د کال ١٩٧١ ميلادي خبره ده . په اروپايي ورځپاڼو کې د يومصري ډاکتر ليک خپور شو ، په ليک کې مصري ډاکتر ادعا کړى وه چې د زم زم اوبه صحي نه دي او دروغتيا لپاره زيانمنې دي ځکه نو دا اوبه د څښلو وړتيا نلري . مصري ډاکتر په خپل ليک کې دا دليل وړاندې کړى و- څرنگه چې د کعبې خونه د ځمکې په داسې سطحه پريوت لري چې د بحرله سطحې نه ډيره کښته ده . اوله دې لامله چې د مکې د ښار په منځنۍ برخه کې پرته ده ځکه نو د ښار ټولې چټلې اوبه د زم زم په څا کې را ټوليږي . د مصري ډاکتر دغه چټيات چې کله دمرحوم شاه فيصل غوږونو ته ورسيدل نو سخت و قهريد او خپل انجام ته ددغو چټياتو درسولو لپاره يې چارواکو ته د لاس په کار کيدو امر وکړ په دې سربيره شاه فيصل د کرهڼې او اوبو رسولو وزارت ته لارښودنه وکړه چې د زم زم د اوبو نمونې د اروپا ټولو لابراتوارونو ته واستوي تر څو د استعمال دوړتيا په باب يې تازه ساينسي شواهد تر لاسه کړاى شي ، دغه مهال ما په جده کې د کيمياوي موادو دانجنير په حيث دنده تر سره کوله چې په دې اړه پوره معلومات لرم له نورو انجنيرانو سره يوځاى په دې موظف وم تر څو دسرې بحيرې داوبو د استعمال وړگرځولو په پروژه کار وکړو څرنگه چې دغه پروژه له ډيرو عصري او پر مختلليو ماشين آلاتو څخه برخمنه وه او فعاليتونو يې شهرت درلود نو په دې اساس دکرهڼې او اوبو رسولو وزارت د دې پروژې انجنيرانو ته لارښودنه وکړه تر څو په دې اړه د ټولو هغو چارو څارنه وکړي چې تر مخه يې دا حقيقت په ډاگه کيږى چې ايا د زم زم اوبه د څښلو وړتيا لري او که نه .
د حکم سره سم هغوى له جدې څخه مکې معظمې ته ورسيدل او هلته يې د کعبې خونې له اړوند و تنظيمونو سره تماس ټينگ کړ هغوى هم پرته له کوم درنگ نه ورته هر ډول اسانتياوې برابرې کړې خپل يو مسؤل چارواکى يې ورسره په دنده وگمارلو تر څو په دې برخه کې خپله ورسپارل شوى وجيبه تر سره کړي د پروژې د پلاوي انجنيرانو د زم زم د څا سر سري ارزونه وکړه چې په لومړي سرکې له حيرانتيا سره مخ شول هغوى په دې هک پک پاتې شول چې دا ( ١٤×١٨ ) کې کوچنى غوندى تالاو څرنگه له پيړيو پيړيو راهيسې په لکونو گيلنه اوبه حجاجو کرامو او د کعبې شريفى زيارت کوونکو ته برابروي هغوى خپلې څيړنې پيل کړې او د زم زم دڅا په ناپ کولو يې پيل وکړ _ تر هر څه د مخه يې وغوښتل چې د څا ژوروالى معلوم کړي پلاوي له خپل مرستندوى نه چې دکعبې د خونې تنظيمونو له هغوى سره د همکارۍ لپاره ټاکلى و وغوښتل چې د زم زم تالاو ) څا( ته ورکښته شي مرستندوى لومړى د زم زم په اوبو غسل وکړ او بيا تالا وته ورکښته شو د تالا وبيخ ته ورسيد او ودريد د زم زم اوبه يې تر اوږو را ورسيدې په داسې حال کې چې د دغه مرستندوى شخص ونه پنځه فټه او اته انچه وه تر دې وروسته مرستندويه شخص د پلاوي د لارښودنې پر اساس د زم زم په تالا و کې گام په گام گرځيدل پيل کړل او په دې ترتيب سره يې د زم زم د تالاو د ټولو ديوالونو احاطه وکړه مرستندوى شخص وويل چې د تالاو له ديوالونو څخه اوبه نه را خوټيږي نو داثابته شوه چې د اوبو چينه د زم زم د څا په دننه کې موقعيت لري تر دې وروسته د زياتو څيړنو لپاره د پروژې انجنيرانو امر وکړ هغه و اټر پمپونه چې د اوبو د تخليه کولو لپاره لگول شوي وو . په يوځل چالان کړي تر څو د شونتيا په صورت کې د زم زم له څاه نه ټولې اوبه وايستل شي او د اوبو اصلي چينه يا منبع و موندل شي دا داسې واټرپمپونه وو چې په يوه ثانيه کې يې په زرگونو گيلنه اوبه خارجولې خو د څيړونکو انجنيرانو حيرانتيا هغه مهال زياته شوه چې ويې ليدل د اوبو په کچه کې هيڅ ډول کمى رامنځ ته نه شو په څومره چټکتيا سره چې د واټر پمپونو په واسطه اوبه خارجيدلې په هماغې چټکتيا سره د ځمکې لاندې زير مې دغه کمى پوره کاوه ، څيړونکوله خپل مرستندوى څخه وغوښتل چې اوس يوازې په يوځاى و دريږي او د څه بدلون مشاهده وکړي لږه شيبه وروسته مرستندوى غږ کړ او ويې ويل ، الحمد لله ماته د اوبو منبع جوته شوه هغه وويل چې د پښو لاندې شگې يې را خوټيږي چې د ځمکې لاندې اوبه پورته راغورځوي هغه گام په گام د دغه حالت مشاهده وکړه تر هر قدم لاندې شگې يې را پورته کيدلې او اوبه يې راغورځولې د هرځاى د او بو فشار يو ډول و چې له لامله يې د زم زم د اوبو سطحه پخپل حال بر قراره ساتل کيدله د خپلو مشاهداتو په ترڅ کې هغه په بيلابيلو وختونو کې د زم زم د اوبو نمونې راجمع کړې ترڅويې د څيړنې لپاره د اروپا لابراتوارونو ته واستوي له کعبې څخه له روانيدو وړاندې د پروژې پلاوي د مکې مکرمې د چارواکو په مرسته د ښار له نورو هغو څاگانو څخه هم ليدنه او استفاده وکړه چې د زم زم څاته نږدې شا وخوا موجود وو پلاوي ته وويل شول چې د غه څاگانې د وچکالۍ په وجه نږدې وچې شوى دي او د اوبو راايستل ورنه شونى نه دي.
پلاوى چې کله رخصت شو او جدې ته ورسيد نو د خپلى پروژې اعلى افسر يې له خپلو مشاهداتو او څيړنو څخه خبر کړ او ټول حال يې ورته تېر کړ که څه هم اعلى افسر د پلاوي خبرې په غور سره و اوريدې خو يوه بې عقله خبره يې له خولې ووتله چې ويې ويل ، کيداى شي د زم زم تالاوته له سرې بحيرې څخه اوبه ور رسيږى !! سره بحيره له مکې معظمې څخه په پنځه کيلو متره لرې واټن کې موقعيت لري . ددغه افسر د دې خبرې هيڅ جواب نه وځکه ددومره لرې واټن با وجود څنگه کيداى شي چې له سرې بحيرې څخه له ځمکې لاندې د چينې په ډول اوبه د زم زم په څا کې را وخوټيږي اوبل دا چې په مکه مکرمه کې نورې ډيرې څاگانې موجود دي چې له زم زم څخه څاڅخه سرې بحيرې ته په نږدې واټن کې پرتې دي خو هغه ټولې وچې شوى دي او څاڅکى اوبه په کې نشته او د زم زم څاله اوبو څخه مالامال ده .
کله چې زمونږ په نوي او عصري لابراتوار او د اروپا په لابراتوار ونو کې د زم زم اوبه تجزيه او تجربه شوې د دواړوځايونو په ټسټونو کې د پام وړ کوم توپير شتون نه درلود په داسې حال کې چې د مکې معظمې دنورو څاگانو د اوبو او د زم زم د څا د اوبو ترمنځ څرگند توپير موجود و د زم زم په اوبو کې د کلسيم او ميگنيزم د مالگې کچه زياته وه ښايي همدا لامل به وي چې د زم زم د اوبو په څښلو سره د حجاج کرامو او زيارت کوونکو ستړيا سمدستي رفع کيږي بلکې که داسې وويل شي چې د زم زم د اوبو په څښلو سره نوى صحت مند ژوند حاصليږي نو ډيره پر ځاى خبره به وي په دې سربيره په زم زم او بو کې په پراخه کچه فلوريد موجود دي چې جراثيم وژونکى خاصيت لري همدا دليل دى چې د حج په ورځو کې خلک له وبايي ناروغيو څخه خوندي پاتې کيږي د اروپايي لابراتوارونو لخوا د تصديق مُهر لگول شوى دى چې د زم زم اوبه د څښلو لپاره ډير غوره او خوندي مشروب دى په دې تصديق سره شاه فيصل ډير خوښ شو او امر يي وکړ چې په دې اړه دې په ځانگړې توگه په اروپايي ورځپاڼو او جريدو کې ددې خبري ښه تشهير و کړاى شي هماغه وه چې د زم زم د اوبو کيمياوي تجزيه په څرگندوټکو کې په اروپايي ورځپاڼو کې خپره شوه حقيقت دادى ، د زم زم په اوبو چې څومره څيړنه اوريسرچ وشي بيا هم کم دى ځکه په هر ځل تحقيق سره د زم زم د اوبو يوه نوې او روښانه څنډه په ډاگه کيږي او دروغتيايي حقيقت په اړه يې له نظره پاتې تتې برخې هم روڼيږي چې د بيلگې په ډول يې د يو څو يادونه کوو :
٭ د زم زم څا تر اوسه پورې هيڅکله نه ده وچه شوى بلکې هيڅکله په کې د اوبو د کموالي احساس هم نه دى شوى . د ميليونونو حجاجو کرامو او زيارت کوونکو تنده يې ماته کړى ده ، د الاڅه چې په ميليونونو د زم زم له اوبو ډکې بُشکې له ځانونو سره خپلو کورنيو ته هم ليږدوي .
٭ دزم زم په اوبوکى دموجودې مالگې کچه دتل لپاره يو ډول ده او په خوند او ذايقه کې يې له لومړۍ ورځې څخه تر ننه پورې هيڅ ډول تغير او تبديلي نه ده رامنځ ته شوى .
٭ د زم زم د اوبو په روغتيا بخښلو ټول گواهي وايي او ورته قايل دي په ميليونونو حجاج کرام او زيارت کوونکي د زم زم د اوبو په څښلو سره دروغتيا په حاصلولو اعتراف کوي .
٭ د زم زم اوبه په پراخه کچه د مکې معظمې شاوخوا بلکې مدينې منورې ته په خپله اصلي بڼه رسول کيږي پرته له کوم څه گډون څخه يعنې پرته له دې چې کلورين يا بل کوم جراثيم وژونکى کيمياوي مواد ورسره گډ کړاى شي خو سره ددې هم د زم زم اوبه د څښلو لپاره تر ټولو ښه اوصحت بخښونکى مشروب دى .
په نورو څاگانو کې نباتات يا نور ساکښ شيان پيدا کيږي او زياتوالى مومي يا د ونو بوټو يا حشرات الارض پيدا کيږي يا هغو نباتاتوته ورته شين رنگى او بړۍ چې د څاگانو په ديوالونو پورې نښتى وي پيدا کيږي چې له کبله يې د اوبو رنگ او خوند تغير مومي او ډير ځله دروغتيا لپاره زيانمنې وي په داسې حال کې چې د زم زم اوبه په گرده نړۍ کې هغه يوازينۍ اوبه دې چې له هر ډول نباتي او حياتياتي زياتوالي او کموالي څخه پاکې او صافې دي .
پيړۍ پيړۍ پخوا بي بي هاجره دغونډيو ترمنځ د خپل نوي زيږيدلي بچي حضرت اسماعيل عليه السلام د تندې د سړولو په موخه له يوه ځايه بل ځاى ته د اوبو د موندلو په موخه منډې وهلې او ناهيلې به بيرته ستنيدله په دې وخت کې د هغې معصوم بچې له ډيرې تندې نا ارام شو او خپلې مبارکې پوندې يې پر ځمکه ټکولى ، د هغه مبارکو پوندو په تودو شگو کې خاپونه جوړ کړل الله پاک د هغه دپوندو دټکولو دخاپونو په ځاى کې د زم زم د اوبو يوه داسې چينه راوبهوله چې تر قيامته پورې به پرې تنده ماتيږي دا دالله تبارک تعالى هغه ستر او لازواله نعمت دى چې تل به پرې مکه معظمه وياړي زرغونه او تانده به وي
دشهدت ویب پاڼی څه په مننه
No comments:
Post a Comment