Saturday, 21 March 2009

ما دمسلماني ښځي په جامو کي خاوروته وسپارئ

ما دمسلماني ښځي په جامو کي خاوروته وسپارئ
ژباړه: رفيع الله

دسويلي افريقا نوى مسلمان شوى ويليمز ( محمد اشرف )وايي:
عيسوي مور د زنکدن په وخت ماته وويل:
ما دمسلمانې ښځې په جامو کې خاوروته وسپارئ
اسلام طرف ته زما سفر د (اسلام راوړل) د نن نه څو کاله وړاندي شروع شوي په 23 کلنۍ کي زما يقين داسي جوړ شو چي که زه شراب څښل او حرام خوري جاري وساتم کيداى شي چې تر ډيره وخته ژوندى پاتى نشم،په دي سوچ کولو سره مى ټول خراب او بد عادتونه پريښودل او زه واقعا يو ډير ښه انسان جوړ شوم نو په دى فکر کى شوم چى دا هر څه مى د څه او د چا لپاره وکړل ،ما په يو داسي محيط کي کار کاوه چې په هغې کې لارښود اصول صرف دا وو چې که ته يو ښايسته ښځه يي نو دلته کار کولى شى او که ښايسته نه يې نو ستاسو لاره جدا ده يعنې دلته کار نشى کولى، په دې ورځو کې زه ددې ځاى په وتونکي ( خروجي ) دروازه کى وظيفه دار وم او خپلو موظفو کارګرو جنکيو ته مې (Good bye) دخداي پاماني ويله، ټولې کارکونکې دکار د ډيروالي له وجې ستړې او ستومانه ښکاريدې په دوى کى يوه جلۍ داسې وه چې ددې دومره کار سره به بيا هم د ورځې په اخر کې تر وتازه ښکاريده.يوه ورځي ما هغه ودروله او دهغې نه مې دا وپوښتل چي دا ټولې ښځې د ما ښام پورې په دې کار کې ستړې او ستومانه او په ډير بد حال کې وي او يواځې همدا ته يې چې دومره چوسته چالاکه او تازه ښکارى اود ستړتيا احساس نه کوې؟ هغې په جواب کي وويل چې دا هر څه ددې مذهب له وجې دي ..ما ترې وپوښتل ستاسې مذهب د تر وتازه کيدو په هکله څه ويلي دي ؟
بلکي زما مذهب وايي چي پاک او ستره به څه ډول پاتي کيږې .دغه راز په مادي او معنوي لحاظ دبدن په پاکوالي باندې تاکيد کوي
دا څه ډول مذهب دي ؟
هغې وويل :اسلام :
نو هم هغه وخت ما فيصله وکړه چي زه بايد د اسلام په هکله پوره پوهه او معلومات ولرم.نو د ټولو نه اول مې د اسلام په رابطه دداسې مواد و مطالعه وکړه چه هغو د نورو مذاهبو سره پرتليزه اړخ درلود او هغه د شيخ احمد ديدات ليکنې وې . الله تعالى دې هغه په دې کوشش سره په ډيرو رحمتونو باندي ونازوي . د تثليث مسله ( د خداي ،حضرت عيسي ،او روح الامين ) په هکله مې يوه وړه رساله ولوستله او د هغې نه وروسته څو ورځې زه په چورت کي ډوب وم . ځکه چي زه د څو با طلو نظريو او تصوراتو درلودونکى وم .
څو ورځي وروسته هغه رساله ما بيا د دويم ځل لپاره ولوستله نو زما يقين راغى چى دا ټول کاينات د يو خداى په بادشاهت او واک کى دي . ماته د مخکي تلو لاره پيدا شوه او د اسلامي ادب مطالعه مې وکړه او بيا مې د شهادت (ګواهي ) کلمې په هکله ليکنې ولوستلې نو اخر دې فيصلې ته ورسيدم چې همدا مناسب وخت دى او غواړم چې د اسلام د قبلولو اعلان وکړم .
ما غسل وکړ، په جيب کې مې خولۍ واچوله په خپل موټر کى سپور شوم او يو نږدې مسجد ته روان شوم تقريبا ديرش دقيقې به د مسجد په شاو خوا کي د يو لار ورکي انسان په شان په فکر او سوچ کې وم چې پدې وخت کې مې سوچ وکړ چې که زه همداسې د يو وهم خوړلي انسان په شان اوسم نو هيڅکله به مسلمان نه شم .
نو زه مسجد ته داخل شوم او هلته د وړاندى نه د ناستو ورونو څخه مې يو ته وويل چي زه د مسلمانيدو لپاره راغلي يم ،هغه ماته د يو ځاي پته راکړه او ويي ويل چې هلته لاړ شه اول مطالعه وکړه نو ما ورته وويل چى اوس او په همدې وخت مسلمانيدل غواړم. هغه د شهادت کليمې په هکله څه برداشت او معلومات وغوښتل خو زما جواب او معلومات صحيح وو . نو بيا هلته کيښناستم د شهادت کلمه مي وويله او زما د خواهش سره سم يي په ما( محمد اشرف) نوم کيښود. الحمد الله په هم هغي ورځ مسلمان شوم. دهغي نه بعد مي د مسلمانانو سره ناسته ولاړه شروع کړه د اسلام په هکله مې مطالعه او لوستل وکړل . له دې نه دوه کاله وروسته مې دا محسوس کړه چې واده کول غواړم، زما واده زما د دوست د لور سره وشو. ديوې مسلمانې انجلۍ سره په واده کولو سره ما دخپل ملک د ښاري قانون درې مادې ماتې کړې:
١. د سيمه ايز قانون د مادې له مخې . زه بايد د سپين پوستو په علاقه کې داوسيدو پابند اووسم
.٢. مثلا د مېرېج (واده) دقانون له مخي زه بايد د يوې سپين پوستې ښځې سره واده وکړم
.٣. د اخلاقياتو د قانون د ماد ې له مخې زه صرف د يوې سپين پوستې ښځې سره جنسي روابط قايمولى شم.
ما او زما د ښځۍ کورنۍ، د مشکلاتو ځيني پړاونه هم تير کړل. ليکن زما عقيده وه او ده که چيري زما نکاح د الله په وړاندې منظوره او قبوله وي نو ددنيا هيڅ طاقت نشي کولى چى زموږ يو ويښته ته هم تاوان ورسوي ځکه چې زمونږ ساتونکى د هر شي مالک او په هر شي باندي قادر دى .د ١٩٩٤ عيسوي کال خبره ده يو ورځ په کور کې ځانته وم . دروازه ټک ټک شوه نو ما دروازه خلاصه کړه . دغو ورځو کې مې عادت داسى جوړ شوى وو چى د ټولو نه وړاندې به مې د راتلونکي سړي په بوټانو نظر لويده . هغه د پوليسو د بوټانو پشان وو زما يقين وو چي هغه د پوليسو بوټان دي ځکه چې ما د خپل ژوند څه وخت د خپل پلار د بوټانو په رنګولو تير کړي وو ،هغه په پوليسو کي وو.
ليکن زه په پدي پوه نه شوم چى راتلونکى سړى سپين پوستى دى او که د تور نژادونو سره تعلق لري . زړه نازړه وم يو ځل مي وويل راځه دي د دروازي له پاټکي کوز کړه يا د هر څه نه انکار وکړه او دروازه بنده کړه.تر څو چې ما په خپل ځان باندى قابو مونده . نو هغه وويل چي مونږ ته ا طلاع رسيدلى ده چې پدې کور کې د يو بل نژاد ښځه اوسيږي.ما په نه جواب ورکړ او هغه ته مې د دننه راتلو بلنه ورکړه .هغه کور ته داخل شو د کور په ديوالونو يي اسلامي ليکنې وليدلې بيا په کوچ کيښناست او صحيح تکيه يي ولګوله د خبرو اترو په دوران کى مى دهغه د قوم او نسل په اړه سوچ کاوه بيا هغه وويل چه يو وخت مونږ هم مسلمانان وو. ما ددې خبري په اوريدو سره ټکان وخوړ.
هغه وويل چه زما مور او پلار مسلمانان وو.د طلاق نه وروسته مي مور د يو سپين پوستي سره واده وکړ بيا زه او مور مې دواړوه عيسويان شوو، پدې ورځ کې د ټولو نه ډيره دلچسپه قيصه دا وه چې ددې سړي شناختي کارډ (پيژند کارډ)،هغه ، سپيت پوستى ښوده.
او وزارت داخله به هم هغه ته (آي ،ډي ) په مشکل ډول راليږه . لاکن هغه ددې منلو ته تيار نه وو چه هغه سپين پوستى دى بلکى هغه د يو بل نسل پورى تعلق لري . د مور واده يي د هغه په سينه د سپين پوستۍ نښه ځلوله .په هر حال ما سره کښيناست چاي يې راسره وڅښه او بيا تلو کې هغه ما ته وويل چي تا ته د وطن د پريښودو کوم ضرورت نشته او حالات به په څو راتلونکو ورځو کي ښه شي.دمسلمانيدو نه وروسته مې د خپلې کورنۍ سره هم روابط ټينګ ساتل ،کله چې مې مور زما لومړى اولاد وليده کوم چي يوه انجلۍ وه نو هغې ما ته هدايت وکړ چې زه د هغې واده د يو ښه سپين پوستي هلک سره وکړم . نو ما هغوى ته وويل چې ددې نه بهتره داده چې ددې واده دى د يو شريف مسلمان هلک سره وشي.
او بيا زما د لور واده د يو هندوستاني مسلمان سره وشو زه د يو ماشوم نيکه هم جوړ شوم . چي د هغه نوم الطاف دى .
اسلام زما په ژوند داسي جوړ او برابر راغي لکه چې په يو لاس کې د مناسبې اندازي دستکشې برابرې راشي .
ما د خپلي ښځي سره د يوې کورنۍ تهداب کيښود او ما ته معلومه ده چې ما د خپلو بچو روزنه د هغوى د ښو مسلمانانو د جوړيدو لپاره کړيده
الحمد الله زما ټول بچي مسلمانان دي او په خپله عقيده کلک ولاړ دي .د ښونځي په ورځو کې چي کله زما د بچو نه د هغوى د نسل په هکله پوښتنه وشوه نو هغو ورته ويلي وو چې مونږ مسلمانان يو دې خبرې د هغوى استادان ډير پريشانه کړي وو . زما بچو کله هم ندي ويلي چې مونږسپين پوستي يو او کله چي دښونځي خلکو د دوي نه بيا بيا غوښتنه کړى نو د هغوى جواب دا وو چى تاسوزړه وکړۍ او په راجستر ( ثبت کتاب) کى وليکۍ ؟
زما په ژوند کې يوه محرومي شته او د هغي احساس ډير ژور دي .څرنګه چې ما ويلي وو چې زما پلار يو پوليس وو او هغه د کاتوليک کليساګانو د نظم او ضبط د نه موجوديت په وجه ازرده او ناراضه وو ،هغه د څو ګرجو خاورې چاڼ ( غلبيل )کړې خو بيا هم هغه ته د مرادهغه ملغلره په لاس ورنه غله کومه چې ده غوښتله ،هغه د اسلام د راوړلو نه مخکى مړ شو .
زما يقين وو چي اسلام او لمونځ به د هغه روح ته سکون ورکړى واى او د هغه هغه کوششونه چي دى يى په لټه کې وو هغه به يي هم پوره او خپل مقصد ته به رسيدلى وو.
د هغه په داخل کې ( يعنې که اسلام يي راوړى واي) نو بيا به د مسلمانانو د يو بل سره اوږه په اوږه کيدلو او د مسلمانانو د کوښښونو اود هغوى د نه ماتيدونکو صفونو نه به دى ضرور متاثره کيده تر کومه حده چى ما ته پته ده د مرګ تر وخته پورى هغه زما د اسلام راوړلو او له واده څخه راضي وو ، زما د کورنۍ دا ډيره خوش نصيبي ده چي مونږ د خپلي مور خدمت تر هغه وخته پورې وکړ چې د کنسر موزي مرض د هغې ځان واخست.
د مرګ نه لږ وړاندې هغې خپله پټه عقيده مونږ ته راوپيژندله ، هغې ماته وصيت وکړ چه هغه دې د مسلمانې ښځې په ښايسته جامو کې خښه کړي.
زما باقي ورونه مسلمانان ندي خو ولې هغوى د خپل مشر ورور په اسلام راوړلو باندې فخر کوي د هغوى يو يو څو مياشتي ما سره اوسيده هغوى د ډير حده پورې د اسلامي ژوند طريقې خپلې کړي .اوپه دې ډول زه يو نوى مسلمان يم چي د نن نه 25 کاله وړاندى د يوې مسلمانې خور د عمل پواسطه مسلمان شوم.

No comments: