Wednesday, 18 March 2009

طالبانو ته پرانستى ليک

طالبانو ته پرانستى ليک
بشريار ٢٦ / ١٢ / ١٣٨٧ هـ ل 2009-03-16 20:27:00 م
د لوي او بخښونکي خداي په سپيڅلي نامه: د ساپي په نوم زمونږ يو ورور په بينوا کي د دولت او طالبانو د سولي په خبرو يو مضمون ليکلى چې د هغې نچوړ داسې دى چي ګواکې طالبان اوس دولت سره په ځېنو مواردو کې هوکړې ته نږدې شوي دي. لومړى دا چې طالبانو ته به په همدې حکومت کې څو وزارتونه ورکړل شي او څو واليان به هم د طالبانو څخه وټاکل شي. دوهمه دا چې طالبان له دې دريځ څخه چې خارجي قواوي دې له افغانستان څخه ووځي په شا شوي دي او په دي برخه کې به د اسلامي کنفرانس چې اکثره يي عربي مرتد حکومتونه دي خبره اوري او هغوي ته به يوه قانوني لاره ورجوړوي. زه به ټولو درنو لوستونکو او ليکونکو ته ووايم چې دا يو خيال دى او مهال دى او جنون ځکه چې
۱ـ طالبان تر يوې مياشتي مقاومت وروسته داسې غيب شول تا به ويل چې ګواکې په دې ملک کې د طالب په نوم څوک نه وو. خو سوکه سوکه اوس په اتم کال په يوه داسې تحريک تبديل شو چې لروبر کفري طاقتونه يې د مقابلې څخه عاجز دي او خبرو ته يې غاړه ورکېښوده. دا ټول هغه طالبان نه دي چې د طالبانو په رژيم کې طالبان وو، هغوي يا خو شهيدان شول او يا په زندانونو کې پراته دي او يا په کورونو ناست دي او ځينو خو يي د ملک څخه پښي سپکي کړي او څه نا څه يې اوس هم د طالبانو په ليکو کي جنګيږي. مګر غوڅ اکثريت هغه نوي ځوانان او مجاهدين دي چې د خپل اسلامي مسوليت له کبله يې د طالبانو په ليکو کې جهاد پيل کړى او يا هم په خپلو خپلو سيمو کي د خارجي قواوو او د افغان دولت پرضد په وسله واله مبارزه بوخت دي چې د هغوي کړه وړه هم په طالبانو پورې منسوبيږي
۲ـ که چېري طالبان له دې دريځ څخه واوړي چې خارجي قواوي دي په دي ملک کي پاتي شي او د هغوي په موجوديت او يا نه موجوديت کي له همدي دولت سره ګډ کار وکړي نو په لس هاوو زره مجاهدين چې اوس د طالبانو سره اوږه په اوږه جهاد کوي به له هغوي څخه جلا او خپلې مبارزي ته به ادامه ورکوي، ځکه هغوي د طالبانو لپاره نه جنګيږي بلکي د اسلام او ددي هيواد د ازادۍ لپاره جنګيږي. بيا به هم همداحال وي ، يواځي نوم به وربدل شي بيا به د طالب پر ځاي د يوه نوي غورځنګ نوم ياديږي
۳ـ په خبرو کې بل شرط دا ايښودل شوى چې بهرني مجاهدين به له خپلو ليکو څخه اوباسي او خپلي وسلي به ډاياک ته ورسپاري، دا خو هغه څه دي چې دا جنګ ورڅخه پيل شوى، او ډاياک ته وسلي سپارل داسي دي لکه بوش ته چې وسله وسپارل شي، نو په دواړو صورتونو کې به بيا د طالبانو دا اته کلن جهاد هسي عبس اعلان شي او د مجاهدينو د کلک غبرګون سره به مخ شي، جنګ به همداسي ادامه پيدا کړي او حالات به تر دې هم بدتر شي
۴ـ ايا داسې فکر هم کله شوى چې که د طالبانو څخه د بهرنيو مجاهدينو د لري کولو او يا کفارو ته د ورسپارلو غوښتنه کيږي، دافغانستان د بربادۍ روسي عاملين چې پر دې خاوره يي تجاوز کړى وو هم بايد افغانانو ته وسپارل شي او که نه؟ ايا بوش هم بايد عراقيانو او افغانانو ته وروسپارل شي او ايا سلمان رشدي او عبدالرحمن پنچشيرى هم مسلمانانو ته وروسپارل شي او که يه؟ په اخير کې يادونه کوم چې زه دا خبره د طالبانو پر ضد يوه دسيسه ګڼم ځکه چې طالبان اوس په داسي موقف کې نه دى چې د څو چوکيو په خاطر ټول هغه شرايط ومني د کومو پرضد چې ملت د طالبانو تر شا ودريدلى دى. دا د کفارو يوه بله دسيسه ده تر څو د طالبانو او د ملت تر منځ واټن پيدا کړي، خو که خداى مه کړه طالبانو همداسي وکړل او د دشت ليلي، شبرغان او قلعه جنګي شهيدان يي خرڅ کړل نو داسي ذلت به يي نصيب شي چې کرزي ، رباني او سياف به پري شرف ولري. دا خاوره د هغه چا نه ده چې په سر يي سودا وکړي بلکي د هغه چا ته چې غليمانو ته يي سينه سپر کړي او په ميړانه د تاريخ پاڼي راخپلي کړي خير که سر يي په کي خاوري شي هسي هم ټول سرونه خاوري کيږي او هغه چې د ظاهر شاه غوندي يي اتيا کاله په پستو تختونو خوبونه وکړل هم خاورو ته ولاړ او چې په سنګر کي جنګيږي هم يوه ورځ خاوري کيږي خو نوميالي مري او نومونه يي ژوندي وي. هيله ده ددي ليک په لوستلو د طالبانو وياد ذبيح الله مجاهد او يا هم قاري صيب احمدي خپل دريځ روښانه کړي. مونږ د خبرو مخالف نه يو مګر نه د خارجي قواوو په موجوديت کي.
مننه
دټول ویب پاڼی څه په مننه

No comments: