Sunday, 29 March 2009

د حضرت محمد مصطفی صَلی اللهُ عليهِ وَسَلم ژوندليک

لمړی برخه

په دې برخه کې لوستی شئدنبوي نسب لړۍ
درسول الله صلى الله عليه وسلم زيږيدنه
درسول الله صلى الله عليه وسلم مباركه څيره
درسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک لباس
دنبوي نسب لړۍ

رسول الله صلى الله عليه وسلم ټبر د عرب په بنو اسماعيل كې دقريشو دقبيلې دهاشم له كورنۍ څخه دى چې دنسب لړۍ يې داده
:محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب بن هاشم بن عبدالمناف بن قصى بن كلاب بن كعب بن لؤى بن غالب بن فهر بن مالك بن نضر بن كنانه بن خزيمه بن مدركه بن الياس بن مضر بن نزار بن معد بن عدنان . له تاريخي رواياتو څخه څرګنديږي چې له عدنان څخه تر حضرت اسماعيل عليه السلام پورې دڅلويښتو پلرونو واټن دى خو په همدې منځ كې ټول نومونه ثبت شوي نه دي ځكه عربو به په لرې ليكونو كې يواځې وتلي نومونه يادول هغه نومونه چې له عدنان څخه تر اسماعيل عليه السلام پورې ثبت شوي دا دي :عدنان بن عدو بن المقوم بن تارح بن يثحب بن يعرب بن ثابت بن اسماعيل بن ابراهيم عليهما السلام
درسول الله صلى الله عليه وسلم زيږيدنه
ديوه وتلي مصري هيئت پوهاند محمود پاشا فلكي د رياضي له څيړنې سره سم رسول الله صلى الله عليه وسلم دربيع الاول په نهمه نيټه ددوشنبې په ورځ چې د571 م كال داپريل دمياشتې له شلمې نيټې سره سمون خوري زيږيدلى . پلار يې تر پيدايښت له مخې وفات شوى وو , او عبدالمطلب ورباندې محمد نوم كيښود. رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دوه درې ورځې بي بي آمنې ,بيا دابو لهب وينځې (ثوبيي) او وروسته حليمې سعديي تى وركړ , دعربو دا دود ووچي خپل ماشومان به يې له ښاره دباندې ښځو ته دشيدو وركولو لپاره ورسپارل ,او په دې كې دا ګټه وه چې يوخو به ماشومانو دعربي ژبې سوچه لهجه زده كوله او بل داچې دعربو ځانګړتياوې به پكې راتلې په همدې موخه به دكليو ښځې په كال كې دوه ځله ښار ته راتلې اوماشومان به يې وړل . درسول الله صلى الله عليه وسلم له پيدايښت څخه څو ورځې وروسته دهوازن كورنۍ ښځې ښار ته راغلې چې په دوی كې يوه هم حليمه وه , حليمې بل ماشوم پيدا نكړای شو ,درسول الله صلى الله عليه وسلم مور بي بي غوښتل تر څو خپل زوی ورته وسپاري حليمې سره له دې چې دهغوی دبې وزلۍ او دماشوم ديتيمتوب له كبله دڅه شي تمه نه درلوده ,خو تر تش لاس تللو ورته ښه وبريښيدله او ماشوم يې له ځان سره واخيست . رسول الله صلى الله عليه وسلم هلته دبني سعد (هوازن) په كورنۍ كې دوه كاله پاتې شو,خو كله چې حليمې سعديي هغه ښار ته راوست نو د(وبا) ناروغي ګډه وه نو بي بي آمنې ورته وويل چې محمد صلى الله عليه وسلم بيا له ځانه سره بوځه ,حليمې سعديې ومنله او په يوه روايت رسول الله صلى الله عليه وسلم هلته تر شپږو كلونو پورې پاتي شو
. درسول الله صلى الله عليه وسلم مباركه څيره
درسول الله صلى الله عليه وسلم قد منځنى , غړي برابر , رنګ سور او سپين , تندى پلن , وروځي سره نښتي , پزه يې دنګه او لوړوالي ته مايله وه ,مخ يې ډير غوښن نه وو ,خوله يې څه ناڅه غټه ,او غاښونه يې سره بيل بيل وو,غاړه يې دنګه اوسريي غټوالي ته مايل وو ,سينه يې پراخه ,دسر ويښتان يې نه ډيرتاو راتاو او نه بيخي نيغ نيغ وو,مباركه ږيره يې ګڼه وه ,سترګې يې تورې , باڼه يې لوی او اوږده وو , وُلي يې غوښن ,او دوږو هډونه يې لوی وو, په سينه مباركه يې تر نامه پورې دويښتانو يوه نرۍ ليكه وه , په اوږو اوليڅو يې ويښتان وو , دلاسونو ورغوی يې غوښن او پلن وو ,څنګلي يې اوږدې او پوندې يې نازكې وې , دپښو دتلو منځ يې داسې خالي وو چې تر لاندې به يې اوبه تيريدلای شوې . درسول الله صلى الله عليه وسلم دوُليو په منځ كې دكوترې دهګۍ په كچ دنبوت (مهر) ټاپه وه ,رسول الله صلى الله عليه وسلم به ډير ګړندى ګرځيده ,خبرې به يې په دمه دمه كولې , كه به يې دكومې خبرې مطلب تاكيدكول وو نو هغه خبره به يې په بيابيا تكراروله ,غږ يې لوړ وو , دخبرو په مهال به يې اكثر اسمان ته كتل ,رسول الله صلى الله عليه وسلم به ډير لږخندل ,او چې خندا به ورغله نو موسكى به شو
. درسول الله صلى الله عليه وسلم لباس
په نبوي لباس كې كومه ځانګړتيا نه وه ,عام كالي يې له څادر ,كميس او لنګ څخه عبارت وو ,يو روايت راغلى چې يو پرتوګ يې اخيستى وو او دا شوني ده چې اغوستى به يې وي . ډيرى مهال به يې توره پګړۍ په سر كوله ,پګړۍ به په خولۍ برسيره تړله ,خولۍ به يې ساده اوټيټه وه ,شمله به يې كله (په ښي اوږه-ځكه خو هم كيڼ لورې ته دشملې پريښودل له شرعي پلوه بدعت بلل شوي) او كله هم دوليو په منځ كې پرته وه ,او كله به يې تر غاړه تاووله . يمني څادر يې ډير خوښ وو ,چې هغه به كرښې درلودې , شامي عبا (چوپانه) يې هم استعمال كړې ده ,رسول الله صلى الله عليه وسلم به كله كله قيمتي او ښكلې جامې هم اغوستې ,په رنګونو كي يې (سپين) رنګ خوښ وو سور رنګ يې نه خوښاوه . درسول الله صلى الله عليه وسلم به ښه بوی ډير خوښيده , د(سكته )په نوم عطر به يې ډير استعمالول ,رسول الله صلى الله عليه وسلم دموزو پښو كولوډيرخوی نه درلود, خو كومې دڅرمنې موزې چې نجاشي ورته راليږلې وې هغه يې استعمال كړې وې ,معمولا به يې څپليو ته ورته پڼې (موچڼې) په پښو كولې . نبوي بستر يوه څرمن وه , چې دخُرما له پاڼو څخه ډكه شوې وه ,او كټ يې په بوڼ اُوبدل شوى وو. د(محمدرسول الله ) په نوم دسپينو زرو په ګوتې كې يو مهر كندل شوى وو چې دټاپې لګولو په مهال به يې دښي لاس په ګوته كوله ,رسول اكرم صلى الله عليه وسلم په جنګونو كې خول او زغره هم استعمالوله , داُحد په وتلي جګړه كې يې دوه زغري اچولې وې



دوهمه برخه

په دې برخه کې لوستی شئ
درسول الله صلى الله عليه وسلم ذاتي ځانګړتياوې
درسول الله صلى الله عليه وسلم نبوي ځانګړتياوې -
نبوي ځانګړتياوي
داځانګړتياوې دوه ډوله دي : ذاتي او نبوي
ذاتي ځانګړتياوې هغه دي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دامت په مقابل كې وركړل شوي دي ,
او نبوي ځانګړتياوې هغه دي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دنورو انبياوو په مقابل كې وركړل شوي دي

الف- درسول الله صلى الله عليه وسلم ذاتي ځانګړتياوې

نبوة او دنبوة لوازم لكه وحي ,الهي انباء , دحضرت جبرايل عليه السلام راتلل ,او داحكاموتنسيخ , داټول هغه څه دي چې دامت افرادو ته ندي وركړل شوي .بلكه دامت افرادو ته يواځې ريښتينى خوب ,كشف او الهام پاتې دي . عام مسلمانان پدې شرط چې عدل وساتلی شي يواځې څلور ښځې په نكاح كولای شي خو رسول الله صلى الله عليه وسلم تر څلورو زياتې ميرمنې هم په نكاح اخيستې شوې . عام مسلمانان كولای شي چې داهل كتابو له ښځو سره نكاح وكړي خو رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دا اجازه نه وه او داځانګړتيا يو قيد وو . رسول اله صلى الله عليه وسلم ته دا اختيار وركړل شوى وو چې په موجوده نهو بيبيانو كې څلور ځان ته ورنژدې كړي او نورې سره له دې چې دپيغمبر صلى الله عليه وسلم دنكاح شرف يې درلودخو له ځان څخه يې لرې كړې اوپدې غوراوي كې يې رد او بدل هم كولای شو . درسول الله صلى الله عليه وسلم تر وفات وروسته دهغه پاكې بيبيانې هيچا هم نشوای په نكاح كولای . دشپې لمونځ (تهجد) دعام امت لپاره مستحب دى خو په رسول الله صلى الله عليه وسلم فرض وو . دڅاښت لمونځ په رسول الله صلى الله عليه وسلم دفرض لمانځه په څير واجب الادا وو . رسول الله صلى الله عليه وسلم به دمازديګر تر لمانځه وروسته هم دوه ركعته لمونځ كاوه خو امت ته تر مازديګر وروسته او تر ماښام له مخه لمونځ كول روا ندي . دامت لپاره پر له پسې(بې له روژه ماتي كولو) روژه نيول نه دي روا ,خو رسول الله صلى الله عليه وسلم به څو ورځېپه پرله پسېتوګه پرته له ماتولو روژه نيوله . درسول الله صلى الله عليه وسلم اودټول اهل بيت لپاره دزكوة دمال خوړل ناروادي

. ب ــ درسول الله صلى الله عليه وسلم نبوي ځانګړتياوې
له حديثو څخه څرګنديږي چې درسول الله صلى الله عليه وسلم نبوي ځانګړتياوېپه لاندېډول دي

: رعب او نصرت
: تر رسول الله صلى الله عليه وسلم وړاندېدنبيانو مادي ځواك لږ وو, او كه به دحضرت موسى او حضرت داود او حضرت سليمان عليهم السلام په څير نبيانو مادي ځواك درلودهم مګر رعب ورسره نه وو, خو له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره دمادي ځواك ترڅنګ دومره رعب هم وو چې ډير زورور خلك پرته له جګړې كولو څخه دتسليمې کړۍ ته راغلل

دسجدې عام ځای
تر رسول الله صلى الله عليه وسلم دمخه نبيانو قرباني او عبادت له ځانګړيو ځايونو پرته بل چيرې نه وو روا, خو درسول الله صلى الله عليه وسلم دين په ځانګړو ځايونو پورې ندى تړلى ,هر ځای سجده ,دعا او قرباني كيږي
دپيروانو ډيرښت
ډيرى انبيا عليهم السلام داسې تير شوي چې دامتونو شميره يې دګوتو تر شمير نه ده اوښتې , خو محمدي امت آن درسول الله صلى الله عليه وسلم په ژوند كې دومره ډير وو چې دحجة الوداع په مهال نژدې سل زره كسان درسول الله شاو خوا راټول وو اودلبيك اللهم لبيك نارې يې وهلې

عامه بلنه
پخوانيو نبيانو به يواځې يوه قوم يا يوه هيواد يا ديوه مهال لپاره مبعوث كيدل خو دمحمدي رسالت لمن له انسانانو څخه پرته آن تر پيريانو هم واوښته او پيريانوته يې هم سمې لاري ته دراتلو بلنه وركړه
جوامع الكلم
پخواني كتابونه او صحيفې يو هم جامعيت نه لري ,په ځينو كې يواځې دقومونو تاريخ دى ځيني يې بيا دعقيدې برخې بيانوي او ځينې نور يې هم داسې درواخله خو قرآنكريم هغه يواځينى جامع كلام دى چې د دين او دنيا ټول ګوټونه يې روښانه كړي ,عقايد ,اخلاقيات ,اومعاملات هرڅه پكې شته هرچا څه ترې ايستلي كه څه هم دقرآنكريم ډيره برخه مباركوحديثو واضحه كړې خو بيا يې هم باريكۍ پاتې دي
ددين پوره والى
الهي دين چې له آدم عليه السلام څخه رانيولی بيا تر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم پورې يودين وو او دانبياوو له خوادهمدې يوه دين اصولو ته بلنه كيدله همدا دين دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم په بعثت او بلنه سره بشپړشو

دنبوت پای ته رسيدل
:درسول الله صلى الله عليه وسلم په سپيڅلي ذات ټول پيغمبرانه نعمتونه پای ته ورسيدل ,او دنبوت لړۍ هم پای ته ورسيدله ,اوپدې ډول نو نړيوال دبل پيغمبر دراتګ له انتظار څخه خلاص شول



تلپاتې معجزه
:دنوروانبياوو معجزې دهمهغه مهال لپاره وې ,خو محمدي معجزه دتل لپاره ده .كه قرآنكريم په هغه مهال دعربو دادب او شاعرۍ په ډګر كې معجزه وه ,خو نن دژوند په هر ډګر كې معجزه ده , دانساني ماغزو نوې لاس ته راوړنه (كمپيوټر) هم نن نارې وهي چې قرآنكريم يوه معجزه او له هر ډول لاس وهنې څخه خلاص يو كتاب دى

دشفاعت كولو مقام محمود
په هغه ورځ چې انسانان دمايوسۍ په حالت كې حضرت آدم عليه السلام ,حضرت نوح عليه السلام ,حضرت ابراهيم عليه السلام حضرت موسى عليه السلام ,او حضرت عيسى عليه السلام ته ورشي اودشفاعت غوښتنه ترينه وكړي , هر يوبه خپل خپل عذر ورته ووايي او په نفسي نفسي نارو به سر وي خو چې ددواړو كونو سردار محبوب رب العالمين حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم ته ورشي نو رسول الله صلى الله عليه وسلم به دلوی پالونكي په درباركې عرض وكړي , دخدای جل جلاله له لورې به ورته دشفاعت كولو اجازه وركړل شي او دې ته مقام محمود ويل كيږي دكوم چې له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره دقرآنكريم په سورة اسراء كې ژمنه شويده



د حضرت محمد مصطفی صَلی اللهُ عليهِ وَسَلم ژوندليک ( دريمه برخه)ـ

الف- درسول الله صلى الله عليه وسلم پاكي بيبياني

۱ـ ام امؤمنين حضرت بي بي خديجه(رضي الله عنها

۲ــ ام المؤمنين حضرت بي بي سوده (رضي الله عنها

۳ـ اُم المؤمنين حضرت بي بي عايشه رضي الله عنها

۴ـ اُم المؤمنين حضرت بي بي حفصه رضي الله عنها

۵ـ اُم المؤمنين حضرت بي بي اُم سلمه (رضي الله عنها

ـ۶ـ ام امؤمنين حضرت بي بي زينب رضي الله عنها

ـ۷ـ ام المؤمنين حضرت بي بي جويريه رضي الله عنها

ـ۸ـ ام المؤ منين حضرت ام حبيبه رضي الله عنها

ـ۹ـ ام المؤمنين حضرت بي بي ميمونه رضي الله عنها

ـ۱۰ـ ام المؤمنين حضرت صفيه رضي الله عنها

ـ۱۱ـ حضرت ماريه قبطيه رضي الله عنها

ــ۱۲ـ ام المؤمنين حضرت زينب رضي الله عنها

ب- درسول الله صلى الله عليه وسلم اولادونه

قاسم حضرت زينب رضي الله عنها حضرت رقيه رضى الله عنها

حضرت ام كلثوم رضى الله عنها

د جنتي ښځو سرداره حضرت فاطمة الزهرا رضى الله عنها

ابراهيم

١ـ ام امؤمنين حضرت بي بي خديجه(رضي الله عنها)ـ

دپلارنوم يې خويلد او دمورنوم يې فاطمه وو. دبي بي خديجې كورنۍ دقصې په پشت كې له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره يوځای كيږي. بي بي خديجه رضي الله عنها دقريشو يوه مشهوره ,هوښياره ,پاك لمنه او شتمنه ميرمن وه . دغه مباركه بي بي په لومړي سركي دزراره زوى ابوهاله ته واده شوي وه . له هغه نه يى دوه بچيان وو چې ديوه نوم يې هند اودبل داحارث وو.حارث هغه څوك وو چې دقريشوپه لاس په حرم كې په شهادت ورسول شو. هغه داسې چې كله په رسول الله صلى الله عليه وسلم ګوزارونه كيدل نوموړى يى مخې ته ودريد. دخدای د دين د دښمنانو دتورو ګوزارونه يې په خپل بدن واخستل او له آنحضرت صلى الله عليه وسلم نه يې دخپل ځان په بيه دفاع وكړه . چې دخپلې دغې قربانۍ له امله يې داسلام په لاره كې دلومړني شهيد تل پاتې وياړپه برخه شو. هندبيادفصاحت اوبلاغت په ډګركې ښه نوم درلود . داحاديثوپه كتابونوكې درسول الله صلى الله عليه وسلم مباركه څيره دهمده په روايت ترمونږ پورې رارسيدلې ده . دابوهاله له مړينې وروسته حضرت بي بي خديجة رضي الله عنها دعتيق بن عائذپه نكاح كې وه . له هغه نه يى يوازې يوه لور درلوده . دعتيق ترمړينې وروسته بيادغه پاكه بي بي دحضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم په نكاح كې راغله . دغې مباركې بي بي له رسول الله صلى الله عيله وسلم سره پنځه ويشت كاله تيركړل . له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه دبي بي مباركي شپږ اولادونه وشول . دوه هلكان چې آن په كوچنيوالي كې وفات شول او څلورلوڼې چې نومونه يې دادي : فاطمه, زينب , رقيه, اُم كلثوم . ددغې مباركې بي بي په ژوندكې دخدای جل جلاله نازولې پيغمبر له بل چاسره نكاح ونكړله . بي بي خديجه رضى الله عنها دبعثت په لسم كال وفات اوپه حجون نومې ځای كې خاوروته وسپارل شوه

( ٢ ـ ام المؤمنين حضرت بي بي سوده (رضي الله عنها

دبي بي سودې رضي الله عنها شمارله لومړنيو مسلمانانو كيږي . دې هغه مهال له خپل ميړه سكران بن عمرو سره حبشې ته هجرت وكړ. يو روايت دادى چې سكران په حبشه كې مرتد شو اوعيسويت ته واوښت . بي بي سودې ورنه طلاق واخيست اومكې ته بيرته راغله سكران هماغلته په حبشه كې مړ شو . بل روايت دادی چې سوده رضي الله عنها دسكران په ملتيا مكې ته راغله اوڅو ورځې وروسته سكران وفات شو. له سكران څخه دسودې رضي الله عنها يو زوى وو چې عبدالرحمان نوميده او دجلولاء په وتلې جګړه كې په شهادت ورسيد. داُم المؤمنين بي بي خديجې رضي الله عنها له وفاته وروسته دسودې رضي الله عنها دپلارزمعه په خوښه اوشته والي كې ددې نكاح له حضرت رسول اكرم صلى الله عليه وسلم سره وشوه . دغه مباركه بي بي دلوړې ونې او خورا ښې تنې ميرمن وه . لوى خدای جل جلاله ورسره ددغو اوصافو ترڅنګ فياضي , سخاوت , اطاعت اوفرمانبرداري هم ورپه برخه كړې وه . داُم المؤمنين سوده رضي الله عنها دوفات په كره نيټه كې اختلاف دى خو داخبره باوري ده چې دحضرت عُمر رضي الله عنه دخلافت پرمهال لاژوندۍ وه

٣ ــ اُم المؤمنين حضرت بي بي عايشه رضي الله عنها

حضرت بي بي عايشه رضي الله عنها دمسلمانانو دلومړني خليفه او درسول الله صلى الله عليه وسلم دغار دملګري حضرت ابوبكرصديق رضي الله عنه لور وه . دمور نوم يې زينب وو او داُم رومان په نامه ياديدله . حضرت بي بي عايشه رضي الله عنها دبعثت په څلورم كال زيږيدلې اوپه شپږكلنۍ كې يې له رسول الله صلى الله عليه سره نكاح شويده . يو روايت دادى چې ددې دنكاح غوښتنه پخپله پيغمبرصلى الله عليه وسلم كړې وه . خوديوه بل روايت له مخې ويل شوي چې كله دخدای جل جلاله نازولې استازې صلى الله عليه وسلم حضرت بي بي سوده په نكاح كړه نوحضرت ابوبكرصديق رضي الله عنه پيغمبرصلى الله عليه وسلم ته عرض وكړچې عايشه لومړنۍ انجلۍ ده چې له مسلمان پلاره زيږيدلې نوكه تاسې يې په خپله نكاح مشرفه كړئ!!! رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې عايشه لاوړه انجلۍده خو حضرت ابوبكرصديق رضى الله عنه ورته وويل چې خيردى دواده لپاره به يې زه صبروكړم ترڅو لويه شي . آنحضرت صلى الله عليه وسلم داخبره ومنله . دغه بي بي ترنبوي هجرت وروسته دنهو كلونو په عُمر واده كړى شوه . له عايشې رضي الله عنه نه ډيرى نبوي احاديث روايت كړل شويدي . دحديثو ځيني څيړونكي پدې باوردي چې په شرعي احكامو كې له دې څخه څلورمه برخه روايتونه شويدي . نوموړې بي بي ته خدای پاك بيسارى ذكاوت ورپه برخه كړى وو. هغې دتفسير , حديثو , دشريعت په اسرارو , خطابت , ادب او دنسبونو په فن كې لوى لاس درلود . دحضرت ابوبكر ,حضرت عُمر اوحضرت عثمان رضي الله عنهم دخلافت په پيرونوكې يې فتواګانې وركولې . حضرت عايشې رضي الله عنها نهه كاله له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره تيركړل , دپاك رسول صلى اللله عليه وسلم دوفات پرمهال دهغې عُمراتلس كاله وو. په اوه پنځوسم هجري كال كې نژدې دشپږشپيته كلونو په عُمر وفات شوه اود دې له وصيت سره سم په جنت البقيع كي دشپې خاوروته وسپارل شوه . قاسم بن مُحمد, عبدالله بن عبدالرحمن , عبدالله بن عتيق ,عبدالله بن زبير اوعُروه بن زبير رضي الله عنهم قبرته ورښكته كړه .دجنازې لمونځ يې دحضرت ابوهُريرة رضي الله عنه په امامت كې ترسره شو. دغه مهال نوموړى دمروان بن حاكم له لوري دمدينې منورې والي وو

٤ ــ اُم المؤمنين حضرت بي بي حفصه رضي الله عنها

دغه بي بي داسلام د دوهم خليفه حضرت عُمر رضي الله عنه لور وه . په لومړي سركې دحضرت خنيس بن خذافة رضى الله عنه په نكاح كې وه . خو هغه دبدرپه غزاكې شهيد شو او بي بي مباركه كونډه شوه . حضرت عُمر رضي الله عنه له حضرت عُثمان رضي الله عنه نه وغوښتل چې له هغې سره نكاح وكړي خو هغه ونه منله . حضرت عُمر رضي الله عنه خورا غمجن شو او رسول الله مبارك ته يې ګيله وكړه . رسول الله صلى الله عليه وسلم ددې لپاره چې هغه خوشاله ساتلې وي دځان له لورې يې ورته له بي بي حفصې رضى الله عنها سره دنكاح ست وكړ . هماغه وو چې له پاك رسول سره يې نكاح وشوه . بي بي حفصه رضي الله عنها په نبوي حرم كې يوازينۍ لوستې ميرمن وه او درسول الله په ژوندكې يې دځان لپاره پخپل لاس قرآنكريم ليكلى وو. دغه بي بي دحضرت اميرمعاويه رضي الله عنه دخلافت په پيركې د95 كلونو په عُمروفات شوه . دجنازې دلمانځه امامت يې دمدينې منورې دهغه وخت حاكم مروان بن حكم وكړ . دغې مباركې بي بي خپل ټول مال جايداد دخدای په لاره كې خيرات كړى وو

٥ ــ ام المؤمنين حضرت زينب رضي الله عنها

حضرت زينب رضي الله عنها لومړى دعبدالله بن جحش رضى الله عنه په نكاح كي وه كله چې حضرت عبداللهرضى الله عنه د احد په غزاكې شهيدشو نو رسول الله صلى اله عليه وسلم په نكاح كړه ,خو دوه درې مياشتې وروسته وفات شوه . دجنازې لمونځ يې رسول الله صلى الله عليه وسلم اداكړ , اوپه جنت البقيع كې خاورو ته وسپارله شوه , دوفات په مهال ديرش كلنه وه .حضرت زينب رضي الله عنها دوهمه ميرمنه وه چې درسول الله صلى الله عليه وسلم په ژوند وفات شوه ,څنګه چې به حضرت زينب رضي الله عنها مسكينانو او بې وزلو ته ډوډۍ وركوله او نوره مرسته به يې ورسره كوله ځكه نود ام المساكين په نامه هم ياديدله . رضي الله عنها وعنهن

٦ ــ اُم المؤمنين حضرت بي بي اُم سلمه (رضي الله عنها)ـ

ددغې پاكې بي بي خپل نوم هند , دپلارنوم يې سهيل اودمورنوم يې عاتكه وو. نوموړې په لومړني سركې دخپل اكا د زوی او درسول الله صلى الله عليه وسلم درضاعي ورور عبدالله بن عبدالاسدپه نكاح كې وه . نوموړې له خپل ميړه سره يوځای حبشې ته هجرت وكړ . هلته يې دسلمه په نوم زوی وزيږيد. وروسته مكې ته راغله اوبيايې دلومړنيومسلمانو ميرمنو په كتاركې مدينې منورې ته هجرت وكړ. ميړه يې عبدالله دخپل وخت له وتليو آس زغلونكو شميرل كيده .دبدر او اُحدپه غزاګانو كې يې برخه اخيستې وه . داُحدپه جګړه كې دخوړلوټپونو له امله يې دهجرت په څلورم كال سترګې له نړۍ پټې كړې . رسول الله صلى الله عليه وسلم دهغه دجنازې پرمهال نه تكبيرونه وويل . له لمانځه وروسته چا ترې وپوښتل چې يارسول الله تيروتنه خوبه مو نه وي كړي؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې ابوسلمه دزرو تكبيرونو حق درلود . رسول الله صلى الله عليه وسلم وروسته اُم سلمه ته دنكاح وړانديز وكړ خو هغې عذر ووايه . رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يې وويل چې يو خو زه خوراقهرجنه ميرمن يم , ډيراولادونه لرم ,او بله داچي عُمر مې ډيردى . خورسول الله صلى الله عليه وسلم ددغو عذرونو سربيره له هغې سره نكاح وكړه . نوموړي يوه پوهه اوهوښياره ميرمن وه . دحديثونو له مخې دغه بي بي له عايشې رضي الله عنه نه وروسته دافضليت دوهمه درجه لري . اُم سلمه رضي الله عنها د84 كلونوپه عُمر ترټولوبيبيانو وروسته وفات شوه. دجنازې لمونځ يې حضرت ابوهريره رضى الله عنه اداكړ

٧ ــ ام امؤمنين حضرت بي بي زينب رضي الله عنها

حضرت زينب رضي الله عنها درسول الله صلى الله عليه وسلم دترور لور وه , دا بي بي لومړى حضرت زيد رضي الله عنه ته واده شوې وه ,خوداچې حضرت زيد رضي الله عنه يو آزاد شوى مريی وو نو ځكه ورسره ددې وخت نه تيريده ,حضرت زيد درسول الله صلى الله عليه وسلم په خوښه دې ته طلاق وركړ,وروسته ورسره رسول الله صلى الله عليه وسلم نكاح وكړه . دنكاح په مهال يې عمر 35 كاله وو ,دا دومره پرهيزګاره ميرمن وه چې كله ورته رسول الله صلى الله عليه وسلم دنكاح پيغام ورواستاوه نودې په ځواب كې ورته وويل چې زه به استخاره وكړم ,همداراز كله چې په ام المؤمنين حضرت عايشې صديقې پسي بهتان وويل شو نو حضرت زينب رضى الله عنهاسره له دې چې دحضرت عايشې رضي الله عنها بَن وه دحضرت عايشې په اړه رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وويل چې : زه دعايشې له ښو اخلاقو پرته په بل هيڅ شي نه يم خبره .حضرت عايشې رضي الله عنها هم دزينب په فياضي داسې اقرار كړى چې : زينب رضي الله عنها ډيره قانعه او دفياض طبيعت ميرمن وه . رسول الله صلى الله عليه وسلم پاكو بيبيانو ته ويلي وو چې له تاسي څخه به ډير ژر هغه څوك له ما سره يوځاي شي (تر ما وروسته به ژر وفات شي ) چې دهغې لاسونه اوږده وي ,پاكو بيبيانو به خپل لاسونه سره كچل ,خو پدې استعاره كي دحضرت زينب رضى الله عنها فياضي او سخا ته اشاره وه , دې به پخپل لاس پيسې بياموندلې او هغه به يې دخداي جل جلاله په لاره كې خرڅ كولې . همدا نبوي وړاندوينه دحضرت زينب رضي الله عنها په اړه ريښتيا شوه او درسول الله صلى الله عليه وسلم له وفاته وروسته په بيبيانو كې حضرت زينب رضي الله عنها ترټولو لومړۍدهجرت په شلم كال دخپل عمر په 53 كلنۍكي وفات شوه . حضرت زينب رضي الله عنها پخپل لاس كفن او نور لوازمات برابر كړي وو ,خو ورسره يې دا وصيت هم كړى وو چې يوكفن دي حضرت عمررضى الله عنه هم راكړي او بيا دي له دې دوو نه يو خيرات كړل شي هماغسي وشو ,دجنازې لمونځ يې حضرت عمررضي الله عنه ادا كړ,حضرت اسامه رضي الله عنه,محمدبن عبدالله بن جحش عبدالله بن ابي او احمد بن جحش قبر ته ښكته كړه . انا لله وانا اليه راجعون

٨ ــ ام المؤمنين حضرت بي بي جويريه رضي الله عنها

حضرت جويريه رضي الله عنها دحارث بن ضرار لور وه ,حارث دبنو مصطلق دكورنۍ مشر وو ,حضرت جويريه لومړى دمسافع په نكاح كې وه ,هغه دبنو مصطلق يا مريسيع په غزا كې مړشو ,په نوموړې جګړه كې مسلمانانو ته ډيرى مرييان او مينځې په لاس ورغلل ,جويريه رضي الله عنها دثابت بن قيس په برخه شوه ,خو جويريي دنهو اوقيو سرو زرو په بدل كې دمكاتبت تړون وكړ ,هغه هم راضي شو ,جويريه رضي الله عنها درسول الله صلى الله عليه وسلم حضور ته راغله او دمرستې غوښتنه يې ورڅخه وكړه ,رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې كه زه دابيه پرې كړم او تا په نكاح كړم نو ښه به نه وي ؟ جويريي داخبره خوښه كړه ,رسول الله صلى الله عليه وسلم په هغې اندازه سره زر وركړل او دايي ازاده بيا يې په نكاح كړه . دهمدې نكاح له بركته دجويريي رضي الله عنها دكورنۍ ټول غړي مرييونه او مينځي ازادي شوې ,ځكه چې صحابۀ كرامو وويل چې دا كورنۍ درسول الله صلى الله عليه وسلم خسرګنۍ شوه ځكه يې نو ټول ازاد كړل . حضرت جويريه رضي الله عنها دهجرت په پنځوسم كال د65 كلونو په عمر وفات او په جنة البقيع كي خاورو ته وسپارل شوه . انا لله وانا اليه رجعون .

٩ ــ ام المؤ منين حضرت ام حبيبه رضي الله عنه

ا ددې بي بي نوم رمله او كنيت يې ام حبيبه وو ,دابو سفيان لوروه ,تر بعثت 17 كاله وړاندي زيږيدلې وه ,ام حبيبه رضي الله عنها لومړى عبدالله بن جحش ته واده شوې وه ,دواړه مسلمانان او حبشې ته مهاجر شول ,عبدالله هلته عيسايي شو خو داپه اسلام پاتې شوه ,ددين داختلاف له امله عبدالله ام حبيبي ته طلاق وركړ. دهجرت په اووم كال رسول الله صلى الله عليه وسلم يو تن (عمر بن اميه) نجاشي ته واستاوه ,څو ام حبيبې ته درسول الله صلى الله عليه وسلم دنكاح پيغام ورورسوي ,نجاشي خپله مينځه ابرهه ور واستوله ,حضرت ام حبيبې رضي الله عنها داپيغام قبول كړ ,او ددې خبردزيري دوركولو په ډول يې ابرهه ته دسپينو زرو دوه بنګړي او دوه ګوتمنۍ(انګشتري) وركړې . نجاشي دحضرت جعفررضي الله عنه اونورو مسلمانانو په ګډون دا نكاح وتړله ,درسول الله صلى الله عليه وسلم له لوري يې ورته څلور سوه ديناره مهر وټاكه او دوليمې ډوډۍ هم نجاشي وركړه . ام حبيبې رضي الله عنها دمهر له روپو څخه پنځوس ديناره ابرهه ته وركړل خو هغې بنګړي او داپيسې بيرته وركړې او ورته ويي ويل چې :زه پاچا له دې شيانو منع كړي يم . په دوهمه ورځ نجاشي ورته عود,زعفران اونور شيان واخيستل او ور وايې استول ,خو كله چې له شرحبيل بن حسنه سره مدينې منورې ته راغله نو هغه هرڅه يې له ځانه سره رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راوړل . ام حبيبه رضي الله عنها دهجرت په 44 كال په مدينه منوره كي وفات شوه . انا لله وانا اليه راجعون .

١٠ ــ ام المؤمنين حضرت بي بي ميمونه رضي الله عنها

حضرت ميمونه رضي الله عنها چې دپلار نوم يې حارث او دمور نوم يې هند اووتلې ميرمن وه ,ميمونه رضي الله عنها دحضرت عباس رضي الله عنه دميرمني خوروه,او نوري اوه خويندي يې هم دقريشو دسردارانو په نكاح كي وې ,دنبوي عمرې (اووم هجري كال)دعمرې تر اداكولو وروسته دحضرت عباس رضي الله عنه په تشويق دحضرت ميمونې رضي الله عنها نكاح له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره وشوه . پدې نكاح كې له سياسي پلوه لويه موخه داوه څو رسول الله صلى الله عليه وسلم دقريشو له ډيرو كورنيو سره خپل شي په هغوي كي حضرت خالد بن وليد رضي الله عنه هم وو چې لا يې اسلام نه وو راوړى ,چې خورا ماهرجنګيالى او دحضرت ميمونې رضي الله عنهادوراره توب له امله دهمدې بي بي په لاس روزل شوى وو .ددې نكاح له امله له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره دخپلوي په تار وپييل شو چې همدا خپلوي دنوموړي دمسلمانيدو لامل وګرځيدله . حضرت ميمونه رضي الله عنها لومړى مسعود بن عمرو ثقفي ته واده شوه ,كله چې هغه طلاقه كړه نو بياابو درهم بن عبدالعزى ته واده شوه ,دهغه تر مړينې وروسته حضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم په نكاح كړه . حضرت ميمونه رضي الله عنها دهجرت په يو پنځوسم كال په سرف نومې ځای كې وفات شوه ,چيري چې يې دنكاح خطبه ويلی شوې وه ,دجنازي لمونځ يې دخپلي خور زوي (خوريي) حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنه اداكړاو همهغه قبر ته ښكته كړه . انا لله وانا اليه راجعون . رضي الله عنها وعنهن

١١ ــ ام المؤمنين حضرت صفيه رضي الله عنها

دنوموړې نوم زينب ,دپلار نوم يې حيي بن اخطب ,او دمور نوم يې ضره وو . كله چې په عربو كي دامام يا پاچا په نوم له ولجې څخه كومه ښه برخه بيله شوه هغه به دصفيي په نوم ياديدله ,حضرت زينب رضي الله عنها په همدې توګه دخيبر په وتلي غزا كي درسول الله صلى الله عليه وسلم په نكاح كي راغله ,ځكه خو هم دصفيي په نامه ياديدله . دحضرت صفيي رضي الله عنها پلار دبنو نضير ديهودانو رئيس ,او مور يې دبنو قريضه ديهودانو دمشر لوروه ,صفيه لومړى سلام بن مشكم ته واده شوه هغه طلاقه كړه بيا كنانه بن ابي الحقيق په نكا ح كړه ,كنانه دخيبر په غزا كي ووژل شو او صفيه بندي شوه ,كله چې دخيبر دجنګ بنديان راټول كړاي شول نو حضرت دحيۀ كلبي رضي الله عنه حضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم ته عرض وكړ چې يوه مينځه وركړي ,رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وفرمايل ورشه يوه خوښه كړه ,دحيۀ كلبي رضي الله عنه صفيه خوښه كړه چې پدې كې يو صحابي رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ورغى او عرض يې وكړ چې تاسي دبنو نضير او بنو قريضه يهودو رئيسه حضرت دحيۀ كلبي ته وركړه ؟ هغه يواځي له تاسو سره ښايي . رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت دحيه رضي الله عنه ته يوه بله مينځه وركړه او صفيه يې ازاده او بيا يې نكاح ورسره وكړه ,چې دخيبر په لاره په صهبا نومي ځاي كي يې دواده مراسم تر سره شول . رسول الله صلى الله عليه وسلم له حضرت صفيي سره خورا مينه درلوده ,يوه ورځ يې وليده چې صفيه ژاړي نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ورڅخه وپوښتل ولي ژاړې ؟ صفيي ورته وويل چې عايشه او زينب رضي الله عنهما وايي چې مونږ په ټولو بيبيانوكي غوره يو مونږ درسول الله صلى الله عليه وسلم سره په نكاح سر بيره دهغه دتره لوڼې هم يو . رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې :تاهغوي ته ولي ونه ويل چې حضرت هارون عليه السلام زما پلار ,حضرت موسى عليه السلام زما تره او حضرت محمد صلى الله عليه وسلم زما خاونددى ,نو په څه شي تاسي له ماڅخه ښې كيدلای شي ؟ حضرت صفيه رضي الله عنها دهجرت په پنځوسم كال وفات شوې او دجنت البقيع په هديره كې خاورو ته سپارل شوي ده . انا لله وانان اليه راجعون . رضي الله عنها وعنهن .

١٢ ــ حضرت ماريه قبطيه رضي الله عنها

درسول الله صلى الله عليه وسلم دليك په ځواب كې دمصر مقوقس دوه انجونې (ماريه او نسرين) هم له نورو سوغاتونو سره يوځای را واستولې , او په ليك كي يې ليكلي وو چې دادواړه دقبطيانو وتلې انجونې دي . هغوی درسول الله صلى الله عليه وسلم حضورته تر راتلو دمخه لا مسلمانې شوې وې , څنګه چې دا انجونې دواړه سره خويندې وې ,ځكه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ماريه ځان ته او نسرين حضرت حسان رضى الله عنه ته په نكاح وركړه . درسول الله صلى الله عليه وسلم ديوه زوی ابراهيم مور هم همدا ماريه قبطيه رضى الله عنهاوه . رضى الله عنها وعنهن

ب- درسول الله صلى الله عليه وسلم اولادونه

درسول الله صلى الله عليه وسلم داولادونو په شميره كي اختلاف دى خو په كوم روايت چې اتفاق راغلى په هغه كي درسول الله صلى الله عليه وسلم اولاد شپږ ښودل شوى ,دوه زامن او څلور لوڼي ,خو ابن اسحاق دطاهر او طيب په نامه هم درسول الله صلى الله عليه وسلم دوه نور زامن ياد كړي دي . يو روايت لا داهم دى چې دسول الله صلى الله عليه وسلم څلور لوڼي او اته زامن وو . دااتفاقي خبره ده چې له ابراهيم نه پرته درسول الله صلى الله عليه وسلم نور ټول اولادونه له ام المؤمنين حضرت خديجې رضى الله عنها څخه زيږيدلي وو

قاسم

درسول الله صلى الله عليه وسلم مشر زوي قاسم نوميده چې تر بعثت يوولس دوولس كاله وړاندي زيږيدلى وو ,او په كوچنيتوب كي وفات شوى دى ,قاسم ته په نسبت كولو سره درسول الله صلى الله عليه وسلم كنيت ابو القاسم وو او دا كنيت يې ډير خوښيده ,د(څه مهال لپاره يې )ددې كنيت له ښودلو څخه نور خلك راګرځولي وو .

حضرت زينب رضي الله عنها

درسول الله صلى الله عليه وسلم په لوڼو كې زينب مشره او تر بعثت لس كاله وړاندې زيږيدلې وه , حضرت زينب رضى الله عنها دخپل خاله زوی ابوالعاص ته واده شوې وه ,ابو العاص چې دبدر په جنګ كې بندي شو ژمنه ورڅخه واخستل شوه چې زينب به مدينې ته راولي او دژمني دتر سره كولو په موخه پريښودل شو هغه خپله ژمنه پوره كړه او زينب رضى الله عنها يې له خپل وروركنانه سره مدينې ته راواستوله په لار كې قريشو بريد ورباندې وكړاو هبار بن اسود په نيزه ووهله چې زينب رضى الله عنها په ځمكه ولويده چې دهمدې پيښي له امله يې حمل هم تاوان شو . دابو سفيان په منځګړيتوب دا جګړه پاي ته ورسيده او كنانه بالآخر زينب رضى الله عنها حضرت زيدرضى الله عنه ته چې په همدې موخه رسول الله صلى الله عليه وسلم را استولى ووپه لاره كي وسپارله اوهغه له ځانه سره مدينې ته بوتله . ابو العاص بيا په يوه سريه كې ونيول شو ,كله چې يې مدينې ته راوست نو حضرت زينب رضى الله عنها ورته پناه وركړه ,بيا مكې ته ولاړ خپل حسابونه يې خلاص كړل ,اسلام يې ومانه او بيرته مدينې ته راغى او دزينب رضى الله عنها نكاح بيا ورسره نوي شوه . حضرت زينب دهجرت په اتم كال وفات شوه حضرت سودې حضرت ام سلمې او حضرت ام ايمن رضى الله عنهن ورته غسل وركړ ,ددواړو نړيو سردار رسول الله صلى الله عليه وسلم يې دجنازې لمونځ اداكړ,او حضرت ابوالعاص رضى الله عنه قبر ته ورښكته كړه , حضرت زينب رضى الله عنها يو زوي علي او يوه لور امامه درلوده ,علي په ماشومتوب كي وفات شو خو په بل روايت په يرموك كي شهيد شو .له امامه سره رسول الله صلى الله عليه وسلم خورا مينه درلوده آن تردې چې په لمانځه كي به يې په اوږو سپروله ,دحضرت فاطمې رضى الله عنها تر وفات وروسته امامه حضرت علي رضى الله عنه ته په نكاح شوه , چې دحضرت علي رضى الله عنه له شهادته وروسته بيا امامه حضرت مغيره رضى الله عنه ته په نكاح شوه . په يوه روايت دامامه يو كوچنى ديحيي په نوم و خو بل روايت بيا وايي چې امامه اولادونه نه درلودل امامه دمغيره رضى الله عنه كره وفات شوه . انا لله وانا اليه راجعون

حضرت رقيه رضى الله عنها

حضرت رقيه رضى الله عنها هم تر بعثت له مخه زيږيدلې وه ,لومړۍ نكاح يې دابو لهب له زوی عتبه سره شوې وه , درسول الله صلى الله عليه وسلم بله لور حضرت ام كلثوم رضى الله عنها هم دابو لهب نږور وه ,خو له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره ددښمني له امله ابو لهب خپل دواړه زامن ددې بيبيانو طلاقولو ته اړايستل ,او همداسي وشول . حضرت رقيه رضى الله عنها وروسته حضرت عثمان رضى الله عنه ته په نكاح شوه ,او ورسره يوځای يې حبشې ته هجرت وكړ , بيا مكې ته راغلل او مدينې ته مهاجر شول ,حضرت رقيه رضى الله عنها دبدر دغزا په مهال ناروغه او وفات شوه,ددې دناروغي له امله حضرت عثمان رضى الله عنه دبدر په غزا كي او دبدر دغزا له كبله رسول الله صلى الله عليه وسلم ددې بي بي په جنازه كي ګډون ونه كړاي شواي . دحضرت رقيي رضى الله عنها په حبشه كي يو ماشوم زيږيدلى وو چې عبدالله نوميده او په شپږ كلنۍ كي وفات شو . اللهم اجعله لنا شافعا ومشفعا

حضرت ام كلثوم رضى الله عنها

حضرت ام كلثوم رضى الله عنها دحضرت رقيي رضى الله عنها تر وفات وروسته دهجرت په دؤيم كال حضرت عثمان رضى الله عنه ته په نكاح شوه ,شپږ كاله وروسته دهجرت په نهم كال دشعبان په مياشت كي وفات شوه ,دجنازې لمونځ يې دپالونكي څښتن محبوب حضرت رسول اكرم صلى الله عليه وسلم ادا كړ ,حضرت علي رضى الله عنه ,حضرت فضل بن عباس رضى الله عنه او اسامه رضى الله عنه قبر ته ښكته كړه . انا لله وانا اليه راجعون

دجنتي ښځو سرداره حضرت فاطمة الزهرا رضى الله عنها

حضرت فاطمة الزهر رضى الله عنها تربعثت وړاندي زيږيدلي او دهجرت په دوهم كال حضرت علي رضى الله عنه ته ورواده شوه ,دحضرت فاطمې رضى الله عنها لپاره حضرت علي رضى الله عنه خپله زغره په 480 درهمه خرڅه كړه او هغه پيسې يې درسول الله صلى الله عليه وسلم حضورته راوړې رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت بلال رضى الله عنه ته امر وكړ تر خوشبويي راوړي بيا نكاح سره وتړله شوه . دواده په ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت فاطمې رضى الله عنها ته يو كټ ,يوه بستره ,يوڅادر ,دوه ميچني او يو مشك وركړل . تر واده وروسته حضرت علي رضى الله عنه او حضرت فاطمة الزهرا رضى الله عنها له نبوي حرم څخه دباندې په يوه ګوښه كوركې اوسيدل . دحضرت فاطمې رضى الله عنها پنځه ماشومان شوي : حسن ,حسين ,محسن ,ام كلثوم او زينب ,محسن په وړوكتوب كي وفات شو . دجنتي ښځو نوموړې سرداره دنهه ويشتو كلونو په عمر دهجرت په يوولسم كال دروژې په مياشت كې درسول الله صلى الله عليه وسلم تر وفات شپږ مياشتي وروسته وفات شوه .دحضرت فاطمې رضى الله عنها دوفات خبر رسول الله صلى الله عليه وسلم دخپل وفات په مهال داسي وركړى وو ((په ما پسي به ته ژرراشې)) . انالله وانا اليه راجعون

ابراهیم

درسول الله صلى الله عليه وسلم وروستى زوى ابراهيم دى ,دهجرت په اتم كال د ذى الحجې په مياشت كې زيږيدلى ,حضرت ماريه قبطيه رضى الله عنها به په عاليه نومې ځای كې اوسيدله ابراهيم هم هلته زيږيدلى خلكو به وروسته هغه ځای د ( ابراهيم مشربه) بلله . په رسول الله صلى الله عليه وسلم باندې دابراهيم زيرى ابو رافع وكړ,په زيري كې رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته يو مريي وركړ .رسول الله صلى الله عليه وسلم په اوومه ورځ دابراهيم عقيقه وكړه ,دده دويښتانو په كچ سپين زر يې خيرات كړل ,او نوم يې ورباندي ابراهيم كيښود . دابراهيم لومړۍ دايه دحضرت ابو رافع ميرمن بي بي سلمى وه , بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم نوموړى ام سيف ته وسپاره چې دمدينې په شاو خوا كي اوسيدله , رسول الله صلى الله عليه وسلم به دام سيف كورته دابراهيم دليدو لپاره ورتلو ,هغه به يې په غيږ كي نيولو مينه به يې ورسره كوله او ښكلولوبه يې . ابراهيم دام سيف په كور كي وفات شو ,دوفات په مهال د دوو مياشتو او لسو ورځو وو ,دزنكدن په مهال يې رسول الله صلى الله عليه وسلم څنګ ته ناست وو ,دجنازې لمونځ يې رسول الله صلى الله عليه وسلم اداكړ , حضرت فضل بن عباس رضى الله عنه او حضرت اسامه بن زيد رضى الله عنه قبر ته ښكته كړ .اللهم اجعله لنا شافعا ومشفعا


د بدر وتلې غزا
د بني قينُعاع غزا
د احد وتلې غزا
د بئر معونه پيښه
د رجيع پيښه
بنو نضيرشړل
د خندق غزا
د بنو قريظه پای


دا خبره ډيره اختلافي ده چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په څو غزاګانو كې ګډون كړى وو څوك 27 څوك 20 او څوك يې بيا 18 ښيي چې مونږ له هغوی څخه لاندې يوڅو غزاګانې را اخلو


: دبدر وتلې غزا
دهجرت په دوهم كال درجب مياشت وه چې مسلمانانو دكفارو په يوه تجارتي قافله باندې چې دابو سفيان په مشرۍ كې له شام نه مكې ته راروانه وه دبريد كولو تابيا ونيوله 313 تنه مجاهدين چې ٧٤ تنه پكې مهاجر او نور يې انصار وو درسول الله صلى الله عليه وسلم په ملتيا دزرو تنوكفري لښكرو چې له هغه مهال سره سم دهرډول جنګي ساز او سامان په درلودلو سره جګړې ته چمتو ووله مدينې څخه د باندې دمقابلې لپاره راووتل . درمضان المبارك په اوولسمه ورځ دواړه لښكرې سره مخامخ شوې ,خو ترجنګ په مخته شپه كې باران وشو ,دمسلمانانو د لورې شګلنه ځمكه كلكه اودمشركانو د لورې ځمكه خټې شوه ,په همدې شپه صحابۀ كرام بې غمه ويده شول ,خو رسول الله صلى الله عليه وسلم ټوله شپه له الله تعالى سره په راز او نياز كې رڼه تيره كړه , دقريشو لښكر ته ارام ورپه برخه نه شو ,سهار دومره زړه نازړه وو چې دمسلمانانو لښكر ورته په سترګو ډير ښكاريده ,جګړه پيل شوه ډير ژر دقريشو مشران ووژل شول ,او لښكرې يې زړه ماتي او تيښته پرې ګډه شوه , دقريشو له لورې اويا تنه چې ډيرى يې مشران وو ووژل شول او همدومره بنديان شول ,له مسلمانانو څخه څوار لس تنه شهيدان شول چې شپږ تنه پكې مهاجر او اته تنه انصار وو,پدې ډول دا خونړۍ جګړه دمسلمانانو په بري سره پای ته ورسيدله


د بني قينُعاع غزا
څنګه چې دمدينې منورې ډيرى اوسيدونكي يهودان ووپه دوی كې بني قينقاع ,بني نضير او بني قريضه غټې كورنۍ وې , د بني قينقاع دكورنۍ خلكو زرګري كوله ,او په نورو يهودانو كې دوی زړه ور او جنګيالي وو ,له دې كبله لومړى دوی دجګړې داعلان جرأت وكړ, او دپيغمبر صلى الله عليه وسلم له لورې ورسره شوى تړون يې مات كړ , دبدر دجنګ په شپو كې نوموړې كورنۍ خپله كينه ښكاره كړه ,او ګړبړ يې جوړ كړ ,ورسره داپيښه هم وشوه چې يوه مسلمانه ميرمنه ديهودو هټۍ ته ورغله , هغوی د دې ميرمنې بې پتي وكړه ,يو مسلمان چې هلته ولاړوو هغه يهودي يې وواژه , او يهودو بيا هغه مسلمان شهيد كړ . كله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم خبر شو نو ورغى او يهودانو ته يې وفرمايل :ای له خدايه وويريږئ داسې ونه شي لكه دبدر په خلكو چې وشول او په تاسې عذاب راښكته شي . يهودانو په ځواب كې ورته وويل : مونږ قريش نه يو ,كه له مونږ سره مو شخړه پيښه شوه نو مونږ به تاسو ته وښيو چې جنګ څه ته وايي ؟ كله چې ديهودو له لورې تړون مات شو , رسول الله صلى الله عليه وسلم هم دې ته اړشو چې له دوی سره جنګ وكړي . يهودان يې كلابند كړ او دا كلابندي تر پنځلسو ورځو اوږده شوه , وروسته په دې راضي شول چې هره پريكړه رسول الله صلى الله عليه وسلم وكړي مونږ يې منو ,عبدالله بن ابي چې د دوی سوګندي وو رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وويل چې دوی دې جلاوطنه شي ,هماغه وو چې دايهود چې اووه سوه تنه وو او دريو سوو تنو پكې زغرې اغوستي وې دهجرت په دوهم كال د(وړوكي اختر) په مياشت كې دشام اړوندې سيمې (اذرعات) ته وشړل شول


داحد وتلې غزا
دبدر په غزا كې چې كله قريشو ماتې وخوړله او ډيرى مشران يې دجنګ په ډګر كې ووژل شول ,نو دوی هم دكسات اخستلو لپاره هلې ځلې پيل كړې ,هغه تجارتي كاروان چې دابو سفيان په مشرۍ له شام څخه راغلى وو ,ټوله ګټه يې دجنګ په تياري خرڅه كړه . حضرت عباس رضى الله عنه چې مسلمان شوى وو,خولا هم په مكه كې اوسيده ، ديو ليك له لارې رسول الله صلى الله عليه وسلم ددې لښكر له څرنګوالي نه خبر كړ ,رسول الله صلى اله عليه وسلم هم دحال احوال معلومولو لپاره څوك واستول ,هغوی خبر راوړچې قريش احد ته نژدې رارسيدلي دي . احد دمدينې شمال لورې ته يو نيم ميل لرې پروت د يو غره نوم دى . له ډيرى صحابۀ كرامو سره تر مشورې كولو وروسته رسول ا لله صلى الله عليه وسلم دهجرت په دريم كال دشوال په مياشت كې دجمعې په مباركه ورځ له يوزر تنه نبوي لښكرسره له مدينې نه دباندې ووت ,خو دمنافقينو مشر عبدالله بن ابى ابن سلول له خپلو دريو سوو ملګرو سره بيرته راستون شو ,نو له دې امله رسول الله صلى الله عليه وسلم سره اووه سوه تنه پاتې شول ,چې په هغوی يواځې سلو تنو زغرې درلودې . رسول الله صلى الله عليه وسلم داحد غره تر څنګ لښكر دا شان برابر كړ چې شايي غره ته شوه ,اودلښكر صفونه (مقدمه , ميمنه ,ميسره ,اوخلفيه ) يې تيار كړل او قومندانان يې معلوم كړل . رسول الله صلى الله عليه وسلم پنځوس تنه دحضرت عبدا لله بن جبير رضى الله عنه په مشرۍ دغره دهغه كنډَو دساتلو لپاره وګمارل چيرې چې دشا له لورې دقريشو دبريد ويره وه ,او ورته ويې فرمايل : كه په مونږ هرڅه كيدل خو چې تاسې هغه ځای پرې نږدئ ,جنګ په پيل كې ځان ته ځانته وو ,خو وروسته صفونه سره ګډشول ,دقريشو بيرغ وړونكي په يو بل پسې ووژل شول , حضرت علي او حضرت ابو دجانه رضى الله عنهما هم ددښمن په لښكر كې لارې جوړې كړې , څو د دښمن پښې سستې او تيښتې ته اړشول ,خو مسلمانانو په غنيمت ټولولو لاس پورې كړ واو دغره دكنډو ساتونكو چې همدا حال وليد ,نو پوه شول چې مسلمانان بريالي شوي او دغنيمت غونډولو مهال دى ,كه څه هم حضرت عبدالله بن جبير رضى الله عنه ورته دنه تللو ډير وويل ,خوهغوی لاړل يواځې حضرت عبدالله بن زبيررضى الله عنه له لسو تنو سره پاتې شو ,كله چې خالد بن وليد (چې هغه مهال لا نه وو مسلمان شوى اودكفارو له لورې راجنګيده ) هغه كنډو خالي وليد نو له نورو سپرو سره په هماغه كنډو راواوښت , كوم كسان چې هلته پاتې وو هغوی شهيدان كړل ,او دجنګ ډګرته يې ځان راورساوه ,قريش يې بيرته سره راټول او نوى جنګ پيل شو , مسلمانانو چې دغنيمت غونډولو له امله وسلې له ځانه لرې كړې وې , دومره وارخطا شو چې خپل او پردي يې نه پيژندل ,په همدې وارخطايۍ كې څو تنه مسلمانان پخپل منځ كې شهيدان شول . جنګ دومره تيز شو چې آن درسول الله صلى الله عليه وسلم په ښكلي رخسار هم دوينو لارې جوړې شوې ,او داغږ پورته شو چې محمد صلى الله عليه وسلم شهيد شو ,خو څو تنه وو چې له خپل ځانونو يې درسول الله صلى الله عليه وسلم دساتلو ډال جوړكړى وو . په نوموړي جنګ كې اويا تنه مسلمانان شهيدان شول ,چې ډير يې انصار وو ,درسول الله صلى الله عليه وسلم تره حضرت حمزه رضى لله عنه هم دشهيدانو دكاروان ملګرى وو , چې هندې (دابو سفيان ميرمنې )دحضرت حمزه رضى الله عنه نس څيرې او ځيګر يې را وايست او خوله يې پرې ولګوله . (علماوو ليكلي چې كله هندې ايمان راوړ نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې ماته مه رامخامخ كيږه ,هغه ووچي هندې به چيري رسول الله صلى الله عليه وسلم وليدنو لاره به يې ورڅخه چپوله ) دجنګ په پای كې رسول الله صلى الله عليه وسلم څو تنه وټاكل ترڅو ددښمن څارنه وكړي , پخپله رسول الله صلى الله عليه وسلم هم دوهمه ورځ آن تر اتو ميلو پورې ددښمن څارنه وكړه . همدا جنګ وو چې دمسلمانانو دبې وزلي توب او تش لاسي له امله ,دحضرت مصعب بن عمير رضى الله عنه شهيد وجود نيم په كفن او نيم په وښو پټ كړای شو . كه څه هم داحد په غزاكې مسلمانانو ته دسر ډير تاوان ورسيده ,خو ماتې يې خوړلې نه ده ,ځكه له جنګ پلوه دماتي دوه شرطونه دي

١) داچې دهغه هيواد خاوره ونيسي

٢) دا چې دهغه هيواد پوځ ورك كړي . خو مشركانو نه مدينه ونيوله او نه يې دمسلمانانو پوځ ورك كړ ,ځكه په هماغې ورځ داسلامي لښكر اوياتنه صحابۀ كرام رضى الله عنهم ددښمن دڅارنې لپاره روان شول

دبئر معونه پيښه
دهجرت په څلورم كال دصفر په مياشت كې ,دكلاب دكورنۍ مشر ابو براء رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغى او عرض يې وكړچې : له ما سره يوڅو تنه وليږه ترڅو زما قبيلې ته داسلام بلنه وركړي . رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل : زه دنجد له لورې په ويره كې يم ,ابو براء وويل :دهغه ځای دخلكو ضامن زه يم . درسول الله صلى الله عليه وسلم ويره ځكه وه چې عامر بن طفيل دنجد دسيمې مشر رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ويلي ووچې : زما او ستا تر منځ درې خبرې دي , لومړى داچې : دكليو او بانډو مشري به ستا وي ,او دښارونو مشربه زه يم ,دوهم داچې ترخپل ځان وروسته ما خليفه كړه ,كه دانه منل كيږي نودريمه خبره داچې ټول غطفان به راټول او سخت بريد به درباندې وكړي . كله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم له ابو براء سره اويا تنه صحابۀ كرام واستول ,او هغوی بئر معونه نومې ځای ته ورسيدل , نو دحضرت حرام بن ملحان رضى الله عنه په لاس يې درسول الله صلى الله عليه وسلم ليك همدې عامر ته واستاوه عامر حرام رضى الله عنه شهيد كړاو له شاو خوا كورنيو نه يې يولښكر تيار كړ ,عامر له همدې لښكر سره دبئر معونه په لورې راروان شو ,صحابۀ كرام رضى الله عنهم دحضرت حرام رضى الله عنه دراتلو په هيله وو خو داچې ځنډ يې وكړ نو ورپسې روان شول ,په لاره دعامر له لښكر سره مخامخ شول ,دعامر لښكر دوی ټول ونيول او هلته يې شهيدان كړل ,خو يو تن عمرو اميه ترې ژوندى پاتي شو ,او هغه هم داسې چې عامرورته وويل چې زما مور ديوه مريي دازادولو نذر منلى وو نو زه تا ازادوم . رسول الله صلى الله عليه وسلم چې له نوموړې پيښې خبرشو نو ډير وغميده ,او يوه مياشت يې دسهار په لمانځه كې دې تيرى كوونكو ته ښيراوې كولې


درجيع پيښه
دبير معونه له پيښې سره نژدې درجيع پيښه هم يوه زړه دردوونكې پيښه ده . دعضل او قاره دكورنيو څو تنه راغلل او رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يې عرض وكړ چې له مونږ سره يوڅو تنه دتبليغ لپاره وليږه ,رسول الله صلى الله عليه وسلم ورسره دحضرت عاصم بن ثابت په مشرۍ لس تنه صحابۀ كرام واستول ,كله چې دا مبلغين رجيع نومې ځای ته ورسيدل نو دې كسانو ورسره ټګي وكړه ,اودبنو لحيان كورنۍ يې ولمسوله ترڅو دا مبلغين شهيدان كړي ,هغه وو چې دبنو لحيانو دوه سوه كسان ورپسې راووتل خو دا مبلغين ورڅخه يوې غونډۍ ته وختل ,كفارو ورته وويل راښكته شئ مونږ تاسې ته پناه دركوو ,حضرت عاصم رضى الله عنه ورته وفرمايل :مونږ له كفارو څخه پناه نه غواړو جګړه ونښته او دامبارك مبلغين شهيدان شول ,يواځې دوه تنه حضرت خُبيب او حضرت زيد رضى الله عنهما دكفارو په خبره تيروتل ,او له غونډۍ څخه راښكته شول ,دښمنانو دهغوی مټې وروتړلې او مكې ته يې بوتلل . څنګه چې حضرت خُبيب رضى الله عنه داحد په جنګ كې حارث نومې كافر وژلى وو ، نو نوموړى هم دحارث زامنو واخيست ,څو يې دخپل پلار په كسات كې ووژني ,كله چې دې كسانو حضرت خُبيب رضى الله عنه دوژلو په موخه دحرم له پولو څخه دباندې بوتلو ,نو حضرت خُبيب رضى الله عنه ورته وفرمايل : اجازه راكړئ چې دوه ركعته لمونځ وكړم , وژونكو ورته اجازه وركړه ,حضرت خُبيب رضى الله عنه دوه ركعته لمونځ اداكړ اوورته وويل : زما زړه غوښتل چې ډير لمونځ وكړم خو ستاسې به داخيال شي چې له مرګه ويريږي (ځكه نو په همدې دوو ركعتونو بسنه كوم ) . له همدې مهال راپديخوا چې څوك وژل كيږي نو تر وژل كيدو مخه دوه ركعته لمونځ اداكول ورباندي سنت بلل شوي ترڅو دحضرت خبيب رضى الله عنه داياد په امت محمدي كې ديوه ښندونكي دښندوينې د علامې په توګه تر قيامته پورې جاري پاتې شي . دشهادت نه لږ وړاندې حضرت خُبيب رضى الله عنه داشعر ووايه : لستُ اُبالِي حِينَ اُقتَلُ مُسلِمًا .............. على اَيِ شِقٍ كانَ لِلهِ مَصرَعِ . وذالك في ذاتِ الاِلَه ِوَاِن يَشَأ............. يُبارِك على اوصالِ شِلوٍ مُمَزَعِ . ژباړه :كله چې زه دپالونكي څښتن په لاره كې وژل كيږم نو بيا هيڅ پروا نلرم چې په كوم اړخ به ووژلى شم .او كه خدای وغواړي نوزما په غوڅو اندامونواو بندونو به بركت وكړي . حضرت زيد رضى الله عنه بيا صفوان بن اميه دوژلو لپاره واخيست ,دهغه دوژلو پر مهال دقريشو ډيرو مشرانو دهغه ننداره كوله . كله چې وژونكي توره راواخيسته ,,ابو سفيان وويل :ريښتيا ووايه ! كه پدې مهال كې ستا په ځای محمد (صلى الله عليه وسلم) وژل كړل شوى وای نو داكاربه تا خپله نيكمرغي نه وه ګڼلې ؟ حضرت زيد رضى الله عنه ورته وويل : زما دې په خدای جل جلاله لوړه وي ,چې زه پدې خبره هم سر وركولو ته تيار يم چې دمحمد صلى الله عليه وسلم په پښه كې اغزى ولاړ شي , په همدې مهال كې دصفوان مريي نسطاس دهغه سر وواهه . انا لله وانا اليه راجعون


دبنو نضيرشړل
له يهودانو سره داتړون هم شوى وو چې كه دكومې وينې بيه دمدينې په هستوګنو راتله نو هره كورنۍ به خپله ونډه وركوي ,كله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د دوو تنو دوينې دبيې دوركولو لپاره بنو نضير ته ورغى , نو كه څه هم په ښكاره ډول خو يهودانو دا غوښتنه ومنله ,خو په پټه يې يو سړى چې عمرو بن حجاش نوميده ,دخونې دوهم پوړته خيژولى وو ,او ورته ويلي وو چې محمد (صلى الله عليه وسلم )دهمدې خونې سيوري ته ولاړدى ,له هغه بامه ډبره ورباندې راواچوه ترڅو ووژل شي ,خو رسو ل الله صلى الله عليه وسلم ته دا دسيسه كشف شوه اوپه سملاسي ډول مدينې ته ولاړ . همداراز بنو نضير له قريشو سره دمسلمانانو په خلاف په يوه بله دسيسه كې هم ګډون درلود چې دمسلمانانو پټ ځايونه يې ورته ښودلي وو ,سربيره پر دې ديهودو همدې قبيلې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يو پيغام هم رااستولى وو چې له ديرشو كسانو سره راشه او مونږ به هم ديرش تنه پوهان درولو ,كه هغوی ستا خبرې ومنلې نو مونږبه هم اسلام راوړو .رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دا څرګنده وه چې دوی دبغاوت هوډ كړى ,نو په ځواب كي يې ورته وويل : تر څو تاسې له ما سره يو بيل تړون نه وي كړى زه په تاسې باور نلرم .بنو نضير دتړون له كولو په شا شول ,سره له دې چې د دوی ديني ورونو (بني قريظه )همداسې تړون كړى وو . بل ځل يې بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم ته پيغام راوليږه چې ته هم درې كسان راوله مونږ به هم درې كسان پوهان درولو نو كه هغوی ستا خبر ومنله نو مونږ به هم اسلام راوړو ,رسول الله صلى الله عليه وسلم دهغوی دا خبره ومنله ,خو په لاره چا خبر وركړ چې يهود توري په لاس درته ولاړاوستا دوژلو اراده لري . دبنو نضيروددې شرارتونو لامل داوو چې يو خو ددوي كلاوي ډيري كلكي وې او له جنګ څخه نه ويريدل , اوبل دوي ته دمنافقينو مشر عبدالله بن ابى ټټر وهلى وو چې دچا خبره مه منۍ كه جګړه ونښته نو بني قريضه به هم ستاسي ملاتړ وكړي او زه به هم له دوو زرو كسانو سره ستاسې ملاتړ ته درودانګم .خو كله چې اسلامي لښكر درسول الله صلى الله عليه وسلم په امر د دوی كلاګانې محاصره كړې نو نه يواځې داچې بنو قريضه يې ملاتړ ونه كړ بلكه دمنافقينو رئيس عبدالله هم په ښكاره ډول له مسلمانانو سره دجګړې كولو ځواك نه درلود . محاصره پنځلس ورځې اوږده شوه ,په پای كې بنو نضير پدې راضي شول چې هرڅومره سامان په اوښانو وړای شي هغه دې يوسي او له مدينې څخه دې جلا وطن شي . ديهودو دنوموړې كورنۍ ډير كسان خيبر ته ولاړل ,او په هغوی كې سلام بن ابي الحقيق ,كنانه بن الربيع ,او حيي بن اخطب غوندي يهودي سرداران هم وو ,چې په خيبر كې يې دومره درناوى وشو ,چې دخيبريهودانو هم دوی دخپلو مشرانو په توګه ومنل . دهجرت په څلورم كال دربيع الاول په مياشت كې بنو نضير وشړل شول ,او مسلمانانو ته له دوی څخه پنځوس زغرې ,پنځوس خولونه ,او درې سوه څلويښت توري په غنيمت پاتې شوې . والحمد لله على ذلك .


دخندق غزا
كله چې بني نضير له مدينې نه ووتل ,نو داسلام پر خلاف يې په يو لوی سازش لاس پورې كړ , لومړى د دې يهودو مشران مكې ته ولاړل او قريشو ته يې وويل : كه تاسو راسره مرسته وكړئ نو مونږ به دمسلمانانو جرړې وباسو ,قريشو همدا ورځ غوښتله . دهمدې ليدنو كتنو پايله دا شوه چې قريشو خپل او يهودو خپل سوګندي سره راټول كړل ,څو تر 24000 ډير پوځ په مدينه باندې دبريد كولو لپاره چمتو شو . رسول الله صلى الله عليه وسلم چې خبر شو نو له صحابۀ كرامو سره يې مشوره وكړه ,دحضرت سلمان فارسي رضى الله عنه په رايه دخندق په كندلو پريكړه وشوه ,دمدينې ښار دريو لورو ته كلاګانې او ونې درلودې خو شمال لورې خلاص وو,همدې لورې ته دخندق په كندلو پيل وشو .رسول الله صلى الله عليه وسلم دخندق نقشه پخپله وښودله ,په اوسني حساب دا خندق شپږ كلو متره اوږد او پنځه شرعي ګزونه كډى وو. دهجرت په پنځم كال د ذي قعدې د مياشتې په اتمه نيټه دخندق كار پيل شو ,رسول الله صلى الله عليه وسلم هرو لسو تنو ته لس ګزه ځمكه دكندلو لپاره معلومه كړه ,او پخپله هم په كار لګيا وو ,صحابه و به دكار په ترڅ كې دا ترانه ويله : نحن الذين بايعو ا محمدا ....................على الجهاد ما بقينا ابدا . مونږهغه كسان يوچي له محمد صلى الله عليه وسلم سره مو تر خپله ژونده پورې دجهاد كولو بيعت كړى . رسول الله صلى الله عليه وسلم به ورته په ځواب كي دادعابدرګه كوله : اللهم لا اجر الا اجر الآخرة .................فاغفر الانصار والمهاجرة . اجرخو دآخيرت غوره دى نو اى خدايه ته بښنه وكړه انصارو اومهاجرو ته . كه څه هم دوي به دلوږي له كبله په نسونو پوري كاڼي تړلي وو , خو بياهم دخندق كار په شلو ورځو كي د دريو زرو تنوپه مباركو لاسونو پاي ته ورسيده . مسلماني ميرمنې او ماشومان دښار خوندي كلاګانو ته بوتلل شول ,او هلته دبنو قريظه ديهودو دبريد له ويرې دوه سوه تنه دحضرت سلمه بن الاكوع رضى الله عنه تر مشرۍ لاندې سنګري شول ,نور لښكر د(سلع ) نومې غونډۍ په لمن كې مورچې ووهلې . دمسلمانانو په لښكر كې ځينې منافقين هم وو ,چې په يوه او بله بهانه به يې اجازه غوښتله ,او دلښكر له صفونو څخه به وتل ,اودنورو يهودو په لمسون بنو قريظه هم دمسلمانانو په مقابل كې ودريدل . كله چې دابو سفيان په مشرۍ دكفارووسله وال لښكر په خورا جوش او جذبه مدينې ته راورسيدل نو له خندق سره مخامخ هك پك پاتې شول . دخندق خوا ته يې خيمې ووهلې ,او له هغه ځايه به يې غشي ويشتل ,خو دوه ځلې سخته نښته هم وشوه ,يو ورځ داسې چې دكفارو مشرانو ديوې يوې ورځې دجګړې لپاره ټټرونه ووهل ,او هره ورځ به يې بې شميره غشي دمسلمانانو په لورې ويشتل . دوهم ځل دتيري كوونكي لښكر وتلي اتلان له خندق څخه راپورې وتل ,او دننه لورته په جګړه لګيا شول ,په دوی كې عمرو بن عبدود ,نوفل او ضرار هم وو ,خو د دوی په مقابل كې حضرت علي او حضرت عمر رضى الله عنهما په خورا ميړانه وجنګيدل ,عبدود او نوفل ووژل شول او ضرار په تيښته بريالى شو . دا ورځ خورا سخته ورځ وه ,مشركينو له هر لورې غشي ويشتل ,په همدې ورځ له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه پرله پسې څلور لمونځونه قضا شول ,ځكه دغشو دباران له كبله هيچا هم له خپل سنګر څخه سر نه شوای راپورته كولای , څومره چې جګړه اوږديدله هغومره كفار وارخطا كيدل ,ځكه د څلرويشت زره پوځ توښه اوخرڅ مخ په تماميدو وو . دپالونكي څښتن په قدرت يوه شپه داسې باران او ږلۍ ووريده چې دمشركينو دخيمو مراندې يې غوڅ ,او دخوراك څښاك لوښي يې په بل لورې ورته واړول ,په همدې حال كې مشركين په دې ويره كې وو چې مسلمانان بريد ونه كړي ,نو په سبا يې دماتي او بيرته تلو نغاره وغږوله ,پدې توګه له يوې مياشتې محاصر ې څخه وروسته مدينه له كلابندۍ څخه خلاصه شوه ,د دې تيري كوونكي لښكر په وارخطايۍ كې دنعيم ابن مسعود اشجعي كردار هم دستاينې وړدى . ابن مسعود يو غطفاني رئيس وو ,نوموړى مسلمان شوى وو خو يهود او قريش ورباندې خبر نه وو,او ده ورسره اړيكې درلودې , ابن مسعود بنو قريظه يهودوته چې لا په مدينه كې وو وويل : تاسې او مسلمانان ديوه ښار اوسيدونكي ياست ,كه قريش او نور يهود ماتې وخوري نو ستاسي ژوند سختيږي ,ددې لپاره چې قريش تل در سره مرسته ولري له هغوی څخه څو تنه يرغمل كينوئ ,بيا قريشو ته ورغى او ورته ويې ويل : بنو قريظه په تاسو باور نلري هغوی وايي كه تاسو له مونږ سره په ژمنه ولاړياست نو څو تنه راسره ګرَو (يرغمل) واوسئ . قريشو چې داخبره واوريدله په بنو قريظه پې باوره شول ,او دازموينې لپاره يې ترې وغوښتل څو د شنبې په ورځ په مسلمانانو بريد وكړي ,يهودو مخالفت وكړ چې پدې څه سره د دوې تر منځ بې باوري لاهم ډيره او دقريشو ملا سسته شوه . دخندق دجنګ دوهم نوم احزاب هم دى ,ځكه پدې جنګ كې دعربو او يهودو ډيرو كورنيواو ډلو ټپلو ګډون كړى وو,پدې جنګ كې شپږ تنه مسلمانان شهيدان او اته تنه مشركين ووژل شول ,خو د(اَوس )دكورنۍ مشر او دانصارو يو غښتلى مټ حضرت سعد بن معاذرضى الله عنه پدې جنګ كې ټپي اوڅوورځې وروسته دهمدې ټپ له امله په شهادت ورسيده . انالله وانا اليه راجعون


دبنو قريظه پای
له يهودو سره چې كوم تړون شوى وو نو بنو قينقاع هغه دبدر او بنو نضير داحدپه ورځ مات كړ, له همدې كبله دادواړه يهودي كورنۍ له مدينې څخه جلا وطنې شوې .بنو قريظه دخندق غزا په پيل كې دمسلمانانو لورې ونيو ,دجنګ په جريان كې يوه يهودي ځان هغه كلاوو ته ورساوه چيرې چې مسلمانې ميرمنې او ماشومان اوسيدل ,هلته حضرت حسان رضى الله عنه پهره كوله ,خو داچې په جنګ كې ديوې پيښې له كبله يې ونه شوای كولای هغه يهودي ووژني ,حضرت صفيي رضى الله عنها دحضرت حمزه رضى الله عنه خور بي بي هغه يهودى وواژه ,توره يې ترې په غنيمت كې واخيستله اوسر يې دكلا شاته وغور ځاوه , يهود پوه شول چې دلته هم وسله وال كسان شته ځكه يې نو بريد ونكړ . دجنګ په مهال كې رسول الله صلى الله عليه وسلم دبنو قريظه يهودوته حضرت سعدبن معاذ او حضرت سعد بن عباده رضى الله عنهما ورواستول ,څو هغوی ته ليكل شوى تړون ورياد كړي ,خو هغوی وويل محمد څوك دى او تړون يې څه شى دى ؟ ځكه نو دې يهودو دخندق په جنګ كې عملا برخه واخيسته ,او دماتي پر مهال يې هم داسلام لوی دښمن ,دبنونضير دجلاوطن شوو يهودو مشر حُيَي بن اخطب له ځانه سره راوست ,حُيَي بن اخطب دجلاوطنۍ په مهال ژمنه كړې وه چې دمسلمانانو په خلاف به دچا مرسته نه كوي ,خو په نوموړي جنګ كې يې نه يواځې داچې دقريشو مرسته يې وكړه بلكه دمسلمانانو حليف (سوګندي) يهود بني قريظه يې هم جنګ ته ولمسولو . دخندق دجګړې په پای كې رسول الله صلى الله عليه وسلم امر وكړ چې وسلې مه ږدئ او په بنو قريظه بريد وكړئ ,دلښكر په وړاندې حضرت علي رضى لله عنه دهغوی كلاګانو ته ور سيد,كه بنو قريظه بيا هم د روغې جوړې لاره نيولې وای شوني وه چې امان يې موندلى وای ,خو دوی دجنګ تياري نيولې وه ,او دحضرت علي رضى الله له رسيدو سره سم يې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په شان كې ستغې سپورې وويلې . درسول الله صلى الله عليه وسلم په امر يې كلاګاني محاصره شوې ,او دا محاصره تر يوې مياشتې اوږده شوه ,په پای كې يهودو وويل هره پريكړه چې سعد بن معاذ رضى الله عنه وكړي مونږ يې منو ,(هغه مهال حضرت سعد بن معاذ رضى الله عنه زخمي وو شهيد شوى لا نه وو , ) يهودو فكر كاوه چې له سعد رضى الله عنه سره د هغوی د نيكيو له امله چې ښايي په يوه مهال به يې ورسره كړې وي له كبله ممكن حضرت سعد د دوی په ګټه يوه پريكړه وكړي خو داسې ونه شول بلكه : حضرت سعد بن معاذرضى الله عنه پريكړه وكړه چې دبنو قريظه يهودو جګړه مار كسان دې ووژل شي ,ښځي او ماشومان دې بنديان او مال دې غنيمت ونيول شي . داپريكړه حضرت معاذ رضى الله عنه دتورات له حكم سره سمه وكړه ,رسول الله صلى الله عليه وسلم ته به چې په هغه مهال كومه خبره ښكاره نه وه راغلې نو دتورات احكام يې عملي كول ځكه يې نو پدې پريكړې سره حضرت سعدرضى الله عنه ته وويل چې تايوه اسماني پريكړه وكړه . د بنو قريظه يهودو دا پريكړه ومنله او ځانونه يې دوژلو ځای ته حاضر كړل , ددې پريكړې په كولو سره دبنو قريظه مسأله پای ته ورسيده





د رسول الله صلى الله عليه وسلم ناروغي وفات
تجهيز او تكفين

ناروغي
دچهار شنبې په ورځ چې دصفر دمياشتې اتلسمه يا نولسمه نيټه وه ,رسول الله صلى الله عليه وسلم جنت البقيع ته چې دعامومسلمانانو هديره وه ولاړ ,كله چې له هغه ځايه راستون شونو ناروغه شو,دحضرت ميمونې رضى الله عنها كره يې شپه تيره كړه ,د دوشنبې په ورځ درسول الله صلى الله عليه وسلم ناروغي زياته شوه , او دنورو بيبيانو په خوښه دحضرت عايشې رضى الله عنها كره ولاړ ,ترڅو پورې چې يې دګرځيدو ځواك درلود نو مسجد ته به يې تشريف وړلو ,وروستنى لمونځ دماښام لمونځ وو چې مسلمانانو په رسول الله صلى الله عليه وسلم پسې ادا كړ. دامهال درسول الله صلى الله عليه وسلم سر خوږيده او تړلى يې وو ,همدا شپه ماخوستن وار په وار بې هوښي ورباندې راتله ,او امر يې وكړ چې حضرت ابو بكر صديق رضى الله عنه دې لمونځ وركړي . بله ورځ ماسپښين درسول لله صلى الله عليه وسلم ناروغي يوڅه كمه وه ,غسل يې وكړ ,د حضرت عباس او حضرت علي رضى الله عنهماپه اوږو باندې يې ځان تكيه كړاوجُومات ته ولاړ ,هلته دابو بكر رضى الله عنه په امامت لمونځ ولاړوو ,چې دهغه ترڅنګ كيناست او خلكو ته يې لمونځ وركړ ,وروسته يې يوه لنډه خطبه وويله ,دادرسول الله صلى الله عليه وسلم وروستۍ خطبه وه چې پكې يې وفرمايل : (خدای جل جلاله يوه بنده ته واك وركړى چې ددُنياوي نعمتونو اوياهم دخدای له لورې داُخروي نعمتونو له منځ نه يوخوښ كړي. بنده هغه شيان دځان لپاره غوره كړل چې له آخرت سره اړيكې لري. حضرت ابوبكر صديق رضى الله عنه وژړل ځكه پوه شو چې هغه بنده پخپله رسول الله صلى الله عليه وسلم دى ,رسول الله صلى الله عليه وسلم دابوبكر صديق رضى الله عنه په اړه وفرمايل ترټولو زيات چې زه دچا له شتمني او ملګرتيا څخه خوښ يم هغه ابوبكر دى .) همداراز يې په خطبه كې دانصارو په هكله وفرمايل : (اى خلكو زه دانصارو په هكله تاسې ته وصيت كوم ,عام مسلمانان به ډيريږي خو انصاربه دومره لږ شي لكه په خوړو كې مالګه ,انصارو خپله دنده تر سره كړه ,اوس په تاسو دهغوی دپور پرې كول فرض دي ,انصار زما په وجود كي دمعدې په څير دي ,هرڅوك چې ستاسو دګټو او تاوان واكدار (خليفه) وي نو دهغه دا دنده ده چې كه هرڅوك په انصارو كې ښه وي ومني ,او كه له چا څخه كومه تيروتنه شوي وي نو هغه دې وبښي . ) رسول الله صلى الله عليه وسلم ترناروغتيا يوه ورځ وړاندې حضرت اسامه رضى الله ته امر كړى وو چې دروميانو جګړې ته لاړشي ,خو دهغه له قوماندې څخه دنوموړي دځواني له كبله شكايت وكړ ,رسول الله صلى الله عليه وسلم په دې اړه پخپله خطبه كې وويل : (كه داسامه په سردارۍ تاسې نيوكه لرئ نو دده دپلار په سردارئ هم تاسې نيوكې كولې زما دې په سپيڅلي خدای لوړه وي چې اسامه د دې دندې حقدار او مستحق دى , هغه په ما ډير ګران دى ,او تر دې وروسته به هم په ما ګران وي .) رسول الله صلى الله عليه وسلم دخطبې په ترڅ كي داهم وفرمايل : (دحلال او حرام نسبت دې ماته نه كيږي ,ما هغه څه حلال كړي چې هغه خدای جل جلاله پخپل كتاب كې حلال كړي ,او ما هغه څه حرام كړي چې خدای جل جلاله حرام كړي دي). رسول الله صلى الله عليه وسلم دا هم وفرمايل چې : (اى دخدای دپيغمبر لورې فاطمې ! او اى دخدای دپيغمبر عمې صفيې! دخداى او آخرت لپاره څه عمل وكړئ زه تاسې له خدای جل جلاله څخه نشم خلاصولای ). د نوموړې خطبې له ويلو وروسته رسول الله صلى الله عليه وسلم بيرته دحضرت عايشې رضى الله عنها كورته تشريف يووړ , دناروغتيا په نا كرارۍ كې نبوي ذات ته ورپه يادشول چې څه اشرفۍ يې له بي بي عايشې سره ايښې وې هغه يې راوبلله اوورته ويې فرمايل : (عايشې! هغه اشرفۍ چيرې دي ؟ محمد(صلى الله عليه وسلم ) به له خدايه جل جلاله سره پداسې حال كې وويني چې دی په هغه بد ګمانه وي , لاړه شه او هغه دخدای جل جلاله په لاره كې خيرات كړه . ) ددوشنبې په سهار چې درسول الله صلى اله عليه وسلم دناروغتيا ديارلسمه شپه وه چې رسول لله صلى الله عليه وسلم دخپل كور له وره (دروازې) نه پرده پورته كړه ,ويې ليدل چې خلك په لمانځه ولاړدي ,ډير خوښ اوموسكى شو ,حضرت ابوبكر صديق رضى الله عنه فكر وكړ چې رسول الله صلى اله عليه وسلم لمانځه ادا كولو ته راځي ځكه يې نووغوښتل چې شاته شي ,خو رسول الله صلى الله عليه وسلم په اشاره پوه كړ چې لمونځ وركړي ,رسول الله صلى الله عليه وسلم بيرته حجرې ته ننوت ,دا هغه وروستنۍ ليدنه وه چې صحابۀ كرامو له نبوي سپيڅلي څيرې نه وكړه
دوفات كال
رسول الله صلى الله عليه وسلم به هر كال دروژې په مياشت كې لس ورځې په اعتكاف كي تيرولې ,خو په ورستنۍ روژه كې شل ورځې په اعتكاف كې كيناست ,رسول الله صلى الله عليه وسلم به هر كال دروژې په مياشت كې يوځل دحضرت جبرايل عليه السلام له خولې نه قرآنكريم اوريده ,خو د ورستني كال په روژه كې يې دوه ځلې واوريده . دوروستني حج او په ځينو نورو خطبو كې رسول الله صلى الله عليه وسلم ځيني داسې خبرې كړې وې چې هغه دمړينې يادونه وه ,لكه چې دحج په وروستۍ خطبه كې يې وفرمايل : (زه ددې خبرې هيله نلرم چې په راتلونكي كال كې له تاسې سره وليدلای شم ,ښايي تر دې وروسته حج ونه كړای شم . ) دحج دفريضې داداكولو ترراتګ وروسته رسو ل الله صلى الله عليه وسلم داحد دشهيدانو هديرې ته ورغى ,او هلته يې هم داسې خطبه وويله چې ګواكې څوك له مړواو ژوندو سره په مخه ښه كوي ,رسول الله صلى الله عليه وسلم دصفر دمياشتې په اولسمه يا اتلسمه نيټه حضرت اسامه بن زيد رضى الله عنه ته وفرمايل : (ته له لښكر سره لاړشه او له هغو شريرو خلكو څخه دې دپلار كسات واخله . ) دموته په وتلي جنګ كې حضرت زيد رضى الله عنه شهيد كړای شوى وو ,ځكه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت اسامه بن زيد رضى الله عنه ته هلته دبيا تللو امر وكړ

وفات
څومره چې ورځ پخيدله په رسول الله صلى الله عليه وسلم بې هوښي ډيريدله ,درسول الله صلى الله عليه وسلم دزړه ټكړې حضرت بي بي فاطمې رضى الله عنها چې دا ناكراري وليدله نوپه ژړا يې وويل های زما دپلارنا كراري .رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل : (ستا پلار به تر دې ورسته نا كراره نه شي . )دناروغۍ په نا كرارۍ كې به هم درسول الله صلى الله عليه وسلم له مباركې خولې نه داتور ي اوريدل كيدل : (مع الذين انعم الله عليهم ) او يا دا (اللهم بالرفيق الاعلى ) , تر غرمې وروسته درسول لله صلى الله عليه وسلم په مباركه سينه كې غږ پيداشو ,او پدې مهال يې شونډې ښوريدلې او داتوري ورڅخه اوريدل كيدل (الصلاة وما ملكت ايمانكم ) يعنې دلمانځه او مرييونو خيال ساتئ ,په وروستنۍ شيبه كې رسول الله صلى الله عليه وسلم لاس پورته كړ ,په ګوته يې اشاره وكړه او درې ځلې يې وويل : (بالرفيق الاعلى ,بالرفيق الاعلى ,بالرفيق الاعلى ) په همدې وينا كې يې لاسونه ځوړند شول ,سترګې يې دبام په لورې نيمكښه پاتې شوې او سپيڅلی روح يې قدسي عالم ته والوته
انا لله وانا اليه راجعون


تجهيز او تكفين
دسې شنبې ورځ د تجهيز او تكفين ورځ وه حضرت علي رضى الله عنه ,فضل بن عباس رضى الله عنه ,او حضرت اسامه بن زيد رضى الله عنه غسل وركړ ,په همدې مهال كې حضرت عباس رضى الله عنه هم حاضر وو ,او يو انصاري حضرت اوس بن خولې رضى الله عنه اوبه راوړې ,دكفن لپاره دسپڼسيو درې سپينې ټوټې غوره شوې . تر غسل او كفن وروسته دا پوښتنه راپيدا شوه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به په كوم ځای كې خاوروته سپارل كيږي ؟ حضرت ابو بكر صديق رضى الله عنه وويل :انبيا چې چيرې وفات شي هلته خاورو ته سپارل كيږي ,په همدې خبره اتفاق راغى او په كوم ځای كې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفات شوى وو په هماغه ځای كې دقبر كنلو كار پيل شو , داځای دحضرت عايشې رضى الله عمها داوسيدلو خونه وه ,دقبر په سرهم خبره راپورته شوه ,ځكه حضرت ابو عبيده بن جراح رضى الله عه به دمكې دخلكو په څير بغلي قبرونه كيندل ,او حضرت ابو طلحه رضى الله عنه به بيا دمدينې دخلكو په دود لحدي قبرونه ايستل ,نو دا خبره كيدله چې اوس څوك او څه ډول قبر وكندي ؟ حضرت عمر رضى الله وويل په همدې دواړو اصحابو پسې څوك واستوئ ,هر يو چې لومړى راغى هغه دې دخپلې خوښې قبر وكندي ,په دواړو صحابه و پسې سړي واستول شول ,حضرت ابو عُبيده بن جراح رضى الله عنه په كور كې نه وو ,حضرت ابو طلحه رضى الله راغى او لحدي قبر يې جوړكړ , څنګه چې دقبر ځمكه نمجنه وه نو هغه بستر يې پكې وغوړاوه په كوم كې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفات شوى وو . كله چې جنازه تياره شوه نو خلك دلمانځه لپاره رامات شول ,خونې ته وار په وارورننوتل او لمونځونه يې كول ,دالمونځونه پرته دچا له امامت نه ترسره شول ,لومړى نارينه و بيا ښځينه و او ورپسې كوچنيانو دجنازې لمونځونه ادا كړل .درسول الله صلى الله عليه وسلم مبارك جسد حضرت علي مرتضى رضى الله عنه ,حضرت فضل بن عباس رضى الله عنه ,حضرت اسامه بن زيد رضى الله عنه ,او حضرت عبدالرحمن بن عوف رضى الله عنه قبر ته ښكته كړ

انا لله وانا اليه راجعون

د ټول افغان ویب څه په مننه


Sunday, 22 March 2009

دینی زده کړی


بســـــم الله الرحـــــمن الــــــرحــــيم

نحمدالله العلى العظيم ونصلي على رسوله الكريم

پـوښـتـــنه :ته څوك يې
ځـــــواب :مسلمان
پـوښـتـــنه :د مسلمانانو د مذهب (دين) نوم څه دى ؟
ځـــــواب :اسلام
پـوښـتـــنه :اسلام څه ښونه كوي ؟
ځـــــواب :اسلام داښوونه كوي چې : خداى تعالى يودى دبندګۍ لايق يواځې هغه دى ، حضرت محمد دالله تعالى بنده او رسول دى، قران كريم دخداى تعالى كتاب دى، اسلام رښتينى دين دى،د دنيا او اخرت ټولې ښیګڼې اونیكې خبر ې اسلام ښايي
پـوښـتـــنه : داسلام كلمه كومه ده ؟
ځـــــواب :داسلام كلمه داده : لااِلـهَ اِلااللهُ مـُحَمّـَدٌ رَّسُـولُ اللهِ
ژباړه : له خداى تعالى نه پرته بل دعبادت وړ (معبود) نشته محمد دالله رسو ل دى ، دې كلمې ته كلمه طيبه اوكلمه توحيد وايي
پـوښـتـــنه :دشهادت كلمه كومه ده ؟
ځـــــواب : دشهادت كلمه داده : اَشهـَدُ اَنَ لا الـهَ الا اللهُ وَحـدَهُ لاشَـرِيكَ لَـهُ وَاَشهـَدُ اَنَ مُـحَـمَّداًعَـبدُه و َرَسـُولـُ
زه شاهدي وركوم چې دالله نه پرته بل خداى دعبادت وړ نشته هغه يو دى سيال نه لري، اوداشاهدي وركوم چې محمد(ص) یی بنده او رسول دی
پـوښـتـــنه :ايمان مجمل كوم دى ؟
ځـــــواب :ايمان مجمل دادى : امـنتُ بـالله كـماهو باسـمائـه وصفاته، وقبلتُ جـميع احكامه
ايمان مې راوړى (باور اويقين مې كړى) پرالله باندې لكه څرنګه چې خداى تعالى هغسې دى اود هغه په هغه نومونواو صفتونو باندې مې ايمان راوړى ، اوما يې ټول حكمونه منلي دي
پـوښـتـــنه :ايمان مفصل كوم دى ؟
ځـــــواب :ايمان مفصل دادي: الَمَنـتُ بِـاللهِ وَمَلائكتـهِ وَكُتُـِبهِ وَرَسُولِـهِ وَالـيَومِ الاَخـِر وَالقـَدرَ خَـيرِهِ وَشَرِهِ مـِنَ اللهِ تَعـالى وَالبَعثِ بَعدِ الـمَوت ایمان می را وړی دی پرالله باندی ، پر ملائکویی ، پرکتابویی ، پر رسولانودقيامت پر ورځې او په دې چې دښه اوبد تقدير دالله تعا لى له لوري دى، او له مرګ وروسته پرژوندي كیدو باندې
پـوښـتـــنه :تاسې چا پيداكړي ياست ؟
ځـــــواب :موږ، زمونږ موراوپلار، اسمانونه، ځمكې او ټول مخلوق خداى تعالى پيداكړي دی
پـوښـتـــنه :خداى تعالی ىا دنيا له څه شي څخه پيداكړ
ځـــــواب :په خپل قدرت اوحكم سره يې پيداكړې ده
پـوښـتـــنه :كــوم خلك چې الله تعالى نه مني هغوى ته څه وا يي ؟
ځـــــواب : هـــغوى ته كافران وايي
پـوښـتـــنه :كوم خلك چې له الله تعالى نه پرته دنـورو شيانو عبادت كوي اويادوه درى خدايان مني هغوى ته څه وايي؟
ځـــــواب :داسي خلكوته مشركان او كافران وايي
پـوښـتـــنه : مشرك بخښل كيږي اوكه نه
ځـــــواب :نه ! مشرك نه بښل كـيږي ، هغه به تل ترتله په تكليف او عذاب كې وي
پـوښـتــنه:حضرت محمد څوك وو
پوښـتـــنه :دده مبارك دپلاراونيكه نومونه څه وه
ځـــــواب : دپلار نوم يې عبدالله او دنيكه نوم يې عبدالمطلب وْ
پـوښـتـــنه :زمونږ پيغمبر چيرې پيداشوى وْ ؟
ځـــــواب :دعربو په وطن كي دمكې معظمې يو ښار دي، په هغه كې پيداشوى وْ
پـوښـتـــنه :زموږ پيغمبر درتبې له لحاظه له نوروپيغمبرانولوى اوكه وړوكى دي
ځـــــواب :زموږ پيغمبر په رتبه كې ترټولو پيغمبرانو ستر اود الله تعالى له ټول مخلوق نه لوى د
پـوښـتـــنه :حضرت محمد عمر چيرې تیركړى وْ
ځـــــواب :تردرى پنځوسو (53) كالوپورې په خپل ښار، مكه معظمه كي واوسيده اوله هغه وروسته دالله تعالى له حكم سره سم مدينې
منورې ته ولاړ ،لس (10) كاله يې هلته تیر كړل او د درشپيتو (63) كالو په عمر له دنيا څخه ولاړ
پـوښـتـــنه :كه چيرې يو څوك حضرت محمد نه مني هغه څرنګه دى ؟
ځـــــواب :څوك چې حضرت محمد دخداىتعالى رسول نه بولي هغه هم كافردى
پـوښـتـــنه :دحضرت محمد دمنلو مطلب څه دى ؟
ځـــــواب :دحضرت محمد دمنلو مطلب دادى چې : سړۍ په دي يقين وكړي چې هغه دخداى تعالى راليږل شوى پيغمبر دى اوپه دې يی
عقيده وي چې دى مبارك له خداى تعالى نه وروسته ترټول مخلوق غوره دى اوددده سره مينه ولري، دحكمونو پيروي يې وكړي پـوښـتـــنه :داڅرنګه معلومه شوه چې حضرت محمد دخداى تعالى پيغمبردى ؟
ځـــــواب : داسي ښه ښه كارونه يې وكړل، اوداسي خبري يي خلكوته وښودلې چې له پيغمبرپرته يي نه بل څوك ښوولاى شي ، اونه يي
كولاى شي
پـوښـتـــنه : داڅرنګه معلومه شوه چې قران كريم دخداى تعالى كتاب دى ؟
ځـــــواب :حضرت محمد فرمايلي دي چې قران كريم د الله تعالى كتاب دى او پر ما باندې يې نازل كړى
پـوښـتـــنه : قرانكريم پر پيغمبر په يوه واراو كه ليږ ليږ نازل شوى ؟
ځـــــواب : هو! ليږليږنازل شوى، كله يوايت، كله دوه،كله څلور اّياتونه اوكله هم بشپړسورت، څومره به چې ورته ضرورت وْ هغومره به نازلیده
پـوښـتـــنه : په څومره وخت كي ټول قران كريم نازل شو
ځـــــواب :په درويشت (23) كاله كې
پـوښـتـــنه :قران كريم څه ډول نازليده ؟
ځـــــواب :حضرت جبرائيل به راغى ده مبارك ته به يي اّيت يا سورت تيراوه، ده مبارك به اوريده، يا داوه به يي ليكونكى به يې راوغوښت په هغه به يې وليكه
پـوښـتـــنه :ده مبارك خپله ولي نه ليكه ؟
ځـــــواب :ځكه چې دى مبارك " اُمي" وْ
پـوښـتـــنه : امي چاته وايي ؟
ځـــــواب :دچا چې ليك لوست زده نه وي هغه ته " امي " وايي كه څه هم پيغمبر په دنيا كي دچا څخه علم زده كړي نه وْ خو بيا هم خداى تعالى ده مبارك ته ترټول مخلوق نه زيات علم وركړي وْ
پـوښـتـــنه : حضرت جبرائيل څوك وْ ؟
ځـــــواب : ملائيكه ده،پيغمبرانوته به يې دالله تعالى حكمونه راوړل
پـوښـتـــنه :مسلمانان دالله تعالى بندګي څرنګه كوي ؟
ځـــــواب :1_ لمونځ كوي 2_ روژه نيسې 3_زكات وركوي 4_حج كوی
پـوښـتـــنه :لمونځ څه ته وايي ؟
ځـــــواب :لمونځ دالله تعالى دعبادت او بندګۍ يوه خاصه طريقه ده چې الله تعالى په قران كريم كې او رسول الله په حديثونوكې
مسلمانانوته ښودلي ده
پـوښـتـــنه :دبندګۍ هغه طريقه څه ډول ده كومې ته چې لمونځ وايي ؟
ځـــــواب :په كور يا په جومات (مسجد) كې خلك دالله تعالى په وړاندې لاس په نامه دريږي قران شريف وايي دالله تعالى ستاينه كوي، دهغه لويي اوتعظيم بيانوي، اودهغه په وړاندي ټيټيږي ،سر په ځمكه ږدي، دهغه لويي او خپله عاجزي ښكاروي
پـوښـتـــنه : خداى تعالى لمونځ كونكى په جومات كې ښه ويني اوكه په كوركې ؟
ځـــــواب :خداى تعالى ته لمونځ كونكى هر ځاى ويني،په جومات كې وې اوكه په كوركې ، خو په جومات كې لمونځ كول ډير زيات ثواب لري
پـوښـتـــنه :له لمانځه مخكې چې خلك مخ لاسونه اوپښې مينځي هغه ته څه وايي ؟
ځـــــواب :هغه ته اودس وايي له اوداسه پرته لمونځ نه كيږي
پـوښـتـــنه :په لمانځه كې كوم لورته مخ كول پكاردي ؟
ځــــــواب :لويديز لور ته (كومې خواته چې لمر لويږي)ـ
پـوښـتـــنه : ولې په لمانځه كې دلويديزلورته مخ ګرځوو
ځــــــواب :دمكې معظمي په ښار كي دخداى تعالى كور چې كعبه يې بولې هغې ته مخ ګرځول ضروري دي ( هغه زموږ دښار "دهلي" لويديز لورته ده)؛ ځكه خوخلك دلته دلويديځ لورته لمونځ كوي
پـوښـتـــنه :په لمانځه كې چې خلك كوم لورته دريږي هغه ته څه وايي؟
ځــــــواب : قبله ورته وايي
پـوښـتـــنه :په شپه او ورځ كې څو واره لمونځ كيږي
ځــــــواب :په شپه اوورځ كې پنځه وخته لمونځ فرض دى
پـوښـتـــنه :هغه پنځه وختونه كوم دي ؟
ځــــــواب
۱ـ دسهار(فجر) لمونځ چې دسهار په وخت له لمرختومخكې كيږي
۲ـ دماسپښين (ظهر)لمونځ: چې دزوال (دسيوري له له ماتیدو ) نه وروسته كيږي
۳ـ دمازديګر(عصر) لمونځ: چې له لمر لويدو يو نيم يا دوه ساعته مخكې كيږي
۴ـ دماښام (مغرب)لمونځ: چې تر لمر لويدو وروسته كيږي
۵ـ دماخستن (عشاء)لمونځ: چې له لمر لوېدو يونيم يا دوه ساعته وروسته كيږي
پـوښـتـــنه :اّذان څه ته وايي ؟
ځــــــواب :كله چې دلمانځه وخت راشي له لمانځه لږ مخكې يو سړي دريږي په زوره زوره داتوري وايي
اللهُ اَكـبـر اَللهُ اَكـبـَر
خداى ډيرلوى دى خداى ډيرلوى دی
اَللهُ اَكـبـَر اَللهُ اَكـبـَر
خداى ډير لوى ده خداى ډيرلوى دی
اَشـهَـدُ اَنَّ لاّ اِلـَه اِلاّالله
شاهدي وركوم چې دالله نه پرته بل هيڅ يو معبود نشته
اَشـهَـدُ اَنَّ لاّ اِلــَهَ اِلاّاللهُ
شاهدي وركوم چې دالله نه پرته بل هيڅ يو معبود نشته
اَشهَـدُ اَنَّ مـُحـَمـَّد رَسُـولُ الله
شاهدي وركوم چې محمد دالله رسول دى
اَشهَـدُ اَنَّ مـُحـَمـَّد رَسُـولُ الله
زه شاهدي وركوم چې محمد دالله رسول
حَـيّ عَـلى الصَّـلاۍ حَـيّ عَلَى الصَّلاۍ
لمانځه ته راشىْ لمانځه ته راشىْ
حَـيّ عَلَـى الـفَلاح حَـيّ عَلَى الفَلاح
كاميابي ته راشىْ كاميابي ته راشىْ
اَلله اَكـبـَر اللهُ اَكـبَـرخداى
ډيرخدای لوى دى خداى ډير لوى دى
لاالـــه الاّ الله
دالله نه پرته هيڅگوك دعبادت لايق نشته
دې الفاظو ته اذان وايي
دسهار په اّذان كې د حيّ على الفلاح نه وروسته الصلاۍ خير مّن النّوم (لمونځ له خوبه ښه دي) ويل كيږي
پـوښـتـــنه :تكبير (اقامت) څه ته وايي ؟
ځــــــواب :كله چې لمانځه ته خلك دريږي نو دلمانځه له پيل كيدو مخكې يو سړي هاغه كلمې وايي كومې چې په اذان كې ويل كيږي، همدې ته اقامت اوتكبير وايي.خوپه اقامت كې له حيّ عَلَى الفَـلاح وروسته قـدقامت الصّـلاۍ د وه واري داذان كلمو زياتې ويل كيږي
پـوښـتـــنه :څوك چې اّذان يا تكبير وايي هغه ته څه وايي ؟
ځــــــواب :څوك چې اّذان كوي هغه ته " موْذن" (اذان كونكى) اوڅوك چې تكبير وايي هغه ته " مكبر " (تكبيرويونكى)وايي
پـوښـتـــنه :ډيرخلك چې په ګډه لمونځ كوي لمونځ وركونكي ،لمونځ كوونكو اوهماغه لمانځه ته څه وايي ؟
ځــــــواب :كله چې ډيرخلك په ګډه لمونځ كوي هغه لمانځه ته دجمعې (جماعت) لمونځ وايي، لمونځ ور كوونكي ته امام اولمونځ كوونكوته مقتديان وايي
پـوښـتـــنه :څوك چې يواځې لمونځ كوي هغه ته څه وايي ؟
ځــــــواب :يواځي لمونځ كوونكي ته (منفرِد) وايي
پـوښـتـــنه :داسې ځاى ته چي خاص دلمانځه لپاره جوړوي اوخلك پكې لمونځ كوي څه بلل كيږي ؟
.پـوښـتـــنه :څوك چې جومات ته لاړ شي هلته بايدڅه وكی
ځــــــواب :په جومات كې دې لمونځ وكړي، قراّن شريف دې ووايي، يا دې يوه بل ذكر وكړي اويادې په ادب سره غلى كیني، په مسجد كې لوبې ، ټوپونه ، شور ، اوددنيا خبرې كول بد كاردى
پـوښـتـــنه :لمونځ څه ګټې لري ؟
ځــــــواب : لمونځ ډيرې ګټې لري يو څو يې تاسو ته درښايو
۱ـ دلمونځ كونكي انسان بدن او كالي تل پاك او صاف وي
۲ـ له لمونځ كونكي څخه خداى تعالى خوښ او خوشحاله وی
۳ـ دلمونځ كونكي څخه حضرت محمد هم خوښ اوخوشحاله وي
۵ـ دلمونځ كونكي سړي عزت خلك په دنيا كې هم كوي
۶ـ لمونځ كونكى له ډيرو ګناهونو ساتلى وي
۷ـ لمونځ كونكى انسان خداى تعالى له مرګ وروسته په راحت كې كوی
پـوښـتـــنه :په لمانځه كې چې كوم كلمات ويل كيږي ، د هغو نومونه اوهغه كلمات څه دي ؟
ځــــــواب :په لمانځه كې چې كوم كلمات ويل كيږي د هغو ټولو نومونه او الفاظ دادي
تكبير
الله اكـبـر
خداى ډير لوی دی
.ثــنـــــاء
سُـبحَانـَكَ اللـّهُمَ وَبِحـَمدِكَ وَتَبـارَكَ اسـمُكَ وَ تـَعاَلَى جَـدُّكَ وَلآ الـَهَ غَـيـرُك
ژباړه : اى الله ! ستاينه او ثنا يواځې ستاله پاره ده اونوم دې مبارك دى ، شان دې لوړ دى او پرته له تا بل معبود نشته .
تعــــــــوذ
اَعُـوذُ بِالله مـِنَ الّشَّيـطاَنِ الرَّجيـم
ژباړه : زه خداى ته پناه وروړم چې له رټلي شيطانه مې وژغوري

تـــســــميـه

ژباړه : دهغه خداى په نامه شروع كوم چې لورونكى اومهربانه دى
ســــورت فــاتحــــه









ژباړه :دټول عالم رب او پالونكي ته ثناده چې لورونكى اومهربانه دى ، دقيامت دورځې خاوند دى . خدايه! يواځې ستا عبادت كوو اويواځې له تانه مرسته غواړو ، موږ ته نيغه(سمه)لار راوښيه، دهغولارچې تاپرې نعمتونه لورولي دي ، نه دهغو لارچې ته ورته قهرېدلى يې ، اونه هم دبیلارو خلكو لار

سورت كوثر



اى پيغمبره ! له شكه پرته مو كوثر(حوض) دركړى، خپل خداىته لمونځ اوقرباني كوه ، ستا دښمن بې نومه اوبې نښانه دى

سورت اخلاص



ژباړه :اى پيغمبره! دوى ته ووايه چې خداى يو دى ، خداى بې نيازه دى ، نه له ده څخه څوك پيداشوي اونه دى له چا څخه پيداشوى ، اونه يې څوك سيال شته

.سورت فلق





ژباړه : اى پيغمبره ! په دعاء كې داسې ووايه : چې زه پناه غواړم په رب دسباڅيرونكي ، له شره د مخلوق، اوله شره د تيارې شپې چې تكه توره شي اوله شره د پوكي كوونكو ساحرانو ښځو چې پوكول كوي په غوټو كې

سورت الناس





ژباړه : اى پيغمبره !په دعاء كې داسې ووايه چې: پناه غواړم په رب دټولو خلكو ، په خاوند دټولوخلكو، په معبود دټولو خلكو ، له شره دهغه وسوسه اچونكي تښتې دونكي (شيطان)چې دخلكو په زړونوكې وسوسه اچوي ، دغه وسوسه اچونكي له پيريانو څخه وي ، اوكه له انسانانو څخه وي
دركوع تسبيح
سُبحَـانَ رَبِّيَ العَـظِيم زما ستر رب ته پاكي ده
دقومې (له ركوع څخه دولاړېدو) تسميعَ سـمِعَ اللهُ لِـمَن حَمِـدَه الله دثنا ويونكو ستاينه واورېده .دقومې تحميدرَبَّــنَا لَكَ الـحَــمدُ ربه ټولې ستاينې ستالپاره دي
دسجدې (په ځمكه دسر كيښودو) تسبيح سبُــحَن رَبِّيَ الله عـلَى زما درب شان ډير لوى دى
تشهد ( التحياٍت ) التّحِيّاتُ لِلّهِ وَالصَّلَوَاۍ وَالطَّيِبَاتُ اَلسّلامُ عَلَيكَ اَيُّهـَاالنَبيُّ وَ رَحـمَۍ اللهِ وَ بَرَكَاتُهُ اَلسَّلامُ عَلَينَا وَ عَلَى عِبَادِ اللهِ الصَّالِـحِينَ، اَشَهَدُ اَن لاَ اِلهَ الِلاالَهُ وَاَشهَدُ اَنَّ مُـحَمَداً عَبدُه وَرَسُولُهُ
.ژباړه: ثنا اوستاينې خداى ته دي اوهم پاكې ، اى نبي! پرتا دې سلام ،دخداى رحمت اوبركتونه وي . پرموږ اودخداى پرنيكو بنده ګانو دې سلام ي ، شاهدي وركوم چې بې له خدايه بل معبود نشته او شاهدي وركوم چې محمد دخداى بنده اورسول دى
درود شريف
اَللّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُـحَمَدٍ وّعَلَى آلِ مُـحَمَّدٍ كَـمَا صَلَّيتَ عَلَى اِبرَاهِيـمَ وَعَلَى آلِ اِبرَاهِـيمَ الِنَّكَ حَـمِيدٌ مَّجِـيد، اَللَّهُمَ بَارِك عَلَى مُـحَمَّدٍ وَّعَلَى آلِ مُـحَـمَّدٍ كَـما بَارَكتَ عَلَى اِبرَاهِـيمَ وَ عَلَى آلِ الِبرَاهِـيمَ اِنَّكَ حَـمِيـدٌ مَّجِـيدٌ
ژباړه: يا الله ! پرمحمداودهغه پركورنۍ رحمت ووروه ، لكه پرابراهيم اودهغه پركورنۍ دې چې لورولى وْ ، بيشكه ته ستايلى اولوى يی
يا الله ! پرمحمد اودهغه پركورنۍ بركتونه واوروه ، لكه پرابراهيم اودهغه پركورنۍ دې چې ورولي وْ ، بيشكه ته ستايلى او لوى يې
له درود وروسته دعا
ءاَللَّهُمَ رَبَّنَا آتِنَافِي الدُّنيَا حَسَنۍ وَّفِي الآخِرَۍ حَسَنَۍ وِّقِنَا عَذَابَ النَّار
ژباړه :يا الله موږ ته په دنيا كې نعمت اوپه اّخرت كې جنت راكړه اوددوزخ له اوره مو وساته
په ځينو روايتونوكې دادعا هم راغلې ده
اَللَّـهُمَّ انِّي ظَلَمتُ نَفـسِي ظُلماً كَثِـيراً وَّلايَغفِرُالذُّنُوبَ الا اَنتَ فَاغفـِرلِي مَغفِـرَۍ مِّن عِندِكَ وَارحَمـنِي انَّكَ اَنتَ الغَفُـورُ الـرَّحِيم
ژباړه : يا الله ما پرځان ډيرظلم كړى دى او بيشكه چې له تا پرته څوك ګناوې بښلى نه شي ، نو ماله خپل لوري وبښه،او راباندې ورحميږه بې شكه ته بښونكى اولوروونكى يې
.ســــــــــــلام اَلسَّـلامُ عَـلَيـكُم وَ رَحـمَۍ اللهِ پرتاسو دې سلام اودخداى رحمت وي
له لمانځه وروسته دعاء
اَللَّهُـمَّ اَنتَ السَّـلاَمُ وَ مِـنكَ السَّـلاَمُ تَبـَارَكـتَ يَا ذَاالـجَـلالِ وَالاِكـرَام
ژباړه : يا الله! سلامتي وركونكى يواځې هم ته يې او سلامتي ستا له لوري وي ، دډير بركت څښتن دلويي اوعزت خاوند يې
دعا
قنوتاَللَّهُمَّ اِنَّا نَستَعِينُكِ وَنَستَغفِرُكِ وَنُمِنُ بِكَ وَنَتَوَكَّلُ عَلَيكَ وَنُثنِي عَلَيكَ الـخَير، وَنَشـكُرُكَ وَلاَنَكفُرُكَ، ونَـخلَعُ وَ نَترُكُ مَن يَّفجُرُكَ ،اَلَّلهُمَّ اِيَّاكَ نَعبُدُ وَلَكَ نُـصَلِّي وَنَسجُدُ وَاِليَكَ نَسعَى وَنَحفِدُ وَنَرجُوا رَحـمَتَكَ وَنَخشَى عَذاَبَكَ اِنَّ عَذَابَكَ بِالكُفَّارِ مُلحِق
ژباړه
يا الله ! موږ له تانه مرسته غواړو ، اوله تانه بښنه غواړو اوپرتا ايمان لرو ، پرتا توكل كوو ، ستا غوره ستاينه كوو، ستا شكر ادا كوو،ستا ناشكرې نه كوو، له هغه چا سره پريكون اوداړيكو شلون كوو چې له تاسره پريكون كوي . ياالله ! يواځې ستاعبادت اوستا لمونځ كوو، تاته سجده كوو، ستاپرلور پنا دروړو ، درمنډې وهو ، يواځې ستادرحمت هيله من يو ، ستاله عذابه ويريږو، اوبې شكه ستا عذاب كافرانو ته رسيدونكى دى
داوداســـــه طـريـــقه
پـوښـتـــنه :اودس څه ډول كول په كاردى ؟
ځــــــواب : په پاك لوښي كې پاكې اوبه را واخله، پرپاك صاف او لوړ ځاى كښينه، په اوداسه كې قبلې ته مخامخ كيناستل غوره دي ، خوكه چيرته مو كه نه وه هيڅ زيان نه لري ، لستوڼي ترڅنګلو پورې پورته كړه، بيا بسم الله ووايه، اودواړه لاسونه ترمړوندو پورې ومينځه، بيادرى وارې په خوله اوبه ورغړوه، مسواك ووهه، كه مسواك نه وي نوګوته په غاښوپورې وموښه ، بيا درى ځله پزې ته اوبه واچوه ، دچپه لاس په خچڼه ګوته پزه پاكه كړه ، درى ځله مخ ومينځه ، خو مخ ته په تيزي سره اوبه مه اچوه ، بلكې په كرارسره تندي ته اوبه واچوه اومخ ومينځه .دويښتانو دشنه كیدو له ځايه نيولې دزنې تر لاندې برخې پورې ، اوديوه غوږ څخه تربل غوږ پورې مخ مينځل پكاردي ، بيا له څنګلو سره دري وارې دواړه لاسونه ومينځه ، لومړى ښى لاس درى وارې بيا چپه لاس درى وارې مينځل په كاردي . بيا لاس په اوبو لوند كړه دسر مسح وكړه ، اود غوږو مسح وكړه ، بيا د ورميږ (غاړه) مسح وكړه ، اويواځې يې يوځل كول په كاردي . درى ځله دواړه پښې له بيډيو سره ومينځه ، لومړى دښۍ بيا چپه پښې مينځل په كاردي
دلـمـانـځـه طـريـقـه
پـوښـتـــنه :دلمونځ كولو طريقه څه ده ؟
ځــــــواب : دلمانځه دكولو طريقه داده چې :كله چې اودس وكړې ، پاك كالى واغونده ، پرپاك ځاى قبلې ته مخامخ ودريږه ، دلمانځه نيت وكړه ، دواړه لاسونه غوږوته يوسه او " الله اكبر" ووايه ،اوبيا لاسونه دنامه دغوټۍ لاندې داسې وتړه چې دښي لاس ورغوى دچپ لاس پرخپړه راشي . په لمانځه كې په ادب سره ودريږه يوې بلې خواته مه ګوره دالله تعالى لورته ځيراوسه ، لاسونه چې وتړې

لومړى داثناء ولوله : سُـبحَانـَكَ اللـّهُمَ وَبِحـَمدِكَ وَتَبـارَكَ اسـمُكَ وَ تـَعاَلَى جَـدُّكَ وَلآ اِلـَهَ غَـيـرُك بيا تعوذ ( اعـوذ بالله من الشّيطان الرّجيم ) او تسميه ( بسم الله الرّحـمن الرّحيم ) او الحمد لله ولـوله ، الحمد لله چې كله خلاصه كړې، نو په كراره آمّين (خدايه زما دعا قبوله كړې) ووايه ، په دې پسې يو سورت چې ياد دې وي ووايه ، بيا " الله اكبر" ووايه ركوع ته كښته شه ، په ركوع كې ځنګنونه په دواړه ورغوو ونيسه.دركوع تسبيح ( سُبحانَ ربّيَ العظيم ) درى وراه يا پنځه واره ووايه ، بيا تسميع ( سـمـِع اللهُ لـمن حمده) هم ووايه ، بيا تكبير ووايه اونيغ ودريږه ، تحميد (ربّنا لك الـحمد) هم ووايه، بيا تكبير ووايه ، سجدې ته داسې لاړشه چې لومړى دواړه ځنګنونه پرمځكه ولګوه، دواړه ورغوي كښيږده، پزه ، تندى اومخ مو بايد ددواړو لاسو ترمنځ د سجدې پرځاى وي ، دسجدې تسبيح ( سبحان ربّي الله على) درى يا پنځه وارې ووايه، بيا تكبير ووايه اوله سجدې راپاڅه نيغ كينه ،تكبير ووايه دوهمه سجده هم په همغه څېر وكړه، بياوايه پورته شه ، د ولاړېدو په وخت كې پرمځكه لاسونه مه لګوه په سجدو سره يو ركعت پوره شو او س نو دوهم ركعت پيل كړه ، بسم الله او الحمد لله ووايه او يو بل سورت هم ورسره ووايه ، بياركوع ، قومه اودواړه سجدې وكړه ، كینه ، اول تشهد بيا درود شريف ووايه ، او بيا لومړى ښي لور، بياچپ لورته مخ واړوه ، اوس نو دوه ركعته لمونځ پوره شو . له سلام ګرځولو وروسته اَللَّهُمَّ اَنتَ السَّلاَمُ وَمِنكَ السَّلاَمُ تَبَارَكتَ يَا ذَاالـجَلالِ وَالاكرَام ووايه ، او لاس پورته كړه دعاء وكړه خو ډير يې مه پورته كوه داسې چې تراوږو دې پورته شي دعا چې كله خلاصه كړې دواړه لاسونه پرمخ تیركړه
پـوښـتـنه :ددوو سجدو په منځ كې اويا هم دتشهد د ويلو په حالت كې څه ډول كيناستل په كار دي ؟
ځـــواب : ښۍ پښه بايد ولاړه اودګوتو مخ يې دقبلې لورته وي اوچپه پښه دې څملوه پرې كينه دناستې په حال كې دواړه لاسونه په ځنګنونو ايښودل پكاردي
پـوښـتـنه :دامام، مقتدي، اومنفرد (يواځې لمونځ كونكى) په لمانځه كې څه فرق دى ؟
ځـــواب : دامام، مقتدي اومنفرد په لمانځه كې لږ فرق شته
يو فرق دادى چې : امام او منفرد دواړه په اول ركعت كې له ثنا وروسته اعوذ بالله او بسم الله او الحمدلله شريفه او سورت ټول پوره وايي ، اوپه دوهم ركعت كې هم بسم الله او الحمدلله شريفه اوسورت پوره وايي خو مقتدي به يواځې په لومړي ركعت كې ثنا وايي اونور په دواړو ركعتونو كې پټه خوله ولاړ وي
دوهم فرق دادى چې : دركوع څخه دولاړېدو په وخت كې امام اومنفرد دواړه" سمع الله لمن حمده " وايي اومنفرد دتسميع سره تحميد هم ويلاى شي، خو مقتدي ته يواځې " ربنالك الحمد" ويل پكاردي
پـوښـتـنه :كه لمونځ درى يا څلور ركعتي وي نو بيا څه ډول كيږي ؟
ځـــواب :دوه ركعته لمونځ خو بايد همغسې وكړي څرنګه چې پورته تير شو خوپه اوله قعده كې دې له التحيات اوياتشهد نه وروسته درود شريف نه وايي ، بلكې " الله اكبر" دې ووايي او پورته دې شي . كه لمونځ واجب ياسنت يا نفل وي نو پاتې دوه ركعته دې د مخكني دوو ركعتو نو په څېروكړي ، او كه چيرې فرض وي نو په دريم اوڅلورم ركعت كې له " الحمدلله" نه وروسته دې سورت نه وايي ، اوپاته نوردې دهمغو پخوانيو دوو ركعتونو په څير وكړي
پـوښـتـنه :اّيا سنت او يانفل لمونځ دري ركعته هم كيږي؟
ځـــواب : نه ! سنت يا نفل لمونځ درى ركعته نه كيږي دوه ياڅلور ركعته كيږي
پـوښـتـنه :دركوع كولو سهي طريقه څرنګه ده ؟
ځـــواب :ركوع داسې بايد وشي چې ملاله سر سره يو برابر وي ،داسې چې سر نه له ملالوړ اونه ټيټ وي ، او دواړه څنګلې بايد له خیټې او تشيو نه لري وي ، او ځنګنونه بايد په خپړو ټينګ ونيسې
پـوښـتـنه : دسجدې سهي طريقه څرنګه ده ؟
ځـــواب : سجده داسي پكار ده چې خپړې پر مځكه وي او مړوندونه اوڅنګلي دمځكې څخه پورته وي، نس (ګيده) دې دورنو څخه لري او لاسونه دپښو څخه جلا وي
پـوښـتـنه :له لمانځه وروسته په ګوتو باندي دشمير په وخت څه ويل كيږي ؟
ځـــواب : " سبحان الله " (33)واره الحمدلله " (33)واره ، " الله اكبر" (33)ـ واره ويل كيږي چې ډير زيات ثواب لري
اســــلام كلـــمې
اولــه : كلـمـهْ طـيبـه
لااِلـهَ اِلااللهُ مـُحَمّـَدٌ رَّسُـولُ اللهِ
له خداى تعالى نه پرته بل دعبادت وړ (معبود) نشته محمددالله رسو ل دى
دوهــمه : د شـهادت كلــمـه
اَشهـَدُ اَنَ لا الـهَ الا اللهُ وَحـدَهُ لاشَـرِيكَ لَـهُ وَاَشهـَدُ اَنَ مُـحَـمَّداًعَـبدُه و َرَسـُولـُه
ژباړه : زه شاهدي وركوم چې دالله نه پرته بل خداى دعبادت وړ نشته هغه يو دى سيال نه لري، اوداشاهدي وركوم چې محمد يي بنده او رسول دى
دريــمـه : د تـمجــيد كلــمــه
سُبحَانَ اللهِ وَالـحَمدُللهِ وَلا اِلَهَ اِلااللهُ وَاللهُ اَكبَر وَلاحَولَ وَلا قُوَّۍ اِلا بِاللهِ العَلي العَظِيم
ژباړه : خداى پاك دى ستاينې هغه لره دي له خدايه پرته دعبادت وړ بل ذات نشته ، خداى لوى دى له ګناوو دساتنې اود نيكو كارونو دكولو توفيق يواځې هغه وركوي هغه دلويي او شوكت څښتن دى
څــلـورمـه : دتـوحيـد كلـمـه
لااِلَهَ اِلااللهُ وَحدَهُ لاشَرِيكَ لَهُ، لَهُ المُلكُ وَلَهُ الـحَمدُ يُحيِى وَيُمِيتُ وهو حيّ ٌ لا يَمُوتُ اَبداً اَبداً ذُوالجَلالِ وَالاكرَامِ بِيَدِهِ الـخَير وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيءٍ قَدِير
.له خدايه پرته دعبادت وړ بل ذات نشته ، سيال نه لري پاچاهي اوستاينې هغه لره دي، ژوندي كول اومړه كول يې په واك كې دي ، تل ترتله به ژوندى وي، دعزت اوشوكت څښتن دى او ښېګڼه يې په واك كې ده ، په هرڅه قادر دى
پنـځـمـه كلـمـه : د استـغـفا ر كلـمـه
اَستَغفِرُاللهَ رَبِّي مِن كُلِّ ذَنبٍ اَذنَبتُهُ عَمَداً اَوخَطاً سِرّاً اَوعَلانِيَۍ وَاَتُوبُ الَيهِ مِنَ الذَّنبِ الذِي اَعلَمُ وَمِنَّ الذَّنبِ الذِّي لا اعَلَمُ اِنَّكَ اَنتَ عَلّامُ الغُيُوبِ وَسَتَّارُ العُيُوبِ وغَفَّارُ الذُّنوُبِ وَلاحَولَ وَلاقُوَّۍ اِلا بِاللهِ العَلّىِ العَظِيم
ژباړه : زه له هغه ذاته بښنه غواړم چې زما خداى دى، له هرې هغې ګنا څخه چې په قصداويا مې په هېره سره كړې وي ، دهغه په درباركې له هرې ګناڅخه چې ماته معلومه وي اويا نه وې توبه باسم په تحقيق سره خدايه ! په پټو رازونو خبر يې ! دعيبونو پټوونكى، دګناوو بښونكى يې ! له ګناڅخه دساتنې اوښوكارونودكولو توفيق يواځې ته وركوې! په تحقيق سره دلويي اوشوكت څښتن يې ! شپــږمــه : لـه كفـره دبـې زارۍ كلـمـه
اَللـَّهُمَّ اِنِّي اَعُـوذُبِكَ مِنَ اَن اُشرِكَ بِكَ شَياً وَاَنَا اَعلَمُ بِهِ وَاَستَغـفِرُبِكَ لِما لا اَعلَمُ بِهِ تُبـتُ عَنـهُ وَتـَبراتُ مِنَ الكُـفرِ وَالـشِركِ وَالكَـذِبِ وَالغِـيبَۍ وَالبـِدعَـۍ وَالنَمِـيمَۍ وَ الفَـواحِشِ وَالبُهـتَانِ وَالـمعاصِي كُلِّهَا وَاَسلَمتُ وَاَقُـولُ لا اِلَهَ الِلاالله مُـحَمَّـدٌ رَّسُـولُ اللهِ
خدايه ! زه پرتا پنا غواړم له دې څخه چې له تاسره بل څه سيال وګڼم اوزه پرې پوهيږي اوله هغه شرك څخه چې پرې نه پوهيږم خدايه تاته توبه باسم له هر كفر، شرك، درواغو، غيبت ، بدت، چغل خوري، سپكوسپورو، تور لګولو اوټولو ګناوو څخه، اوماايمان راوړى اووايم چې له خداى تعالى نه پرته بل دعبادت وړ (معبود) نشته محمددالله رسو ل دى


دوهمه برخه
لومـــړۍ څـــانــګه
تـعلـيـم الايـمان

داسـلامي عــقايـدو زده كړه
بســـــم الله الرحـــــمن الــــــرحــــيم
نحمدالله العلى العظيم ونصلي على رسوله الكريم
پـوښــتنه :داسلام بنياد پر څو شيانو ولاړ دى ؟
ځـــواب : داسلام بنياد پر پنځو شيانو ولاړ دى
پـوښــتنه :هغه پنځه شيان چې داسلام بنياد پرې ولاړ دى كوم كوم دي ؟
ځـــواب :هغه پنځه شيان دادي
اول : كلمهْ طيبه يا كلمه شهادت مطلب دا چې په زړه سره منل اوپه ژبه يې اقرار كول
دوهم : لمونځ كول
دريم : زكات وركول
څلورم : دروژي په مياشت كې دروژې نيول
پنځم : حج كول
پـوښــتنه :كلمهْ طيبه كومه ده اومعنى يي څه ده ؟
ځـــواب :كلمهْ طيبه داده
لاا له الاالله محمد رسول الله
او مطلب يي دادي چې دالله تعالى نه پرته بل هيڅ څو ك دعبادت وړ نشته او حضرت محمد e دالله تعالى راليږلي رسول دى
پـوښــتنه :دشهادت كلمه كومه اومعنى يي څه ده ؟
ځـــواب :د شهادت كلمه داده
اشهـد انّ لاّ اله الاّالله واشهـد انّ مـحمـّداً عبده ورسـوله
او معنى يي ده چې: زه شاهدي وركوم چې دالله تعالى نه پرته دعبادت وړبل هيڅوك نشته او شاهدي وركوم چې حضرت محمد دالله تعالى بنده اورسول دي
پوښتنه : دكلمې دمعنااومطلب له پوهيدلوپرته يواځې يې په ژبه ويلوسره سړى مسلمانيداى شي ؟
ځواب : نه ! بلكې په معنا پوهيدل اوپه زړه سره يقين كول اوپه ژبه يې اقرار كول ضروري دي
پوښتنه : په زړه سره يقين اوپه ژبه اقرار كولو ته څه وايي ؟
ځواب : ايمان وايي
پوښتنه :ګونګى چې په ژبه اقرار كولاى نه شى هغه به څه ډول ايمان راوړي ؟
ځواب : دخدايي عذر له امله دهغه اشاره هم كافي بلله كيږي معنا داچې : هغه دې په اشاره سره داوښيي چې الله تعالى يو دى اوحضرت
محمد دخداى تعالى پيغمبر دى
پوښتنه : دمسلمانانو لپاره پرڅو خبرو ايمان لرل ضروري دي ؟
ځواب : پراوو "7 "خبرو ، چې يادونه يې په ايمان مفصل كې راغلې
اَمَنـتُ بِـاللهِ وَمَلائكتـهِ وَكُتُـِبهِ وَرَسُولِـهِ وَالـيَومِ الاَخـِر وَالقـَدرَ خَـيرِهِ وَشَرِهِ مـِنَ اللهِ تَعـالى وَالبَعثِ بَعدِ الـمَوت
ايمان مې راوړى پرالله باندې پرملائكويې، اوپركتابونويې او د هغه پررسولانو، دقيامت پر ورځې او په دې چې دښه اوبد تقدير دالله تعا لى له لوري دى، او له مرګ وروسته پرژوندي كیدو باندې
دخداى تعالى په هكله دمسلمانانوعقيده
پوښتنه : دخداى تعالى په هلكه دمسلمانانو عقيده بايد څه ډول وي ؟
ځواب : مسلمانان بايد داعقيده ولري چې
۱ـ خداى تعالى يو دى
۲ـ يواځې همغه دعبادت اوبندګۍ وړ دى اوله هغه پرته دبندګۍ وړ بل هيڅوك نشته
۳ـ هغه سيال نه لري
۴ـ له هرڅه خبر دى هيڅ شى ترينه پټ نه دي
۵ـ دپوره طاقت اوقدرت خاوند دی
۶ـ ځمكه، اّسمان، سپوږمۍ، لمر،ستوري، ملائكې،انسانان، پيريان، او لنډه داچې ټول جهان يواځې هغه پيداكړى اوهغه يې مالك دى
۷ـ مرګ اوژوند دهغه له لورې دي، يعنې دټول مخلوق ژوند اومرګ دهغه په واك كې دي
۸ـ هغه ټول مخلوق ته روزي وركوي
۹ـ خوراك، څښاك او خوب نه كوي
۱۰ـ تل وْ اوتل ترتله به وي
۱۱ـ هغه هيچا پيداكړى نه دى
۱۲ـ نه يې پلار شته نه زوى ، نه لور، نه ښځه ، اونه هم له چاسره دغه ډول خپلوي لري ، له دارنګه ټولو خپلوليو څخه پاك دى
۱۳ـ هرڅه ده ته محتاج دي، خودى هيچا ته محتاج نه دى اوهيچ شي ته اړتيانه لري
۱۴ـ بې مثله دى هيچ يو شى يې په څیر نه د ي
۱۵ـ له ټولو عيبونوپاك دى
۱۶ـ دمخلوق په څیر لاس، پښې، پزه او غوږونه نه لري
۱۷ـ ملايكې يې پيداكړي اوددنيا په بيلابيلو كارونويې ګمارلې
۱۸ـ دخپل مخلوق دلارښوونې (هدايت) لپاره يې پيغمبران راليږلي، څو خلكو ته رښتيني لار (دين) ور وښيي، ښې خبرې ورزده اوله بدو يې منع كړي

ملا ئــكــې ( فــرښتــې)ـ
پـوښــتنه :ملائكې څوك دي ؟
ځـــواب :ملائكې دالله تعالى يو جلا مخلوق دي له نوره يي پيدا او زموږ له سترګوپنا دي نه نارينه او نه هم ښځېنه دي، نه دخداى تعالى دحكم نافرماني او نه ګناه كوي، په كومو كارو يې چې مقرري كړي دي په هغو بوختې دي
پـوښــتنه :ملائكې څومره دي ؟
ځـــواب :دملائكو شمير له خداى تعالى پرته بل هيڅ چاته معلوم نه دى هو! دومره موږ ته معلومه ده چې ملائكې ډيرې اوڅلور پكې مقربې اومشهورې ملائكې دي
پـوښــتنه :مقربې اومشهورې ملائكې كومې دي ؟
ځـــواب :اول : حضرت جبرائيل چې دالله تعالى كتابونه، احكام، اوپيغامونه به يې پيغمبرانو عليهم السلام ته راوړل
دوهم: حضرت اسرافيل چې دقيامت شپيلۍ به پوكي
دريم: حضرت ميكائيل چې دباران داورښت اومخلوق ته دروزي رسولو په كارو مقرره ده
څلورم : حضرت عزرائيل چې له مخلوق دارواوو( روح ) په اخيستو مقرره ده

دخـداى تــعــالــى كــتـابــونـه

پـوښــتنه :دخداى تعالى كتابونه څودي ؟
ځـــواب :دخداىتعالى ډير زيات واړه اوغټ كتابونه پر پيغمبرانو عليهم السلام نازل شويدي، غټو ته يي كتابونه او وړو ته يې صحيفې وايي څلور كتابونه مشهوردي
پـوښــتنه :څلور مشهور اّسماني كتابونه كوم كوم دي ؟ او په كومو پيغمبرانو نازل شويدي ؟
ځـــواب
۱ـ تورات : چې په حضرت موسى نازل شوى
۲ـ زبور: چې په حضرت داوْ د نازل شوي ده
۳ـ انجيل:چې په حضرت عيسى نازل شوي دى
۴ـ قراّن كريم : چې په حضرت محمدنازل شوي دي
پـوښــتنه :صحيفې څومره دي او پركومو پيغمبرانو نازلي شوي دي ؟
ځـــواب :دصحيفو شميره معلومه نه ده، خو يوڅه صحيفې پر حضرت اّدم
اويوڅه پرحضرت شيث اويوڅه پر حضرت ابراهيم نازلي شويدي له دې پرته نورې صحيفې هم شته چې پرځينو نورو پيغمبرانوعليهم السلام نازلي شوي دي
دخداى تعالى پيغمبران عليهم السلام
پـوښــتنه :رسول چاته وايي ؟
ځـــواب :رسول انسان اودخداى تعالى بنده وي خداى تعالى خپلو بندګانو ته دحكمونو رسولوله پاره ټاكلي وي، هغوى رښتيا ويونكي وي درواغ هيڅ كله نه وايي، ګناه نه كوي، دخداى تعالى په امرسره معجزي ښكاروي، پيغامونه يې په پوره ډول مخلوق ته رسوي كموالي او زياتوالي پكې نه كوي اونه هم هيڅ يو پيغام پټوي
پـوښــتنه :دنبي معنا څه ده ؟
ځـــواب :دنبي معنا همداده چې هغه دخداى تعالى بنده اوانسان وي دالله تعالى حكمونه بندګانو ته رسوي رښتينى وي درواغ نه وايي، ګناه نه كوي، دخداى تعالى په حكمونوكې كموالى او زياتوالى نه كوي او نه هم هيڅ يو حكم پټوي
پـوښــتنه :دنبي اورسول تر منځ څه فرق شته ؟ اوكه دواړه يو شى دي ؟
ځـــواب :دنبي اورسول په منځ كې لږ فرق شته اوهغه داچې : رسول هغه پيغمبر ته وايي چې دخداى تعالى له لورې نوى شريعت اوكتاب وركړل شوي ويو، اونبي هرپيغمبرته وايي ، نوى شريعت اوكتاب وركړل شوي وي اوكه نه داسې چې دمخكني شريعت او كتاب تابع وي
پـوښــتنه :اّيا يو سړى په خپل كوښښ اوعبادت سره نبي كيدلي شي ؟
ځـــواب :نه ! بلكې هغه څوك نبي وي چې خداى تعالى يي نبي وګرځوي معنا داچې دنبي اورسول كیدل دانسان په كوښښ او ارادې پورې تړلي نه دي، بلكې دامرتبه دخداى تعالى له لوري وركول كيږي
پـوښــتنه :درسولانو اونبيانو شمير څومره څه دى ؟
ځـــواب :دنيا ته ډير رسولان اونبيان راغلي دي خو دهغوي پوره شميره يواځي خداى تعالى ته معلومه ده، خو مونږ اوتاسو بايد دا عقيده ولرو چې دخداى تعالى ټول رسولان هرڅومره چې وي برحق اوريښتيني دي.
پـوښــتنه : لومړنى پيغمبر څوك وْ ؟
ځـــواب :تر ټولولومړى پيغمبر حضرت اّدم دي
پـوښــتنه :تر ټولو وروستى پيغمبر څوك دي ؟
ځـــواب :ترټولو وروستى اواّخري پيغمبر حضرت محمد دي
پـوښــتنه :له حضرت محمد وروسته به بل پيغمبر راځي اوكه نه ؟
ځـــواب :نه! ځكه چې پيغمبري اونبوت پر حضرت محمد مصطفى پاى ته ورسيده له ده مبارك وروسته ترقيامته پوري هيڅ يو نبي نه
راځي، له ده مبارك وروسته چې څوك دپيغمبري دعوه كوي هغه درواغجن دى
پـوښــتنه :په رسولانو كې ترټولو غوره (افضل) رسول څوك دى ؟
ځـــواب :زمونږ پيغمبر حضرت محمد په ټولو نبيانو او رسولانو كې غوره او لوى دى ، دى كه څه هم دخداى تعالى بنده او اطاعت كونكى دى خو له دخداى تعالى وروسته په مخلوق كې ترهرچا دده مبارك مرتبه زياته ده

دقيامت بيان

پـوښــتنه :دقيامت ورځ كومې څه ته وايي ؟
ځـــواب :دقيامت هغې ورځي ته وايي په كومه كې به چې ټول انسانان او حيوانان مړه كيږي، اوټوله دنيا به له منځه ځي، غرونه به دپمبوو دګلانو په څېر په هوا كې والوزي ستوري به ټوټه ټوټه شي لاندې به راولوېږي، لنډه داچې هرشى به زره زره او له منځه ولاړشي
پـوښــتنه :ټول انسانان اوحيوانان به څرنګه مړه كيږي ؟
ځـــواب :حضرت اسرافيل u به شپيلۍ پوه كړي د شپيلۍ اّواز به يې دومره "ويروونكى" اوسخت وي چې له هيبت به يې ټول خلك مړه اوهر شى به زره زره او فنا شي
پـوښــتنه :قيامت به څه وخت وي ؟
ځـــواب :قيامت راتلونكى دىخو ټاكلى وخت يې له الله تعالى پرته هيچاته معلوم نه دى، هو ! دومره معلوم دي چې دجمعې په ورځ دمحرم په لسمه نيټه به وي اوزمونږ پيغمبرe ځينې نښانې يې ښودلې دي هغو ته كه وكتل شي معلوميږي داچې قيامت نږدې دى
پـوښــتنه :دقيامت نښانې كومې دي ؟
ځـــواب :پيغمبر فرمايلي دي چې
۱ـ كله چې په دنياكې ګناوې زياتې شي
۲ـ خلك دخپل مور او پلار نافرمانه شي اوپرهغوى سختي پيل كړي
۳ـ په امانت كې خيانت پيل شي
۴ـ سندرې غږول، رقص، اوسرود زيات شي
۵ـ وروستي خلك مخكنيو بزرګانو ته بد ويل پيل كړي
۶ـ بې علمه اوكم عمله خلك مشران شي
۷ـ شپانه اودټيټې درجې خلك لوړ لوړ عمارتونه جوړول پيل كړي
۸ـ ناپوه خلكو ته غټې چوكۍ په لاس ورشي، نو په دې پوه شه چې قيامت نزدې دى

دتقدير بيان

پـوښــتنه :تقدير څه ته وايي ؟
ځـــواب :دهرې خبرې او هرشي دښه اوبد اندازه چې له پخوانه دخداى تعالى په علم كې ټاكلې شوې اودهرشي له پيداكيدو دمخه خداى تعالى ته معلومه وي ، دالله تعالى همدې علم او اندازې ته تقديروايي ، هيڅ يوښه اوبد شى دالله تعالى له علم او اندازې څخه دباندې نه دى

لـه مـرګ وروستــه بيــا ژونـدي كیـدل

پـوښــتنه :له مرګه وروسته دبياژوندي كيدلو مطلب څه دى ؟
ځـــواب :كله چې دقيامت په ورځ ټول شيان له منځه ولاړ شي اسرافيل به دوهمه شپيلۍ پوه كړي چې په دې سره به بيرته ټول شيان او انسانان راژوندي شي ، د حشر په ميدان كې به ټول مخلوق دالله تعالى درانه حضورته وړاندې شي ، حساب به اخستل كيږي ، دښو اوبدو كارو بدله به وركول كيږي ، په كومه ورځ چې داكارونه ترسره كيږي هغې ورځې ته "يوم الحشر" (دجمع كيدو ورځ)، "يوم الجزا" او "يوم الدين" (بدلي وركولو ورځ)، او"يوم الحساب" (حساب ورځ) وايي
پـوښــتنه :په ايمان مفصل كې چې دكومو اوو (7) شيانو يادونه راغلې په هغو كې كه څوك يو يا دوه خبرې نه مني مسلمان بلل كيداى شي اوكه نه ؟
ځـــواب :نه ! هيڅكله نه ، كله چې يوڅوك دالله تعالى كتابونه، ملائكې، دقيامت ورځ، تقدير، اوله مرګه وروسته بياژوندي كيدل نه مني مسلمان كيدلاى نه شي
پـوښــتنه :حضرت پيغمبر داسلام بنياد پنځه شيان ښولي، په هغو كې خو دملائكو اودالله تعالى دكتابو ،دقيامت ، تقدير اونورو يادونه گ نه ده شوې ؟
ځـــواب :په هغو پنځو شيانو كې يوهم پرحضرت محمد باندې دايمان راوړل دي اوكله چې يوڅوك پرحضرت محمد باندې ايمان راوړي ، نوهغه به خامخا دده مبارك ټولې ښوولې خبرې مني ، اودالله تعالى كتاب كوم چې پيغمبر راوړى دى پرهغه به هم خامخا ايمان راوړي او ټولې هغه خبرې چې په ايمان مفصل كې يې يادونه راغلې دخداى تعالى له كتاب (قراّن كريم)اودپيغمبر له ويناوو ( احاديثو )څخه ثابتې شوې
پـوښــتنه :كه يوڅوك ددې ټولو خبرو په زړه سره يقين اوژبه سره اقرار وكړي ، خو لمونځ نه كوي او يازكات نه وركوي يا روژه نه نيسي، يا حج نه كوسي هغه مسلمان دى ؟
ځـــواب :هو ! مسلمان دى خو سخت ګناه ګار اودالله تعالى نه ياغي دى ، داسې مسلمان ته فاسق وايي ، دوى به لومړى دخپلو ګناوو په
سزا رسول كيږي بيا به خلاصون مومي

دوهــــمـــه څـــانــګه

دعـبــاداتـو ښـــوونـه
تعليم الاركان
داسلامي اعمـالو زده كړه

بســـــم الله الرحـــــمن الــــــرحــــيم

پـوښــتنه :اسلامي اعمال څه ته وايي ؟
ځـــواب :هغه پنځه شيان پركومو چې داسلام بنياد ولاړ دى چې لومړني ته يې ايمان وايي ، چې بيان يې تاسې داسلامي عقايدو ترعنوان لاندې په اوله څانګه كې لوستلى ، پاته څلور نور شيان (لمونځ، زكات، روژه او حج) دې واړو ته اسلامي اعمال وايي ، په همدې دويمه څانګه كې به لومړى تاسې دلمانځه بيان ولولىْ

لــمــونـــځ

پـوښــتنه :لمونځ څه ته وايي ؟
ځـــواب :لمونځ دالله تعالى دعبادت اوبندګۍ يوه غوره او جلا طريقه ده چې الله تعالى اودهغه رسول بندګانو ته ښولې
پـوښــتنه :له لمانځه مخكې دكومو شيانو كول ضروري دي ؟
ځـــواب :له لمانځه مخكې اووه (7) خبرې ضروري دي ، چې له هغو پرته لمونځ نه كيږي همدې خبرو ته دلمانځه شرطونه او فرايض
وايي
پـوښــتنه :هغه اوه (7)خبرې كومې دي چې له لمانځه نه يې مخ ته كول ضروري دي ؟
ځـــواب :اول :- دبدن پاكوالى، دوهم :- دجامو يا كاليو پاكوالى، دريم :- دلمانځه دځاىپاكوالى، څلورم :- دعورت پټول، پنځم:- دلمانځه دوخت پېژندل، شپږم:- قبلې ته مخ كول، اووم:- نيت كول

دلمانځه دلومړي شرط(پاكوالي) بيان

پـوښــتنه :دبدن پاكوالى څه ته وايي ؟
ځـــواب :دبدن پاكوالى دادى چې هيڅ ډول پلتي اونجاست پرې نه وي
پـوښــتنه :پلتي (نجاست) څو ډوله دى ؟
ځـــواب : دوه ډوله ده : يوه حقيقي اودوهمه حكمي
پـوښــتنه :حقيقي پلتي (نجاست) څه ته وايي ؟
ځـــواب :هغه ښكاره پلتي چې په سترګو ليدل كيږي حقيقي نجاست بلل كيږي لكه : وړې بولې (متيازې)، غټې بولې ، وينې ، او شراب
پـوښــتنه :حكمي نجاست څه ته وايي ؟
ځـــواب :هغه پلتي چې په سترګو نه لېدل كيږي خو د شريعت د حكم له مخې ثابته شوې وي حكمي نجاست بلل كيږي لكه : بې اودسي، جنابت
پـوښــتنه :دلمانځه لپاره له كوم ډول نجاست څخه دبدن پاكوالى ضروري دى ؟
ځـــواب :له دواړه ډوله نجاست څخه دبدن پاكوالى ضروري دى
پـوښــتنه :حكمي نجاست څو ډوله دى ؟
ځـــواب :دوه ډوله دى : لومړى كمكى حكمي نجاست چې حد ث اصغر ورته وايي ، دوهم غټ حكمي نجاست چې حد ث اكبر او جنابت يې بولي
پـوښــتنه :دكمكي حكمي نجاست څخه دبدن دپاكولو طريقه څه ډول ده ؟
ځـــواب :له كمكي حكمي نجاست څخه بدن په اوداسه سره پاكيږي


داوداسه بيان
پـوښــتنه :اودس څه ته وايي ؟
ځـــواب :كله چې سړى دلمانځه اراده وكړي ، نو په پاك لوښي كې دې پاكې اوبه را واخلي ، لومړى دې ترمړوندو پوري دواړه لاسونه ومينځي ، ورپسې دې درى وارې په خوله اوبه ورغړوي ، مسواك دې ووهي ، بيا دې درى ځله پوزې ته اوبه واچوي او په كيڼ لاس دې پاكه كړي بيابه درى وارې مخ ومينځي ، ورپسې دې درى واره دواړه لاسونه ترڅنګلوپورې ومينځي، بيا دې دسر او غوږو مسح وكړي ، بيابه دواړه پښې تر بيډيو ومينځي همدې ته اودس وايي چې دكولو طريقه يې تاسې د تعليم الاسلام په لومړى برخه كې لوستې ده
پـوښــتنه :اّيا په اوداسه كې داټولې خبرې ضروري دي ؟
ځـــواب :نه ! په اوداسه كې ځيني شيان ډيرضروري دي ، اوكه پريښودل شي اودس نه كيږي هغوته فرض وايي ،اوځينې خبرې بيا داسي دي چې په كولو سره يې ثواب زياتيږي ، او كه پاته شي څه زيان نه لري چې همدې ته مستحب وايي
پـوښــتنه :په اوداسه كې څو فرضونه دي ؟
ځـــواب :په اوداسه كې څلورفرضونه دي
۱ـ دمخ مينځل دسرد ويښتانو دشنه كیدو له ځايه نيولې دزنې ترلاندې برخې پورې ،د يوه غوږ له نرمۍڅخه نيولې دبل غوږ ترنرمۍ پورې دي
۲ـ ترڅنګلو ورې دواړه لاسه (لومړى ښى اوبيا چپ) پرمينځل
۳ـ دسر دڅلورمې برخې مسح كول
۴ـ ددواړو پښومينځل ترښنګرو(بیډيوپورې)ـ
پـوښــتنه :په اوداسه كې څو شيان سنت دي ؟
ځـــواب :په اوداسه كې ديارلس (13) شيان سنت دي
۱ـ داوداسه نيت
۲ـ بسم الله الرحمن الرحيم ويل
۳ـ اول ترمړوندو دواړه لاسه مينځل
۴ـ مسواك وهل
۵ـ خوله مينځل
۶ـ درى وراه په كيڼ لاس پوزې ته اوبه اچول
۷ـ دږيرې خلالول
۸ـ دلاسو اوپښو د ګوتو خلالول
۹ـ هراندام (غړى)درى وراه مينځل
۱۰ـ دټول سر مسح، يعني لوند لاس پرسرتيرول
۱۱ـ ددواړو غوږو مسح كول
۱۲ـ په ترتيب سره داندامونومينځل
۱۳ـ پيوسته اودس كول داسي چې يواندام لا وچ شوى نه وي سمدستي بل اندام پرېمنځل شي
پـوښــتنه :په اوداسه كې څوشيان مستحب دي ؟
ځـــواب :په اوداسه كې پنځه (5)شيان مستحب دي
۱ـ له ښي اندام نه شروع كول ، چې ځينې علمايې په سنتو كې شماري
۲ـ ورمیږ(غاړه) مسح كول
۳ـ دبل چاله كومك پرته اودس كول
۴ـ قبلې ته مخامخ كښيناستل
۵ـ پرپاك او لوړ ځاى باندې اودس كول
پـوښــتنه :په اوداسه كې څو شيان مكروه دي ؟
ځـــواب :په اوداسه كې څلور (4) شيان مكروه دي
۱ـ پرناولي ځاى اودس كول
۲ـ په ښي لاس دپوزې پاكول
۳ـ په اوداسه كې دنيايي خبرې كول
۴ـ دسنت پرطرېقې خلاف اودس كول
پـوښــتنه :اودس په څو شيانو سره ماتيږي ؟
ځـــواب :په اتو (8) شيانو سره اودس ماتيږي چې داوداسه نواقض يعني ماتوونكي ورته وايي
۱ـ غټې او وړې بولې كول، يا دهمدې دوو شرمځايونو څخه ديوبل شي وتل
۲ـ باد پريكیدل (دشاڅخه هوا وتل)ـ
۳ـ دبدن ديو ځايه څخه دوينې او نوونو بهیدل
۴ـ په ډكه خوله قى (كانګې)كول
۵ـ په پروتي اويا ډډه وهلو سره ويدېدل
۶ـ دناروغۍ او يا بلې وجې څخه بې هوښه كیدل
۷ـ ليونتوب
۸ـ په لمانځه كې په زوره خندل

دغسـل بـيــان
پـوښــتنه :دغټ حكمي نجاست ( حد ث اكبراوجنابت) څخه دبدن پاكولو طريقه څه ډول ده ؟
ځـــواب :بدن دحدث اكبر يا جنابت څگخه په غسل پاكيږي
پـوښــتنه : غسل څه ته وايي ؟
ځـــواب :ټول بدن مينځلوته وايي ، چې په شريعت كې جلا طريقه لري
پـوښــتنه :دغسل شرعي طريقه څه ډول ده ؟
ځـــواب :دغسل كولو طريقه داده چې : اول دواړه لاسونه ترمړوندو پورې پريمينځي بيا استنجا وكړي ، اوله بدن څخه حقيقي نجاست لري كړي ، اودس وكړي بيا پربدن اوبه واچوي ، په لاس يې وموښي ، اوبيا پرې درى واره اوبه تيرې كړي، خوله كنګال اوپوزې ته به هم اوبه اچوي
پـوښــتنه : په غسل كې څو فرضونه دي ؟
ځـــواب : درى (3)فرضونه دي
۱ـ خوله منيځل
۲ـ دپوزې مينځل
۳ـ ټول بدن مينځل
پـوښــتنه : په غسل كې څو سنتونه دي ؟
ځـــواب : پنځه (5) ستونه دى
۱ـ ترمړوندو پورې دواړه لاسه مينځل
۲ـ استنجا كول، اودبدن پركوم ځاى چې نجاست وي ، هغه لري كول
۳ـ دپليتۍ دلرې كولوپه نيت غسل كول
۴ـ لومړى اودس كول
۵ـ درى واره پرټول بدن اوبه تيرول

پرموزو دمسح كولو بيان
پـوښــتنه : مسح په كوم ډول موزو رواده ؟
ځـــواب :په درى ډوله موزو مسح كول رواده
اول : دڅرمنې موزې چې تربيډيو پورې پښې پكې پټې وي
دويم: هغه وړينې موزې چې دچرم تلى ولري
دريم: هغه وړينې اوتارلرونكې موزې چې دومره پنډې او سختې وي چې په پښو شي په درى اويا څلور ميله تګ څيري نه شي
پـوښــتنه : مسح پرموزو كله رواده ؟
ځـــواب :كله چې اودس وكړې يا پښې ومينځې او موزې په پښوكړې ، اويادې د اوداسه دماتيدو په وخت كې په پښووې
پـوښــتنه : موزې چې په پښوشي ترڅو ورځو پرې مسح كيږي ؟
ځـــواب :كه چيرې سړى په خپل كور اويا استوګنځي كې وي ، نو پوره يوه ورځ اويوه شپه پرې مسح كولاى شي اوكه په سفروي نو درۍ ورځې اودرۍ شپې يې كولاى شي
پـوښــتنه : پرموزو مسح څه ډول كيږي ؟
ځـــواب :په پورته مخ باندې يې كول پكاردي دتلى اويا پوندې په لوري باندې مسح نه كيږي
پـوښــتنه :په اوداسه اوغسل دواړو كې پرموزو مسح كيږي ؟
ځـــواب :په اوداسه كې په موزو مسح كيږي اوپه غسل كې نه كيږي
پـوښــتنه : مسح بايدڅه ډول وشي ؟
ځـــواب :دلاسو ګوتې په اوبو لندې كړه ،دلاس درۍ ګوتې دې د پښو پرګوتو كښيږده پورته خواته يې راكش كړه، دلاسو ګوتې پرموزو پوره كښگيږده يواځې دګوتو سرونه ايښودل كافي نه دي
پـوښــتنه : په څيرې شوې موزه باندې مسح كيږي اوكه نه ؟
ځـــواب :كه موزه دومره څيري وي چې دپښو د دريو كوچنيو ګوتو په انداه ترينه پښه ښكاره شي ، اويا دتګ په وخت كې خلاصيږي پدغسې موزه مسح نه كيږي، اوكه له دې كمه څيرې وه بيا مسح پرې كيږي

پـرپټـۍ (جبـیره)دمسـح بيــان
پـوښــتنه : جبيره (پټۍ) څه ته وايي ؟
ځـــواب :جبيره هغه دړي ته وايي چې دمات شوي هډوكي د كوشيرولولپاره تړل كيږي خودلته له جبيرې څخه دړه ،دزخم پټۍ ياد مرهمو پټگۍ اوداسي نورې هرډول چې وي هغه ټولې مراد دي
پـوښــتنه : پر پټۍ باندې څه وخت مسح كيږي ؟
ځـــواب :كه چيرته د پټۍ خلاصول اويا يې لري كول نقصان ولري اويا په تكليف سره لري كيږي نو پرهغه دړه او ياپټۍ باندې مسح رواده
پـوښــتنه : دپټۍ پركومه برخه باندې مسح كيږي ؟
ځـــواب :پرټوله پټۍ مسح كول پكاردي،كه لاندې يې زخم وي اوكه نه وي
پـوښــتنه : كه چيرته د پټۍ خلاصول نقصان اوتكليف نه رسوي ، نو بيايې حكم څه دى ؟
ځـــواب :كه چيرې په اوبو سره دزخم مينځل زخم ته ضرر ونه لري نومينځل يې ضروري دى ، اوكه مينځل ورته نقصان رسوي او مسح يې نه رسوي نو بيا پرزخم مسح كول واجب دى، اوكه چېرته مسح هم زخم ته زيان رسوي نو بيا هغه وخت يواځې پرپټۍ باندې مسح كول روادي

دحقيقي نجاست بيان
پـوښــتنه : حقيقي نجاست څو ډوله دى ؟
ځـــواب : دوه ډوله دى
لومړى : غليظه نجاست – دوهم : خفيفه نجاست
پـوښــتنه : غليظه نجاست او خفيفه نجاست څه ته وايي ؟
ځـــواب :كومه پليتي چې سخته وي هغه ته غليظه نجاست وايي اوكومه چې سپكه وي هغه ته خفيفه نجاست وايي
پـوښــتنه :غليظه نجاست كوم شيان دي ؟
ځـــواب :دانسان وړې او غټې متيازې دحيواناتو ګندګي: اودهغو حيواناتو متيازې چې غوښه يې حرامه وي ، دانسان اوحيوان بهينده وينه، شراب اودچرګانو اوهيليو ګندګي داټول غليظه نجاستونه دي
پـوښــتنه : خفيفه نجاست كوم شيان دي ؟
ځـــواب : دهغو حيواناتو متيازې چې غوښه يې خوړل كيږي اودحرامو مرغانو ګڼدګي هم خفيفه نجاست دى
پـوښــتنه :غليظه نجاست څومره اندازه بښل كيږي ؟
ځـــواب :كه غليظه نجاست كلك جسم ولري لكه : غټې متيازې نو هغه د درۍ نيمو ماشو دوزن په اندازه بښل كيږي اوكه نرى وي لكه : شراب، وړې متيازې نو هغه دانګريزي يوې روپۍ په قدر بښل كيږي د بښلو مطلب دادى چې كه له دومره اندازه نجاست سره چې پربدن يا كالو باندې لګيدلې وي لمونځ وشي نو لمونځ يې له غاړې ساقط شو ، خو مكروه به وي اوكه چيرته همدومره نجاست ته يې پام وي چې لګيدلى دى نو بيا يې لمونځ ورسره نه كيږي
پـوښــتنه خفيفه نجاست څومره اندازه بښل كيږي ؟
ځـــواب :كه دجامې اوياهم د اندام دڅگلورمې برخې له اندازې نه لږ كمه پرې پليته شوې وي بښل كيږي اوكه نه نه بښل كيږي
پـوښــتنه :دحقيقي نجاست څخه جامه يابدن څه ډول پاكيدلى شي ؟
ځـــواب :حقيقي نجاست كه غليظه او يا خفيفه وي په جامه اوكه په بدن وي درى واري په اوبو مينځلوسره پاكيږي خو دجامې درى واره نښتيځل هم ضروري دي
پـوښــتنه :له اوبو څخه پرته په بل شي سره پاكيدلى شي اوكه نه ؟
ځـــواب :هو! كوم شى چې نرى اوبهيدوكى وي لكه سركه، يادهندوانې اوبه ، په هغو سره هم حقيقي نجاست پاكيږي

داســتنـجا بيـان
پـوښــتنه :استنجا څه ته وايي ؟
ځـــواب :دغټو يا وړو متيازو له كولو وروسته كومه پليتي چې په شرمګاه لګيدلې وي دهغې پاكولوته استنجاء وايي
پـوښــتنه :له متيازو وروسته داستنجا كولوطريقه څه ډول وي ؟
ځـــواب :له متيازو وروسته په پاكه لوټه سره شرمگګاه وچول اوبيا وروسته يې په اوبو سره مينځل پكار دى
پـوښــتنه :دمتيازو له كولو وروسته داستنجا طريقه څه ډول ده ؟
ځـــواب :دمتيازوله كولو وروسته شرمګاه بايد دخاورو په درى يا پنځو لوټو سره پاكه اوصافه كړىْ اوبيايې په اوبو سره ومينځي
پـوښــتنه :داستنجا حكم څه دى ؟
ځـــواب :كه چيرته غټې يا وړې بولې له خپل ځاى هاخوا او دې خوا تللې نه وي نو استنجا كول مستحب دي اوكه چيرته نجاست يوې خوا بلې خواته تللى وي ، خو دشرعي روپۍ په اندازه ياله هغه څخه كمه وي بيا استنجا كول سنت دي ،اوكه چيرته پليتي له يوه درهم څخه زيات خوره شوي وي نو بيا فرض دي
پـوښــتنه :په كومو شيانو سره استنجا كول پكاردي ؟
ځـــواب :دخاورو په پاكو لوټو او ياكاڼو (تيږو) سره
پـوښــتنه :په كومو شيانو استنجا مكروه ده ؟
ځـــواب :په هډوكى، ليدان، خوشايي اودخوراك په شيانو ،په جامو اوكاغذسره استنجا كول مكروه دي
پـوښــتنه :په كوم لاس سره استنجا كول په كارده ؟
ځـــواب :په چپه لاس يې كول په كاردي په ښي لاس سره استنجا كول مكروه دي

داوبــو بيــان
پـوښــتنه :په كومو اوبو اودس رواد ى ؟
ځـــواب :دباران، چينې ، څاه، ويالې، درياب او ويلي شوې واوررې
يا دږلۍ په اوبو ، دغټ تالاب يالوى حوض په اوبو په دې واړو اودس اوغسل دواړه روادي
پـوښــتنه :په كومو اوبو اودس نه كيږي ؟
ځـــواب :په لاندې اوبو سره اودس نه كيږي :دمېوې او ونو په نښتيځل شويواوبو ، ښورا، هغه اوبه چې رڼك او خونديې ديو پاك شى د يوځاى كيدو له امله بدل او ټينګې شوي وي دغه څېرهغه اوبه چې كمې وي او پليت شى پكې لويدلى وي ، او يا حيوان پكې مردار شوى وي ، اوهغه اوبه چې اودس ياغسل پرې وشي ، اويادپليتي اثر پرې غالب وي ، دحرامو حيواناتو څخه پاتي اوبه ، د سونف، ګلاب او يا نورو درملو نه ايستل شوې خوله
پـوښــتنه :په كومو اوبو چې اودس اويا غسل شوى وي هغو ته څه وايي ؟
ځـــواب :داسې او بو ته مستعملې اوبه وايي چې په خپله پاكې دي خو اودس او غسل كول پرې نه كيږي
پـوښــتنه :دكومو حيواناتو نه پاته اوبه پليتي وي ؟
ځـــواب :دسپي، خنزيراو ښكاري چارپاى نه پاتي اوبه پليتي دي همدا راز دپشي چې موږك اويا بل حيوان يې په هغه ساعت خوړلى وي كه اوبه وڅښي نو پاته اوبه يې پاتې شوني (پس خورده) او پاكې نه دي
پـوښــتنه :دكومو حيواناتو پاته شوني اوبه مكروه دى ؟
ځـــواب : دپشۍ نه پاتې اوبه په دې شرط چې سمدستي يې موږ ك خوړلى نه وي ، موږ ك ، شرموښكۍ ، كوڅه ګښتې چرګې، نجاست خوړونكې غوا، مېښې، كارغه، څرخك، شاهين، اوهمداڅيردنورو ټولو حرامو حيواناتو پاته شونې (پسخورده) مكروه ده
پـوښــتنه :دكومو حيواناتونه پاته اوبه پاكې وي ؟
ځـــواب :دانسان، اوحلالو حيواناتو پاته اوبه پاكې دي ، لكه : غوا، غوايى، وزه، كوتره، زركه، اّس
پـوښــتنه :دنجاست په لويدلو سره كومې اوپه پليتيږي ؟
ځـــواب :له دوه ډوله اوبو پرته نورې ټولې اوبه مرداريږي او هغه دوه ډوله اوبه دادي
اول : دويالې اودرياب روانې اوبه
دويم : ډيرې ولاړې اوبه ، لكه : دغټ تالاب يا لوى حوض اوبه .
پـوښــتنه :دډيرو ولاړو اوبو اندازه څومره ده ؟
ځـــواب :كومې ولاړې اوبه چې په نمبري ګز سره پنځه نيم ګزه اوږدوالى او پنځه نيم ګزه پلنوالى ولري هغه ډيرې اوبه بللى شي ، كوم حوض ياتالاب چې همدومره اندازه غټ وي ، غټ حوض اوغټ تالاب بلل كيږي
پـوښــتنه :لږاوبه دپليتي له ورلوېگدلو پرته په بل كوم شي مرداريږي
ځـــواب :كه په اوبو كې داسي حيوان ولويږي اومړ شي چې بهيدونكې وينه ولري نو اوبه مرداريږي لكه : چرګه، كوتره، پشي، موږك
پـوښــتنه :دلوى تالاب ياحوض اوبه څه وخت مرداريږي ؟
ځـــواب :كله چې په اوبو كې دنجاست خوند، رنګ، او يا بوى ښكاره شي
پـوښــتنه :هغه كوم حيوانات دي چې په اوبو كې مړه هم شي اوبه نه مرداريږي
ځـــواب :كوم حيوانات چې په اوبو كې پيداكيږي او هلته اوسيږي لكه : ماهى، چونګښه. اودغه څېر هغه حيوانات چې بهيدونكي وينه نه لري لكه : مچ، مياشى، كرړى ، شرموښكۍ ، ميږتون، په اوبوكې ددې شيانو په مرګ سره اوبه نه مرداريږي

دڅـاه بيـان

پـوښــتنه :په كومو شيانو سره څاه مرداريږي ؟
ځـــواب :كله چې څاه ته غټ اويا سپك نجاست ورسيږي اويا يو داسې حيوان چې بهيدونكي وينه ولري څاه ته ورولويږي او پكې مړشي چې بهيدونكې وينه ولري نو څاه مرداريږي
پـوښــتنه :كه چيرته څاه ته يو حيوان ولويږي ، او ژوندىبيرته راوخيږي نو دڅاه اوبه به پاكې وي كه ناپاكې ؟
ځـــواب :كه يوداسې حيوان وي چې پاتې شونې يې پاكه وي او پربدن يې نجاست هم نه وي كه په څاه كې ولويږي او ژوندى راوخيژي نو ترڅو پورې چې يې هلته د دوړو اوغټو بولو په كولو يقين نه وي راغلى څاه به پاكه وي
پـوښــتنه :څاه چې پليته شي دپاكيدلو طريقه يې څه ډول ده ؟
ځـــواب :دڅاه دپاكيدو پنځه طريقې دي
۱ـ كله چې څاه ته پليتي ولويږي نو دټولو اوبو په راكښلو سره هغه پاكيږي
۲ـ كله چې څاه ته انسان يا خنزير يا سپى يا اوزه يادوه پشيانې او ياد دوى په اندازه له دوى څخه لوى يو بل حيوان ورولويږي او پكې مړشي نو دڅاه ټولې اوبه راايستل په كارد ي
۳ـ كله چې څاته داسي حيوان ورو لويږي چې بهينده وينه ولري او وپړسيږي او يا وشړيږي نو بيا به دڅاه ټولې اوبه راويستل كيږي كه حيوان غټ اوياهم وړوكى وي
۴ـ كله چې كوتره يا چرګه يا پشى يا هم دومره بل لوى حيوان ورو لويږي او هلته مړ شي خو ونه پړسيږي نو څلويښت بوكې (ستله) اوبه راكښل په كاردي
۵ـ كه چيرې موږك يا مرغۍ اوياهم همدومره لوى يو بل حيوان څاه ته ولويږي اوهلته مړشي نو بيا به شل بوكې اوبه راكاږي ، دشلو پرځاى ديرش اودڅلويښتو په ځاى شپيته بوكې راكښل مستحب دي
پـوښــتنه :كه مړ حيوان څاه ته ولوريږي نوبيا يې حكم څه دى ؟
ځـــواب :دمړه حيوان دورلويدو حكم هم هغه دى كوم چې څاه ته دژوندي حيوان دورلويدو او مړكيدو په هكله بيان شو مثلاً : كه مړه اوزه ور ولويږي ، نو ټولې اوبه به راكاږي اوكه مړه پشي ورو لويږي نوڅلويښت يا شپيته ، اوكه مړ موږ ك ورولويږي نوشل يا ديرش بوكې به راكاږي
پـوښــتنه :كه پړسيدلى اويا شړيدلى حيوان څاه ته ورو لويږي نو حكم يې څه دى ؟
ځـــواب :ټولې اوبه به راكاږي چې څاه ته ژوندى حيوان ور ولويدلى او پړسيدلى وي
پـوښــتنه :كه له څاه څخه مړ حيوان راوخيژي ، اودامعلومه نه وي چې كله ور لويدلى وْ نو حكم يې څه دى ؟
ځـــواب :كوم وخت چې وليدل شي له همغه وخت څخه څاه ناپاكه ګڼل كيږي
پـوښــتنه :له بوكې يا ستل څخه مرادڅومره غټه بوكه ده ؟
ځـــواب :په څاه چې كومه بوكه وي همغه اعتبار لري
پـوښــتنه :دڅومره بوكو راويستل چې ضروري وبلل شي نو په يو وار به يې راكاږي اوكه په څو وارو يې هم راويستل روادي ؟
ځـــواب :په ډيرو وارو سره يې هم راكښل روادي مثلاً : كه شپيته بوكې راويستل كيږي نو شل سهار شل غرمه اوشل ماسپښين راوباسي نو داهم روادى
پـوښــتنه :په كومه بوكه او رسۍ چې دمردارې څاه اوبه راويستل كيږي هغه به پاك وي اوكه نه ؟
ځـــواب : كله چې دومره اوبه راويستل شي دڅومره اوبو راويستل چې ضروري وي نو په دې سره بوكه او رسۍ دواړه په خپله پاكيږي پكې

دوهــــمـــه څـــانــګه
تـعلـيـم الاركان
داسـلامي اعمالو زده كړه
بســـــم الله الرحـــــمن الــــــرحــــيم

داوداسه پاته مسئلې
پـوښــتـنـه : بې اودسه لمونځ كول څرنګه دي ؟
ځـــــواب : سخته ګناه ده ! ځينو علماوو خولا دا سي چاته چې په لوى لاس بې اودسه لمونځ كوي كافر ويلى
پـوښــتـنـه : ددې خبرې دليل څه دى چې اودس دلمانځه لپاره شرط دى ؟
ځـــــواب : دقراّن كريم لاندې اّيت يې دليل دى




اى دايمان خاوندانو ! كله چې تاسو د لمانځه اراده وكړىْ نو لومړى خپل مخونه اولاسونه ترڅنګلو پورې ومينځىْ ، اوپرخپلو سرو مسح وكړىْ اوتر بيډيو (بجلكو) پورې پښې ومينځىْ
اورسول الله فرمايي
" مفتاح الصّلاۍ الطّهور" [ترمـذي] ، دلمانځه كيلي (ياشرط) پاكوالى دى
داوداسه دفرضونو پاته مسئلې
پـوښــتـنـه :اندامونه بايد څومره ومينځل شي ؟
ځـــــواب : اوبه پراندام بايد دومره واچول شي چې پرې وبهيږي ، يو يا دوه څاڅكې ترينه هم وڅڅيږي ، همدا دمينځلو كمه اندازه ده ، له دې څخه كمې اندازې ته مينځل نه ويل كيږي داسي چې يو څو ك لاس لوند كړي اوپرمخ يې تير كړي اويا دومره لږ اوبه پرمخ توى كړي چې يواځي يې پرمخ وبهيږي او ونه څڅيږي، نودې ته دمخ مينځل نه شي ويل كيدلاى اونه يې هم اودس كيږي
پـوښــتـنـه : دكومو اندامونو مينځل چې فرض دي ، پرڅو ځله مينځلو سره يې فرض ادكيږي ؟
ځـــــواب : يوځل مينځل يې فرض دي، درې وارې مينځل يې سنت دي اوله درى وارو څخه زيات مينځل يې ناروا او مكروه دي
پـوښــتـنـه : دمخ مينځل دكوم ځاى څخه تركوم ځاى پوري فرض دي ؟
ځـــــواب :دتندي د ويښتانودشنه كيدو له ځايه نيولې دږيرې دشنه كيدوترځايه پورې ، او ديوه غوږ له نرمۍ نه دبل غوږ ترمۍ تر نرمۍ پورې دټول مخ مينځل فرض دي
پـوښــتـنـه : دكومو اندامو مينځل چې فرض دي ، په هغو كې كه چيرې لږ ځاى وچ پاتي شي نو اودس يې كيږ ي اوكه نه ؟
ځـــــواب : نه !كه ديوه وېښته په اندازه هم وچ ځاى پاتي شي اودس نه كيږي
پـوښــتـنـه : كه ديو سړي شپږ ګوتې وي نو دشپږمې ګوتې مينځل پرې فرض دي اوكه نه ؟
ځـــــواب : هو ! فرض دي ، همداراز دهرداسې نوي زيات شوي غړي مينځل هم فرض دي كوم چې دبدن په داسې ځاى كې پيدا شوى وي چې مينځل يې فرض وي
پـوښــتـنـه : مسح څه ته وايي ؟
ځـــــواب : لاس په اوبولندول اوبيا پريواندام تيرول مسح بلل كيږي
پـوښــتـنـه : دسر دمسحې لپاره تازه اوبه اخيستل ضروري دي اوكه په لاس باندې پاته لندوالى يې هم بس دى ؟
ځـــــواب : نوې اوبه اخيستل غوره دي ، خو كه چيرته د لاس مينځلو نه پاته لندوالي باندې مسح وكړي هغه هم كافي ده ، خو ياد مو وي ! چې كله په لوند لاس باندې يوځل مسح وشي بيا پرې بل ځاى نه مسح كيږي، همداراز داهم روا نه ده چې لاس لوند نه وي اوپه بل لانده اندام باندې لوند ، اوبيا پرې مسح وشي
پـوښــتـنـه :كه چيرته پرلوڅ سرباندې دباران څاڅكي لوېدلي وي او وچ لاس پرې دمسح په نيت تير شي چې ورسره دباران څاڅكي پرسر خواره شي نودامسح كيږي اوكه نه ؟
ځـــــواب : كيږي
پـوښــتـنـه : په اوداسه كې دسترګو دننه برخې مينځل فرض دي اوكه نه ؟
ځـــــواب :دسترګو دننه برخې اوهمداڅېر دپوزې اوخولې دننه برخې مينځل فرض نه دي
پـوښــتـنـه : داودس له كولو وروسته كه څوك سر وخريې ، يا نوكان پرې كړي نو دسردوهم وارمسح ، يا دنوكانو مينځل ضروري دي
ځـــــواب : نـــــــه
پـوښــتـنـه : كه چيرته د چا لاس له څنګل نه لاندې پرې شوى وي نود هغه لاس مينځل ضروري دي اوكه نه ؟
ځـــــواب : هو ! څنګل او دهغه لاندې دلاس څومره برخه چې پاته وي ميځل يې سره له ټولې څنګل فرض دي

د اوداسـه د سنتـو نو پا تـه مسئـلې
پـوښــتـنـه : كه په اوداسه كې نيت ونه شي اودس كيږي اوكه نه ؟
ځـــــواب : كه چيرته په اوداسه كې نيت ونه شي داسې چې : په درياب كې ولويږي، يا باران ته ودريږي او داوداسه پرټولو اندامو يې اوبه تيرې شي نو اودس يې كيږي ، معنا داچې په دې اودس سره لمونځ كول روادي ، خو داوداسه ثواب نه وركول كيږي
پـوښــتـنـه : داوداسه نيت څه ډول كيږي ؟
ځـــــواب : دنيت معنا ده: اراده كول ، كله چې څوك اودس كوي نو دا اراده دې وكړي چې دناولتيا دليري كولو، پاكي دحاصلولو اولمانځه دروا كيدلو لپاره اودس كوم ، بس همدغه اراده او فكر داوداسه نيت دى
پـوښــتـنـه : نيت په ژبه ويل ضرور دي اوكه نه ؟
ځـــــواب : په ژبه سره يې ويل ضروري نه دي ، هو ! كه څوك يې ووايي هيڅ پروا نه لري
پـوښــتـنـه : ديو اوداسه دپاسه دبل نوى اوداسه نيت څه ډول كيږي ؟
ځـــــواب : يواځې دانيت دې وكړي چې ديوه اوداسه دپاسه بل اودس دفضيلت اوثواب دلاسته راوړلو لپاره كوم
پـوښــتـنـه : په اوداسه كې پوره بسم الله ويل پكاردي اوكه نه ؟
ځـــــواب : بسم الله پوره ويل يا " بسم الله العلىّ العظيم على دين الږسلام " يا " بسم الله والحمد لله " درى واړه ويل روا دي
پـوښــتـنـه : مسواك وهل څنګه دي او طريقه يې څه ډول ده ؟
ځـــــواب : مسواك وهل سنت موْ كد دي ، ډير ثواب او زياتې ګټې لري . مسواك ديوې ترخې ونې يا لرګي نه جوړيږي لكه : د"پيلو" ريښه يا د"نيم لكړې" ونې لرګۍ چې له لوېشتې اوږد پكارنه دى ، لومړى دې مينځي بيادې وهي او مينځلى دې بېرته ږدي ، اول دې دښي لورې بيادې دچپ لورې غاښونه مسواك كړي ، مسواك بايددرى وارې ووهل شي اوهر وارته نوې اوبه رااخيستل پكاردي
پـوښــتـنـه : غړغړه څرنګه ده ؟
ځـــــواب : په اوداسه اوغسل دواړوكې غړغړه كول سنت دي ، خودروژې په حالت كې يې كول په كار نه دي ، په ښي لاس يې كول ضروري دي
پـوښــتـنـه : دپوزې دمينځلو طريقه څه ډول ده ؟
ځـــــواب : په ښي لاس پزې ته اوبه واچوه اودسا په وسيله يې پورته كش كړه خو دومره نه، چې دماغ ته ورسيږي ، روژه نيونكي ته په كاردي چې يواځي په لاس سره پزې ته اوبه واچوي او پورته يې كش نه كړي ، خولې اوپوزې دواړوته اوبه اچول سنت موْ كددي
پـوښــتـنـه : دږيرې دكومې برخې خلالول سنت دي ؟
ځـــــواب : دږيرې دلاندې اودننه ويښتانو خلالول سنت دي، كوم ويښتان چې دباندې لورته دمخ له پوستكې سره نښتي وي دهغو مينځل فرض دي
پـوښــتـنـه : دګوتوخلالول څه ډول پكاردي ؟
ځـــــواب : دلاس دګوتو خلالول داسي دي چې ديوه لاس ګوتې دې دبل لاس په ګوتو كې ننباسي او ودې ښوروي، دپښو دګوتو خلال دې دچپه لاس په خچڼې ګوته سره وكړي دښۍ پښې دخچڼې ګوتې څخه دې پيل اودچپه پښې پرخچڼې ګوته دې پاىته ورسوي
پـوښــتـنـه : ټول سر با يد څه ډول مسح شي ؟
ځـــــواب : له مسح نه مخكې دواړه لاسونه په اوبو لانده كړه، ورغوى له ګوتو سره يوځاى دسر پر دواړو طرفونو باندې دتندي دويښتانو له بېخه ترڅټه پورې كش كړه اوبيايې بيرته راو له، او پام دې وي چې دټول سرپرشاوخوا تير شي
پـوښــتـنـه : دغوږونو دمسح لپاره نوې اوبه اخيستل پكاردي اوكه نه؟
ځـــــواب : نه ! دسرد مسح لپاره دې چې كومې اوبه رااخيستې وي هغه بس دي ، دغوږونو د دننه برخې مسح د شهادت په ګوته سره پكارده ، اودباندې برخې مسح په بټو ګوتو سره پكارده

داوداسسه د مستـحبـا تـو پـا تـه مسئـلې
پـوښــتـنـه : په اوداسه كې له ښي لورې څخه شروع كول سنت دي كه مستحب ؟
ځـــــواب : ځينو علماوو سنت اوځينو بيا مستحب بللى دي
پـوښــتـنـه : دغاړي (ورمیږ)دمسح كولو طريقه څه ډول ده ؟
ځـــــواب : دواړه خپړې دشاله خوامخې ته پرورمېږ راكاږل كيږي ، دستوني مسح كول بدعت دى
پـوښــتـنـه : په اوداسه كې نور اّداب كوم دي ؟
ځـــــواب : داوداسه اّداب ډير دي ، لكه داچې :
۱ـ دخچڼو ګوتو سرونه لندول ، اوبيايې په غوږو ننوېستل
۲ـ دلمانځه له وخت مخكې اودس كول
۳ـ د اندامود مينځلو په وخت كې يې په لاس سره موښل
۴ـ ګوتمۍ (يا ګوتې)ښورول
۵ـ دنيايي خبرې نه كول
۶ـ مخ ته په زوره سره اوبه نه اچول
۷ـ ډيري اوبه نه تويول
۸ـ دهراندام دمينځلو په وخت كې بسم الله ويل
۹ـ له اوداسه وروسته درود شريف ويل
۱۰ـ د اوداسه له بشپړېدو وروسته د شهادت دكلمې اوددې دعا لوستل په كاردي :" الّلهم اجعلني من التّوابين و اجعلني من المتطهرين

يا الله ! ما له توبه كوونكو اوپاكانو ځنې وګرځوه
۱۱ـ له اوداسه نه پاته اوبه په ولاړه څښل
۱۲ـ له اوداسه وروسته دوه ركعته د "تحيۍ الوضوء" نفلي لمونځ كول


داوداسـه مـاتـوونـكـو شيانوپاته مسئـلې
پـوښــتـنـه : له بدنه په څومره اندازه پليتي وتلو اوبهېدلو سره اودس ماتيږي ؟
ځـــــواب : (له متيازو پرته) هره پليتي چې له بدن څخه ووزي اودداسې ځاى په لور وبهيږي چې مينځل يې په اوداسه كې فرض وي اودس پرې ماتيږي كه څه هم لږ وبهيږي
پـوښــتـنـه : سترګه چې كله وينې شي اودننه لور ته وبهيږي ،او وينه يې دباندې را ونه وزي اودس پرې ماتيږي اوكه نه ؟
ځـــــواب :نه ماتيږي ! ځكه دسترګې دننه برخې مينځل نه په اوداسه ، اونه هم په غسل كې فرض دي
پـوښــتـنـه : كه چيرته په زخم باندې وينه له ښكاره كېدو وروسته ، ګوته يا ټوكر سره وچه كړاى شي بيا راښكاره او وچه كړاى شي تردې چې څو وراه داسي وشي اّيا په دې سره اودس ماتيږي اوكه نه؟
ځـــــواب : بايد دې ته پام و شي چې كه چيرته وچه كړاى شوې نه واى نو ايابهیده به او كه نه ؟ كه چيرې دومره وه چې پرېښودل شوې واى نوبهیده به ، نو بيا اودس ماتيږي اوكه دومره نه وه نو اودس نه ماتيږي
پـوښــتـنـه : له قي سره چې څه شى ووزي اودس ماتوي ؟
ځـــــواب :كه زيړه وينه ، خواړه ،اوپه ډكه خوله قى و كړاى شي اودس ماتوي اوكه چيرې يواځې بلغم وي اودس بيا نه ماتيږي
پـوښــتـنـه : كه څوك لږ لږقى څو واره وكړي اودس ماتيږي اوكه نه ؟
ځـــــواب : كه چيرې په يوه وار زړه ډكيدو سره څو واره قى وكړي او ټول دومره وْ چې يوځاى شي ډكه خوله ترې جوړيده نو اودس ماتيږي هو! كه چيرې په يو وار زړه ډكېدوسره يې لږ قى وكړ اوبيايې دزړه ډكوالى لرې شو دوهم وار يې بيا زړه ډك شواو لږ قى يې نور وكړ نو د دواړو وارو قيونه (كانګې) نه يوځاى كيږي او نه هم اودس پرې ماتيږي
پـوښــتـنـه : كه پربدن دانه راختلې وي او دوينې يازوې داغ يې پر كالو ولګيږي نوداكالى به پاك وي اوكه ناپاك ؟
ځـــــواب : كه چيرته وينه يازوې د بهېدو وړ نه وي بلكې كالي له هغې سره دلګيدلو له امله داغي شي نو كالي پاك دي خو مينځل يې غوره دي
پـوښــتـنـه : كه چيرته قى په ډكه خو له نه وي نوهغه پليت دى اوكه نه ؟
ځـــــواب :نــــــــه
پـوښــتـنـه : كه ژوره پربدن وموښلي وينه وڅښي اوډكه شي ، يا غوماشې او كرړى سړى په غاښ كړي اودس ماتيږي اوكه نه ؟
ځـــــواب : د ژورې په چيچلو سره اودس ماتيږي ، كه څه هم د هغې له لاسه درسېدلې زخم وينه ونه بهيږي ، ځكه ژوره دومره وينه څښي چې كه چيرته هغه وينه له بدنه وتلې او ددې نس ته تللې نه واى نو خامخا به بهيدلې واى ، غوماشى، كرړى اوسپږه كه سړى وچيچي اودس پرې نه ماتيږي ځكه هغه دومره لږ وينه څښي چې دبهيدو وړ نه وي
پـوښــتـنـه : په څه ډول خوب سره اودس نه ماتيږي ؟
ځـــــواب : په ولاړه يا له تكيې پرته په ناسته سره خوب يا دلمانځه په يو ډول هيئت سره چې بيده شي اودس نه ماتيږي لكه داچې : په سجده كې ويده شي يا په ناسته ويده شي اودس يې نه ماتيږي
پـوښــتـنـه : داسې څوك هم شته چې په خوب سره يې اودس نه ماتيږي ؟
ځـــــواب :هو ! دانبيا ووu اودس په خوب سره نه ماتيږي ، دا د دوى جلاخصوصيت اوځانګړى فضيلت دى
پـوښــتـنـه : ايا په لمانځه كې په كړس كړس (قهقه)خندا سره دټولو اودس ماتيږي ؟ اوقهقه خنداڅه ته وايي ؟
ځـــــواب : په كړس كړس (قهقه) خندا په داسې لوړغږ خندلو ته واي چې اوازيې نور څوك واوري
په لمانځه كې په قهقه (په زوره خندا) سره اودس په لاندې شرطونو سره ماتيږي
1. خنديدونكى به بالغ وي برابره خبره ده كه نر يا ښځه وي ، ځكه د نابالغ په قهقه خنداسره اودس نه ماتيږي
2. خندايې بايدپه ويښه وي ، او كه چيرې په لمانځه كې ويده شو اوپه خوب كې يې په زوره وخندل اودس يې نه ماتيږي
3. په كوم لمانځه كې يې چې خندلې وي هغه به ركوع او سجده لرونكى وي ځكه خو دجنازې په لمانځه كې په كړس كړس خندا اودس نه ماتيږي
پـوښــتـنـه : دبل چاعورت ته په كتو سره اودس ماتيږي ؟
ځـــــواب : نه ! په خپل يا دبل چا په عورت باندې په پام يا له پام پرته چې سترګې ولګيږي اودس پرې نه ماتيږي

دغسـل پاتــه مـسئــلــې
پـوښــتـنـه : غسل څوډوله دي ؟
ځـــــواب : درې ډوله دي
۱ـ فرض
۲ـ سنت
۳ـ مستحب
پـوښــتـنـه : فرض غسل څو ډوله دى ؟
ځـــــواب :شپږ ډو له دى چې بيان به يې دتعليم الاسلام په راتلونكي برخه كې راشي
پـوښــتـنـه : سنت غسلونه څو او كوم كوم دي ؟
ځـــــواب
۱ـ دجُمعې دلمانځه لپاره
۲ـ ددواړواخترونودلمانځه لپاره
۳ـ دحج د احرام لپاره
۴ـ دوقوف عرفات (دعرفات په ميدان كې دولاړې لپاره
پـوښــتـنـه : مستحب غسلونه څو اوكوم كوم دي ؟
ځـــــواب : مستحب غسلونه ډيردي چې يوڅو يې دادي :
۱ـ دشعبان دمياشتې دپنځلسمې په شپه غسل كول چې " شب برات " ورته وايي
۲ـ دعرفې په شپه ( دذى الحجې داتمې نېټې دمازديګرنه وروسته )د راتلونكې شپې لپاره
۳ـ لمر اويا سپوږمۍ چې كله تندر ونيسي ، دهغو د لمانځه لپاره
۴ـ داستسقا دلمانځه لپاره
۵ـ مكې معظمې يا مدينې منورې ته له داخليدومخكې
۶ـ مړي ته دغسل وركولو نه وروسته
۷ـ دكافر لپاره تراسلام راوړلو وروسته غسل كول
پـوښــتـنـه : كه غسل ته حاجت پيښ وي ،په درياب كې غوپه وخوړل شي او يا باران ته ودريږي اوپرټول بدن يې اوبه تيرې شي غسل كيږي اوكه نه ؟
ځـــــواب : هو ! كيږي ، په دې شرط چې په خوله او پزه اوبه ورغړول شي
پـوښــتـنـه : دغسل په حالت كې قبلې ته مخامخ كيناستل روادي اوكه نه ؟
ځـــــواب : كه چيرې دغسل په وخت كې بدن لوڅ وي نو قبلې ته مخامخ كيناستل روانه دي اوكه عورت پټ وي بيا پروانه لري
پـوښــتـنـه : په بربنډ (لوڅ) حالت كې غسل كول څرنګه دي ؟
ځـــــواب : په غسل خانه يا بل داسي ځاىكي،گ چېرته يې چې په عورت د بل چا سترګې نه لګيږي بربنډ غسل كول روا دي
پـوښــتـنـه : په غسل كې كومې خبرې مكروه دي ؟
ځـــــواب
۱ـ زياتي اوبه تويول
۲ـ په بربنډ حالت كې خبرې كول
۳ـ قبلې ته مخامخ كيناستل
۴ـ دسنت خلاف غسل كول
پـوښــتـنـه : كه يوچا له غسل مخكې اودس كړى نه وي ، نود غسل نه وروسته، دلمانځه لپاره پرې بيا اودس كول ضروري دي اوكه نه
ځـــــواب : نه ! له غسل سره اودس هم وشو ، بيا ورته اړتيا نشته

پـرمـوزو بانـدې دمسـح پاتـه مسئـلـې
پـوښــتـنـه : دمسح موده له څه وخته پيليږي ؟
ځـــــواب : كوم وخت چې اودس مات شي ، له هغه وخته څخه دكوردڅښتن (مقيم)لپاره يوه شپه او ورځ اودمسافر لپاره درى شپې او درى ورځې مسح روا ده ، دمثال په ډول دجُمعې په سهار يې اودس وكړ موزې يې په پښو كړې او د دماسپښين دوخت دختمېدو سره يې اودس مات شو ، نو داسړى كه مقيم وي نود شنبې دورځې ترماسپښينه پورې پرموزو مسح كولاى شي ، اوكه مسافروي بياددوشنبې تر ماسپښينه پورې په موزو مسح كولاى شي
پـوښــتـنـه : دموزومسح په كومو شيانو سره ماتيږي ؟
ځـــــواب : په كوموشيانوسره چې اودس ماتيږي، له هغه پرته دمسحې د مودې په ختمېدو ، په موزو كښلو ،اود دريو ګوتو په اندازه دموزې په څیرېكيدو سره هم مسح ماتيږي
پـوښــتـنـه : كه چيرې داوداسه په حالت كې يې موزه وكښله اويايې داوداسه په حالت كې دمسحې موده پوره شوه نو حكم يې څه دى ؟
ځـــــواب : په دې صورت كې يواځې پښې مينځل اوموزې پښو كول كافي دي، پوره اودس كول مستحب دي
پـوښــتـنـه : كه چيرې مسافر په موزوباندې مسح پيل كړه اوديوې ورځې او شپې تر تېرولو وروسته بېرته كورته راغى نو مسح به څه ډول كوي ؟
ځـــــواب : موزې دې وكاږي او له سره دې مسح پيل كړي
پـوښــتـنـه : كه مقيم مسح پيل كړه اوپه سفر روان شونو څه دې وكړي؟
ځـــــواب :كه سفريې ديوې ورځې او شپې له پوره كېدو مخكې پيل كړ نو تردريو ورځو اودريو شپو پورې دې پرموزومسح كوي ، اوكه سفريې د يوې ورځې او شپې له تيرېدو وروسته پيل كړى وي نو موزې دې وكاږي له سره دې مسح پيل كړي
پـوښــتـنـه : كه چيرې موزه څو ځايه لږ لږڅيرې وه نو حكم يې څه دى ؟
ځـــــواب : كه موزه څو ځايه لږ لږ څېرې وه نو ټول څيروالى ته دې پام وكړي كه چيرته ددوو ګوتو په اندازه وْ نو بيا مسح نه كيږي اوكه چيرته كم وْ، بيا كيږي اوكه چيرته دواړه موزې څيري وې او څيروالى يې د دوو ګوتو په اندازه وْ خو دهرې يوې څيروالى له دوو ګوتو كم وْ بيا هم مسح كيږي

دحقيقي نجاست اود هغه دپاكوالى پاته مسئلې
پـوښــتـنـه :كه چيرته دڅرمنې په شيانو لكه موزې ، څپلۍ، كمربنداويا نوروداسې شيانو پليتي (نجاست) ولګيږي چې په سترګو ښكاريږي هغه به څه ډول پاكيږي ؟
ځـــــواب : پرځمكه يابل شي باندې په موښلو سره پاكيږي خو شرط يې دادى چې په موښلو سره يې صورت اواثر(رنګ،بوى،خوند) له منځه ولاړ شي
پـوښــتـنـه : كه چيرته په همدې شيانو باندې متيازې، شراب، اويا داسي بله پليتي ولګيږي نو هغه به څه ډول پاكيږي ؟
ځـــــواب : په اوبو اويا بل بهېدونكي شي سره يې داسې پاك كړى چې اثريې لرې اوبيا يې ومينځىْ نو پاك به شي، مانا دا چې له صورت لرونكو ټول نجاستونو څخه پرته نور ټول نجاستونه چې دڅرمنې په شيانو ولګيږي هغه يواځې په موښلو نه پاكيږي ، بلكې مينځل يې هم ضروري دي
پـوښــتـنـه : چاقو،چاړه، توره اوداوسپنې يا دسپينو زرو يا مسو المونيمو اوداسي نور شيان چې پليت شي نو له مينځلوپرته پاكيږي كه نه
ځـــــواب :داوسپنې شيان چې زنګ وهلي نه وي او صاف وي، او همداڅير دسپينو ،سروزرو ،مسو المونيمو اوپيتلو او.....، دغه څېر هندسي،چيني لوښي ،اودفيل له غاښه او هډوكونه جوړ شوي شيان داټول چې پاك وي، كاږه واږه شوي نه وي كه يې په مو ښلو سره دنجاست اثر له منځه ولاړ نو پاكيږي
پـوښــتـنـه : دكوږوالى نه مقصد څه دى ؟
ځـــــواب : يعني دهغو په جسم كې بايد داسي كوږوالى نه وي چې له امله يې جسم ټيټ او پاس وي، ځكه په داسې كوږوالي كې له موښلو وروسته هم دنجاست د پاتې كېدو امكان وي
هو! كه په هغو كې يواځي داغونه وي ،كوږوالى نه وي نوبيا دغه شيان په موښلوسره هم پاكيږي
پـوښــتـنـه : كه پرځمكه پليتي تويه شي، لكه بولې يا شراب اوداسي نور ،نو څه ډول به پاكيږي ؟
ځـــــواب :ځمكه چې وچه شي اودنجاست اثر (رنګ، بوى، خوند) يې له منځه ولاړ شي بيانوځمكه پاكيږي
پـوښــتـنـه : كه دكور ، مسجد اوداسي نور ځايو په پخو خښتو يا د سيمنټو په فرش يا ديوال باندې نجاست ولګيږي نو څه ډول پاكيږي ؟
ځـــــواب :داسي خښتي اوډبرې چې په يوه ودانۍ كې لګيدلې وي دنجاست دوچيدو اوداثر له تللو وروسته پخپله پاكيږي
پـوښــتـنـه : كوم شيان چې د مينځلو په وخت كې يې نښتيځل ممكن نه وي لكه ميسي لوښي يا داواريدو پنډې پنډې توشكې نو دهغو دپاكيدو لاره څه ډول ده ؟
ځـــــواب :داسې شيان چې نښتيځل يې ممكن نه وي ياهم ګگگران وي دپاكيدلو طريقه يې داده چې : يو وار ومينځل شي ،بيا پريښودل شي ترڅو يې څاڅكي وچ شي ، دوهم وار بيا ومينځل شي او بيا پريښودل شي ترڅو يې د اوبو څاڅكي ودريږي ، دريم واربياومينځل شي او و غوړول شي نو به پاك شي، خودمينځلو په وخت كې يې په ځمكه پورې څومره موښل ممكن وي هغو مره موښل يې ضروري دي ، تر څويې دنجاست ايستلو په لار كې تروسه وسه كوشش شوي وي
پـوښــتـنـه : دخاورو لوښې چې پليت شي نو اّيا پاكيږي او كه نه ؟
ځـــــواب : دخاورو لوښي هم په مينځلو سره پاكيږي او دپاكيدو طريقه يې هغه ده كومه چې په مخكنۍ پـوښــتـنـه اوځــــو اب كې تيره شوه
پـوښــتـنـه : پليت شى لكه خوشيايي، چې وسوځول شي او اېري شې يې، ايرې پاكي دي اوكه نه ؟
ځـــــواب : پليت شى چې وسوځول شي اوايره شي، ايرې يې پاكي دي
پـوښــتـنـه : په غوړوكې كه موگ ږك ولويږي اومړ شي حكم يې څه دى ؟
ځـــــواب : غوړي كه يخى (كنګل) وي موږ ك اوورسره دهغه شاوخوا غوړې لري كړاى شي پاته غوړي به پاك شي، اوكه غوړي ويلې (اوبه) وي بيا به ټول غوړ پليت دي
پـوښــتـنـه : پليت شوي غوړي اوتېل څه ډول پاكيږي ؟
ځـــــواب : په پليت شويو غوړو ياتېلو كې دهغو په مقدار اوبه واچوه او جوش وركړه كله چې اوبه د غوړو اويا تيلو سرته راشي لري يې كړه كه درى ځله داسي وكړې نو په دې سره به غوړي اوتيل پاك شي

داستـنجـا پاتـه مسئـلـې
پـوښــتـنـه : استنجا كوم وخت مكروه ده ؟
ځـــــواب :
۱ـ قبلې ته مخامخ يا د شا له خواستنجا كول
۲ـ په داسي ځاى كې استنجا كول چې داستنجا كوونكي پر عورت ديوچا سترګي لګيږي
پـوښــتـنـه : دتش اوياډك اودس په وخت كې كومې خبرې مكروه دى ؟


ځـــــواب :
۱ـ قبلې ته مخ يا په شا كښينا نستل
۲ـ په ولاړه متېازې كول
۳ـ په تالاب ، ويالې اويا څاه كې اودس ماتى كول
۴ـ دهمدغو واړو په غاړه اودس ماتى كول
۵ـ دمسجد له ديوال سره
۶ـ په هديره كې
۷ـ دموږك يا په بل غاركې
۸ـ د اودس ماتىپه وخت كې خبرې كول
۹ـ په ټيټ ځاى كيناستل پورته لورته متېازې كول
۱۰ـ دخلكو دناستې پاستې په ځاىاو لاره كې اودس ماتى
۱۱ـ داوداسه او يا غسل كولو په ځاى كې


داوبـو پاتـه مسئـلـې
پـوښــتـنـه : دلمر په ګرمگو شويو اوبواودس كيږي اوكه نه ؟
ځـــــواب : كيږي خو ښه نه دى
پـوښــتـنـه : كه داوداس په وخت كې دبدن څخه څاڅكي په لوښي
كې ولويږي ، نو پدې اوبو سره بيا اودس كيږي اوكه نه ؟
ځـــــواب : داوداسه په وخت چې له بدن نه چې كومې اوبه لاندې تويږي مستعملې(ناولې) اوبه بلل كيږي (كه چيرته پربدن باندې حقيقي نجاست نه وي )؛ مستعملې اوبه چې له ناولو اوبوسره ګډې شي، حكم يې دادى چې :ترڅوپورې د ناولو اوبو مقدار له ناولو اوبو څخه كم وي ترهغه وخته پرې اودس كيږي، اوكه د ناولواوبو مقدار له پاكو اوبو سره برابر او يا ترينه زيا ت شي نو بيا پرې اودس اوغسل نه كيږي
پـوښــتـنـه : كه له اوبوسره پاك شى ګډ شي لكه : صابون يا زعفران نو اودس پرې كيږي اوكه نه ؟
ځـــــواب : له پاكو اوبو سره چې پاك شى ګډ شي او داوبو يو يا دوه صفتونه (رنګ، خوند،بوۍ)بدل كړي نو بيا هم اودس پرې كيږي خو كه درى واړه صفتونه يې بدل شول او اوبه ټينګې شوې نو اودس پرې نه كيږي
پـوښــتـنـه : كه تالاب يا حوض په شرعي ګز سره دوه ګزه پلن اوپنځوس ګزه اوږد وي ، ياڅلور ګزه برداره او پنځويشت ګزه اوږ د ، يا پنځه ګزه پلن او شل ګزه اوږ د وي نو هغه به دجاري (روانو) اوبو حكم لري اوكه نه ؟
ځـــــواب : هو ! حكم يې دروانو اوبو دي
پـوښــتـنـه : كه حوض پټ او خوله يې خلاصه وي او له شرعي مقدار څخه يي خوله كمه وي خو لاندې برخه يې ډيره پلنه وي نو حكم به يي د لوى حوض او روانو او بو وي او كه نه ؟
ځـــــواب :كه چيرته حوض لس ګزه اوږداولس پلن وي خو له څلورو لوريو او يا يو يا دوو (2) لورو څخه پټ كړاى شوي وي كه چت يې له اوبو نه پورته او جلا وي نودا بيا سهي حوض دى او اوبه يې روانو اوبو حكم لري ، اوكه چيرته چت يي له اوبو سره لګيدلى وي نو بيا سهي حوض نه دى ، اود كمو اوبو حكم لري ؛لنډه داچې داوبو هغه برخه اعتبارلري دكومو سر چې لوڅ وي پدي معنا چې له چت سره لګېدلې نه وي نو دهغو لپاره دشرعي مقدار اندازه پكارده
اوكه چيرته يې لوڅه برخه كمه وي نو لاندينۍ برخه يې چې هرڅو مره پلنه وي اعتبار نه لري


دڅاه پاته مسئلې
پـوښــتـنـه : كه په څاه كې دكوترې يا مرغۍ ګندګي ولويږي نو حكم يې څه دى ؟
ځـــــواب :دكوترې او مرغۍ په ګندګۍ اويا داوښ اومېږې په دوو اوڅلورو پچو سره څاه نه مرداريږي
پـوښــتـنـه : كه چيرې كافر څاه ته د بوكې (ډولچې) راكښلو لپاره وركوز شي اوپه اوبو كې غوټه ووهي نو دڅاداوبو حكم څه دى ؟
ځـــــواب : كه چيرته كافر څاه ته له كوزيدو مخكې ولمبيږي اوپاكې جامې واغوندي اوبيا وركوز شي نودڅاه اوبه پاكې دي اوكه له كوزيدود مخه ونه لمبيږي اوپه خپلو ناولوجامو كې ور كوزشي نو څاه پاكه ده خو ټولې اوبه يې راكښل په كاردي ، ځكه چې دكافربدن اوجامې يې زياتره وخت پلپتي وي
پـوښــتـنـه : كه چيرته څاه ځانګړې بوكه ونه لري بلكې خلك يې اوبه په مختلفو وړو او غټو بوكو راوباسي نو دپاكولولپاره به يې اوبه په كومه بوكه راويستل كيږي ؟
ځـــــواب :كله چې څاه ځانګړې بوكه ونه لري ، اويا څاه ډيره غټه او يا ډيره وړه وي نو په داسي حالت كې بيا درميانه (منځنۍ) بوكه اعتبار لري ، درميانه سولاغه هغه ده په كومې كې چې په انګريزي سير درى نيم سيره اوبه راځي

يـــادونه:تردې ځايه پورې دتعليم الاسلام له ددوهمې برخې سره تړلې مسئلې پاى ته ورسېدې له دې وروسته نورې مسئلې پيلږي


دتيـمــم بيــان
پـوښــتـنـه : تيمم څه ته وايي ؟
ځـــــواب : په پاكه خاوره ياپه داسي پاك شي سره چې د خاورو حكم ولري له حكمي نجاست څخه دبدن پاكولو ته تيمم وايي
پـوښــتـنـه : تيمم كله روا دى ؟
ځـــــواب :كله چې اوبه نه وي ، يا داوبو له استعمال څخه ناروغي پيداكيږي اوياهم دناروغي دزياتوالې انديښنه وي نوبيا تيمم روادى
پـوښــتـنـه : داوبو دنشتوالي صورتونه كوم دي ؟
ځـــــواب :داچې اوبه يو ميل (يونيم كيلومتر) لرې وي ، ياددښمن له وېرې څخه اوبه راخيستل شوني نه وي داسي چې : دكور دباندې څاه وي خو اودس كونكى ويريږي چې كه له كوره ووځم نو دښمن يا غله به مې ووژني ، يا دڅاه له خولې سره يو غټ مار اويازمرى وي ، اويا داچې اوبه ورسره وي خو لږ وي اوله دې ويريږي چې كه چيرې په دغو اوبو اودس وكړم تږى به شم ، اوياخو څاه وي خو بوكه اورسۍ نه وي ، اوياداچې اوبه هم شته خو سړى ددې توان نه لري چې اوبه په ولاړه روباسي اوبل څو ك هم نه وي،داټول هغه صورتونه دي چې داوبو دنشتوالي حكم لري
پـوښــتـنـه :دناروغۍ وزيره په كوم وخت كې داعتبار وړ ګرځي ؟
ځـــــواب :كله چې دخپلې تجربې له مخې يې په هغې غالب ګومان راشي اويا ديوه لوى اوتكړه حكيم (ډاكټر) دوينا له مخې ورته معلومه شي چې داوبو استعمال يې ناروغه كوي نو بيايې تيمم سهي دى
پـوښــتـنـه :داوبو ديوه ميل دلريوالي مطلب څه دى هيله ده چې په يو څه وضاحت سره يې بيا ن كړىْ
ځـــــواب : كله چې انسان په داسي ځاى كې وي چې هلته اوبه نه وي ، خو ديو چا په ښوونه او يا يې دخپل اټكل له مخي غالب ګومان پدې راشي چې اوبه يو ميل لري دي نو د اوبو راوړل اوپه هغه اودس كول پرې لازم دي خو كله چې كوم ښوونكي هم نه وي او داسي لاره هم نه وي چې له هغه څخه داوبو دشتوالي معلومات وشي ، اويا داوبو دشتوالي معلومات وي خو اوبه يو ميل اوياله هغه نه هم ډيرې لري وي نو بيا د اوبو راوړل ضرور نه دي او تيمم كيږي
پـوښــتـنـه :په تيمم كې څو فرضونه دي ؟
ځـــــواب : درى فرضونه دي
۱ـ نيت كول
۲ـ دواړه لاسونه (چمبې)په خاورو باندې وهل او پرمخ يې تيرول
۳ـ بيا دواړه چمبې پر خاوره وهل اوپردواړوڅنګلويې تيرول
پـوښــتـنـه : دتيمم كولو پوره طريقه راته بيان كړىْ ؟
ځـــــواب : اول نيت وكړه داسي چې زه د ناپاكي دليرې كولو او دلمانځه دادا كولو لپاره تيمم كوم بيا دواړه چمبې پرپاكه خاوره ووهه او ويې څنډه كه خاورې ډيرې وې نو پوه يې كړه او دواړه لاسونه پرمخ باندې داسي تېركړه چې هيڅ يوځاى پاته نه شي ، كه ديوه ويښته په اندازه ځاى هم پاتې شي تيمم نه كيږي . دوهم ځل دواړه لاسونه په خاورو ووهه او ويې څنډه اول د چپه لاس څلور ګوتې دراسته لاس دګوتو ترڅوكو لاندې كښيږده او ترڅنګلو پوري يې كش كړه ، نو په دې توګه به دښي لاس په لاندينۍ برخه لاس تېر شي .، بيا دچپه لاس ورغوى دښي لاس په پورته خوا باندې دڅنګلو له لوري ترګوتو پورې كش كړه ، اود چپه لاس دبټې ګوتې مخ دښي لاس دبټې ګوتې پرشا تيركړه . ، بيا همدغسې ښى لاس په چپه لاس تيركړه ورپسې ګوتې خلال كړه اوكه دې ګوته په ګوتې وه دهغې كښل يا ښورول ضروري دي
پـوښــتـنـه : داوداسه اوغسل دواړو لپاره تيمم كيږي او كه يواځې داوداسه لپاره ؟
ځـــــواب : ددواړو لپاره روا دى
پـوښــتـنـه : تيمم پركومو شيانو كيږي ؟
ځــــو اب :پرپاكه خاوره ، ريګ ، تيږه، چينه دخاورې په خام يا پاخه لوښي چې غوړ نه وي ، پر پخه ياخامه خښته ، دخاورې يا خښتو يا تيږو پر ټوټو تيمم كيږي دغه راز دګچو پر ديوال اوپرسره ملتاني خاوره باندې ، او پرپاك ګرد باندې هم تيمم كيږي
پـوښــتـنـه : پركومو شيانو تيمم كيږي ؟
ځـــــواب :پرلرګي، اوسپنې، سرو زرو، سپينو زرو، ميسو ، پيتلو، المونيم، شيشه، سرپو، ليم، غنمو، وربشو، په هرډول غله ، جامو، اېرو پردې ټولو شيانو تيمم نه كيږي ، لنډه داچې هر هغه شى چې په اوركې ويليږي يا په سوځلو سره ايره كيږي پر هغه باندې تيمم پرې نه كيږي
پـوښــتـنـه : كه داېرو ، ګچو يا دخښتو پرديوال باندې ګرد نه وي نو تيمم پرې كيږي اوكه نه ؟
ځـــــواب : پركومو شيانو چې مونږ تيمم روا بللى پرهغو باندې د ګرد شتوالى شرط نه دى ، په تيږه ،خښته اودخاورې لوښى كه مينځل شوى هم وي تيمم پرې روادى
پـوښــتـنـه : پركومو شيانو چې تيمم نه كيږي كه چيرته ګردپرې پروت وي تيمم پرې روادى اوكه نه ؟
ځـــــواب : هو ! كه دومره ګرد ورباندې وْ چې هغه باندې له لاس وهلو سره دوړه پيداكيدله يا پرهغه باندې پاتې شي ، نو بيا تيمم روادى
پـوښــتـنـه :كه چيرې چا دقراّن كريم دويلو او مچو كولو يا مسجد ته دتللو لپاره يا داّذان يا سلام دځو اب په نيت تيمم وكړ ، نو اّيا په هغه سره لمونځ كيږي اوكه نه ؟
ځـــــواب : نه كيږي
پـوښــتـنـه : كه يو چا دجنازې دلمانځه يا دسجده تلاوت په نيت تيمم وكړ نو په دغه تيمامه سره لمونځ كيږي او كه نه ؟
ځـــــواب :كيږي
پـوښــتـنـه : داوبو د نشتوالي په صورت كې كه يو چا پرتميامه لمونځ وكړ ، له هغه وروسته بيا اوبه پيداشوې نو دلمانځه حكم څه دى ؟
ځـــــواب :لمونځ يې شوى ، او بيا راګرځولو ته يې حاجت نشته ،كه څه هم اوبه په وخت كې د ننه او ياهم له وخت نه دباندې ورپيداشوې
پـوښــتـنـه : تيمم په كومو شيانو سره ماتيږي ؟
ځـــــواب :په كوموشيانوسره چې اودس ماتيږي په هغو تيمم هم ماتيږي ،هو ! دغسل تيمم يواځې په حدث اكبر سره ماتيږي خو كه چېرې يو چا تيمم داوبو دنيستۍ په خاطر كړى وْ، چې كله اوبه ومومي تيمم يې ماتيږي .اوكه چيرې يې ديوبل عذر له امله كړى يْ لكه مرض او يا داسي نور نو د عذر په ختمېدو سره يې تيمم ماتيږي
پـوښــتـنـه :كه يو چا ديوه وخت دلمانځه لپاره تيمم وواهه نو دبل وخت لمونځ هم پرې كولاى شي اوكه نه ؟
ځـــــواب :په يوه تيمامه سره ترڅو چې(په كوم لوى او واړه اودس ماتي) مات نه شي دډيرو وختونو لمونځونه پرې كېدلاى شې ، دغه راز دفرض لمانځه لپاره چې كوم تيمم شوى وي په هغه سره فرض ، نفل، لمونځ، دقراّن كريم تلاوت ، دجنازې لمونځ ، سجده سهوه او نور ټول عبادتونه كيږي
پـوښــتـنـه : دتيمم موده څومره ده ؟
ځـــــواب : ترڅو چې اوبه پيداشوې نه وي او يا عذر لري شوى نه وي تيمم روا دى ، كه څه هم په دغسې حالت كې كلونه واوړي هيڅ پروا نه لري


دلمـانځـه ددوهـم شرط (دجـامـو دپـاكـوالي بيان) ـ
پـوښــتـنـه : دجامو له پاكوالي نه مقصد څه دى ؟
ځـــــواب :كومې جامې چې دلمونځ كونكى پرتن وي لكه : پرتوګ ، خولۍ، پګړۍ كورتۍ، اوداسي نور ددې ټولو شيانو پاكوالى ضروري دى ، داسي چې له دې ټولونه به په يوه هم غليظه نجاست (لويه پليتي) ديوه درهم له اندازې زياته لګېدلې نه وي او دغه څېر كه خفيفه نجاست وي دجامې څلورمې برخې ته به نه وي رسيدلى اوس كه په جامو غليظه نجاست د يودرهم په اندازه يا له هغه نه كم لګېدلى وي او دغه څېر كه خفيفه نجاست وي هغه به دجامې څلورمې برخې ته نه وي رسيدلى ، نو پدغسې جامو كې لمونځ روادى خو مكروه دى
پـوښــتـنـه : كه چيرته دپګړۍ دشملې يوه پيڅكه پليته وه خو لمونځ كونكي هغه خواپريښودله اونيمايي پګړۍ يې له بلې پيڅكې نه ووهله لمونځ يې كيږي اوكه نه ؟
ځـــــواب : كومه جامه چې دلمونځ كونكي له بدن سره داسي تړلي وي چې دده له ښورېدا سره هغه هم ښورېدله دداسي جامې ټول پاكوالى ضروردى، ځكه خواوس په دې صورت كې چې دلمونځ كونكي له ښورېدا سره پګړۍ ښوريږي لمونځ نه كيږي


دلـمـانـځــه ددريــم شــرط ـ( دځـاى دپاكـوالـي ) بيـان
پـوښــتـنـه : دځاى دپاكوالي مقصد څه دى ؟
ځـــــواب : دلمونځ كوونكي د دواړو پښو ، ځنګنونو، لاسو اوټنډې لګولو دځاى پاكوالي ضروري دى
پـوښــتـنـه : په كوم شي چې لمونځ كولاى شي كه چېرې يې لاندې لورى پليت وي ،لمونځ پرې كيږي اوكه نه؟
ځـــــواب : كه چيرته دلرګي اويا تيږي تخته وي او يا اوارې شوې خښتې وي ياهم دهغو په څير بل يو سخت او پنډ شى وي اودلمانځه مخ يې پاك وي نو بيا لمونځ پرې كيږي، كه څه هم هغه بل لورې يې پليت وي ، هيڅ پروا نه لري ، اوكه چيرې پريوه نازكه جامه لمونځ وكړي چې لاندې برخه يې مردار وي، لمونځ نه كيږي
پـوښــتـنـه : كه جامه غبرګه وي پورته لورى يې پاك او لاندې لورى يې پليت وي حكم يې څه دى ؟
ځـــــواب : كه دواړه لوري يې سره ګنډلي نه وي او پورتنۍ جامه دومره پنډه وي چې دلاندينۍ جامې دپليتي بوى اورنګ ترينه نه حس كیده، بيا لمونځ كيږي ، اوكه چېرې دواړه سره ګنډلې وې نو د احتياط له مخې دې په داسې جامه لمونځ نه كوي
پـوښــتـنـه : كه چيرته دلمانځه ځاى پاك وي خو شا اوخوا يې پليتي وي او بوى يې راځي نو لمونځ كيږي اوكه نه ؟
ځـــــواب :لمونځ كيږي خوپه لوىلاس په داسي ځاى كې لمونځ كول ښه نه دي


دلـمـانـځــه د څــلـورم شــرط ـ( عــورت پټـولـو ) بيــان
پـوښــتـنـه : دعورت دپټوالي معنا څه ده ؟
ځـــــواب :دنارينه عورت دنامه له غوټۍڅخه ترځنګنو (ګونډو) پورې
دى چې پټول يې پرې په لمانځه كې دننه اوهم دباندې فرض دي
اوپه ښځو له دوو خپړو او قدمو اومخ پرته د ټول بدن پټول فرض دي خو له لمانځه دباندې هم دوى ته دا روا نه دي چې له نامحرم نارينه سره لوڅ مخ ودريږي
پـوښــتـنـه :كه دعورت يوڅه برخه له قصدپرته ښكاره شي حكم يې څه دى ؟
ځـــــواب :كه دعورت څلورمه برخه په لمانځه كې دومره وخت لوڅه پاتي شي په څومره وخت كې چې درى واره سبحان ربّى العظيم ويل كيدلاى شي نو لمونځ فاسديږي ، اوكه ښكاره شي او سمدستي بيرته پټ كړاى شي نوبيا لمونځ نه فاسديږي
پـوښــتـنـه : كه يوسړى په تياره كې لوڅ لغړ لمونځ كوي حكم يې څه دى ؟
ځـــــواب : دجامې دشته والي په صورت كې لمونځ لغړ ( لوڅ ) نه كيږي، برابر ه خبره ده كه په تياره اوياهم په رڼاكې وي
پـوښــتـنـه :كه چيرې يوڅوك په لوى لاس د عورت څلورمه برخه په لمانځه كې ښكاره كړي، حكم يې څه دى ؟
ځـــــواب :په لوى لاس دعورت دڅلورمې برخې ښكارولوسره لمونځ فاسديږي
پـوښــتـنـه :كه له يوچاسره بيخي جامه نه وي نوبيا به څه كوي ؟
ځـــــواب :كه چيري هيڅ ډول جامه ورسره نه وي نو بيادې په يو بل شي ځان پټ كړي ، دمثال په ډول دونو پاڼې يا ټاټ اوداسې نور ، اوكه يومخ دبدن دپټولو لپاره هيڅ نه وي نوبيادې لمونځ وكړي ، خو په داسي وخت كې به بيا په ناسته لمونځ ، ركوع اوسجده په اشاره سره كول غوره دي


دلــمـانـځـه دپـنــځـم شـــرط د ( وخـت پيـژنـدلـو ) بيـان
پـوښــتـنـه :دلمانځه لپاره دوخت د شرط كيدو معنا څه ده ؟
ځـــــواب :دلمانځه دادا كولو لپاره دوخت دشرط كېدو معناداده چې كوم يووخت د لمانځه لپاره ټاكل شوى وي ، په همغه وخت بايد لمونځ وشي، ځكه چې له وخت دمخه لمونځ بېخي نه كيږي او له وخت وروسته بيا لمونځ كولوته ادا نه وايي بلكې بيابه يې قضايي راګرځوي
پـوښــتـنـه : په شپه اوورځ كې څو وخته لمونځ فرض دى ؟
ځـــــواب :په شپه ورځ كې پنځه وخته لمونځ فرض دى اوله دې پرته يو لمونځ چې واجب دى هغه وتر دى
پـوښــتـنـه : فرض ، واجب ، سنت ، نفل هريو څه ته وايي او فرق يې څه دى ؟
ځـــــواب :فرض دې ته وايي چې په قطعي (مضبوط) دليل سره ثابت وي ، په ثبوت كې يې هيڅ رنګه شك اوشبه نه وي ، دفرضو منكر كافر دى اوله عذره پرته يې پريښونكى فاسق اودعذاب وړ ګڼل كيږي
واجب دې ته وايي چې په ظني (شكمن) دليل سره ثابت وي منكر يې كافرنه دى ، هو ! له عذره پرته پريښوونكى يې فاسق او دعذاب وړ ګڼل كيږي
سنت دې ته وايي چې هغه رسول الله e يا صحابه كرامو كړى وي اويا يې دهغه په كولو امر كړى وي
نفل هغو كارونو ته وايي چې فضيلت يې له شريعت نه ثابت وي ، په كولو كې يې ثواب وي او په نه كولو كې يې عذاب نه وي .همد ې ته مستحب، مندوب او تطوع هم وايي
پـوښــتـنـه : فرض څو ډوله دي ؟
ځـــــواب :دوه ډو له دي : فرض عين ، او فرض كفايي ، فرض عين خو دې ته وايي چې اداكول يې په هر مسلمان ضروري وي ، له عذره پرته پريښوونكى يې فاسق اوګناهګار وي ، فرض كفايي دې ته وايي چې د يوه يا دوو كسانو په اداكولو سره د ټولو خلكو غاړه خلاصيږي ، اوكه هيڅ څوك يې ونكړي نو بياټول ګنهګار دي
پـوښــتـنـه : سنت څو ډوله دي ؟
ځـــــواب :دوه ډو له دي موْكد سنت ، او غير موْكد سنت ، موْكد سنت دې ته وايي چې هغه رسول الله تل كړي وي اويايې د هغه په كولو امركړي وي اوتل يې كړي هم وي پدې معنى چې له عذره پرته يې هيڅكله هم پرايښي نه وي ، له عذره پرته ددغه ډول سنتو پريښولو باندې عادتیدل ډيره ګناه لري
اوغير موْكد سنت دې وايي چې هغه حضور زياتر وخت كړي وي خو كله ناكله يې له عذره پرته پرايښې هم وي ، دداسې سنتو په كولو كې له مستحبو ثواب زيات دى اوپه پريښولو كې يې ګناه نشته او دغه ډول سنتو ته سنن زوائد هم وايي
پـوښــتـنـه :دحرام، مكروه تحريمي او مكروه تنزيهي هر يومعنا څه ده ؟
ځـــــواب : حرام داسې كارته وايي چې حرمت يې په قطعي دليل سره ثابت وي ، كونكى يې فاسق او دعذاب وړ بلل كيږي اومنكر يې كافر دى
مكروه تحريمي داسې كارته وايي چې حرمت يې په ظني دليل سره ثابت وي ، منكريې كافر نه دى، خو كوونكى يې بياهم ګناهګار دى دمكروه تنزيهي په كولوكې كه څه هم ګناه نشته خو يوډول بد كار دى
پـوښــتـنـه :مباح څه ته وايي ؟
ځـــــواب : مباح هغه كارته وايي چې په كولو كې يې ثواب اوپه نه كولو كې يې ګناه او عذاب نه وي
پـوښــتـنـه :دسهار دلمانځه وخت راته بيان كړىْ ؟
ځـــــواب :له لمر ختو تقريباً يو نيم ساعت مخكې دختيز لورته د اسمان په څنډو(كنارو)كې سپينوالى (رڼا) ښكاره شي ، هغه سپين والى او يا رڼا دځمكې نه پورته لورته د يوې ستنې په شكل كې لوړيږي چې صبح كاذب ورته وايي دغه رڼا لږوخت وي اوبيا وركيږي ،له دې وروسته دوهمه رڼا ښكاره كيږي چې دلمرخاته ښي اوچپ لورته غوړيږي، يعنې داّسمان پرټوله ختيزه كناره باندې وغوړيږي ،پورته لورته اوږده نه خيژې ، همدې ته صبح صادق (سپيده داغ)وايي ، دهمدې صبح صادق له ختو سره سم دسهار وخت پيل كيږي چې ترلمر ختو پورې وي ، كله چې دلمرلږ څرك هم ښكاره شي نو دسهار وخت ختميږي
پـوښــتـنـه :دسهار (فجر)دلمانځه مستحب وخت كوم دى ؟
ځـــــواب : كله چې رڼايي خوره شي اودومره وخت وي چې له سنتو سره سم په ښه توګه لمونځ اداشي ، اودلمانځه ترماميدو وروسته بياهم دومره وخت لاپاته وي چې كه چيرې په يو وجه سره لمونځ سهي شوى نه وي نو ترلمر ختو مخكې دوهم وار له سنتو سره سم لمونځ وكړل شي ، په داسي وخت كې لمونځ كول غوره دي
پـوښــتـنـه : دماسپښين (ظهر)دلمانځه وخت راته بيان كړىْ ؟
ځـــــواب :دماسپښين دلمانځه وخت دلمردزوال(دسيوري دماتیدو) نه نيولې تردې چې دهرشي سيورى دهماغه شي له اصلي سيوري څخه پرته دوه برابره (چنده) شي ، كه له دې كچې څخه سيورى واوښت نوبيادماسپښين وخت تيرشوى دى
پـوښــتـنـه : دماسپښين دلمانځه مستحب وخت كوم دى ؟
ځـــــواب : په دوبې كې يې دومره ناوخته كول چې دلمر تېزي كمه شي ، په مني ، ژمي او پسرلې كې بايد لمونځ په اول وخت كې چې دشيانو سيورى دخپل اوږدوالي په اندازه وي خامخا وكړاى شي
پـوښــتـنـه :دمازديګر(عصر) دلمانځه وخت كله پيليږي ؟
ځـــــواب : كله چې دهرشي سيورى له اصلي سيوري څخه پرته دوه برابره شي نود ماسپښين وخت ختميږي اود مازديګر وخت شروع كيږي ،او داوخت ترلمر لوېدو پورې وي ، خو كله چې لمرډبیدو ته نږدې او زيړشي نو بياهغه وخت دمازدېګرلمونځ مكروه دى ، له دې نه مخكې يې كول پكاردي
پـوښــتـنـه :دماښام دلمانځه وخت كله پيليږي ؟
ځـــــواب :د لمر دسترګې له لوېدو سره دماښام وخت پيل اودشفق تروركیدو پوري وي
یپـوښــتـنـه : شفق څه ته وايي ؟
ځـــــواب :دلمر ترډوبېداوروسته داسمان پركنارو چې دلمرلوېده خواته كوم سوروالي پيداشي هغه ته شفق احمر وايي ، بيا له دې سوروالي وروسته يو ډول سپين والى پيداكيږي هغه ته شفق ابيض (سپينوالى) وايي ،څه شېبه وروسته داسپينوالى هم وركيږي او ټول اسمان يو ډول ښكاري .، دسپين والي له تلو مخكې لا دما ښام وخت پاتې وي
پـوښــتـنـه : دماښام دلمانځه داداكولو مستحب وخت كوم دى ؟
ځـــــواب :اول وخت يې مستحب دى له عذره پرته دلمانځه ځنډول مكروه (ښه نه)دي
پـوښــتـنـه :دماخستن دلمانځه وخت كله پيليږي ؟
ځـــــواب : دسپينوالي له ختمېدوسره سم دماخستن وخت پيليږي اودسهارترسپيده چاوده (صبح صادق) نه ترلږ مخكې وخته پوري وي
پـوښــتـنـه : دماخستن دلمانځه مستحب وخت كوم دى ؟
ځـــــواب :دشپې تر دويمې برخې پورې يې مستحب وخت دى ، له دې وروسته ترنيمې شپې پورې يې مباح وخت دى له هغه وروسته بيا مكروه وخت دى
پـوښــتـنـه : دوتر لمانځه وخت راته بيان كړيْ ؟
ځـــــواب :دوتر لمانځه وخت دماخستن دلمانځه وخت دى ، خو دماخستن له لمانځه مخكې نه كيږي ، بلكې دماخستن له لمانځه وروسته دوترو وخت پيليږي
پـوښــتـنـه : دوترو مستحب وخت كوم يو دى ؟
ځـــــواب :كه چيرته دچگا پرځان باور وي چې دشپې په اّخركې خامخا راپاڅیېدلى شم نو دهغه لپاره بيادشپې په اّخره برخه كې وتركول مستحب دي ، خو كه چيرته يې پر ځان داباور نه وي نوبيا وتر له خوب مخكې كول پكاردي


دلــمـانـځــه دشـپــږم شـــرط ـ(استــقـبـال قبــلـې) بيـان
پـوښــتـنـه : داستقبال قبلې معنا څه ده ؟
ځـــــواب :دقبلې په طرف مخامخ درېدلو ته استقبال قبله وايي .
پـوښــتـنـه :په لمانځه كې مخامخ قبلې ته ددرېدلودشرطوالي معناڅه
ده ؟
ځـــــواب :دلمونځ كولو په وخت كې لمونځ كونكي ته ضروري ده چې مخ يې دقبلې لورته وي
پـوښــتـنـه :دمسلمانانو قبله كومه ده ؟
ځـــــواب :دمسلمانانو قبله كعبه ده، خانه كعبه دخونې په شكل يوه لويه كوټه او د عربو (سعودي عربستان) په هيواد ، دمكې معظمې په ښار كې ده ، كعبې ته " كعبۍ الله ، بيتُ الله ، بيت الحرام " هم وايي
پـوښــتـنـه : قبله كوم لورته ده ؟
ځـــــواب :په هندوستان ، برما، بنګله ديش ، او ډيرو هيوادونوكې خوقبله دلوديز لورته ده ، ځكه چې داټول هيوادونه دمكې معظمې ختيځ لورته واقع دي
پـوښــتـنـه : كه چيرته لمانځه په وخت كې دمريض مخ دقبلې لورته نه وي او دښورېدلووس هم نه لري نو څه به كوي ؟
ځـــــواب :كه داسې څوك وي ، چې دمريض مخ قبلې لورته واړوي اوله دغه څخه مريض ته دكوم تكليف رسيدلو ويره هم نه وي ، نو بيا دې مخ قبلې ته واړول شي، اوكه چيرته څوك نه وي ، يا وي خو مريض ته پرې ډيرتكليف رسيده ، نو بيا يې چې كوم لورته مخ وي هغې خواته دې لمونځ وكړي


دلــمـانـځـه د اووم شــرط ـ( نـيـت ) بـيــان
پـوښــتـنـه : دنيت كولو معناڅه ده ؟
ځـــــواب :نيت دزړه ارادې ته وايي
پـوښــتـنـه : په نيت كې دڅه شي اراده كيږي ؟
ځـــــواب :په نيت كې دهغه فرض لمانځه اراده ضروري ده كوم چې اداكيږي مثلاً:كه دسهارلمونځ كوي نواراده دې كوي چې د نن سهار لمونځ كوم، كه قضايي لمونځ وي نو داسي نيت دې وكړي چې دفلاني ورځي دسهار قضايي لمونځ كوم ، اوكه چيرته په امام پسې لمونځ كوي نو بيا هم نيت كول ضروري دي
پـوښــتـنـه :نيت په ژبه ويل څرنګه دي ؟
ځـــــواب :مستحب دى ، كه په ژبه سره ونه ويل شي نو هيڅ پروا نه لري اوكه يې ووايي نوښه خبره ده
پـوښــتـنـه :دنفل لمانځه نيت څه ډول كيږي ؟
ځـــــواب :دنفل لمانځه لپاره دومره نيت هم كافي دى چې نفل لمونځ كوم اودسنت لمانځه اوتراويح لپاره هم دومره نيت كافي دى


داذان بـيـان
پـوښــتـنـه :داّذان معنا څه ده ؟
ځـــــواب :داذان معنا خبرول دي خو په شريعت كې دپنځه وخته لمانځه لپاره په ځانګړو الفاظو سره دلمونځ كونكو خبرولوته اذان وايي ، داّذان توري اولفظونه يې دتعليم الاسلام په لومړۍ برخه كې تيرشول
پـوښــتـنـه : اّذان فرض دى كه سنت ؟
ځـــــواب :اّذان سنت دى خوداچې له اّذان څخه داسلام يو خاص شان اوبرم ښكاريږي له دې امله پرې ټينګارراغلى
پـوښــتـنـه : اّذان دكومو لمونځو لپاره سنت دى ؟
ځـــــواب : دپنځو لمونځو اوجُمعي دلمانځه لپاره سنت دى ، له دې پرته دبل هېڅ لمانځه لپاره سنت نه دى
پـوښــتـنـه :اّذان څه وخت كول پكار دي ؟
ځـــــواب :دهرفرض لمانځه په خپل وخت كې كول پكاردي ، اوكه چيرته له وخت دمخه وشي نو دوخت پر راتللو سره بايد دوهم وار بياوشي
پـوښــتـنـه :داّذان مستحبه طريقه كومه ده ؟
ځـــــواب :په اّذان كې اووه (7) شيان مستحب دي
۱ـ دقبلې لورته مخامخ په ولاړه درېدل
۲ـ داذان كلمې ورو ورو له تلوار پرته ويل
۳ـ داذان په وخت كې په غوږ كې دشهادت دواړه ګوتې په غوږو كې وركول
۴ـ پرلوړ ځگاى باندې اّذان كول
۵ـ په لوړ غږ سره اّذان كول
۶ـ دحىّ على الصّلاۍ ويلو په وخت كې ښي لورته اود حيّ على الفلاح په وخت كې چپ لورته مخ ګرځول
۷ـ دسهار په اّذان كې دحي الفلاح نه وروسته " الصّلاۍ خير من النّوم " دوه ځله ويل
پـوښــتـنـه : اقامت څه ته وايي ؟
ځـــــواب : دفرض لمانځه په وخت كې چې كله خلك دجمعې لپاره رابلل كيږي، داّذان كلمې ويل كيږي،خو دحى على الفلاح نه وروسته دقدقامت الصلاۍ كلمې دوه واره داّذان دنوروكلمو نه زياتې ويل كيږي
پـوښــتـنـه :اقامت ويل څه حكم لري ؟
ځـــــواب : اقامت ويل دفرض لمنځونو لپاره سنت او دنورو لمنځونو لپاره سنت نه دى
پـوښــتـنـه : اّيااّذان اواقامت ويل دنارينه اوښځودواړولپاره سنت دى؟
ځـــــواب :نه ! هغه يواځې دنارينه وو لپاره سنت دى
پـوښــتـنـه :بې اودسه اّذان او اقامت ويل څرنګه دي ؟
ځـــــواب :له اوداسه پرته اذان كول روا دي ، خو عادت ګرځول يې ښه نه دي ، او اقامت له اوداسه پرته مكروه دى
پـوښــتـنـه :كه چيرته څوك يو وخت پخپل كوركې فرض لمونځ كوي نو اّذان او اقامت به وايي اوكه نه ؟
ځـــــواب :دكلي دمسجد اّذان او اقامت كافي دى ، خو كه چيرته يې ووايي نو ښه دى
پـوښــتـنـه :مسافربه دسفر په حال كې اذان او اقامت وايي اوكه نه ؟
ځـــــواب :هو ! دسفر په حال كې كله چې له اّبادۍ څخه دباندې وي اّذان او اقامت دواړه ويل پكاردي . خو كه چيرته اذان ونكړي او يواځې اقامت ووايي نو بياهم هيڅ پروا نه لري ، خو ددواړو پريښودل مكروه دي
پـوښــتـنـه :كه اّذان يو سړى وكړي او اقامت بل ووايي نو دا روادي اوكه نه ؟
ځـــــواب :كه موْ ذن نه وْ او ياهم وْ خو دد وهم كس په اقامت ويلو سره نه خفه كېده نو بيا روا دى ، او كه چيرته دموْذن خوښه نه وي نوبيامكروه دى
پـوښــتـنـه :تراّذان څومره وروسته اقامت ويل پكاردى ؟
ځـــــواب :دماښام له اّذان پرته په نورو ټولو وختوكې دومره وروسته والى پكاردى ترڅو هغه كسان چې په خوراك ، څښاك ، يا قضاي حاجت او بولو بوخت وي هغوى فارغه او په لمانځه كې ګډون وكړاى شي
پـوښــتـنـه :داّذان او اقامت دواړو ځـواب څه ډول وي اوحكم يې څه دى ؟
ځـــــواب :داّذان او اقامت دواړو اجابت (ځـواب وركول) مستحب دي، داجابت او ځواب معنادا چې : اوريدونكى هم هغه كلمې ووايي كومې چې موْذن او يا يې مكبر وايي خو حىّ على الصّلاۍ او حىّ على الفلاح چې واوري نو لاحول ولاقوّۍ الا بالله ويل پكارده اود سهار په اّذان كې چې الصّلاۍ خير من النّوم واوري نو صدّقتَ و بررتَ ويل په كار دي ، او په اقامت كې چې قدقامتِ الصّلاۍ واوري اقامها الله وادامها ويل پكاردي
پـوښــتـنـه :له اّذان نه وروسته كومه دعاء ويل پكاردى ؟
ځـــــواب :له اّذان وروسته دې دا دعا ووايي
اللهمّ ربَ هـذه الـدّعوۍ التـّامۍ والصـّلاۍ القائمۍ اتِ مـحمدٍ الـوسيلۍ والـفضيلۍ وابـعثه مـقاماً مـحموداٍ الـذي وعـدّته ږنـك لاتـخلف الـميعاد
اى خدايه ! ددغې كاملې بلنې او رېدونكي اولمانځه پالونكيه ! محمدe ته وسیله (دجنت يوه درجه) وركړه، اولويي وروبښه ، محمود مقام ته يې ورسوه هغه چې تا ورسه لوز (وعده) كړې په تحقيق سره ته دخپلې وعدې پالونكى يې


دلــمـانـځـه دركنـونـو بيـان
پـوښــتـنـه : اركان څه ته وايي ؟
ځـــــواب : په لمانځه كې ځيني داسې خبرې شته چې كول يې فرض دي او اركان ورته وايي ، اركان دركن جمع ده ،اوركن دفرضو په معنا سره راځي
پـوښــتـنـه :په لمانځه كې دننه څو فرضونه دي ؟
ځـــــواب :شپږ
لـومړى : تكبير تحريمه يااولى تكبير (الله اكبر
دوهـم : قيام (ولاړه)ـ
دريــم : قرائت (قران كريم ويل )ـ
څـلورم : ركوع
پنـځـم : دواړه سجدې
شـپـږم : اّخره قعده (يانې دلمانځه په اّخركې دالتحيات په مقدار سره كيناستل) ، خو تكبير تحريمه شرط دى ركن نه دى
پـوښــتـنـه : كله چې تكبيرتحريمه شرط دى اوركن نه دى نو بيا ولې دمخكنيو شرطو نوسره يوځاى بيان نه كړاى شو ؟
ځـــــواب :څرنګه چې دتكبير تحريمه اودلمانځه دنورو اركانو ترمنځ كومه فاصله نه شته او لمونځ هم په همدې تكبير سره پيليږي ځكه نو دلمانځه دنورو اركانو سره يوځاى دتكبير تحريمه بيانول راته مناسب ښكاره شول


دتـكبيـر تـحـريـمـه بـيـان
پـوښــتـنـه : دتكبيرتحريمه نه مقصدڅه دى ؟
ځـــــواب :دنيت تړلو په وخت كې چې " الله اكبر" وويل شي په دې سره لمونځ پيليږي اوخبرې چې لمونځ پرې باطليږي هغه حراميږي ، له دې امله ورته تكبير تحريمه وايي
پـوښــتـنـه :كه دفرض لمانځه له نيت نه وروسته تكبير تحريمه په كړوپه ملا وويل شي نو لمونځ كيږي اوكه نه ؟
ځـــــواب :نه ! ځكه چې دتكبير تحريمه په وخت كې په فرض او واجب لمنځونو كې چې كله عذر نه وي نيغ درېدل شرط دي


دلـمانـځـه دلـومـړي ركـن قيـام (درېدلو) بيـان
پـوښــتـنـه : دقيام (درېدلو) څخه مقصد څه دى ؟
ځـــــواب :قيام ودرېدا ته وايي ، او دودرېدا څخه مقصد داسي ولاړه ده چې لاسونه ترځنګنو پورې ونه رسيږي
پـوښــتـنـه :په لمانځه كې درېدل څومره اوپه كومولمنځوكې فرض ده؟
ځـــــواب : په فرض اوواجب لمنځو دواړو كې دومره ودرېدافرض ده
، چې دفرض په مقدار سره قرائت وويل شي
پـوښــتـنـه : كه دولاړي طاقت نه وي نو بيا به څه كوي ؟
ځـــــواب :كه دناروغۍ يادزخم يا ددښمن له وېرې يا دهمداسي يو بل غټ عذر په وجه يو څوك نه شي دريدلى نو په ناسته سره فرض او واجب لمونځ كولاى شي
پـوښــتـنـه : په نفل لمانځه كې دودرېدلو حكم څه دى ؟
ځـــــواب :په نفل لمانځه كې ودرېدل فرض نه دى ، له عذره پرته په ناسته سره هم نفل لمونځ كيږي خوله عذره پرته په ناسته سره په نفل لمانځه كې نيمايي ثواب وي


دلــمـانـځـه ددوهــم ركــن ـ(قــرائـت) بـيــان
پـوښــتـنـه :دقرائت معنا څه ده ؟
ځـــــواب :قراْت دقراّن كريم ويلوته وايي
پـوښــتـنـه :په لمانځه كې څومره قراّن كريم ويل ضروري دي ؟
ځـــــواب :كم تركمه يواّيت ويل فرض دي اوسورت فاتحه (الحمدلله) ويل واجب دي، دفرضو په لومړيو دوو ركعتو اودوترو ، سنتو اونفلو په ټولوركعتونوكې له سورت فاتحې وروسته بل سورت يا يو لوى اّيت او يا هم درى واړه ايتونه ويل واجب دي
پـوښــتـنـه :اّيا دسوره فاتحې ويل په هر ركعت كې واجب دي ؟
ځـــــواب : دفرض لمانځه له دريم اوڅلورم ركعت نه پرته په هر لمانځه كې كه هغه فرض، واجب ،سنت اوياهم نفل وي، ددې ټولو لمنځونو په هر ركعت كې دسورت فاتحې ويل واجب دي
پـوښــتـنـه :كه چيرته دسړي يو اّيت هم يادنه وي نو څه به كوي ؟
ځـــــواب :سبحان الله يا الحمد لله دې د قرائت په ځاى وايي او پرده باندې ژر ترژره دقراّنكريم زده كړه او يادول فرض دي
دفرض قرائت په اندازه دقرانكريم يادول پرې فرض اودواجب قراْت په اندازه پرې واجب دى ، اودنه زدكولو په صورت كې به ډير زيات ګناه ګاروي
پـوښــتـنـه : قراّن كريم دكوم وخت په لمنځونو كې په زوره ويل پكاردي ؟
ځـــــواب : په امام باندې واجب دي چې دماښام اوماخستن د لمانځه په اولو دوو ركعتو اودسهار، جُمعې او اخترونوپه ټولو ركعتو، او همدراز دروژې په مياشت كې په تراويح او وتروكې په لوړغږ (جهر)سره قراْت ووايي
پـوښــتـنـه : په كومو لمنځوكې په ټيټ اّواز سره قرائت ويل پكاردي ؟
ځـــــواب :دماسپښين اومازديګر په لمانځه كې امام او منفرد ټول ، اوپه وترو كې يواځې منفرد بايدقرائت په ټېټ غږسره ووايي
پـوښــتـنـه : په لوړغږسره دقرائت ويلو اندازه څومره ده ؟
ځـــــواب : كمه درجه يې داده چې ده ته نژدې سړى يې غږ واوري ، اودټيټ غږويلو كمه درجه داده چې خپل اوازيې ترغوږو ورسيږي
پـوښــتـنـه : په كومو لمنځونوكې چې په لوړغږ قراْت ويل كيږي هغو ته څه وايي ؟
ځـــــواب :هغو ته جهري لمنځونه وايي ځكه چې دجهر مانا ده په لوړغږ سره ويل
پـوښــتـنـه : په كومو لمنځونوكې چې قراْت په ټيټ غږ ويل كيږي هغوته څه ويل كيږي ؟
ځـــــواب :هغو ته سري لمنځونه وايي ، ځكه چې د سري ماناده په ټيټ غږ او په كراره ويل
پـوښــتـنـه : كه يوڅوك په ژبه سره دقرائت الفاظ ونه وايي يواځې يې په خيال كې ووايي لمونځ يې كيږي اوكه نه ؟
ځـــــواب : نه ! په خيال ځغلولو سره لمونځ نه كيږي ، بلكې په ژبه سره ويل يې ضروري دي


دلـمـانـځـه د دريـم اوڅــلـورم ركـن ـ(ركــوع ،سـجــدې) بـيــان
پـوښــتـنـه : دركوع كمه اندازه څومره ده ؟
ځـــــواب : دركوع كمه اندازه داده چې ملاكړوپه او ورغوي ځنګنو
ته ورسيږي
پـوښــتـنـه : دركوع مسنونه طريقه څه ډول ده ؟
ځـــــواب : دومره كړوپيدل چې سراوملادواړه برابرشي څنګلې له تشيونه لري وي اوځنګنونه بايد په دواړو ورغويو ونيول شي
پـوښــتـنـه : كه چيرته دسپين ږيرتوب ياد بل څه له امله ملا دومره كړو په شي چې دركوع شكل ته ورته شي نو بيابه ركوع څه ډول كيږي ؟
ځـــــواب :په سر سره دې اشاره كوي داسي چې يواځې سر لږ ښكته كړي نو ركوع يې كيږي
پـوښــتـنـه : له سجدې نه مقصد څه دى ؟
ځـــــواب :پرځمكه باندې تندى ايښودلو ته سجده وايي
پـوښــتـنـه :كه څوك يواځې په پزه ياتندي باندې سجده وكړي نو سجده يې كيږي اوكه نه ؟
ځـــــواب :كه چيرې دعذر له امله داسې وكړي نو بيا داروادي ، اوكه له عذره پرته يواځگې پرتندي باندې سجده كوي سجده يې كيږي خو داكار مكروه ده ، اوله عذرپرته يواځې پرپزه باندې سجده نه كيږي
پـوښــتـنـه : په هر ركعت كې يوه سجده فرض ده اوكه دواړه ؟
ځـــــواب :دواړه سجدې فرض دي
پـوښــتـنـه :كه چيرته تندى اوپزه دواړه زخمي وي نو بيا به سجده څه ډول كيږي
ځـــــواب :دداسي خلكو سجده يواځې دسر په ښورولوهم كيږي
پـوښــتـنـه : ددواړو سجدو په منځ كې به څومره وخت كښيني ؟
ځــــواب :له لومړۍ سجدې وروسته دې په ډاډه زړه كښيني اوبيا دې دوهمه سجده وكړي
پـوښــتـنـه :كه چيرته داخترونو يادجُمعې اوياهم په يوه بله ستره غونډه كې دخلكو دزياتوالي له امله كه ځاى تنګ وو،د شاتني سړى سجده دمخكني سړي په شاباندې كيږي اوكه نه ؟
ځـــــواب :كيږي

دلــمـانـځـه دپـنــځـم ركــن ( اّخـري نـاستــې ) بـيــان
پـوښــتـنـه :په اخيره قاعده كې څومره اندازه ناسته فرض ده ؟
ځـــــواب :دالتحيات د اّخري تورو (عبده ورسوله)ترويلو پورې ناسته فرض ده
پـوښــتـنـه :اخيره قاعده په كومو لمنځونوكې فرض ده ؟
ځـــــواب :په ټولو لمنځونوكې فرض ده كه هغه فرض ، واجب ، سنت اويا هم نفل وي


دلـمـانـځـه دواجـبـاتو بيـان
پـوښــتـنـه : دلمانځه واجبات كومو خبروته وايي ؟
ځـــــواب :دلمانځه واجبات هغو خبرو ته وايي چې كول يې په لمانځه كې ضروري وي ، كه چيرته له چا څخه يو واجب په هيره سره پاته شي نو دسجده سهوه په كولو سره يې لمونځ بيرته سهي كېدلى شي ، اوكه په هيره سره ديو واجب له پاته كيدو وروسته بيا هم سجده سهوه ونه شي او ياهم په لوى لاس يو واجب پريښودل شي ؛ دلمانځه بياراګرځول واجب دي
پـوښــتـنـه : دلمانځه واجبات څو دي ؟
ځـــــواب :دلمانځه واجبات څوارلس (14) دي
۱ـ دفرض لمانځه په لومړيو دوو ركعتونو كې قرائت ويل
۲ـ دفرض لمانځه له دريم اوڅلورم ركعت څخه پرته دهرلمانځه په ټولو ركعتونوكې سورت فاتحه ويل
۳ـ دفرض لمانځه په اولو دوو ركعتونوكې اودواجبو ، سنتو، اونفل لمنځگونو په ټولو ركعتونوكې له سورت فاتحې نه وروسته يو سورت يا يوغټ اّيت اويا درى واړه اّيتونه ويل
۴ـ د سورت نه مخكې فاتحه ويل
۵ـ دلمانځه دبرخو ( قراْت، ركوع ، سجدې ) او ټولو ركعتونو ترمنځ د ترتيب لحاظ ساتل داسې چې ترپايه پورې په ترتيب سره يوپربل پسې اداشي
۶ـ قومه كول ، يعني دركوع څخه نيغ ولاړيدل
۷ـ جلسه ( ددواړو سجدو په منځ كې سمه ناسته كول)ـ
۸ـ دلمانځه داركانو تعديل يعنې چې ركوع، سجده اودلمانځه نور اركان په ښه ډاډه زړه او ښه توګه سره اداكول
۹ـ ړومبۍ قعده يانې په درى اوڅلور ركعتي لمونځونوكې له اولو دوو ركعتونو څخه وروسته د تشهد (دالتحيات) په مقدار سره كيناستل
۱۰ـ په دواړو قعدوكې تشهد (التحيات) ويل
۱۱ـ دامام لپاره دسهار ، ماښام ، ماخستن ، جُمعې، اخترونو، تراويح ، او روژې مباركه په وتروكې په زوره " په لوړاواز" قراْت ويل ۱۲ـ د سلام په لفظ سره له لمانځه څخه وتل
۱۳ـ په وتروكې دقنوت لپاره تكبير اوبيا دعاء قنوت ويل
۱۴ـ ددواړو اخترونو په لمنځونوكې زائد تكبيرونه ويل


دلـمـانـځـه دسنـتـو نو بـيــان
پـوښــتـنـه : دلمانځه سنتونه كومو خبرو ته وايي ؟
ځـــــواب :په لمانځه كې چې دكومو شيانو ترسره كول له پيغمبر نه ثابت وي ، خوټينګارپرې دفرضو او واجبو د درجې هومره نه وي راغلى سنت ورته وايي كه چيرته يوسنت په هيره سره پاتې شي نو نه لمونځ فاسديږي اونه سجده سهوه واجبيږي اونه هم ګناه لري ، اوكه په لوى لاس سره پريښودل شي نوكه څه هم نه لمونځ پرې فاسديږي اونه دسهوې سجده پرې واجبيږي خو پريښوونكى يې دملامتۍ وړ بلل كيږي
پـوښــتـنـه : په لمانځه كې څو سنتونه دي ؟
ځـــــواب : په لمانځه كې يو ويشت (21) سنتونه دي
۱ـ له تكبير تحريمه مخكې دواړه لاسونه غوږو ته وړل
۲ـ ددواړو لاسو ګوتې پرخپل حال باندې خورې پريښگوول او قبلې ته يې مخامخ كول
۳ـ دتكبيرپه وخت كې سرنه ښكته كول
۴ـ دامام لپاره تكبير تحريمه اوديوه ركن څخه بل ركن ته دتلو په وخت كې دضرورت په اندازه ټول تكبيرونه په لوړغږ سره ويل
۵ـ دښى لاس ورغوى د چپه لاس پرخپړه دپاسه ايښودل
۶ـ ثناء ( سبحانك اللهم ) ويل
۷ـ تعوذ ( اعوذ بالله) ويل
۸ـ تسميه : بسم الله ويل
۹ـ دفرض لمانځه په دريم اوڅلورم ركعت كې يواځې د فاتحې ويل
" ۱۰ـ اّمين " ويل
۱۱ـ ثنا ، تعوذ، بسم الله، اواّمين ټول په ټيټ غږ ويل
۱۲ـ له سنتو سره سم قرائت ويل ، پدې معنى چې په هر لمانځه كې په څومره اندازه دقرانكريم ويل سنت وي هغومره اندازه يې ويل
۱۳ـ په ركوع اوسجده كې درى د رى واره تسبيح ويل
۱۴ـ په ركوع كې د سر اوملا برابروالى او دواړه ورغوي پرځنګنو كلك ايښودل پداسي حال كې چې دلاس ګوتې خورې وي
۱۵ـ په قومه كې امام لپاره " سَمِعَ اللهُ لمن حمده " او مقتدي لپاره " ربّنا لك الحمد" ويل ، او منفرد لره تسميع او تحميد دواړه ويل
16_ ۱۶ـ دسجدې پر وخت لومړى دواړه ځنګنونه پرځمكه لګول اوبيا دواړه ورغوي ، بيا پزه اوبيا تندى
۱۷ـ په جلسه اوقعده كې چپه پښه در ول او پرې كښيناستل ، اوښى پښه داسې درول چې دګوتو سرونه يې دقبلې لور ته وي ، او دواړه لاسونه پر ورنو ايښوول
۱۸ـ په تشهد كې پر " اشهد ان لااله الاالله " باندې دشهادت په ګوته سره اشاره كول
۱۹ـ په اّخره ناسته (قعده)كې له تشهد وروسته درود ويل
۲۰ـ له درود وروسته دعاء ويل ۲۱ـ اول ښي ، بيا چپ لورته سلام ګرځول


دلمانځه د مستحباتوبيان
پـوښــتـنـه : په لمانځه كې څو شيان مستحب دي ؟
ځـــــواب :په لمانځه كې پنځه شيان مستحب دي
۱ـ دتكبيرتحريمه په وخت كې له لستوڼو څخه ددواړو خپړو راايستل
۲ـ دمنفردلپاره له درى واره زيات تسبيح ويل
۳ـ دولاړې په حال كې دسجدې ځاى ، په ركوع كې دپښو خپړو، په جلسه اوقعده كې خپلې سېنې، اودسلام په وخت كې خپلو اوږوته كتل
۴ـ په خپل پوره توان سره ټوخى نه كول
۵ـ دارږمي په وخت كې خوله بندول ، اوكه خلاصه هم شي نو دقيام په حال كې يې په ښي لاس سره اوپه نورو حالاتو كې د چپه لاس په خپړه سره بندول

دلـمـانـځه كولـو پـوره طـريـقـه

كله چې دلمانځه اراده وكړې ، نو لومړى خپل ځان له هرې غټې او وړې ښكاره بې اودسۍ څخه پاك كړه ،پاكې جامې واغونده پرپاكه ځمكه قبلې ته مخامخ داسي ودريږه چې د دواړو پښو په منځ كې دې فاصله دڅلورو ګوتو په اندازه اويا دېته نږدې وي
كوم لمونځ چې كوې دهغه نيت په زړه كې وكړه ، لكه : دسهار فرض لمونځ خاص خدايه تالره كوم اوكه يې په ژبه سره ووايي نو هم ښه خبره ده ، بيا دواړه لاسونه غوږوته وروړه، دلاس ورغوي اوګوتې قبلې ته مخامخ كړه ، او بټې ګوتې دغوږو نرميو ته يوسه په داسې حال كي چې ګوتې دې خورې وي ، اوس نو " الله اكبر " ووايه ، دواړه لاسونه د نامه له غوټۍ لاندې وتړه داسې چې دښى لاس ورغوى بايد دچپه لاس پر خپړه باندې راشي ، دبټې او خچڼۍ ګوتې نه كړۍ (حلقه) جوړه او چپه لاس پرې ونيسه
پاته درى ګوتې بايد دمړوند له پاسه وي او نظردې بايد د سجدې پرځاى باندې وي ، لاسونه به دې همداڅیر تړلي وي اوپه ټیټ غږ ثناء ووايه بيا تعوذ، بيا تسميه، او سورت فاتحه ووايه ، كله چې سورت فاتحه خلاصه شوه نو په ټېټ غږ " اّمين" ووايه ، بيا يوسورت يا غټ اّيت اويا درى كوچني اّياتونه ووايه خوكه چيرته په امام پسې ولاړوې؛ نو بياترثناء وروسته چوپ اوسه اوچې امام څه وايي په چوپه خوله يې واوره تعوذ،تسميه، سورهْ فاتحه، اوسورت هيڅ شى مه وايه قرائت په ډاډه زړه او سهي طريقه سره ووايه چټكتيا پرې مه كوه ، بيا الله اكبر ووايه ركوع ته لاړشه ، ګوتې خورې كړه اوپه ورغوي ځنګونونه كلك ونيسه ،اوملا داسې اّواره كړه كه چيرته داوبو ډكه كاسه پرې كښيښودل شي هغه هم روغه په خپل حال پاته شي سر له ملا سره داسي برابركړه چې نه لوړ ه اونه ښكته وي .
لاسونه دې بايد له تشيونه لري وي ، پنډۍ بايد نيغې كړې ،بيا په ركوع كې درى واري اوياهم پنځه وارې تسبيح ووايه بياتسميع ووايه او نيغ ودريږه تحميد هم ووايه ، امام به يواځې تسميع اومقتدي به يواځې تحميد وايي ، اومنفرد دې تسميع او تحميد دواړه ووايي .
بياتكبيرووايه اوسجدې ته لاړ شه دسجدې پروخت اول دواړه ځنګنونه پرځمكه ولګوه، بيا دواړه لاسونه ، بيا پوزه بيا تندى اومخ موبايد ددواړه لاسونو تر منځ دسجدې پرځاى اوبټې ګوتې مودغوږو مخامخ وي ،د لاسو ګوټې دې بايد سره نښتې وي ترڅو يې سرونه دقبلې لورته شي ،څنګلې له پښتيو او نس (خیټه) له ورنو اوڅنګلو لري وي ، اوڅنګلې پرځمكه مه څملوه ، په سجده كې درى يا پنځه واره دسجدې تسبيح وواي دسجدې نه دراپورته كیدو په وخت كې لومړى تندى ، بيا پوزه، بيا لاسونه راجګ كړه ، تكبير ووايه پورته شه ، اونيغ كښينه ، بياتكبي ووايه دوهمه سجده دلومړي هغې په څېروكړه ، بيا تكبير ووايه اوراپورته شه په راپورته كېدو كې لومړى تندى بياپوزه، بياځنګنونه راجګ كړه اودپښوپرپنجو باندې نيغ ودريږه لاسونه وتړه اوبسم الله ، سورت فاتحه او يو سورت ووايه (كه په امام پسې ولاړوې نو هيڅ مه وايه هرڅه په چوپه خوله واوره) بيا په همغه ترتيب سره ركوع ،قومه، سجده ، جلسه اودوهمه سجده وكړه
له دوهمې سجدې نه چې راپورته شوې چپه پښه څملوه پرې كښينه ، ښۍ پښه داسې ودروه چې دګوتو سرونه يې قبلې ته مخامخ وي، اوس نو دواړه لاسه پر ورنو باندې كښيږده او التحيات ووايه كله چې اشهد ان لا اله الاالله ته ورسیدې نو د بټۍ او دمنځنۍ ګوتې نه حلقه جوړه كړه اودشهادت ګوته پر"لاږله"باندې پورته اوپر" ږلا الله" باندې يې ښكته كړه اوګوتې تراّخره پورې همداسې تړلې وساته
تشهدچې ختم كړې كه چيرته لمونځ دوه ركعته وْ نودرود شريف ووايه بيادعا ووايه ، لومړى ښي ا و بياچپ لورته سلام وګرځوه ، د سلام ګرځولو په وخت كې لومړ ىښي لورته مخ وګرځوه او بياچپ طرف ته هم مخ ورسره وګرځوه ښي لورته دسلام ګرځولو په وخت كې دې دښي لوردملائكو اولمونځ كوونكو نيت وكړه او چپه لورته دسلام ګرځولو په وخت كې دې دچپه لور دملائكو او لمونځ كوونكو نيت وكړه ، اوپه كومه خوا كې چې امام وي دهغه لور په سلام ګرځولو كې دامام نيت هم وكړه او امام بايد په دواړو سلامونوكې دمقتديانو نيت وكړي اوكه چيرته لمونځ درى يا څلور ركعتيه وي نو له تشهد وروسته درود مه وايه ، بلكې تكبير ووايه او ودريږه ، دريم اوڅلورم ركعت كه دفرض لمانځه وي دفرضو له ترتيب سره اوكه واجب ياسنت يا نفل لمونځ وي دهغو له ترتيب سره سم يې پوره كړه ، اوسلام وګرځوه ، له سلام وروسته دا دعا ووايه : " للـهمّ نـت السـّلام ومـنك السـّلام، تباركت يـا ذالـجلال و الكـرام" اى خدايه ! ته سلامتياوركونكى يې، اوسلامتياهم دتاله لورې ده ، ته دبركت څښتن يې اى دلويي اوشان څښتنه
" اللـهم ډعنّي على ذكــــرك وشـكرك وحسـن عبادتك" [ابوداود
اى خدايه ! له ماسره مرسته وكړه ترڅو تاياد (ذكر) كړم ، ستا شكراداكړم، ستاينه اوبندګي دې وكړم.
او دادعا ويل هم مسنون دي " لااله الاالله وحـده لاشـريك لـه ، لـه الـملك ولـه الـحمد ،وهـو على كلّ شىٍْ قـدير [ بـخاري- مسـلم
له خدايه پرته بل معبود نشته هغه يواځې دى سيال نه لري، پاچاهي اوتمامې ستاينې هغه لره دي، په هرشي قادردى
اللّـهمّ لامـانع لـما ډعـطيت ولا مـعطى لـما منــعت ولاينـفع ذالــجد منـك الـجد " [ بـخاري – مسـلم ] ـ
اى خدايه ! څه شى چې ته وركوې هيڅ څوك يې مخه نه شي نيولى، اوڅه شى چې وركول نه غواړې هيڅوك يې وركولاى نه شي، دخلاصون په لار كې هغه ته هيڅ ګټه رسولاى نه شي اودمالداره سړي مالداري ستاله عذابه




دريمه برخه
لومـــړۍ څـــانــګه
تـعلـيـم الايـمان
داسـلامي عــقايـدو زده كړه

بســـــم الله الرحـــــمن الــــــرحــــيم
نحمدالله العلى العظيم ونصلي على رسوله الكريم


تـــوحــيــــد
پـوښــتـنـه : توحيد څه ته وايي ؟
ځـــــواب : په زړه سره الله تعالى يو ګڼل اوپه ژبه سره دهمدې خبرې اقرار ته، توحيد وايي ؟
پـوښــتـنـه : دالله تعالى يو والي خلكو ته څه ډول معلوم شوى ؟
ځـــــواب : اول:خودانسان عقل (په دي شرط چې عقل روغ وي ) دالله تعالى په شته والي (وجود) او يووالي (وحدانيت) باور لري له همدي امله ده چې په دنيا كې څومره سترستر عقلمندان، حكيمان او فلسفيان تيرشويدي هغوي ټولو دالله تعالى په وحدانيت (يووالي) اقراركاوه
دوهم:داچې دالله تعالى ټولو پيغمبرانو خلكوته دتوحيد لارښوونه كړي اودايي ويلي چې الله تعالى يو دى، سيال نه لري
پـوښــتـنـه : ايا په قراّن كريم كې د توحيد ښوونه (تعليم) شوى ؟
ځـــــواب :هو ! په قراّن كريم كې دتوحيد ښوونه په پوره اوښه ډول سره شوې، بلكې نن په دنيا كې يواځي قران كريم داسى كتاب دي چې دتوحيدښوونه كوي ، كه څه هم په مخكني اسماني كتابونو كې د توحيد ښوونه وه، خو په هغو ټولو كتابونو كې خلكو تحريف (رد وبدل) كړى اودتوحيد خلاف خبري يي ورداخلي كړې، اودالله تعالى راليږلې اسماني ښوونه يي بدلې كړې دهغو دسموالي ،اوددي لپاره چې نور ريښتينى توحيد خپورشي الله تعالى حضرت محمد راوليږه اوخپل خاص (ځانګړى) كتاب قران كريم يي پرې نازل كړ اوپه هغه كې يي د سوچه، ريښتيني اوخالص توحيد ښوونه كړې .
پـوښــتـنـه : دقران مجيد له كومو اياتو نه توحيد ثابتيږي ؟
ځـــــواب :ټول قراّن كريم له اوله تر اّخره د توحيد له لارښوونو ډك دى يو څو اياتونه يې دادي

ستاسو معبود يو الله دى دهغه څخه پرته بل معبود نشته هغه خورا لوروونكى اوښه مهربانه دى.


ـ سوره بقره 163 ايت

دوهم اّيت دادى



ـ اّل عمران 17 ايت

الله تعالى شاهد دى چې له ده نه پرته بل معبود نشته، ملائكې او دعلم خاوندان هم ددې خبرې ګواهي وركوي ،هغه انصاف راوستونكى دى له هغه پرته بل معبود نشته هغه زوروراود حكمت څښتن دى
همداراز نور بي شمير ه اياتونه دالله تعالى د يووالي ښوونه كوي لكه : قل هوالله احد[ ( ووايه اى پيغمبره چى الله يو دى) اوداسې نورايتونه
پـوښــتـنـه : دخداى تعالى ذاتي نوم څه دى ؟
ځـــــواب : دخداى تعالى ذاتي نوم الله دى چې اسم ذات او ذاتي اسم هم ورته وايي
پـوښــتـنـه : د الله له نامه پرته د خداى تعالى نورو نومونو لكه خالق، رازق، اوداسې نوروته څه وايي ؟
ځـــــواب : دالله تعالى دغه ډول نومونو ته صفاتي نومونه وايي
پـوښــتـنـه : دصفاتي نوم معنا څه ده ؟
ځـــــواب :داچېالله تعالى ګڼ صفتونه لري، لكه قديموالى، (يعني تل تر تله او هميشه پاتې كېدل) ، عالم (په هر شي پوهیدل)، قادر پرهر شي قدرت لرل، حىّ (ژوندي كول )، اوداسي نور، كله چې يو صفت له دې صفاتو څخه ښكاره كړي هغه ته صفاتي نوم وايي
په مثال يې ځان داسي پوه كړيْ چې ديو سړي نوم (جميل) دى او يواځي د ده د ذات د پيژندني لپاره ايښودل شوى دى په دې كې دهيڅ صفت لحاظ نه دى ساتل شوى خو كه چيرته ده ليك زده كړى وي اوديني علوم يې لوستلي وي ،قران كريم يي هم يادي كړى وي، ددي صفتونو له امله دى عالم ، محرر اوحافظ هم بلل كيږي، نو جميل دده ذاتي نوم او عالم، محرر، اوحافظ دده صفاتي نومونه دي، ځكه دانومونه دديني علومودزده كړې اوقران كريم ديادولو دستاينې له لحاظه پرې ايښودل شوي
همداڅیر الله خو دخداى تعالى ذاتي نوم يا اسم ذات دى او خالق، قادر، عالم، مالك، او نور يې صفاتي نومونه دي
پـوښــتـنـه : دالله تعالى ذاتي نوم خوگ يو دى دهغه صفاتي نومونه څو دي ؟

ځـــــواب : په قراّن كريم كې الله تعالى فرمايلي
الله تعالى لره ګڼ شمير ښه نومونه دي نو تاسو يي په هغو نومو نو سره وبوليْ

په حديث شريف كي راغلی دي ا ن لله تـعالى تسـعۍ وتسعـين ا سـماً، مـائۍ الا واحـداً". [بـخـاري]ـ
بي شكه دالله تعالى نه نوي (99) يعني يوكم سل نومونه دي


مـــلائـــكـــې
پـوښــتـنـه : له مقربو ملائكو پرته دنورو ټولو ملائكو مرتبه په خپل منځ كې برابره ده اوكه كمه يا زياته ده ؟
ځـــــواب : څلور مقربې ملائكې چې نومونه يي تاسو دتعليم الاسلام په دوهمه برخه كې ولوستل ترټولو ملائكو غوره دي خو له دوى پرته نورې ملائكې هم شته چې په خپلو منځو كې دكمې اوزياتې مرتبې لرونكې دي داسې چې ځيني يې ډيرې مقربې اوځيني لږ مقربې دي
پـوښــتـنـه : ملائكې څه كاركوي ؟
ځـــــواب : په ټولو اسمانو اوځمكو كې بې شميره ملائكې پر بيلابيلو كارو بوختې دي لنډه داچگې داسمانو اوځمكوټول كارونه الله تعالى ملائكو ته ورله غاړې كړى اوملائكې يې دالله تعالى له حكم سره سم سرته رسوي

پـوښــتـنـه : دملائكو يوڅو كارونه راته بيان كړه ؟
ځـــــواب : حضرت جبرائيل به دالله تعالى پيغام، احكام اوكتابونه پيغمبرانو ته راوړل او كله نا كله به دانبياوْ دمرستې لپاره اود الله اودرسول ددښمنانو سره دجنګ لپاره هم راليږلې شوې ده، دهمدې په وسیله کله ،په ځينو وختونو كې دالله تعالى پرياغي (نافرمانه) بندګانو باندي عذاب هم نازل شوى
حضرت ميكائيل مخلوق ته دروزي رسولو، باران او رولو، اونورو كارونو په برابرولو باندې بوخته ده اوبې شمیره ملائكې يې ترامر لاندي كار كوي ځيني يې پر دريابونو، سندونو، تالابونو او اور باندې مقررې دي ، دوي ټولې دالله تعالى له حكم سره سم كارونه سرته رسوي
حضرت اسرافيل به دقيامت په ورځ شپيلۍ وهي ، حضرت عزرائيل دمخلوق د ارواوو (روح) په اخيستو مقرره ده اوډيرې ملايكې يې تر امر لاندي كاركوي
دنيكو بندګانو اروا اخيستونكې ملائكې جلا اود بدكارو انسانانو جلادي، او له دې پرته دملائكو يو څو نور كارونه دادي :
۱ـ دهرانسان سره دوه ملائكې وي يوه يې ښه عمل اوبله يې بداعمال ليكي ، دواړوملايكوته "كرام الكاتبين "وايي
۲ـ ځيني ملائكې له اّفتونو او بلاوْ څخه دانسانانو پر ساتنه مقررې دي دماشومانو، سپين ږيرو، ضعيفانو نه پرته دهغو انسانانو ساتنه هم كوي چې په اړه يې الله تعالى ورته دساتني امروكړي
۳ـ ځينې ملائكې دانسان له مرګه ورو سته په قبر كې له هغه نه پوښتنې كوي اودهر انسان قبر ته له خښيېدو روسته دپوښتنو لپاره دوه ملائكې راځي يوي ته نكير او بلې ته منكر وايي
۴ـ ځيني ملايكې بياپه دنيا كې ګرځې اوچيرته چې دالله تعالى ذكر او وعظ كيږي يا قراّن كريم لوستل كيږي هلته حاضريږي اوڅومره خلك چې په هغه مجلس اويادې نيك كار كې اخته وي دالله تعالى په وړاندې دهغوي په ګډون شاهدي وركوي؛ په دنيا كې چگي څومره ملائكې كارونه كوي هغوى سهار اوماښام بدليږي د سهار دلمانځه په وخت كې دشپې ملايكې اسمانوته خيږي اودورځې ملايكې راكوزيږي بيادمازديګر له لمانځه وروسته دورځې ملائكې ځي اودشپې كاركوونكې ملايكې راځي
۵ـ ځيني ملايكي بيادجنت پر كاروبوختې دي
۶ـ ځيني نورې ملايكې بياددوزخ پرانتظام بوختې دي
۷ـ ځينو ملايكو دالله تعالى عرش پورته نيولى دى
۸ـ ځيني نورې ملايكې بيا دالله تعالى په عبادت، تسبيح، او پاكي بيانولو كي اخته دي
پـوښــتـنـه : داله څه معلومه شوه چگي ملايكې دومره كارونه كوي ؟
ځـــــواب : داټولې خبرې په قران كريم او احاديثوكې راغلي دي


دخداى تعالى كتابونه
پـوښــتـنـه : داڅرنګه معلومه شوه چې تورات، زبور او انجيل هم اسماني كتابونه دي ؟
ځـــــواب : دقراّن كريم څخه ثابتيږي چې دادري واړه كتابونه اسماني دي د تورات په هكله الله تعالى فرمايي
له شكه پرته موږ تورات نازل كړى په هغه كې هدايت او نوردى
دزبورپه هكله يې فرمايلي: واتينا داودَ زبوراً[ دسورت نساء 163ايت . موږ داود ته زبور وركړ
دانجيل په هكله فرمايي : وقفينا بعيسى ابن مريم واتينه الانجيل [ [دحديد سورت 27 ايت] موږ حضرت عيسى بن مريم راوليږه اوهغه ته مو انجيل وركړ
نو مسلمانانو ته دقران كريم په واسطه دامعلومه شوه چې دا درى سره كتابونه اسماني دي
پـوښــتـنـه : كه چیري يو څو ك تورات، زبور، انجيل دالله تعالى كتابونه نه بولي نو هغه څرنګه دي ؟
ځـــــواب : هغه كافردى ځكه چې دقران كريم نه داخبره جوته شوې چې دا واړه دالله تعالى كتابونه دي څوك يې چې د الله تعالى كتابونه نه ګڼي هغه دقران كريم ښوولې خبره نه مني اوڅوك چې دقران كريم ښوولې خبره نه مني هغه كافردى
پـوښــتـنـه : اّيا هغه تورات، زبور، انجيل كوم چې نن د عيسايانوپه لاسوكې دي هغه اصلي اسماني كتابونه دي ؟
ځـــــواب : نه ! ځكه دقران كريم نه داخبره ثابتيږي چې دوى اصلي اسماني كتابونه بدل كړي دي او اوس ددوى په لاس كې چې كوم تورات، زبور اوانجيل دي هغه اصلي اسماني كتابونه نه دي بلكې په هغوكې تحريف (ردوبدل) شوى ، له دې امله بايد په اوسني وخت كې په دې كتابونو باندي داعقيده ونه ساتل شي چې ګويادا هغه اصلي كتابونه دي

پـوښــتـنـه : داڅه ډول معلومه شوه چې پرځينو پيغمبرانو صحيفې هم نازلې شوې دي ؟
ځـــــواب :دقران كريم څخه ثابته ده چې پرځينو پيغمبرانو صحيفې نازلې شوې، دحضرت ابراهيم دصحيفې يادونه په سورت "الاعلى" كې راغلې

پـوښــتـنـه :قران كريم دخداى تعالى كتاب دى اوكه يې كلام دى ؟
ځـــــواب : قران كريم دخداى تعالى كتاب اوهم يې كلام دى په خپله په قران كريم كې ورته كتاب او كلام دواړه ويل شوي دي
پـوښــتـنـه :دخداى تعالى په اسماني كتابو (تورات ، زبور، انجيل او قران كريم ) هريوه كې كوم يو كتاب غوره دى ؟
ځـــــواب : قران كريم ترټولو افضل اوغوره دى

پـوښــتـنـه : قران كريم په مخكنيو كتابونو څه غوره والى اوځانګړتياوې (خصوصيت)لري ؟
ځـــــواب : ډيرې ځانګړتياوې لري دهغو څخه يې يو څو دادي
اول _ داچې دقران كريم يو يو تورى او يويو لفظ ساتل شوى په يوه نقطه كې يې هم نه كموالى او نه هم زياتوالى راغلي دى اونه به دقيامت ترورځې پكې راشي، خو په نورو اسماني كتابونو كې خلكو زياتوالى او كموالى راوستى

دوهم _ داچې دقران كريم متن عاجزه كونكى (مُعجز) دى په دې معنا چې متن يې دداسې لوړې ادبي درجې دى چې دقران كريم ديوكوچني او وړوكي سورت په څير هم هيڅو ك ددې وس نه لري چې داسي متن جوړ كړي

دريم _ داچې قران كريم دوروستني شريعت احكام له ځانه سره راوړي دي ځكه خو يې دمخكنيوكتابونو ډيرحكمونه منسوخ يا له منځه يوړل

څلورم _ داچې مخكې كتابونه به په يو وار پوره نازلېدل خوقران كريم ددرويشتو "23" كالو په موده كې د ضرورت په اندازه لږ لږ نازليده اودضرورت په وخت كې دلږ ،لږ نازلېدو له امله يې دخلكو په زړونوكې ځاى ونيو اوپه سلګونو اوزرګونو انسانانو دهغه حكمونه ومنل اومسلمانان شول

پنځم _ داچې قرانكريم دزرهاوواولكونو مسلمانانو په سينوكې ساتلى اوخوندي پروت دى اوداډول ساتنه درسول كريم له مباركې زمانې نه تراوسه پوري په پرلپسې ډول روانه ده او انشاء الله تر قيامته پورې به روانه وي اوپه سېنوكې يې دساتنې له امله تر ننه پورې داسلام دښمنانوته هېڅ وخت هم ددي موكه په لاس ورنه غله ،چې په قران كريم كې څه كموالى يا زياتوالى راولي او يا يې له دنيا نه ورك كړي اونه به _كه خداى كول _تر قيامته پوري داسي موكه په لاس ورشي
شپږم _ داچې دقرانكريم احكام داسې معتدل (منځ وميانه)دي چې له هر وخت اوهرولس سره سمون لري په دنياكې هيڅ داسې قوم نشته چې هغوى پرقرانكريم باندي دعمل كولو نه بې وسه وي، داځكه چې دقرانكريم احكام دهرې زمانې اوهر قوم سره مناسبت لري ځكه خو دقران كريم له نزول وروسته بل شريعت او يا بل اسماني كتاب ته اړتيا نشته اودرسول الله دنبوت ټولې دنيا لپاره عام ګرځول شوى دى


پيغمبران عليهم السلام
پـوښــتـنـه : دټولو پيغمبرانو شمير اونومونه معلوم نه دي خو ديو څو مشهوره پيغمبرانو نومونه راته بيان كړه ؟
ځـــــواب : ديوڅو مشهوره پيغمبرانو نومونه دادي
حضرت اّدم حضرت شيث، حضرت ادريس، حضرت نوح، حضرت ابراهيم ، حضرت اسماعيل، حضرت اسحق حضرت يعقوب حضرت يوسف حضرت داوْد حضرت سليمان حضرت موسى حضرت هارون ، حضرت زكريا حضرت يحيى ، حضرت الياس ، حضرت يونس ، حضرت صالح ، حضرت لوط ، حضرت هود ، حضرت شعيب ، حضرت عيسى ، حضرت خاتم النبيين محمد
پـوښــتـنـه : حضور اكرم دعربو له كومې قبيلې نه دى ؟
ځـــــواب : حضور دقريشو له قبيلې نه دى، دعربو په ټولو قبیلو كې دقريشو قبیله تر ټولو زياته دعزت اومرتبې خاونده وه او دقريشو دقبيلې خلك به دعربو په نوروقبيلوكې سرداران ګڼل كيدل، بيا دقريشو دقبيلې يوه څانګه چې دبني هاشم په نامه ياديده او دقريشود قبیلې د نورو څانګو په پرتله ډير زيات دعزت خاوندان وو ،پيغمبر دهمدې قبيلې څخه وو، ځكه خوپيغمبر ته هاشمي هم ويل كيږي
پـوښــتـنـه : هاشم څوك وْ دچااولادې ته بني هاشم ويل كيږي ؟
ځـــــواب : دپيغمبر دنيكه نوم هاشم دى د پيغمبر دنسب لړۍ داسي ده : محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب بن هاشم بن عبدمناف
پـوښــتـنـه : دپيغمبر په پښت كې له له حضرت ادم نه وروسته بل پيغمبرهم شته اوكه نه ؟
ځـــــواب : هو ! دى مبارك دحضرت اسماعيل له اولادې څخه دى اوحضرت اسماعيل دحضرت ابراهيم زوى دى، له دوى دواړو نه پرته حضرت نوح اوحضرت شيث هم د حضور دنسب په لړۍ كې راځي

پـوښــتـنـه : حضرت محمد دڅو كالو په عمر پيغمبر شو ؟
ځـــــواب : دپيغمبر مبارك عمر څلويښت كاله وْ چې وحې پرې نازله شوه
پـوښــتـنـه : د وحي مانا څه ده ؟
ځـــــواب :دوحي مانا داده چې خداى تعالى خپل احكام اوخپل كلام پرپيغمبر نازل كړي
پـوښــتـنـه : پيغمبر دوحي له نازلیدو وروسته نورڅومره وخت ژوندى وو ؟
ځـــــواب :درويشت كاله ژوندى وْ ،ديارلس كاله يې په مكه معظمه كې او لس 10 كاله يې په مدينه منوره كې تير كړل
پـوښــتـنـه : مدينې منورې ته دى مبارك ولې تللي وْ ؟
ځـــــواب : كله چې پيغمبر دمكې معظمې خلكوته دالله تعالى ديووالي ښوونه كو له اوهغوى ته به يې فرمايل چې بت پرستي پريږديْ اوپريوه الله تعالى ايمان راوړيْ ؛نو هغه خلك يې دښمنان وګرځيدل ځكه هغوى دبتانو عبادت كاوه اوهغه يې خدايان ګڼل ،دوى پيغمبر ته ډول ډول تكليف رسولو هڅې پيل كړې پيغمبر دهغوى دكینې اودښمنۍ له امله سخت تكليفونه ګالل او هغوى ته به يې دتوحيد ښوونه كوله اوپه پرلپسې ډول يې دخداى تعالى حكمونه خلكوته رسول خو كله چې دهغوى دښمني له كچې زياته شوه، اوټولو په يو وار سره دپيغمبر دوژلو اراده وكړه نوپيغمبر دالله تعالى په حكم سره خپل ګران وطن (مكه معظمه) پريښودله اومدينې منورې ته مهاجرشو
دمدينې منورې خلك چې لا پخوا مسلمانان شوي وْ، دوى مدينې منورې ته دپيغمبر دراتګ ډيره تلوسه لرله كله چې پيغمبرمدينې منورې ته ورسيده نودهغه ځاى مسلمانانو دپيغمبر اودهغه دملګرو سره مالي اوځاني دواړه ډوله مرستې وكړې
مديني منوري ته دپيغمبر دورتګ دخبر په اوريدو نور مسلمانان هم كوم چې كافرانو ځورول ،په كراره كراره مديني منورې ته وكوچیدل ، له مكې معظمي نه مديني منورې ته تګ هجرت بلل كيږي اوهغومسلمانانوته مهاجرين وايي كوموچې خپل كورونه په مكه معظمه كي پريښودل اومديني منورې ته مهاجرشول، اودمدينې منورې مسلمانانو ته انصار وايې كومو چې دپيغمبر اومهاجرينو سره مرسته كړې وه
پـوښــتـنـه : دنبوت له دعوي نه مخكې عربو دده مبارك په اړه څه فكر كاوه ؟
ځـــــواب : دنبوت له دعوى دمخه ټولو خلكو دى مبارك ډير رښتينى، پاك اوامانت داره شخصيت ګاڼه او " محمد امين" به يې باله، لنډه داچې دى مبارك دهغوى په وړاندې ډير داعتباروړ او رښتينى انسان وْ ، ټولو خلكو به يې ډير عزت او احترام كاوه
پـوښــتـنـه : ددې خبرې دليل څه دى چې حضرت محمد ترټولو وروستى پيغمبر دى او له ده نه وروسته به بل هيڅ نبي رانه شي ؟
ځـــــواب : اول :- داچې په قران مجيد كې الله تعالى ده مبارك ته د" خاتم النبيين"(وروستى پيغمبر)لقب وركړى مطلب يې دادى چې دى په ټولو پيغمبرانو كې وروستى پيغمبردى
دويم :- داچې پيغمبر رمايي دي " اناخاتمُ النّبيين لانبّيَ بعدي " زه وروستى پيغمبر يم له ماوروسته بل پيغمبر نشته
دريم :- داچې الله تعالى په قران كريم كې فرمايي : اليومَ اَكملتُ لكُم دينكم واَتممتُ عليكم نِعمتى ورضيتُ لكمُ الاسلام ديناً [ دسورت المائده (3 ايت
"ما له نن روځې نه تاسي ته ددين ټول احكام ورسول اوخپل نعمت مې تاسې ته په بشپړه توګه وسپاره اوستاسې لپاره مې داسلام دين خوښ كړ "
له دې نه دامعلومه شوه چې د پيغمبر په وسيله الله تعالى خپل دين بشپړ كړ اواسلام په هرډول بشپړ اومكمل دين وګرځيد ځكه خو دبل پيغمبر راتګ ته حاجت نه شته
پـوښــتـنـه : ددي خبرې دليل څه دى چې پيغمبر له نورو ټولو پيغمبرانو نه درتبې په لحاظ غوره او ستردى ؟
ځـــــواب : ترټولو پيغمبرانو دنبي غوره والى دقران كريم ديو شميراّياتونو نه معلوميږي، اوپخپله پيغمبر هم فرمايي :" انا سيّدوُلد اّدم يوم القيمۍ": دقيامت په ورځ به زه داّدم داولادونو سرداريم ، او ښكاره خبره ده چې داّدم په اولاده كې ټول پيغمبران راځي ، ځكه نو دنبي كريم له ټولو پيغمبرانو غوره اودهغو سردار وګرځید


صــحـابـه كـرام
پـوښــتـنـه : صحابي چاته وايي ؟
ځـــــواب : صحابي هغه چاته وايي چې پيغمبر يې دايمان په حالت كې ليدلى وي اويا دده مبارك په مخ كې حاضرشوى وي اوبيادايمان په حا لت كې مومن وفات شوى وي
پـوښــتـنـه : صحابه څومره دي ؟
ځـــــواب : په زرګونو دي كوم چې دپيغمبر‏ په خدمت كې حاضر او په ايمان مشرف شوي دي
پـوښــتـنـه : ټول صحابه دمرتبې په لحاظ په په خپل منځ كې سره برابر دي او كه كموالۍاوزياتوالۍ لري ؟
ځـــــواب : دصحابه و مرتبې په خپل منځ كې كمې اوزياتې دي خوواړه له پاتې ټول اُمت نه غوره دي
پـوښــتـنـه : په صحابه كرامو كې ترټولو غوره صحابي څوك دي ؟
ځـــــواب :په صحابه كراموكې څلورصحابه له ټولو غوره دي
اول :- حضرت ابوبكرصديق چې ترټول امت غوره دي
دوهم :- حضرت عمرفاروق چې دحضرت ابوبكرصديق څخه وروسته بيا ترټول امت غوره دى
دريم:- حضرت عثمان غني كوم چې دحضرت ابوبكرصديق اوحضرت عمرفاروق نه وروسته بياترټول امت غوره دى
څلورم :- حضرت علي‏ كوم چې له حضرت ابوبكر صديق، حضرت عمرفاروق، حضرت عثمان څخه وروسته ترټول امت غوره دى اوهمدغه څلوربزرګان د دپيغمبر وروسته دده مبارك خليفه ګان(ځاىناستي) دي
پـوښــتـنـه : دخليفه معناڅه ده ؟
ځـــــواب :دنبي ‏ له وفات وروسته ددين يوشخص چې ددين دهغوكارونوپه سرته رسولوكې ددهپه ځاىناست(قايم مقام)وي كوم به چي ده په خپل ژوند كې سرته رسول خليفه بلل كيږي دخليفه معنا ده قايم مقام " ځاى ناستى" اونائب دحضورله وفات وروسته ټولو مسلمانانو په يو اتفاق سره حضرت ابوبكرصديق دنبي قائم مقام وګرځاوه له همدې كبله دى لومړى خليفه دي دده مبارك نه وروسته حضرت عمر فاروق دوهم خليفه شو له هغه وروسته بياحضرت عثمان دريم خليفه شو له هغه وروسته بياحضرت علي څلورم خليفه وګرځيد همدې څلورو ته خلفاء اربعه ، خلفاء راشده اوچاريار يعني څلورياران هم وايي

د خداى تعالى دوستان( اولـيـاء الله)ـ
پـوښــتـنـه : ولي چا ته وايي ؟
ځـــــواب :كوم مسلمان چې دالله تعالى اودپيغمبر دحكمونو پيروي كوي، ډير زيات عبادت كوي ، له ګناوو ځان ساتي ، ددنياله ټولوشيانوزياته مينه او محبت يې دالله تعالى اودهغه درسول سره وي داسي مسلمان الله تعالى ته نژدې اوپرې ګران وي ،او هغه ته ولي د خداى دوست) وايي )
پـوښــتـنـه : دولي نښانې څه وي ؟
ځـــــواب :دولي نښه اوعلامه داده چې هغه مسلمان ، متقي او پرهيزګار وي ، ډير زيات عبادت كوي اودالله تعالى اودهغه درسول محبت اومينه پرې غالبه وي ،ددنيا حرص نه لري اوداّخرت فكرتل ورسره وي.
پـوښــتـنـه : صحابي ته "ولي" ويل كيداى شي ؟
ځـــــواب : هو ! ټول صحابه وليان وو ، دپيغمبر دصحبت له بركته دهغوى په زړو دالله اودهغه درسول مينه غالبه وه، له دنياسره يې هيڅ مينه نه لرله ، ډير زيات عبادت به يې كاوه له ګناوو به يې ځانونه ساتل دالله اورسول دحكمونو پيروي به يې تل كوله .
پـوښــتـنـه : اّياصحابي ياولي ديو پيغمبر درجې ته رسيداى شي ؟
ځـــــواب : هيڅكله نه ! صحابي ياولي چې څومره لوړه درجه ولري بياهم دهيڅ يو نبي سره برابريدلى نه شي
پـوښــتـنـه : داسي ولي چې صحابي نه وي ديوصحابي درجې ته رسيداى شي ؟
ځـــــواب : نه ! دصحابي فضيلت ډير زيات دىله همدې امله هيڅ يو ولي (چې صحابي نه وي) په مرتبه كې له صحابي سره برابر يا له هغه پورته كيدلى نه شي
پـوښــتـنـه : ځينې كسان دشريعت خلاف كارونه كوي مثلاً : لمونځ نه كوي يا ږيره خريي خو خلك يې بياهم وليان ګڼي ، نوداسي خلك وليان بلل څرنګ دي ؟
ځـــــواب : بومخ غلط دي ، تل موبايد په ياد وي : داسي څوك چې كړه وړه يې دشريعت په خلاف وي هيڅكله وليان (د خداى دوستان) كيدلاى نه شي
پـوښــتـنـه : اّيا داسي ولي هم شته چې شرعي احكام، لكه لمونځ، روژه ورته بښل شوي وي ؟
ځـــــواب : نه ! ترڅو چې انسان ژوند وى ، روغ رمټ وي هيڅ يو عبادت هم ورته بښل كيدى نه شي ، اونه هم ګناه كول ورته روادي ، كوم كسان چې روغ رمټ وي اوبياهم عبادت نه كوي او دشرع خلاف كارونه كوي ، او بياوايي چې زمونږ دپاره داكارونه روا دي ، هغه بې دينه دى ، هيڅكله ولي كيداى نه شي


دمعجزې اوكرامت بيان
پـوښــتـنـه : معجزه څه شي ته وايي ؟
ځـــــواب : الله تعالى دخپلو پيغمبرانو په لاس كله ناكله دعادت خلاف داسې خبرې ښكاره كوي ، چې ددنيا نور خلك يې له كولو نه عاجزه وي ، ترڅو خلك هغه وويني اوپوه شي چې دادالله تعالى استازى (رسول )، دى داسي خبروته معجزه وايي

پـوښــتـنـه : پيغمبرانو څه ډول معجزې ښكاره كړي دي ؟
ځـــــواب : پيغمبرانودالله تعالى په حكم سره بې شميره معجزې ښكاره كړي ، چې يو څومشهورې معجزې يې يادوو
۱ـ دحضرت موسى عصا (لكړه) دمارپه شكل شوه، اودفرعون دساحرانو ماران يې وخوړل

۲ـ دحضرت موسى په لاس كې به خداى تعالى داسي رڼا پيداكوله چې دلمرله رڼگابه تيزه وه

۳ـ دحضرت موسى لپاره دنيل درياب (رودنيل) كې وچې كوڅې جوړې اوله خپلو ملګرو سره يوځاىپردغو لارو تردرياب پورېوت ، خوكله چې دفرعون سره له لښكره په دغو لارو داوښتو په نيت ورګډ شواود درياب منځته ورسيد نو اوبه راړنګې شوې اوفرعون يې له لښكرسره يوځاى غرق كړ

۴ـ حضرت عيسی دالله تعالى په حكم سره مړه را ژوندي كول ، مورزاده ړانده به بيناكول ،دپيس ناروغان به يې جوړول، له خاورو به

يې مرغان جوړ اوبيا به يې ژوندي كړل اوپه هواكې به الوتل

۵ـ زموږ درسول الله ستره معجزه قراّن كريم دى چې : تقريباً ديارلس نيم سوه كاله تيرشوو خو تر ننه پورې دعربي ژبې داسې سترعالم اوپوهاند (له خپل كوښښ سره سره) بياهم پيدا نه شو چې دقراّن كريم له ټولو نه ديو كوچني سورت په څیر سورت جوړ كړي اونه به يي هم ترقيامته جوړ كړاى شي
۶ـ دوهمه معجزه يې معراج دى

۷ـ دريمه معجزه يې شق القمر (دسپوږمۍ ټوټه كیدل)دى
۸ـ څلورمه معجزه يې داوه چې دپيغمبر ددعاپه بركت سره ديو يا دوو كسانو ډوډۍ به سلهاوو تنو په مړه خیټه خوړله
له دې پرته دحضور په سلګونو نورې معجزې هم شته چې په غټو كتابونوكې به يې (كه خداى كول) ولولىْ

پـوښــتـنـه : معراج څه ته وايي ؟
ځـــــواب : دالله تعالى په حكم سره پيغمبردشپې په ويښه پربراق باندې سپور شو ، دمكې معظمې څخه بيت المقدس ته اود هغه ځاى څخه بيااووم اّسمان ته اوبيا تركومه ځاى پورې چې دالله تعالى خوښه وه هلته ولاړ ، په همدې شپه يې جنت اودوزخ دواړه وليدل او بيا خپل ځاى ته بيرته راغى همدې ته معراج وايي
پـوښــتـنـه : دشق القمر معنا څه ده ؟
ځـــــواب : دشق القمر څخه مطلب دادى يوه شپه كله چې د مكې كفارو پيغمبر ته وويل چې : موږ ته يو معجزه راښكاره كړه ، حضور سپوږمۍ دوه ټوټې كړله او ټولوخلكو دواړه ټوكړې وليدې، بيادواړه بیرته سره يوځاى شوې اوڅه ډول چې وه هماغسې جوړه شوه
پـوښــتـنـه : كرامت څه ته وايي ؟
ځـــــواب : الله تعالى دخپلو نيكو بندګانو دعزت زياتولو لپاره كله ناكله دهغوى په لاس دعادت خلاف داسي حيرانوونكي كارونه ښكاروي چې دنورو خلكو په وس پوره نه وي ،داسې كارونوته كرامات وايي ، اود اولياء الله څخه دكراماتو ښكاره كیدل حق دى

پـوښــتـنـه : د معجزې اوكرامت ترمنځ فرق څه دى ؟
ځـــــواب :چاچې دپيغمبري دعوه كړي وي ، اوپه لاس يې دعادت خلاف حيرانوونكى كار ښكاره شي معجزه بلل كيږي ، اوچاچې د پيغمبري دعوه كړي نه وي خو متقى او پرهيزګار وي اودده ټول كړه وړه دشريعت سره سم وي ، كه چيرې له ده څخه داسي كار ښكاره شي نودې ته كرامت وايي او كه دعادت خلاف دغه ډول كاردشرعې خلاف له بې دينه خلكو څخه ښكاره شي استدراج بلل كيږي
پـوښــتـنـه :اّياداولياء الله څخه دكرامتونو ښكاره كېدل ضروري دي؟
ځـــــواب : نه ! داخبره هيڅ ضروري نه ده چې دولي څخه به خامخا كرامت ښكاره كيږي ، ممكنه ده چې يو څو ك د الله دوست اوولي وي او په ټول عمر كې دهغه څخه هيڅ كرامت ښكاره نه شي
پـوښــتـنـه : دشرعې خلاف له ځينو فقيرانو څخه داسي كارونه ښكاره كيږي كوم يې چې نورخلك نه شي كولاى، ددې په اړه څه عقیده په كارده؟
ځـــــواب : دداسي خلكو څخه دكوموكړه وړه چې دشرع خلاف وي كه چيرې دغه ډول يوه خبره ښكاره شي نو پوه شه چې دا سحر يا استدراج دى ، هغه هيڅكله كرامت نه شي كيدلاى ، داسې خلك وليان (دخداىدوستان )بلل او دعادت خلاف ددوى كارونوته كرامت ويل شيطاني تیروتنه ده
د ټول افغان ویب پاڼی څه په مننه