Wednesday, 18 March 2009

دشپيلۍ پوکى او دقيامت ځنې مناظر

دشپيلۍ پوکى او دقيامت ځنې مناظر
حافظ ابويعلى الموصلي په خپل مسند کې له ابو هريرة رضى الله عنه څخه يو روايت نقل کړ ى؛ هغه فرمائي چې داسلام ستر پيغمبر صلى الله عليه وسلم دخپلو يارانو په يو ډلګۍ کې وفرمايل:
" لوى څښتن جل جلاله چې کله زمکې او آسمانونه پيدا کړه، نو ورسره جوخت يې شپيلۍ هم پيدا کړه، او هغه يې اسرافيل عليه السلام ته ورکړه، هغه شپيلۍ پر خپلو شونډو کيښوده، او دعرش دڅښتن فرمان ته بيخي سترګې په لاره دى چې کله به ورته په شپيلۍ کې دپوکې امر کاوه شي؟!
ابو هريرة رضى الله عنه فرمائي: ما دخداى داستازي څخه دشپلۍ په اړه وپوښتل، هغه داسې وفرمايل: دايو ښکر دى...زما دځان پر واکمن قسم داسې يو ښکر چې دخولې دايره يې تر زمکو او آسمانونو هم ويړه او پراخه ده، اسرافيل عليه السلام ـ چې همدغه دنده ورته سپارل شوې ـ درې ځل به دغه شپلۍ پوکوي.
لومړى: دفزع ـ ترهولو ـ شپيلۍ
دويم : دصعق ـ دهر څه له مينځه وړلو او پناه کولو ـ شپلۍ.
دريم: دبعث او قيام ـ دخداى لورته دور کټولو ـ شپلۍ.
لوى څښتن به اسرافيل عليه السلام ته امر وکړي ترڅو دفزع ـ ترهولوـ لومړۍ شپيلۍ پوکړي، نو ددغې شپيلۍ په پوک وهلو سره په زمکو او آسمانونو کې ميشته ګرد سره مخلوق ديوې سختې او درنې ترهه ګرۍ تربريدلاندې ونيول شي؛ ګرد سره مخلوق به ځير او متوجه شي.
بيا به لوى څښتن هغه ته په همدغه شپيلۍ کې دپوکي دامتداد او اوږدوالى امر وکړي، چې لوى خداى جل جلاله ورته په دې ټکيو کې اشاره کړې.
" وما ينظر هؤلاء الا صيحة واحدة مالهامن فواق..."
[ دوى به يواځې يوې چيغې ته سترګې په لاره اوسې...هو! داسې يوه چيه چې هيڅ مهلت په لاس ورنکړي ]
ددغې شپيلۍ داغيز له کبله به ګرد سره غرونه دوريځو په دود له خپلو ځايونو څخه حرکت وکړي؛ زمکه به ددرياب بيړۍ ته ورته پر خپلو سپرليو په څپانده څپو کې ښکته او پورته شي، زړونه به دويرې له کبله وريږدول شي، چې په دغو ټکيو کې ورته لوى څښتن نغوته کړې.
" يوم ترجف الراجفة، تتبعها الرادفة، قلوب يومئذ واجفة.." [ په دغه ورځ به چې لړزيدونکى ـ لاپسې ـ ولړزيږي، ورپسې جوخت ديوې بلې پيښې په رامينځ ته کيدو به زړونه له ډار او ترهې سره مخامخ شي ].
زمکه به په حرکت او خوځښت کې راشي، تى ورکونکې به له خپلو تي خورو څخه بې پروا شي، بلار بې او باردارې به دخپلو خيټو بارونه ايسته وغورځوي، هلکان به ځوانان، او ځوانان به سپين ږيري شي، يو له بله به سره وګړي په تيښته کې شي، پر زمکه کې به ديو ستر هولناک او بوګنونکي حالت سره لاس او ګريوان شي، آسمان به ورته دوريځ، او غرونه به ورته دنداف دډانډس شوي مالوچ په دود ښکاره شي، ستوري به وشيندل شي، لمر او سپوږمۍ به خپلې رڼا ګانې له لاسه ورکړي.
داسلام ستر پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمائي:
" الاموات لا يعلمون بشئ من ذلک..." تر ژونديو پرته مړو ته به ددغه هولناک حالت په رابطه هيڅ معلومات تر لاسه نه وي. ابو هريرة رضى الله عنه فرمائي: له استثناء څخه په دغه مبارک ايت کې " ففزع من فى السموت ومن فى الارض الا من شاء الله."
[ په دغه ورځ به دزمکو او اسمانو ګرد سره او سيدونکي ديو ويرجن او هولناک حالت سره لاس او ګريوان شي مګر هماغه څوک چې د خداى خوښه شي ]
هماغه دخداى دليارې شهيدان مراد دى چې هغوى ته لوى خداى يو ځانګړى ژوند ورکړى.
الله پاک به په دغه ورځ دغه ډول ژوندي وګړي ددغې ورځې له ترهه ګرۍ څخه خوندي وساتي.
ددغې ورځې هولناک او بوګنونکي حالت ته دقرآنکريم په يوه بله ټولګه کې نغوته شوې.
" يا ايهالناس اتقوا ربکم ان زلزلة الساعة شئ عظيم، يوم ترونها تذهل کل مرضعة عما ارضعت وتضع کل ذات حمل حملها، وترى الناس سکارى وما هم سکارى ولکن عذاب الله شديد ".
[ اى وګړو! له خپل رب څخه وويريږئ ـ په ياد ولرئ چې ـ دقيامت دروځې زلزله يوه ستره خبره ده! په دغه ورځ به ته وګوري چې ګرد سره تى ورکونکې به له خپلو تي خورو څخه بې پرواشي، او هره باري ښځه به خپل باريسته وغورځوى، به دغه ورځ به وګړي دخداى دعذاب دويرې له کبله بيخي نيشه وي.
بيا به الله پاک اسرافيل عليهم السلام ته امر وکړي ترڅو دصعق ـ دهر څه دله مينځه وړلو ـ شپيلۍ پو کړئ.
ددغې شپيلۍ په پوک وهلو سره به دزمکو او آسمانونو ګرد سره اوسيدونکي دمرګ په څپيړه دپناه په درشل ودريږي.
بيا به دمرګ پرښته دلوى خداى په وړاندې دعاجز ۍ وزرې وغوړوي او په ډير ادب سره به ووائي: اى پروردګاره! په زمکو او اسمانونو کې هيڅوک ژوندي پاتې نشول ـ مګر هماغه څوک چې ستا خوښه ده ـ عليم او خبير ذات به دمرګ پرښتې ته ووائي: خير نو څوک ژوندي دى؟
هغه به ووائي: پروردګاره! ستا دعرش پورته کونکي ژوندي دي، جبريل او ميکائيل ژوندي دى، دغه راز زه ژوندى يم!!.
بيا به الله پاک ووائي: جبريل او ميکائيل دې هم بې له ځنډه ومري..الله پاک به عرش ته دخبروکولو ځواکمني ورکړي او وبه وائي: اى پروردګاره! جبريل او ميکائيل به هم ومري؟
الله پاک به عرش ته ووائي: ته چوپ شه! دمرګ پريکړه دهغو کسانو په نسبت چې زما تر عرش لاندې استوګن دي يوه حتمي خبره ده.
بيا به دمرګ پرښته دخداى جل جلاله په وړاندې ودريږي او وبه وائي: اى پروردګاره! دادى جبريل او ميکائيل هم دمرګ په څپيړه ووهل شوه؛ يواځې زه او دعرش حمله او پورته کونکي لا تر اوسه ژوندي پاتي دي.
بيا به الله پاک امر وکړي چې دعرش حمله او پورته کونکي دې هم بې له ځنډه ومري،په دې توګه هغوى به هم بې له ځنډه ومري.
دمرګ پرښته به يو ځل بيا دخداى جل جلاله به وړاندې ودريږي او وبه وائي: اى پروردګاره!دادى دعرش حمله او پورته کونکي په مرګ محکوم شول.
بيا به الله پاک عرش ته امر وکړي تر څو داسرافيل عليه السلام څخه شپيلۍ تر لاسه کړي، له هغه څخه دشپيلۍ په تر لاسه کولو به هغه ومري؛ يواځې دمرګ پرښته ـ عزرائيل عليه السلام به ژوندې پاتې شي!
دې به يو ځل بيا دلوى څښتن په وړاندې ودريږي، او په ډيره بې وسۍ سره به ووائي: پروردګاره! يواځې زه پاتې يم!
لوى خداى په ورته ووائي: ته هم زما دمخلوق يوه برخه يې ته هم ومره! په دې توګه به عزرائيل عليه السلام هم دمرګ په درنه څپيړه ووهل شي. هو! يواځې هماغه ايکې يو خداى چې چاته بيخي اړ نه دى نه يې څوک ځيږولي او نه له چا څخه ځيږيدلي، سيال او انډول بيخي نلري دمرګ او زوال څخه پاک او منزه دى تل ترتله پاتې وي.
بيا به الله پاک ګرد سره زمکې او اسمانونه ديو کاغذ په دود راونغاړي، بيا به يې وغوړوي بيا به يې راونغاړي؛ بيا به ووائي: يواځې همدا زه ستر او جبار ذات يم.
بيا به الله پاک غږ کړي " لمن الملک اليوم؟ "
نن څوک دسترې واکمنۍ څښتن دى ـ درې ځل به دغه خبره تکرار کړي مګر هيڅوک به هم ځواب نشي ورکولاى؛ بلکې په ځواب کې به په خپله ووائي:
" لله الواحد القهار " ستره واکمني تر ايکې يو قهار ذات پورې خاص او ځانګړې ده.
بيا به الله پاک دزمکې سطحه به داسې ډول هواره کړي چې هغه دچاخبره که په ښکته سر کې يې هګۍ کيږدې نو له بره سره به يې ښکاره شي.
هر ډول کږليچونه لوړې او ژورې به يې له مينځه ولاړې شي.
بيا به الله پاک آسمان ته داور ښت او باران امر وکړي تر څلويښتو ورځو پورې به دآسمان ورښت دوام وکړي، تر دولسوګزو پورې به دخداى مخلوق په اوبو کې ژور پروت وي.
بيا به الله پاک مړو جسدونو ته دبيا راټوکيدو او زرغونيدو امر وکړي، چې په دې توګه به مړه جسدونه دپسرلي ګياه او خاک ليزته ورته تاند او تازه راوټوکيږي، او خپل حالت ته به راستانه شي، کله يې چې اجساد بشپړ شي نو الله پاک به جبريل او ميکائيل ته دبيا راژوندي کيدو امر وکړي، په دې توګه دغه دواړه جليل القدره پرښتې به بيرته راژوندۍ شي.
بيا به الله پاک ګرد سره اروا وې راوبلي چې دمسلمانانو ارواوې به الله په خپل موټي کې ځاى پر ځاى کړي، بيا به يې خپلو خپلو صورتونو ته وروليږدوي.
بيا به الله پاک اسرافيل عليه السلام ته ددريمې شپيلۍ دپوک وهولو امر وکړي چې دابه دبعث (بيا راژوندي کيدو) ـ شپيلۍ وي.
په دې توګه داسرافيل دشپيلۍ له پوکولو سره سم به ګرد سره ارواوې دزمکې او آسمان تر مينځ دمچيو په دود خپرې شي.
بيا به الله پاک ووائي: زما په خپل عظمت او لويۍ قسم چې هرومرو به هره اروا خپل خپل جسد او کالبوت ته ورستنيږي، چې په دې توګه ارواوې به زمکې ته په راستنيدو هر جسد ته دهغه دسپږمو له ليارې وردننه شي، بيا به دزمکې په څپرولو سره ټول وګړي دلوى خداى حضور ته په ځغاسته ورستانه شي.
" مهطعين الى الداع يقول الکافرون هذايوم عسير ".
[ په ډير عاجزۍ سره به دستر داعي لورته ور درومي، چې کافران به ووائي: داخو ډيره سخته ورځ ده ]
په داسې حال کې به دوى دلوى خداى حضور ته وردرومي چې يبله پښې پربنډ او ناسنته به وي، او په يو ټاکلي تم ځاى کې به تر او ياو کالو پورې په داسې حال کې ودريږي چې نه به دوى ته وکتل شي، او نه به يې ترمينځ پريکړه وشي، په دغه موده کې به ښه ډير وژاړي، تر دې چې اوښکې يې پاى ته ورسيږي، بيا به داوښکو پر ځاى وينې توى کړي، تر دې چې پر خپلو خولو او ښکو او وينو کې به تر سخوښتو او غوږونو پورې ډوب فرياد وکړي او وبه وائي چې څوک به زمونږ به باب لوى خداى ته سپارښت وکړي ترڅو زمونږ باب پريکړه وکړي؟!
بيا به په خپلو کې سره ووائي: ددې کار لپاره وړ سړى دبشريت پلار آدم عليه السلام دى؛ ځکه چې هغه الله پاک په خپلو لاسونو پيدا کړي، هغه د ډير لوى برم خاوند دى، راځئ چې هغه ته ورشو، ټول به دآدم عليه السلام په وړاندې سوب شي او له هغه څخه به دسپار ښت غوښتنه وکړي، مګر هغه به انکار وکړي او ځان به دسپارښت لپاره وړ ونه بولى!بيا به تر او ياو کالو پورې په همدغه تم ځاى کې هک پک ودريږي!. بيا به هڅه وکړي او په ټولو اولو العزمه پيغمبرانو به وګرځي، او دسپارښت همدغه ايکې يو وړانديځ به ورته وکړي؛ چې هغوئ به هم په وار وار همدغه خبره ورته وکړي چې مونږ دسپارښت لپاره وړ نه يو.
داسلام ستر پيغمبر صلى الله عليه وسلم خپلو خبرو ته دوام ورکوي: تر دې چې ماته به راشي!
بيا به زه تر عرش لاندې د " فحص " په نامه ځاى ته ورشم او هلته به دکايناتو رب ته په سجده پريوځم، تر دې چې الله پاک به يوه پرښته ماته راواستوي، ما به له مټ څخه ونيسي او پورته به مې دلوى خداى په حضور کې سوب کړي.
لوى څښتن جل جلا له به ماته ووائي:
ـ اى محمده!
ـ زه به ووايم: زما ربه! ستا په وړاندې ولاړيم.
ـ څه حال څه احوال؟
ـ اى زما ربه! تا له ما سره دشفاعت او سپارښتن ژمنه کړې، زما سپارښت ؤمنه ، او دخپل مخلوق تر مينځ پريکړه وکړه!.
ـ لو ى څښتن جل جلاله په داسلام ستر پيغمبر ته ووائي:
ما ستا سپارښت وما نه، دادى زه درځم او دهغو ى ترمينځ به پريکړه وکړم!
رسول الله صلى الله عليه وسلم فر مائي: په دې توګه به زه بيرته راستون شم او له نورو وګړو سره به يو ځاى په هماغه پخوانى ځاى کې ودريږم.
ناببره به شور ځوږ پورته شي او دآسمان مخلوق به ګرد سره زمکې ته راښکته شي، زمکې ته په راښکته کيدو به يې دمخونو وړانګې ګرد سره زمکه روښانه کړي او صف په صف په ودريږي مونږ به ورته ووايو:! ايا په تاسو کې زمونږ رب شته؟ هغوى به ووائي: نه! هغه راروان دى؛ چې په دې توګه به دکائناتو خالق دوريځو او پر پرښتو په سيوري کې راشي، عرش به يې په دغه ورځ اته تنه پرښتو پر خپلو اوږو پورته کړى اوسي او دا تسبيحات به سره زمزمه کوي.
" سبحان ذى العزة والجبروت، سبحان ذى الملک والملکوت، سبحان الحي الذي لايموت، سبحان الذي يميت الخلائق ولايموت".
بيا به الله پاک خپله کرسۍ دخپلې خوښې سره سم دزمکې په کومه ناحيه کې ځاى پر ځاى کړي بيا به داسې ووايې: اى دانسانانو او پيريانو ډلې!
زه ستاسې درامينځ ته کيدو څخه راپه دې خوا تر همدا نن ورځې پورې تاسې ته چوپ وم! ستاسې خبرې مې اوريدلې او ستاسې پرکړونو خبر وم، نن ما ته غوږ شئ!
دادى ستاسې عملنامې ستاسې په وړاندې لوستل کيږي، چاچې په تاسو کې خير تر لاسه کړ نو دخپل خداى شکر دې پر ځاى کړي؛ او که چا نور څه تر لاسه کړه نو خپل ځان دې ملامته کړي.
بيا به الله پاک جهنم ته امر وکړي او تورې ژبه ورې لمبې به يې رابره سيره کړي.
بيا به رب العالمين ذات داسې ووائي:
" وامتازوا اليوم ايهاالمجرمون..."
" الم اعهد اليکم يابني آدم الاتعبدوا الشيطان، انه لکم عدو مبين.و ان اعبدوني هذا صراط مستقيم، ولقد اضل منکم جبلا کثيرا افلم تکونو تعقلون، هذه جهنم التي کنتم توعدون، اصلوها اليوم بما کنتم تکفرون "
[ اى مجرمانو! نن ورځ جلا شئ! اى د آدم زاوزاده! ماتاسې ته نه ؤ ويلي چې دشيطان مه منئ! ځکه چې هغه ستاسې ډاګيز دښمن دى، يواځې زما بندګي وکړئ چې همدغه سمه دم لاره ده.دغه شيطان خو ستاسې زښت زيات خلک بې لارې کړه، نو تاسې بيا ولې له عقل څخه کار نه اخلئ؛ دا هماغه دورزخ دى چې تاسې ته يې وعده درکړ شوې وه؛ دهماغو کفري اعمالو په بدل کې چې تاسې په دنيا کې کول نن همدغه دوزخ ته ورشئ ]. په دې توګه به ستر واکمن ذات هر امت او هره ډله دخپلو عملنامو لوستلو ته راوبلي، داپه داسې حال کې چې دوى به ددغې ورځې ددهشت له کبله بيخي پړمخې پر زنګنو
پراته وي؛ چې الله پاک ورته په دغه مبارک ايت کې نغوته کړې: " وترى کل امة جاثية کل امة تدعي الى کتابها، اليوم تجزون ما کنتم تعملون ".
[ ته به وګوري چې هر امت به پر ګونډو پړ مخې پروت وي هر امت به دخپلې عملنامې لوست ته راوبلل شي، همدا نن ورځ به نو تاسې ته د خپلو عملونو بدلې درکړ شي ].
په دې ترتيب به الله پاک جل جلاله تر انسانانو او پيريانو دمخه لومړى دبهائمو او وحوشو (ژويو) تر مينځ پريکړه وکړي؛ او هغه په دې ډول چې د بې ښکرو څاروي لپاره به له ښکرو ورڅخه غچ واخلي.
بيا به الله دخپلو بندګانو تر مينځ پريکړه وکړي! لومړى به دخداى دليارې وژل شوي (شهيدان) راوبلل شي.
شهيد په داسې حال کې چې خپل سر به يې په لاس کې نيولى وي له خپل قاتل سره يو ځاى دخداى به په وړاندې ودريږي او وبه وائي: اى پروردګاره! دغه شخص ولې او دڅه لپاره وژلى وم ؟!
الله پاک به يې دقاتل څخه پو ښتنه وکړي چې: دى دې ولې او دڅه لپاره وژلى ؤ!
هغه به ووائي: اى پروردګاره! دخپلې سر لوړۍ او درناوي په خاطر مې وژلى ؤ!
الله پاک به ورته ووائي: ناکام او نامراده شوې او هيڅ هم په لاس درنغله ....په دې ترتيب به الله پاک دهر قاتل څخه دمقتول په وړاندې چې هغه به يې په غړولو سترګو ګوري غچ واخلي.
دغه راز دهر د ظالم څخه دمظلوم بدل، ان تر دې چې که يو چا د ظلم او خيانت له کبله په شيدو کې اوبه ګډې کړې اوسې، هغه ته به وويل شي چې اوس نودغه اوبه له دغو شيدو څخه جلا کړه!
بيا به يو غږ وشي چې هر چاچې تر ايکې يو لوى خداى پرته بل چاته دبندګۍ او عبادت شرښکته کړى اوسي هغه دې له خپل معبود سره جلا شي، بيا به هغوى له خپلو باطله معبود انو سره يو ځاى ددوزخ لورته وهڅول شي؛ چې الله پاک ورته په دې ټکيو کې نغوته کړې.
" لو کان هؤلاء آلهه ما وردوها وکل فيها خالدون "
[ که دوى په رښتيا سره خدايان واى نو دوزخ ته به نه دننه کيدل، اوس به نو دوى ټول سره په دوزخ کې دتل لپاره استوګن وي ]
بيا به الله پاک په خپل هماغه هيئت کې چې خوښ يې وي دمؤمنانو او منافقانو لورته ورشي او ورته به ووائي:
اى وګړو! خلک ولاړل؛ تاسې هم خپلو معبودانو ته ورشي! دوى به ووائي: اى زمونږ ربه!
