مړينه او قبر
ستر جليل القدر صحابي براء بن عازب رضى الله عنه فرمائي:
ديو انصاري دجنازې په مراسمو کې مونږ دخداى له استازي سره ووتلو؛ قبر ته په رسيدو دخداى استازى کيناست، ورسره جوخت مونږ هم کيناستلو، يوې سړې فضا پر مونږ دچوپتپا څادرونه وغوړول؛ په عين حال کې دخداى استازي سر راپورته کړ او ويويل:" دقبر له عذاب څخه خداى ته پناه وروړئ!" او دغه خبره يې درې ځل تکرار کړه. دخداى استازي خپلو خبرو ته دوام ورکړ:" کله چې يو مسلمان له دغې نړۍ سره اړيکې غوڅې کړې او هغې بلې نړۍ ته دتلو تکل وکړي نو له آسمان څخه يې سپينې سپيڅلې پريښتې (په داسې حال کې چې په مښکو او عنبرو معطر جنتي کفنونه به يې په لاسو کې نيولي) خدمت ته سوب شي او په لږ څه واټن کې به کيني؛ بيا به دمرګ پريښته راشي او دده سر ته به کيني او داسې به ووائي: اى پاکې اروا! راووځه او دخپل رب دخوښۍ لورته ورشه! بيا به دغه سپيڅلې اروا دباران دڅاڅکو په دود دباندې راووځي او دسترګو په رپ کې به يې نوموړې پريښتې په هماغه جنتي معطر کفن کې ځاى پر ځاى کړي، او په ځغاسته به دعرش لورته ولاړې شي چې دلارې په اوږدو کې به يې پړاو پر پړاو دپريښتو له پلوه تود هرکلى کاوه شي! هلته په رسيدو به دکايناتو خالق امر وکړي چې زما دغه بنده دعليينو ـ پورتنې مخلوق ـ په زمره کې وليکئ اروا يې بيرته ځمکې ورښکته کړئ! ځکه چې دى مونږ له ځمکې څخه رامينځ ته کړى، بيرته ځمکې ته ورتګ او له زمکې څخه دده بيا راپورته کول يوه حتمي خبره ده! نو اروا به يې بيرته ورته راستنه شي؛ بيا به ـ دنکير او منکر په نامه ـ دوه نورې پريښتې راشي او په قبر کې به يې کينوي او داسې به ورته ووائي:
ـ ستا رب څوک دى؟
ـ زما رب الله دى.
ـ په کوم دين يې؟
ـ داسلام پر دين.
ـ ددغه سړي ـ محمد صلى الله عليه وسلم ـ په هکله څه وائې؟
ـ دى دخداى استازى دى.
ـ څنګه وپوهيدې چې دې دخداى استازى دى؟
ـ زه دخداى پر کتاب باوري وم او دغه پوهه مې دخداى له کتاب څخه ترلاسه کړې.
بيا به له اسمان څخه غږ وشي چې: زما بنده رښتيا وويل؛ له همدې کبله اوس ورته جنتي فرش وغوړوئ، او دغه راز جنتي پوښاک ور واغوندئ، او په قبر کې يې ورته دجنت له لوري يوه کړکۍ هم وکړئ ترڅو له جنتي هوا څخه برخه وال اوسي، او قبر يې ورته دهغه دسترګو دليد په اندازه پراخه کړئ؛ تردې وروسته به بيا يو پاک سپيڅلى سړى چې وياړلى پوښاک به يې پرتن وي راشي او ددغه وياړلى برخليک مبارکي به ورته ورکړي؛ دى به ورته ووائي چې ته څوک يې، هغه به ورته ووائي چې زه ستا صالح عمل يم.
بيا به دې ووائي چې: اى زما لويه څښتنه! همدا اوس قيامت رامينځ ته کړه ترڅو خپلې کورنۍ ته ورشم، او دخپلې کورنۍ غړي له دغه وياړمن حالت څخه خبر کړم!!. مګر کافر انسان چې کله له دغې نړۍ څخه اړيکې غوڅې او هغې بلې نړۍ ته دتلو په تکل کې شي، نو دوه تکه تورې او بد شکله پريښتې به راشي په ډير لږ واټن کې به يې له يو تر پړ سره سرته نيژدې کيني او اوبه وائي: اى خبيثې او ناولې اروا! راووځه او بې له ځنډه دخداى دغضب او غوسې لورته ورشه، نو دغه ناولې اروا به يې دبدن بيلابيلو برخو ته دخپريدو هڅه وکړي، بيا به دغه ناولې اروا ورڅخه په يو داسې شکل کې
راووباسي لکه په سيخ کې ټومبل شوې غوښه چې له سيخ څخه راويستل کيږي، بيا به يې بې له ځنډه په دغه ترپړکې ځاى پر ځاى کړي او دآسمان ته دخيژولو هڅه به يې وکړي، دلارې په اوږدو کې به يې دپريښتو ټولي له بدبويۍ څخه پوزې ته راشي او په ډيرو ناوړو نومونو سره به يې ياد کړي؛ هلته دنړۍ اسمان ته په رسيدو به ددغې ناولې اروا په وړاندې ګرد سره دروازې وتړل شي؛ بيا دخداى استازي دغه مبارک ايت ولوست:
" لا تفتح لهم ابواب السمآء" ـ دغو ناوليو ارواګانو ته داسمان دروازې نشې پرانستل کيداى ـ.
" بيا به دکائناتو خالق ووائي: دده اروا سجين ـ دزمکې تل ـ ته وليږ دوئ، دزمکې تل ته په غورځولو سره دهغه دغه ناولې اروا بيرته دده بدن ته راستنه شي، او هماغه دوه پريښتې به ورته راشي او په قبر کې به يې کينوي او داسې به ورته ووائي:
ـ ستا رب څوک دى؟
ـ افسوس افسوس چې هيڅ نه خبر نه يم.
ـ په کوم دين يې؟
ـ بيا هم افسوس چې له هيڅ نه خبر نه يم.
ـ ددغه سړي په باب ـ چې تاسې ته دخداى له لوري استازي په دود درغلى ؤ څه وائي؟
ـ بيا هم په ډير افسوس سره وايم چې له هيڅ نه هم خبر نه يم.
بيا به دآسمان له لوري غږوشى چې:
زما بنده درواغ وويل: قبر يې ورته ددوزخ په توکو باندې فرش کړئ، دغه راز يې په قبر کې ورته ددوزخ لورته يوه کړکۍ هم وکړئ، بيا به يې قبر پرې هومره ورتنګ کړاى شي چې دښي او چپ لور پښتۍ به يې سره ګډې وډې شي، بيا به يې خپل ناوړه اعمال ديو ډير بدمرغه او بدشکله سړي په څير ورته رامخ ته شي او ورته به وائي: مبارک دې شه اوس ورته څان ټينګ کړه دا هماغه ورځ ده چې په نړۍ کې يې تاته دراتلو ژمنه درکول کيده!
ددغه ناوړه زيري به اوريدو سره به بيا دى ووائي: اى زما لويه خدايه! قيامت مه راوله ـ ځکه چې زما لپاره دعار او پيغور نه ډک دى او چاته سترګې نشم پورته کولاى".
(پورتنى حديث يو زيات شمير حديث پوهانو لکه: امام احمد، امام ابي داود، امام النسائي، امام ابن ماجه، ابن ابي شيبه، حاکم، بيهقى، او ابن حبان او داسې نورو علماو روايت کړى او دقبر دسختيو او سوکاليو په برخه کې يې ددين له اصولو څخه ګڼلي.
پورتنى حديث انسان ته دهغه دځنکدن پروخت دپرښتو پر سوبتيا جوت دليل دى؛ په دې معنى چې مؤمن او صالح انسان ته به درحمت او مهربانۍ پريښتې سوب کيږي او دغه صالح انسان ته به دهغه دروح ترقبضولو دمخه جنت ته دتلو زيرى ورکوي، روح او اروا به يې ورڅخه خورا په اسانتيا سره اوباسي، او بيا به يې دآسمانونو پر افق دلوى خداى حضور ته وړاندې کوي او هلته ترمنل کيدو وروسته به بې له ځنډه دغه صالح انسان ته راوګرځول شي؛ او قبر به يې ورته دجنت ديوې باغيچې په دود وګرځول شي؛ مګر کافر او منافق انسان به دځنکدن پر وخت انواع او اقسام دعذابونو په غړولو سترګو وګوري؛ او روح به يې هم ورڅخه خورا په صعوبت او سختۍ سره وباسي او آسمان ته دختلو لارې به هم پرې وتړل شي. سربيره پر دې قبر به يې ورته د دوزخ ديوې کندې په دود شي.
اخځ قیامت په غړولو سترګو
Wednesday, 18 March 2009
Subscribe to:
Post Comments (Atom)
No comments:
Post a Comment