Saturday, 14 March 2009

اوس هم مهلت دى راځئ چې خپل رب ته وژاړو او توبه اوباسو

د سيد عبدالله پاچا ژباړه

گناهونه چې عام شي، عياشي او فحاشي ډاگيزه شي، د ژوند مقصد يوازې او يوازې د پيسې او مال راجمع کول او زيرمه کول وگرځول شي، د حلال او حرام توپير ورک شي، په نيکيو حکم کول او له بديو نه د منع کولو حالت کمزورى شي، د حق اواز نه پورته کيږي، د مظلوم فرياد ته غوږ نه ايښودل کيږي، دا داسې حالت دى چې د کايناتو د رب عذاب ته زمينه برابر وي، نو راځئ چې د خداى (ج) د عام عذاب له نازليدو نه وړاندې توبه وباسو، په خپلو کړو گناهونو د زړه له تل نه پښيمانتيا څرگنده کړو، خپل مهربانه مالک ته وژاړو او په نمجنو سترگو ورنه دخير او د ښو حالاتو د رامنځ ته کولو طلب وکړو.
د بغداد کوڅو ته به هره ورځ سهار مهال يو ليونى راووت او د ژوند په ورځنيو چارو او کاروبار کې بوخت خوشحال او سوکاله خلکو ته به يې په لوړ اواز خبرتيا ورکوله او دابه يې ورته ويل:
خلکو ! واورئ ! ستاسې ناوړه عملونه عروج ته رسيدلى دي تاسې په عيش عشرت او هوسا ژوند کې ډوب يۍ- خو دامو هيره کړى ده چې د خداى (ج) بندگان له څه ډول تنگسيا او پريشانۍ سره لاس او گريوان دي- ستاسو د سترگو په وړاندې د الله نوم لوړوونکي او د الله د دين د پايښت لپاره د زحمت گالونکو او کوښښ کوونکو بدنونه په قمچينو په سرو وينو لژند شول-
هغوى په سر عام بازارونوکې راکښل شول خلکو يې په چوپه خوله تماشه کوله، ته به وايې چې په خوله يې مهر لگيدلى و، په داسې حال کې چې قبا په غاړه او پټکي پسرعلما پټه خوله پرخپلو گديو ناست موجود وو، بلکې په دغو کسانو کې ډيرې هغه کسان وو چې د قرآن او حديثو په حوالو ورکولو سره يې دغو د واک خاوندانو ته د مصلحت درس ورکاوه دابن سماعه په څېر غوره او جيد عالم هم په دې ډله کسانو کې و، چې د امام احمد بن حنبل په جسم يې دُرې (قمچينې) ورولې او د هغه له بدن نه د وينو دارې يې په خپلو سترگو ليدلې، او کله چې د لمانځه وخت شو، ټول په صفونو کې ودريدل او سر په سجده شول نو ټپي ټپي او په زولنو تړلى احمد بن حنبل هم راغى او په يوه صف کې ودريد، په داسې حالت کې هم ددغه ميړني د حق ميړانې ستاينه چا ونکړه، بلکې برعکس ورنه يې وپوښتل چې ستا د بدن له هريو بند نه خو وينې بهيږي، په تا کې پاکي له کومه نه راغله چې ته پر لمانځه ودريدې؟ د ابن سماعه په جواب کې ، د باطل په وړاندې د حق اواز د پورته کوونکي امام احمد بن حنبل جواب داو:
کله چې په سيدنا حضرت عمر (رض) باندې قاتل بريد کړى و نو هغه له بهيدونکو وينو سره د امامت لمونځ بشپړ کړى و، څوک وو چې د مقتديانو په صف کې موجود نه وو، له سيدنا حضرت علي څخه نيولى تر طلحه او زبير پورې ټول حاضر وو، تاسو ټولو سپکاوى او ټوکې مسخرې کولې، ځکه نو په تاسو يو تن کې هم د داسې لمانځه د ادا کولو زړورتيا نه وه لکه څرنگه چې دغه حق پالونکي ځوان ادا کړ.
دغه ليونى به د بغداد کوڅو ته راووت او خلکو ته به يې بيا بيا د دوى چوپتيا او مصلحتونه وريا دول ، تاريخ ليکي چې د دغه ليوني غږ به لوړيده او ويل به يې: اوس هم مهلت شته، توبه اوباسئ ، بخښنه وغواړئ او استغفار وکړئ.
ترڅو مياشتو پورې خلکو دغه ليونى د بغداد په کوڅو کې په دغه ډول ليونتوب ليدلو، دا هغه زمانه وه چې بغداد په خپل تهذيب کې لوړې پوړۍ ته رسيدلى و، د کتابتونونو رڼاگانې بلې وې، په لابراتوارونو کې په لوړه کچه سياينسي څيړنې تر سره کيدلې، خوښۍ او سوکالۍ د هر کور دروازه ټکوله، له شاهي دربار نه نيولې د رئيسانو ترمحفله پورې څو څو ورځې به په فلسفه او علم کلام باندې اوږده اوږده بحثونه او خبرې کيدلې، يوازې په دې ټکي چې قرآن د خالق له ژبې راوتلى کلام ، خالق دى او که مخلوق په دې باندې څو کاله تودبحث روان و، څومره شاهان بدل شول خو د عقلي دلايلو او منطقي بحثونو موسم بدل نشو، په دې فضاء کې چې هر د حق اواز پورته کوونکى راپور ته شوى د امام احمد بن حنبل، امام مالک،امام ابو حنيفه ، سعيدابن المسيب او مالک بن انس له برخليک سره مخامخ شو، خلک په دنيوي دندو بوخت وو او له الله (ج) سره د هغوى اړيکې يوازې په تسبيح، تحليل، ذکر او اذکار پورې تړلى وې او چار چاپيره په کيدونکو ظلمونو باندې سترگې پټول د هغوى عادت گرځيدلى و، ليونى هماغه شان د بغداد په کوڅو کې گرځيده او دا اواز به يې کاوه، خلکو ! الله (ج) چې تاسو ته څومره اختيار در کړى دى، هماغومره په تاسو فرض ده چې له بديو نه ځان وژغورئ او په نيکيو حکم وکړئ په داسې حال کې چې تاسو بدي له سره بدي گڼۍ نه، تردې دمخه چې زما رب له تاسو ناراضه شي، تاسو بخښنه وغواړئ توبه اوباسئ، استغفار وکړئ .
يوه ورځ د بغداد اشراف او معززين، په واروار د بغاوت له دغه اعلان څخه په تنگ شول، دغه ليوني يې راونيو او دومره يې وډباوه چې په خپلو وينو يې رنگ رنگ کړ،ليوني به په ډيره حيرانتيا سره کله خلکو ته کتل او کله به ئې د آسمان په طرف بيايې بغداد پريښود او لرې چيرې په کومه دښته کې ميشت شو، خو لکه څوک چې هغه راکشوي او د بغداد ښار ته يې بيااستوي، او لکه چې چا ورته ويل، ته خو پوه شوى يې، اوس خلکو ته هم خبرتيا ورکړه، ښايي له خپلو کړو نه راوگرځي، ليونى څو ورځې وروسته بيا د بغداد په کوڅو کې غمجن او وارخطا وارخطا گرځيده، د سودايي په شان يې منډې رامنډې وهلې، د هغه غږ به وار په وار اوچتيده او ويل به يې : خلکو مهلت پاى ته رسيدلى دى، خو زما رب زښت زيات مهرپانه ، رحيم او کريم دى، اى دبغداد اوسيدونکو! له خپلو کورونو څخه ووځئ دښتې ته لاړ شئ او سر په سجده شئ، په خپلو اوښکو د صحرا شگې لمدې کړئ، د خپلومصلحتونو اوچو پتياوبخښنه وغواړئ، خلکو لا د ليوني په خبرو پورې خندا کوله چې په دې کې له لرې څخه گرد دوړې ښکاره شوې او دهلاکو خان لښکرې بغداد ته راننوتلې او بيا د تاريخ هغه باب وليکل شو چې د وينو بهيدو مثال يې نه ليدل کيږي، په کوڅو کې د وينو لښتې وبهيدل، کتابتونونه وسوځول شول او ايرې يې د دجلې په درياب لاهو کړاى شوې، د هلاکو خان له رانازليدو د مخه لاهم خلک په دې بحث کې ښکيل وو چې که د خليفه سپيڅلې وينې په ځمکه توى شي نو قيامت به قايم شي، خو هلاکو د بغداد خليفه په قالينه کې راونغاړه او د پاسه يې ورباندې آسونه وگرځول، د دغه وران ويجاړ او په کنډرو بدل شوي بغداد نه هلاکو خان تيريده چې يوې ميرمنې د هغه د آس واگې ونيولې او ورته ويې ويل: زه تاته خيرې کوم چې الله دې په تا عذاب نازل کړي، هلاکو خان په زوره زوره وخندل او ورته ويې ويل: ((د الله عذاب خو همدا زه يم چې پر تاسو نازل شوم)).
کله چې ځمکه له ظلم نه ډکه شي، د مظلومانو په آه او فرياد د چا غوږ نه گريږي، کله چې د ټولې سيمې اوسيدونکي په دې باورې شي چې اوس نو داسې کومه دروازه نه ده پاتې چې له هغې څخه د ظالم، جابر ، قاتل، ډاکو او غاصب پر خلاف انصاف ترلاسه شي، د عدالت محکمې د شاهانو او واکمنو سره گرو شي، نو بيا د مظلومانو د فرياد اوريدو او د هغوى د آهونو د قبليدو لپاره په ښارونو او ملکونو باندې عذاب مسلط کيږي، دا قانون يوازې د مسلمانانو لپاره نه دى چې حجاج بن يوسف راشي او د کوفې په جومات کې اعلان وکړي چې د سرونو فصل پوخ شوى دى او د ريبلو لپاره چمتو دى، بلکې په فرانسه، روسيه، انگلستان، سپين بلکې يوازې په پخواني هندوستان کې د گنگا په جنگ کې د لس لکه انسانانو سرونه وريبل شول چې مصلحت مشر به اود ظالمانو کاسه پاکي وو، له چينايانو څخه دي وپوښتل شي چې جاپانيان ورباندې کوم کوم مظالم نه کول، او بيا د جاپانيانو د ظلم په وجه د هيروشيما او ناگاسا کي غميزې له هيچا څخه پټې نه دي.
آيا زمونږ لپاره لا مهلت شته؟ زه چې کله دا پوښتنه له چا نه کوم نو د هغه شونډې وتړل شي او ژبه يې گونگه شي کله چې تلويزيون آن کړم نو د پاکستان د کورنيو چارو مشاور فرمايي: ((شته داسې مور راوړى چې شريعت نافذ کړاى شي)) له ډيرې ويرې نه تلويزيون بيرته بند کړم، په تيرو اتو کلونو کې په انسانانو شوي ظلمونه او ماتم لا پاى ته نه دى رسيدلى چې يو ځل بيا مې فريادونه، ژړاگانې او کريغې په غوږونو کې انگازې کوي، د بغداد هغه ليونى راپه ياد شي، چې ويل يې اوس هم مهلت شته توبه اوباسئ، د خپلو گناهونو بخښنه وغواړئ، استغفار وکړئ،زه هم تاسو ته اى مسلمانانو دا خبره په ډاگه کوم چې له کورونو راووځئ، په ميدانونو کې راټول شئ، سر په سجده شئ، په خپلو اوښکو ځمکه لمده کړئ، توبه او استغفار وغواړئ، زما د رب رحمت به هرو مرو په جوش راشي او له نورو سختو عذابونو څخه به مو وژغوري، ايا دا قوم الله (ج) په وړاندې په ژړا، فرياد، اوښکو تويولو او سجدې ايښودو شرميږي؟ آيا په غيرت يې داغ لگيږي؟! زمونږ دنده همدومره ده چې خبره په ډاگه کړو او بس-

No comments: