Monday, 22 February 2010

د سلواغې ۲۶ مه، دسرو لښکرو ماتې او هر يرغلګر ته د عبرت درس

د سلواغې ۲۶ مه، دسرو لښکرو ماتې او هر يرغلګر ته د عبرت درس
ښکلا پښتنه : کابل
پر داود خان باندې له كودتا وروسته چې كله د خلق او پرچم ګوندونه واك ته ورسېدل پر افغان ولس باندې د اور او وينو د توپان يوه تونده څپه راولوته، هره ورځ به په سلګونو او زرګونو افغانان په دې جرم چې د وخت د حكومت اطاعت يې نه كاوه وژل كيدل او يا به هم د زندان د تورو تمبو شاته اچول كيدل.

د ظلمونو او وحشيتونو لړۍ همداسۍ روانه وه او لايې زور اخيسته، خو افغان ولس به د ګوډاګې حكومت غندنه كوله او د خپلواکي شعار به يې زمزمه کاوه، د وخت د واكمنانو د افغان ولس په وژلو او بنديانولو زړه نه سوځيده ان تردې چې د ۱۳۵۸ هـ ش كال د مرغومي مياشتې په شپږمه نيټه يې په ډېره سپين سترګۍ د سره پوځ د مسقيم تيرې لپاره هم زمينه برابره كړه او د شوروي سرو لښکرو د افغانستان په سپيڅلې خاوره كې خپل ناولي قدمونه كيښودل، كه څه هم له پخوانه په تيت او پرك ډول د خلقيانو او پرچميانو د حكومت پر وړاندې د جهاد غږ په ډېرو ځايونو كې اوچت شوى و خو لا تر اوسه څه ناڅه خلك په دې تيروتي و چې که هر ډول حکومت دی خو افغاني دي، دسرو لښکرو له راتګ سره دا شبهه هم له منځه ولاړه، ټول افغان مسلمان ولس په يو غږ د جهاد جنډه اوچته كړه او د مبارزې ميدان ته راووتل، د مزدور حكومت پر وړاندې يې په عملي توګه په مسلحانه جهاد لاس پورې كړ، يو نيم ميليون افغانان شهيدان، بې شمېره ناوې كونډې، بې شمېره نازولي ماشومان يتيمان او بې شميره خلكو ټاټوبى پريښود، په ګاونډيو هيوادونو كې يې پناه واخيسته.

د ظلم او بربريت لمن ورځ په ورځ پراخيدا په ټول هيواد كې د وينو ويالې وبهيدې، خو افغان ولس خپله حوصله له لاسه ورنكړه، ځواكمن دښمن ته يې د غلامۍ سر ټيټ نه كړ او دا شعار به يې زمزمه كاوه ((د غلامۍ له ژوند نه زر ځله مرګ غوره دى)) له يوې لسيزي سختې مبارزې وروسته مغرور دښمن ته ثابته شوه چې د افغانانو غلامول له غرونو سره سر جنګول دي، په ريښتيا هم د عقيدې او مادياتو په جكړه كې هر وخت ماديات له ماتې سره مخ كېږي لكه چې يو شاعر وايي:

په تيارو او په ټانكو او په زغرو نشي
له عقيدې سره جنګونه په لښكرو نشي

د عقيدې او مادياتو ترمنځ مبارزه وه، په عصري وسلو او زغرو سنبال، د ټانکونو او هوايي ځواک له بشپړ ملاتړ نه برخمند سور پوځ د تش لاس مجاهدينو سره په جګړه کيوتی و، په ظاهر خو هر چا دا ويلای شواې چې حتما به روسان خپلو موخو ته رسېږي، امريکا او نور لويديځوال هېوادونه د شوري له نوم نه لړزيدل، خو د لايزال خالق پريکړه بل څه وه، په رښتيا هم هغه جل جلاله چې وغواړي چاته عزت ورکړي او چاته ذلت څوک يې په بله نشي کولی، حق او باطل سنګرونه ښه ګرم وو، په لويشت لويشت خاوره د افغانستان د اصيلو او مسلمانو بچيانووينې توىشوې، څوک د باروتو په اور کې لولپه شول، دچا پر بدن باندې ټانکونه وخېژول شول، څوک ژوندې تر خاورو لاندې شول او څوک هم تر اوسه لادرک دي خو له دې ټولو قربانيو وروسته هغه ورځ را ورسېده چې د غيورو افغانانو پروړاندې سره ښكلاك د مبارزې او جګړې توان ختم شو، دا ورته څرګنده شوه چې افغانان هيڅكله د غلامي ژوند نشي زغملى، نو د ۱۳۶۷هـ ش كال د سلواغې د مياشتې په ۲۶ نېټه يې خپلې ټولې لښكرې راغونډې او د افغانستان له خاورې يې پښې سپكې كړې، د سرو لښكرو دا ماتې يواځې د افغان ولس پر وړاندې نه وه بلكې په مركزي اسيا كې ۱۵ نور هېوادونو هم د دوى له ناولو منګلو څخه خپلواكي واخيسته، دا هغه ورځ وه چې د افغانستا د تاريخ يو نوی باب پرانستل کېده، د يونيم ميليون افغانانو د وينو ثمره وه، د تودو اوبو تږي وحشي ځناوران په خپل شوم پلان کې له ستري ناکامۍ او رسوايي سره مخ شول، په لومړي قدم كې په ګوڼدو او ارمانونه يې له خاورو سره خاورې شول.

امريكا او نورو او نورو لويديځو هېوادونو د ارام سا وا خيسته خو هماغه مهال د دوی يو شمېرسنيو د دوى د رهبرانو له خولې دا خبره هم وليكله چې ويل يې: زموږ يو موقتي دښمن مات شو خو اوس بايد د ابدي دښمن چې مسلمانان دي بيدار ووسو.

د افغان مومن ولس دا حماسه ورته د زغم وړ نه وه ځكه له دوی سره د كابو يونيم ميليون شهيدانو د ارمانونو د پوره کيدو يعنې د يوه بشپړ اسلامي نظام د د رامنځ ته كيدو وېره پيدا شوه، نو په دې هڅه كې شول چې د داسې يوه نظام د رامنځته کېدو په مخ كې بايد څه ډول خنډونه جوړ کړي، خپله ټوله ميډيا يې دې ته وقف كړه چې د افغان ولس په منځ كې درز پيدا كړي، د مجاهدينو ځينې هغه رهبران چې د روسانو تروتلو پورې ورسره لويديځ په مستقيمه توګه مرستې كولې خو د روسان له وتلوسره د امريكا په تور ليست كې شامل شول او د تروريست په نوم يې ونومول.

ځوريدلو افغانانو دغې ورځې ته ډېرې سترې هيلې درلودې خو د ځينو نااهلو او او ځان غوښتونكو د ځان غوښتنې له امله هغه ټولې هيلې په ناهيليو بدلې شوې او د افغان په كور يوه بله د بدبختۍ د سيلۍ څپه را والوته، د پرديو په نغوته د هېواد په بيلا بيلو سيمو كې د څوكۍ پر سر د تنظيمونو ترمنځ خپلمنحي جګړې پيل شوې، په كابل كې د دې جګړو په ترڅ كې په زرګونو بې ګناه مظومان په خپلو وينو كې ولمبېدل، كابل ښار هغه د شاعر په وينا خداى خبر د چا سپېره نظر وخوړ:

تېرې چړې دي د رقيب پر خپل ټټر وخوړې
كابله وايه چې د چا سپېره نظر وخوړې

يو ځل بيا نا اهل غدران واکمن شول، د مجاهد له نوم څخه په ګټه اخيستنه يې هغه څه وکړل چې د روسانو ظلمونه ورته هيڅ شول، د خلکو پرناموسونو يې تيري وکړل، د هېواد په هره برخه کې پاټکونه جوړ او له مظلومو هېوادوالو نه به ېې په يو او بل نامه پيسې اخيستې که با چا ورسره څه خبره وکړه وهل او ډبول خو څه کوې ان وژل کېدل به، اخلاقي فساد خپل اخري اوج ته رسېدلی و، په کندهار کې ان د هلک تر نکاح کولو خبره ورسيده، دا ټول ذکر شوي حالات ددې لامل شول چې د طالبانو اسلامي تحريک را پورته شو، په ډېره لږه موده کې د هېواد ډېر ولايتونه تر خپل کنترول لاندې راوستل، د دوی تر واک لاندې سيمو کې خلکو د ارام سا واخيسته او په ازدانه توګه په خپلو کارونو بوخت شول، پاټکونه له منځه ولاړل زورګويان د خپلو اعمالو په سزا ورسول شول، خو د هېواد په شمال کې د بيا هم د پرديو په نغوته يو شمېر ډلې ټپلي را ټولې او د يوه اسلامي نظام په مخ کې يې خنډ جوړ کړ، د ليلي د دښتي وحشيتناکه فاجعه را منځته شوه چې ډول ډول عقدې يې پيداکړې او په دې سيمو کې د جګړو لمنه پراخه شوه.

لويديځو او يوشمېر نورو دښمنو هېوادونو، د دغه اسلامي تحريک مخالفان تقويه او هر ډول مادي مرستې به يې ورسره کولې، خو د دې هر څه په وړاندې بيا هم د طالبان وتوانېدل چې د بدخشان تر پولو ځانونه ورسوي، لويديځ او امريکا چې په داخلي مخالفينو کې نور د مقابلې توان ونه ليد نو په خپله يې په ډېر په سپين سترګۍ مټې را بډوهلې او افغانستان ته يې ډول ډول بهانې جوړولې، اقتصادي بنديزونه يې ولګول خو افغانانو دا هر څه وزغمل، په دې هم کار ونه شو نو په ٢٠٠١ کال د سپتمبر ١١ مه په امريکا کې د نړيوال سوداګريز مرکز نړېدل يې افغانستان ته بهانه وګرځوله او په پوره بي شرمی يې په دغه له مادي لحاظه کمزوري او په معنوي لحاظ غښتلي هيواد خپل ناروا بمبارونه پيل کړل، طالبانو په شاتګ وکړ، صليبي ځواکونه د داخلي بادرانو په مرسته زموږ په ګران افغانستان کې پياده شول، خپل هر ډول تبلغات يې په کار واچول چې دادي تر اوسه يې په هېواد کې بې شمېره د فحشا او ګمراهۍ مرکزونه جوو کړي او لا جوړوي يې، چې بې شمېره راډيوګانې، تلويزيونونه يې غوره بيلګې دي چې له هر ډول خرافاتو ډکې او ګمراه کونکې خپرونې د بيان د آزادۍ تر چتر لاندې کوي، له اتو کالو تېرېدو وروسته بيا هم ګورو چې د هېواد د اتلو زامنو او لوڼو حوصلې کمزورې نه بلکې نورې هم پياوړې شوې، چې دا دی اوس نړيوال صليبي ځوک هم په ګونډو شوي او لرې نه ده چې دا کفري ځواک به هم د روسانو په څېر شرمنده او سرخوړلی له دې خاورې نه وزي، په اخير کې يې په دې شعر پاي ته رسوم

ټيټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مه کړه
زه په دې افتاده ګۍ کې لوی ګړنګ يم

په درنښت
ښکلا پښتنه له کابله
د ١٣٨٨ هـ ش کال د سلواغې ٢٥ مه نيټه

No comments: