Monday, 16 March 2009

اياپه طالبانوکې منځ لاري اوتوندلاري شته؟

اياپه طالبانوکې منځ لاري اوتوندلاري شته؟
مولوي محمدغفور پیروز ٢١ / ١٢ / ١٣٨٧ هـ ل 2009-03-11 15:53:00 م
دصليبـي جګړې له پيل سره سم داډنډورې پيل شوې چي دطالبانوپه منځ کي چي کوم معتــــدل يامنځ لارې کسـان شته هغوئ کولای شي چي دافغانستان په راتلونکـــي حکومت کي برخه واخلي اوس دادی يوځل بيادامريکاتورمخي ولسمشراوبامادامسئلــــــه راپورته کړې چي موږتياريوله هغـــوطالبانوسره خبرې وکړوچي توندلاري نه دي،له القاعدې سره تړاونه لري اومنځنی سياست پرمخ بيايي . دلته سړي ته داپوښتنه پيداکيږي چي منځ لاری څه مانا؟ اواياپه طالبانوکي داسي کسان شته؟ که سـړی اسلام په سمه مانامطالعه کړي نوپه خپله به پوه شي چي اسلام منځ لاری دين دی نه افراط پکي شته اونه تفريط . هو! په اسلام کي جهادي حکم شتــــه چي همدادغرب دسترګواغزی دی اودوئ هماغــه څوک منځ لاری ګڼي چي داسلام تردې حکــــــم تېرشي،غربيـــــان چي دمسلمانانوپرپوځي،ښوونيز،اقتصادي اوټولنيز نظام کوم تېری کوي دهغه پـــــرضداواز اوچت نه کړي يوازي په هغه څه کفايت وکړي چــــي دوئ يې ور کوي . دين،کلتور،دودونه اوهرڅه يې دهغــوئ په خوښه عياراوچمتوشي،دخپلواکۍ اوحريت نغمه له مغزووباسي لنډه داچي په هرڅه کي ځــــــان دغرب رحم اوکرم ته محتاج کړي نه سياسي ازادي ولري نه علمي،اقتصادي اوپوځي خپلواکي همداســـي کس ددوئ په اندغوره مسلمان اومنځ لاری دی خوکوم څوک چي پرخپل ځان داتکــــــا،خپلواکۍ په هراړخيزډول ديواسلامي نظام درامنځته کېدواوپياوړي اسلامي خلافت دجوړېدومفکوره لري هغه توندلاری،ترهګراوويراچوونکــــی دی . اصل حقيقت همدا دی چي غرب هرهغــــه څوک نه شي زغملای چي ددوئ دخپل سريو،ناروايرغلونواويوازي دځان په ګټه دټولووسائلوله کارولـــوسره مخالف دي،په نړۍ کــــــي چي نن کومه بې عدالتي روانـــه ده په سرکي يې غرب قرارلري،دنړۍ په ګوټ ګوټ کي مسلمانان تريرغلونولاندي دي،کورونه يې نـــړيږي،وژل کيږي، زندانونوته اچول کيږي،له خپل ټاټوبي څخه شړل کيږي اوان پرديني اومذهبي عقائدويې تېــری کيږي . داټول هغه عوامل دي چي له ځان سره غبرګون راټوکوي اوبالاخره خبره جګړې ته رسيږي . پاتي شوه دامسئله چي اياپه طالبانوکي منځ لاري اوتوندلاري شتـه که نه؟ نوددې پوښتنې ترځوابولو وړاندي بايدموږداوڅېړوچي په افغانستان کي اوسنۍ جګړه پرکومه بناروانــــــه ده؟ داخوهرهغه چاته چي دويښ ضميراوسم درک خاوندوي داڅرګنده ده چــــــي افغانستان دنوروله خوااشغال شـــــوی،دلته يرغلګرځواکونه راغلي،ددې هيوادبچيان يې په شهادت رسولي،کورونــــــه يې ورته وران کړي،دتورو تمبوشاته يې اچولي،درسول اکرم صلی الله عليه وسلـــم سپکاوی يې وکړ،قرآن کريم يې په مرداريوکي وغورزاوه غرض داچي له هره پلوه يې نه يوازي داچي پرافغاني ټولنې تېری کړی بلکه پرټولــي اسلامي نــــــړۍ يې يرغل کړی دی له همدې امله ددې داړه مارانوپرضدجګړه کول نه يوازي داچي دسليــم عقل ، سيي وجدان اوويښ ضميرتقاضاده بلکه ديني اومذهبي فريضه هم ده نوهمدې ته په پام ويلای شوچـي په افغانستان کي روانه جګړه سپېڅلې مبــــــارزه،دمعنويت دژوندي کولـــــــومقدسه دنده اودپرديــوپه وړاندي دازادۍ قربانـــــي ده په دې کي داعتدال اونه اعتـــــدال خبره نه شته،داجګـــړه ديومسئوليت له مخې ترسره کيږي دڅوکۍ،دنيوي اهدافواوغچ اخيستنې جګــــــړه نه ده داسي کسان په دې مقابله کي ونډه نه لري چي ديوخپګان ياشخصي غرض لپــــاره وي،که څوک داسي څرګندونــــې کوي نـــــودهغوئ يوازينی غرض دادی چي په داسي اوتوبوتوپه مسلمانانوکــــي دطالبانوپه اړه ډول ډول افکاررامنځته کــړي،په خپله په طالبانوکي دبېلتون اچولوناکامه هڅه وکړي اوپه عين حال کي پرطالبانوداتورولګوي چي دوئ دمنطق خلک نـــــه بلکه يوازي دټوپک خلک دي،سولــــــه نه غواړي بلکه يوازي دتشـــددلاره خوښوي . امريکاتل هڅه کړې چي طالبان اودهغوئ په څېرنوراسلامي غورځنګونه داسـي معرفي کړي چي دوئ دټولي نړۍ لپاره ديواُخ په شان دي چي که هرڅوک اوهرشی په مخه ورغی خـــــوري يې،خوپر خپلوجناياتويې دزور،زراوتبليغاتوپه مټ پرده اچولـې ده په نړۍ کي دهرجنايت پړه دغرب پرغاړه ده ، لويديځ بايدخپل سياست ته دبياکتنې په جريان کي داپه پـــام کي ولري چي نوريې دظلمونوپه وړاندي دنړۍ اولسونه دقيام په حالت کـــــي دي،امريکانورنه شي کولای په دروغــــــوخلک تېرباسي اتــــه کاله وړاندي چي به دامريکاکومه خبره نړيوالودوحې په څېرورسره منله خـــــونن دامريکاناولــــې اوبدرنګه څېره هرچاته په ډاګه شوه،نن جهانيان ياپه دې پوه شوي اويابه ژروپوهيږي چي امريکادهرې بدمرغۍ مور،دځمکې پرمخ دفسادسرطان اودهــــرې ناولتيااډه ده که څوک پــه نړۍ کي امن غواړي نويوازينۍ لاره يې همــــداده چي داناولی ويروس دځمکې له مخې ورک کړي که نه هره خوښه به موپه خپل کرغېړن اثرپه غم دربدله کړي .
د ټول ویب پاڼی څه په مننه

No comments: