دملګروملتونومنصفانه !! قضاوت
سيد"سعيد" ٢٧ / ١٢ / ١٣٨٧ هـ ل 2009-03-17 06:36:00 م
پدې وروستيوكي دملګروملتونولخواپه افغانستان كي دملكي وګړودمرګ ژوبلي په اړه يوراپوروړاندي سو:راپور په افغانستان كي د2007په پرتله په 2008زكي دولسي خلګوپه مرګ ژوبله كي %40سلنه زياتوب ښيې اووايې چي :په 2008كي 2118تنه ملكي هيوادوال وژل سويدي اودياد سوي رقم څخه يې د1168شهيدووطنوالودشهادت پړه پرمجاهدينوورغورځولې ده اودپاته 828تنوپه شهادت يې يرغلګرځواكونه تورن كړي دي . ملګروملتونوندي ويلي چي دولسي خلګودمرګ ژوبلي پورته نشركړې سروې يې دچالخوا,چيري ,دكومومعيارونواوثبوتونوپربنسټ ترسره كړې ,خويوشى پكښي واضح دى هغه داچي دتل په څېر يې دمظلومواومحكوموولسونوپه پرتله دنړيوالواستعماري ځواكونوننګي اوملاتړته ترجيح وركړې ده.ځكه چي په 2008 زكال كي كه له يوې خوا دمجاهدينو له لوري يرغلګروقواووته درانه ځاني اومالي زيانونه ورواښتل .خوله بلي خواصليبي ښكېلاكګرودمجاهدينوسره دمخامخ جګړې پرځاى دړندوبمباريوپه واسطه دملكي اوبې ودفاع هيوادوالوحتى ښځواوكوچنيانوپه وژلواونيولوخپل زړونويخه كړل او2008زكال په ټولومياشتوكي څه چي په يوې (اګست )مياشت كي يې دملګروملتونودپورته ذكرسوي رقم په اندازه دټولني ترټولوخوارځواكه وګړي (ښځي,كوچنيان اوبوډاګان) په ډېري بې رحمۍ اوسربريت سره په شهادت ورسول . لوستوالوته به په لاندي كرښوكي دخپلي ادعادثبوت لپاره دنيواكګرولخوادملكي وګړودډله ييزووژنوڅوبېلګې دباوري منابعوپه حواله دځاى ,نېټې اوشمېرسره يوځاى وړاندي كړو. د2008زكال داګست پر۲۱مه نیټه رسنيوخبرخپوركړچي دايتلافي قواووله لوري دشینډنډولسوالۍ دعزیزآبادکلي کي دقرآن کریم دختم اوفاتحې پرمرا- سمود بمباريوپه ترځ كي د "سلو"څخه زیات ملكي وطنوال ښځي ،کوچنیان اوسپین ږیري په شهادت ورسېدل .ولي دملکي وګړو پر مرګ ژوبلي درسنیودتائیدسره سره نیواکګروپوځونو دپخواپه څېر په ډیري سپین سترګۍ سره دعوه کوله چي ولسي خلګ نه بلکي مخالفین یې وژلي دي .پداسي حال کي چي شیندنډته دکابل ادارې دلیږل سوي پلټونکي پلاوي مشراودکابینې غړي "نعمت اﷲ شهراني" دپلټنووروسته پخپلوڅرګندونوکي وویل چي :« دبمباریوټول قربانیان ولسي وګړي ښځي اوماشومان وواوآن په وژل سووکسانوکي دمخالفینو څرک هم نه ؤ.» دغه راز داګست پر۲۰مه دزابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ دفقیرزوپه کلي کي " دیرش " تنه هیوادوال په ډیروحشت شهیدان کړای شول . پر۱۹مه نیټه یې دلغمان ولایت دکړوچ اوشاګلیانوپه کلیوکي "دوه ویشت" نفره ښځي اوماشومان په شهادت ورسول . پر۱۶مه نیټه يې دکاپیساپه تګاب کي. " پنځه ویشت " تنه وطنوال په شهادت ورسول . پر۶مه نیټه يې بيا هم دکاپیساپه نجراب ولسوالۍ کي يو مسجدپه نښه كړچي په پایله کي یې دامام په ګدون " اوه" لمونځ کونکي په شهادت ورسیدل . پر۲مه یې فراه اواورزګان ولایتونوکي وژونکي بمبارۍ وکړې چي دمرګ ژوبلي دقیق شمېریې نه دی معلوم سوى. دغه رنګه داګست پر۲۹مه دکندزولایت خان آبادکي دالماني وحشي قواووله لوري " یوه ښځه اودوه "ماشومان په نښه سول اوپه ډیري بې رحمۍ اودهشت یې په شهادت ورسول . پدغه نیټه پکتیکاولایت کي هم دبهرنیویرغلګروځواکونوپه بمباریوکي "دولس " تنه ملکي اوبې دفاع هیوادوال دژونده لاس په سرسول . داګست پر۳۱مه رسنیوخبرخپورکړچي :دهلمندولایت دسنګین ولسوالۍ دسروان کلا دسیمي په غلجي شیله کي دایتلافي ځواکونوپه بمباریوکي تر "سلو "ډیر وملکي خلګوته مرګ ژوبله وراوښتې ده .خوددې خبر څخه یوه ورځ وروسته بیاداشغالګرولخوادهلمندولایت پدې سیمه کي د"دوو سوواودیرشو"مخالفینو دوژلوادعاوسوه .دسپټمبرپه لومړۍ نیټه بي بي سي راډیوددې ضداونقض ادعاوودسپیناوي په موخه په پارلمان کي دهلمند ولایت له استازي " دادمحمدخان" سره مرکه درلوده .نوموړی دبي بي سي ددې پوښتني په ځواب كي چي : «ددې ګڼي مرګ ژوبلي اوضدونقض اعاووپه اړه ستاسي معلومات څه دي » وویل چي: «په بمباریوکي وژل سوي کسان ګرده ملکي خلګ دي اودانه سل اودوه سوه دي بلکي پدې بمباریوکي زموږدشواهدوله مخي " پنځه سوه تنه ښځي اوکوچنیان " شهیدان سوي دي اوزه کره اسنادپه لاس کي لرم چي داګرده ملکي خلګ دي ددولت يومخالف لاهم نسته پکښي کي اوکه خارجیان ددې وحشت څخه لاس وانخلي ددوي لپاره به په اینده کي ډیربدعواقب ولري .» منابع: بي بي سي راډيو+پژواك اژانس دامريكادولسمشرۍ په ټاكنوكي داوبا ماوبري اودافغانستان په هكله يې دنوي ستراتيژۍ په اړه دډېرى شنونكودانظراوباورؤچي ګني دامريكاپه پخوانۍ يوازينۍ جنګي اوتحميلي تګلاره كي به دنوي ادارې په راتګ سره دپام وړ بدلون راسي چي په نتيجه كي به يې په ټوله نړۍ اوځانګړي ډول په افغانستان كي دوژنواونړونوروان بهيرتم سي ولي بدبختانه نړيوال صليبي صهيونستي ټروريزم داوبامادادارې په مشرتوب دتيروظلمونواوجنايتونوپه دوام نورډېركلي اوښارونه وران ښځي اوكوچنيان شهيدان كړل .هغه كه داسرايلودغاصب رژيم له لوري پرله پسې درې اونۍ دغزې پرتړانګه دخونړيوبريدونواوبمبارونوناتاراو دمظلوموفلسطينيانوقتل عام ؤاوكه دلته په افغانستان كي يې هره ورځ دولسي خلګودوژنواونيونوپروګرام چي يوازي په تېره يوه(اګست) مياشت كي يې لاندي وژني ترسره كړي دي . داګست پرلومړۍ (1)نېټه يرغلګروځواكونودغزني ولايت دقرباغ ولسوالۍ په كيلي خېل كلي كي" دوه"تنه ولسي هيوادوال شهيدان اود"درو"ميرمنوپه ګډون يې "څلورتنه زخميان كړل .سيمه ييزوخلګورسنيوته ويلي چي امريكايانودبمباريوڅخه وروسته د"دوو"كليوالورؤف اوقدوس كورته سپي ورخوشي كړل اويوه ميرمن يې په وداړله اوچي په نوموړي كور كي يې هيڅ هم ونه موندل نوپرخلګويې ډزي وكړې اوددې كورنور"درې" تنه غړي يې دځانونوسره كوم نامعلوم ځاى ته بوتلل .دقرباغ ولسوال محمدحسن فيضي هم ومنل چي وژل سوي اونيول سوي كسان طالبان نه ,بلكي ددې كلي ولسي افراد دي .اودهلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ كي يې هم پدې ورځ "پنځه" ماشومان شهيدان اوټپيان كړي . داګست پر5مه نېټه يې دزابل ولايت په جلدك سيمه كي "شپږ"تنه ملكي افغانان شهيدان كړل . پر12مه يې داورزګان ولايت دسرخ مرغاب په سيمه كي" يوه "ميرمن "دوه" كوچنيان شهيدان او"اته "تنه ژوبل كړل .چي وروسته يې ددفاع وزارت له لوري هم پخلى وسو. دغه راز پر16مه نېټه رسنيودفراه دوالي روح الامين له خولي خبر وركړ چي ايتلافي قواووپه سيمه كي ديوتن قومي مشر غلام جان پركوردبريد په ترځ كي دهغه يوتن مېلمه مړ اودكورنۍ څوښځي يې ټپياني كړې . پر17مه نېته يې دهرات ولايت پښتون زرغون ولسوالۍ كي "پنځه "ښځي او"اته " تنه نارينه شهيدان كړل .يرغلګرولومړى دملكي وګړودمرګ ژوبلي څخه انكاركاوه ولي وروسته يې ومنل چي په عملياتوكي يې ولسي خلګوته مرګ ژوبله اړولې ده . دغه رقم پر17مه نېته وحشي اشغالګرودكندهارپه ميوند ولسوالۍ كي "دوه"تنه ملكي هيوادوال پدې جرم چي موټر يې ددوى پرلورپه تېزۍ راروان ؤپه مرميوسوري سوري اوشهيدان كړل . پر24مه نېټه يې هم دهلمندولايت دسنګين ولسوالۍ په سروان كلاسيمه كي "شپاړس"تنه بېګناه ملكي وطنوال شهيدان اوتر"لسو"زيات يې ټپيان كړل دغه رنګه پر23مه نېټه هم صليبي جګړمارانو دكندهارښارته نژدې "دوه " ګلالي ماشومان ښوونځې په لاره په ګوليوغلبېل غلبېل اودخپل تن په وينوسره كړل .چي سمدستي يې په غبرګون كي ولس په پراخ لاريون لاس پوري كړاود "مرګ پرامريكااومرګ يې پرلاسپوڅې اداره "شعارونه يې وركول اودملګروملتونوڅخه يې ددې جنايتكارودمحاكمې غوښتنه وكړه .متاسفانه چي ملګروملتونو دمحكوم ولس پردې حقه حق اورواغوښتني غوږهم ونه ګراوه. بي بي سي راډيو,ازادي راډيو,پژواك اژانس , كه دملګروملتونوشعارونو(نړيوال عدل اوثبات ,دمذاهبوترمنځ مساوات) اودبېطرفۍ ادعاووته وګوروښايې دنړۍ په هيڅ يوه برخه كي دمذهبي ,فرهنګي اونژادي تعصبي جنګونواورونه نه تنهابل نه واى ,بلكي پرځاى يې دمتقابل احترام اوبشري خواخوږۍ ښايسته فضاء حاكمه واى .ولي وينوچي دهمدې ملګروملتونوترسيوري لاندي نړۍ زبېښونكوښامارانوډېر خپلواك هيوادونه اشغال,كلي اوښارونه ويجاړ ,مسجدونه اوپوهنتونونه بمبار,ښځي اونران ,سپين ږيري اوكوچنيان شهيدان كړل .خودې سازمان (ملګروملتونو)يې دبېطرفۍ ديوعالم دعواووسربېره پرضدحتى دكوم غبرګون تابيا لاهم ونكړه .
د ټول ویب پاڼی څه په مننه
Wednesday, 18 March 2009
Subscribe to:
Post Comments (Atom)
No comments:
Post a Comment