Saturday, 14 March 2009

په قرآن كي د انبياؤو(عليهم السلام) قصي

سليمان (عليه السلام)

وَلَقَدْ آتَيْنَا دَاوُودَ وَسُلَيْمَانَ عِلْمًا وَقَالاَ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي فَضَّلَنَا عَلَى كَثِيرٍ مِّنْ عِبَادِهِ الْمُؤْمِنِينَ ١٥ وَوَرِثَ سُلَيْمَانُ دَاوُودَ وَقَالَ يَا أَيُّهَا النَّاسُ عُلِّمْنَا مَنطِقَ الطَّيْرِ وَأُوتِينَا مِن كُلِّ شَيْءٍ إِنَّ هَذَا لَهُوَ الْفَضْلُ الْمُبِينُ ١٦(سوره نمل)
ژباړه: :- بيشکه مونږ سليمان (عليه السلام) او داود (عليه السلام) ته علم ورکړى وو او دواړو وويل چې هغه الله تعالى ته شکر دى چې مونږ ته يې پر خپلو ډيرو مؤمنو بنده گانو غوره والى راکړى دى او ځاى ناستى شو سليمان (عليه السلام) د داؤد (عليه السلام) او وي ويل سليمان (عليه السلام) اى خلکو ماته دالوتونکو مرغانو خبرې را زده کړى شوى دي او مونږ ته علم راکړى شويدى دټولو شيانو بيشکه همدغه دى ښکاره غوره والى
.
وَحُشِرَ لِسُلَيْمَانَ جُنُودُهُ مِنَ الْجِنِّ وَالإِنسِ وَالطَّيْرِ فَهُمْ يُوزَعُونَ ١٧ حَتَّى إِذَا أَتَوْا عَلَى وَادِي النَّمْلِ قَالَتْ نَمْلَةٌ يَا أَيُّهَا النَّمْلُ ادْخُلُوا مَسَاكِنَكُمْ لاَ يَحْطِمَنَّكُمْ سُلَيْمَانُ وَجُنُودُهُ وَهُمْ لاَ يَشْعُرُونَ ١٨(سوره نمل)
ژباړه: : او راجمع شو د سليمان (عليه السلام) په وړاندې لښکرې دده د پيريانو ، انسانانو او مرغانو څخه بيا د هغوى صفونه برابر شول تر دې چې کله ورسېدل د ميږيو د اوسيدو ځاى ته وويل يوي مېږئۍ اى ميږيانو ننوځۍ خپلوکورونو ته چې پايمال مو نکړى سليمان او دهغه لښکرې او هغوى به خبر نه وي . په پورته اياتونو کى الله تعالى فرمايلى دى چې مونږ داؤد (عليه السلام) او سليمان (عليه السلام) ته علم ورکړى وو .ددې څخه يواځې د پيغمبرۍ علم مرادنه دى، بلکې نور علوم هم مراد دى لکه داود (عليه السلام) ته الله تعالى د زغرو جوړولو علم ورکړى وو او سليمان (عليه السلام) ته د پيغمبرۍ تر څنګ پاچائى ورکړى شوى وه دده پاچاهې يواځې په انسانانو نه وه بلکې په پيريانو هم وه
له پيغمبرانو څخه مال په ميراث نه پاتې کېږي :
(وورث سليمان دَاوُد)َ دلته له ميراث څخه مراد دعلم او پيغمبرۍ ميراث دى! نه مال او دولت لکه څنګه چې زمونږ خوږ پيغمبرصلى الله عليه وسلم فرمايي (نحن معاشر الانبياء لانرث ولا نورث ) مونږ د پيغمبرانو ټولگى نه مال چاته پريږدو او نه له بل چاڅخه مال راته پاتې کېږې. له ابى درداء رضى الله عنه څخه په ترمذى او ابو داود کى روايت رانقل شويدى چې د پيغمبرانو وارثان عالمان دي او پيغمبرانو دينار او درهم ميراث ندي پريښي بلکې په ميراث کى ئى علم پريښى؛ چاچې علم غوره کړ، نو دلويې برخې خاوند شو
ميږى چې د خپل قوم غم ورسره وو په قرآن کى يې يادونه وشوه
:-
د سليمان (عليه السلام) لښکرې چې تيريدلى نو يوه ميږى چې دنورو مشره وه خپل قوم ته يي وويل چې ننوځى خپلو کورونو ته هسى نه چې سليمان (عليه السلام) او د هغى لښکرى تاسو پايمال کړى دا چې ميږى په خپل قوم باندى غږ کوي او خپل قوم د هلاکت څخه ژغورى نو هغه انسان چې د ټول انسانيت غم ورسره وي او تل پدى فکر کى وي چې څنګه ټول انسانان د دنيا او اخرت له هلاکت څخه وژغورى نو ددغه انسان مقام به د الله تعالى په وړاندى څومره لوړ وي ؟ الله تعالى دى اسلامى امت د دنيا او اخرت له بدبختيو څخه وژغوري. له دى څخه معلوميږي چې مرغان، حيوانات او نور ژوندى شعور لري ؛خو دومره شعور نلري چې دوى د احکامو په منلو مکلف شى .
وَتَفَقَّدَ الطَّيْرَ فَقَالَ مَا لِيَ لاَ أَرَى الْهُدْهُدَ أَمْ كَانَ مِنَ الْغَائِبِينَ ٢٠(سوره نمل)
ژباړه: : حاضرى واخيسته سليمان (عليه السلام) د الوتونکو مرغانو وئي ويل چې نه وينم ملا چرګک آيا دى غير حاضر دى ؟زه به هغه ته جزا ورکړم، سخته جزا او يا به يې حلال کړم او يا به راوړي ماته څرګنددليل
فَمَكَثَ غَيْرَ بَعِيدٍ فَقَالَ أَحَطتُ بِمَا لَمْ تُحِطْ بِهِ وَجِئْتُكَ مِن سَبَإٍ بِنَبَإٍ يَقِينٍ 22 إِنِّي وَجَدتُّ امْرَأَةً تَمْلِكُهُمْ وَأُوتِيَتْ مِن كُلِّ شَيْءٍ وَلَهَا عَرْشٌ عَظِيمٌ 23 وَجَدتُّهَا وَقَوْمَهَا يَسْجُدُونَ لِلشَّمْسِ مِن دُونِ اللَّهِ وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِيلِ فَهُمْ لاَ يَهْتَدُونَ (سوره نمل)
ژباړه: لږ ځنډ ورسته ملا چرګک راغى او وى ويل چې ما داسى خبر راوړى چې تاسو پرې خبر نه وئ او راغلى يم تاته له ښار د سبا څخه او راوړى مى دى رښتيا خبر، ما وموندله يوه ښځه چې پاچاهى کوى د هغوي، او ورکړل شوي وه هغې ته هر څه ، او وه د هغې ښځى لپاره تخت لوى، مينده کړه ما هغه او قوم د هغې چې سجده کوي هغوى لمر ته پرته د الله، ښايسته کړيدي هغوى ته شيطان کړنې د هغوى نو منع کړي يې دى د لاري د الله نه، نوهغوى سمه ليار نه مومي،
وتفقد الطير : د تفقد لغوى معنى حاضرى اخيستل دى او سليمان (عليه السلام) ته الله تعالى د انسانانو څخه سربېره په ،پيريانو، وحشى ځناورو او مرغانو هم حکومت ورکړى وه، د بادشاه اود قوم د مشر د مهمو دندو څخه يو داده چې هغه به د خپل رعيت خبر اخلى ،کله چې هغه دخپل پيغمبرى شان سره سم د مرغانو حاضرى واخيسته نو ملا چرګک غير حاضروه ،نو سليمان (عليه السلام) وويل چه ملا چرګک نه وينم. په مرغانو کى ملا چرګک کمزورى وي نو سليمان (عليه السلام) د کمزورى پوښتنه وکړه ، عمر (رض) به فرمايل که چيرې د فرات د سيند په غاړه د اوزى بچى ليوه وخورى نو ذمه واري يي په عمر ده، ملا چرګک سره لدي چې په مرغانو کى يې تعداد کم او د ډيرو مرغانو په نسبت کمزورى دى خو الله تعالى دومره تيز نظر ورکړى چې هغه د ځمکې دننه هم شيان ويني نو کله به چې داوبو کمبود شو نو سليمان (عليه السلام)به ملاچرګک راوغوښته، ملا چرګک به داوبو ځاى وښود بيا به سليمان (عليه السلام) ديوانو ته حکم وکړ چې اوبه راوباسئ خو ددى تر څنګ عبدالله بن عباس رضي الله عنه وفرمايل چې ملا چرګک سره له دى چې دومره تېز نظر لري چې په ځمکه کى دننه شيان ګوري مګر د ځمکى په سر د ښکارى دام نه ګورى، الله پاک پدى جهان کى هيڅوک هم پوره ندى پيدا کړى، ضروري خبره ده چې څه کمزوري به لرى، نو سليمان (عليه السلام) وويل چې زه به هد هد ته سخته سزا ورکړم که يي ما ته صحيح خبر رانه وړو. نو هدهد وويل چې ماتاته داسې خبر راوړى چې تاسو ته پدې علم نه وه ،امام قرطبى وايي چې دلته په ډاګه معلوميږى چې پيغمبرانو ته دغيب علم نشته، که داسى واى نو سليمان (عليه السلام) به د بلقيس د حاله خبر شوى واى، ملا چرګک وويل چې ما د سبا په ښار کى داسې ښځه وموندله چې د حکومت مشرى ئې کوله چې نوم يي بلقيس دى، دغه ښځى سره خپل رعيت د الله تعالى نه پرته د لمر عبادت کوى او شيطان دوى ته د دوى عملونه ښايسته کړي دي سليمان (عليه السلام) وويل اوس مونږ ګورو چې تا رښتيا وويل او که دروغ ؟
بلقيس څوک وه؟

په تاريخى رواياتو کى راځي چې سبا په يمن کى د يوه مشهور ښار نوم وو چې مآرب هم ورته ويلى شو، ددى ښار اود يمن دپلازمينى تر منځ ددريو ورځو مزل وو، بلقيس دهمدى ښار حکمرانه وه د پلار نوم يي شراحيل وو او مور يې د پيريانو د نسل څخه وه چې نوم يي ملعمه بنت شيعان وو او ددى نيکه هداهد د ټول يمن بادشاه وو، دده په اولاد کى څلويښت نارينه بادشاهان وو، د بلقيس پلار يوى پيرۍ سره نکاح کړى وه بلقيس له همدغې پيرۍ څخه پيدا شوى وه، ددى پلار چې د بادشاهۍ په نشه کى زيات مغرور وو هغى په انسانى ښځوکښى څوک خپل سيال او کفوه نه ليده او له نکاح څخه يي ډډهکوله نو هماغه وو چې دده د غرور په سزاکې الله تعالى دده واده په ډير ټيټ نسل کى تر سره کړ چې هغه پيريان وو چې نه دده قوم او نه يي همجنس وو( تفسير قرطبى )
ملا چرګک سليمان (عليه السلام) ته وويل (و َ اُوْتِيْتُ مِنْ کُلِ شَىءٍ و َلَهَا عرش عظيم ) تفسير معارف القرآن ليکلى چې الله تعالى بلقيس ته د هغه وخت سره سم د حکومت کولو ټول ضرورى اسباب ورکړى وو. عبدالله بن عباس رضى الله عنهما فرمايي : د بلقيس بادشاهۍ تخت چى په قرانکريم کى ورته عرش ويلى شوى دى اوږدوالى يې 80 لاسه او پلن والى يې 40 لاسه لوړوالى يي 30 لاسه وچې دغه په ملغلرو، ياقوتو، شنه زبرجدو او جواهرو سره ښائسته شوى وه، دغه تخت د اووه بنګلو په منځ کى وو او هرې يوې بنګلى ته خاص خاص قلفونه پراته وو( معارف القران سورت النمل 200 مخ ) سليمان (عليه السلام) چې په حال پوه شو نو يو ليک يي وليکه
بلقيس ته د سليمان (عليه السلام) ليک
:
ابن ابى خاتم له يزيد بن رومان څخه روايت کړى دى چې په اصل کى د سليمان (عليه السلام) ليک ډير مختصر او لنډ وو: .
بسم الله الرحمن الرحيم:
من سليمان بن داؤد الى بلقيس بنت ذى شرح و قومها ان لا تعلوا على وائتونى مسلمين .سورت نمل
ژباړه: : په نوم د الله تعالى چې بښونکى او مهربان دى دا ليک د سليمان ځوى د داؤد له لورى بلقيس لور د ذى شرح او قوم ته! وروسته لدې څخه زور مکوئ له ماسره او راشئ مالره خبره مننونکى. سليمان عليه السلام د ليک د ورکولو په وخت کى ملا چرګک ته وويل چې کله تا ليک ملکې ته ورکړ نو د هغې په سر مه ودريږه بلکه له مجلس څخه لرې کښينه ځکه چې چاته په سر ودريدل د مجلس د ادابو خلاف دى! ملا چرګک د سليمان (عليه السلام) ليک د سبا ښار او د بلقيس دربار ته ورساوه نو بلقيس ته چې کله د سليمان (عليه السلام) ليک ورسېده نو هغى خپله شورا راوغوښته، د بلقيس د شورا ټول غړى د قتاده د روايت سره سم درى سوه ديارلس313) کسه وو او دا هر يو کس د لسو زرو کسانو نمائينده وو چې پدې حساب د ملکه بلقيس د رعيت شميره درى ميليونه يو لک او ديرش زره کسان وه (قرطبى
)
کله چې د هغې دپارليمان غړي په خپلوځايونو کيښناستل نو بلقيس ورته په خطاب کى وويل
.
إِنَّهُ مِن سُلَيْمَانَ وَإِنَّهُ بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمـَنِ الرَّحِيمِ 30 أَلاَّ تَعْلُوا عَلَيَّ وَأْتُونِي مُسْلِمِينَ 31 قَالَتْ يَا أَيُّهَا المَلأُ أَفْتُونِي فِي أَمْرِي مَا كُنتُ قَاطِعَةً أَمْرًا حَتَّى تَشْهَدُونِ 32 قَالُوا نَحْنُ أُوْلُوا قُوَّةٍ وَأُولُوا بَأْسٍ شَدِيدٍ وَالأَمْرُ إِلَيْكِ فَانظُرِي مَاذَا تَأْمُرِينَ 33 قَالَتْ إِنَّ الْمُلُوكَ إِذَا دَخَلُوا قَرْيَةً أَفْسَدُوهَا وَجَعَلُوا أَعِزَّةَ أَهْلِهَا أَذِلَّةً وَكَذَلِكَ يَفْعَلُونَ (سوره نمل)
ژباړه: :وويل بلقيس اى د پارلمان غړو! پيشکه ماته راغورځول شوى يو ليک عزتمند بيشکه دا ليک له طرفه د سليمان او دا چې شروع کوم د الله تعالى په نوم چې زيات مهربان نهايت رحم والا دى، زور مه کوئ زما په مقابل کى او راشئ ماته غاړه ايښودونکى ، وويل بلقيس اى د قوم مشرانو مشوره راکړۍ ماته زما په کار کى زه فيصله نکوم د يوه کار تر څو چې تاسو حاضر نشئ نو وويل د قوم مشرانو په ځواب د بلقيس کى مونږ خو زيات زورور يو او سخت جنګيالي هم يو نوره ستا خوښه ده ګوره چې ته څه حکم کوي، وويل بلقيس بيشکه پاچايان چې کله ننوځي يوې علاقې ته نو هغه علاقه هم خرابه وي او عزتمند خلک بې عزته کوي دا رنګه کار کوى پاچايان، ملکه بلقيس د عادت سره سم د شورا د غړو نظر واخيست او بيا يي د سليمان (عليه السلام) د امتحان په خاطر يو پلان جوړ کړ چې هغه ځان ته معلومه کړى چې آيا سليمان (عليه السلام) ريښتيا هم د الله تعالى پيغمبر دى او که نه کوم بادشاه دى چې د مال او دولت د ټولولو لپاره په خلکو حملى کوى ؟که ريښتيا هغه د الله تعالى پيغمبر وى نو چې خبره يي ومنل شي او که نه چې د مقابلې لپاره فوځ ته د جنګ حکم وشي. عبدالله بن عباس ،مجاهد ،ابن جرير اوابن وهب ددى لاندى آيات په استناد ليکلى دى چه: (انى مرسله اليهم بهدية فنظرة بم يرجع المرسلين ) سوره نمل
ژباړه: زه سليمان (عليه السلام) او د هغه د پارليمان غړو ته ډالۍ لېږم ګورو چې زما استازي څه ځواب راوړى
بلقيس سليمان (عليه السلام) ته ډالۍ لېږي:
تفسير المعارف القران د تاريخى او اسرائيلى رواياتو له مخې ليکلي دي چې بلقيس سليمان (عليه السلام) ته د سرو زرو خښتى، لعل جواهر، سل غلامان او سل وينځى د ډالۍ په توګه وروليږلى خو غلامان يي د وينځو او وينځى يي د غلامانو په جامه کى ورلېږلې وو، دوى ته يې يو خط هم ورکړى و چې پدى خط کى يي د سليمان (عليه السلام) څخه پوښتنى هم کړى وچى، الله تعالى سليمان (عليه السلام) د بلقيس د ډالۍ څخه د وحى په وسيله خبر کړ .
سليمان (عليه السلام) پيريان راوغوښتل او حکم يې ورته وکړ چې زما له تخت څخه تر درې کېلو مترو پورې د سروزرو او سپينو زرو ښختې فرش کړئ او د لارى په دواړو خواوو باندى عجيبه ځناور ودروئ، خپل دربار يي هم زيات ښايسته کړ، ښى طرف ته يې څلور زره د سرو زرو او چپ طرف ته يي څلور زره د سپينو زرو چوکۍ کېښودى چې يو طرف ته يي عالمان او بل طرف ته يي د حکومت لوړ پوړى چارواکې او د قومونو مشران کېښناستل ،ټول دربار په جواهرو ښايسته شو، د بلقيس استازى چې راورسيدل هغوى چې کله دا شان او شوکت وليده نو د خپلو تحفو په راوړلو زيات شرمنده شول، ځينى رواياتو کى راغلى دى چې هغوى خپلې تحفې پټې کړې مخکې چې ولاړل نو سليمان (عليه السلام) ورته د تخت څخه راکوز شو او هر يو سره يي په غيږه ستړى مشې وکړه او د هغوۍ زيات قدر يي وکړ، د بلقيس د خط د ليدلو څخه وروسته يې د هغى د ټولو سوالونو ځوابونه ورکړل او د هغه ډالۍ يې ورته واپس کړې ( تفسير قرطبى).
سليمان (عليه السلام) د بلقيس ډالۍ قبولې نکړې
:
الله تعالى فرمائي :
فلما جَاء سُلَيْمَانَ قَالَ أَتُمِدُّونَنِ بِمَالٍ فَمَا آتَانِيَ اللَّهُ خَيْرٌ مِّمَّا آتَاكُم بَلْ أَنتُم بِهَدِيَّتِكُمْ تَفْرَحُونَ (سوره نمل)
وويل سليمان (عليه السلام) ايا تاسو ځما کومک کوۍ په مال سره څه چې ماته راکړى الله تعالى هغه ډير غوره دى له هغه څه نه چې تاسو ته يي درکړى تاسو په خپله ډالۍ خوشحاله اوسې. سليمان (عليه السلام) هغوۍ ته بيرته د مال ورکولو په وخت کى وويل ماته چې کوم مال الله تعالى راکړى هغه ستاسو له مال څخه ډير غوره دى، زه ستاسو مال ته هيڅ اړتيا نلرم ،زه د مال وږى نه يم تاسو لمر ته دعبادت پر ځاى ديوه الله تعالى د عبادت لپاره غاړه کېږدۍ! ځمونږ له تاسې څخه همدا غوښتنه ده
آيا د کافرانو ډالۍ قبولول روا دى؟
سليمان (عليه السلام) د کافرانو ډالۍ قبوله نکړه له دې نه معلوميږى چې په ځينو حالاتو کى د کافرانو ډالۍ قبلول روا ندى، په هغه صورت کى چې د مسلمانانو خير پکې وي يا ددوى د رائې کمزوري ترى پيدا کېږى يا کافرو ته پرى ذليل معلوميږې نوپدغه صورت کى د کافرو ډالۍ قبلول روا ندى او که چيرى د ډالۍ په قبلولو د کافرانو په زړه کې اسلام ته رغبت پيدا کېږى نوبيا يي ډالۍ قبولول روا دى لکه چې رسول الله (صلي الله عليه وسلم) د عامر بن مالک ډالۍ قبوله نکړه کله چى هغه ورته دوه اسونه اودوه جوړه جامى ډالۍ راوړى ،يو روايت داسى هم دى چې ابو سفيان د اسلام د راوړو څخه مخکې رسول الله (صلي الله عليه وسلم) ته تحفه راوليږله نو هغه قبوله کړه، شمس الائمه ددې دواړو روايتونو دنقلولو څخه وروسته فرمائي چې ځما په وړاندي که د يو کافر د ايمان د راوړو اميد وي نو تحفه قبلول يي روا دى او که نه نو ناروا دى
.
سليمان (عليه السلام) د بلقيس تخت راوړ؟
قَالَ يَا أَيُّهَا المَلأُ أَيُّكُمْ يَأْتِينِي بِعَرْشِهَا قَبْلَ أَن يَأْتُونِي مُسْلِمِينَ 38 قَالَ عِفْريتٌ مِّنَ الْجِنِّ أَنَا آتِيكَ بِهِ قَبْلَ أَن تَقُومَ مِن مَّقَامِكَ وَإِنِّي عَلَيْهِ لَقَوِيٌّ أَمِينٌ 39 قَالَ الَّذِي عِندَهُ عِلْمٌ مِّنَ الْكِتَابِ أَنَا آتِيكَ بِهِ قَبْلَ أَن يَرْتَدَّ إِلَيْكَ طَرْفُكَ فَلَمَّا رَآهُ مُسْتَقِرًّا عِندَهُ قَالَ هَذَا مِن فَضْلِ رَبِّي لِيَبْلُوَنِي أَأَشْكُرُ أَمْ أَكْفُرُ وَمَن شَكَرَ فَإِنَّمَا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِ وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ رَبِّي غَنِيٌّ كَرِيمٌ 40(سوره نمل)
ژباړه: : وويل سليمان (عليه السلام) اى چارواکو! څوک به راوړى ماته تخت د هغې مخکې له دى چې راشي ماته تسليم شوى! وويل يوه له پيريانو څخه زه به راوړم تخت د بلقيس مخکې لدى چې ته د خپل ځاې څخه پاڅيږى او زه قوى او امين يم، وويل هغه کس چه له هغه سره علم د کتاب وه زه به راوړم تاته تخت د هغې مخکې لدې چې راوګرځې تاته نظر ستا بيا چې کله وليدل سليمان (عليه السلام) تخت ايښى وه په خوا د هغه کى نووويل سليمان (عليه السلام) دا ځما د رب فضل دى چې ځما امتحان واخلي چې زه شکرکوم او که نا شکري، څوک چې شکر کوي هغه شکر کوى د خپل ځان لپاره او څوک چې ناشکرى کوى نو زما رب بى پروا او د مهربانۍ خاوند دى! د پورته اياتونوپه تفسير کې قرطبى د تاريخي روايتونو په حواله ليکلى دى چې د بلقيس استازى بلقيس ته ورغلل نو هغوى بلقيس د سليمان (عليه السلام) د لوى شان او عزت څخه خبره کړه او دائي هم ورته وويل چې که چيرته تاسو اسلام ونه منۍ نو جنګ ته تيار شئ نو بلقيس بيا د خپل قوم مشران راوغوښتل او هغوى ته يې وويل ما فکر کاوه چې سليمان (عليه السلام) به يو بادشاه وى او د قدرت لپاره به جنګ کوى اوس ماته ثابته شوه چې هغه د الله تعالى پيغمبر دى، د پيغمبر سره جنګ کول د الله تعالى سره جنګ کول دي او مونږ د الله تعالى سره د جنګ کولوطاقت نلرو مونږ ته پکار دى چې هغوى ته تسليم شو. ټولو ورسره ومنله او د تلو تيارى يي وکړ ،يو لک فوځ او دولس زره قومى مشران له هغى سره ملګرى شول او د سليمان (عليه السلام) طرف ته روان شول سليمان (عليه السلام) په خپل دربار کى ناست ؤ چې د لرى څخه ئى ګردونه وليدل ګورى چې فوځى کاروان دده طرف ته راروان دى، سليمان (عليه السلام) ته خبر ورکړى شو چې بلقيس له دربار څخه څلور کېلو متره لرى ستاسو حضور ته راروانه ده، پدغه وخت کى سليمان (عليه السلام) د دربار کسانو ته وويل چې څوک به ماته د بلقيس تخت راوړئ؟ سليمان (عليه السلام) غوښتل چې بلقيس د شاهى دبدبي تر څنګ پيغمبري معجزه هم وګوري چې په ايمان راوړو کى يې ځنډ رانشى ، سليمان (عليه السلام) ته الله تعالى دا معجزه هم ورکړي وه چې پيريان او ديوان يي تابع وو داسى معلوميږى چې د الله تعالى له طرفه ويلى شوى وو چې بلقيس د رارسيدو څخه وړاندى د هغى تخت دلته راورسول شى نو ځکه يي وفرمائل چې څوک به د بلقيس تخت ماته راوړي! يو د يو وويل چې زه به دهغې تخت په دومره وخت کى راوړم چې ته له خپله ځايه پورته کېږي هغه کس چې د کتاب علم ورسره وو هغه وويل چې زه يي د سترګو په رپ کى درته راوړم
.
تفسير قرطبى د جمهورو علماؤ په قول ليکلي دي چې دا سړى اصف بن برخيا نوميده، د سليمان (عليه السلام) د ترور ځوى وه هغه د اسم اعظم عالم وه، د اسم اعظم خصوصيت دادى چې د هغى په برکت هره دعا قبلېږى، ددى څخه دا نه معلوميږى چې سليمان (عليه السلام) اسم اعظم نه وه زده بلکه هغه غوښتل چې دا لوى کار د خپل يوه امتى په لاس وکړى تر څو پر بلقيس يي زيات اثر ولويږى ،بيا اصف بن برخيا د بلقيس تخت د سترګو په رپ کى حاضر کړ او دغه د اصف بن برخيا کرامت اودسليمان عليه السلام معجزه وه. کله چې بلقيس دتخت د سليمان (عليه السلام) حضورته٫ راوړل شو نو دهغې تخت بدل کړى شو او بيا يوه کس بلقيس ته وويل چې ايا ستا تخت همدا دى؟ هغه زياته هوښياره ښځه وه نو په ځواب کى يې وويل چه هماغسې خو ښکاري او دا يي ورسره اضافه کړه چې زه خو ستا په پيغمبرۍ هغه وخت باوري شوى ؤم چې کله زما استازى تاته راغلى وو نو ددى معجزى څه ضرورت نه وه، ددى نه پس سليمان (عليه السلام) دا اراده وکړه چې د معجزى تر څنګ ورته د بادشاهۍظاهرى دبدبه هم وښائي چې هسى نه چې بلقيس په دنياوى اعتبار سره ځان لوړ ونه ګڼې،نو د شيشو يو محل يي جوړ کړ چې پاس يي شيشه لاندې اوبه وې او په اوبو کې يې ماهيان هم خوشې کړل چه ليدونکي ته هيڅ معلومات نه کېده چې پدى د پاسه تلل ممکن دى، کله چې بلقيس محل ته ننوتله نو هغى فکر وکړ چې دا ټولى اوبه دى نو پدې خاطر يې خپلى پيڅې اوچتې کړې پدى وخت کى سليمان (عليه السلام) ورته وويل چې دغه ځاى ټول په شيشو پوښل شوى دى تاسوته د پيڅو اوچتولو ضرورت نشته! دلته بلقيس پوه شوه چې دلته دنيوى کار هم دومره لوړ دى چې تر اوسه پورې ما نه وه ليدلى نو په زړه کى يي د سليمان (عليه السلام) هر قسم قدر او لوئى پيدا شوه نو بى اختياره يي وويل: اى پرودګاره !ما تر اوسه پورى په ځان ظلم کړى وو چې په شرک او کفر اخته وم اوس زه د سليمان (عليه السلام) سره د هغه په دين شوم بلقيس مسلمانه شوه او حق دين يې قبول کړ .
سليمان (عليه السلام) له بلقيس سره واده کړى وو او که نه؟
په اسلام کې ښځه د حکومت مشري کولاى شي او که نه؟
په قرآنکريم او درسول الله (صلي الله عليه وسلم) په صحيح حديث کى ددې هيڅ يادونه نشته چې سليمان (عليه السلام) د بلقيس سره واده کړى وه قرانکريم د بلقيس او سليمان (عليه السلام) کيسه په پورته ايات کى کړى چې فرمائي
:
أَسْلَمْتُ مَعَ سُلَيْمَانَ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ 44سوره نمل
خو ابن عساکر د عکرمه له قوله ويلي دى چې بلقيس د سليمان (عليه السلام) سره نکاح وکړه، په يمن کى يي ورته درى محلونه جوړ کړى وه او پخپل ځاى باندى يي مقررکړى وه او په مياشت کښى به يي درى شپى له هغى سره تيرولى، پاتى شوه دا موضوع چې په اسلام کى د ښځى مشرى شته او که نه ؟
لومړى خو دا خبره په صحيح سند ثابته نده چې بلقيس بېرته سليمان (عليه السلام) د خپل مملکت مشره مقرره کړه دا داسې روايت دى چې د صدق او کذب دواړو احتمال پکښى شته که چيرى همداسې شوى هم وي نو د محمدى امت لپاره دا هيڅ دليل نشى کېداى ځکه چې پدى هکله زمونږ ګران پيغمبر محمد (صلي الله عليه وسلم) څخه روښانه لاره پاتى ده او هغه مبارک ته چى کله دفارس د کسرى د لور خبر ورسيده چې د هغه پر ځاى په تخت کښينول شوه په صحيح بخارى کښې عبدالله بن عباس رضى الله عنهما څخه روايت دى نو رسول الله (صلي الله عليه وسلم) وفرمايئل

ژباړه: :هغه قوم به هيڅکله کامياب نشي د چا دحکومت مشري چې ښځه کوي د ټول امت علماء پدې متفق دي چې ښځه په دنيوي او ديني امورو کى د نارينه مشرى نشي کولى
الله تعالى سليمان (عليه السلام) ته باد تابع کړى وو :
لکه څرنګه چې الله تعالى داود (عليه السلام) ته غرونه او مرغان تابع کړي وو نو سليمان (عليه السلام) ته يى باد تابع کړى وه، قرانکريم پدى هکله فرمائي وَلِسُلَيْمَانَ الرِّيحَ غُدُوُّهَا شَهْرٌ وَرَوَاحُهَا شَهْر
ژباړه: : سليمان (عليه السلام) ته مو باد تابع کړى وو. باد به د سليمان (عليه السلام) تخت په هوا کړ هغه تخت چې زيات کسان به پکې ناست وو، د سرو زرو او سپينو زرو چوکۍ به پکښى ايښى وى د سرو زرو په چوکۍ به عالمان ،وزيران ، او دده د حکومت لوړ رتبه لوړ پوړى چارواکى ناست وو، دغه تخت به د الله تعالى په حکم په يوه ورځ کى د دوو مياشتو منزل کاوه له سهار څخه تر غرمى پورى به يي د يوى مياشتى مزل کاوه او د ماسپښين څخه تر ماښام پورى به يي د بلى مياشتى مزل کولو حسن بصرى وائي چې سليمان (عليه السلام) ته د باد معجزه هغه وخت ورکړل شوه چې کله هغه خپل اسونه معاينه کول او د مازديګر لمونځ ورڅخه قضا‌‌ء شو نو هغه ټول اسونه د الله تعالى په رضا قربانى کړل ،او هغه ئى خيرات کړل د اسونو د غوښو خوراک د سليمان (عليه السلام) او نورو پيغمبرانو په وخت کى هم حلال وه خو زمونږ ګران پيغمبر داس د غوښې خوړل پدې وجه بند کړل چه له آسونو څخه په جهاد کى زيات کار اخيستل کېږي، که ددوى غوښې خوړل همداسې جريان ولرى نو د جهاد دغه وسله به د وخت تيريدو زياته کمه شى ، اس د سورلۍ لپاره په هغه زمانه کى ډيره ښه وسيله وه، سليمان (عليه السلام) چې هغه د الله تعالى د رضا په خاطر قرباني کړل نو الله تعالى د سورلۍ داسې وسيله ورته تابع وګرځوله چې د اسونو څخه زياته غوره وه، حسن بصرى رح فرمائي چې سليمان (عليه السلام) ته چې کوم باد الله تعالى تابع کړى وه دهغه سره به په لکونو انسانان او پيريان په تخت سليمانى سپاره وو نو دا تخت به د الله تعالى په حکم د بيت المقدس څخه سهار روان شو نو د مازديګر لمونځ به ئي کابل کى ادا کولو چې دا مسافه ددوو مياشتو په اندازه وه .د سليمان (عليه السلام) د تخت خبره که کوم منکر ته عجيبه ښکاري نو د وريځى په باره کى به څه ووائي چې په کروړونو ټنه اوبه پکښى بار وى او باد يي د الله تعالى په حکم هغه ځاى ته وړى په کوم ځاى کى چې الله تعالى د باران د ورولو اراده کړى وى
.
بل نعمت هم ورکړل شوى وه الله تعالى فرمائي ( و اسلنا له عين القطر ) ژباړه: او روانه کړى وه مونږ د سليمان (عليه السلام) لپاره چينه د مسو مطلب د ايات شريف دادى چې الله تعالى په سليمان (عليه السلام) دا احسان هم کړى وه چې مس ئي ورته له ګرمولو پرته د اوبو په شان ګرځولى وو چې په اسانۍ سره به يي ترى کار اخيسته . عبدالله بن عباس (رض) فرمائي چې د مسو دغه چينه د دري ورځو په مزل بهيدله او دغه چينه د يمن په ځمکه کى وه ( تفسير قرطبى ). وَمِنَ الْجِنِّ مَن يَعْمَلُ بَيْنَ يَدَيْهِ بِإِذْنِ رَبِّهِ وَمَن يَزِغْ مِنْهُمْ عَنْ أَمْرِنَا نُذِقْهُ مِنْ عَذَابِ السَّعِيرِ 12
ژباړه: : او تابع کړى وو مونږ سليمان لره پيريان چې خواري به ئى کوله د هغه په وړاندې په حکم د الله تعالى او څوک چې سر کشى وکړى پدى پيريانو کى زمونږ د امر څخه نو وبه څکو مونږه ده ته اور د دوزخ
.
سليمان (عليه السلام) ته الله تعالى پيريان تابع ګرځولى وه چې پيريان به د سليمان (عليه السلام) په
امر باندى په کار اخته وه

د پيريانو د تابع کولو مسئله
پيريان صرف د الله تعالى په حکم د سليمان (عليه السلام) تابع شوى وه چې دا د سليمان (عليه السلام) معجزه وه، له ځينو رواياتو څخه معلوميږى چې پيريان د ځينو اصحابو هم تابع وو چې دغه کار د اصحابو يو کرامت ؤ .ددى پورته ايت د تفسير لاندې د ابې هريره ،ابى بن کعب ،معاذبن جبل، عمر بن خطاب ،ابو ايوب انصارى او زيد بن ثابت رضي الله عنهم څخه داسې واقعات نقل شوى چې د هغوي ټولو د اقوالو څخه دا معلوميږى چې دغه پيريان دوى ته الله تعالى تابع کړى وه او داد دوى لپاره کرامت وو پدې کى د بل کوم عمل او وظيفى دخل نه وه
.
قاضى بدر الدين شبلى حنفى د پيريانو لپاره يو مستقل کتاب ليکلى دى نوم يي احکام المرجان فى احکام الجان دى چې د ټولو نه اول پيريان د سليمان (عليه السلام) تابع شوي وو چې دا د هغه معجزه وه او په فارس کى ئى جمشيد بن اونجان پيريان تابع کړى وو. اصف بن برخياچې د سليمان (عليه السلام) د ترور زوى اونژدى ملګرى و هغه له پيريانو څخه کار اخيسته او په مسلمانانو کى د ټولو زيات مشهور ابو نصر احمد بن هلال البکېل او هلال بن وصيف دى، ددى دواړو لپاره مختلف او عجيبه عجيبه پيښى ليکل شوى هلال بن وصيف يو مستقل کتاب پدى مسئله باندى ليکلى دى. قاضى بدرالدين پدغه کتاب کى ليکلى دى چې کوم خلک د پيريانو د مسخر کولو لپاره کفرى او شيطانى کليمى استمالوى او د سحر نه کار اخلى پدې کار باندى کافران پيريان او شيطانان خوشحالوى او د رشوت په ډول ددغه عاملانو کارونه هم کوى، دغه عمليه داسى اجراء کوى چې دقرآنکريم پاک اياتونه په پليتۍ ياوينى سره ليکى ،دغه کار ګناه کبيره ده د او دسحراوکوډو او کفري کليماتو پواسطه د پيريانو تابع کول کفر دى (معارف القران سورت سبا اتم ټوک 202 صفحه )
که چېرې يو څوک په قرآنى اياتونو پيريان تابع کوي او په هغى يي د اسلام او مسلمانانو خير په نظر کى وى مثلاً يو مسلمان پدې سره له ضرر څخه وژغوري نو دا کار ثواب دى او که چيرى يي بى ضرورته تابع کوي دا هم ګناه ده ځکه چې پيريان هم د الله تعالى بندګان دى او د ازاد ژوند کولو حق لرى نو چې ته يي بندى کوى نو دا يوه ګناه ده ،ددى څخه معلومه شوه چې حکومتونه بايد د خپلو افرادو په بندى کولو کې زيات احتياط وکړى او بى ګناه څوک بندى نکړى ځکه چې يو ازاد انسان بى ګناه بندى کول په شريعت کى لويه ګناه ده، په اوسنى وخت کى خلک په شخصي دښمنۍ باندى حکومت ته غلط راپورونه ورکوى چې پدى کى بى ګناه انسانان نيول کېږي حکومت ته پکار دى چې د يوه کس په نيولو

کى پوره تحقيق وکړي بى له اسنادو او شواهدو خپل وګړي ونه نيسى
سليمان (عليه السلام) د جهاد اسونه معاينه کوي
(وَوَهَبْنَا لِدَاوُودَ سُلَيْمَانَ نِعْمَ الْعَبْدُ إِنَّهُ أَوَّابٌ 30 إِذْ عُرِضَ عَلَيْهِ بِالْعَشِيِّ الصَّافِنَاتُ الْجِيَادُ 31 فَقَالَ إِنِّي أَحْبَبْتُ حُبَّ الْخَيْرِ عَن ذِكْرِ رَبِّي حَتَّى تَوَارَتْ بِالْحِجَابِ 32 رُدُّوهَا عَلَيَّ فَطَفِقَ مَسْحًا بِالسُّوقِ وَالأَعْنَاقِ) 33 سوره (ص)
ژباړه: :او ورکړى وه مونږ داود ته ځوې سليمان عليه السلام ډير ښه بنده او هغه دى رجوع کوونکى، کله چې د ښوولو په غرض راوستل شول ده ته اسونه خاص د جهاد نو ويي ويل چې ما غوره وگڼل د مال محبت له ياد د الله څخه تردى چه لمر پټ شو په پرده کى نو وويل سليمان واپس راولۍ اسونه بيا په مښلو شو د هغو د پنډيو او ورميږونو د پورته اياتونو په تفسير کى تفسير روح المعانى ليکلي دي چې سليمان (عليه السلام) د جهاد د اسونوپه معائينه بوخت وو چې د مازديګر لمونځ ترى قضا‌ء شو، سليمان (عليه السلام) پدى کار زيات خفه شو سره لدې چې دغه لمونځ قضاء کېدل قصداً نه وه سهواًوه او په ويره سره الله تعالى څوک نه نيسى خو بيا هم سليمان(عليه السلام) د خپل پيغمبرۍ منصب په لرلو وغوښتل چې دغه کار جبيره کړى ددى اياتونو تفسير له زياتو مفسرينو کرامو څخه منقول دى لکه امام ابن کثير، علامه سيوطى د معجم طبرانى اسماعيلى او ابن مردوديه په حواله يو مرفوع حديث نقل کړى دى . ابى بن کعب فرمائي چې رسول الله (صلي الله عليه وسلم) فتفق مسحاً باالسوق والاَعناق ) په تفسير کى وفرمائيل قال قطع سوقها و اعناقها باالسيف )يعنى قطع کړى سليمان (عليه السلام) د هغوى پنډۍ او ګردنونه په توره باندى پدى پورته حديث کى يوراوى سعيد بن بشير دى چې شعبه ورته ثقه ويلي او ابن معين ورته ضعيف ويلي مګر پاتې راويان يې ثقه دى معتبر مفسرين کرام وائي چې دغه اسونه د سليمان (عليه السلام) شخصي مال وو او د بيت المال مال نه وو نو ځکه يې قرباني کولو او خيرات کولو کى يي څه اشکال نه پاتې کېږى د سليمان (عليه السلام) په شريعت کى قرباني روا وه نو دغه د مال ضايع کول نه بلکه قرباني او خيرات وو چې د غه کار سره لدې چې روا هم دى ثواب هم دى (تفسير روح المعانى)
لمر په شا راغى او که نه
:
ځينې کتابونو ليکلى دى چې کله د سليمان (عليه السلام) څخه د مازديګر لمونځ قضاء شو نو الله تعالى ته ئي سوال وکړ چې لمر بيرته راواپس کړه او ردوها ضميرئى لمر ته راجع کړى دى او ويلى يې دى چې لمر واپس راغى هغه خپل لمونځ وکړ او بيا لمر ډوب شو ،ليکن جمهور مفسرين لکه علامه الوسى ددغى واقعى رد کړى او ويلى يي دى چې د ردوها ضمير لمر ته ندى راجع بلکه اسونوته راجع دى چې اسونه راواپس کړى شول دلته دا خبره نه معلومېږي چې ((نعوذ باالله)) الله تعالى د لمر په بيرته ګرځولو قادر ندى بلکه هغه د لمر خالق دى او لمر د الله تعالى په امرپه خپل محور ګرځى او هر وخت د الله تعالى څخه پرته له دى نه چى توقف وکړي اجازه غواړى چې د ګرځيدو اجازه شته او که نه ؟ د دنيا نظام چى نور ختم نه وى نو الله تعالى ورته د ګرځيدو اجازت ورکوى خو پورته تفسير چې ځينو مفسرينو کړى دى د هغوى لپاره په قرآنکريم او صحيح حديث کى کوم واضح دليل نشته (تفسير روح المعانى ) دالله تعالى ياد نه د غفلت په وجه په ځان باندي سزا مقررول دينى غيرت دى چې دغه کار هم د رسول الله (صلي الله عليه وسلم) څخه ثابت دى چې کله رسول الله (صلي الله عليه وسلم) ته ابو جهم يو ښکلى څادر راوړو هغه (صلي الله عليه وسلم) پدې څادرکى لمونځ وکړ او کور ته راغى او عائشې رضى الله تعالى عنها ته يي وفرمائل چې دغه څادر بيرته د ابو جهم کور ته وروليږۍ چې په لمانځه کى ځما نظر ددى څادر په نقشونو ولګيده نژدى وه چې په فتنه کى مى واچوى همدا راز يو ځلى ابو طلحه رضي الله عنه په خپل باغ کى لمونځ کولو چې يوى مرغۍ ته يې فکر شو په لمانځه کى خلل واقع شو نو هغه چې کله له لمانځه څخه فارغ شو نو خپل ټول باغ يي خيرات کړ ( بيان القران په حواله د موطاامام مالک) البته دا خبره ياد ساتل ضرورى دى چې مال داسې ضايع کول چې نور مسلمانان ورڅخه ګټه وانخلى رواندى مثلاً علامه شبلى يو کرت دسزا په ډول خپلو جامو ته اور واچولو لوى صوفى شيخ عبدالوهاب شعرانى د هغه دغه عمل ته صحيح ونه ويل (روح المعانى)
د سليمان (عليه السلام) په تخت باندې جسد

وَلَقَدْ فَتَنَّا سُلَيْمَانَ وَأَلْقَيْنَا عَلَى كُرْسِيِّهِ جَسَدًا ثُمَّ أَنَابَ (سوره (ص))
ژباړه::او بيشکه مونږ سليمان (عليه السلام) لره په يوه بل شان سره امتحان کړ او واموچاوه د هغه په تخت باندى يو جسد بيا هغه الله تعالى ته رجوع وکړه
.
په پورته آيات کى سليمان (عليه السلام) ته د امتحان په غرض الله تعالى دهغه پر تخت يو جسد واچاوه اوس دا معلومه نده چې هغه جسد څه شى وه، په قرانکريم کى صرف د جسد يادونه شوي نور تفصيل نشته او نه په صحيح حديث کى دغى جسد کوم ياد شته چې د سليمان (عليه السلام) په باره کى يوه کيسه ذکر شوى او ځينې مفسرينو د پورته ايات سره تړاو ورکړى دى کيسه په صحيح بخاري کى په صحيح سند راغلې ده، ددى واقعې لنډيز دادى چې سليمان (عليه السلام) يوه شپه داسى وويل چې نن شپه به زه د خپلو ټولو بيبيانو سره کوروالى کوم او د هرى بى بى څخه به مى يو يو ځوى پيدا شى چې دالله تعالى په لار کى به جهاد کوى خو انشاء الله ورڅخه هيره شوه، د سليمان (عليه السلام) دغه خبره د الله تعالى خوښه نه شوه او دهغه ټولو بيبيانو څخه هيڅ اولاد ونشو او يوى بي بي څخه يي ماشوم وشو چې هغه يولورى نلرلو هغه معذور ماشوم د هغى يوې وينځې راوړ او د سليمان (عليه السلام) په تخت يي واچوو او ترې ولاړه کله چې سليمان )ع( راغى او په خپل تخت کى يې دغه معذور ماشوم وليده نو هغه پوه شو چې دا ځما د انشاء الله د نه ويلو وجه وه نوالله تعالى ته يي رجوع وکړه او بخښنه يي ورڅخه وغوښته . دغه پورته تفسير زياتو مفسرينو کرامو لکه قاضى ابو سعود، علامه الوسى او، حکېم الامت علامه تهانوى په بيان القران کى ذکر کړى.
امام بخارى پورته حديث ددغى ايت تفسير لاندې ندى ذکر کړى د امام بخارى په نزد هم دا واقعه ددى ايات تفسير نشى کېداى والله اعلم
قَالَ رَبِّ اغْفِرْ لِي وَهَبْ لِي مُلْكًا لاَّ يَنبَغِي لأَحَدٍ مِّنْ بَعْدِي إِنَّكَ أَنتَ الْوَهَّابُ 35(سوره (ص))
ژباړه::وويل سليمان (عليه السلام) ماته بخښنه وکړى او راکړى ماته داسى بادشاهي چې له ما څخه وروسته يي بل چاته ورنکړى بيشکه ته بخښونکى يي د ګناهونو
.
د پورته دعا په برکت الله تعالى سليمان (عليه السلام) ته د اسې پاچاهې ورکړه چې دنړۍ په زياته برخه يي حکومت وه، او انسانان، پيريان مرغان دده د امر تابع وو، د حکومت غوښتلو نه مراد د سليمان عليه السلام دا وو چې په ځمکه کى د الله تعالى حدود جاري کړي نو د همدى وجې ورته الله تعالى د دعا کولو اجازه ورکړه او بيا يي دعا قبوله کړه نو هغه کس چې حکومت ددى لپاره غواړى چې الهى احکام پکښى جارى کړى نو هغه روا دى چې د الله تعالى څخه وغواړى چې ما ته بادشاهي راکړى (تفسير روح المعانى )
له سليمان عليه السلام څخه رښتيا شيطان ګوته پټه کړې وه ؟
ځينې خلکو ويلي چې د سليمان (عليه السلام) د حکومت راز په يوه ګوته کى وه، يو وار شيطان هغه ورڅخه پټه کړه او پخپله دسليمان (عليه السلام) پر ځاي کښناست ،څلويښت ورځى د سليمان (عليه السلام) څخه هغه ګوته ورکه وه او بيا وروسته يي د ماهي په ګيډه کى پيدا کړه او بيا يي دويم ځل په حکومت قبضه وکړه، دغه قسم ټول روايات په يهودو کى يوه ډله د ه چې د سليمان (عليه السلام) پيغمبرى نه منى نوموړى اسرائيلى روايات هغوى خپروى
.
په قرانکريم او نبوى صحيح حديث کى ددى خبرو لپاره هيڅ سند نشته دا د دروغو کېسي دى او يهوديان يې د مسلمانانو تر منځ خپروي.( تفسير ابن کثير صفحه 36 څلورم ټوک.)

دشهدت ویب پاڼی څه په مننه

No comments: