Monday, 16 March 2009

د واده شپه

د واده شپهپه تيره زمانه كي يونجار وو چي په ملك كي دقحطۍ او وچكالۍ له امله مجبوره سوخپل كوراوكلي پريږدي ديوې ګولې ډوډۍ دګټلو د پاره بايد يو بل چيري مسافرت وكړي. هغه وو چي خپله بستره يې و تړله اود سفرموزې يې په پښوكړې دكوره څخه يي د خداى په اماني وكړه او رهي سو. يوه كلي ته ورسيدۍ دځانه سره يي فكروكړچي شپه به دلته تيره كړم اوسبا به حركت كوم .دلته په دې كلي كي هم د ژوند ټول اړخونه په ټپه دريدلي وه. يوخياط وو چي هغه هم غوښتل و يو بلي خواته سفر وكړي چانس ورته ياري وكړه د يوه نه دوه ښه دي سره ملګري سوه اوسهاردواړه رهي سول . پس له منزل وهلو بيا هم د خپلي شپې د تيرولو د پاره په يوه كلي كي ډيره سول . ددې كلي خلكو هم ډيرښه ژوند نه درلود، يو زرګر چي ډير لايق او دانسته وو د دې دوو مسافرو سره مخامخ سو هغو ته يي وويل (( ماته احوال راغلى دى په پلاني ښهركي ډيره ښه مزدوري پيداكيږي انشاء الله خلګ به زموږ سره كمك وكړي )) سهارسو د دوو نه درې ښه دي سره ملګري سول او پخپل سفر يي پيل وكړ څوشپې او ورځي يې منزل وكړ ډيرستړى سول په ګده يې سلاح وكړه چي صبا به منزل نه كوي شپه سوه درې واړه ويده سول ، نجار چي د خپلو ماشو مانو په فكر كي ډوب دى خوب نه ورتلى كرار ولاړ سو د خپلي لور په ياد يې د لرګي څخه يوه دانه نانځكه يعني يوه دانه ناوكئ جوړه كړه بياراغۍ كرار پخپل ځاى كي پريوتى خياط هم د يوه اړخ څخه په بل اړخ اوښتۍ ډيرخوب نه ورتلى را ويښ سو ناڅاپه يې سترګي پر نانځكي ولګېدې پوه سو چي دا كار د نجار دئ سمدلاسه يې يوڅه ټكړې چي درلودې هغه يې قيچي او ناوكئ ته يې يوه دانه كميس جوړكړ ،دى هم راغئ پريوتئ د سهارخوا وه زرګرد خو به راكښې نستۍ سترګي يې پرناوكۍ ولګيدې دى هم پوه سو چي دې دوو نفرو خپل كمال ښكاره كړ زه پاته سوم زه هم بايد څه ناڅه وكړم ده هم پخپل نوبت سره د سرو ياسپينو څخه يو اميل ورته جوړكړ اود ناوكۍ په غاړه كي يې واچوۍ بيرته راغۍ او پخپل ځاى كي ويده سو، خيريوه شپه وه تيره سوه سهاردرې واړه د خوبه را ويښ سول چي ګوري يوه ډيره ښايسته پيغله په جامواو زيور اّراسته ناسته ده هريوه ددې درو واړوڅخه غوښتل چي دا پيغله پخپل نامه كړي كرار كرار دوستي په دښمني تبديليږي دعوه ده .سوالونه
۱ـ اوس تاسي و واياست دا پيغله بايد دكوم كس حق وي ؟
۲ـ اسلامي شريعت په دې باره كي څه ويلي دي ؟
۳ـ هغه كس چي په زوره دا پيغله و ځانته غواړي حقه خبره ده ؟جوابونه1. اسلام وايي بايد د پيغلي څخه پوښتنه وسي چي ددې دروكسانو څخه كوم يوددې خوښ وي هغه دي وغواړي .2. دوه نفره به شاهدان سي او يونفربه زوم .3. هرهغه كس چي په زورسره دا پيغله ځانته غواړي د اسلام د دين مخالفت كوي موږ شاهدان يو،پلار،اكا،ماما،وروراو ټول دوستان حاضر وي د نكاح په وخت كي مګر بيا هم قاضي،مفتي ياملا امام دوه نفره شاهدان وناوي ته استوي پوښتنه ترې كوي چي ستاد نفس او مهر وكيل څوك دۍ ؟ هغه وخت چي ناوي د خپلو قريبانو څخه يوكس انتخاب كړي هغه كس بيا د انجلي وكيل ګرځي او د انجلۍ په عوض خبري كو كه چيري دا انجلي پخپله ودې قاضي يا مفتي يا ملا امام ته حاضره سي هيڅ ممانعت د اسلام د نقطه نظره نسته ، خودا چي په اسلام كي شرم ، حيا اود مور پلار احترام ضروري خبره ده اوهيڅ موراو پلار د خپل اولاد په بده نه وي روا داره نوپه همدې خاطر انجلۍ پخپله خوښه يوكس انتخابوي . ضرورنه ده چي هغه يې پلار وي يا نژدې دوست . اودا خبره بايد د ياده څخه ونه باسو چي د نكاح د تړلوڅخه مخ كي رضايت اود تفاهم خبري سوي وي په دې ورځ صرف انتهاي فيصله كيږي .په نتيجه كي ددې ناوي رضايت شرط دئ . بيله رضايته نكاح نه تړل كيږي اونه يې څوك په زوره سره نكاح كولاى سي . ځكه په زورسره نكاح تړل حرام دي .بلكه نكاح يې هم نه كيږي . هغه كسان چي دا
فكرلري چي ګواكي انجلۍ دموراو پلار په رضا وركول كيږ ي د سره څخه غلطه ده
اخڅ رازونه د احمدشاه لیکنه

No comments: