دمرجې عملیات که دیویشتمې پېړۍ دوحشت بېلګه
په کابل کې خپرېدونکې دسرنوشت ورځپاڼه دروان کال دکب دمېاشتې دپنځمې نېټې په خپله ګڼه کې د (مرجې ولس پر بهرنیو پوځیانو کلک په غوسه دی )تر سرلیک لاندی یو مطلب لیکلی چی سرچینه یی ایشاټایمز بللی ده . په دې مطلب کې راغلی چې دلښکر ګا ه په روغتون کې دایشیا ټایمز خبریال ته بسترو ټپی ناروغانو او دهغوی پایوازنو دامریکایی او بریتانوی پوځیانو له ډیر بد او مغرورانه چلند نه شکایت کړی دی . یو تن دهارون په نوم ویلی چی بهرنیو پوځیانو زما دوه ورونه ټپیان کړل اود یوه تن میرمن یی چی کله دخپل ټپی خاوند پرلور ورغله شهیده کړه په داسې حال کې چې ددوی دواده شپږمېاشتې لا نه کېدې . یو بل تن دګلاجان په نامه ویلی چی دده دوه خویندې بهرنیانو په راکټ وویشتلې او شهیدانې یی کړې ,دی زیاتوی چې دی به خپل کسات له بهرنیو پوځیانو اخلی . یو بل تن چې احمد نومېږی وایی زما پلار بهرنیو پوځیانو شهید کړ او بیا دوه ورځی دهغه جنازه په کورکې وه ځکه بهرنیو پوځیانو نه پرېښودل چی هغه خښ کړو. دغه راز په مارجه کې د ۱۲ ملکی کسانو په وژل کېدو او په ګجران کې د ۲۷ کسانو پروژنه خو خپله دناټو قوماندان اقرار وکړ. دا دمرجې دعملیاتو چی د نادعلی ولسوالۍ یو سیمه ده یو څو بیلېګې وې داچې ددغې سیمې خلکو باندې هلته نور څه پېښ شوی ا ولاهم څه پېښېږی پوره پته یی نه لږیږی ځکه چې هلته خپلواکه رسنې نشته اویاهم دجګړی له کبله ورتللی نه شی اوبل څوک خو پرته له خدایه نشته چې د بهرنیو ځواکونو د کړنو څارنه وکړی. له کله نه چې دغه عملیات چې اوس دمارجې دعملیاتو په نامه سره ټوله نړۍ ورسره اشنا شوې او ان اوبامایی ګړی په ګړی راپور اخلی پیل شوی څېړونکو له همغه پیل نه ډېرعجیبه وګڼل ځکه ددی جګړې په هکله ویل کیدل چی ۱۵۰۰۰ بهرنی او کورنی پوځیان له سلګونو ټانکونو اولسګونو الوتکو او نورو عصری وسایلو سره په یرغل لاس پوری کړی اوپه سمیه کې دمخالفو جګړه کوونکو دشمېر په هکله ویل کېدل چې له ۴۰۰ نه تر ۱۰۰۰ تنو به وی چې دجګړې په پیل سره په دغه شمېره کې هم کمښت په ډاګه شو او وویل شول چی ډیر شمیر وسله وال کسان له دې ځای نه دنیمروز ولایت ته تللی.
دمارجې دجګړې په اړوند دناټو او دولت له لوری دومره تبلیغات وشول چی ته به وایی دنړی ستر پوځی ځواک یعنې دناټو قواوی چی په افغانستان کې د ۴۲ هیوادونو ملاتړاو ګډون ورسره دی دبلی کومی کری (سیارې) له جګړه ییزه ځواکونه سره غواړی جګړه وکړی نه دافغانستان غوندې دبېوزلې هیواد دیو ه لرې پراته ولایت دیو ې کوچنۍ ولسوالۍ له یوې سیمې سره !؟ خو اوس چې لیدل کېږی نو همداسې ده .
دعملیاتو په پیل کې دناټو قوماندانانو او دولتی چارواکو وویل چی دملکی تلفاتو دنه رامنځته کیدو له کبله دغه عملیات پڅ روان دی اوهم وویل شول چې په کې ملکی تلفات به کم وی. خو څه ډول چې لیدل کېږی ملکی تلفات هم په کې ښه پریمانه دی اونورې سرغړونې خو لاپرېږده ، دمطبوعاتو اوبینوا ویب پاڼې له قوله ان داچې دې تلفاتو ته په لیدو سره دمارجې نارینه خو څه کړې چې ښځو یی هم دبهرنیانو په وړاندې وسله راپورته کړه او لکه عابده ترور چې په بدو امه مشهوره وه بهرنیانو باندې یی خپل ټوپک را اوچت کړ چې ددرې تنو په وژولو اوپنځو تنو په ټپی کولو سره یی خپله هم دشهادت مقام ترلاسه کړ. داسمه ده چې افغانان ډېر غیرتی دی او په سیمه کې مخالف جګړه کوونکی دخپل بری او ناټو ځواکونو ته دتلفاتو اړولو په هکله خبرې کوی خوخدای خبر چې په سیمه کې به څه ناتار جوړوی .
دلته سوالونه راپورته کېږی چې څه شول هغه دبشری حقونو ادعا لرونکی او څه شول هغه دافغانی هویت مدعالرونکی چې هیوادوال یی په اور سوزېږی او ددوی له خولې غږ هم نه پورته کېږی؟ څه شول هغه دسولې او پخلاینې ادعالرونکی چی مخالفین یی خپل ورونه بلل؟ ايا خپل ورونه وژني؟ او څه شول هغه دخلکو استازی چې ترپرونه یی دولس دوستی ټټرونه وهل خو اوس دخپل ولس قتل عام ته په رډو رډو ګوری؟
وسله وال خو به دخپل مورال لپاره هرڅه وایی خو څوک پوهېږی چی په مرجه کې به زموږ په ماشوم ، سپین ږیری ، ښځو او ځوانانو باندې څه تېریږی ، آیا ددوی پوره ځوریدو ،کړاو او ژوندی مرګ لپاره همدا دشوبلو ، الوتکو او مردکو غږونه کافی نه وی چې ووایو نه هلته ملکی مرګ ژوبله نشته ؟ ايا دهغوی لپاره همدا وژونکی نه ده چی ووینی په زرګونه بهرنی نامسلمان عسکر یی دشپې او دورځې په داسې حال کې چې ددوی زنانه په کورونوکې دی پرته له پوښتنې او په خورا وحشیانه ډول ددوی کورنو ته ورننوځی ؟
ای افغان اولسه اود مرجې مظلومو خلکو! الله مو حافظ او ناصر شه تاریخ پېښې ډېرې لیدلی چنګیز اونورو ظالمو جګړه مارو او ښکیلاکګر و هم ډېر کلی او ښارونه په همدې توګه جګړېزو عملیاتو لاندې کړی . تاسې دجګړو اوبېرحمیولومړنی قربانیا ن نه یاست. دیو یشتمې پېړۍ تکنالوژۍ چې څومره پرمختګ کړۍ ظلم وحشت او تیری یی هم په همغه کچه پرمختګ کړی دی خو څرنګه چې تیر تاریخ اوس بدل شوی دا وختونه به هم تیر شی. افسوس دهغو په حال چی تاریخ پری لعنت ووایی او الله هم هغه انتقام تر ې واخلی چې دمرجې وحشت به بیا ترې هېر کړی.
حقیق وردګ

No comments:
Post a Comment