Saturday, 21 March 2009

زما خالق

زما خالق
زما خالق پټوي ځان له مخلوقاتو
بيا عجيب سي راڅرګند پر كايناتو
هم خالق يم ځنځيرونو كي تړلى
هم آزاد يې له هر بنده يم ايستلى
زما خالق راته راوړي هغه لفظونه
پكښي نغښتي چي خوښۍ دي هم غمونه
دى پخپله رغوي ټوله دردونه
په قدرت كراروي د دوى جنګونه
زه به ځان او زړه خالق ته وربخښمه
زه به ټوله ژوند تر ده قربانومه
خو په ژوند كي به خالق نه هیرومه
نه په زړه كي بل خالق ته ځاى لرمه.
د بګت کبیرد جهانی صاحب د پښتو ژباړی له کتاب څه

No comments: