په نړۍ کي تر ټولو زيات خوريدونکي اواز اذان ښودل شوي
به ټوله ځمکه کي يوه ثانيه هم داسي نه راځي،چي په سلګونو،په زرګونو بلکي په لکونو اذان کوونکي دالله دتوحيد اودهغه درسوالله صلي الله عليه وسلم درسالت اعلان ونه کړي
د يو نړيوال راپور له مخې په نړۍ کې تر ټولو زيات خورېدونکى اواز اذان ښودل شوى دى ، ددې راپور له
مخې هره ورځ اذان دانډونيشيا دختيځو جزيرو څخه د صبح صادق د ختلو سره پيلیږي او په يو وخت کې په زرګونو اذان کوونکي د الله د توحيد او د رسول الله د رسالت اعلانونه کوي ، د ختيځو جزيرو څخه دا پړاو لويديځو جزيرو په لوري حرکت کوي او نيم ساعت وروسته د اذانونو دا سلسله د سماټرا په جزيرو کې پيلیږي او د سماټرا په کليو او ښارونو کې د اذانونه له پيلیدو مخکې د ملايا په جوماتونو کې د اذانونو اوازونه پورته شي ، دا سلسله نيم ساعت وروسته د بنګله دېش پايتخت ډاکه ته رسېږي ، په بنګله دېش کې لا اذانونه نه وي ختم شوي چې د کلکتې څخه تر سريلنکا پورې اذانونه پيل شي ، او له کلکتې څخه د هند تر بمبئي پورې ټول اذانونه پيل شي او د هندوستان ټوله فضا د الله د توحيد او د هغه د رسول صلى الله عليه وسلم د رسالت اعلانونه ونيسي ، په هندوستان کې چې اذانونه په ختمیدو شي نو د کشمير په سرې نګر او سيالکوټ کې پيل شي او او له سيالکوټ څخه دا سلسله د پاکستان کراچۍ ، ګوادراو له هغه څخه بيا ټول پاکستان ته ورسېږي په پاکستان کې تر اذانونو ختمیدو وروسته دا سلسله افغانستان او مسقط ته ورسیږي او په دې وخت کې د افغانستان او مسقط تر منځ ټوله فضا اذانونه نيولي وي ، د مسقط څخه تر بغداد پورې د يو ساعت فرق دى په دې وخت کې د سعودي عربستان ، يمن ، متحده عرب امارات ، کويت او عراق سيمه په مسلسل ټول اذانونه په خپله غیږه کې رانغښتې وي د بغداد څخه بيا تر اسکندريې پورې يو ساعت فرق دى په دې کې د اذانونو دا هوا په شام ، مصر، صوماليه او سوډان کې لګیږي ، اسکندريه او استنبول د هېواد په طول او عرض کې واقع کې دي له هغه څخه بيا د ختيځې ترکيې پورې د نيم ساعت فرق وي په دې وخت کې د ترکيې ټوله فضا اذانونو نيولي وي . د سکندريې څخه بيا تر طرابلس پورې د نيم ساعت فرق دى په دې وخت کې اذانونه په شمالي امريکه ، لیبيا او تيونس کې پيل شي او ټوله فضا بيا دالله توحيد او د رسول الله صلى الله عليه وسلم د رسالت اعلانونه ونيسي ، د سبا د راختلو دا اذان ، چې له انډونيشيا څخه پيل شوي و د نهه نيم ساعته سفر نه وروسته د اقيانونس بحر ختيځو غاړو ته رسیږي ، دا سلسله لا داقيانونس بحر غاړو ته رسیدلي نه وي ، چې په اندونيشيا کې بيا د ماسپښين اذان پيل شي او په دې ډول په ټوله ځمکه کې يوه ثانيه هم داسې نه راځي ، چې په سلګونو، په زرګونو بلکې په لکونو اذان کوونکي دالله د توحيد او د هغه د رسول الله صلى الله عليه وسلم د رسالت اعلان ونه کړي او دا سلسله به تر قيامته پورې جاري وي
No comments:
Post a Comment