل دی چې ددې تړون ځیني غړي هیوادونه لا دمارجې دپوځي مسابقې ترپای لوبې له مخه لا له افغانستان څخه دخپلوپوځیانو په بیرته ایستلوغورکوي.
ددغوهیوادوله جملې څخه یوهم دهالنډهیواد دی چې خواشا۲۰۰۰ سرتیري یې په افغانستان کې دناټوترمشرۍ لاندې دطالبانوپه خلاف جګړه لګیا اودسږني کال اګست میاشت یې دلته دمیشتيدلواخیري نیټه ده .
دلندن له کانفرانس نه وروسته دناټوسرمنشي راسموسن داوباما په غوښتنه دهالینډ دایتلافي حکومت له لومړي وزیرجان پیتر بالکنندي نه وغوښتل چې په افغانستان کې دې دخپلوسرتیروموده د۲۰۱۱کال تراګست پوري تمدیدکړي .
خوکله چې دروان کال فروري په شلمه نیټه دجان پیترله لوري دناټودسرمنشي دغه غوښتنه دهالینډپرلمان ته وړاندې شوه دهالنډدایتلافي حکومت دغړیو له خوایې په ټینګه مخالفت وشو اوپه نتیجه کې یې د جان پیترایتلافي حکومت هم وشړیدو.
هالینډچې دامهال یې ۱۹۵۰ سرتیري په روزګان ولایت کې دطالبانوپه خلاف جګړه لګیادي غواړي چې له افغانستان څخه دخپلو ځواکونووتل په خپل تاکلي وخت چې دراتلونکی اګست له لومړۍ ورځې سره سمون خوري پیل کړي ؛چې دغه کارپه خپل ذات کې دناټوتړون په نوروغړیوهیوادونوپه تیره په افغانستان کې دجګړې په جبهه کې دهغوﺉ دسرتیروپه مورال یوه منفي اغیزه کوي.
همدا اوس دناټوتړون پوځي چارواکې ددغه تړون له یوه بل غړي هیوادجرمني څخه په ټینګه غواړي چې دهالینډي ځواکونوله عقب نشیني وروسته خپل ځواکونه دروزګان ولایت ته واستوي ترهالته منځته راغلې تشه ورباندې ډکه کړي خوجرمني دیته نه دی تیاردی چې خپل ځواکونه دشمال له نسبتا ارامه سیمې څخه دجنوب لویدیځ زون جنجالي سیمې روزګان ولایت ته ولیږي.
آسترالیا اوفرانسه دناټوتړون دوه نورغړی هیوادونه دي چې دامریکا له غوښتنوسره سره دیته تیارنشول چې افغانستان ته نورعسکرولیږي .
په هرصورت تراوسه لا دمشترکوعملیاتواوپه مارجه کې دروانې پوځي مسابقې دوې اونۍ ندې پوره شوي چې منفي اغیزویې داروپاپه زړه کې حکومتونه ولړزول نوربه وروسته ولیدل شي چې دمیاشتې په پوره کیدوسره خبره کوم ځای ته رسیږي .
دمارجه والو اوبهرنیوځواکونوترمنځ دروانې پوځي سیالۍ له لومړنیوپایلو څخه خودا جوتیږي چې دمارجې کلیوالې دښتې اورغونه دلندن او واشنګټن نازولیو ته د دوﺉ درالیږلو ښاغلیودمرګ ژوبلې ترخه پیغامونه لیږي ؛ خبره نوره په دغوښاغلیوپوري تړاولري چې له دغوپیغاموڅخه په عبرت اخیستوسره خپلوهیوادونوته درسیدولپاره کومه لاره خوښه وي :
له جګړې نه په لاس اخیستوسره په راغلیوجازونوکې دواپسي خوندوره لاره ؛ اوکه په مارجه کې له وژل کیدووروسته دحسرت په کفنونواوتابوتونوکې اوبیرغونوکې دتاویدلو لار!!!؟
شاهد غزنیوال

No comments:
Post a Comment