افغانان د ميلمنو قدر نه کوي!
عبدالجبار مطمئن غفاري
نن سبا د غرب باداران د گيلې په شکل داڅرګندوي چې افغانان د خپلو ميلمنو قدر او عزت نه کوي او افغانان د هيچا منظور نلري او د ميلمنو پر ښوګڼو باندې سترګې پټوې او يواځې د ميلمنو منفې جنبې ګورې. افغانان حتی زمونږ قدر هم نه کوي حال داچي مونږ هغوي دتروريزم او القاعده له استعمار څخه خلاص کړل او هغوي ته مو صلحه او آرامي راوستله او وروروژنه مو د دوي له منځه لیري کړل.او ټول څړکونه مو ورته ډامبر کړل. او عصري تشنابونه مو ورته جوړ کړل.
افغانان خپل دوستان او ميلمانه نه پيژني او خپل دميلمه حق نه پرځاي کوي او ميلمه ته د دښمن په سترګه ګورې دا په داسي حال کې چې د ميلمه قدر خو واجب دی . د افغانیانو سره چې چا ښه کړې وې دوی بد ورسره کوي. موږ افغانان آزاد کـــړل او هغوې مونږ تړې موږ هغوې ته ژوند ورکړ او هغوې موږ وژنې. او زموږ په ضد پاڅون کوې او زموږ څخه کرکه لرې.
غربيان رښتيا وايې!
رښتيا هم داسي ده افغانان په دي ډګر کې څو څو ځله ازمويل شوې دې، هغوي حتی د خپل ګران همسايه چې هم يې د ګاونډيتوب او هم يې د ميلمستيا حقوق ثابت وو قدر ونه کړ. او پوزه يې په خاورو او وينو ولړله او بيرته يې واستاوه. د هغه نه مخکي يې د ادب درس و انګريزانو او مغلوليانو ته ورکړی وو.
نابللې ميلمانه !
افغانانو ځکه دا ټوله ميلمانه وشړل چې هغوي نابللې راغلي وو. نو ځکه يې افغانانو قدر ونه کړ. حتی داسي شوه چې په تاريخ کې افغانان داسي خلګ و پيژندل شول چي د خپلو نا بللو ميلمنو قدر هيڅکله نه کوي . او له بلي خوا افغانانو دا شعارونه پورته کړل چې «دلته رواج دي د پردوخلګو مرګونه»
دمرګ لايق ميلمه!
د ډيرو خلکو په زړه کې دا راګرځي چې افغانانو دا خاصيت له کومه کړ، چا دا لار وروښودله او څوک يې شاته ولاړ دی. او څوک يې هڅوي؟ خو زه وايم دا زمريان په آزادي کې اوسيدلي نو هيڅ يوه ميلمه ته اجازه نه ورکوې د هغوي استقلال ته خنډ جوړ کړې. په حقيقت کې افغانان د بشريت دښمنان نه دي. هغوي بشر پيژنې او حقوق يې پيژنې احترام يې کوې ، او هغوي د ښځو حقوق ورکوې ، خو دانه غواړي ګاونډيان ورته ووايې ته څه وکړه او څه مه کوه. که چيرې يې په کورني چارو کي کوم بيګانه سړی لاس اوږدوي نو افغانان يې لاس غوڅوې او که يې سر په کور دننه کړ نو افغانان يې سر په تيره توره غوڅوي. او که يې د کور دننه وکتله نو بيا يې افغانانو سترګې را باسي او دښمن ته داسي وايې.
هــــرچــــاچي زموږ خواته په بد نظر کتلـــي دي
مونږ په ډير تلوار د هغوي سترګي راايستلي دي
افغانان مغرض ميلمانه پيژني ، هرهغه ميلمه چې سربيره پردي چې نا بللي هم دي بيا په کورکي د شراکت دعوه ولري او يا حتی د اضافه حق ادعا هم وکړي نو حتماً داسي ميلمه د مرګ لايق ګڼی او په خپل اساسی قانون کې داسي میلمه ته بله لاره نه ورکوی او وایې نا بللی میلمه بايد مــړ شې. دانه يواځي د افغانانو ثقافت دی بلکي دا نړې د هر ژوندي ملت نه بيليدونکی خاصيت دی. او دا چي څوک د افغانانو حمايت کوي .نو داخو تر لمر روښانه ده چي هغوي آزاد وجدان لرې . دا د مريانو زامن نه دي ، د مينځو زامن نه دي، د پردو ګوډاګيان نه دي. دا کودکستان زامن نه دي. ددي خلګو اصليت معلوم دي او نسب يي معلوم دي. پلار یې معلوم دی چې پرون یې روسان له ملکه وښړل او نیکه یې معلوم دی چی تیره ورځ یې انګریزان له کلي په ژړا ژړا وایستله.
کښکي!!
که څه چې د کښکي درخته بې ثمره ده .او هيڅ فايده نلري، خو بياهم کښکي غربيانو د تيرو ميلمنو د قدمونو ځايونه کتلي واي چې آيا هغه قدمونه چې ننوتې دې بيا بيرته وتې هم دي؟ او که دهمدي زمري په غار کې تري تم شوي!؟ او که وتلي دي آيا د وينو کرښي ورسره وي او که ثابت قدمونه تللي وه؟ او آيا ددي کلې د راغلو ميلنو شمير زيات دی او که دتللو؟ او ولي په دې کلې کې هديرې ډيرې دې او د وينيو بُوي ولي دي؟ او ولي د ننوتلو لاره مټنه ده او د وتلو پر لار واښه شنه شوې دي؟ نو اوس چې د کښکي هم ګټه نشي ورته کولاي او داغم لړی سفر خلاصيدلاي هم نشي ترځو دوي ورسره خلاص نه شي . نو د افغانانو هغه څو لنډې دې ورپه ياد کړې چې ويلې يې دي.
بهرنيو ميلمنو ميلمنو مه شی خفه
دلته له زمرو له زمرو هره دره
دلته راتګ خورا آسان دی
دبيرته تلو يې نو بيا مه کوه پوښتنه
که دلته مړه شوی په مونږ نه ياست
دلته رواج دې د پردو خلګو مرګونه
روسان زموږ نه مرور شوه
ويل يې تاسي ورکوی موږ نسلونه
دليوه بچی نه دوست کيږې!
او بله خبره داچې د ليوه بچې هيڅکله نه دوست کيږي . وايې کوم چا د ليوه بچي په خپل کورکي ډير په ناز ساتلي وه خو چې کله غټ شول نو لمړی يې په همدې کورولا باندې حمله وکړه . غربيان دې هم په دې پوه شي چې دهغوي دغه وفادار ترجمنان مخلص عسکر او حلقه بګوشه غلامان دليوه بچيان دي ، چي دا نن ورځ واوښته همدغه ترجمن او عسکر او غلام به بيا په دوی پوري بلا شې. دا ځکه چې دا د غلامې حلقې چې نن بعضې خلګو په غوږو کړې دې دايې د شين ډالر لپاره کړې، او که نه د هريوه په زړه کې د غرب او غربيانو نفرت شته دی. او يوه ورځ به خاماخا دا نفرت په ډاګه کيږي. ځکه چې دا خلګ هرڅه چې دې بيا هم د افغان بچيان دې د مسلمان زامن دې مړاوې جذبې په زړونو کې ساتې او خپل خاصيت هيڅ وخت له لاسه نه ورکوي ځکه چې همدا يې عادت دی. لکه څنګه چې د ليوه عادت دی چې حتماً به ښکار کوې او بيا به په خپل ښکار منګلې ښخوې نو د افغان هم دا عادت دي چې حتماً به دښمن له منځه وړی، او په خپل لاس به يې سر له تنه بيلوې.
افغان به دوست نه شې!
او بالآخره ټول تجاوز ګران( کوم چې راغلې تللې او کوم چې راغلې او اوس هم همدلته دې او هغه کسان چې لا غواړې وروسته راشې ) دا ټول دي په دې پوه وې چې افغانان د هيڅ نابللي ميلمه قدر نه کوې او خاماخا به يې يوه ورځ پوزه او غوږونه پرې کوې او مثله شوی به يې له خپل کلي باسي. د افغانانو له وينو سره د آزادي او استقلال جذبه نغښتی ده او په هر رګ کی جلاجلا جارې شوې ده، افغانان ترلاس لاندي ژوند او استعمار نه شي منلی . او هر ملک او هر ملت چې د افغانانو دوست کول غواړې نو که هوښيار وې نو په همدې يوه متل دې اکتفاء وکړې.
کاڼی به پوست نه شې - افغان به دوست نه شې
د فرهنګی ویب لاک څه په مننه
.
Thursday, 19 March 2009
Subscribe to:
Post Comments (Atom)
No comments:
Post a Comment