محمد بهادر حنيف
د امام ابو حنيفه (رح) خپل نوم نعمان دثابت زوى او زوطاالکوفي لمسى دى نيکه ئي دافغانستان دپروان ولايت څخه ؤ، ثابت دعلى (رض) در بارته ورغلى ؤ. نو ده او دده اولاد ته ئي دخير او برکت دعا وکړه .
امام ابوحنيفه چې په امام اعظم (رح) شهرت لري دهجرت په اتيايم کال پيدا او په يو سل پنځوسم هجرى قمري کال وفات شوى دى. دکوفي والي هبيره د قضا په قبلولو باندې هره ورځ لس لس دُرې ووهلو خو د قضا قبلول يې ونه منل نو هبيره مجبور شو او دوخت خليفه ته يې وليږه . وائى چې دوخت خليفه منصور هم ورته دقضاء دمنصب وړانديز وکړ. هغه قبول نه کړ. او عذر ئى ورته وړاندې کړ چې زه ددې کار وړ او جوگه نه يم . خو هغه ورباندې ټينگار کاوه . امام صاحب ورته وويل يا به زه دروغ وايم نو ددروغجن قضاء نه صحيح کيږي او يا به زه رښتونى يم نو خبره مى ومنه چې زه ددې جوگه او ورته تيار نه يم . وايې چې همدا ددې سبب شو چې منصور په زندان کې واچاوه او دزهر و په واسطه ئي شهيد کړ.
د امام صاحب (رح) په وخت کې څلور صحابه ژوندي وو. په بصره کې حضرت انس بن مالک رض په کوفه کې حضرت عبدالله بن ابي اوفى (رض) په مدينه کې حضرت سهل بن سعد الساعدي (رض) په مکه کې حضرت ابو الطفيل عامر بن واثله (رض) .
امام ابوحنيفه (رض) دژوند تيرولو لپاره دتجارت کسب کاوه او رختونه به يې خرڅول يوه ورځ يې مزدورته رخت ورکړ چې داخرڅ کړه خو عيب ئي اخستونکى ته څرگند کړه وائې چې هغه رخت خرڅ کړ خو عيب بيانول ترې هير شول نوامام ابوحنيفه (رح) دنوموړي رخت ټولې پيسې خيرات کړى . اکثرمحدثين په دې نظر دي چې ابن حجر عسقلانى رح او ابن حجر هيثمى رح چې دواړه شافعي مذهبه هم په دوى کې شامل دى دوي وائي چې امام ابو حنيفه رح تابعي دى . يواځي اختلاف ئې دصحابى څخه په روايت کولو کې دي. په فقه کې دحماد, نافع, هشام بن عروه، سماک ابن حرب او نورو لويو تابعينو رحمهم الله شاگرد دى . اما ابوحنيفه رح وائى چې په بيلابيلو فنونو کې هم ده له دوه زره استاذانو څخه زده کړې کړي دي دده په شاگردانو کې عبدالله بن المبارک ، وکيع بن الجراح ، يزيد بن هارون رحمهم الله په شان لوي او جليل القدره محدثين . شامل دي. دغه راز دامام ابو يوسف، محمد بن حسن شيباني، حسن بن زياد، زفر رحمهم الله او دويته ورته نور په زرگونو شاگردان ئې در لودل. امام ابوحنيفه رح او مذهب ئي په نقل او عقل گاڼه شوى ؤ. د امام ابوحنيفه رح دينداري ، تقوا، زهد او علميت دلمر په شان روښانه دى ټوله شپه به يې دالله تعالى په اطاعت او عبادت روڼوله .
د امام ابوحنيفه رح فضايل او خصايل له اندازى زيات دى چې په ليکلو يې کتابونه ليکل کيداى شى په عربى کې پرې ښى ليکنې شوي دي په پښتو دري او اردو ژبه کې هم دده په اړه غوره ليکنې شوي دي چې پکې دده د ينداري ورع ، تقوا او ددين اتباع بيان شوې ده او د هغو ناپوهانو نيوکې پکې هم جواب شوى دى چې خواوشا ديارلس سوه کاله وروسته يې پري کړې دې په دې اړه د عوامو لپاره د نعمان بن ثابت په نوم کتاب ډير ګټور دي چې په اردو ژبه شبلي نعماني رح ليکلي دى د امام ابوحنيفه رح حاضر جوابى او تيز ذهن په باره کې ډيرې کېسي مشهور ي دي خو تر ټولو مشهور کيسه يې د يوزنديق او دهري سره د الله تعالى دوجود په اړه مناظره ده ، وائى چې امام ابوحنيفه رح ديو زنديق سره مناظره شوه . زنديق دالله تعالى دوجود څخه منکرؤ امام ابوحنيفه رح ورسره وعده وکړه چې په فلانۍ ورځ به مناظره کوو. په هغه ورځ امام ابوحنيفه ځنډ شو او په خپل وخت رانغى نو زنديق ورته وويل چې ته څنگه مسلمان ئي چې په وعده وفانه کوي. امام صاحب ورته وويل : زه چې کله ددجلى سيند غاړي ته راغلم کشتۍ نه وه . نو لرگي ځاى په ځاى پرې شول ، اره شول تختى ترې جوړى شوى اوله ځانه ترې کشتۍ جوړه شوه په ددجلې دسيند غاړي ته راغله زه پکې را سور شوم اودادى راغلم . نو زنديق ورته وويل ته لاځان ته دمسلمانانو امام هم وائي او ته دومره کم عقل ئې کشتۍ څنگه له ځانه جوړه شوه ؟
امام صاحب ورته وويل : چې اصل بې وقوف خوته ئي ځکه چې ستا عقل دغه يوه وړه کشتۍ له ځانه جوړيدل نه منى نو دا لوى کائنات، سمندرونه، غرونه زمکه ، اسمانونه او پکې دا ټول مخلوقات او موجودات څنگه له ځانه پيدا شول ؟
دا ټول يو خالق ، پيدا کوونکى او جوړونکى لري چې هغه الله ج دى . نو زنديق حيران شو. او ايمان ئي راوړ. امام ابوحنيفه رح به چې نص موجود ؤ و لو که ضعيف حديث به هم ؤ نو رايي او قياس ته به يې رجوع نه کوله په دى خبره دقهقهه په وجه داودس ماتيدو حديث چې ضعيف هم دي دليل دى چې امام صاحب په ضعيف حديث عمل کړى او قياس ته ئې رجوع نه ده کړى . ديته ورته په سلگونو نور مثالونه شته .
No comments:
Post a Comment