Monday, 22 February 2010

دمشترک دښمن ( مشترک ) عمليات ترګوزارلاندې

دمشترک دښمن ( مشترک ) عمليات ترګوزارلاندې !
تردې دمه چې دهلمندله جهاداوغيرت خيزې سيمې نه کوم موثق راپورونه ترلاسه شوي دي ، وايي چې صليبي يرغل له خپل ټول جنګي تجهيز، هوايي اوځمکني قوت سره سره ، دلوى اومتعال خداى (ج) په ځانګړي نصرت ، دنادعلی ولسوالۍ په مارجي اونوروسیموکې ترکلک ولسي ګوزاراواسارت لاندې دى ،ځاى پرځاى پرې درانه بريدونه کيږي ، يرغلګرعسکريې سربداله کړي اودړومبنيومعلوماتوله مخې دعملياتوله پيل نه تراوسه ددښمن له دودرجنو ډيرخارجي اوداخلي عسکرمړه اوشاوخوا١٥شوبلې اونورډول ډول جنګي وسايط يې له منځه وړل شوي

دجنګي تجهيزاودجنګيالودشميراوسهولتونوله زاوې ، که وکتل شي چې دهلمندپه ولايت ١٠٠٠تنه خړپړمجاهدين چې پرمختللې وسله يې (پيکااوراکټ لانچر) بلل کيږي ، نه څارګرې اوبم خورځونکې چورلکې په لاس کې لري ، نه دبې باون ، تيارې په اختيارکې لري ، نه فاسفورس سوځونکي بمونه اوزهرجنې وسلې په واک کې لري ، نه غربي ميډيااودسيمې اجاره شوې ډالري خبري رسنى په چوپړکې لري ، نه يې ملګري ملتونه اوبشري سازمانونه په خوااوملاتړکې شته چې هره ناروايې رواوهره نادوده يې سمه اوپه تول پوره وګڼي ، خوبيا هم دغه بې وسه اوبې کسه خودخداى په دين مين لږکى لښکر ، پرخپل هغه دښمن چې دغه هرڅه اوهررازاسانتياوي په واک کې لري اوتردوغوږونوپوراوماموردى او يواځې دمارجي عملياتوته يې ۱۵۰۰۰عسکرليږلي ، ولې دمقابلې په ډګرکې
مجاهدلښکرپرې غالب اودنړى سوپرمادي ځواک د٤٠هيوادونوله هراړخيزې مرستې سره سره ، ترينه په کوکواوکوکاروده!
نړى ويني چې دافغان روان جهاد په برکت اوس د امريکې ملا بند په بند او څو ځايه ماته شوي ، پخپله د غربي ميډيا په اعتراف په زرگونو د امريکا او ناټو نازولي ! عسکر چې د مرگ او ټپي کيدو پر مهال يې د ويرې او وارخطايۍ چيغې د تاريخ په حافظه کې انځور دي ووژل شول، اقتصاد يې مات او د تباهۍ د پاڼ مورگې ته ورسيد، ذلت او رسوايي پرې دپاسه.د اتو کالو په وحشيانه بمباريو، وژنو، ورانيو، شکنجو او بېلا بيلو شيطاني حربو د کارولو باوجود، په افغانستان کې د جهادي خوځښت ځپل او ماتول خو پريږده ان چې د هغوى د پرمختگ او بريا مخه يې هم ډب نکړى شوه.

حقيقت دادى چې دسوپرپاورترشامادي اوشيطاني جنون ،قوت اومهارت شته ، ولې دمجاهدينوترشاالهي نصرت دومره څرګنداوشامل دى چې يواځې دهلمندپه ميړنى خاوره کې له تيرو٩کلونوراهيسې ، سوپرپاور، له وړواوپراګنده عملياتوعلاوه ، دمارجي له روانې جګړې سره دا ١٥ سترپوځي عمليات دي چې ترسره کيږي اوهرځل لکه ديوه هيواددنيولواوقبضه کولوپه څيرورته جنګي تابياوې نيسي ، پراخ اواوږده تبليغات په کاراچوي خو لله الحمد، تردې دمه په هلمندولايت کې يوه داسې ولسوالى اوپراخه سيمه هم څوک نشي ښودلى چې ددښمن ولکه اوسلطه پکې قايمه اوثابته ګرځيدلي وي !

دافغانستان اسلامي امارت ، دهلمندپه مارجي کې دمشترک دښمن ، دروانومشترکوعملياتووحشيانوته داښکاره پيغام لري ، چې دتيرو٩کلونوپه اوږدوکې مودغه غيرتمنه ځمکه تردې نه دلوړوجنګي عملياتواووحشيانه کړنوباوجودتابع اوولس موخپل نشوکړاى ، اوس چې دامريکا، برتانيااومتحدينوټولې حربې له کاره غورځيدلې ، ددوى په وړاندې دافغانستان په هرکونج اوکنارکې دجهادنغري تاوده اودمقاومت مورچلې فولادې ګرځيدلي! نوګرانه اوناشوني به وي چې په دغوسختو اوسنيو شرايطواوحالاتوکې چې هرڅه دمجاهدينوپه بري اوملاتړڅرخي ، تاسې به دهلمنداويانوروسيموکې دبري اودپام وړپرمختګ چانس ولري

هو! يوڅه کولاى شى ،لکه چې اوس يې هم عملا ترسره کوى، چې عام ولس به په هوايي ناترسوبمباريواوړندوتوغنديوووژنى ، بې دفاع خلک به زولانه اوترتوروزندانونوورسوي اوپه دې سورژمي کې به کلي اوبانډې له وګړوتشې اوخلک به يې هجرت ته اړ کړي ، پرته له دغه وحشت اوبربريت نه بله کومه لاسته راوړنه نلري!اونه به هم مکرسټال خپله له شرمه ډکه ماتي او تاریخې شکست دافغانستان له ۳۸۵ولسوالیو څخه دیوی ولسوالۍ دیوه کلی (مارجی)په نیولوپټه او جبیره کړی ان شا الله تعالی

No comments: