ويسا، د کندهار والي که د کاناډايانو استازی
محمد شريف لودين ٢٣ / ١٢ / ١٣٨٧ هـ ل 2009-03-13 21:29:00 م
توريالی ويسا د ۲۰۰۸م کال د ډسمبر مياشتی پر دوولسم تاريخ د کندهار د والی په توګه خپل کار شروع کړ. د هغه کورنۍ په کاناډا کی وه چی د کرزی په دوره کی يی هوری پناه اخيستی ده، زه پر دې خبری نه کوم چی هغه د کندهار پوهنتون په نامه ايستل سوې پيسې څنګه په بډه کی ووهلې او په دغو پيسو دغه هيواد ته ورغی او په کی ميشت سو، اوس به پر دې بحث وکړو چی دغه والي صاحب نن سبا څه فعاليتونه لري او کوم پرمختګ راغلی دی. کله چی می د توريالی ويسا لومړنۍ وينا واورېده چی د کندهار د بيارغونی او پرمختګ تر څنګ يې د پوهنتون د پرمختګ او د ملکی خلکو د تلفاتو د مخنيوي وعدې هم وکړې. دغه راز يی وويل چی د ولس سره به نژدې اړيکي لري. والي صاحب په خپلو خبرو کی وويل چی افغانستان يی لومړنی او کاناډا يې دوهم کور دی، په دې معنی که سبا په وطن کی مازی د جنګ او شخړو اور تازه سی والي صاحب په د سترګو په رپ کی د وطن څخه پښې سپکوی او څوک به يې درک هم ونه لګوي دا جفاوی خو په تيرو کلونو کی زياتو چارواکو وکړې چی د وطن ګټو ته متعهد پاته نه سول او رنګينو شعارونو يی هم ګران افغانستان ته څه ورنه کړل.د والي صاحب له راتګه تر اوسه پوری په کندهار کی د کوم خاص پرمختګ څرک نه تر سترګو کيږي، يوازی برق تر پخوا لږ سم سوی چی په دوو يا يوه ورځ کی د څو ساعتونو دپاره راځی، نور نو امنيت دومره خراب دی چی يو خبريال د ولايتی شورا، ملي امنيت رياست او منډيګک ماڼۍ تر څنګ په رڼا ورځ وژل کيږي او قاتلين په سرو سترګو د سيمي څخه تښتي. د مطبوعاتو پر خوله د کندهار ولايت او امنيې قوماندانۍ د خاموشۍ مهر لګولی او خبريالان خواران نه سی کولای حقايق راوسپړي چی سرنوشت به يی د جاويد احمد او عبدالصمد روحاني غوندی سی چی د حقايقو سپړلو يی سر وخوړی.تيره مياشت خارجي قواوو په پنجوايی ولسوالۍ کی دوه کوچنيان په خپلو ډزو سره داسی ووژل چی کولمی يې دباندی راوتلی وی او د سيمی خلکو په دی تړاو مظاهره هم وکړه چی د ولايتی شورا مخی ته راټول سوی وه، خو والی نه يوازی دوی ته کوم ډاډ ورنکړ بلکی دغو راټولو سويو خلکو ته، چی زياتره يې معيوبين وه، وويل:څه وکمه د جارجيانو سره می څه په وس نه دی پوره.http://www.pajhwok.com/viewstory.asp?lng=pas&id=70197والی صاحب کشکی د کاناډاياو استازيتوب داسی کولای چی د دې حکومت او افغانانو اړيکی يې سره ټينګولای، بلکی په خپله ماڼۍ کی راګير دی او يوازی د خارجيانو د سياستونو قربانی سوی شخصيت دی چی د خپل مرستيال څخه هم بيريږي. ښاغلی توريالی ويسا چی د کرزيانو د ډلې هری غوښتنی ته يی سر ټيټ کړی، خپله شوله خوری او خپله پرده کوی، ويسا دغه ولايت ته ځکه غوره سو چی په دی ولايت کی هغه مافيايي ډلی چی په ډول- ډول قاچاق، ترورونو او نورو غيرقانوني کړنو کی ښکيلي دي وکړای سي په خلاص مټ خپل فعاليتونه تنظيم کړی. تر ويسا مخکی ښاغلي رحمت الله رووفی د والي په توګه دنده ترسره کوله- د هغه پر ليری کيدو که څه هم زياتی ليکنی او تبصرې وسوې چی په دې اړه نوري زياتوني نه کوم، د هغه دی کور ودان وی چی لږ تر لږه يې په وروستيو کی يو حقيقت ووايه.خو نن چی په کندهار کی ترورونه تر حد زيات سوي، غلاوی زياتی سوی، رشوتونه خپل وروستی حد ته رسيدلی او خلک له دی حالت څخه پزي ته راغلي دی. کندهاری ولس هرڅه په پټه خوله زغمي او والی صاحب د کاناډايانو سره خپلی مزې چړچې کوي. کاناډايان چی هيڅکله يی کندهار ته په اخلاص کار نه دی کړی، د اوسني والي په راتګ سره يی ځينی پروژې په کندهار کی شروع کړی چی زياتره يی نمايشی بڼه لری، له اسدالله خالد سره کاناډايان په مشکل اخته وه، خو اوسنی والي ښاغلی ويسا هم دځانه سره غټه بوجۍ له خارجه راوړې ده او ځينی سرچينی وايی ويسا په ځينو پروژو کی خپله ونډه غواړي.هغه په سيمه کی د کاناډايانو او امريکايانو د ډول- ډول سياستونو قربانی دی چی هيڅ ډول عملي واک او ځواک نه لري، ده ته د ده مرستيال غلام جيلانی همايون مشورې ورکوی چی جيلانی د اسدالله خالد په هغه غلا کی هم شريک ګڼل کيږی چی يوه کوچنۍ بېلګه يې په دې ورورستيو کی رسوا سوه.http://www.larawbar.net/detail.php?id=9093په کندهار کي د مافيا يوه مرموزه کړۍ فعاله ده چی دولت يی کمزوری کړی او د دولت کمزورۍ طالبان په سيمه کی غښتلي کړی چی ولس قربانی ورکوی. والی صاحب دی د ځان سره فکر وکړی د ولس خوا دی ونيسی بهرنيان به سبا دلته نه وي او ولس به د چارواکو دا جفا نه هيروی.په دی وروستيو کی د کندهار ځينی ولسوالان له والی څخه په دی خوابدی وه چی ولی ولايت ته تر دننه کيدو وروسته بيا بيا تلاشی کيږی کله چی ځينو ولسوالانو دا خبره د والی سره ياده کړه، هغه وويل: دا د خارجيانو کار دی او موږ هيڅ هم نه سو ورسره کولای.
د ټول افغان ویب پاڼی څه په مننه
Sunday, 15 March 2009
Subscribe to:
Post Comments (Atom)
No comments:
Post a Comment