د نوروز لمانځل حرام دی
د نوروز یا مجوسیانو د اختر په لمانځلو کی د دیمان دضایع کیدو یعنی د کفر خطره ده
شيخ القرآن والحديث مولانا احمدشاه ٢٨ / ١٢ / ١٣٨٧ هـ ل 2009-03-18 08:17:00 م
دنوروز مبارکي او د نوروز په مناسبت خوراکونه ، هفت ميوه ، لباسونه ، ډالۍ گانى ، رخصتي کول خپل ورځني کارونه ځنډول او ميلو ته تلل قطعاً حرام دي.
ځکه دا د مجو سيانو سره مشابهت دى او نوروز د مجوسيانو اختر دى پدې تفصيلي بحث ابن تيمية(رح) په اقتضاء الصراط المستقيم اول جلد او (٢٢٧-٢٢٦-٢٤٩-٢٦٩) صفحو کې ليکلي دي د قرآن او سنت او د علماؤ د اقوالو له مخې د نوروز د لمانځلو د حراموالي دلايل
۱ـ الله (ج) فرمايې: ولاتکونو کاالذين نسوا الله فانسهم انفسهم اولئک هم الفاسقون . سورة حشر (١٩) اية ترجمه: او تاسو مه کيږئ په شان دهغو کسانو چه الله (ج) يې هير کړى دى نو الله (ج) ددوئ څخه ځانونه هير کړي دي او داکسان پوره نافرمانه دي. (يهودو، نصارو او مجوسيانو الله (ج) هير کړيدى)ـ.
٢:- الله (ج) فرمايې : والذين لا يشهدون الذور . سورة الفرقان ٧٢ اية.تفسير ابن کثير ٣ جلد ٤٥٢ ، تفسير قرطبى ١٣ جز ٦٢ ص ، مجموع الفتاوى ٢٥ جز ١٤٧ صفحه کې د ابن عباس ، مجاهد ربيع بن انس، ضحاک رض مفسرينو څخه نقل کړي دي چي معنى ددې ايت داده چه مومنان دي د مشرکانو اخترونو او ميلو ته نه حاضريږي او په هغې کي دي برخه نه اخلي .
٣:- قال رسول الله (ص) من تشبه بقوم فهو منهم . ابو داؤد کتاب الباس ٤٠٣١ نمبر حديث ترجمه : چا چه مشابهت وکړ د يو قوم سره نو هغه د هغوئ څخه دى ابن تيمية (رح) اقتضاء الصراط المستقيم ١/٢٣١ ص او فتاوى الجنة الدائمة 3/429 کى ليکلي چه مشابهت په عباداتو ، عاداتو او اخترونو کې هم راځي نو ځکه د نوروز لمانځل د مجوسيانو سره شباهت دى .
٤:- ابو داؤد حديث نمبر ١١٣٤ ، نسائي ١٥٥٦ ، مشکاة المصابيح باب العيدين کي حديث ذکر کړيدى چي د جاهليت دزماني څخه خلکو دنوروز او مهرجان په ورځ لوبي کولي نو رسول الله (ص) ورته وفرماييل چي: الله ج ددې دوو ورځو په مقابل کې تاسو ته د کوچني او لوى اختر ورځي درکړي دي مرقات شرح المشکوة ٣ ج ٤٩٠ ص کي همداسې ليکلي او وايې چي انبياو ددغه جاهلانو حکماؤ دغه لمانځنه باطله کړيده.
٥:- بيهقي په سنن الکبرى ١٤ج ١١٣ ص ١٩٣٧٤ نمبر کي ليکلي دي چي عمر فاروق (رض) وايې چي د مشرکانو عبادت خانو ته د اخترونو په ورځ مه ورځئ ځکه په دوئ د الله (ج) غضب نازليږي دا د ورتلو حال دى د لمانځونکي حال به څه وي؟
٦:- بيهقي په سنن الکبرى ١٤ ج ١١٣ او ٣٧٥ ص375 ١٩نمبر روايت کړيدى چي عمر فاروق (رض) ووئيل چي د الله (ج) ددښمنانو څخه ځان وساتئ ددوي په اخترونو اوميلو کي .
٧:- په سنن الکبرى کي ١٤ ج ١١٣ ص او ٧٦-٧٧ ١٩٣ نمبر روايت کړى دى چي هر هغه شخص چي ژوند ئي غوره کړو د مشرکانو په وطن کې او ددوئ نوروز او مهرجان لمانځي او ددوئ سره مشابهت کوي ا و په همدغه ژوند مړ شو نو دقيامت په ورځ به د مشرکانو سره پورته شي.
٨:- بيهقي په سنن الکبرى ١٤ جلد ١١٤ص او ١٩٣٧٨ نمبر کي على (رض) څخه روايت کړى دي چي هغه ته د نوروز په ورځ ډالۍ پيش شوه نو هغه منعه کړه او داسې ئي ووئيل چه خپل کارونه او اسلامي عادات جاري ساتئ هره ورځ نوروز دي ددي حديث راوى ابو اسامه فرمايې على (رض) د نوروز نوم هم بد وگڼلو چي دا نوم نوى ايجاد شويدى بيهقي وايې چي د کراهت وجه داده چي دا ورځ شريعت نده خاص کړي او دوي يئ د ځان څخه خاصوي .
٩:- شيخ الاسلام ابن تيمية (رض) په مجموع الفتاوى ٢٥ جز ١٤٧ ص کي د عمر (رض) او عبدالله بن عمرو رض د رواياتو د ذکر کولو څخه وروسته ليکلي دي چه څوک نوروزي اعمال ترسره کوي نو د الله ج عذاب ته ځان وړاندي کوي او بيائ د مجموع الفتاوى ٢٥ جز ١٤٩ ص کي ليکلي دي چي ددغي ورځي په مناسبت چه کومي ذبحي او حلالي کيږي ناجائز او حرامي دي او په( ما اهل به لغير الله او ماذبح على النصب حرمه) کى داخلي دي نو پدي ورځ (غسل ، ميلى، د ماشومانو د لوبو اسباب جوړول او دهغه شيانو خرڅول او اخيستل چي د نوروز په ميلو کې استعماليږي ناروا دي بلکى بعضى علماء ئي کفر گڼي ځکه په دي کې د کفر دشعائرو تعظيم او احترام دي
١٠:- ملا على قاري په مرقات شرح مشکوة ١٤ ج ٤٩١ ص کي وايې چي ابو حفص الکبير الحنفى وايې که چا د نوروز په ورځ يوه هگۍ هم مشرک ته ډالۍ کړه نو داشخص په الله (ج) باندې کافر شو او ټول اعمال يې برباد شول او حسن بن منصور وايې که چا ددې ورځي تعظيم په خاطر څه واخيستل نو کافر دى او که مقصد يې د رزرزق پراخي وي نو بيا هم مکروه او حرام دي ځکه د کافر و سره مشابهت دى شيعه گان نوروز ددې لپاره هم لمانځي چي پدې ورځ عثمان (رض) شهيد شويدى او على (رض) ته خلافت په لاس ورغلى دى نو دا د مجوسو ورونه دي.
په مرقات شرح مشکوة کې ليکلي دي چي د نوروز په بعضي لمانځونکو باندې د هغوئ ښځي زوروري شي او روته وايې چي ماته به هم نن دغسي ميلي جوړوي لکه دا نور خلک او کافران يې چه جوړوي نو دا د هغې خبره ومني . علماء کرامو ته عرض دى چي عوام الناس د لاس يا بيان په واسطه د دغه منکراتو څخه منع کړي او نورو ملګرو څخه دا خواهش دى چي ددي فوتوکاپياني په نورو خلکو وويشي.
ترتيب او تحقيق شيخ القرآن والحديث مولانا احمدشاه (خادم الحديث النبويه) حفظه الله تعالى
Thursday, 19 March 2009
Subscribe to:
Post Comments (Atom)
No comments:
Post a Comment