Wednesday, 18 March 2009

متلونه

اختر پټ میړه ندی
اجل چې راشي وخت نه غواړي
اوبه په ډانګ نه بیلیږي
انسان ته خبره خره ته لرګئ
بې زحمته راحت نشته
بدبختي يوازې نه راځي
په پچه وخوت کشمير يې وليد
پردئ کټ تر نيمو شپو دی
په درندو دروند، په سپکو سپک
په تل کې به يې پیدا کړې
په زور کلي نه کیږي.
په دوه ګوتو لمر نه پټیږي
په ښايست مه نازېږه
په ډېرو قصابانو کې غوا مردارېږي.
پور دې پور منت دې نور
په ښايست مه نازېږه
پړ مې که ، مړ مې که
پوره ورک دې کړه دوه کوره
ترکاڼي د بيزؤ کار نده
تر بيکاري بیګاري ښه ده
تشه لاسه ته مې دښمن يې.
تروږمۍ چې ډېره شي، سهار نژدې کیږي
تمه چې پېدا شي، مينه ورکیږي.
تللی وخت بيا نه راګرځي
تور لمڅی په صابون نه سپينیږي
ته له ما جار زه له تا جار
چرګه چې غټیږي، کونه يې تنګیږي
جومات ته نژدې له خدائ نه ليرې
چونګښه او يخمالکه
چرګه معلومه نه، چورګوړي اسمان ته وختل
چې پيل ساتي پيلخانې به جوړوي
چې په آسانه يې ګټي په آسانه يې بايلي
چې رڼا دې وي له کوره ټول عالم پرې رڼا بوله
چې خر نلرې په خره نه ارضې.
په يوه ګل نه پسرلی کیږي
چې زوی ونه ژاړي مور ورته شيدې نه ورکوي
چې هر څومره هوښيار يې نادان وپوښته
چې نه لري سړي نه کروت خوري نه غوړي
چې څه کرهې هغه به رېبې.
چې هوګه يې نه وي خوړلي له خولې نه يې بوی نه ځي
خبر د خپلې خولې په اندازه کوه
چې ډير غورېږي هغه لږ ورېږي
په يوه ګل نه پسرلی کېږي
په هوا کې ماڼې نه جوړېږي

ښو تلوار په بدو تامل

No comments: