محمد ( نعيم زى )
په ټوله نړۍ توره تياره خپره وه ، جهل او ناپوهى خپله درنه بړستن د انسانانو په مخ ويړه کړى وه . انسانانو سترگى لرلى خو حق ئي پرى نشوالى ليدلاى. غوږونه ئى درلودل. خوحق ئي نشواى پرى اوريدلاى . په خوله کى ئى ژبى وى . خو حق ئي نشواى پرى ويلاى او په حق ئى خولى نشواى خلاصولاي.
دومره وحشت او ظلم ؤ چې حتٰى ژوند ى انسانان به ئى تر خاورو لاندى کول . په کوم کور کهول کى به چې لور وزيږيده په هغه کور کى به ماتم جوړ شو. دا به ئى د ځان او کورنۍ لپاره لوى پيغور باله او په ډيره بى رحمى به يى دا ماشومه (نجلۍ) ژوندى تر خاورو لاندى کړه. ددى خبرى د ثبوت په هکله الله ( ج ) په کلام پاک قرآن مجيد کى داسى فرمايى:
ژباړه ( کله چې له دوى (کفارو) نه يو چاته د لور د زيږيدو زيرى ورکړه شى نو مخ يى تک تور اوړى ( له غمه) او ډک وي له قهره (خپلى ښځى ته په دى چې ولى يى لور راوړه؟ ) له قوم خپل نه پټ گرزى ( له امله د ناخوښى ) د دى زيرى کوم چې ده ته ورکړه شوى ( د لور د زيږيدو په برخه کې ) . ايا وساتى ددى هغه لور سره له سپکوالى او که يى ومنډى ( ژوندى ) په خاوره کى ؟ .٥٨ آيت النمل .
١_ حق پټ ؤ ، چا حق نه پيژاند، د يو واحد لاشريک الله په ځاى بى شميره په خپل لاس له ډبرو او لرگيو جوړ کړيو بتانوته چې دوى به خدايان ورته ويل د عبادت سرونه په سجده لگول او غوښتنى به يى ورڅخه کولى. دخداى په کور ( بيت الله ) کى يى ( ٣٦٠) بتان ځاى په ځاى کړى او عبادت به يى ورته کاؤ. لوڅ لپړ به ئى تر بيت الله طوافونه کول. شراب به يى د اوبو په ځاى څښل . قيمار دومره زيات ؤ چې حتٰى ښځى به پکى بايلل کيدلى. په داسى حال کى د رحيم او کريم خداى ج اراده او غوښتنه په دى شوه چې يوه داسى ورځ او سهار راولى چې نور دا تورتم په روښنايى بدل کړى دا جهل او ناپوهى په پوه عوض کړي. او دا وحشت او ظلم په انسانيت ، عدالت او مينه الفت واړوى. اودا شرک ، بت پرستى او ضلالت په هدايت او د يوه خداى چې رب العالمين دى په عبادت او پيژندنه عوض کړى .
هو! ددغى ورځى او دغه سهار په انتظار او مينه کى د شين اسمان ستورو له اول نه سترگکونه وهل او د راتگ نيټه يى شميرله . پخپله اسمان هم په پيړيو پيړيو ددغه سهار په هيله او تمه شپه ورځ لا له هاند او سرگردان ؤ .
د لويو لويو سمندرونو په گيډوکى سترو سترو ماهيانو او نهنگانو او نورو سمندرى ژوندى سارو ددغه سهار راتلو په هيله تندکونه او چرلکونه خوړل. کوم سهار؟!
هغه روح پالونکى او حق راوړونکى سهار! هغه نيکمرغه او نيک پاله سهار! هغه سهار کوم چې په هغه کى رحمة العٰلمين تشريف راوړى.
هو ! د ٦٧١ ع کال د لومړى خور (ربيع الاول) د مياشتى ١٢ مى نيټى د دوشنبى د ورځى نيکمرغه سهار، هغه سهار کوم چې د نړۍ ستر لارښود ( رسول الله صلى الله عليه وسلم ) د زيږيدو مبارک سهار دى. په دغه سهار کى د ابن هاشم په کورنۍ او د عبدالله په کور کى د بى بى آمنى د مبارکى لمنى نه د نړۍ ستر لارښود ( رسول الله صلى الله عليه وسلم ) رحمة العٰلمين دغى نړۍ ته تشريف راوړ.
ددغه حق راوړونکى سهار په هکله د ثقلينو د سردار مبارک مور بى بى آمنه داسى وايى :
کله چې هغه مبارک ( رسو الله صلى الله عليه وسلم ) وزيږيدو ، ما له تن نه يو نور ووت چې د شام قصرونه يى ټول روښانه کړل: ابن سعد. د سيرت پوهان ليکى: دا هغه سهار او مبارک مولود دى چې په زيږيدو سره يى د کسرا څوارلس (١٤) کنگرى نسکورى شوى د مکى ستر بُت دهبل را پريوت. د فارس اورونه ( د شر اور ) د کفر دغالى ، د ضلالت او گمراهى اورتون داتشکده) چې کلونه ، کلونه بل اور روښانه ؤ او نمانځنه بى يى کوه ، مړ او سوړ شو. د قيصر تخت چپه شو . د ساوه بحيره ( سيند) وچ شو او په شاوخوا کى ټولى کليسا گانى يى ونړيدى ، د عجمو شان ، د روم دبدبه او د چين لوړى ماڼى په ځمکه را پريوتى .
په عبدالمطلب زيرى وشو. ډير خوشاله شو او نوم يى محمد (ص) پرى کيښود. لومړى دوى ته ، درى ورځى خپلى مور تى ورکړى ( شيدى ورکړى ) او بيا ثوبيه تى ورکاؤ چې د ابولهب مينځه وه . له هغه نه وروسته حليمى سعديى شيدى ورکولى هغه مبارک خو يتيم ؤ . چې د پيدايښت نه څلور مياشتى دمخه يى پلار ( عبدالله ) وفات شوى ؤ او دده مبارک پالنه د عبدالمطلب چې د ده نيکه ؤ په غاړه شوه ، مور يى کونډه وه او څه يى نه درلودل، نوځکه د طائف د هوازن قبيلى قبيلى ښځو به شيدو ورکولو له ځان سره نه اخيست . خو کله چې نيمکرغى حليمى سعد يى بل ماشوم ونه موند، نو له مجبورى نه يى د آمنى غوشتنه ومنله او هغه صلى الله عليه وسلم يى له آمنى نه واخيست له ځان سره يووړ.
٢_ حليمه سعديه د محمد صلى الله عليه وسلم د وړکتوب کرامات داسى بيانوى : زه د طائيف د هوازن د قبيلى د يو شمير ښځو سره د شيدو خورو ماشومانو ځانته نيولو لپاره مکى ته رهى شوم. په دى سفرى کې له ماسره زما ميړه، يو تى خوره ( شيدو خوره ) ماشوم زوى ، يوه زړه اوښه او يوه کمزورى زما د سوارلۍ لپاره سپينه خره وه . زما د سورلۍ خره ډيره کمزورى وه تگ يى نشواى کولاى . هرځاى به ولاړه وه . د لارى له کاروان نه به ورسته پاتى وه . د لارى ملگرى ډير راسره په تنگ شول . زما په تيو او زما د اوښى په تيو کى دومره شيدى نه وى چې زما د اوړو کى ماشوم پرى موړ شوى واى. ټوله شپه به يى له لوږى ژړل. موږ هم دده له ژړا خوب نشواى کولاى. په ډير تکليف مکى ته ورسيدو. په مکه کى ډيره وگرزيدم چې د شيدو ماشوم پيدا کړم. نور و ټولو ښځو ماشومان واخستل ( وموندل) خو يواځى آمنى د خپل زوى لپاره ښځه ( دايه ) پيدا نه کړه دا خو ځکه چې د هغى زوى يتيم ؤ او څه يى نه درلودل ( نقد) چې دايئى ته يى ورکړى واى . او يو هم ما ( حليمى ) ماشوم پيدا نه کړ. آخر له دى کبله چې تش لاس لاړه نشم او څوک پيغور رانه کړى نو له مجبورى نه مى د آمنى غوښتنه قبوله کړه او ماشوم مى ورنه را وخيست. کله چې بيرته د خپل وطن په لور را رهى شوم زما هغه دريدلى کمزورى خره چې له کاروان نه به تل وروسته پاتى وه اوس دومره گړندۍ ځغلى چې له ټول کاروان نه وړاندى وى . او دهغى زړې اوښى غولانځى ( تى) له شيدو نه ډک شول او زما تى هم له شيدونه ډک شول . او ښه مى ولوشله زه او ميړه مى دواړه پرى ماړه شوو ماشوم مى سينى ته واچاؤ دواړه ماشومان ښه ماړه شول او آرام خوب يى وکړ. کله چې خپل کلى ته ورسيدو زموږ شپون به چې د وزو او ميږو رمى دښتوته بوتلى چې بيرته به راتلى غولانځى ( تى ) به يى له شيدونه ډک ول ښه به مړۍ وى. خو د نور کلى وزى او ميږى به تى تش او خالى نس راتلى. دا ددغه يتيم ماشوم برکت ؤ.
٣_ هو! دا هغه يتيم دى ! حليمه سعديه وايى : په يوه ټکنده عرمه کى چې گرمى خولى لگولى دغه يتيم ماشوم په بيابان کى د يخ سيورى لاندى آرام پروت ؤ . نه په دښته کى ونه ، د يوال او خيمه شته چې سيورى وکړى او نه په اسمان کى وريځ. خو په ده مبارک سوړ سيور و .
٤_ سيورى ؤ. بيا هم حليمه سعديه وايى: يوه ورځ د ماشومانو سره بهرته لاړ، ډير ځنډلانه ؤ شوى چې ماشومان په چغو چغو راغلل او راته يى وويل : محمد صلى الله عليه وسلم يى وواژه. يو څوک رغى زموږ له منځ نه يى ويست. نس ( سينه ) يى ورڅيرى کړه او موږ په منډه دادى تاته رغلو. زه په ډير تلوار په منډه هغه ځايته ورغلم. که گورم د محمد صلى الله عليه وسلم رنگ الوتى ولاړ دى او هيڅ ټپ پرى نشته : شق الصدر .
٥_ دا هغه يتيم دى کله چې در هزيل څيره پيندونکى د ده په مبارک ځلانده نورانى مخ سترگى ولگيدى، د نبوت نښـى نښانى يى پکې له ورايه وليدى ، په لړزه راغى او په چغو چغويى وويل : اى د هزيل خلکو : اى عربو: خبر اوسى زما دى په خپلو معبودانو سوگند وى چې ! دا ماشوم به ستاسو معبودان ټکړه ټکړه او ټوټى ټوټى کړى ، ستاسو د معبودانو تاريخ به تر خاورو لاندى او بيخى ورک کړى . په تاسو به داسى حکومت وچلوى چې بيا به هم غوږ ورڅخه بل خواته نه کړى. دا اوس مو وخت دى چاره يى وکړى او وئي وژنى.
حليمه سعديه وايى : کله چې ما دا خبره د څيره پيژندونکى خبره واوريده وويريدم ژر مى محمد صلى الله عليه وسلم را پورته کړ او په منډه مى کورته را ووړ. له دينه وروسته زه ډيره وويريدم چې څوک يى رانه مړ نه کړى . اراده مى وکړه چې ژريى خپلى مور ته تسليم کړم. مکى ته راغلم او بىبى آمنى ته مى تسليم کړ.
٦_هوکى : دا خو يواځى د هذيل د قبيلى څيره پيژندونکى نه ؤ چې د هغه صلى الله عليه وسلم په نورانى مخ کى يى د نبوت نښى نښانى ليدلى د خپل مهربان نيکه عبدالمطلب په غاړه شوه .
دشهدت ویب پاڼی څه په مننه
No comments:
Post a Comment