Friday, 13 March 2009

استخبارات دې ووايي چې جاوېد چا وواژه؟






استخبارات دې ووايي چې جاوېد چا وواژه؟



څه باندې يونيم کال پخوا د ۲۰۰۷ په اګست کې چې کله جاويد احمد امريکايي ځواکونو په بګرام کې له طالبانو سره د تړاو په تور بندي کړ، د لعل ګل ټولنې له يوې امريکايي مېشتې نړيوالې حقوقي ټولنې International Justice Network يا IJN سره په ګډه د دغه افغان خبريال د دفاع او خلاصون لپاره هلې ځلې پيل کړې


د لعل ګل په وينا کله چې د IJN د څار خبره په امريکا کې د حکومت له لورې بېرته تر بګرامه راورسېده، نو امريکايي ځواکونو په بګرام کې د هغه د جاويد د نيونې لپاره څه ځواب نه درلود، او هماغه وو چې خوشی يې کړ.


تر خوشې کېدو مخکې، د لعل ګل په وينا، جاويد احمد د سره صليب د ادارې له لارې په تماسونو کې خپلې کورنۍ ته ويلي وو چې امريکايان ورڅخه د دې ضمانت د اخيستو په بدل کې چې د امريکايانو په ضد به څه نه خپروي‌ او څه نه وايي، خوشی کړي.


"د امريکا په ضد به څه نه وايې!"



لعل ګل اصلاح انلاين ته وويل:‌ '' دا لومړی ځل وو چې موږ واورېدل امريکايان له بګرامه يو افغان د دغسې يو ضمانت په مقابل کې غواړي خوشی کړي.‌''



جاويد احمد په سپتمبر ۲۰۰۸ کې خوشی شو، خو د امريکايانو په اړه يې لږترلږه هغه حقايق پټ نه کړل چې د ده د بند پرمهال يې ليدلي وو. هغه له خوشې کېدو وروسته بي بي سي ته وويل: '' چې زه بگرام ته ورسېدم، هلته يې په يخه يخنۍ کې په واوره کې له کاليو، او بوټونو پرته شپږ ساعته درولى وم. دوه ځله بې هوښه شوم، او بېرته به يې راپورته کړم، چې راپورته شه، بيا يې چې د ننه بېولم، د سپي په شان يې د ننه کشولم، چې لاسونه او پښې مې ټپي او وينې ترېنه بهېدي . په بگرام کې له زندانيانو څخه کالي ايسته کېږي، په سپو خوړل کېږي، دوى ناروغه کېږي، او ټپيان کېږي، چې هلته نه دارو شته ، هلته قرآن شريفونه تر پښو لاندې شوي دي، تپې تياره کوټې دي، چې هېڅ سورى هم نه لري، په توره تياره زندانيان خواران ناست وي. ''



هغه له ايراني تلويزيون، پرس ټي ويPress TV، او کاناډايي‌ مطبوعاتو سره کار کاوه.



دا په يو کال کې دويم افغان خبريال دی چې په سويل کې مرموزه توګه وژل کېږي، تېر کال په هلمند کې د بي بي سي خبريال عبد الصمد روحاني هم د وسله والو لخوا وژل شوی وو.‌



"د ملي امنيت د ټيليفون ګواښونه"



د خدای بښلي جاويد احمد ورور فضل احمد او نور خپلوان يې وايي چې جاوېد ته په وروستيو کې په پرلپسې توګه يو چا چې ځان يې د کندهار د ملي امنيت (استخباراتو) يو چارواکی معرفي کاوه پر ټيليفون ګواښونه کول،‌ او د دوی ګومان دا دی چې ښايي همدا تهديد کوونکي يې د وژنې تر شا وي.



جاوېد احمد د ملي امنيت رياست ته په خورا نژدې سيمه کې د کندهار هوټل ته مخامخ، په شهيدانو چوک کې، سه شنبه ماښام د داسې وسله والو په ډزو ووېشتل شو چې په ګاډي کې روان وو.



عيني شاهدان وايي وسله والو د خپل ګاډي له کړکۍ څخه پر جاوېد ډزې وکړې چې هغه هم په خپل ګاډې کې وو.



درويشت کلن جاويد احمد کاکړ، جاويد جوجو يا جاويد اعظمي د هغه د نژدې ملګرو ژورناليستانو لخوا د يو متدين او خوش اخلاقه زلمي په توګه پېژندل شوی وو.



په کندهار کې ژورناليستان وايي‌ جاوېد يو بې پري او مسلک ته ژمن خبريال وو، چې د طالبانو تر کنترول لاندې سيمو ته يې په ډاډه زړه سفر کاوه.



د هغه د کورنۍ غړي وايي دوی هېڅ‌ شک نه لري‌ چې د جاوېد د وژنې تر شا به د طالبانو لاس وي.‌



طالبانو خپله هم، د خپل يو وياند قاري يوسف احمدي په ژبه، د جاوېد وژنه نه يوازې رد کړې، بلکې غندلې يې هم ده.



يوه لويه سواليه علامه



نن (چهارشنبه) د کندهار د ژورناليستانو او حقوقي ټولنو په غونډه کې تر ټولو لويه سواليه علامه همدا وه چې جاوېد څه ډول په يوه خورا خوندي سيمه او د ملي امنيت يا استخباراتو ودانۍ ته نژدې وويشتل شو.



د هغه کورنۍ وايي دوی له هيچا سره کومه شخصي دښمني هم نه لري. نو داسخباراتو ریاست ته څیرمه دکندهار ښار په زړه کي، له ګواښونو وروسته د هغه د وژلو پړه دچا پر غاړه ده؟



کال وړاندې يو بل خبريال عبد الصمد روحاني هم په همدي ډول دلشکرګاه ښار ته نژدي په د اسي حال ووژل شو،چي په حکومتي موټرو کي سپاره د ملي اردو په یونیفارم سمبالو نا معلومه کسانو له خو وتښتول شو،خو قاتلين يي لا معلوم ندي ؟؟؟

No comments: