مــــــــــتلونه
زما دا عقيده ده، چي د متل كلمه سوچه پښتو ده، اما ځيني خلك وايي، چي دا له عربي مثل څخه مفغنه سوې ده، كه دا دوهم قول ومنل سي، نو په مفغناتو كي د عربي "ث" په "ت" اليشه سوې ده، مثلاً ميراث چي مفغن يې ميرات دى، د مثل كلمه به هم متل سوې وي، د عربي لغاتو پوهان وايي چي مثل يعني مثل(مانند) او نظير وروسته دا كلمه په ټولو حكمتو كي مستعمله سوه، ځيني وايي دا كلمه له عبري مثل څخه جوړه سوې او پر ټولو حكمتو او لنډو قصو او اساطيرو اطلاقيږي[1] په پښتو خو متل هغو لنډو ويناوو ته وايي چي د ښو معناوو او حكمتو څخه ډكي وي، په متلو كي ډېر ځله د ملتو د روحياتو خورا ښې_ښې نكتې پرتې وي، بلكي ځيني پوهان وايي چي تر شعر لا متلونه د ملتو پر عقليت ښه دلالت كوي، ولي چي اشعار د داسي خلقو له كومو راوځي، چي فكر او ذهن او عقليت يې تر عوامو لوړ وي، اما متلونه د عوامو له عقليته حكايت كوي او د متلو الفاظ لكه اشعار مصنوعي او معقول نه وي او د عوامو په ژبه وي.
نو متلونه د عوامو وګړو ږغ وګڼل سي او دلالت يې پر روحياتو تر شعر، ټينګ او د ويسا وړ وي، متلونه د ملتو د اجتماعي ژوندون او د دوى د عقلي هويت ښكاره كوونكي دي، په مختلفو اوضاعو كي د تجربې او ازميښتو نتيجې دي، چي په لنډو كلماتو كي ځاى سوي وي. پښتنو متل كړى دى چي "پردۍ ښې نيمه خوا دي" يا "پردى كټ تر نيمو شپو دى" له دغو څخه موږ د پښتنو بېل او ځانته درانه او مستقل افكار او روحيات استنباط كولاى سو او لكه د مخه چي مو هم وويل، دوى هر كله ځان لوړ او پردي يې كښته بلل د پردو دودونه يې نيمه خوا ګڼل او پر خپل مليت او پښتنواله يې داسي ويسا درلوده، چي د هر ظفر او بري دپاره يې خپل ځان كافي ګاڼه.
پښتانه متل كوي: "جنګ په وسله كيږي او ننګ په غله" له دې متله موږ لاندي خبري استخراجوو:
د پښتنو اجتماعي ژوندون پر جنګ او ننګ ولاړ و، د دوى عسكري احساسات په خصمانه حركاتو كي او د ننګ جذبات په خپلوۍ او روغه كي د ژوندون مدار وه "وسله" په دوى كي مهمه او هم د اړتيا شى وه.
دې اجتماعي اړتوب دوى زراعت او كرني ته پاڅول، نو يې په اخلاقو كي زراعتي روح او د كرني قدر كول داخل سوه، دا روح كه څه هم د زړو آريانانو دى او ستا د دوى زراعتي حالت ښه څرګندوي،[2] مګر په پښتنواله كي خو دغه زوړ روح تطور وكړ او د پښتنو روحياتو سره سم د ننګ دپاره يوه وسيله سوه، له دغه موږ ته اوڅاريږي، چي د پښتنو عقليت بې نتيجې حركت نه مانه، او د علت او معلول، او سبب او مسبب په سلسله كي بې برخي نه وه.
د اجتماعي ژوندون اساس ننګ و، نو د ننګ دپاره غله او كښت ضرور و، دې كيفيت د پښتونخوا وګړي اكثر كرونكي او زراعت پېشه كړه. "پر پچه وخوت كشمير يې وليد" دا متل موږ ته ښيي، چي پښتنو په عين ملي غرور او د ځان په ويسا كي ځان نه وركاوه، يعني په لږ څه له هوله نه وتل او نه يې ځايه تكبر درلود، د دوى عقليت ظرفيت او د نفوسو لوړتوب له دې متله ښكاره دى.
"د ډېرو لرګى د يوه غوزى" د پښتنو د اجتماعي تعاون روح څرګندوي، چي د مخه يې موږ په "بسپنه" كي بيان وكئ.
كله_كله په پښتو متلو كي د فلسفې ګراني_ګراني خبري هم راغلي او دا راښيي، چي د پښتنو عقليت سوچه بدوي او غرنى نه و، د دوى په عقليت كي ژورتوب و، مګر طبيعي رنګ يې درلود. د صنعي او موضوعي علومو نه و وهلى.
هغه فلسفي قوانين او څلى چي منشا يې فطرت دى، يعني هغه الهى سنن چي پر موجوداتو په مطرد او عمومي ډول جاري دي او قرآن عظيم يي په (لن تجد لسنه الله تبديلا) سره راښيي، د پښتنو په روڼ او رسا دماغ كي دغه مسلم اصول منلي سوي وه، او لكه يو فلسوف او پوه سړى چي د علم او فلسفې له پلوه تعبير په كوي، پښتنو پخپلو سپېڅلو متلو كي هغه فلسفيانه افكار او خيالات ښه ځاى او فلسفې له پلوه تعبير په كوي، پښتنو پخپلو سپېڅلو متلو كي هغه فلسفيانه افكار او خيالات ښه ځاى كړي دي، مثلاً دا فكر چي جهان زموږ د اعمالو د نتيجو د انعكاس ځاى دى او هر سړي ته خپل عمل او د خپلو چارو جزا او مكافات رسيږي، په فلسفه كي ډېر زوړ دى، مولانا جلال الدين بلخي وايي:
اين جهان كوه است وفعل ما صدا
اين صدا هــــا باز ګردد سوى ما
پښتانه دا قانون په اجتماعياتو كي تطبيق كوي، او د بدي جزا تر هغه سخته وركوي مثلاً خوشحال خان وايي:
كه په توره يې جـــواب وركړې مردي ده
كه وجود دې څوك آزار كاندي په چوب
دا متقابل نتايج او متقابل حركات د پښتنو د ننګي او اجتماعي ژوندون جوهر دى، د ښو ښه نه هيريږي؛ د بدو بدتره جزا وركوي هغه چي له نورو غواړي، له ځانه يې هم غواړي، حميد د ناموس او ننګ په ساتنه كي لومړى د بل دا ستايي، چي خپل دا هم وساتلاى سي:
چـي د بل ننګ و ناموس ساتلاى نه سي
و به نه ساتي څوك خپل ننګ و ناموس
د پښتنو دا روح يا د اجتماعي فلسفې مسئله په دغه يوه متل كي ښه څرګنده سوې ده، چي:
"مه كوه په ما، و به سي په تا". په دې ډول پښتو متلونه د پښتنو د روحياتو او عقليت هنداري دي كه موږ وغواړو چي پر نورو متلو بحث وكړو، نو به مضمون ډېر اوږد سي، اوس مو فقط څو متله د مثال په ډول راوړه.
ليکوال: علامه حبيبي
[1] د مشرقي آريانانو تمدن ص 228 تر 238 پوري وګورئ.
[2] د مشرقي آريانانو تمدن ص 228 تر 238پروي وګورئ.
Thursday, 19 March 2009
Subscribe to:
Post Comments (Atom)
No comments:
Post a Comment