که ولشمر ژاړي نود ولس دې بیا خداې مل شي
په پښتو کې مشهور متل دې چې وایی ( چې مشر یي عنبر وي نو اختر به یي مازدیګر وي )په مونږ باندې همدا کانه شوې ده . ځکه دویاړونو ډک افغانستان هره ورځ ، هره ګړۍ او هره ثانیه دداسې داسې ناوړه حالاتو څخه تیریږې چې قلمونه یی د لیک څخه عاجز دي. هره ورځ دومره مرګونې پیښې ، دومره ناخوالې ، دومره غمیزې ...چې عقل ورته حیران او لاسونه ورته په رپیدا راشي . مونږ د ډیرو غمیزو وروسته د ارزګان د شهیدانو په غمیزه ، چې د امریکایي زبرځواک په بربنډه او عقدوي بمباریومنځته راغله او په کې په لسګونو کوچنیانو ، چې تر اوسه یي د وطن دښیګڼو له پاره د هیلو کوچنۍ کوچنۍ غوټۍ نه وې خلاصې شوې او تر څنګ یی د هغو میندو چې دخپلو ارمانونو د پوره کولو له پاره د خپلو همدې غوټیو د را غوړیدو په خیالونو کې ډوبې وې او د همداسې نورو بورو او کونډو په ویر باندې لا ګنګس وو ، او غوښتل مو څه پرې ولیکو. خود لیکلو په وخت کې به یي دا پوښتنه را ته و دریده چې چاته یي لیکې او چاته یي وایي ؟ یو ولسمشر خداې راکړې چې زور پرې راشي نو په ژړا شی او تر څنګ یي دپارلمان غړي دي چې د خپلې عیاشۍ او فحاشۍ په غونډو کې شپه او ورځ سره ورک دي . په لوکسو هوټلونو کې یي دعیاشیوقصې او په ځانګړې توګه دښځینه و وکیلانو د خپلو ځانو دخرڅلاو داستانونه د انسان ویښته را ولاړه وی ،که ولسمشر کرزې په خپله د هلمندۍ اوه کلنې کوچنۍ عکس په پارلمان کې را ښکاره کوي او ورته ژاړي او وایي چې داد یولسو هغو شهیدانو یواځنۍ وارثه ده چې ټوله کورنۍ یی د امریکایي نیواکګرانو لخوا د ترهګر تر نامه لاندې په شهادت رسیدلې ، او د پارلمان غړي ورته خاندي نو چاته به یي انسان ولیکي او چاته به وژاړي . په مارجه کې هلمندیان د لوږې له لاسه ، د قحط او سړو له لاسه دتباهۍ او بربادۍ سره مخ دي ، امریکایان پرې سپې ور خوشې کوي ... انګلیسان یي په خولو داړي او د ملي اردو تر نامه لاندې د شمال او هزارو ملیشې یي کورونه لوټوي . اودوطن هغه لوڼي چې لمر یی مخ نه و لیدلې د نیواکګرو په واسطه یی د ټول وجود ښکته پورته لټول کیږي . کوچنیان یي په نیزو سوري کوي او ........دا غمیزه یواځې پردیو نه ده پیل کړې بلکه «خپلو پردیو» هم په دې اړه هیڅ وخت له لاسه نه دې ورکړې . د خپلو پر دیو څخه پوښتنه داده چې د نورو تر څنګ مو عبدالمجید بابې ولې وواژه ، ولې دغه څو روڼ اندی لکه د ړندو سترګو اوښکې وژنۍ ، دوې تاسو ته څه ویلې دې ؟ ایا ددوې یواځنې جرم دادې چې دوې په دولتي ارګانو کې کار کوي ، په دولتی ارګانو کې ډیر شمیر داسې خلک دخپلو ځانګړیو مجبوریتونو له مخې کار کوی چې هم مجاهد دی ، هم وطن دوسته او هم ولس پاله . نو که دا جرم وي نو بیا خو به ټول ولس مجرم وي ، ځکه د دولتي ارګانونو هر کس د ولسي کورنیو او قومونو سره یو ډول نه یو ډول اړیکي لري . په همدې مې فکر کاوه چې څه ولیکم ، او څه ډول عبدالمجید بابي شهید او کورنۍ ته یي د فرهنګیانو د کهول سره یو ځاې خپله د زړه خواله وړاندی کړم . څو ځلې کمپیوټر ته کیناستم ، څو لیکي به مې ولیکلۍ اوبیرته به مې پرې خط را ښکود ، چې چاته یي لیکي او چاته یی وایي .خو د کابل د نن ورځې زړه بوګنونکی ځان وژونکو حملو مي ذهن سره ټول ګډوډ کړ ، ځکه دا حملې نه د طالبانو وې او نه د اشغال څخه د افغانستان د خلاصون د ننګیالیو. دا د پاکستان یرغل دې . پاکستان غواړې هند ته په افغانستان کې سزا ورکړي . پوښتنه داده چې پاکستان که دهند سره ډغره وهل غواړي نو هملته په هندکې دې یي ووهې ولې زمونږ ولس وژنې . لکه هند یی چې دپاکستان سره په پاکستان کې وهي همداسې پاکستان هم دخپلو بړیڅو په واسطه کولې شي هملته خپل جنګ مخته بوځی . مونږ به اوس یو ځل بیا ددې شاهد یو چې هند به ددې کابل دحملې بدل په اسلام اباد کې اخلي ، لکه په کابل کې چې دهند دسفارت بدل یی په اسلام اباد کې واخست او یا د نورو حملو بدل په لاهور او ...کې واخست . خو پاکستان به بیا دخپلو بړیڅو له لارې په کابل کې زمونږ د ولس مظلوم وګړی تر ضربي لاندي نیسې .مونږ په خپل هیواد کې د اشغالګرو پر خلاف د هر ډول سیاسې غورزنګ ملاتړ کوو خو په خپل هیواد کې دپاکستان او نورو هیوادو یرغل او د هغوې دغه بربنډ تیرې په هیڅ ډول د زغم وړ نه ګڼو . او دا باید هند او پاکستان ته ډاګیزه شي چې د خپلو دښمنیو او غچ اخستلو ځاې یی کابل نه بلکه ستاسې خپل دهلې اواسلام اباد دې . ولسمشر ته په ډاګه وایو چې د ژړا وخت نه دې او ته چې په ژړا شې نو بیا خو دې د ولس خداې مل شی . اوس د تصمیم نیولو وخت دی . که بهرنیان درته په رښتیا هم اوس مجرم ثابت شوی وي ، نو په اړه یی ولس ته په ډاګه ووایه ،ټول ولس به دې تر څنګ وی او که چیرې شهادت دې په برخه شو نو د وطن ویاړلې به یی او که نه اوس خو دې نوم..... ماشاءالله
No comments:
Post a Comment