مونږ خو تر تا پرته بل معبود نلرو او مونږ خو يواځې ستا عبادت کړى.
بيا به الله تر يوې مودې پورې دخپلې خوښې سره سم له دوى څخه ولاړ شي....بيا به ورته راشي او ورته به ووائي: اى وګړو! ګرد سره وګړي له خپلو خدايانو سره ولاړل تاسې هم له خپلو خدايانو سره يو ځاى شئ!
دوى به بيا ووائي: پروردګاره! مونږ خو ترتا پرته بل خداى نلرو ترڅو هلته ورشو!
بيا به الله پاک دخپل عظمت اوجلال بلاکيف پونډۍ جوته کړى چې دهغې په ليدو سره دوى لاپسې باوري شي چې همدغه زمونږ رب دى، له دې سره سم به دوى ټول خپل خداى ته پر خپلو ټنډو په سجده پريوځي؛ او منافقان به دڅټ لورته پريوځي. بيا به دوى دخداى په اجازه خپل سرونه راپورته کړي تر دې وروسته به بيا الله پاک دجهنم پر خيټه باندې پل صراط کيږ دى؛ دا په داسې حال کې چې دغه پل به تر تورې تيره او ترويښته نرى اوسي، سربيره پر دې دغه پل به پرکونډو اورا ښکونکو کنجکيو پوښل شوى وى.
ځني وګړي به په دغه پل باندې دسترګو په رپ کې تيريږي، او ځني به يې لکه دبرق او بريښنا په دود پيريږي، او ځنې نورې به يې بيا لکه دتيزو آسونو او ځنې نور به بيا دتيزو پليو په دود تيريږي.
په پليو کې ځنې وګړي به روغ رمټ تير شي، او ځنې به يې ګوډ مات تير شي، او ځنې به يې دجهنم په خيټه کې پړمخې پريوځي.
بيا کله چې جنتي وګړي جنت ته نيژدې شي نو اوبه ووائي چې: څوک به زمونږ لپاره زمونږ د رب په وړاندې سپارښت وکړي ترڅو جنت ته ولاړ شو؟! په خپلو کې په سره ووائي چې: زمونږ تر پلار آدم عليه السلام پرته بل څوک دى چې الله پاک په خپلو لاسونو پيدا کړ او په خپله يې په هغه کې اروا پو کړه!!
نو دوى په آدم عليه السلام ته راشي او له هغه څخه به دسپارښت غوښتنه وکړي.
په دې توګه آدم عليه السلام به دخپلې يوې کناه په راياد ولو سره هغوى ته معذرت وړاندې کړي او ورته به وائي چې زه ددې لپاره وړنه يم، تاسې نوح عليه السلام ته ورشئ! ځکه هغه بشري وګړو ته لومړنى رسول دى...بيا به دوى نوح عليه السلام ته راشي او همدغه دسپارښت غوښتنه به دهغه په وړاندې هم مطرح کړي، هغه به هم دخپلې کومې نادودې په يادولو سره هغوى ته معذرت وړاندې کړي او ورته به وائي چې: زه ستاسې ملګرتيا نشم کولاى تاسې موسى عليه السلام ته ورشئ؛ هغه به هم دڅه ګناه په يادولو سره هغوى ته معذرت وړاندې کړي او له ملګرتيا څخه به يې ډډه وکړي.
په دې توګه به دوى بيا عيسى عليه السلام ته راشي! هغه به هم ورته ووائي چې زه ستاسې ملګرتيا نشم کولاى تاسې محمد صلى الله عليه وسلم ته ورشئ!
ـ پيغمبر عليه السلام فرما ئي: ـ په دې توګه به هغوى ماته راشي ځکه چې ماسره زما رب په درې ډوله شفاعت ژمنه کړې:
زه به راولاړشم او دجنت دروازې ته به راشم دجنت دروازه به زما په وړاندې پرانستل شي، او هلته به زما تود هرکلى وشي...بيا به زه خپل رب ته په سجده پريوځم او دهغه ثنا او عظمت به بيان کړم؛ بيا به لوى څښتن جل جلاله ووائي: اى محمده! سر پورته کړه! وغواړه او درکول کيږي! له سجدې څخه دسر په راپورته کولوسره به زه ووايم:
اى زما پروردګاره! تاله ماسره جنت ته دجنتيانو په تلو ژمنه کړې!
الله پاک په ورته ووائي: هو! دوى ته جنت ته دتلو اجازه ورکړه!.
نو رسول الله صلى الله عليه وسلم به ووائي: په هماغه ذات قسم چې زه يې په رښتيا سره پيغمبر استولى يم چې تاسې به ددنيا به پرتله په جنت کې په ډير ښه توګه خپل استوګنځايونه او ماندينې وپيژنئ.
په دې توګه هر جنتي به ده دوه اويا جنتي حورو،او دوه تنه غوره دنيوى ښځو له پلوه استقبالولاى شي.
لومړنۍ دنيوي ښځې ته په ورتلو به وګوري چې هغه به دياقوتو په کوټه کې دسروزرو په تخت چې ملغلرې به پرې جړ، او وريښمنه او يا پوړيزه زينه به ورته تړل شوي وي ناسته وي.
هغې ته په رسيدو به هغه خپل لاس دهغې پر اوګه کيږدي، دمخ په رااړولو سره به هغه خپل مخ دهغې په سپيڅلي او راڼه مخ کې وګوري، په دې ترتيب به له خپلو ټولو جنتي ښځو سره خپله لومړنۍ پيژندګلوي سرته ورسوي.
دا هماغه پاکې او سپيڅلې ښځې دي چې دقرآنکريم په دغه ټولګه کې ورته نغوته شوې. " وحور عين کامثال اللؤ لؤ المکنون " [ ساتل شويو ملغلروته ورته غټ سترګې ښځې به يې خدمت ته چمتو ولاړې وي ].
بيا چې کله دګناهو نوپه تناسب ځنې وګړي په دوزخ کې پريوځي نو زه به بيا راولاړشم او خپل رب ته به ووايم چې اى پروردګاره! له خپل امت څخه دهغو کسانو په باب چې په دوزخ کې پراته دى تاته سپارښت کوم!
الله پاک به ووائي: درځه کوم خلک چې ته يې پيژنى ګرد سره له دوزخ څخه راوباسه!.
چې په دې توګه دخپل امت ټول ګناه ګاران به له دوزخ څخه راوباسم.
بيا به الله پاک ماته دسپارښت اجازه راکړي. ان تر دې چې هغه څوک چې ديوې زرې په اندازه يې هم دخير کار کړى اوسي له دوزخ څخه راوباسم!.
دلوى خداى جل جلا له ددغې سترې مهربانۍ څخه به حتى دابليس په زړه کې هم څه تمه راولاړه شي!!!!
تر دې وروسته به الله پاک ووائي: اوس نو يواځې زه پاتې شوم او زه بې له شکه چې ارحم الراحمين ذات يم! بيا به خپل بلاکيف لاس په جهنم کې ورښکته کړ ي او هغو مره وګړي به له دوزخ څخه راوباسي چې شمير به يې يواځې همده ته څرګنده وي، دغه ستره ډله به لوى څښتن د " آب حيات " ـ يا نهر الحيوان ـ په اوبو ووينځي، پر غاړو به يې د " عتقا ء الرحمن " توري ليکل شوي وي، دابه هماغه وګړي وي چې هيڅ دخير کار به له لاسه نه وي پوره شوى، يواځې دخداى جل جلاله په مهربانۍ سره به ددوى په وړاندې دجنت دروازې پرانستل شي او جنت ته دتلو اجازه به ورته وشي. [ پورتني حديث مشهور حديث دى چې دتفسير او حديث يو زيات شمير امامانو لکه " ابن جرير په خپل تفسير " الطبري" امام بيهقي په "البعث والنشور " طبراني په " المطولات " کې، او داسې نورو علماؤ په مختلفو اسلوبو سره روايت کړى ].
قيامت په غړولو سترګو
داسلام ستر پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمائي: " که څوک غواړي قيامت په غړولو سترګو وګوري نو د:
"ـــ اذا الشمس کورت....
ـــ اذا السماء الفطرت...
ـــ اذا السماء انشقت.... سورتونه دې ولولي.
اخځ قیامت په غړولو سترګو

No comments: