Wednesday, 18 March 2009

دقبر نعمتونه او عذابونه

دقبر نعمتونه او عذابونه
قبر دنعمتونه او عذابونه هماغه ناليدلې کارونه دي چې پرې ايمان او باور لرل فرض، او دعمل او استعداد په لحاظ دهغې لپاره ځان چمتو کول حتمي او واجبي دى؛ او دانکار په صورت کې يې انسان داسلام له پولوڅخه اخواکيږي.
په دغه برخه کې بشپړ حديث هماغه دى چې ابويعلى الموصلى په خپل مسند کې له تيمم بن اوس الدارى څخه نقل کړى، هغه فرمائي چې داسلام ستر پيغمبر صلى الله عليه وسلم وفرمايل:" ستر څښتن به دمرګ پريښتې ته ووائي چې:
ورشه او دپلانکى ځوى: پلانکى، ماته راوله! هغه ما په ډول ډول ازموينو، لوړو او ژورو کې ښکيل کړى ؤ؛ مګر په هر حالت کې يې له صبر او تحمل څخه کار اخستى، او له ما څخه خوښ او راضي دى؛ زه هم غواړم هغه ته همشينى راحت او خوښي ورپه برخه کړم! په دې توګه به دمرګ پرښته دپنځه سوه نورو پرښتو په بدرګه چې جنتي معطر کفنونه به ورسره وي هلته ورشي، دغه ټولې پريښتې به يې سره سر او پښوته کيني، او هره پرښته به يې دهغه دبدن په څه برخه باندې خپل لاس کيږدى، او په دغه وريښمين معطر جنتي کفن کې به يې راونغاړي، دجنت دروازې به دهغه په وړاندې پرانستل شي؛ اروا به يې دجنت نعمتونو ته دتلو لپاره ليواله اوسي.
دمرګ پرښته به دهغه سپيڅلې اروا ته په خطاب کې داسې ووائي: اى پاکې او سپيڅلې اروا! ژر کوه او دجنت دخوښيو او سوکاليو لورته راووځه!.
دا وخت به پرښته ديوې زښته مهربانې مور په دودهغه تر شفقت او مهرباني لاندې ونيسي، ځکه هغه په دې پوه اوسي چې دده پاکه اروا خپل رب ته دتلو لپاره مينه واله ده، نو اروا به يې ورڅخه په داسې توګه راووباسي لکه يو ويښته چې له خميرې څخه راويستل کيږي چې په قرآنکريم کې ورته په دغو ټکيو کې نغوته شوې: " فاما ان کان من المکذبين فروح وريحان وجنة نعيم..." خداى ته نيژدي وګړي به دمړينې پر وخت له خوښيو او ريحاني عطرو او بيا دجنت له نعمتونو سره هرومرو مخامخ کيږي.
کله يې چې د مرګ پرښته اروا ورڅخه واخلي نو روح يا اروا به جسد او کلبوت ته داسې ووائي: ډيره مننه! چې تاسې تل زه دخداى پر زمکه دخداى داطاعت لپاره په کار راوستى وم، دادى ما اوتا دواړو برى تر لاسه کړ، جسد او کالبوت به يې هم کټ مټ همداسې خبره وکړي.
دزمکې هماغه برخې چې ده پرې دخداى بندګي او عبادت کړى اوسې ددغه کالبوت او پاکې اروا په بيلتون په لپو لپو وژاړي، دغه راز داسمان هماغه دروازې چې دده عملونه پرې پورته ختل رزق او روزي به ورته پرې راتله له يوې مخې په ژړا او انګولا پيل وکړي.
کله يې چې دمرګ پرښته اروا ورڅخه تر لاسه کړي، نو ورسره نوري پنځه سوه پريښتې به دده دکور او قبر تر مينځ تر انسانانو دمخه داستغفار په زمزمه کولو سره صف پر صف دده دتجهيز تکفين او تدفين مراسمو ته چمتو ودريږي.
دا وخت به ابليس خپلو لښکريانو ته په لوړ غږ سره وائي: افسوس ستاسې پر حال چې دخداى دغه بنده له تاسې څخه څنګه نجات تر لاسه کړ؟.
هغوى به ووائي:ده تل زمونږ له غولونې څخه خداى ته پناه ور وړې!.
کله چې دمرګ پرښته دهغه له اروا سره مل آسمانو ته دختلو په تکل کې شي نو امين جبريل به يې دپريښتو په يوه لويه ډله کې استقبال او دخوښۍ زيرى به ورکړي.
بيا کله چې دمرګ پرښته دهغه له اروا سره يو ځاى عرش ته نيژدې شي، نو الله پاک به دمرګ پرښتې ته ووائي:
راولاړه شه او زما دبنده اروا راوخله او په بې ازغيو بيرو، سپرو کيلو، او اوږدو سيورو، او له اوبو څخه به ډکو لوښو او ويالو، او پريمانه ميوو کې واچوه!.
کله چې دغه غوره او صالح بنده په قبره کې کيښودل شي نو لمونځ به يې ښي او روژه به يې چپ لورته ودريږي، دغه راز قرآنکريم به هم راشي او دده سرته به ودريږي؛ او دده صبر او ثبات به هم دقبر په کومه ناحيه کې ده ته څيرمه ودريږي؛ داوخت به دجهنم يو لړ عذابونه ده ته درانيژدې کيدو تکل وکړي، نو له ښۍ خوا نه به لمونځ ور ولاړ شي او ورته به ووائي:
خداى ته وګوره دې لورته دراتلو تکل مه کوه، ده خو ټول عمر دخير په کارونو کې زيار ګاللى، پرى يې ږده چې اوس راحت او ارام وکړي.
بيا به يې عذاب ورته دچپ لور نه دراتلو تکل وکړي، هلته به يې مخې ته روژه ورولاړه شي، کټ مټ همداسې خبره به ورته وکړي.
بيابه يې عذاب به دسر له لوري ورته دراتلو هڅه وکړي، هلته به يې مخې ته قرانکريم ورولاړ شي، هغه به هم همداسې عکس العمل ورته وښائي؛ په دې توګه دپښو لورته به يې اودس ورولاړ شي او دعذاب مخه به ونيسي.
په دې توګه به دهغه غوره او صالحه اعمال ګرد سره دعذاب په وړاندې خنډونه او موانع شي؛ او عذاب به هم بيرته په څټ ستون شي او هيڅ په هم به لاس ورنشي. دهغه صبر او ثبات به ووائي: زه متوجه وم، ما ويل: که پر تاسې کې دعذاب پر وړاندې څه لږ ضعف هم رامينځ ته شوى واى نو زه دهغه خدمت ته بيخي چمتو ولاړ وم، مګر ستاسې مقاومت پياوړى ؤ، دادى زه به دپل صراط او دعملونو دتول پر وخت که خداى کول دهغه خدمت وکړم.
دا وخت به الله پاک دوه نورې پرښتې چې بڼه به يې ځيږه او سترګې به يې دبريښنا، او غاښونه به يې دغاښورې، او غږونه به دتندر، او تنفس به يې داور دلمبو په دود وي په داسې حال کې رامينځ ته شي چې دشفقت مهربانۍ او زړه سواندۍ هيڅ کومه نښه به يې هم پر تنديو کې نه ليدل کيږي.
دنکير او منکر په نامه دغه دوه پرښتې چې په لاسونو کې به يې داسې درانه ګرزونه نيولي اوسي چې دربيعه او مضر قبائل يې ديو بل پر ملاتړ له خپله ځايه هم نشي خو ځولاى.
په يو بوګنو نکۍ غږ سره به مړى ته ووائي:
ژر کوه او بې له ځنډه کينه!
هغه به هم له خپل کفنه سره نيغ په قبر کې کينې دغه دواړه پرښتې به ورته داسې ووائي:
ستا رب څوک؟ او په کوم دين يې؟ او ستا پيغمبر څوک دى؟
ـ داوخت يو شمير صحابه ؤ وپوښتل: اى دخداى رسوله! ددغو ترهه ګرو او ويرونکو پرښتو په وړاندې څوک دخبرو کولو څنګه هڅه کولاى شي؟!
دهغوى په ځواب کې دخداى استازي دغه مبارک ايت زمزمه کړ:
" يثبت الله الذين آمنوا بالقول الثابت فى الحيوة الدنيا وفى الاخرة ويضل الظالمين ويفعل الله ما يشاء......" (الله پاک به ګرد سره مؤمنان ددغې او هغې نړۍ په ژوندانه کې پريوه رغنده او غښتلې وينا پياوړي کړي، البته الله پاک تيرى کونکى بې لارې کوي اوهماغه څه کوي چې خوښه يې شي)ـ.
بيا به دغه غوره بنده دنوموړو پرښتو په ځواب کې داسې ووائي: زما رب او پالونکى الله، او دين مې اسلام دى، او محمد صلى الله عليه وسلم مونږ ته دخداى له لوري داستازي په توګه راغلى. بيا به پريښتې ورته ووائي: تا رښتيا وويل؛ له دې سره جوخت بيا دغه پرښتې دهغه قبر له هر لورې څلويښت څلويښت ګزه ارت او پراخه کړي بيا به ورته ووائي: مهرباني وکړه لږ پورته وګوره! هغه چې کله پوره وګوري نو دجنت لورته پرانستې کړکۍ به يې په
نظر ورشي، او دهغې په ليدلو سره به زښت زيات خوښ شي، بيا به دغه دواړه پرښتې ورته ووائي:
اى دخداى دوسته! همدغه ستا استوګنځاى دى.
دخداى استازي وفرمائل: قسم زما دځان پرواکمن چې داوخت به دى هومره خوښ شي چې دخوښى اندازه به يې له خداى څخه پرته پل هيچا ته هم نه لږيږي.
بيا به دته او ويل شي چې: اوس نو لږ ښکته هم وګوره، هغه چې کله ښکته وګوري نو ددوزخ لورته له پرانستې کړکۍ څخه به ددوزخ کنده په نظر ورشي؛ پريښتې به ورته ووائي: اى دخداى دوسته! دخپلو غوره او صالحه عملونو له کبله له دغې کندې څخه خوندى پاتې شوې. دخداى استازي بيا وفرمايل: قسم زما دځان پر واکمن چې دبري او نجات ددغه زيري په اوريدو به دى هومره خوښ شي چې دخوښۍ او وياړمنۍ اندازه به يې تر لوى خداى پرته بل هيچا ته هم نه لږيږي. دغه راز به الله پاک دمرګ پرښتې ته امر وکړي چې: زما دښمن دپلانکى زوى ته ورشه او ماته يې راوله ترڅو زه له هغه سره حساب کتاب وکړم، ما خو پر هغه ډيرې لورينې او پيرزوينې کړې وې؛ مګر هغه زما دشکر ويستلو پر ځاى کفران او ناشکري کړي، زه به هم اوس له هغه څخه خپل غچ واخلم.
بيا به دمرګ پرښته هغه ته دپنځه سوه نورو پرښتو په بدرګه په يو ډير ناوړه شکل کې چې داور سپرغۍ او دغه راز داور مترو يې په کې به لاسوکې نيولي اوسي، دخداى ددښمن په وړاندې سوب شي؛ دمرګ پرښته به داور دمتروکې په يوه ګذار سره دهغه اروا دهغه دپښو ګوتو څخه ترپوندو پورې راولي؛ چې ديوې رمباړې په بدرګه به هغه بې هوښه شي، بيا به يې سد سرته راشي، بيا به يې په يو بل ګذار سره دهغه روح دهغه ترځنګنو پورې راولي، په دې توګه هغه ته دپرلپسې ګذارونو په ورکولو سره به بالاخره دهغه اروا دهغه تر ستوني پورې راولي؛ بيابه دمرګ پرښته ورته ووائي:
اى ناوليې او لعنتې اروا!
ډير ژر راووځه او ددوزخ ګرمو لمبو ته ور درومه! کله يې چې روح ورڅخه ترلاسه کړي نو دغه روح يا اروا به يې جسد او کالبوت ته داسې ووائي: دخداى پر قهر او غضب ککړ پکړ شې؛ چې ځان دې هم تباه او برباد کړ او زه دې هم له ځانه سره تباه او برباد کړم. په دې ترتيب به يې جسد هم دروح په وړاندې همدغسې عکس العمل وښائي؛ دزمکې هره برخه به چې دغې اروا او بدن يې پرې کوم ناوړه عمل سرته رسولى پر دوى لعنت ووائي.
بيا به ابليس له خپلو لښکريانو سره دخوښۍ يو وياړلى مجلس ولمانځي او يوبل ته به دهمدې خبرې زيرى ورکړي چې دادى دآدم ـ عليه السلام ـ يو ځوى مو دجهنم کندې ته ورديکه کړ.
په قبر کې له کيښود وسره جوخت به يې قبر پرې دومره ورتنګ کړاى شي چې ښۍ او چپې پښتىۍ به يې سره په خپلو کې ګډې وډې کړي.
بيا به دخداى له لوري يو ګنجى او پک مار چې داوښ غړانګې ته ورته غړانګه به لري پرې وګمارل شي، هغه به په پرلپسې توګه پر غوږونو او دپښو پر غټو ګوتو ټکونه ورکوي.
بيابه الله پاک دنکير او منکر په نامه هماغه دواړه پرښتې چې سترګې به يې داور، غږونه به يې دتندر، غاښونه به يې دغاښورې، او تنفس به يې داور دلمبو په دود وي له خپل هماغه درانه او ثقيل ګورز سره.
ـ چې غر ورته نشي تم کيدلاى ـ دده په وړاندې سوب شي او په قبر کې به يې نيغ راکينوي او داسې به ورته ووائي:
ـ ستا رب څوک؟ په کوم دين؟ او دچا امتي يې؟!
ـ هغه به ووائي: زه له هيڅ نه هم نه يم خبر!!
ښه نو ته له هيڅ نه هم خبر نه يې، درځ شي چې په هماغه ګورز به يې دسر په تاړاک ووهي.
بيا به يې خپل حالت ته راستون کړي او ورته ووبه وائي:لږ پورته وګوره! پورته په کتلو سره به هغه ته دجنت لورته پرانستى دروازه په نظر ورشي... پرښتې به ورته ووائي: اى دخداى دښمنه! همدغه ستا استوګنځاى ؤ خو که تا دخداى خبره منلى واى.
دخداى رسول صلى الله عليه وسلم وفر مايل:
قسم زما دځان پر واکمن چې دغه وخت به دى په خپل زړه کې دومره حسرت او افسوس وکړي، چې تر ايکى يو خداى پرته به يې بل هيچا ته هم اندازه نه لږيږي.
بيا به وروته ووائي: چې اوس نو لږ ښکته هم وګوره! ښکته په کتلو سره به د دوزخ لورته يوه پرانستې دروازه په نظر ورشي، هلته ددوزخ لمبو ته په کتلو سره به ده ته وويل شي، اى بدمرغه! همدغه ستا استوګنځاى دى ، تا چې دخداى او دهغه دا ستازي خبره نه منله اوس ورته ځان ټينګ کړه.
دخداى استازي صلى الله عليه وسلم بيا وفرمايل: قسم زما دځان پر واکمن چې دغه وخت به دى دومره حسرت او افسوس وکړي، چې تريو خداى پرته بل هيچا ته به يې اندازه نه لږيږي".
[ دحديث ژباړه پاى ته ورسيده ]
داوقبر دانسان هماغه قرار ګاه چې دخداى جل جلاله په امر دانسان دعمل په تناسب هم دجنت ديوې باغيچې بڼه غوره کولاى شي، او هم ددوزخ ديوې ژورې او غمونکي کندې.
يو عاقل او پوه انسان پر صالحه تګ لارو دتلو په صورت کې له دغې تنګى سمڅې څخه دنعمتونو يو پراخه بڼ جوړولاى شي. لوى څښتن جل جلاله انسان ته درزق تضمين کړى، مګر له اور څخه دنجات ضمانت يې نه دى ورکړى.
هو! عاقل انسان په خپل کوښښ او کړنه هماغه څه بې له شکه تر لاسه کولاى شي چې لوى خداى جل جلاله يې هغه ته دترلاسه کيدو ضمانت نه دى ورکړى.
په خاورينه نړۍ کې ژوند يو ژوندى، بې وزله او بډاى په يو مستوى ژوند کوي، بيا هغه او دغه دواړه قبر ته ورځي؛ دانسان دکار صفحات سره راټوليږي دنړۍ شپې او ورځې يې پاى ته رسيږي، مال او شتمني يې دورثو ترمينځ ويشل کيږي؛ په نړۍ پورې اړوند هره خاطره يې له ياد څخه وغورځول شي؛ يواځې هماغه څه ته سترګې په لاره کيدلاى شي چې تر ځان دمخه يې هغې بلې نړۍ ته خورا دصالحه عمل په توګه ليږلى وي. لوى څښتن دې پر مونږ وړيا مهربانه شي.
اخڅ قیامت په غړولو سترګو

No comments: