وروستى جنتي
کله چې رب العالمين دخپلو بندګانو ترمينځ له قضاوت څخه وزګار شي، نو دغه وخت به يواځې ايکې يو سړى دجنت او دوزخ تر مينځ چې مخ به يې دوزخ لورته ګرځول شوى وي پاتې وي.
دى به فرياد وکړي او وبه وائي: اى زما ربه! زه خو ددوزخ دلمبو څخه زښت زيات وربړيدم که زما مخ يوې بلې ډدې ته کړئ ـ نو ډيره مهرباني به مو وي ـ.
نو الله پاک ورته ووائي چې که ستا دغه غوښتنه ومنل شي نو تر دې پرته خو به نور څه نه غواړې؟!
هغه به ووائي: قسم مې دې ستا په عزت او عظمت وي چې نور هيڅ هم نه غواړم.
نو الله پاک به يې په خپل فضل او کرم سره دهغه مخ ددوزخ دلمبو څخه دجنت لورته راتا وکړى.
بيا چې دى کله دجنت نندارې وګوري نو تر څه وخته پورې به چوپ پاتې شي ، مګر زړه به يې صبر ونکړي بلکې وبه وائي:پرودرګاره! که دجنت دروازې ته دې لږ ورڅيرمه کړم نو ډير مهرباني به مو وي!!
مهربان خداى به وروته ووائي چې تا خو له ماسره ژمنه کړې وه چې نورڅه به نه غواړم؟!
دې به ووائي: اى زما ربه! نه غواړم ستا په بدمرغه مخلوق کې وګنل شم.
بيا به مهربان خداى جل جلا له ورته ووائي:
که ستا دغه غوښتنه ومنل شوه نو تر دې پرته خوبه نورڅه نه غواړې؟! دى به ووائي: ستا پر عزت او عظمت قسم چې نور هيڅ هم نه غواړم! نو لوى څښتن به يې په خپل فضل کرم سره دجنت دروازې ته لږ ورڅيرمه کړي.
دجنت دروازې ته په رسيدو کې چې کله دى دجنت نظارې او نندارې وګوري نو ترڅه وخته پورې به چوپ پاتې شي مګر زړه به يې صبر ونکړې بلکې ووبه وائي که جنت ته مې وردننه کړې نو يواځې ستاسې مهرباني به وي!
نو الله پاک به ورته ووائي: دآدم بچيه!
د ژمنې په نسبت څومره تګ يې؟!
ايا تا له ما سره ژمنه نه وه کړې چې تر دې پرته به نور څه نه غواړي؟! دى به ووائي: اى زما ربه! نه غواړم بدمرغه اووسم! نو الله پاک به ديوې بې کيفيته خندا په بدرګه دهغه خبره استقبال کړي، او جنت ته دتلو اجازه به ورکړي، سربيره پر دې دابه هم ورته ووائي:
وغواړه څه غواړي چې در يې کوم؟! کله چې دهغه ټولې هيلې او ارزوګانې سرته ورسيږي؛ نو الله پاک به ورته ووائي: دا هم ستا او لس چنده زيات نعمتونه نورهم زما له لوري تاته درکړ شوه.
داخځ قیامت په غړولو سترګو
Wednesday, 18 March 2009
Subscribe to:
Post Comments (Atom)
No comments:
Post a Comment