دمارجې عملیات دمارجې دخلګو ته د دژوند دآسانتیاووبرابرولوپه خاطر
شاهد غزنیوال
تیره ورځ په افغانستان کې دبهرنیوځواکونوترټولومشرقومندان جنرال سټانلي مکریسټال دهلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښارکې دیوه خبري کانفرانس په ترڅ کې دهغوﺉ دځواکونوله لوري دمارجې سیمې د ژر لاندې کولو خبرورکړ.
جنرال ماکریسټال دغه خبري کانفرانس ته دافغانستان د دفاع اوکورنیوچارو وزیران هم له ځانه سره بیولي ول اودنیویارک ټایمزورځپاڼې دخبرپه حواله ماکریسټال دجګړې ډګرته دښاغلي وردګ اواتمرله ځانه سره حاضرول ؛ مارجې ته په صندوق کې دافغاني ادارې وروړل تعبیرکړل .
ښاغلي وردګ اواتمر هم دواړو دجنرال ماکریسټال ترڅنګ دهغه دځواکونوپه مټ له طالبانو څخه دمارجې دنیولو خبر ښه په بړه بړه اعلان او دکورنیوچارو وزیر ښاغلي اتمرخولا مخالفینوته په سختو الفاظوکې دعاجلې تسلیمې التیماتوم هم ورکړ.
دمارجې سیمې دنیولو په غرض پنځه ورځې مخکې پنځلسوزرو پوځیانو د۶۰ پوځي چورلکو،په لسګونواستکشافي اوبم غورځوونکوتورنیدو اوایف ۱۶بم غورځوونکوالوتکواو زرګونوزغروالوشوبلو په وسیله په برید لاس پوري کړ.
دبهرنیوځواکونواوافغاني چارواکوله لوري دنوموړي برید لامل له طالبانو څخه د دغې سیمې ترنیولو وروسته دهغې داوسیدونکولپاره دژوند دآسانتیاووبرابرول اوهالته په اصطلاح ددولتي حاکمیت تأمینول ښودل شوي.
دمارجې غوندې یوې محدودې سیمې لاندې کولوته دامریکایانو ،ناټو اوافغان دولت دومره زیاتو پوځیانو اوپوځي تجهیزاتوبرابرول خپله په افغانستان کې دبهرنیو یرغلګرو اودهغوﺉ په مرسته جوړ شوي حکومت دناکامي ،وارخطایي اود حکومتي چاروپه سمبالښت کې دهغوﺉ دپاتي راتللوترټولو لوي لامل بلل کیږي.
ځکه افغانستان دخپل اداري اوتشکیلاتي جوړښت له مخې ۳۴ ولایتونه اوشاوخو۳۵۰ ۰ ولسوالۍ لري او دنړیوالوڅیړنو دمرکز Snlis(سنليس) دوروستۍ احصایې له مخې ددغو ۳۵۰ ولسوالیوله جملې نه په سلوکې ۷۵ دطالبانوترمستیقم اوغیرمستقیم اثر لاندې دي
اوس نوکه بهرنیان غواړي چې دغه ۳۵۰ ولسوالۍ د دولتي حاکمیت تربشپړ کنټرول لاندې راولي داورته په کار ده چې دهغې هرې یوې دتصفیې لپاره ۱۵۰۰۰ پوځیان دلته راولي ؛چې په دې سره به افغان حکومت په افغانانوباندې دحکومت کولو لپاره په مجموعي توګه ۵۲۵۰۰۰۰ تنوبهرنیوپوځیانو ته اړتیالري .
اودافغان حکومت دغه حیرانوونکې اړتیا داسې اړتیاد ه چې ترسره کول یې دانساني عقل له مخې له محالاتوڅخه بلل کیږي.
دحیرانتیاوړخبره داده چې مارجه دهماغه حکومتي تشکیل له مخې د ولسوالیوپه جمله کې هم نه راځي ؛ بلکې هغه دهلمند ولایت دنادعلي ولسوالۍ اړوند یوه محدوده سیمه ده چې دټولواوسیدونکوشمیره شاوخوا اتیازروکسانوته رسیږي ،خو ددغې محدودې سیمې دتسخیرولوپه نیت امریکایي اودناټوتړون پوځي جنرالانو دپنټاګون دحربي ماهرینوپه ملتیاداسې پوځې استحضارات په کاراچولي چې دنظامي محاربې په تاریخ کې یې له لومړۍ اودوهمې جګړې راپه دیخوا ساری نه لیدل کیږي .
خو له دغو ټولو استحضاراتوسره سره بیاهم نن دبرید په پنځمه ورځ دبهرني ځواکونوداعتراف له مخې دهغوﺉ په مقابل کې دطالبانوله سخت مقامت سره مخ دي .
بهرني ځواکونه دطالبانو په مقابل کې دخپلو عملیاتو دنه موفقیت لامل په سیمه کې دملکي خلګو دتلفاتو دمخنیوي په خاطر دخپلوپوځي کړنو تدرج اومحتاطانه آجراآت ښیي.
خو دهغوﺉ په دغومحتاطانه اجراآتوکې تراوسه نیږدې ۲۵ ولسی کسان وژلي خدای دې نورخیرکړي چې د دوﺉ داجراآتوپه تیزیدلوسره به هالته دولسي خلګو دمړيوشمیره څوته رسیږي.
په هرصورت اوس خبره دلته ده چې بهرنیان اوحکومتي ځواکونه که وغواړې چې په مرجه کې دبیارغونې چارې پیل کړې هغه به دچالپاره پیلوي؟ ځکه دمارجې سیمې شاوخوا زرکورنۍ خو تربرید له مخه دخپلو کلیو اوکورونوپریښودلوته اړیستلې شوي ،کوم کسان چې دمجبورۍ له وجې هالته پاتې دي هغوﺉ خو یوڅه دبهرنیوځواکونودمحتاطانه عملیاتو په ترڅ کې ووژل شول اوهغه نورباقيمانده خوبه یې حتما دعملیاتو دتیزیدلو په حال کې له ژونده محرومیږي.
دغه ناموجه پلمه بهرنیو یرغلکروځواکونو یواځې دمارجې دلاندې کولولپاره نه ده کارولې بلکې اته کاله وړاندې یې دټول افغان ولس دهوسایي ،ترقي ،اودلته د دیموکراسي دپلي کولوپه نامه له عین همدغې بهانې څخه کارواخیست اوزمونږپه هیواد یې یرغل وکړ چې اوس یې خبره بلآخره دیوه کلي دنیولولپاره د۱۵۰۰۰ زرو عسکرو داستخدام مرحلې ته راورسوله .
No comments:
Post a Comment