Monday, 16 March 2009

ا يمان ا و عمل

ا يمان ا و عملپه تيره زمانه كي يوډيرپوه هوښياراوصادقه سړى ووخپل ټول عمر يې د خلقو په خدمت كي تيراوه ،راز، رازتكليفونه يې و ګالل په ډيرو مصيبتونوكي اخته سو ولي د خپل عظم اوارادې څخه يوه زره هم ستومانه نسو ټوله خلګ يوې خواته وه دى بلي خواته وو. يوه ورځ چي خلګ ټوله دجشن په ميله اخته وه خوشحالۍ يې كولې دا هوښيار سړي خپله ملا و تړله اود پادشاه و حرم سراى ته ورننوتۍ څه چي يې د لاسه كيدل هغه يې وكړه په قصدسره يې ټول سامانونه ورته مات كړل خپل تبريې هم هلته ځوړندكړاو بيا ترې را ووتۍ كله چي پادشاه اود هغه ملګري بيرته وا پس سول وې ليدل چي هرڅه په بل مخ باندي اوښتي دي دا كارد پادشاه د پاره ډير ګران پريوتۍ اود خپل شان سره يي لا زم ونه ګڼل امر يې وكړ چي دا شخص دي پيدااو ونيول سي ،څوپخپله سزا باندي ورسيږي ټولوخلقو رايي وركړي چي داكار ددې يو سړي له لاسه سوئ دئ ، پادشاه چي ډير په غصه كي وو امر يې وكړ چي دا سړى ژوندى وسوځۍ ،همداسي وسول خوداسړى مړ نه سو اود اورڅخه ژوندى بيرته را ووتئ خلګ ټوله حيران وه كارونه د خداى (ج) دي په يوه مځكه كي چي څلور خوايې غرونه وه او وچ ميدان وو د اوبو اّثارهم نه ليدل كيدئ د خلګو تګ راتګ هم په دې لاره چنداني نه وو ددې صادقه اوهوښيارسړي پرې ګذر راغى دلته ده خپله كډه واړول شپه تيره سول سهارد ژوندانه د كار و بارد پاره وخوځيدئ او ولاړئ پرور دګارعالم په هم دې وچ ډاګ كي ورته زوي وركړمور يې وارخطا سول د خپلي كږدۍ څخه د باندي را ووتل غوښتل يې چي څوك پيدا كړي او ورڅخه كمك وغواړي خوكاميابه نه سول .د بيرته راتللو په وخت كي د ليري سترګي د خپلي كږدۍ په لور ولګيدي چي پرسر يې ټپوسان اتڼ كوي وارخطاسول او په منډه منډه يې دخپلي كږدۍ په لور را ودانګل كله چي را ورسيده وې ليدل د اوبو چشمه غيبي پيدا سويده ډيره خوشحاله سول اود خداى شكر يې وايستۍ ، ددې صادقه سړي عمرټوله په تكاليفو كي تيرسويدئ خود خپل عزم او ارادې لاره يې ددې حوادثو په مقابل كي هيڅكله بدله نه كړه حتي تردې اندازي چي يوه شپه يې خوب وليدئ چي دا خپل زوي وژني ځان يې چپ ونيوى بله شپه يې بيا خوب وليدى بيا يې خپل ځان چپ ونيوى په دريمه شپه چي يې خوب وليدى نو دا خپل زوي ته يې وويل .(( اې زويكه مادغه درې شپى خوبونه ليدلي دي چي تا به قرباني كوم ، ستا څه خيال دى دې خپل زوي ورته په داسي حال كي چي لا ځوان سوي هم نه ووداسي وويل .(( بابا جانه څه چي ستاخوښه وي هغسي وكړه خيرشپي ورځى دي تيريږي يوه ورځ پلارداتصميم ونيوئ چي داخپل خوب به عملي كوي پخپل زوي يې پاكي جامي واغوستى سترګي يې ورته توري كړې او يوه دانه رسۍ يې دځگانه سره را واخيستل پلاراو زوى دواړه دكوره څخه را ووتل يوڅه منزل چي يې وكړ يو غماز جادوګر په لاره كي پيدا سو او دا هلك ته وايي : (( مځه ددې خپل پلارسره تاوژني )) هلك چي داخبره واو ريدل خپل پلار ته يې ږ غ كړ او داخبره يې ورته وويل :پلار يې په ځواب كي ورته وويل . (( غوږ مه پرنيسه به ډبره يې ووله )) چي څه مخ كي لا نه وه تللي بيا يو بل غماز جادوګر راپيدا سو او دې هلك ته يې هم هغسي وويل هلك بيا خپل پلارته وويل پلار يې بيا ورته وويل په ډبره يې ووله ددريم ځل دپاره بيايوبل غماز پيداسودهغه سره هم هم هغسي رفتار وسوكم چي دمخكني دوو نفرو سره سوئ وو.قصه به را لنډه كواودخپلوسوالونو ځوابونو ته به ځان تيار كړو .
۱ـ. دا نيك عمله اوصادقه سړى څوك وو؟
۲ـ. څه يې غوښتل اودښمن ورسره څه وكړه ؟
۳ـ. هغه څلورلاره چي دې صادقه سړي خپله كږدۍ پكي ودروله څه نوميږي ؟
۴ـ. هغه څلورلاره كي چي ددې صادقه سړي زوى پيداسو نوم يې څه شي دئ ؟
۵ـ. دې لاره كي اوبه څنګه پيدا سوې ؟
۶. كله چي پلاراو زوى دواړه دكوره څخه ووتل په مخ كي ورته څوك راغلل اواصلي نومونه يې څه دي ؟
جوابونه
۱ـ. دانيك عمله سړى حضرت ابراهيم عليه السلام وو
.ـ۲. غوښتل يې دخلقودمنځه څخه خرافات ليري او د وحدانيت قانون رايج كړي خو جاهلانوغوښتل دى و وژني او په اوركي يې وسوځي
.۳ـ. هغه څلورلاره د نننى كعبه مركز دۍ ( مكه معظمه په همدې څلور لاري كي اّباده سول .)ـ
۴ـ. نوم يې حضرت اسماعيل عليه السلام .
۵ـ. دحضرت اسماعيل عليه السلام د ژړاپه وخت كي چي خپلي پندي يې په مځكه مښلې رب العزت ددې حركت پواسطه د اوبو چشمه پيدا كړه كله چي دده مور را ورسيده د ډيري خوشحالى څخه يې د ريګو ديوالونه د اوبوپه څنډه كي ودرول او دايې ويل ضم ، ضم ، اوس دا اوبه داّب ضم ضم پنوم باندي مشهوري دي
۶ـ. دحضرت ابراهيم عليه السلام اوحضرت اسماعيل عليه السلام په لاره باندي دعزازيل اولاده ( شيطانان ) دحضرت اسماعيل عليه السلام ومخ ته په درې ځايونو كي راښكاره سول داسماعيل د پلارپه وينا (حضرت ابراهيم عليه السلام په ډبره يې ووله اوحضرت اسماعيل عليه السلام هم داسي وكړل نو هغه درې ځايونه ترنن پوري مسلمانان د حج د فريضه د ادا ْ كولو په غرض چي ودې ځاى ته رسيږي په وړو دانو د شګوسره د وهلو دا فريضه ادا كوي اودغه د شيطان پنوم په نخښه سوي ځايونه ولي اودحضرت ابراهيم او اسماعيل عليه السلام قبول سوى عمل د ستايني په غرض تائيدوي .
اخځ رازونه د احمدشاه لیکنه

No comments: