Friday, 13 March 2009

یوڅوخوږی کلیمی

ترتیب کونکی بصیرسلیمانځی
تر ټوله معنی لرونکي کلیمه «موږ» ده... هغه تل وکاروه
تر ټولو جوړونکي کلیمه «صبر» ده... د لرلو لپاره یې دعا وکړه
تر ټوله روښانه کلیمه«هیله» ده... ورته هیله من واوسه
تر ټولو پیاوړي کلیمه «پوهه» ده... تل زده کړه وکړه
تر ټولو نرمه کلیمه «موسکا» ده... هغه تل په شونډو ولره
تر ټولو اړینه کلیمه «پوهاوئ» ده... هغه را منځته کړه
تر ټولو روغه کلیمه «روغتیا» ده... ارزښت ورته ورکړه
تر ټولو اصلي کلیمه «ډاډ» ده... تل اعتماد پرې ولره
تر ټولو دوستانه کلیمه «رفاقت» ده... ناوړه ګټه مه ترې اخله
تر ټولو ښایسته کلیمه «رښتینولي» ده... تل یې ریښتیني وساته
تر ټولو موقره کلیمه «درناوی» ده... ارزښت ورته قایل شه
تر ټولو ارامه کلیمه«ارامش» ده... تر لاسه یې کړه
تر ټولو عاقلانه کلیمه «احتیاط» ده... خپل حواس تل درټول ساته
تر ټولو صابرانه کلیمه «انتظار»ده...ورته په تمه شه
تر ټولو ارزښتناکه کلیمه «بښنه» ده... تل یې وکاروه
تر ټولو ښایسته کلیمه «ښه ټنډه» ده... چې د ښایستوب راز ورسره نغښتی ده
تر ټولو خوشاله کلیمه «کار» ده... تل کار کوه
تر ټولو پاکه کلیمه «سپیڅلتوب» ده... ډېر اسان کار ده
تر ټولو زړه خوښوونکي کلیمه «وفاداري» ده... په خپله ژمنه باندې وفا وکړه
تر ټولو خوځنده کلیمه «موخه» ده... پرته له دې ژوند معنی نه لري
او تر ټولو هدفمنده کلیمه «بریالیتوب» ده... نو مخ پر وړاندې د بریالیتوب پر خوا
داسلامی امارت دویب پاڼی څه په مننه

No comments: